22 October 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په ننګرهارکې زرګونو کليوالي خلکو ته د څښاک اوبو د برابرولو پروګرام پيل شو

کابل/ د تلې ٣٠مه/باختر په ننګرهارکې زرګونو کليوالي خلکو ته د...

درې تنه په هرات کې د وژنې په تور ونيول شول

کابل/ د تلې ٣٠مه/باختر د هرات پوليسو درې تنه د وژنې...

يوولس وسله وال طالبان په قندهارکې ووژل شول

کابل/ د تلې ٣٠مه/باختر يوولس وسله وال طالبان په قندهارکې په...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کابل\  باختردمرغومي دمياشتې  ١١ :
له پيښو سره دمبارزې دملي کميټې له خوا ديومليونو نهه سوه څلويښت زره افغاني په سمنګانو ولايت کې دروان کال په سيلاوځپلو وويشل شول.
له پيښو سره دمبارزې دملي ادارې دکورنيو اړيکو آمر محمدعظيم نوريان چې ديو هيـئت په مشرۍ  دسمنګانو ولايت ته سفرکړي دي دباختراژانس سيمه ييز خبريال ته وويل په دې وروستيو وختو کې له پيښوسره دمبارزې دکميټې  له خوا دسمنګانو ولايت دروان کال  سيلاوځپلو ته يو مليونو نهه سوه څلويښت زره افغاني ځانګړي شوي وي.
دده دڅرگندونوله مخې دغه پيسې دموظف هيئت له خوا دسمنګانو ولايت  ته ليږدول شوي او دافغاني سرې مياشتې له پيښوسره دمبارزې درياستونو اودولايتي  شورا داستازو ترنظر لاندې  په يوسلو نوي کورنيو وويشل شوي.
دا په داسې حال کې ده چې دوه اوونۍ مخکې هم په دغه ولايت کې دمهاجرينو په چارو کې دملګروملتو دکميشنري له لارې هم له دوه سوه اووه اتيا راستنوشويو بې ځايه شويو کورنيو باندې  څوارلس ټنه غنم، يوولس  ټنه سکاره ، درې ټنه بسکويټ، اووه اتيا انډيه ژمني جامې  اوشپږاتيا زره افغاني نغدي پيسي وويشل شوي .
 

جاګارتا\ بى بى سى \  باخترمرغومي دمياشتې  ١١ :
دوينزويلا دجمهور رييس مرستيال نيکولاس مادورو وايې چې  ددغه هېواد دجمهوررييس هوګو چاويز روغتيايي حالت ښه نه دى او دجراحي له عملياتو وروسته په حساس روغتيا حالت کې  دى .
چاويز چې  دسرطان دناروغي له امله  يې په دې وروستيو وختو کې دڅلورم ځل لپاره  په کېوبا کې دجراحي عمليات  وکړل همدا اوس په کوما کې دى.
دى چې له ١٩٩٩  کال را په دې خوا دوينزويلا  جمهور رييس و دتير اکتوبر  په مياشت کې يوځل بيا په دغه مقام وټاکل شو.
هوګو چاويز چې  ٥٨ کلن دى دروان کال داکتوبر په مياشت کې دجمهوري رياست  انتخاباتي مبارزو ته  دوردانګلو په وخت کې اعلام وکړ چې  بشپړښه شوى دى  خوپه دغو انتخاباتو کې له برياليتوب وروسته يوځل بيا کېو با ته لاړ اودجراحي  نوى عمليات يې وکړل .
دوينزويلا ددولت مقاماتو په سرطان دهوګوچاويز اخته کېدل تائيد کړي دي  خو مشخصه نه ده چې په څه ډول سرطان اخته دى  او دده دسلامتيا په  حالت  پورې خبرونه ضداونقيض بريښي .
چاويز له ايراني مقاماتو سره نږدي اړيکې لري اودسيمي دوروستيو بدلونونو په بهيرکې  هم له محدودو مشرانو څخه دي چې   دليبا دپخواني مشر معمرالقذافي او دسوريې له اوسني جمهوررييس بشارلاسد څخه دهغو دمخالفينو په وړاندې ملاتړ کړي دي .
 

