06 July 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

ماته ګوډه ولسواکي پیاوړتیا غواړي

کابل/ د چنګاښ ۱۶ مه / باختر افغانستان نن د یوې...

۲۳۹ تنه پر کرونا ویروس اخته شول

۲۳۹ تنه پر کرونا ویروس اخته شول

کابل\ د چنګاښ ١٦ مه\ باختر په تېروڅلورویشتوساعتو کې په هېواد...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کابل باختر دوږي اوولسمه : يو سلو اويا کورنۍ د وسله والوطالبانو د ظلم او استبداد له امله دغور ولايت له چارسدې ولسوالۍ څخه د چغچران ښار ته بې ځايه شوې دي . دغه بې ځايه شوي کسان وايي چې طالبان د وسلو په زور له دوى څخه پيسې اوخوراکي توکي اخلي. دغه کسان د ده حاجي، نلينج اوکرپي له سيمو څخه وتلي او دچغچران ښار ته يې ګډه کړې ده . دبشر دحقوقو دکميسيون د دفتر ولايتي مسوول جواد رضايي باخترآژانس ته وويل: دغه کسان د غور ولايت په مرکز چغچران ښارکې په بې ځايه شويو او راستنو شويوکسانو په ښارګوټى کې ځاى پرځاى شوي دي . د ده دڅرګندونو له مخې: دغه بې ځايه شوي کسان د استوګنځيو او خوراکي توکو دنشتوالي له امله سرټکوي او وايي چې ددغه ولايت د مهاجرينو د راستنولو د چارو ادارې له بې ځايه شويو کسانو سره دخيمو او دخوراکي توکو مرسته کړې ده اوکوم بل حکومتي مرکزاو خيريه موسسې بې ځايه شويوکسانو ته پاملرنه نه ده کړې. د ده دڅرګندونو له مخې: دغه بيځايه شوي کسان د استوګنځيو او د خوراکي توکو د نشتوالي له امله په شکايت سربيره دخپل روغتيايي حالت له پلوه هم سرټکوي او وايي چې په لسګونو تنه ماشومان او بوډاګان يې په ډول ډول ناروغيو اخته دي او تداوي يې هم نه کيږي . يوتن بې ځايه شوى مصدق باخترآژانس ته وويل: موږ له حکومت اوخيريه موسسو څخه دخپلو ستونزو دحل کولوغوښتوونکي يو .

کابل باختر  دوږي  اوولسمه :
دملي پيوستون دپروګرام له خوا نن په بادغيس ولايت کې د دريو ټولګټو پروژوکار پيل شو .
ددغو پروژو دکار له پيل کيدو سره جوخت د بالامرغاب ولسوالۍ څه دپاسه يو سلو پنځوسو تنواوسيدونکو ته دکار زمينه برابره شوې ده .
دبالامرغاب ولسوال ضياالدين باخترآژانس ته وويل: په دې پروژه کې د بالامرغاب ولسوالۍ په دريوکليوکې د دريو استنادي ديوالونو جوړول شامل دى چې ددغو پروژو په عملي کيدو سره کرنيزې ځمکې د سيلاوونو له خطر څخه خوندي پاتې کيږي.
د ضياالدين د څرګندونو له مخې: دغه پروژې به په راتلوونکې يوه مياشت کې بشپړې او د استفادې وړ وګرځي.
د بالامرغاب ولسوال زياته کړه چې په دغو پروژوکې څه دپاسه دوه سوه زره ډالره لګيږي چې دکليو د بيا جوړولو او پراختيا وزارت له خوا د جوى ګنج، کابلي او جوى نو په کليوکې جوړيږي .

