16 December 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

دسيمه ييزې اردو په لسګونو سرتيري دننګرهار په خوږياڼيو کې ځاى پرځاى شول

کابل /دليندۍ ٢٥مه / باختر : دسيمه ييزې اردو په لسګونو...

نظام الدين قيصاري په تېښتې بريالي شو

کابل /دليندۍ ٢٥مه / باختر : دبلخ امنيتي مسوولين وايي ...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کابل-باختر د کپ دمياشتې١٩:
افغانستان د نړېوالې ټولنې له نـورو غـړو سـره یو ځای د شمـالي کـوریا وروستۍ اټـومي آزموینـه په کلـکه و غندله.
د را رسيدلوخبرونو له مخې: دغه اټومي آزموینه چې د سلواغې په څلورویشتمه تر سره شوه، د ملګرو ملتونو دسازمان د امنیت شورا د یو شمېر اړوندو پریکړه لیکونو او د شمالي کوریا د ګاونډیانو او د سیمې او د سیمې اخوا هېوادونو د پرله پسې غوښتنو څخه په سرغړونه کې ترسره شوې ده.

دغه اټومي آزموینه همدارنګه د اټومي وسلو د نه خپرېدو تړون (NPT) پر وړاندې د یوې سترې ننګونې ښکارندویي کوي او د شمالي کوریا ګاونډیانو، د آسیا د شمال ختیځ پاتې سیمې او د نورو هیوادونو سولې او امنیت ته جدي ګواښ رامنځته کوي.

د افغانستان حکومت د شمالي کوریا پر حکومت غږ کوي چې په راتلونکي کې له داسې عملونو څخه ډډه وکړي، د امنیت شورا پریکړه لیکونه پلي کړي او هر راز شوني کوښښونه ترسره کړي تر څو له خپلو ګاونډیانو سره ټول مسایل د سوله ییزو خبرو اترو له لارې حل کړي.
 

کابل-باختر د کپ د مياشتې١٩:
د امریکا متحده ایالاتو د The Supreme Master Ching Hai International Association له لارې د افغانستان له سرې میاشتې سره د ۲۵۰ زره امریکایي ډالره مرسته وکړه.
دغه مرسته به په افغانستان کې د جګړې په قربانیانو له دې جملې څخه په کونډو ښځو، یتیمو ماشومانو او بیوزلو کسانو وویشل شي.
دغه مرسته په واشنګټن ډي سي کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د سفارت د غوښتنې په پایله کې وشوه.
 

کابل\  باختردکب  دمياشتې  ١٩ :
د نجونو دباسکټبال سيالۍ نن د سرې مياشتې د نجونو د ټيم په اتلوالي سره پاى ته ورسيدې.
باخترآژانس ته د المپيک  دملي کميټې دخپرونو د دفتر دمعلوماتوله مخې: په دغو سياليو کې د سرې مياشتې ټيم دسنګر له ټيم سره فاينل ته ورسيد چې د سرې مياشتې ټيم اتل او د سنګر ټيم دويم مقام وګاټه.
د يادونې وړ ده چې دغه سيالۍ دکابل ښار د نجونو دباسکټبال دکلپونو د اتوټيمونو په ګډون، دوه ورځې مخکې د المپيک د ملي کميټې په ورزشي   جمنازيوم کې د مارچ  د مياشتې د اتمې نيټې په مناسبت پيل شوې وې؛ پاى ته ورسيدې  چې دريم او څلورم مقامونه  د پوهنې او هات سټار ټيمونو وگټل.
 

کابل\  باخترد کب  دمياشتې  ١٩ :
د وسله والو طالبانو د ډلې يو جګپوړى قوماندان له خپلو پنځلسو تنو افرادو سره  يې په نورستان ولايت کې د سولې له پروګرام سره يوځاى شو.
ملاعبدالکريم اووه کاله د دوآب ولسوالۍ په بېلابېلو سيموکې له دولت سره په   مبارزه کې و.
دنورستان ولايت د سولې د شورا يو غړى مولوي عبدالرزاق مدني وايي: دغه قوماندان د دوى په  هلوځلو سره عادي ژوندغوره کړى دى.
دنورستان د سولې د شورا دغه غړى د باخترآژانس له خبريال زردادشينوارى سره په مرکه کې وويل چې د سولې پروګرام ته د طالبانو د راستنولو لپاره د وسله والو طالبانو له څو تنو جګپوړو قوماندانانوسره خبرې دوام لري .
مولوي مدني هيله وکړه چې د سولې له پروګرام سره د وسله والو طالبانو دڅوتنو  جګپوړو قوماندانانو په پيوستون سره په دغه ناامن ولايت کې امنيت ښه شي.
په همدې حال کې قوماندان عبدالکريم  د سولې له بهيرسره د يوځاى کيدو په وخت کې وويل: تر اوسه پورې د پرديو له خوا تير ايستل شوى و او دخپل هيواد په ويجاړولو کې يې لاس درلود.
ده ژمنه وکړه چې د وسله والو طالبانو ترمنځ به له خپل نفوذ څخه په استفادې سره، په نورستان ولايت کې د سولې او امنيت دتامينولو په لاره کې هلې ځلې وکړي.
دافغانستان په ختيځ کې د نورستان ولايت له پاکستان سره د درې سوه شلوکيلومترو په اوږدوالى، دګډې پولې په لرلو سره د ناامنيو او د وسله والو طالبانو اوپه تيره بيادپاکستاني جګړه مارانو د فعاليت ډگردى.
 