کابل\  باختردمرغومي دمياشتې  ١١ :
په ولسي جرګه کې دخلکو استازو په نننۍ غونډه کې دهغو وزيرانو داستيضاح دڅرنګوالې په باب چې په  ١٣٩٠ کال کې يې خپله پرمختيايي بودجه په سلو کې له پنځوسو څخه لږه لګولې ده خبري وکړي .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې  په هغې غونډه  چې دولسي  جرګې دريس عبدالروف ابراهيمي په مشري جوړه شوه د ٢٤٩ استازو له جملې څخه يوسلو اووه ديرشو تنو ګډون کړي وو.
دخلکو استازو له زياتو خبرو وروسته موافقه وکړه  چې دوزيرانو داستيضاح بهيردى په تفکېک سره ترسره شي  دهغه له مخې دخلکو استازو دښار جوړولو، کورنيو چارو  ، ملي دفاع اودلوړو زده کړ و دوزيرانو استيضاح په دې دليل چې  په ١٣٩٠ کال کې  په اړوندو وزارتونو کې نه وو  استيضاح نه شي .
په همدې ډول دملت استازو له نورو وزيرانو څخه وغوښتل چې داستيضاح فورمې دې له اړوندو مراجعو څخه ترلاسه کړي.
 

Monday, 31 December 2012 12:00

دپوهنې وزارت خبرتيا

مزارشريف – باختر دمرغومې يولسمه :
دافغان تکنالوجي دانستيتوت اداره چې پخوا دثانوي تخنيک دليسې په نامه ياديده دمرکز دنجونو اوهلکانو او دهيواد دولايتونو دښوونځيو دنهموټولګيو فارغان چې عمر يې له اتلسوکلونو څخه لوړ نه وي دتعميراتو ، مهندسي  ، ماشين ، موټر اوبريښنا په تحصيلي  څانګو کې په لسم ټولګي کې دزده کوونکو په توګه مني .
مينه وال  دې له دوو عکسونو او دتابيعت له تذکرې  سره دنوم ليکنې اودشموليت دفورمې دترلاسه کولو په مقصد دروان کال دمرغومې دمياشتې له پنځلسمې نيټې څخه په څلورمه کارته کې دلوړو زده کړو وزار ته څيرمه دافغان تکنالوجي دانستيتوټ ادارې ته ورشي او داړتيا په صورت کې دې له  ٠٧٩٠٧٧٢٨٠١   او ٠٧٨٦٦٢٦٤٩١لمبر ټيلفونونوله لارې اړيکې ونيسي .
 

کابل\  باختردمرغومي دمياشتې  ١١ :
دکورنيو چارو وزارت خبرتيا
دملي پوليسو هغو معلولو منسوبينو ته چې دمعاشونو اوامتيازونو داجرا دڅرنګوالې په باب ستونزې لري رسول کيږي   چې ددوى دستونزو دڅيړلو اولري کولو اوشکايتونو داوريدو لپاره دې  ٠٧٧٨٨١٠٧٤٨  او ٠٧٨٨٢٦٧٦٢٨ لمبرټيلفونونوسره اړيکې ونيسي.
 

کابل\  باخترمرغومي دمياشتې  ١١ :
په ننګرهارولايت کې پرون  داورلګيدنې  له امله دتيلو نهه ټانکرونه وسوځيدل.
دشمشاد د٢٠٢ سا حوي زون دقوماندانۍ مطبوعاتي دفتر باخترا ژانس ته خبرورکړ.
دننګرهار ولايت ګمرک ته مخامخ د بهسودو ولسوالۍ ته څيرمه په محس سراى کې اور ولګيد چې له امله يې دتيلو نهه ټانکرونه  وسوځيدل  او دوه ټانکرونه نور داور وژنې دمنسوبينوله خوا وژغورل شول.
ددغې پيښې علت نه دى په ډاګه شوي دپوليسو څيړنې دوام لري .
 

