06 December 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

څوارلس تنه دجنايي جرمونوپه تور ونيول شول

څوارلس تنه دجنايي جرمونوپه تور ونيول شول

کابل / د ليندۍ دمياشتې ١٤ مه / باختر...

دجوزجان بڼوالو دکار وسايل ترلاسه کړل

دجوزجان بڼوالو دکار وسايل ترلاسه کړل

کابل / د ليندۍ دمياشتې ١٤ مه / باختر...

يو قاتل ونيول شو

يو قاتل ونيول شو

کابل / د ليندۍ دمياشتې ١٤ مه / باختر : دکابل...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کابل\  باختردکب  دمياشتې  ٧ :
دمشرانو جرګې رييس فضل الهادي مسلميار نن په يوې ځمکې د دوه ګونو قبالو په باب دکابل ښار دصنعتي پارکونو ديوشميرمسوولينو شکايت واوريد.
دوى وويل، په داسې حال کې چې دصنعتي پارکونو په ساحه کې شرعي قباله په لاس کې لري  او هلته يې فابريکې  جوړې کړي دي او پانګه يې اچولې ده   خو نورو اشخاصو ادعا کړې ده   چې  په ځينودغو ساحو کې پخوا دحکومت له خوا هغوى ته هم قبالې ورکړي شوي دي  چې قضيه په عدلي اوقضايي  ارګانونو کې  تردوران لاندې ده  او که چېرې محکمه دموضوع په باب دمقابل لوري  په ګته  پريکړه وکړي  ، دوى به زيات زيانمن شي  چې  طبيعي ده  چې مسووليت به يې دهغو مراجعو په غاړه وي  چې يوې ځمکې ته يې دوه قبالې صادرې کړي دي  او دمشرانو جرګې له مقام څخه يې په دې اړوند دڅيړنې غوښتنه وکړه.
دسنامجلس رييس په هيواد کې دپانګوني دارزښت او اړتيا په باب خبرې  وکړې او ويې ويل  دولت مکلف دى چې کورنيو اوبهرنيو متشبثينو ته دپانګونې ښيې زمينې برابرې کړي  ؛چې پانګي اچوونکي اوصنعتکاران وکولاي شي دسالمې سيالۍ له لارې کورني  توليدات زيات کړي او دغير ضروري بهرنيو  مالونو د واردولو مخه ونيول شي .
مسلمياردمشرانو جرګې دتقنين ، عدلي اوقضايي چارو کميسيون ته د موضوع دسپارلو په ترڅ کې ټينګار وکړ چې دغه  کميسيون دې  دسوداګرۍ اوصنايعو وزير دکميسيون غونډې ته وغواړي او له  نافذو قوانينو سره سم دې  ددغې موضوع په حل کولو اقدام وکړي .
 

Monday, 25 February 2013 13:12

يو مامور و وژل شو

کابل\  باختردکب  دمياشتې  ٧ :
دفارياب ولايت په شرين تګاب ولسوالۍ کې دماين دچاودنې له امله يو ملګي مامور ووژل شو.
دشرين تګاب ولسوال سيدلقمان ګهري باختراژانس ته وويل، ددغې ولسوالۍ  دحقوقو مدير صفرمحمد کله  يې چې غوښتل  له کور څخه دندې ته لاړشي  په هغه ماين وخت چې   دکور په وړاندې يې ايښودل شوى  او دچاودنې له امله يې سخت ټپي اوروغتون ته دليږدونې په لاره کې يې ساه ورکړه.
ديوبل خبرله مخې،  پوليسو دهغه سړي مړى چې شل ورځې مخکې  دفارياب ولايت دقرم قل له ولسوالۍ څخه دطالبانو له خوا تښتول شوى و نن ترلاسه کړ.
ددغې ولسوالۍ داستانه دکلي اوسيدونکې عصمت الله چې موټر چلوونکې و شل ورځې مخکې دقرم قل په ولسوالۍ کې دواده له مراسمو څخه دطالبانو له خوا تښتول شوى و چې مړى يې دشرين تګاب ولسوالۍ دباباولي په کلي کې وموندل شو.پوليسويوتن دقضيې په تور نيولى دى.
 

