24 October 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د استوګنې کورونو پر بام د لمریزې برښنا انرژۍ کاروني لومړنۍ ملي برنامه

د استوګنې کورونو پر بام د لمریزې برښنا انرژۍ کاروني لومړنۍ ملي برنامه

کابل /دلړم لومړى / باختر د دوامدارې برښنا لرلو لپاره د...

کابل ته څېرمه دطالبانو دمهماتو زيرمه کشف شوه .

کابل ته څېرمه دطالبانو دمهماتو زيرمه کشف شوه .

کابل /دلړم لومړى / باختر : دکابل په موسهي ولسوالۍ کې...

 صلاح الدين  رباني استعفا وکړه .

صلاح الدين رباني استعفا وکړه .

کابل /دلړم لومړى / باختر : دبهرنيو چارو وزير صلاح الدين...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کابل\  باختردسلواغې دمياشتې  ٢٥ :
دايران سرحدي ساتوونکو شپږ تنه افغانان و وژل.
شپږتنه افغانان له فراه ولايت څخه  ايران ته دتيريدو په وخت کې ددغه هيواد دسرحدي ساتوونکو له  خوا ووژل شول.
دفراه دوالي ويندوى عبدالرحمن ژوندى باختراژانس ته وويل ، لس تنه افغانان درې ورځې  مخکې  دفراه ولايت دجوين ولسوالۍ له سرحدي سيمې څخه ايران ته تلل چې  دايران دسرحدي ساتوونکو له خوا پرې بريد وشو.
ده  زياته کړه په دې پيښه کې شپږ تنه افغانان وو ژل شول او څلورتنه نوريې دايران دسرحدي ځواکونو له خوا ونيول شول.
دژوندى دمعلوماتوله مخې، دغو افغانانو غوښتل چې نشه يي توکي ايران ته قاچاق کړي.
دجوين ولسوال صحمديار وويل، په دې پيښه کې شپږ تنه قاچاق وړونکي ووژل شول او دوه تنه نور چې ټپيان وو  بيرته د جوين ولسوالۍ ته راستانه شوي دي.
ده دغه راز وويل، دتيرې يکشنبې په ورځ په اتياتنو نورو افغانانو چې غوښتل  يې دجوين  دلسوالۍ له لارې ايران ته  لاړ شي دايران دسرحدي ځواکونو له خوا بريد وشو چې شل تنه يې بيرته فراه ته ستانه شول خوشپيته تنه نوريې تراوسه پورې بې درکه دي.
 

کابل\  باختردسلواغې دمياشتې  ٢٥ :
دعامې روغتيا وزيرې پرون په قندهار ولايت کې  دماشومانو دګوزڼ پرخلاف په جدي مبارزې باندې ټينګاروکړ.
دباختراژانس دخبرله مخې  : دعامې روغتيا له وزيرې  ډاکترې ثريادليل سره په دې سفرکې په پارلمان  کې دخلکو استازې  ، په روغتيايي چارو کې دجمهوري رياست  سلاکار ډاکتر فيض الله کاکړ ، په افغانستان کې دنړۍ دروغتيايي سازمان رييس ډاکتر شارول ، ديونسف دادارې استازى پيتزکرولى اوددولتي ادارو استازې ملګري دي.
دعامې روغتيا وزيرې اوملګري هيئت يې په هغې غونډه کې چې دقندهار دوالي توريالى ويسا ، په ولسي جرګه کې دقندهار دخلکو داستازو، دولايتي شورا  داستازو ، ولسوالانو او ددغه ولايت ددولتي ادارو درييسانو په ګډون جوړه شوې وه دماشومانو دګوزڼ يا پوليو دجرړو دايستلو لپاره په ګډې او جدي مبارزې په ارزښت باندې ټينګار وکړ.
ډاکترې دليل  دغه راز دقندهار دحوزوي روغتون دودانۍ دجوړولو خبرورکړ او ويې ويل  دقندهار دنوى روغتون دودانۍ  دجوړولو بودجه د دولت له خوا منظوره شوې ده.
دې  څرگنده کړه: ددغه روغتون دجوړولو کار به په  ١٣٩٢ کال کې پيل شي.
دعامې روغتيا  وزيرې دپوليو له منځه وړل دحکومت اوپه تيره بيا دعامې روغتيا وزارت لپاره يو ملي اونړيواله ژمنه وبلله او زياته يې کړه، موږ له پنځه کلنۍ  څخه ښکته اته اعشاريه  دوه مليونه تنه ماشومان دپوليو واکسين ترپوښښ لاندې  نيسو چې له دې جملې څخه يو اعشاريه  درې مليونه تنه ماشومان په  جنوب حوزه کې او څلورسوه  پنځه ديرش  زره تنه ماشومان په قندهار ولايت کې  په دغه پروګرام کې  شامليږي اودغه راز دې وويل: په ٢٠١١ ميلادي کال کې په ټول هيواد کې دپوليو اتياپيښې وې چې دغه شمير په ٢٠١٢ ميلادي کال کې اووه ديرشو پيښو ته ټيټه شوې ده.
دغه راز دعامې روغتيا وزيرې وويل، دماشومانو دګوزڼ دناروغۍ دجرړو دايستلو په خاطر يو بيړنۍ پروګرام جوړ شوى دى چې ښه او حساب ورکوونکي مديريت  ، په هغو سيمو  لاسبري چې پخوا دکمپاينونو ترپوښښ لاندې نه دي نيول شوي ، دماشومانو دګوزڼ دناروغۍ  په باب دپوهاوي زياتوالي په تيره بياپه هغو سيمو کې چې دپوليو له ګواښ سره مخامخې دي اودورځنيو پروګرامونو پياوړتيا چې اساسي هدف يې دماشومانو دګوزڼ دناروغۍ له منځه وړل دي.
په همدې ترتيب په دې غونډه کې دقندهار والي ډاکتر توريالي ويسا په روغتيايي  چارو کې دجمهوري رياست سلاکار ډاکتر فيض الله کاګړ ، په ولسي  جرګه کې دقندهار دخلکو استازي محمدنعيم لالي حميدزي او يوشمير نورو دموضوع په باب خبرې وکړې اودماشومانو دګوزڼ  دناروغي پرخلاف دمبارزې په لاره کې يې دعامې روغتيا له وزارت سره دګډو هلوځلو ژمنه وکړه.
 

