13 November 2019

RSS Facebook

سوداگریز


Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کابل\  باختردسلواغې دمياشتې  ٩ :
له سولې سره دوه سوه تنو يوځاى شويوکسانو اودسمنګانو ولايت يوشمېر معلولينو ته دشپږو مياشتولپاره دحرفوي زده کړو زمينه برابره شوه.
دسمنګانو ولايت د شهيدانو، معلولينو، کار او ټولنيزو چارو رييس خواجه قدرت الله صديقي باختراژانس ته  وويل: دافغان دټولنيزې او زراعتي  موسسې په مرسته په لسګونو وسله والومخالفينو چې په دغه ولايت کې دسولې له پروګرام سره يوځاى شوي دي، دهغو دکورنيو غړي اوبيوزلې کسان ددغې موسسې له خوا په حرفوي برخو کې روزل کيږي.
ده وويل: دوى په ايبکوښارکې پنځه اويا تنو ته دفلزکارى، دموبايل او راډيو ټلويزيون دترميمولو په برخو او دکوز دره صوف په ولسوالۍ کې يوسلو پنځه ويشتو تنو ته دخياطى، د موټرو او د موټرسايکل دماشين ، دبخارى دترميمولو او دچرګانو د روزنې په برخوکې د زده کړې زمينه برابره کړې ده چې په هره برخه کې  ٢٥ تنه دشپږو مياشتو لپاره زده کړه کوي.
په همدې حال کې د دغې موسسې ولايتي مسوول احمدشاه شفق باختراژانس ته وويل: ددغې پروژې لګښت دوه سوه څلويښت زره امريکايي ډالره دى، چې د زده کړې په بهيرکې هر زده کوونکى ته دمياشتې پنځه زره افغانۍ معاش هم ورکول کيږي .
دده دڅرگندونوله مخې: د روزنيزې دورې په پاى کې  دفراغت دسندونو په ويشلو سربېره، دکار وسايل هم ويشل کيږي او دکار زمينه ورته برابريږي.
له سولې سره يوتن يوځاى شوى خيرالله ددغه پروګرام له امله خوښي څرگنده کړه  او له نورو مخالفينو څخه يې وغوښتل چې له دولت سره يوځاى شي اودکار زمينه به ورته برابره شي .
 

کابل\  باختردسلواغې دمياشتې  ٩ :
دملي دفاع وزير له پاکستاني مقاماتو سره د يولړ خبرو اترو په مقصد دغه هېواد ته لاړ.
دملي دفاع وزارت ويندوى جنرال محمدظاهر عظيمي دباخترا ژانس  خبريال ته وويل :  دملي دفاع وزير ستر جنرال بسم الله محمدي دپاکستان د دفاع وزارت په رسمي بلنه پرون دغه هيواد ته روان شو.
ددغه سفر په بهيرکې چې څلور ورځې دوام کوي، د دواړو هيوادونو ترمنځ  د اړيکو دپراختيا، امنيتي حالاتو او د بنسټ پالنې پرخلاف دګډې مبارزې او د يولړ نورو مسئلو په باب خبرې وشي.
پاى \ س\ ذ 
 

کابل\  باخترسلواغې دمياشتې  ٩ :
دپروان ولايت د ولايتي شورا د رييس او د اداري هيئت دغړو دټاکنې لپاره انتخابات وځنډول شول .
د پروان ولايت د ولايتي شورا مسوولين يوشمېر اداري اوتخنيکي ستونزې ددغو انتخاباتو دځنډولو اصلي عوامل وبلل.
دپروان  په ولايتي شورا کې د انتخاباتو له ترسره کولو سره جوخت، په يوشمېر نورو ولايتونو کې هم دغه شان انتخابات پيل شوي دي.
ددغو انتخاباتو په بهيرکې په ولايتي شورا کې دخلکو استازي، دخپلو غړو څخه يو تن د رييس ، يو تن دمرستيال اويو تن دمنشي په توګه انتخابوي.
په همدې حال کې ټاکل شوې وه پرون دسيمه ييزو ارګانونو دخپلواکې ادارې او دانتخاباتو دخپلواک کميسيون دپروګرام له مخې په پروان کې د ولايتي شورا انتخابات وشي .
دپروان د ولايتي شورا يوشمېر غړو اداري ستونزې ددغې شورا دانتخاباتو دترسره کولو دځنډولو دليل بللي دي .
 

