22 August 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

جمهور ريیس غني د احمد وفي امین او عبدالرحمن عطاش کارونه وستایل

جمهور ريیس غني د احمد وفي امین او عبدالرحمن عطاش کارونه وستایل

کابل\ باختر \ د زمري ٣١ مه د افغانستان د اسلامي...

 په روزګان کې د شلو وسله والو طالبانو وژل کېدل

په روزګان کې د شلو وسله والو طالبانو وژل کېدل

کابل / باختر/ د زمري ٣١ مه شل وسله وال طالبان...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کابل  \باختردلړم دمياشتې ٢٩ :
دچارو  داداري او دوزيرانو شورا ددالانشا دلوى رياست په وړانديز او دافغانستان داسلامي جمهوريت  دجمهوري رياست دعالي مقام په منظوري
فريدحکمت  په مافوق رتبه بست کې  دچارو  داداري او دوزيرانو شورا ددارالانشا دلوي رياست  داداري اومالي مرستيال اوسيدحفيظ الله  هاشمي  په مافوق رتبه بست  کې ددغې اداري دسلاکار په توګه ټاکل شوي دي .
دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهوررييس په حکم کې دغوکسانو ته دلوى   خداي  ج له دربار څخه دزياتو برياليتوبونوهيله شوې ده .
ديادونې وړ ده چې دغه دوه تنه نن  ددوشنبې په ورځ دچارو داداري او دوزيرانو شورا ددارالانشا دلوي رييس صادق مدبرله خوا ديولړ مراسم په ترڅ کې اړوندو کارکوونکو ته ور وپيژندل شول.
 

کابل  \باختردلړم دمياشتې ٢٩ :
دمشر انو جرګي رييس فضل الهادي مسلميار  نن ددوشنبې په ورځ داصلاح او بدلون لپاره دځوانو فعالينو دشبکې له مشرتابه هيئت سره  دخپل کار په دفتر کې وکتل .
دمشرانو جرګې  مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ.
په دې کتنه کې څو تنو دنورو په استازيتوب ددغه مرکز دکړو وړو اوفعاليت دڅرنګوالې په باب دمشرانو جرګي رييس ته معلومات وړاندې کړل او زياته يې کړه  چې ددوي مهم هدفونه  دسولې اوثبات دټينګښت ، دنشه يي توکو دله منځه وړولو  اوپه هيواد کې دبشري جنايتونو پرخلاف د مبارزي لپاره هلې ځلې دي اودمشرانو جرګي له رييس څخه يې وغوښتل  چې دخپلو نظريو په وړاندې کولو اودمشرانو جرګي  په  ملاتړ په دې لاره کې له دوى سره مرسته وکړي.