کابل – باختر دسلواغې پنځه ويشتمه:
افغان امنيتي ځواکونو پرون په کاپيسا ولايت کې ديو لړ عملياتو په بهير کې اتلس تنه وسله وال طالبان ووژل .
دشمشاد د ٢٠٢ ساحوي زون دقوماندانۍ مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبرورکړ : افغان امنيتي ځواکونو دغه عمليات دتګاب ولسوالۍ دالماس خيلو،ګډا خيلو او دبدراب درې په ساحو کې ترسره کړل چې له امله يې اتلس تنه وسله وال طالبان ووژل شول او دوه تنه نوريې ټپيان شول.
ديوبل خبرله مخې : دکاپيسا ولايت دامنيې قوماندانۍ دپوليسو منسوبينو دنجراب ولسوالۍ دزرشوى دساحې په کرنيزو ځمکو کې د دوه اتيا ملي متري توپ لس ګولۍ ،دپرسونل ضد يو ماين او دوسايطو ضد يوماين کشف او شنډ کړل.
 

Wednesday, 13 February 2013 11:11

داسعارو بيه

کابل\باختر\دسلواغې  دمياشتې ٢٥ مه:
دکابل دشهزاده سراى دصرافانو درييس  دمعلوماتو له مخې : نن له غرمې مخکې دبهرنيو پيسو په مقا بل کې دافغا نۍ ارزښت په دې ډول دى:
يوامريکايي ډالر پيرودل په     52/30  افغانيو پلورل په   52/35افغانيو
يوانګليسى پونډ پيرودل په  81/50افغانيو پلورل په   81/60افغانيو
داماراتو يو درهم پيرودل په 15/ 14 افغانيو پلورپه 20 / 14 افغانيو
يوه يورو  پيرودل په    10 70/ افغانيو پلورل په   70 /20  افغانيو
يوسعودي ريال پيرودل په  80 13/پلورل  13/85افغانيو
زرهندي کلدارى پيرودل په 990 افغانيو پلورل په 1000 افغانيو
زرپاکستاني کلداري پيرودل په  524افغانيو پلورل په  525 افغانيو
اوزر ايراني تو مان پيرودل په 14/30  افغانيو پلورل په   13/40 افغانيو.
 