کابل – باختر د وږي دمياشتې ١٦
د آقاخان د سږکال دمعماري جايزه دايران د تيريز بازار ته ورکړى شوه.
دا په داسې حال کې ده چې له افغانستان څخه د يوې پروژې په ګډون له ټولې نړۍ څخه شل  پروژې په هغه پروګرام کې چې له همدې امله په لزبن کې جوړ  شوي  و ، کانديد شوى و.
دباختر آژانس دخبرله مخې :   دغه پروژه په هرات کې ديو ښوونځي ودانۍ وه
چې درې کاله مخکې جوړه شوې ده او له معماري پلوه تراوسه پورې سيال نه لري.
داطلاعاتو او فرهنګ وزير ډاکترسيدمخدوم رهين د غوره معمارى دجايزې د ورکولو په مراسمو کې چې  په هرو دريو کلونو کې د آقاخان دټولنې له خوا ترسره کيږي وويل ،  دغه شان جايزې ته دافغانستان د يوې معمارى کانديدل لوړ ارزښت لرى.
د ډاکتر رهين دڅرګندونو له مخې :  ددغه ښوونځي په ودانۍ کې ځانګړې ملي خصوصيات رعايت شوي دي .
داطلاعاتو او فرهنګ وزير د والاحضرت آقاخان دغه نوښت وستايه او ويې ويل چې دغه حرکت په  رښتيا دقدردانۍ وړ دى .
دآقاخان ټولنه  په هرو دريو کلونو کې يوځل آثار طرحه کوي او له څيړنې وروسته ورته  جايزه ورکول کيږي .
له ديرشو کلونو راپه دې خوا په هرو دريو کلونو کې يوځل د آقاخان دټولنې له خوا دغه  شان مراسم  پرځاى  کيږي.

کابل – باختر د وږي دمياشتې ١٦
د جمهور رئیس حامد کرزي  ویاند ایمل فیضي له بي بي سي سره په یوه مرکه کې ویلي که په رښتیا ، د بریتانیا د بې پیلوټو الوتکو لخوا توغندي په افغانستان کې توغول شوي وي، نو دا عمل د دوه اړخیز تفاهم خلاف کار دی او افغانستان یې په کلکه غندي.
باخترآژانس ته په رارسيدلو خبرونو کي ويل شوي دي  :
د بي بي سي د یو خبر له مخې ، ځینو رسنیو د برتانیا د دفاع وزارت د یو لوړ پوړي چارواکي له خولې ویلي چې په ۲۰۰۸میلادي کال کې برتانیايي بې پیلوټه الوتکې پر افغان خاوره ۲۹۶ ځله کارېدلې دي.
د خپرو شویو شمېرو تر مخه په ۲۰۰۸ کال کې برتانیايي بې پیلوټو الوتکو ۱۴ توغندي توغولي وو. خو په ۲۰۱۲ کال کې دغه الوتنې ۸۹۲ ته پورته شوي او ۹۲ توغنديز بریدونه یې ترسره کړي دي.
د افغانستان د جمهور رئیس ویاند ایمل فیضي له  بي بي سي سره د مرکې په ترڅ کې پر دغه رپوټ شک څرګند کړ او و یې ویل که دا شمېرې سمې وي، نو جمهور رئیس کرزي ته برتانیايي لوړ پوړو چارواکو دقیق حال نه دی ویلی.
ښاغلي فیضي زیاته کړه  د برتانیا  د دفاع وزیر او په افغانستان کې د برتانیايي ځواکونو جنرال له ولسمشر کرزي سره په لیدنه کې ویلي وو چې د دوی بې پیلوټه الوتکې یوازې د څارګرو معلوماتو د ټولو لپاره الوتنې کړې دي چې هغه معلومات یې بیا افغان امنیتي ځواکونو ته سپارلي.
د روان کال د جون په میاشت کې د بې پیلوټه الوتکو د کارولو موضوع ،  جمهور رئیس کرزي په کابل کې د بریتانیا د دفاع له وزیر سره په لیدنه کې یاده کړې وه.
کابل هغه مهال د هغو رپوټونو سپیناوی غوښت چې ګواکې برتانیايي سرتېرو په افغانستان کې بې پیلوټه الوتکې کارولي دي.
د افغانستان د جمهور رئیس دفتر هغه مهال ویلي وو "برتانیا له افغانستان سره د بې پیلوټو الوتکو د کارولو په برخه کې کوم تړون نه لري او په دې حساب دوی باید دلته دغه وسیله ونه کاروي."
افغان چارواکي وایي افغانستان د وسلو د ازمېښت مرکز نه دی او که څوک کومه نوې وسله په افغانستان کې د افغان چارواکو له خبرتیا پرته کاروي، نو دوی يې سپيناوی غواړي.

Saturday, 07 September 2013 03:01

دحج او اوقافو وزارت خبرتيا:

کابل – باختر د وږي دمياشتې ١٦
دحج او اوقافو وزارت خبرتيا:
دکابل ښار دناحيو هغو حاجيانو ته چې شميرل يې له يوې څخه ترڅلورسوه پنځوسو پورې دى خبر ورکول کيږي چې سبا د روان کال د وږي دمياشتې په  اوولسمه نيټه ديکشنبې دورځې دمازيګر په څلورو بجودې دعيدګاه جامع جومات ته حاضر شي  چې  واکسين يې تطبيق او حرمين شريفين په لور په الوتنه کې تنظيم شي.
له حاجيانو څخه غوښتنه کيږي چې خپل نوبت رعايت کړې په الوتنو کې دبينظمي سبب نه شي له دې پرته مسووليت به يې د دوى په غاړه وي.
دشيعه حاجيانو الوتنې وروسته اعلاميږي.
دبدرګه کوونکې په توګه د عيدګاه جامع جومات ته داشخاصو ننوتل منع دي .