کابل\  باختردکب دمياشتې  ٧ :
په هلمندولايت کې په يو زرو اتلس جريبه ځمکه کې کرل شوي کوکنار واړول شول.
دکورنيو چارو وزارت  مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته   خبرورکړ.
دنشه يي توکو پرخلاف دمبارزې دپوليسو منسوبينو دهلمند ولايت دنادعلي اوګرمسير په ولسواليو کې دکرل شويو کوکنارو داړولو په مقصد  يولړ عمليات
ترسره  کړل چې له امله يې   يو زرو اتلس جريبه  ځمکه کې کرل شوي کوکنار واړول شول.
ديوه اړونده خبرځاى  دڅرگندونوله مخې،ددغو عملياتو په بهيرکې دوسايطو ضددرې  ماينونه چې دمخالفينو له خوا دهلمند ولايت دنادعلي ولسوالۍ  په  لاره کې ښخ کړى شوي وو هم ترلاسه اوشنډکړى  شول.
 

لنډي کوتل \ ډان \  باختردکب دمياشتې  ٧ :
دخيبر ايجنسۍ  دتيرا درې او دباړې په قبايلي سيمو کې پرون دهوايي بريدونو اونښتوله امله څه ناڅه اووه تنه مليشې ووژلې شوې.
باختراژانس دپاکستان دډان دورځپاڼې له خولې  خبر راکړ،  په دغو عملياتو کې دمليشو ځينې  پټنځي  هم ويجاړشوي دي.
ددغو سيموسيمه ييزو مامورينو ويلي دي  چې جنګي الوتکو دکوکې خيلو او دتيرا درې  په سيمو کې دطالبانو سنګرونه بمباري کړي دي.
ديوه اړونده خبرځاى دڅرگندونوله مخې،  دغه بمباري دڅلورو تنو طالبانو د وژل  کېدو او ددوى ددريو پتنځايونو دويجاړيدو سبب شوي دي .
ديوبل خبرله مخې، مامورين وايي چې دنالا په سيمو کې  له مليشو سره په ډزو کې داسلام دلښکر درې تنه  فعالين هم وژل شوي دي .
د ارجالي په نامه دخيبر ايجنسۍ په يوه بله سيمه کې د مليشو له خوا دپاکستاني ځواکونو درې موټرونه سوځول شوي دي .
 

کابل\  باختردکب دمياشتې  ٧ :
دهيواد دښوونځيو دفارغانو دلوړو  زده کړو په موسسو کې دشموليت دازموينې نتيجې په دوه درې ورځو کې اعلاميږي.
دلوړو زده کړو وزارت دمحصلانو دچارو معين پوهاند بري صديقي دباختراژانس خبريال ته وويل، دلوړو زده کړو په موسسو کې  دټول هيواد دښوونځيو دفارغانو دشموليت دازموينو دنتيجو دڅيړنې کار دکانکور دازموينې درياست  دموظفينو له خوا له کمپيوتري سيستم  څخه په استفادې سره دوام لري  او دلوړو زده کړو وزارت هلې ځلې  کوي  که چېرې له  کومې تخنيکې ستونزې سره مخامخ نه شي دازموينې  نتيجې  په راتلوونکو  دوه درې ورځو کې اعلاميږي.
صديقي زياته کړه: په روان کال کې دلوړو زده کړو په موسسو کې   دشموليت په ازموينو کې   دټول هيوادله ښوونځيو  څخه  يوسلو نوي زره  تنو داطلبانو نومونه ليکلي وو چې له دې جملې څخه هغه کسان چې بريالي شوي دي  څلور څلويښت زره تنه يې دلوړو زده کړو په موسسو ، ديرش زره تنه يې دنيمه لوړو زده کړو په موسسو او شپږزره تنه نوريې په شپنيو پوهنځيو کې منل  کېږي  چې ټول اتيازره تنه کېږي .
ده زياته کړه چې سږکال دلوړو زده کړو په موسسو کې دشموليت ا زموينه په ټول هيواد کې به ديرشو  حوزو او په څه دپاسه څلويښتو دورو کې  واخيستل شوه  او دروان کال دسلواغى د مياشتې ترنيمايي پورې يې دوام وکړ.
دلوړو زده کړو وزارت  دمحصلانو دچارو معين ټينګار وکړ  چې دلوړو زده کړو
وزارت هلې ځلې کوي چې له دقيقې څيړنې وروسته ددغو ازموينو نتيجې ډير
ژر اعلام  کړي.
 

