15 July 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کابل باختر د وږي دمياشتې   پنځه ويشتمه :
دافغانستان دعلومو اکاډمۍ رياست ددغې اکاډمۍ دمشرتابه دمقام دنامطلوب چلند اودخلکو ديني اوملي ارزښتونو ته دسپکاوي په باره کې دځينو رسنيوله خوا خپاره  شوي  تورونه مردود بولي .
دعلومواکاډمۍ په دې خبر کې عنوان شوي مطالب نه يوازې غير واقعي بولي بلکې ديني مقدساتو اوملي ارزښتونو ته په درناوې کې مخکښ دي او په دې باب يې زيات خدمتونه ترسره کړي دي .
ددغه خبر له محتواڅخه داسې بريښي  چې سرچينه بې باوري  نه ده  او له دې امله اعتبار نه لري .
دافغانستان دعلومو اکاډمۍدمشرانو جرګې د محترم دمجلس  په ګډون ټولو دولتي ارګانونو ته د درناوي په ساتنې سره په هغه کتنه کې چې ټاکل شوې ده دراتلونکې چارشنبې په  ورځ دمشرانوجرګې له محترمو مشرانو سره  وشي ، روښانه به شي چې دغه ارګان له هغه څه  څخه پرته چې ديني مقدساتو ، علم او فرهنګ ، ملي وحدت او دهيواد سرلوړى ته خدمت وي بل کارنه ترسره کوي چې ديوعلمي _ تحقيقاتي مرکز په توګه دهغه  دخجالتي سبب شي .
موږ د دغه خبر خپريدل د ناوړه تفاهم زيږنده بولو اوبشپړ باور لرو چې په دې باب دعلومو اکاډمۍ دمشرتابه دلايل او نظر به دمشرانوجرګې دمحترمو غړو دقناعت اومنلو وړ وګرځي .

کابل باختر د وږي  پنځه ويشتمه :
دوزيرانو شورا نوبتي غونډه  نن له غرمې مخکې  دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس حا مدکرزي په  مشرۍ  دجمهوري رياست د ارګ  دګلخانې په ماڼۍ کې جوړه شوه .
  د چارو د اداري اود وزيرانو شوراددرالانشا لوى رياست باخترآژانس ته خبرورکړ:  په پيل کې دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهوررييس دآسيا دجنوب په سياليو کې  دفوټبال دملي ټيم دبرياليتوب له امله  دافغانستان خلکو په تيره بيا دهيواد ورزشکارانو ته مبارکي وويله  او هغه تود او هراړخيز هرکلي چې دهيواد دبيلابيلو قشرونوله خوا ددغه ټيم دبرياليتوب اوهلوځلو د قدرداني په  درناوي  وشو، وستايه  او  ويې ويل  دغه برياليتوب يوځل بيا دافغانستان دخلکو ديو والي ، پيوستون او ملي وحدت سبب شو .
دوزيرانو شورا  ددغه ورزش د هراړخيزې ودې په مقصد پريکړه  وکړه چې دفوټبال  ملي فدراسيون دې  خپلواک بودجوي واحد شي  او په همدې مقصد دې  دماليې وزارت ديومليون ډالرو معادلې پيسې داولمپيک  دملي کميټې له بودجې څخه دفوټبال فدراسيون رياست  ته  وليږدوي .
  دغه راز په لومړۍ درجه ولايتونوکې دې  دفوټبال  ورزشي لوبغالي  دفوتبال فدراسيون رياست ته  وليږدول شي  چې له نړيوالو معيارونوسره سم  دهغو په سمبالولو کې  اقدام وشي .