کابل\  باختردمرغومي دمياشتې  ١١ :
په پروان و لايت کې پرون دوه تنه ديوتن له خوا و وژل شول.
دشمشاد د٢٠٢ ساحوي زون دقوماندانۍ مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ.
دپروان ولايت  دکوه صافي ولسوالۍ د حسن زيو دساحې دوه تنه اوسيدونکي پرون دچړې په ګوزارونو سره و وژل شول.
ددغې ولسوالۍ دپوليسو منسوبين وايي چې وژونکې پيژندل شوي خو تښتيدلي دي اودپوليسو ترڅارنې لاندې دي .
ديوبل خبرله مخې   :
دپروان ولايت امنيې قوماندانۍ پوليسو پرون ددغه ولايت په مربوطاتو کې دوسله والو مخالفينو له خوا يو ښخ کړاى شوي ماين ترلاسه اوشنډکړ.
 

Monday, 31 December 2012 11:27

تبصــــره :

- کابل\  باخترمرغومي دمياشتې  ١١ :
دټولنې دفرهنګي کچې وده اودعلم ، پوهې اودليک لوست دزده کړې پراختيا په تيره بيا دهېواد دماشومانو دراتلوونکې په باب پانګونه په هېواد کې ديوې اړتيا اولومړيتوب په توګه طر حه دي اودولت هلې ځلې کوي چې ديوې معياري پوهنې په جوړولو او ودې سره دغه هدف ته درسيدو لاره لنډه کړي.
دباختراژانس مبصرليکي:دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس حامدکرزي په خپلو وروستيو راډيويي خبرو کې په دې ترڅ کې چې په هېواد کې دپوهنې دکميت  دودې له امله خوښي څرګنده کړه د اغيزمنې او هراړخيزې پوهنې په ودې باندې  يې ټينګاروکړ.
دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهوررييس دغه خبرې په داسې  حال کې بيانيږي چې په تيرو يوولسو کلونو کې  دپوهنې په برخه کې پانګونه اومعياري اوهراړخيزه پوهنه دافغانستان ددولت دکار په لارښود کې ځاى لري نن ورځ په افغانستان کې په شرايطو برابر اته مليونه سل زره تنه ماشومان دښوونځيو په څوکېو ناست دي ، نن ورځ په افغانستان کې څوارلس زره ښوونځي شته اويوسلو نوي زره تنه ښوونکې دزده کوونکو دلوست چارې په  غاړه لري.
دغه شمير دافغانستان دتاريخ په اوږدو کې  بې سارى دي  . ددې ترڅنګ چې دولتي ښوونځي دهېواد دبچېانو پرمخ پرانستي دي دخصوصي ښوونځيو دفعاليت زمينه هم برابره شوې ده .
په اوس وخت کې  په هېواد کې  پنځه سوه خصوصي ښوونځې فعاليت کوي چې سل زره تنه زده کوونکې پکې زده کړه کوي .
هغه څه چې وويل شول کولاي  شو هغه دهېواد په روزنيز نظام کې ديوبرياليتوب په توګه بولو خو دا وروستۍ خبره نه ده .
دتيروکلونو په تراژيديو کې په پوهنې باندې ځپنده  ګوزارونه وشول . په دغه هېواد کې دليک لوست اودفرهنګ وده ډيره ټيټه شوه .
دافغانستان خلک په دې کار موافقه رايه لري چې دليک لوست اودپوهې نشتوالې دجګړې او وحشت په لور لاره پرانيزي . نن وروځ دافغانستان خلک له دغې ناوړې پديدې څخه سخت بيزاره  دي اوله هغې  څخه دلري والې لاره ښوونځيوته دخپلو بچېانو په استولو کې بولي .
دبچېانو روزنه او دپوهې ترلاسه کول دهرې افغان کورنۍ خيال اودخوب ليدل دي.
سره له دې چې په هېواد کې دپوهنې اودزده کړې په سيستم کې دزياتو برياليتوبونو يادونه کېږي د دغه نظام دلارې پرسرخنډونه پراته دي . لاتراوسه پورې هم د هيواد په ځينو برخو کې ښوونکو او زده کوونکې له ګواښونوسره مخامخ دي نن ورځ هم دښوونځي سوځونې  او له پوهنې سره ددښمني مفکوره شته .
له دې څخه وړاندې دهېواد په يوشمير ښوونځيو په تيره بيا په لري پرتو سيمو کې  لوست معياري نه دي دمسلکي ښوونکو جدي کمښت محسوس دي .
له بلې خوا دښوونځيو کمښت ددې سبب شوي دي  چې په ښوونځيوکې ګڼه ګوڼه زياته شي دا کار ددې  سبب شوي دي  چې زموږ يو شمير ځوانان اونجونې خصوصي ښونځيو ته مخه وکړي . خو له بده مرغه  يوشمير دغه ښوونځي يامعياري نه دي اويا دا چې هغه اجوره اويافيس اولګښتونه چې يو زده کوونکې يې په غاړه اخلي ډيرزيات دي چې دټولنې يو مشخص قشر کولاي شي ددغه شان لګښتونو په ورکولو بريالي شي .
دخصوصي ښوونځيو په پته دهېواد دجمهور رييس دغه خبرې ډيرې دقيقي دي چې وايې (( خلک له تاسو څخه  هيله لري او غواړي چې ستاسو دکار معنوي ارزښت  دهغه دتجارتي اړخ په نسبت زيات وي تاسي بايد له موازينو او مقرراتوسره سم خپل تعليمي کارونه تنظيم کړي  چې دخپل تعليمي مرکز دجوړولو په پيل کې مودپوهنې له وزارت سره ژمنه کړې ده اوله دې لارې ځان ته مشروع عايد او دهيواد بچېانو ته مو سم تعليم ورکړي وي  اوټولنې ته مو ګټه رسولي وي .))
په دې ترڅ کې دهېواد دجمهور رييس دتعليمي نظام ښه والې يوه جدي اړتيابللي ده اوپه کېفيت  باندې يې ټينګار کړي دي.
اوسني فضا له موږ څخه غواړې چې ديوې هر اړخيزي اوله سياسي ، شخصي ، قومي  اوتجارتي سليقو څخه دخلاصې پوهنې  دودې  اوپراختيا لپاره په يوه غږ شو اودپوهنې اودپوهنې دکارکوونکو په ملاتړ سره خپله ټولنه له ناخوالو اوګډوډيو څخه وژغورو .
 