Wednesday, 13 February 2013 11:07

تبصره:

کابل – باختر دسلواغې پنځه ويشتمه:
دافغانستان او پاکستان دديني عاملانو دغونډې دجوړولو په مقصد له پاکستاني عالمانو سره دافغانستان دسولې دعالي شورا دهيئت خبرې رغنده وې.
دباختر آژانس مبصر ليکلى :پاکستان ته دسولې دعالي شورا د يو هيئت استول ددغې شورا دماموريت دنوي اړخ څرګندوى دى.
دسولې دعالي شورا هيئت په پاکستان کې په دې بريالى شو چې په کابل کې د دواړو هيوادونو د ديني عالمانو دغونډې دجوړولو مقدمات بشپړ کړي.
پخوا دافغانستان او پاکستان مقامات په کابل کې ددغه شان غونډې دجوړولو په باب موافقې ته رسيدلي وو . سره له دې چې کابل ددغه شان غونډې دجوړولو لپاره پوره تيارى نيولى و خو دغه کنفرانس په نامعلومو دلايلو جوړ نه شو خو د دواړو هيوادونو جمهورو رييسانو په لندن ښارکې په خپلې وروستۍ کتنه کې يوځل بيا ددغه شان يو کنفرانس په جوړولو باندې ټينکار وکړ او اوس دسولې عالي شورا په دې بريالي شوه چې د افغانتسان او پاکستان دديني عالمانو غونډه په نږدې راتلوونکې کې په کابل کې جوړه کړي.
لکه څنګه چې وويل شول په دې غونډه کې به دځان مرګو بريدونو او ملکي وګړو دمرک ژوبلې دمحکوميت په باب خبرې وشي. ددغه شان بريدونو دغندلو اړتيا په داسې حال کې طرحه کيږي چې ځان مرګي بريدونه او دملکي وګړو وژنه دافغانستان دسياسي جغرافيا له محدودې څخه وړاندې تللې ده ،پاکستان ددغه شان بريدونو په جدي ګواښ کې دى.
دغه راز دسوماليا ،ايران ،ترکيې، الجزاير او ديمن په ګډون په نورو هيوادونو کې دغه شان بريدونه کيږي.
له بده مرغه داسلام په نامه دغه شان عملونه هغه هم له ديني مدرسو څخه داسلام او مسلمانانو پرخلاف ترسره کيږي چې کولى شو هغه له اسلام څخه يو ډول سياسي ګټه اخستنه وبولو.
له شک پرته دديني عالمانو په نظر هغه هم دمبارکو قرآني آيتونو او دنبوي احاديثو په اسناد ددغه شان بريدونو تفسير کولى شى دځان مرګو بريدونو او دنورو ترورستي عملونو دعاملانو او سازمان ورکوونکو په وړاندې چې بې ګناه وګړي ګواښوي،دهغوى دريځ په ډاګه کړي.
هغه څه چې مهم دي په دې غونډه کې د دواړو هيوادونو دمطرحو عالمانو ګډون دى او اجندايې بايد له سياسي انتخاب څخه لرې دي برخه وال بايد له اسلامي حکمونو سره سم او دمنصفو او عادلو اشخاصو په توګه خپلې نظريې بيان کړي .
په اسلامي ټولنو کې واقعيتونه له دې جملې څخه دافغانستان او پاکستان په مسلمانو هيوادونو کې دتاوتريخوالي څرنګوالي مشهود او څرګند دى، پاک قرآن د ډير بشپړ آسماني کتاب په توګه او داسلام دسترپيغمبر (ص)احاديث له دغه شان قضيو سره چلند په ډاګه کړى دى او په دې اړوند صريح حکمونه شته نو ددغه شان غونډې دجوړولو لپاره مخکنيي شرط ته اړتيا نشته.
له بلې خوا کابل نه غواړي چې ددغه شان غونډې له جوړولو څخه سياسي ګټه ترلاسه کړي اويا نفوذ ورباندې عملي کړي بلکې غواړي د دواړو هيوادونو ديني عالمانو چې هيواد وال يې دترورستي پيښو د اور په لمبو کې سوځي . ددغه شان بريدونو دبندولو لپاره دحل لاره پيدا کړي او په افغانستان ،پاکستان اوسيمه کې دسولې له بهير سره مرسته وکړي.
دغه غونډه کولې شې ددينې عالمانو ترمنځ دفکر او عمل همغږۍ سبب شي، د دواړو هيوادونو ستونزې سختې او جدي دي خو ديني عالمان کولې شي دحل تګلورى يې دالهى حکمونو په استناد څرګند کړي په داسې حال کې چې په تيرو وختونو کې مشخصو کړيو ترورستي بريدونه او عملونه چې داسلام په نامه او پته ترسره شوي دي په خپله خوښه اورغبت سره تفسير کړي دي او له دې څخه يې ګټه اخستې ده يوازې دعالمانو واحد رښتنې دريځ کولې شي دغه شان ګټې اخستنې پاى ته ورسوي او وښي چې اسلام دسلامشورې ،سولې او د وروولۍ دين دى نه د جاهليت او بربريت.
 