دمشرانو جرګې رييس فضل الهادي مسلميار داصلاح او بدلون لپاره دځوانو فعالينو دشبکې جوړول ،کړه وړه او هدفونه  چې دفعالو اوپه کارپوهوځوانانو په نوښت ترسره شوي دي  وستايل  اوپه اوسنيو شرايطو کې يې دهيواد دځوان قشر دسترو دندو اومکلفيتونو په باب خبري  وکړي اوله هغوى څخه يې وغوښتل چې دطرحه شويو  هدفونو دتحقق په لاره کې دې پرله پسي او اغيزمن فعاليتونه ترسره کړي ځکه  ځوان خوځنده نسل کولاي شي  په دغو برخو کې  چې جدي اړتيا ده ،  ګټور خدمتونه ترسره کړي  او دمشرانو جرګه هم په دې برخه کې  ددغه مرکز  له ځوانانوسره هر راز همکاري ته چمتو ده .
دغه ر از دمشرانو  جرګي لومړي نايب محمدعلم ايزديار ددغې شبکې له مسوولينو سره  دخپل کار په دفتر کې وکتل.
په دې کتنه کې  ددغې شبکې رييس  دخپلو هدفونو اوفعاليتونو په باب معلومات ورکړل او ويې ويل  دغه مرکز هلې ځلې کوي چې دښي حکومتوالۍ ، دنشه يي توکو له کرکېلې اوقاچاقو سره  دمبارزي ، له اداري فسادسره دمبارزي ، غوره سالاري ، دملي يو والې دټينګښت او دښځو دروا حقوقو د دفاع په خاطر لازم اقدامات  وشي او هم يې  دخبرو په ترڅ کې دافغانستان  دراتلوونکو انتخاباتو دشفافيت له پلوه دخپلې انديښنې دڅرگندولو په ترڅ کې   له خپلو پروګرامونوسره دسنا مجلس دملاتړ  غوښتنه وکړه .
په مقابل  کې دمشرانو جرګي لومړى نايب وويل  ځوانان کولاي شي په قوي عزم  او ارادي سره  خپلو هدفونو ته ورسيږي ځکه  په هيواد کې دريو لسيزو تپل شويو جګړو  دهيواد بيلابيلو مرکزونوته دروند زيان اړولي دي او ژمنه يې وکړه چې دسنا مجلس به دپارلماني څارنوله لاري له دغه مرکز سره  همکاري وکړي.
دغه راز دمشرانو جرګي دتقنين دکميسيون رييس حافظ عبدالقيوم دافغانستان دازادو او عادلانه انتخاباتو دمرکز ( فيفا) له استازوسره وکتل.
په دې کتنه کې دوى دانتخاباتو دخپلواک  کميسيون دتشکېل ، دندو اوصلاحيتونو په باب خپلې نظريې څرگندي کړي او هيله يې وکړه  چې دمشرانو جرګه دې ددغه قانون  دتصويب په وخت کې  هغه په پام کې ونيسي .
په مقابل کې  دتقنين دچارو د کميسيون رييس په مشرانو جرګه کې ددغه قانون  دتدقيق اومطالعې په باب دوى ته معلومات وړاندې کړل او ويي ويل   چې  په دې برخه کې  دمدني ټولني  دمرکزونو دمسوولينو ، دکابل پوهنتون داستادانو او دعلومو اکاډمي دپوهانو ، دعدلي  او قضايي اودبشر دحقوقو دارګانونو  داستازو دوړانديزونو نظريو  او سلامشورو  په پام کې نيولوسره  تصميم نيول شوي  او دتصويب په مقصد عمومي غونډي ته وړاندې شوي دي  چې په پروني غونډه کې له هر اړخيزو او اوږدو خبرو وروسته دغه قانون تر دولسمې مادي پوري تصويب شو اوټاکل شوي ده پاتي مادي يې سبا دسه شبنې دورځې په عمومي غونډۀ کې تصويب شي
 

