20 October 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

پایلې دې ځنډنۍ وي، خو چې رڼې وي

کابل / د تلې ۲۸ مه / باختر د انتخاباتو خپلواک...

د استاد رحمت الله رسا ادبي اثر چاپ شو

کابل/ د تلې٢٨مه / باختر د صلح سبزجهانى...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دمشق \ بي بي سي نيوز\  باخترمرغومي دمياشتې  ٩ :
د سوريې دملي ايتلاف رييس د سوريې دجمهور رييس بشارالاسد د دولت ډيرې سترې مخالفې ډلې پرون له دغې ډلې سره دخبرو او په اوسنى  حالت کې په سوريه کې د تاوتريخوالې د پاى ته رسولو په لاره کې دحل د لارې دموندلو لپاره دمسکو بلنه رده کړه.
د سوريې د ملي ايتلاف رييس احمدمعاذخطيب د الجزيرې له ټلويزيون شبکې سره په خبروکې په روسيې د سوريې په کورنيو چاروکې د لاسوهنې تور وګاوه او ويې ويل:   (( موږ په ډاګه ويلې دي چې مسکو ته لاړ نه شو.))
خطيب له روسيې سره دخبرو دبلنې دمنلو لپاره د دې شرطونه وړاندې کړل او ويې ويل چې له روسي مقاماتو سره دخبرو لپاره ، مسکو بايد د سوريې په کورنيو چارو کې د لاسوهنې په دليل بخښنه وغواړي  .
دبشارلاسد درژيم له خوا يو مخيزه  وژنه وغندي اوپه ډاګه دبشارلاسد دګوښه کيدو غوښتنه وکړي.
له دغو خبرو څخه څوشيبې مخکې د روسيې د ريانوويستي خبري ا ژانس دروسيې دبهرنيو د چارو وزارت د مرستيال ميخائيل  بوګدانوف دمرکې متن خپورکړى و چې ويل يې حکومت يې احمد معاذ خطيب ته بلنه ورکړ ې ده چې په سوريه کې د تاوتريخوالې د پاى ته رسولو په لاره کې د خبرو لپاره دې له روسي مقاماتوسره وګوري .
له دې سره جوخت د روسيې دبهرنيو چارو وزير سرګې لاوروف هم څرگنده کړې وه چې پرون د سوريې د دولت له استازو سره په کتنه کې يې ددغه هيواد مقاماتو ته سپارښتنه وکړه چې اوسني بحران ته سوله ييز حل د لارې د موندلو لپاره له مخالفينوسره خبرې وکړي .
بوګدانوف  ويلى دى چې په خبروکې دګډون بلن ليک د سوريې د ملي ايتلاف رييس ته سپارل شوى دى او زياته يې کړه چې خبرې کيداى شي په مسکو يا د قاهرې يا ژنيو په ګډون په بل ځاى کې ترسره شي .
 

کابل – باختر دمرغومې نهمه :
دپانګې اچونې عالي کميسيون د سوداګرۍ او صنايعو د وزير او دپانګې اچونې دعالي کميسيون د رييس ډاکتر انوارالحق احدي په مشرۍ غونډه وکړه.
دپانګې اچونې دملاتړ د ادارې مقاماتو باختر آژانس ته خبر ورکړه:
په دې غونډه کې چې دکميسيون دغړو په ګډون جوړه شوه، دبېلابېلو اقتصادي او دپانګې اچونې دمسئلو په باب هر اړخيزې خبرې وشوې او له دې جملې څخه دکورنيو توليداتو د ودې او ملاتړ په مقصد، د ميوو د جوس په وارداتو دګمرکي تعرفې په سلوکې ديرش زياتوالې تصويب شو او پريکړه وشوه چې دماليې وزارت دې له پانګه والو سره په تفاهم کې په دې برخه کې پانګې اجوونکو ته نورې لازمې هڅونې برابره کړي.
دغه راز په دې غونډه کې د اووه سوه ميلونو ډالرو په پانګونې سره د افغانستان په شمال کې دنفتي موادو چانځاى جوړول او په شرايطو برابرو پانګې اچوونکو دننګرهار ولايت دحصار شاهي او دمزارشريف دګوريمار په صنعتي پارکونوکې دځمکې يو شمېر نمرو ويشې دپانګې اچونې دعالي کميسيون له خوا تاييد شول.
 