کابل – باختر د وږي دمياشتې ١٦
دوه تنه وسله وال طالبان د فارياب ولايت په  المار ولسوالۍ کې دنجات په عملياتو کې  ووژل شول .
دغه عمليات دملي اردو په مشرۍ او دملي پوليسو او سيمه ييزو پوليسو په همکارۍ تيره شپه دالمار ولسوالۍ په مربوطاتو کې پيل شول  .
په فارياب ولايت کې ٢٠٩ شاهين قول اردو دلومړي لوا دمطبوعاتي دفتر مسوول جګړن محمد رضا رضايي باختر آژانس ته وويل :  په هغو عملياتو کې چې دطالبانو  د ځپلو په مقصد دالمار ولسوالۍ په بيلابيلو کليو کې ترسره شول  په بهير کې يې دوه تنه طالبان  و وژل شول  .
درضايي دڅرګندونو له مخې :  د دغو عملياتو په بهير کې د طالبانو دوه کلاشينکوفونه  ، دوه موټرسايکلونه او څلورماينونه هم دملي اردو دځواکونو
لا سته ورغلي دي .
دغه عمليات تيره شپه پيل او دمخالفينو له شتون څخه د المار ولسوالۍ دټولو کليو ترپاکولو پورې دوام کوي.

کابل – باختر د وږي دمياشتې ١٦
افغانستان او آذربايجان په نږدې راتلونکې کې دکانونو ،تيلو او ګازو په برخو کې د همکارۍ سند لاسليک کوي .
باختر آژانس دکانونو وزارت دخپرونو آمريت له خولې خبر راکړ :  ددغه سند دلاس ليک کولو زمينې آذربايجان ته د افغانستان دکانونو د وزير وحيدالله شهراني دسفر په بهير کې برابرې شوې دې او شهراني په دې سفر کې په هغو کتنو کې چې د آذربايجان د انرژۍ او صنايعو ،اقتصادي  پرمختيا او د بيړنيو حالاتو له وزيرانو  او ددغه هيواد دتيلو او ګازو شرکت د بى- ٤  د اجرانيوي بورد له لوى رييس او غړو سره  وکړه اړوندو لورو ژمنه وکړه  چې د روان کال دلړم دمياشتې په  وروستيو کې له افغانستان سره د آذربايجان دمرستو دتيلو او ګازو په برخه کې دتخنيکي او مديريتي ظرفيتونه د لوړولو او دتيلو او ګازو دتوليداتواتو دپراختياپه برخو کې د آذربايجان دپانګه والو لپاره د لازمو آسانتياو په ګډون دګډې همکارۍ تفاهم ليک په کابل کې لاس ليک کړي.