کابل  \باختردلړم دمياشتې ٢٩ :
په فارياب ولايت کې  دملي اردو دځواکونو په عملياتو کې شل تنه وسله وال ياغيان ووژل شول ، شپږتنه يې ونيول شول او اوولس تنه نوريې ټپيان شول.
د ٢٠٩ شاهين قول اردو قوماندان تورنجنرال زلمي ويسا باختراژانس ته وويل دطلوع  خورشيد عمليات څه موده مخکې دافغان امنيتي ځواکونوله خوا دالمار، قيصار  او غورماچ په ولسواليو کې پيل شوي وو له امله يې شل تنه وسله وال طالبان  و وژل شول ، اوولس تنه ټپيان  اوشپږتنه يې ونيول شول .
يوه اړونده خبرځاى وويل په دغو عملياتو کې  ددښمن شپږميله ډول ډول وسله ،. يو موټر، شپږموټرسايکلونه  او دوه ماينونه هم دامنيتي ځواکونولاسته ورغلي دي .
ديادونې وړ ده چې په دغو عملياتو کې شپږتنه امنيتي ځواکونه شهيدان اودرې تنه نور يې ټپيان شوي دي .
ويل کېږي چې په فارياب کې دطلوع خورشيدعمليات دوام لري .
 

کابل  \باختردلړم دمياشتې ٢٩ :
دژوندانه دچاپيريال ساتنې  دملي اداري خبرتيا
داوزون دقشر دويجاړونکو موادو دبندولو په باب دمونتريال له پروتوکول سره دافغانستان له ژمنې سره سم ، افغانستان چمتو دي چې دهايدروکلورو کلورو کاربونونو په نامه داوزون دقشر دويجاړونکو ګازاتو واردات چې په عمده توګه په يخچالونو ، ايرکنديشنونو، اسنفج جوړولو په صنايعو او داور وژنې په وسايلو کې کارول کېږي ، تر ٢٠٤٠ ميلادي کال پوري صفر کړي.
ددې کار دبريالي تطبيق لپاره دې ته اړتياده چې لومړۍ هغه شرکتونه او موسسي چې ددغو ګازاتو په واردلو اويا کارولو اقدام کوي  دژوندانه  دچاپيريال ساتنې دملي اداري په اوزون  دفتر کې ثبت اوراجسترشي او وروسته دې  ددغه  دفتر له خوا هغوى ته دوارداتي ونډي دعملي کولو په نسبت اقدام وشي .
په دې وسيله هغوټولو شرکتونو او موسسو ته  چې دغه ګازات واردوي خبرورکول کېږي چې ددغې خبرتيا دخپريدو له نيټې څخه دروان کال دليندي دمياشتې تر ٢٢ نيټې پوري  دژوندانه دچاپيريال ساتنې دملي اداري داوزون دفتر ته ورشي  او خپل شرکت اويا موسسه دې راجسترکړي.
له دغې نيټې وروسته او دونډي دعملي کېدو په صورت کې به دشکايت حق  ونلري .  اويوازي هغه شرکتونه موسسي به ددغو ګازاتو دواردولو اجازه ولري  چې ددغې اداري  داوزون  په دفترکې ثبت او راجستر وي او مجازه وارداتې ونډه ولري .
دزياتو معلوماتولپاره دي د ٠٧٩٩٤٠٩٥٦٩او ٠٧٧٨٩٥٢٦٧٤ لمبرتيلفونونو له لاري اړيکې ونيول شي اويا دې  په کابل کې ددويم پروان په څلور لاري کې دژوندانه دچپريال ساتنې دملي اداري داوزون دفتر ته مراجعه وشي  .
 

کابل – باختر ډلرم نهه ويشتمه
په هرات ولايت کې سيمه ييز مقامات وايي چې ددغه ولايت په اسلام قلعه کې نننى چاودنې دسرزيان نه دى اړولي دغه چاودنه نن سهار دنهه نيموبجو په شاوخوا کې دهرات دعمومي واټ په اسلام قلعه کې وشوه.
ويل کېږي چې چاوديدونکې توکې په يو موټر سايکل کې ځاى پرځاى شوى وو.
دافغانستان په لويديځ کې دپوليسو ويندوى عبدالروف احمدى باختر آژانس ته وويل چې په دې چاودنه کې  دسرزيان نه دى اوښتي .
تراوسه پورې ددغې چاودنې په باب دطالبانو انګيزه نه ده روښانه شوي.
په همدې حال کې دافغانستان دلويديځ زون دپوليسو ويندوى وايي چې ښايي طالبانو غوښتل دغه بم په کوم بل ځاى کې وچوي .
له بلې خوا عيني شاهدانو باختر آژانس ته وويل چې چاودنه ټيک دافغان سرتيرو او دناټو دپوځيانو د سپرلۍ کاروان دتيريدو په وخت کې وشوه چې له امله يې يو ډاکتر ټپي شو.
 

کابل – باختر ډلرم نحه ويشتمه
اووسو تنو پرون دشبرغان ښار دجهان آرا بيګم دنجونو له مدرسې څخه دفراغت سندونه ترلاسه کړل دجوزجان ولايت داسلامي تعليماتو مرستيال مولوي احمد شاه مولوي زاده باختر آژانس ته وويل: ددغې مدرسې فارغانې نجونې دي او دوى کولې شي په ښوونځيو کې د دطبعي علومو دښوونکو په توګه دنډه ترسره کړي.
يوه اړونده خبرځاى وويل: ددغې مدرسې فارغانو دښه تلاوت ،تجويد ،صرف ،نحو او دقرآنکريم دحفظ په برخو کې زده کړي کړي دي چې دلوست چارې يې دمجربو استادانو له خوا ترسره شوي دي.
خبرځاى زياته کړه دجهان آرابيګم په مدرسه کې څه دپاڅه درې سوه تنه نجونې د ديني تعليماتو په زده کړه بوختې دي.
په هغې غونډه کې چې دفارغانو دتصديق ليکونو دويشلو له امله په دغې مدرسه کې جوړه شوې وه درنو عالمانو په جوزجان ولايت کې دځوانانو حافظانو دفراغت له امله مبارکي وويله او دديني علومو د زده کړي په لاره کې يې د دوى دلازياتو برياليتوبونو هيله وکړه.
ديادونې وړه ده چې دغه مدرسه په ١٣٨٧ کال کې جوړه شوې ده او تراوسه پورې يې په دوو دورو کې فارغان ټولنې ته وړاندې کړي دي.
 