  وروسته  دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس  دشانګهاى په کنفرانس کې  دګډون  په لاره کې  دقرغزستان جمهوريت ته دخپل  وروستۍ سفر دنتيجو په باب  غونډې ته مفصل معلومات وړاندې کړ او وروسته  دبهرنيو چارو وزير زياته کړه :  دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس چې  ديوجګپوړي  دولتي هييت  په مشرۍ  دشانګهاي  دهمکاريو دسازمان  دمشرانو په ديارلسمه غونډه  دګډون په مقصددقرغزستان  جمهوريت ته  سفرکړي و، چې  ددغه هيواد له جمهور  رييس سره يې وکتل  او د دوه اړخيزو همکاريو او اړيکو دپراختيا او د دواړو هيوادونو ترمنځ  دمواصلاتي لارو او داوسپنې دپټليو دجوړولو او پراختيا په باب  خبرې اترې  وشوې .
دقرغزستان جمهور رييس  د اوسپنې پټلۍ  له لارې  دچين ،  قرغزستان ، تاجکستان ، افغانستان او دايران دهيوادونو دپيوستون په باب  نوې طرحه  وړاندې کړه  چې دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس په مثبت نظر
سره  يې  هرکلي وشو .
په دې کنفرانس کې چې  افغانستان دکتونکې په توګه پکې ګډون کړي و  ، دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس  يوه هراړ خيزه  وينا واوروله   او
له تروريزم سره دمبارزې  ، دنشه يي توکو دقاچاقو دمخنيوي ،  دسولې  او دهيواد دسوکالۍ  دتامينولو ، په افغانستان کې د ناټو دسازمان دماموريت  او دهيواد دجمهوري رياست  او دولايتي شوراګانو  دانتخاباتو په اړوند دکنفرانس غړو ته مفصل معلومات  ورکړل  او له  ٢٠١٤  کال وروسته يې  دسولې دتامينولو او له نشه يي توکو اوتروريزم سره دمبارزې په لاره کې  دهغوى دهمکارۍ  غوښتنه وکړه .
  دروسيې  ، قرغزستان ، ايران او دتاجګستان  جمهورو رييسانو دافغانستان داسلامي جمهوريت له جمهور رييس سره د جلا جلا کتنو په ترڅ کې  دسولې له بهير او له  ٢٠١٤ کال وروسته  له نشه يي توکو او تروريزم سره دمبارزې  په لاره کې  خپل ملاتړ اعلام کړ او د ايران داسلامي جمهوريت  جمهور رييس  په مشخصه توګه  په دغه هيواد کې دميشتو افغان مهاجرينو  د ويزې  دتمديد په باب  د هر راز همکارۍ  ژمنه وکړه .
  وروسته  دوزيرانو شورا دسمنګانو ولايت د ډبرو سکرو دکانونو د دري ويشتوتنو کارګرانو  کورنيو ته  چې  د ډبرو سکرو دکان  دنړيدو له امله  شهيدان شوي دي
د ډاډ ګيرنې مراتب څرګند کړ او د دغې پيښې شهيدانو ته يې دلوى خداى ( ج )  له دربارڅخه دفردوس جنت هيله وکړه او دکانونو وزارت يې  موظف کړ چې دموضوع  څرنګوالي وڅيړي او دنتيجې په باب دې  دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهوري رياست مقام ته رپوټ وړاندې کړي .