کابل\  باختردسلواغې دمياشتې  ٩ :
يوه فرانسوي ميرمن پرون دکابل ښار د تايمنيو له ساحې څخه دناپيژندل شويو کسانو له خوا وتښتول شوه.
دباخترا ژانس دخبرله مخې: دکورنيو چارو وزارت ويندوى صديق صديقي تائيده کړې ده چې يوه فرانسوي ميرمن چې په کابل کې يې يوې بهرني موسسې ته کار  کاوه،د وسله والوکسانو له خواتښتول شوې ده، خوپه دې باب يې زياتې څرگندونې ونه کړې .
ځينوخبرځايونو د دغې ميرمنې تښتول په جنايي مسئلو پورې اړوند بللې دي او ويلې يې دي چې دغه انسان تښتونه په زيات ګومان د پيسو په خاطر ترسره شوې ده  چې سياسي اړخ نه لري.
ددغې تښتول شوې ميرمنې دموندلو لپاره دپوليسو هڅې دوام لري.
 

کابل\  باختردسلواغې دمياشتې  ٩ :
په قندهار ولايت کې  يو لومړني ښوونځى له اتو کلونو ځنډ وروسته نن بيا پرانيستل شو.
دغه ښوونځى د امنيتي ګواښونو له امله اته کاله تړل شوى و او دا دى دقندهار ولايت د مخورو  او د پوهنې رياست د مسوولينو په همکارى بيا پرانيستل شو.
دقندهار ولايت دپوهنې رييس شيرآقا صافى باختر اژانس ته وويل: د پنجوايي ولسوالۍ د تلکانو په ساحه کې د ملاحسن لومړني ښوونځى  بيا پرانيستل شو چې اوس نوي تنه زده کوونکي لري.
ديادونې وړ ده چې په پنجوايي ولسوالۍ کې دوه ويشت  ښوونځي شته  چې همدا اوس څوارلس يې فعال او نوريې غيرفعال دي.
 

کابل – باختر دسلواغۍ نهمه :
د دويم ځل لپاره دغزني، باميانو او د ميدان وردګو د ولايتونو په کچه دغشې ويشتلو او د ډبرې غورځولو سيالۍ دغزني ولايت د المپيک د رياست له خوا پيل شوه.
دغه سيالۍ د لومړي ځل لپاره په ١٣٩٠ کال کې دغزني ولايت د المپيک د رياست له خوا پيل شوې ده.
دغزني ولايت د المپيک د ادارې رييس باختر آژانس ته وويل : دغه اداره په پام کې لري چې ددغه ولايت لرغونې ورزشونه احيا کړي چې د ٢٠١٣ کال په جشن کې ددغه ښار دخلکو دلرغونې فرهنګ او دود د يوې برخې په توګه نندارې ته وړاندې شي.
دغزني ولايت د المپيک د ادارې رييس باچاخان هزبر زياته کړه چې په همدې لاره کې د دويم ځل لپاره د المپيک له خوا دغزني، باميانو او دميدان وردګو دولايتونو په کچه، دغشې ويشتلو او د ډبرې غورځولو سيالۍ پيل شوې ده او په دغو سياليو کې ددغه ولايت دجاغوريو، مالستان ، ناور او دقره باغ له ولسواليو څخه ټيمونو او افرادو ګډون کړي وو.
په دغو سياليوکې دريو غوره ټيمونو ته جايزې ورکړې شوې.
هزبرڅرګنده کړه چې په دغو سياليوکې د المهدي ټيم لومړۍ مقام ، د وحدت ټيم دويم مقام او د موفق ټيم دريم مقام وګاټه.
ده د خپلو خبرو په دوام په نږدې راتلونکې کې په غزني ولايت کې دغشې ويشتلو دلرغونې ورزش د يو روزنيز مرکز دپرانيستلو خبرهم ورکړ.
 