کابل\  باختردکب دمياشتې  ٧ :
په ننګرهار ولايت کې  دپنځو کېلومترو په اوږدوالي په سړک  دکريړ اچولو کار ددغه ولايت دفوايد عامې رياست له خوا پيل شو.
په دغه سړک له درونټي څخه ترسرخاب سړک پورې کريړ  اچول کېږي
دننګرهار ولايت دفوايد عامې رييس رسول ګل فقير باختراژانس ته وويل، دغه سړک پنځه کېلومتره اوږدوالي اونهه متره سور لري چې دخلکو په غوښتنه او دولايت دمقام په لارښوونه به په پنځلسو ورځو کې کريړ واچول شي .
رسول ګل زياته کړه: ددغه سړک بيا جوړول اوکريړ اچول زياته اړتيا ده  ځکه چې کله کله دموټرونو او بار وړونکو وسايطو د ګڼه ګوڼې له امله  دجلال اباد _ کابل  سړک  ددرونټي په ساحې کې دترافيکو پرمخ تړل  کېږي اوستونزې رامنځته کوي .
درسول ګل دڅرگندونوله مخې، دلازمې  بودجې په برابرولو سره په پام کې لري چې ددرونټي فرغي  واټونه دسرخاب ترسيندپورې  قير شي .
 

کابل -باختر  دکب دمياشتې ٧:
د هوا پوهنې ادارې په راتلوونکوڅلور ويشتو ساعتوکې د هيواد د ځينوسيمو د هوا حالات د سانتي ګراد په حساب  په دې ډول اټکل کړې دي:
کابل د تودوخې لوړه درجه ٦، ټيټه صفر آسمان وريځ داورښت امکان شته
هرات لوړه ١٠،  ټيټه ١ آسمان وريځ داورښت امکان شته
جلال آباد لوړه ١٦،  ټيټه ٦ آسمان وريځ دا ورښت امکان شته 
قندهار لوړه ١٦ ټيټه ٥ آسمان وريځ دا ورښت امکان شته 
مزارشريف لوړه  ١٤، ټيټه ٤ آسمان وريځ  دا ورښت امکان شته 
کندز لوړه ١٥، ټيټه ٥  آسمان وريځ دا ورښت امکان شته 
غزني لوړه ٥ ، ټيټه منفي ٤-  آسمان وريځ د وارې داورښت امکان شته
باميان  لوړه ٥ ، ټيټه منفي ٤- آسمان وريځ د وارې داورښت امکان شته
فيض ابادلوړه ٩، ټيټه  ١  آسمان وريځ دوارې ا ورښت امکان شته 
  شمالي سالنګ لوړه منفي ٤- ټيټه منفي ٨- آسمان وريځ د وارې داورښت امکان شته
جنوبي سالنګ لوړه منفي ١- ، ټيټه منفي ٨ – آسمان وريځ د وارې داورښت امکان شته
  شبرغان لوړه ١٣ ، ټيټه ٣ آسمان وريځ داورښت امکان شته
فراه لوړه ١٦ ټيټه ٤  آسمان وريځ
خوست لوړه ١٢، ټيټه ٤  آسمان وريځ داورښت امکان شته
ميمنه لوړه  ١٢ ، ټيټه صفر آسمان وريځ داورښت امکان شته
لښکرګاه لوړه ١٨ ، ټيټه ٨ آسمان وريځ
په کابل کې سبا لمر ٢٨/ ٦خيژي او د مازيګر په ٤٥/ ٥ولويږي .
 

کابل\  باختر د کب  د مياشتې  ٧ :
د سمنګانو ولايت د امنيې قوماندانۍ د تروريزم پرخلاف د مبارزې مدير له يوه تروريستي بريد څخه روغ رمټ  ووت .
د سمنګانو ولايت د امنيې قوماندانۍ د امنيت آمر سمونول مصدق الله مظفري باختر آژانس ته وويل : د سمنګانو ولايت د امنيې قوماندانۍ د تروريزم پرخلاف د مبارزې د مدير عبدالجميل آريامل د سپرلۍ موټر  د دره صوف _ ايبکو په واټ کې په ښخ کړاى شوى ماين وخوت او د چاودنې له امله يې د ده رنجر ډوله موټر ويجاړ شو، خو ده ته زيان نه دى اوښتى .
خبر ځاى زياته کړه: پوليس پيښه څيړي.
 