  له اجندا  سره سم ، دکانونو اوپطروليم وزير دافغان _ تاجک دنفتي حوزې د مزارشريف دنفتي بلاکونو  او دصندوقلي دتوليد دويش او داکتشاف قرارداد غونډې ته طرحه کړ او څرګنده يې کړه چې دافغان _ تاجک  دآمونفتي حوزه  دولس نفتي بلاکونه لري چې دشپږو بلاکونو له جمليې څخه  دوه بلاکونه يې  دمزارشريف  او صندوقلي په نومونو  دترکيې دتيلو اوګاز ، په دراګون  آيل کې له کويټې کمپڼې او دغضنفر انونسمنت  کمپني سره  دپنځه ويشتو کلونو لپاره  قرار داد شوى دى  چې حق الامتياز ( روياليتي ) يې په سلوکې دولس اعشاريه  شپيته  دګټې اخستنې  له پيل څخه او دپروژې  دلګښتونو له جبيره کولو وروسته  داوو کلونو په بهير کې په سلو کې شپيته ګټه  دافغانستان لورې ته او په سلو کې څلويښت يې په کمپنې پورې اړه پيدا کوي .
د وزيرانو شورا  له هراړخيزوخبرو  وروسته  دکانونو په چارو کې موظف کميسيون  مکلف کړ  چې دغه قرارداد  دې بيا د دغو کمپنيو له لوري سره په داسې ډول  بيا وڅيړي  چې دملي  پروژې لګښتونه  دقرارداد  د مودې په  بهير کې جبيره شي  او کمپني  دګټې اخستنې  له پيل څخه  حق الامتياز ( روياليتي )  خپله ګټه او نور  تاديات  ورکړي .
  دغه راز  دکانونو په چارو کې  موظف کميسيون ته  دنده وسپارل شوه  چې  د نورو بلاکونو دقرارداد شرايط  دې  دهيواد له کورنيو خصوصي شرکتونو او پانګه والو سره طرحه کړي  او هغوى دې  په دغو قراردادونو کې  شريک کړي .
  سربيره  پردې  دکميسيون غړي  موظف کړى شول  چې دکانونو  دکميسيون په غونډه کې په خپله  ګډون وکړي  او دکميسيون  په پريکړو کې دې  په خپله  وزير  لاسليک  وکړي .
  وروسته  دسوداګرۍ او صنايعو وزير دنفتي موادو او داوبلن ګاز دتصدي لپاره  دترکمنستان اويا دروسيې  له هيوادونو څخه  دلسو زرو ټنو پطرولو ، لسو زرو ټنو ډيزلو او د دوه زره  ټنو اوبلن ګاز  د پيرودنې  وړانديز غونډې ته طرحه کړ.
د وزيرانو شورا  له هراړخيزو خبرو وروسته  د سوداګرۍ او صنايعو او دماليې وزارتونه موظف کړل  چې دموجودو پيسو په پام کې نيولو سره دې  دنفتي توکو په پيرودنې  اقدام وکړي  او دسوداګرۍ او صنايعو  وزارت دې  دهيواد دخصوصي سکتور لپاره  په دغو هيوادونوکې  دنفتي توکو  دپيرودنې زمينه برابره کړي .
  وروسته  دناټو او ايساف  دځواکونو له وتلو وروسته  ددغو ځواکونو دغيرحربي  منقولو او غيرمنقولو تاسيساتو دليږدونې  ، تنظيم ، انسجام، تثبيت او ثبت  په باب  دافغانستان  داسلامي جمهوريت  دحکومت او دامريکا دمتحده ايالاتو 
د مارشال پلان دخيريه  موسسې ترمنځ د تفاهم ليک  مسوده  د عدليې  او دبهرنيو چارودوزيرانو له خوا غونډې ته طرحه شوه چې  په دې باب  د ١٣٩١کال  دزمري دمياشتې  دپنځمې نيټې  د٤٥ ګڼه فرمان پربنسټ  دموظف دولتي کميسيون  دشتون په نسبت  دتاييد وړ ونه ګرځيده ، کميسيون ته دنده وسپارل شوه  چې دغه بهير دې  په جدي توګه  تعقيب کړي  اوتاسيسات دې  دهغو داړتيا او تجهيزاتو له مخې اړوندو ارګانونو ته وسپاري .
دغونډې دکار په دوام  دوزيرانو شورا دفوايد عامې او دماليې  وزارتونه  موظف کړل  چې د دوشي _ کيان سړک د جوړولو داړتيا وړ پيسې  دفوايد عامې وزارت  له نورو پروژو څخه  تعديلې او دجوړولو کار يې پيل کړي .
  دغه   راز د فوايد عامې او د عامې  روغتيا   وزارتونه  موظف  کړى شول چې ددايکندي  سړک  او ددغه ولايت دمرکزي روغتون دجوړولو کار دې  ديوې مياشتې په  دننه کې  پيل کړي .
  په همدې ترتيب  دملي دفاع وزير دبدخشان ولايت  د وردوج ولسوالۍ  دخلکو دسلامونو او پيغامونو دليږدونې په ترڅ کې  د ښوونځيو او دروغتيايي کلينيکونو دفعالولو په برخه کې  دهغوى غوښتنې  غونډې ته طرحه کړې  .
  دوزيرانو شورا  دپوهنې  ،  دکليو دبيا جوړولو او پراختيا او دعامې روغتيا دوزارتونو  وزيران  موظف کړل چې ددغې ولسوالۍ  دښوونځيو  ، کلينيکونو او
د نورو دولتي ادارو  بيړنۍ اړتياوې  لرې کړي .
وروسته دوزيرانو شورا  دکورنيوچارو وزارت موظُف کړ چې د نورستان ولايت دملي پوليسو  معاشونه دې  ډير ژر  وليږدوي  او دلوى څارنوالۍ  له اداري او دسيمه ييزو ارګانونو له خپلواکې ادارې سره يوځاى دې  دنورستان ولايت  دملي پوليسو  دمعاشونو د لوټولو څرنګوالى  د يوې اوونۍ په دننه کې وڅيړي او دنتيجې په باب دې  دجمهوري رياست مقام ته  رپوټ وړاندې کړي .
  دغوڼدې په پاى کې دبهرنيو چارودوزير له خوا  دوه مورده نړيوال تړونونه
غونډې ته طرحه شول چې د تاييد وړ وګرځيدل . 