کابل\  باختردکب دمياشتې  ١٩ :
په خوست ښارکې نن د ځانمرګى بريد له امله يو پوليس او اته تنه ملکي وګړي ووژل شول.
دغه پيښه نن له غرمې مخکې د لسو بجو په شاوخواکې د خوست ښار په پنځه کيلومتري واټن کې په نګسو سيمه کې رامنځته شوه چې يو ځانمرکى بريدکوونکى ځان دافغان پوځيانو او د ناټو دکاروان په وړاندې وچاوه.
دخوست ولايت دچټک غبرګون د قطعې قوماندان سمونوال سردارمحمد باخترآژانس ته وويل چې په دې ځانمرګي بريدکې يو پوليس او اته تنه ملکي وګړي ووژل شول.
دپوليسو ددغه مقام دڅرگندونو  له مخې: په دې ځانمرګي بريدکې يو پوځي او دوه تنه نور ملکي وګړي ټپيان شوي دي .
د را رسيدلو خبرونو له مخې: په دې پيښه کې زياتره وژل شوي ملکي وګړي ماشومان اوتنکي ځوانان وو .
د سيمې يو مشرطاهرخان وايي: د پوليسو سرتيرى د ځانمرګي بريدکوونکى له پيژندنې وروسته هغه کلک ونيوه چې چاودنه وشوه.
ددغه قومي مشر دڅرگندونو له مخې: څلورو تنو افغان سرتيرو اوبهرنيو ځواکونو ته مرګ ژوبله واوښته .
د ناټو پوځيانو تراوسه پورې په دې اړوند نظر نه دى څرگندکړى.
په خوست ښارکې د باخترآژانس خبريال  الياس وايي چې د دغې پيښې يو قرباني  دعمران الله په نامه يو ځوان و چې نوى يې واده کړى و.
ددغه ځوان له واده څخه درې مياشتې تيرې شوې وې او د ده د پلار دکورنۍ دلګښتونو مسووليت هم  دده په غاړه و .
په همدې حال کې د خوست ښار د ملکي روغتون  ډاکترانو ددغې پيښې  د يوټپي روغتيايي حالت خراب وباله.
نن د هيواد پايتخت کابل ښارهم د يو ځانمرګى بريد ډګر و. په دې پيښه کې يو ځانمرګى بريد کوونکى په چاوديدونکو توکو بار خپل بايسکل  دملي دفاع وزارت  د يوې دروازې په وړاندې وچاوه چې له امله يې نهه تنه ووژل شول او ديارلس تنه نور ټپيان شول.
 

کابل\  باختردکب  دمياشتې  ١٩ :
ناټو تائيدکړه چې د دغه سازمان يوملکي کارکوونکى دافغانستان په ختيځ  د يوتن د بريد له امله چې په افغان پوځي  جاموسمبال و؛ ووژل شو.
دغه پيښه پرون دکاپيسا ولايت په تګاب ولسوالۍکې دامريکايي ځواکونو په پوځي اډه کې رامنځته شوې ده.
د ناټو يو ويندوى باخترآژانس ته وويل چې د دوى دغه غير پوځي غړى د دريو تنو  د بريد له امله چې دافغانستان په پوځي جاموسمبال و؛ ووژل شو.
دکاپيساسيمه ييزو مقاماتو پرون اعلام وکړ چې يو امريکايي پوځي چې په امريکايي پوځي اډې د افغانستان په پوځي يونيفورم د سمبالو وسله والوکسانو دبريدله امله ووژل شو.
 