کابل – باختر ډلرم نحه ويشتمه
دهرات ولايت دفوټبال دغوره ليګ سياليو پرون مازيګر په يوې لوبې سره دوام وموند.
دهرات ولايت دوزشي آمريت مرستيال ضياالحق ضيا باختر آژانس ته وويل: په دې لوبه کې دبيک بير ټيم ديوې په مقابل کې په دووسره داستقلال ټيم ته ماتې ورکړه.
دغه سيالۍ چې داتو غوره ټيمونو ترمنځ په هرات ولايت کې پيل شوي دي ټاکل شوې ده په دوام يې نن مازيګر دآريانا او ابومسلم ټيمونه لوبه وکړي.
دغه راز ټاکل شوې ده  دافغانستان دغوره ليګ اتل ټيم سبا دهرات ولايت دفوټبال درسنيو له ټيم سره لوبه وکړي.
 

کابل  \باختردلړم دمياشتې ٢٩ :
دغزني ولايت دمهاجرينو په ښارګوټې کې پرون يو روغتيايي مرکزپرانستل شو.
دغزني ولايت دمهاجرينو د راستنولو د چارو آمر عبدالباري رحيمي باختراژانس ته وويل: دغه مرکز د يو جريب ځمکې په  ساحه کې جوړشوى دى اولس خونې لري.
دده دڅرگندونوله مخې: دغه مرکز دمهاجرينو په چاروکې دملګروملتو دسازمان دعالي کميشنرۍ د ادارې له خوا د ١٣٠ زرو امريکايي ډالرو په ټولګښت جوړشوى دى.
رحيمي وويل: د دغه مرکز په پرانيستلوسره ددغه ښارګوټې د يو شمېر اوسيدونکو روغتيايي ستونزې لرې شوې دي.
ده د عامې روغتيا له وزارت څخه وغوښتل چې په ډېر لنډممکن وخت کې ددغه مرکز د لازيات سمبالولو لپاره امکانات برابرکړي.
دغزني ولايت دعامې روغتيا رئيسې ضياګل اسفندي وويل چې په راتلوونکې کال کې به دغه کلينيک پراختيا ومومي.
د يادونې وړ ده چې دغزني له ملکي روغتون وروسته چې له جوړېدو څخه يې څه دپاسه پنځوس کاله تيريږي؛ د غزني ولايت په مرکز کې دا لومړنۍ روغتيايي مرکز بلل شوى دى .
 

کابل  \باختردلړم دمياشتې ٢٩ :
دملي پوليسو منسوبينو پرون دبدخشان ولايت په مربوطاتوکې پنځه ماينونه کشف اوشنډکړل.
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ :
د وسايطو ضد پنځه ماينونه چې په دې وروستيو وختو کې د ياغي طالبانو له خوا دتروريستي او ورانکارو عملونو دترسره کولو لپاره دبدخشان ولايت دتګاب ولسوالۍ په  عمومي سړک کې ښخ  کړي شوي  و اودپوليسو دمنسوبينو له  خوا د امنيتي دندو په بهيرکې کشف اوشنډکړى شول.
ديوبل خبرله مخې، يو سړى د نشه يي توکو د پلورنې په تور دکابل ښار د نهمې امنيتي حوزې  د پوليسو له خوا ونيول شو.
په نيول شوى سړى د يوې زياتې اندازې نشه يي توکو د پلورنې تورلګول شوى دى  چې د پوليسو له خوا لاس په لاس ونيول شو.
 

Monday, 19 November 2012 11:38

نهه تنه ياغيان و وژل شول

کابل  \باختردلړم دمياشتې ٢٩ :
نهه تنه ياغيان چې غوښتل يې تروريستي بريدونه ترسره کړي و وژل شول.
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ.
دکابل ، کونړ، هلمند ، دايکندي ،فارياب ، ارزګان اودفراه دولايتونو په مربوطاتو کې  دافغان او ايتلاف دځواکونو دڅو جلاجلا عملياتو په بهيرکې نهه تنه ياغي طالبان و وژل شول او شل تنه نوريې  ونيول شول.
دخبرځاى دڅرگندونوله مخې نيول شويو کسانو په څو تروريستي او ورانکارو بريدونو کې فعاله ونډه لرله.
ددغو عملياتو په بهيرکې ددښمن يو زرو څلور سوه پنځه نوي کېلوګرامه نشه يي توکې ، شپږکلاشينکوفونه ، دوه ميله پيکا، يو توغندي ويشتوونکې ، يوه ايکم مخابره ، د درندو وسلو پنځه ګولۍ ، دولس ماينونه ، څلور موټر سايکلونه او يو موټرهم ترلاسه شوي دي .