 

کابل\باختر\ددوږي دمياشتې ٢٥
دکاپيسا ولايت دنجراب ولسوالۍ په مربوطاتو کې تيره شپه دافغان ګډو ځواکونو په عملياتو کې څلورتنه وسله وال طالبان  ووژل شول اوڅلورتنه نور يې ټپيان شول .
دکاپيسا ولايت د امنيې قوماندانۍ داو پراسيون آمر اسدالله حميدي باخترآژانس ته وويل :  دغه عمليات تيرماښام د نجراب ولسوالۍ په افغانيه ، دره پچغان او دره غين په سيمو کې پيل شوي دي او تر اوسه پورې څلور تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي اوڅلورتنه نور يې ټپيان شوي دي  .
حميدي وا يي چې د افغانيه سيمه د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاکه شوې ده اواوس عملياتي ځواکو نه د دره غين او دره پچغان په لور دپرمختګ په حال کې دي
خبرځاى زياته کړه چې په دغوعملياتو کې دوه تنه سيمه ييز پوليس ټپيان شوي دي خوملکي و ګړو ته زيان نه دى اوښتي .
ويل کيږي چې عمليات لاتر اوسه پورې د وام لري  .

کابل\باختر\دسنبلي٢٥
دکانو نو وزارت نن دسمنګانو ولايت د روي د وآب د ډبرو سکرو دکان دپيښې دشهيدانو له کورنيو اوټپيانو سره نغدي مرسته وکړه.
په دې مرسته کې چې دوه مليونه او اته سوه زره افغا نۍ نغدي پيسې پکې وي د
هر شهيد کورنۍ ته سل زره افغانۍ او هرټپي ته شل زره افغانۍ ورکړاى شوې
دسمنګانو دوالي ويندوى  محمدصديق عزيزي  باخترآژانس ته وويل  :  دسمنګانو ولايت والي اومشرتابه هييت نن دپيښې ځاى ته ورغلل اوددغې پيښې دشهيدانو له کورنيو اوټپيانو سره يې غمشريکي وکړه  .
عزيزي زياته کړه  دکانونو وزارت دغه راز  دشهيدانو دختم او خيرات د مراسمو
دپرځاى کولو په خاطر هم دشپيتو  زرو افغانيو مرسته وکړه  .
دسمنګانو والي ددغې پيښې دشلوتنو شهيدانو دجنازې دښخولو په مراسمو کې ګډون  وکړ اود جمهور رييس حامدکرزي د ډاډ ګيرنې اوخواخوږۍ مراتب يې هم دهغوي کورنيو ته څرګند کړل .
عزيزي  زيا ته کړه  ددغې پيښې د٢٣ تنو قربانيانو له جملې څخه دشلو تنومړي
را ايستل شوي دي خو د دريو تنو نورو مړي ترکنډوالو لا ندې پا تې دي اود هغوي
د را ايستلو لپاره د ژغورنې  د ټيم له خوا هلې ځلې دوام لري  .

کابل\باختر\دسنبلي٢٥
دجمهوري رياست د انتخاباتو او د ولايتي شوراګانو د انتخاباتو دنوماندانو د نوم ليکنې بهير په رسمي ډول پيل شو  .
هيله کيده چې د جمهوري ياست د انتخاباتو يو شميرنوماندان دنوم ليکنې لپاره
د انتخاباتو خپلواک کميسيون ته  مراجعه وکړي خو ترناوخته پورې دغه هيله بې نتيجې پاى ته  ورسيده .
دباخترآژانس دخبريال دخبر له مخې :  د انتخاباتو دخپلواک کميسيون ويندوى نورمحمدنور له خبريالانو سره په  يوه غونډه کې وويل : هرنوماند په تيرو انتخاباتو کې دنوم ليکنې په بهير کې لس زره ملاتړيز کارتونه  له ځان سره لرل خو په را روانو انتخاباتو کې بايدهرنو ماند د هيوادله څه دپاسه شلوولايتونو څخه دخلکو سل زره ملاتړيز کارتونه له ځان سره  ولري  .
د انتخاباتو دخپلواک کميسيون ويندوى  زياته کړه  چې تراو سه پورې د جمهوري رياست دانتخاباتو  ٢٩ تنو نوماندانو د انتخاباتو معلوماتي بستي ترلاسه کړي دي
ده زياته کړه :  چې د ولايتي شوراګانو يو زرو يوسلو شپږ ويشتو تنو نوماندانو چې اووه شپيته ښځې او نجونې پکې شاملې دي  .د انتخاباتو دخپلواک کميسيون له ولايتي مرکزونو سره د انتخاباتو معلوماتي بستې ترلاسه کړي دي .
ده زيا ته کړه چې د انتخاباتو د خپلوا ک کميسيون ګرځنده ډلو په لرې پرتوکليو اوبانډو کې د نوم  ليکنې په خاطر په کار پيل کړى دى چې د نوم ليکنې دبهير اود
رايي ورکولو دکارتونو د ويش له پيل څخه تراوسه  پورې  په يومليون دوه سوه اتيا زرو تنو درايې ورکولو کارتونه ويشل شوي دي چې څه دپاسه درې سوه شپيته  زره تنه ښځې او نجونې پکې شاملې دي  .
نور دخپلو خبرو په دوام  وويل :  چى دجمهوري رياست اود ولايتي شوراګانو د انتخاباتو د نوماندانو دنوم ليکنې بهير په دروان کال د تلې دمياشتې په ١٤ نيټه پاى ته  ورسيږي  .