کابل\  باخترمرغومي دمياشتې  ١١ :
دافغانستان په ختيځ کې په کونړ ولايت کې دپوځي عملياتو په بهيرکې لس تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
دغه  جګړه ماران پرون کله يې چې غوښتل ديولړ تروريستي بريدونو ته تياري ونيسي ، دغازي اباد ولسوالۍ په مربوطاتو کې دافغان اوناټو دځواکونو له خوا بريد وشو او ووژل شول .
باختراژانس دناټو ديوې خبرپاڼې له خولې خبر راکړ چې څوتنه وژل شوي طالبان په ځانمرګو واسکټونو سمبال وو او غوښتل يې په  غازي ابادکې پريو هدف بريد  وکړي .
ويل کېږي چې ددغو پوځي عملياتو په بهيرکې افغان او دناټو پوځيانو اوملکې وګړو ته زيان نه دى اوښتى .
 

کابل\  باختردمرغومي دمياشتې  ٠ :
دوسله والو طالبانو اودحقاني په  شبکې پورې اړوند څلور تنه سيمه ييز قوماندانان په افغانستان کې دعملياتو په بهېرکې  ونيول شول.
دغه قوماندانان تيره شپه او نن سهار کله چې دهلمند، لوګر ، غزني اودارزګان دولايتونو په مربوطاتو کې ديولړ تروريستي بريدونو په پلان جوړولو بوخت وو  .
افغان او دناټو پوځيانو پرې بريد وکړ او ونيول شول.
باخترا ژانس دناټوديوې خبرپاڼې له خولې خبر راکړ چې دغه قوماندانان په خپلو پټنحايونو کې هغه وخت ونيول شول چې دتروريستي بريدونو په سازمان ورکولو بوخت وو.
ناټو وايي چې  ددغو عملياتو په بهېرکې په دغو قوماندانانو پورې اړوند څوتنه افراد هم نيول شوي دي .
په خبرپاڼه کې دافغان اودناټو دپوځيانو اودملکې وګړو د سردزيان په باب څه نه دي ويل شوي .