کابل باختر دوږې دمياشتې ١٦ :
دافغانستان داسلامي جمهوريت  جمهور رييس  دتاجکستان دجمهور رييس امام علي رحمن په نامه  ديو پيغام په ليږلوسره ددغه هيواد دملي ورحې له امله مبارکي وويله .
په پيغام کې ويل شوي دي :
خوښ يم  چې  زموږ دهيوادونو دخلکو ترمنځ اوسني  ورورګلويزې اړيکې دهرې ورځې په تيريدوسره لا زيات ټينګښت اوپراختيا مومي .
په پيغام کې ويل شوي دي  دا يو واقعيت دى چې  زموږ دخلکو برخليلک له يوبل سره پيوند خوړلى دى له دې امله  دافغانستان دولت   له افغانستان سره دګډې پولې د امنيت په باب د دوست هيواد  تاجکستان په انديښنې په  بشپړه توګه پوهيږي . له ترديد پرته  زموږ ديو هيواد دګټو پرخلاف هر راز ګواښ کيداى شي  په بل هيواد  ناوړه اغيزه ولري او دافغانستان دولت د دغو ګواښونو دله منځه وړلو په باب به  د ورور هيواد تاجکستان  نږدي همکار وي.
سربيره پردې د همکاريو پراختيا او دګډو اقتصادي پروژو ترسره کول زموږ له لومړيتوبونو څخه دي .
دغه راز حامدکرزي  د ازبکستان د جمهور رييس  اسلام کريموف په نامه  د ورته پيغام په ليږلوسره ويلي دي  چې په سيمه ييزو  سازمانونو کې زموږ د هيوادونو غړيتوب ، ګاونډيتوب او ديني او فرهنګي مشترکاتو  د افغانستان داسلامي جمهوريت او د ازبکستان جمهوريت ترمنځ د دوستانه اړيکو د لازياتې  پياوړتيا لپاره زمينې برابرې کړي دي .
افغانستان تل له  ورور هيواد ازبکستان سره د دوستانه اړيکو د لازيات ټينګښت غوښتوونکى دى .
په هغه جلا پيغام کې چې دافغانستان داسلامي جمهوريت د جمهور رييس له خوا دقرغزستان د جمهوررييس الماس بيګ  اتم بايف په نامه  ليږل شوى دى  ددغه هيواد دملي  ورځي له امله مبارکي ويل شوې ده .
دافغانستان  خلک دافغانستان او د دوست هيواد قرغزستان ترمنځ  اوسنيو دوستانه اړيکو ته  زيات ارزښت ورکوي .
افغانستان او قرغزستان دشانګهاى دهمکاريو په سازمان  او دمتقابلو همکاريو او دآسيا داعتماد جوړولو دتدبيرونو  په سازمان ( سيکا )  کې په شموليت سره  ددغو دواړو هيوادونو  دخلکو دسوکالۍ لپاره  دګډو اړيکو  او هلو ځلو دلازياتې پياوړتيالپاره زيات فرصتونه ترلاسه کړي دي.