کابل\باختر\دسنبلي٢٥
دملي امنيت دلوى  رياست منسوبينو پرون يو سړى د کاپيسا ولايت په مربوطاتو کې د وسلو او دپوځي تجهيزاتو د ليږدونې په  تور ونيوه  .
دملي امنيت دلوى رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبر ورکړ :
دننګرهار ولايت دشينوارو اوسيدونکي ګلزار اتيا ميله ډول  ډول وسلې او نور تجهيزات په يو هينو ډوله موټر کې ځاى پرځاى کړي  و اودکاپيسا له ولايت څخه دپروان ولايت د بګرام ولسوالۍ ته  د تروريستي فعاليتونو د ترسره کولو لپاره د ليږدونې نيت درلود چې د ملي امنيت دلوى رياست د منسوبينو له خوا  ونيول شو اوپيښه ترڅيړنې لاندې ده  .

کابل\باختر\دسنبلي٢٥  :
دفوايد عامې وزير دفيض آباد_ بهارک ولسوالۍ سړک د جوړولو د کار په کمزورتيا باندې نيوکه  وکړه .
دفوايد عامي وزير انجنير نجيب الله اوژن  په هغه سفر کې چې پرون يې د بدخشان ولايت ته  وکړ دسړک جوړولو د اړونده شرکت مسوول ته خبردارى ورکړ  لکه څنګه چې دژمي دفصل له  را رسيدو مخکې  د دغه واټ د جوړولو کار بشپړ نه شي تر پوښتنې لا ندې به ونيول شي .
دا په داسې حال کې ده چې دفيض آباد_ بهارک ولسوالۍ دسړک دجوړولو او پخولو دکارله پيل څخه  دوه کاله تيريږي خو لا تر اوسه پورې کاريې په سلوکې پنځوس پرمختللى دى .
دفوايدعامې وزير  دسيمې د اوسيدونکو دشکايت له مخې ددغې پروژې د کار دګړندي کولو په برخه کې دسړک جوړولو له شرکت سره خبرې وکړې .
ويل کيږي چې ددغه سړک کار د٤٤ کيلو مترو په اوږد والي او دلسو مترو په سور  دوه  کاله مخکې پيل شوى دى  او تر اوسه پورې په سلو کې پنځوس پرمخ تللى دى او ټاکل شوې ده د ٢٠١٤ کال تر اکتو بر پورې بشپړ شي خودکار د نه ګړندي توب له امله  لا تر اوسه پورې هم کار يې  پاتې دى .
دولسي جرګې غړى  زلمى مجددي وايي د دغه سړک د کارکيفيت ډير ښه دى خو ګړنديتوب يې دټاکلي معيار له مخې کمزورى پرمخ ځي چې بايد دفوايدعامې وزارت په  دې برخه کې جدي پاملرنه وکړي  .