کابل\  باختردکب دمياشتې  ١٩ :
د هنګري د پي آر ټي د ټيم قوماندانۍ نن دبغلان ولايت د سيمه ييز راډيو-ټلويزيون له آمريت سره مرسته وکړه.
دغه مرسته  دولس زره امريکايي ډالره اټکل شوې ده چې تخنيکي تجهيزات پکې شامل او د بغلان راډيو-ټلويزيون ته وسپارل شوه.
دبغلان ولايت د اطلاعاتواوفرهنګ رياست د راډيو-ټلويزيون آمر ذبيح الله باختر آژانس ته وويل: د وي کمپلير  H.D.V  يوه دستګاه، دفلم اخيستلو د ١٧٥ ډوله کامرې له يو پرنټرسره، يو مکسر، د بريښنا ذخيره او يو لپټاپ کمپيوټر چې ارزښت يې دولس زره ډالره کيږي؛ دغه امريت ته ورکړشول.
د راډيو ټلويزيون د آمر دڅرگندونوله مخې: ددغو تخنيکي وسايلو په مرستې سره د سيمه ييز ټلويزيون خپرونې چې پخوا د  V.H.S په ابتدايي سيسټم سره عيار و،  خو اوس په ډيجيتلي سيسټم چې لوړ کيفيت لري؛ بدل شوى دى.
د راډيو-ټلويزيون آمر دبغلان په سيمه ييزه دستګاه کې موجودې ستونزې د پياوړي ترانسميټر نشتوالى وباله چې دغه ستونزه به ډير ژر داطلاعاتواوفرهنګ رياست له خوا لرې شي .
ديادونې وړ ده چې پخوا د يوولسو زرو ډالرو په ارزښت دهنګري د پي  آر ټي له خوا دبغلان دسيمه ييز ټلويزيون له آمريت سره  دتخنيکي وسايلو مرسته شوې وه .
 

کابل\  باختردکب دمياشتې  ١٩ :
د ننگرهار ولايت سيمه ييز مقامات وايي چې په يوه ګڼ ميشته سيمه کې د طالبانو بريد شنډکړى دى .
د را رسيدلو خبرونوله مخې: په لسګونوتنو وسله والوطالبانونن سهار د اچېن ولسوالۍ د شدل په بازار بريد وکړ.
د ننګرهار دپوليسو ويندوى حضرت حسين مشرقيوال باخترآژانس ته وويل: د وسله والو طالبانو له بريد وروسته، افغان پوځيانو د ناټو د ځواکونو په همکارى د متقابل بريد په ترسره کولو سره جګړه ماران خواره واره کړل.
د سيمې اوسيدونکي وايي: وسله والوطالبانو د افغان او ناټو د ځواکونو په رسيدو سره دخلکو خلکو په کورونو بريد وکړ اوسنګرونه يې ونيول.
تراوسه پورې په دې پيښه کې د طالبانو د سر د زيان شمېر نه دى روښانه شوى، خو د سيمې  اوسيدونکي د دغې ډلې د سر د درندو زيانونو خبره کوي.
دننګرهار دپوليسو ويندوى وايي چې وسله والوطالبانو د سر د زيان له زغملو وروسته، وتښتيدل او اوس په سيمه کې حالات عادي شوي دي  .
د شدل بازار په اچېن ولسوالۍ کې ګڼ ميشته سيمه بلل کيږي .
په همدې حال کې دسيمې اوسيدونکو دباخترآژانس خبريال ګلستان غالب ته وويل: که چېرې افغان او ناټو ځواکونو ډيرژر په وسله والو طالبانو متقابل بريد نه واى کړى؛ جګړه مارانو دملکي وګړو په  وژلو او ځورونې لاس پورې کاوه.
 

کابل\  باخترد کب  دمياشتې  ١٩ :
د المپيک دملي کميټې د سوک وهلوجمنازيوم د دفترونو د جوړولوکارنن د المپيک د ملي کميټې د رييس ظاهراغبر له خوا پيل شو.
د المپيک دملي کميټې ويندوى مجيب الرحمن رحماني باختراژآنس ته وويل:  ټاکل شوې ده دغه دفترونه د سوک وهلو د ورزشي جمنازيوم په پورتني پوړکې د المپيک دملي  کميټې  له بودجې څخه د شپږويشتو مليونو شپږسوه دوه څلويښتو زرو  افغانيو په  لګښت په نهو مياشتو کې جوړشي.
دغه ودانۍ په معياري ډول به د اړتيا وړ په وسايلو سمباليږي.
د يادوني وړ ده چې ددغه جمنازيوم په لومړۍ پوړکې چې د ورزشي سالون او دسوک وهلو رينګ شته، تيرکال جوړ او د سوک وهلو د ورزشکارانو د استفادې وړوگرځيد.
 

کابل\  باختردکب  دمياشتې  ١٩ :
افغان امنيتي ځواکونو اونړيوالو قوتونو په تيروڅلرويشتو ساعتوکې د هيواد په ځينو برخو کې نولس تنه وسله وال طالبان وژلي دي .
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفترباختر آژانس ته خبرورکړ: افغان امنيتي ځواکونو او د ايتلاف قوتونو دغه عمليات د ننګرهار ، بدخشان ، قندهار ، زابل ، ارزګان، غزني  او دپکتيا د ولايتونو په مربوطاتوکې ترسره کړل چې له امله يې نولس تنه وسله وال طالبان ووژل شول، درې تنه ټپيان اوڅلور تنه نور يې ونيول شول.
په دغو عملياتوکې يوه اندازه وسلې، مهمات او چاويدونکي توکي هم د افغان امنيتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.