کابل- باختر دسلواغي څليرويشتمه:
د بلخ والي عطامحمدنورخپل کاري رپوټ نن له غرمې مخکې د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رييس حامدکرزي ته وړاندې کړ او په مزارشريف کې  دخپلو وروستيو غونډو او څرګندونوپه باره کې يې هم توضيحات ورکړل .
دجمهوري رياست د ويندوى دفتر باختر اژانس ته خبرورکړ: دبلخ والي په دغه ولايت کې د بيا جوړولو کارونه ، امنيتي حالت او برياليتوبونه د هيواد جمهور رييس ته بيان کړل او د چارو د لازيات ښه والې په لاره کې يې خپل پيشنهادونه  وړاندې کړل .
  ده د خبرو په ترڅ کې ملي ټلويزيون ته وويل: کابل ته زما د راتګ  هدف له جمهور رييس سره کتنه او د بلخ ولايت د حالت ، امنيتي مسئلو ، ترسره شويو کارونو او په دغه ولايت کې د پرمختيايي پروګرامونو په  باب دمفصل رپوټ  وړاندې کول و .
البته د نوروز د پرتمينې ښې او شاندارې نمانځنې په باب په دې اړوند امنيتي تدبيرونه او هغه بودجه چې دترسره کولو لپاره يې ورته اړتيا وه هم خبرې وشوې او ماپه دې باب مفصل توضيحات وړاندې کړ.
په بلخ ولايت کې د يوې رسمي دولتي ودانۍ په اړوند چې د جوړيدو په حال کې ده، هم  جمهور رييس ته يو  وړانديز درلودچې جمهور رييس دهغه هرکلى وکړ او دهغې د لګښتونو دتخصيص د ورکولو لپاره يې لارښوونه وکړه .
د يوې ډيرې بلې مهمې موضوع يعنې په بلخ ولايت کې د وروستيو انعکاساتو او دريځونو په باب چې يو لړ ناوړه تفاهمات او بدګوماني يې پيداکړې وې؛ هم په تفصيل سره توضيحات وړاندې کړل او جناب جمهور رييس په دې اړوند يو لړ نصحيتونه او لارښوونې لرلې او هرهغه څه چې دهيواد له ملي ګټو او دنظام له ګټو سره سمون ولري؛ د هغو له مخې تصميم نيول کيږي او هر هغه څه چې دنظام او د دولت د روحيې او پاليسۍ  مخالف وي؛ بايد مخه يې ونيول شي .
دجمهور رييس  ټول نصحيتونه او لارښوونې مې واوريدې  چې طبيعي ده زه دبلخ  د والي په توګه د هغو اطاعت کوم .
 

کابل- باختر دسلواغي څليرويشتمه:
د کورنيو چارو وزير نن  د يونسکوله مدير سره وکتل .
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته خبرورکړ: په دې کتنه کې  لوى پاسوال غلام مجتبى پتنګ دافغانستان له پوليسو سره په تيره بيا د ليک لوست د زده کړې او د قانون د تنفيذ په برخه کې د نړيوالې ټولنې مرستو ته په اشارې سره وويل چې نړيواله ټولنه د ليک لوست د زده کړې حرفوي او حقوقي زده کړو او په نړيوالو قوانينو د پوهاوي په برخوکې له ملي پوليسو سره همکاري کوي او د غه  بهير لاتراوسه پورې په پرياليتوب سره  دوام لري .
  دکورنيوچارو وزير دملي پوليسو د بې سوادو اوکم سوادو سرتيرو لپاره د ليک لوست د زده کړې د پروګرامونو په جوړولوکې د يونسکو د سازمان  د مرستو له امله  د مننې په څرګندولو سره وويل: له  يوکال راپديخوا د يونسکو سازمان دملي پوليسو دسرتيرو د روزنې په برخه کې ګټورې او اغيزمنې  همکاري کړي دي  چې د پوليسو دقطعاتو او جزوتامونو دکاري ظرفيتونو په لوړولوکې مهم رول لوبوي .
دکورنيو چارو وزير وويل: دخوشحالى ځاى دى چې د نړيوالې ټولنې په همکارى  او دکورنيو چارو وزارت د چارواکو د هڅو او هاند له امله  همدا اوس  دهيواد په ګوټ ګوټ کې دپوليسو څه دپاسه پنځه ويشت زره تنه سرتيري دليک لوست  په زده کړه بوخت دي .
په همدې حال کې په کابل کې د يونسکو مدير په بېلابېلو برخوکې دکورنيو چارو وزارت د مثبتو اقداماتو له امله خوښي څرګنده کړه او وې ويل چې د يونسکو سازمان دهر هغه پروګرام ملاتړ کوي چې دپوليسو دځواکونو دحالت د ښه والې ضمانت وکړي .
  ده دافغانستان دپوليسو په پرمختياکې دملګروملتو دسازمان  دهمکاريو په دوام باندې په تينګار سره ژمنه وکړه چې دکورنيوچارو وزارت  له ٢٠١٤ کال وروسته هم دپوليسو د روزنې او د ظرفيت د لوړولو په برخوکې مرسته  او همکاري کوي .
 