کابل\باختر\دسنبلي٢٥
دمشرانو جرګې رييس فضل هادي مسلميار د کابل ولايت د چارآسياب ولسوالۍ د للندر دسيمې ديو شمير اوسيدونکو ستونزې وا وريدي .
دکتنې برخه والو د خپلو يولړ غوښتو دطرحه کولو په ترڅ کې دتنګي سيدان درې په ساحه کې د ميدان وردګو د سيند په وړاندې دشاتوت د اوبو د بنددجوړولوپه باب چې د انرژۍ او اوبو وزارت له خواجوړيږي  وويل ، چې دللندر درې  د ذخيروي  بند جوړول  دللندر په ساحې پورې اړه لري بايددشاتوت له بندڅخه د للندر بند په نامه  ونومول شي او څرنګه چې د بند دزيرمې ساحې ټول بڼونه دې بايد د استملاک بدل يې دبندله جوړولومخکي مستحقوکسانوته يې ورکړاى شي اوهم هغه کرنيز املاک چې د اوبو له زيرمې څخه په لرې واټن کې دي ، استملاک نه شي .
دسنا مجلس رييس دنظر وړ ساحې د کتنې لپاره د يوهييت د موظف کولو په ترڅ کې وويل : چې  د دوي قانوني غوښتنې به په لازمه توګه  وڅيړل شي .
دغه راز د سنامجلس رييس د مشرانو جرګې ستاين ليکونه دسوداګري اوصنايعو و زارت د نړيوالي سوداګري معين مزمل شينواري او د ښارجوړولو دچارو  وزارت مالي رييس انجنيرحبيب الرحمن قاسم ته  ددوي دخدمتونو په درنا وي ورکړل .
دغه راز دسنا مجلس لومړي نايب محمدعلم ايزد يار د زابل ولايت دسناتورانو او خلکو په وړانديز په دغه ولايت کې د امنيت د تامينولو په لاره کې د زابل ولايت د امنيه قوماندان مل پاسوال  روغ ليوني دغوره خدمتو نو په درناوي د مشرانو جرګې ستاين ليک ده ته ورکړ اود چارو په ترسره کولو کې يې  د ده د لازياتو برياليتوبونو هيله  وکړه  .

کابل\باختر\دسنبلي٢٥
دافغا نستان د اسلامي جمهوريت جمهور رييس ديوفرمان په لاسليک کولو سره دانتخاباتي کميټې له خوا دپنځلسو تنو وړاندې شويو کانديدانو له جملې څخه پنځه تنه د انتخاباتي شکايتونو د خپلواک کميسيون دغړو په توګه  وټاکل .
دچارو د ادارې اود وزيرا نو شورا د دارالانشا لوى  رياست باختر آژانس ته خبر ورکړ  د افغانستان د اساسي قانون  د١٥٦ مادې اود انتخاباتو د خپلواک کميسيون اود انتخا باتي شکايتونو دخپلواک کميسيون د تشکيل ، دندو او صلاحيتونو دقانون  د٢٢ مادې د څلورمي فقرې  له حکم سره سم دانتخاباتي کميټې له خوا دپنځلسوتنو  وړاندې شويو کانديدانو له جملې څخه دانتخا اتي شکايتونو د خپلواک کميسيون د غړو په توګه ددغو کسانو عبدالستار سعادت
ريداعظيمي، نادرمحسني ، عزيز اله اريافر اود پيغمبرقل دوغن ټاکنه منظوره ده 
دانتخا باتي شکايتونو خپلوا ک کميسيون ته معرفي شوي غړي موظف دي ددغه قانون دشلمې مادې د څلورمې فقرې له حکم سره سم  په خپلې لومړۍ غونډه کې دانتخاباتي شکايتونو دخپلواک مرکزي کميسيون رييس ، مرستيال او منشي انتخاب کړي او خپل فعاليت دې د هيواد داساسي قانون او د انتخاباتو دقوانينو له مخې پيل کړي .

کابل\باختر\دسنبلي٢٥
دکابل ولايت دامنيه قوماندان په توګه د مل پاسوال محمدظاهر د ټاکنې وړانديز
د جمهور رييس له خوا منظور شو.
دچارو د ادارې اود وزيرانو شوراد دارالانشا لوى رياست باخترآژانس ته خبر ورکړ: د لزوم ديد له مخې په ښه توګه  د دندو د ترسره کولو په لاره کې او دکورنيو چارو وزارت په وړانديز د پاسوال په  بست کې دکابل ولايت د امنيه قوماندان په توګه     د کابل ولايت د امنيې قوماندانۍ دتحقيقاتو او له جنايي جرمونو سره د مبارزې درئيس مل پاسوال محمدظاهر دغلام جيلاني د زوى  ټا کنه د جمهوري رياست د عالي مقام له خوا منظوره شوه  .