کابل – باختر دسلواغۍ نهمه :
په هلمند ولايت کې پرون د امنيتې ځواکونو دعملياتو په بهير کې دولس تنه وسله وال طالبان ووژل شول او څلور تنه نوريې ټپيان شول .
د نادعلي ولسوالۍ امنيه قوماندان لومړۍ څارن عمرجان حقمل باختر آژانس ته وويل:  دغه عمليات پرون دملي اردو ملي پوليسو او دعامه نظم دځواکونو له خوا دنادعلي او مارجې د ولسواليو په ځينو سيموکې ترسره شول چې له امله يې دولس تنه وسله وال طالبان ووژل شول او څلور تنه نوريې ټپيان شول .
دخبرځاى دڅرګندونو له مخې: د عصمت بازارسيمې او د نادعلى او مارجې د ولسواليو ترمنځ د دښتې  ځينې ساحې دطالبانو له شتون څخه پاکې شوې دي .
خبرځاى زياته کړه: ددغو عملياتو په بهيرکې دطالبانو يوه اندازه جنګي وسايل هم د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
 

هرات \  باختردسلواغې دمياشتې  ٩ :
دهرات ولايت دپوليسوخبرځايونه وايي چې د اتلس کلنې نجلۍ د وژل کيدو دڅرنګوالې په باب چې پرون دهرات ولايت په انجيل ولسوالۍ کې ووژل شوه؛ تحقيق کوي .
د وژل شوې نجلۍ کورنۍ ادعا لري چې دې په خپله ځان وژلې دي.
دلويديځ زون دپوليسو ويندوى عبدالروف احمدي باخترا ژانس ته وويل: د دغې نجلۍ مړې په داسې حال کې چې زندې کړاې شوې وه؛ په خپل کورکې يې ترلاسه شو.
تراوسه پورې ددغې ووژنې انګيزه روښانه نه ده، خو د وژل شوې نجلۍ پلار وايي چې لوريې دوه کاله مخکې په خپله خوښه  له يوه ځوان سره کوژده شوې وه .
پوليسو اوس پيښه دځان وژنې په توګه ليکلې ده، خو په زياتو څيړنو ټينګارکوي.
 

کابل\  باختردسلواغې دمياشتې  ٩ :
يوه ځانمرګې بريدکوونکې ښځه پرون دسيمه ييزو پوليسو دځواکونوله خوا ونيول شوه.
دغزني ولايت يوقومي مخور او د اندړو ولسوالۍ پخواني ولسوال شيرخان يوسفزي باختراژانس خبريال ته وويل: يوه ښځه چې د امنيتي ځواکونو په وړاندې يې د ځانمرګې بريد نيت درلود، هدف ته له رسيدو مخکې د دغې ولسوالۍ  دپوليسو له خوا ونيول شوه.
دغه راز دسيمه ييزو پوليسون يوه مسوول سيدعلي ددغه خبرپه تائيدولوسره باختراژانس ته وويل چې دغه ښځه پرون دسيمه ييزو پوليسو دځواکونو له خوا ددغه ولايت په اندړو ولسوالۍ کې نيول شوې ده.
ده په دې اړوند زيات جزئيات وړاندې نه کړل .
ديادونې وړ ده چې په دې وروستيو وختو کې دغزني ولايت په مرکز کې دځانمرګې بريد له امله يوشمېر خلکو ته مرګ ژوبله  واوښته.
دا په  داسې حال کې ده چې د اندړو ولسوالۍ امنيتي ځواکونو پرون د وسله والو طالبانو د وسلو او مهماتو يوه ډپيو کشف اوترلاسه کړه.
 

Monday, 28 January 2013 11:00

داسعارو بيه:

کابل\باختر\دسلواغې  دمياشتې ٩ مه:
دکابل دشهزاده سراى دصرافانو د رييس  دمعلوماتو له مخې، نن له غرمې مخکې دبهرنيو پيسو په مقا بل کې دافغا نۍ ارزښت په دې ډول دى:
يوامريکايي ډالر پيرودل په     51/80  افغانيو پلورل په   51/85افغانيو
يوانګليسى پونډ پيرودل په  81/00افغانيو پلورل په   81/10افغانيو
داماراتو يو درهم پيرودل په 05/ 14 افغانيو پلورپه 10 / 14 افغانيو
يوه يورو  پيرودل په  30 69/ افغانيو پلورل په   69 /40  افغانيو
يوسعودي ريال پيرودل په  70 13/پلورل  13/75 افغانيو
زرهندي کلدارى پيرودل په 980 افغانيو پلورل په 990 افغانيو
زرپاکستاني کلداري پيرودل په  522افغانيو پلورل په  523 افغانيو
اوزر ايراني تو مان پيرودل په 14/70  افغانيو پلورل په   14/80 افغانيو.