کابل باختر دوږې دمياشتې ١٦ :
د مشرانو جرګې د ۱۳۹۲ كال دويم تقنيني اجلاس له دوبنېو تعطيلاتو وروسته د شنبې په ورځ د مشرانو جرګې د رئيس فضل هادي مسلم يار په وينا سره پيل شوه .
دمشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر باخترآ ژانس ته خبرورکړ :
د مشرانو جرګې رئيس په خپلې پرانيزې وينا كې د مجلس غړو ته وويل : درنو سناتور صاحبانو سهار مو په خير! ښاغلو سناتور صاحبانو خويندو وروڼو د ملی شورادشپاړسمې دورې د درېيم تقنيني كال د دويم اجلاس د پيل په لومړۍ غونډه كې تاسو ته ښه راغلاست وايم، الله تعالى دې وكړي چې زموږ او ستاسو پاتې كارونه په خير ترسره شي او د خپلو خلكو او د دې مظلوم ملت د خير ښېګڼې له پاره د حكومت د اعمالو د ښه نظارت او د قوانينو د تصويب په خاطر خپلې ژمنې چې د ملت سره مو كړي دي، ترسره كړو او په راتلونكې كې د كميسيونونو او عمومي غونډو له لارې د خپل ولس د خدمت جوګه وګرځو.
ورپسې  د مجلس غړو په آزادو خبرو پيل وكړ ، يو شمېر سناتورانو د سوريې په قضيه كې له يوې خوا د امريكې او روسيې او له بلې خوا د اسرائيلو او ايران مخامخ كيدل نړيوال او سيمه ييز امنيت ته خطرناك ګواښ وباله او د افغانستان او نړيوالې ټولنې څخه يې وغوښتل چې د دې كړكيچ په مهارولو كې لازم كوښښ وكړي .
همدا راز د مجلس زيات شمیر غړو په ولايتونو كې د ناامنيو د زياتېدو له امله د انساني تلفاتو د ډېروالي څخه چې د هېواد د راتلونكو ټاكنو د بهير د ټكني كېدو په موخه په لاره اچول شوي دي او د مېرمنو او ماشومانو پر وړاندې د تاوتريخوالي د زياتېدو ، د پوهنې په وزارت كې د ادارو له خوا د جعلي فراغت د اسنادو د ترتيب او د شته نورو بي ثباتيو څخه اندېښنه څرګنده كړه. يو شمېر سناتورانو د ټاكنو ترسره کول د كړكيچ د له منځه وړو له پاره يواځينۍ لاره وبلله او په هېواد كې امنيتي ستونزې يې د دولت په د ننه كې د يو شمېر ډلو له خوا ځانګړى اقدام وباله، چې غواړي د ټاكنو په ناكامولو سره ، د ناامنۍ فضا څخه سياسي او اقتصادي ګتې پورته كړي او يو شمېر نورو د رايې وركونې په مركزونو كې د امنيت نشتوالى د ټاكنو په لاره كې جدي خنډ وباله او له دولت او نړيوالې ټولنې څخه يې غوښتنه وكړه چې د ټاكنو د ترسره کولو او د خلكو د وژنو د مخنيوي له پاره دې باامنه فضا رامنځته كړي .
په غوڼډه كې د لوګر او ننګرهار ولايتونو سناتورانو د دفاع او كورنيو چارو وزارتونو له خوا د هېواد په جنوبي څنډه ازره او حصارك ولسواليو كې د عملياتو د پايلو اعلان مبالغه او له حقيقته ليرې وبللې او د زياتو لګښتونو څخه چې په دې عملياتو كې په ګوته شوي دي، هم د پوښتنې وړ وبللې .
د غور ولايت سناتور په دې ولايت كې د سيمه ييزو پوليسو په تشكيل كې د ډېرښت له اړتيا سربېره ، په نوموړي ولايت كې د خطرناكې وچكالۍ څخه يادونه وكړه او دې ولايت ته د ژمې له رارسېدو څخه وړاندې د بشري مرستو غوښتونكى شو .
د غزني ولايت سناتور او د يو شمېر نورو ليرې پرتو ولايتونو استازو د رايې وركونې د كارتونو د وېش د مركزونو د كمښت څخه شكايت وكړ او په ليريو پرتو ولسواليو كې د رايې وركونې د لا زياتو مركزونو د خلاصېدو غوښتونكې شول .
د فراه او كاپيسا ولايتونو سناتورانو په ولسواليو او سيمو كې د طالبانو او غير مسوولو كسانو له خوا د نا امنيو څخه اندېښنه څرګنده كړه او دغه كړنې يې د ټاكنو د بهير د ناكامولو له پاره  د دوي هڅې وبللې .
د نورستان ولايت سناتورانو د دې ولايت د ولسواليو د مواصلاتي لارو د محاصرې او د خوراكي توكو د لوړې بيې څخه يادونه وكړه او د دې ولايت د خلكو د ستونزو په حل كې يې د حكومتي چارواكو نه پاملرنه د نيوكې وړ وبلله .
د سنا مجلس د خپلې نتيجه ګيرۍ په لړ كې د راتلونكو ټاكنو د لمړيتوب د په پام كې نيولو سره ، حكومت د ډاډمن امنيت په تامين كې مكلف وباله او د هېواد امنيتي مسئولينو ، د ټاكنو د كميسيون رئيس او د دې كميسيون د دارالانشا رييس ته يې بلنه وركړه چې د راتلونكې اونۍ په اوږدو كې د خپلو تدابيرو په اړه د سنا مجلس ته معلومات وړاندې كړي او د خلكو اندېښنو ته د پاي ټكې كېږدي . همدا راز د سنا مجلس د غړو د نننۍ ورځې ټولې وړاندې شوې طرحې او نظريې د رسېدو په موخه اړوندو ادارو ته ولېږلې .

کابل\باختر\ د سنبلي١٦
دهيواد دملي اتل شهيداحمد شاه مسعود د شهادت د تلين اود شهيد داوونۍ د
را رسيدو له ا مله نن د کورنيو چارو  په وزارت کې دقرآن عظيم الشان ختم وشو.
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باخترا ژانس ته خبر ورکړ:
په دغو مراسمو کې د کورنيو چارو و زارت سرپرست محمدعمر داود زي د هيواد دځمکنۍ بشپړتيا او ملي نواميسو د دفاع او د تروريزم او د ډار اچوني په وړاندې ددغه شهيدد نه ستړي کيدونکو مبارزو  په لاره کې د هيواد دملي اتل شهيد احمد شاه مسعود سرښندنو اوځان تيريدونو ته په اشارې سره وويل : دافغانستان دخلکو د ناموس اوپت د دفاع په لاره کې د مجاهدينو مبارزې د هيواد سترې وياړنې بلل کيږي  .
ده  څرګنده کړه  چې د جهاد او مقاومت د ارزښتونو ساتنه او د هيواد د سرتيرو  او افغانانوترمنځ دعا لي روحيې دانګيزې درامنځته کيدوپه لاره کې ددغو ارزښتونو  څخه ښه استفاده  د دولت دواکمنانو او کارکوونکو دنده  ده .