Monday, 25 February 2013 11:11

د اسعارو بيه

کابل\باختر\دکب د مياشتې ٧ مه:
دکابل دشهزاده سراى دصرافانو درييس  دمعلوماتو له مخې : نن له غرمې مخکې دبهرنيو پيسو په مقا بل کې دافغا نۍ ارزښت په دې ډول دى:
يوامريکايي ډالر پيرودل په     52/80  افغانيو پلورل په   52/85افغانيو
يوانګليسى پونډ پيرودل په  79/70افغانيو پلورل په   79/80افغانيو
داماراتو يو درهم پيرودل په 30/ 14 افغانيو پلورپه 35 / 14 افغانيو
يوه يورو  پيرودل په    60 69/ افغانيو پلورل په   69 /70  افغانيو
يوسعودي ريال پيرودل په  90 13/پلورل  13/95 افغانيو
زرهندي کلدارى پيرودل په 980 افغانيو پلورل په 990 افغانيو
زرپاکستاني کلداري پيرودل په  527افغانيو پلورل په  528 افغانيو
اوزر ايراني تو مان پيرودل په 15/40  افغانيو پلورل په   15/50 افغانيو.
 

کابل- باختر دکب دمياشتې شپږمه :
په غزني ولايت کې د پنځو تاريخي څلو د ترميمولو کار پاى ته ورسيد .
د سيد احمد مکي ، ترک حضرت ، سيد جلال آغا ،  سيد شاه آغا او د بابا علي آرامګاوې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له خوا د نږدې لسو مليونو افغانيو په لګښت ترميم شوې دي .
د اطلاعاتو او فرهنګ وزير ډاکتر سيد مخدوم رهين وويل چې دغه څلي دهغو د تاريخي اصالت په ساتنې سره ددغه وزارت دکارپوهانو تر نظر لاندې ترميم شوې دي .
دغزني د لرغونې ښار د تاريخي څلو او ابداتو ترميمول اوچمتو کول د ٢٠١٣ کال دنمانځنې لپاره داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دهڅواو هاند يوه برخه ده، هغه کال چې غزني د ايسيسکو د سازمان له  خوا د نړۍ د اسلامي ثقافت  دپايتخت په توګه نومول شوى دى  .
ډاکتر رهين د پنځو ترميم شويو تاريخي څلو له پرانيستلو وروسته، داطلاعاتو او فرهنګ وزارت هغه نورې پروژې وکتلې چې د ٢٠١٣ کال لپاره دغزني ښار دچمتو کولو په مقصد ترکار لاندې دي.
  د وړاندي شويو ارقامو له مخې: داطلاعاتو او فرهنګ وزارت د يو بشپړ پروګرام په چوکاټ کې دغزني ښار يو د يرش تاريخي څلي ترميموي .
ډاکتر رهين غزني ته د سفر په بهيرکې ددغه ولايت له والي موسى خان اکبر زاده ، د ولايتي شورا له رييس او له نورو سيمه ييزو مقاماتو سره د اسلامي نړۍ د تمدن دپايتخت د مرامسو لپاره د غزني ښار د چمتو کولو د څرنګوالى په برخه کې خبرې وکړې.
دغه راز د اطلاعاتو او فرهنګ وزير ډاکتر سيد مخدوم رهين غزني ته دخپل سفر په بهير کې د دغه ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ د رياست  نوى ودانۍ هم پرانيستله.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزير له خبريالانو سره دخبرو په ترڅ کې له طالبانو څخه وغوښتل چې د غزني په نمانځنه کې چې د انساني او اسلامي فرهنګ او تمدن يو ستر مرکز دى، له خپلو نورو هيوادوالو سره ونډه واخلي او د دغې ديني او هيوادني دندې چې ددغه مبارک ښار د بډاى اسلامي ثقافت  نمانځنه ده؛ هرکلى ووايي .