کابل- باختر دسلواغي څليرويشتمه:
افغان  سندر غاړى په امريکا کې دګرمي جايزو د ويشلو په پنځه پنځوسمو مراسموکې  تېره شپه  جايزه وګټله .
  دباختر اژانس د خبر له مخې: عمر اکرم  د امريکا په لاس انجلس کې د ګرمي جايزو د ويشلو په مراسموکې دعشق د پژواکونو د البوم په خاطر د نوى نسل  د ډير ښه البوم  جايزه ترلاسه کړه .
  دعشق د پژواکونو البوم، دولس سندرې لري او په ٢٠١٢ کال کې بازار ته وړاندې شول چې د مينه والو له تاوده هرکلى سره مخامخ شول .
دغه البوم په زرګونو ليږل شويو البومونوکې جايزه وګټله .
دګرمي جايزه د نړۍ د موسيقي د صنعت  ډېره معتبره جايزه ده .
 

کابل- باختر دسلواغي څليرويشتمه:
دملي اردومنسوبينو د هيواد په بېلابېلو سيموکې د محاربوي  فعاليتونو په بهير کې لس تنه  وسله وال مخالفين ووژل او يوه اندازه  وسله اومهمات يې ترلاسه کړل .
دملي دفاع وزارت د ويندوى مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته خبر ورکړ: دملي اردو دخاصو عملياتو د فرقې منسوبينو دکاپيسا ولايت په مربوطاتو کې محاربوي  فعاليتونه  ترسره کړل چې له امله يې د دوو تنو بهرنيو اتباعو په ګډون، اته تنه وسله وال مخالفين  ووژل شول .
په همدې ترتيب دملي اردومنسوبينو دهلمند ولايت دناوې ولسوالۍ په مربوطاتو کې يو وسله وال مخالف وواژه او وسله يې ترلاسه کړه .
دملي اردو منسوبينو د قندهار ولايت د ميوند او پنجوايي په ولسواليوکې څلور سوه کيلوګرامه نشه يي توکي کشف او ترلاسه کړل او دغو ځواکونو دننګرهار ، قندهار ، کندز او د غزني د ولايتونو په مربوطاتوکې  يو وسله وال مخالف  وواژه  او يوه پيکا ، درې ميله سپکې وسلې او يوه اندازه مهمات يې ترلاسه کړل .
  ددغو فعاليتونو په بهير کې دملي اردو دوه تنه منسوبين شهيدان او يو تن بل يې  ټپي شوى دى
 

کابل- باختر دسلواغي څليرويشتمه:
دملي اردومنسوبينو د هيواد په بېلابېلو سيموکې د محاربوي  فعاليتونو په بهير کې لس تنه  وسله وال مخالفين ووژل او يوه اندازه  وسله اومهمات يې ترلاسه کړل .
دملي دفاع وزارت د ويندوى مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته خبر ورکړ: دملي اردو دخاصو عملياتو د فرقې منسوبينو دکاپيسا ولايت په مربوطاتو کې محاربوي  فعاليتونه  ترسره کړل چې له امله يې د دوو تنو بهرنيو اتباعو په ګډون، اته تنه وسله وال مخالفين  ووژل شول .
په همدې ترتيب دملي اردومنسوبينو دهلمند ولايت دناوې ولسوالۍ په مربوطاتو کې يو وسله وال مخالف وواژه او وسله يې ترلاسه کړه .
دملي اردو منسوبينو د قندهار ولايت د ميوند او پنجوايي په ولسواليوکې څلور سوه کيلوګرامه نشه يي توکي کشف او ترلاسه کړل او دغو ځواکونو دننګرهار ، قندهار ، کندز او د غزني د ولايتونو په مربوطاتوکې  يو وسله وال مخالف  وواژه  او يوه پيکا ، درې ميله سپکې وسلې او يوه اندازه مهمات يې ترلاسه کړل .
  ددغو فعاليتونو په بهير کې دملي اردو دوه تنه منسوبين شهيدان او يو تن بل يې  ټپي شوى دى