کابل\  باختردمرغومي دمياشتې  ٩ :
دافغانستان په  ختيځ کې دتورخم دپولې په دواړو غاړو کې دهوا دسخت سړښت له امله  دولس تنه افغان ماشومان ووژل شول.
دغه ماشومان په هغوکورنيو پورې اړوند وو چې دتورخم بندر دبيا پرانيستلو لپاره ساعتونه ساعتونه ترباران لاندې اوپه سړه هواکې سترګې په لاره وې.
دتورخم بندر له پرون سهار را په دې خوا دپاکستان دسرحدي مامورينو له خوا تړل شوى دى  او همدا اوس په زرګونو تنه افغانان تراورښت لاندې اوپه سړه هوا کې دپولې په دواړوغاړو کې ددغه بندربياپرانيستل کيدو ته سترګې  په لاره دي.
دسرحدي پوليسو ويندوى  ادريس مومند له باخترا ژانس سره په اړيکه کې د پولې په دواړو غاړوکې د اتو تنو افغان ماشومانو له منځه تلل تائيدکړل، خوپه ننګرهار ولايت کې يو روغتيايي خبرځاى  وايي چې  تراوسه پورې دتورخم دپولې دتړل کيدو له امله د دروازې په دواړو غاړو کې دولس تنه ماشومان وژل شوي دي .
ويل کيږي چې څلور تنه دغه ماشومان هغه ناروغان وو چې دعلاج اودرملنې لپاره پاکستان ته روان وو، خو ويل کيږي چې په تورخم بندرکې نور وژل شوي ماشومان له خپلو کورنيو سره د دروازې په دواړو غاړوکې  بندپاتې وو.
يو افغان ځوان ظاهر غوښتل د درملنې لپاره پاکستان ته لاړشي او دغور له ولايت څخه  د اوږد واټن په وهلو سره ځان تورخم ته رسولى و.
ددغه افغان ځوان دڅرگندونوله مخې: دجمعې د ورځې له سهار څخه  تراوسه پورې  دتورحم بندر بيا پرانيستل کيدو ته سترګې له لاره دى.
دفارياب له ولايت ‌څخه بي بي آمنه چې له خپلې لور سره د تورخم دروازې بيا پرانيستل کيدو ته سترګې په لارې ده  وايي چې د درملنې لپاره پاکستان ته تللې وه؛ خو دوه ورځې کيږي چې دروازه تړلې ده او دا نه شي کولاى چې خپل کورته ستنه شي او دافغانستان له مقاماتو څخه يې وغوښتل چې ډېر ژر له هرې ممکنې لارې دتورخم  بندر په پرانيستلو اقدام وکړي.
په همدې حال کې  د تورخم بندر د تړل کېدو انګيزه لا تراوسه پورې روښانه نه ده.
ويل کيږي چې دغه بندر دپاکستان دسرحدي مامورينو له خوا دهغه څه په غبرګون  کې چې په افغانستان کې د څوتنو پاکستانيانو وهل او ډبول بولي؛ تړل شوى دى، خو دافغانستان دکورنيو اوبهرنيو چارو د وزارتونو مقامات وايي چې هيڅ پاکستاني په افغانستان کې نه دې ځورول شوى .
باختراژانس ته په را رسيدلو خبرونوکې ويل شوى دى چې دښځو، نارينه و اوماشومانو په ګډون، نږدې درې زره تنه افغانان په سړه هوا کې دتورخم د پولې په دواړو غاړوکې په بې صبرى سره ددغې لارې پرانيستل کېدو ته سترګې په لاره دي.
زياتره دغه افغانان د درملنې لپاره پاکستان ته تللي وو او ياغواړي چې لاړشي او  د والګۍ ناروغيو او د پيسو د نشتوالې، خطر دوى ګواښوي.
په همدې حال کې دافغانستان حکومت مقامات اوپه ننګرها ر ولايت کې سيمه ييز مسوولين وايي چې ددغه بندر د بياپرانيستلو لپاره يې خبرې پيل  کړي دي .
د روان کال په بهېرکې دا پنځم ځل دى چې دپاکستان سرحدي پوځيان دتورخم بندر دافغان مهاجرينو پرمخ تړي .
دغه بندر افغانستان ته دخوراکي توکو اومالونو د وارداتو ډېر ستر بندربلل کيږي.
خلک له دې امله ويره لري چې ددغه بندر دتړل کيدو دوام به په هېوادکې  د ژمې په دې موسم کې د اړتيا وړ لومړينوتوکو په بيو اغيزه وکړي .
 

کابل – باختر دمرغومې نهمه :
د انتخاباتو د قانون نوې طرحه نن په پارلماني چاروکې د دولت د وزير همايون عزيزي او دعدليې د وزير حبيب الله غالب له خوا د ولسي جرګې غړو ته معرفي شوه .
دباختر آژانس دخبريال دخبرله مخې: د انتخاباتو د قانون نوې طرحه له ځينو تعديلونو وروسته، د وزيرانو شورا له خوا تاييد شوې وه او د تصويب په مقصد پارلمان ته ليږل شوې ده .
دعدليې وزير د ولسي جرګې په عمومي غونډه کې د انتخاباتو په قانون کې دځينو تعديلونو په باب دخلکو استازوته معلومات ورکړل .
په دې غونډه کې دحکومت په کړنو دڅارنې د اختصاصي کميسيون مرستيال سيد اکرام او غړى صالح محمد سلجوقي د دولتي ځمکو دغضب په باب خپل کاري رپوټ غوندې ته وړاندې کړ.
غونده د اختلافونو له امله بې نتيجې پاى ته ورسيده.
 

کابل – باختر دمرغومې نهمه :
د افغانستان داسلامي جمهوريت د بهرنيو چارو وزارت د روان کال دمرغومې دمياشتې داوومې نيټې دپنجشنبې د ورځې د پيښې د رپوټونو په اړوند چې دلنډي کوتل په سيمه کې رامنځته شوه او له امله يې ناپيژندل شويو کسانو افغانان ووهل او ويې ډبول او ناسم چلند يې ورسره وکړ او پاسپورټونه يې واخيستل او لمنځته يې يوړل ،خپله ژوره انديښنه اعلاموي.
دافغانستان دبهرنيو چارو وزارت په کابل کې او په اسلام آباد کې دافغانستان داسلامي جمهوريت سفارت دغه موضوع دپاکستان داسلامي جمهوريت له مقاماتو سره په جدي او هراړخيزه توګه تصفيوي چې دغه پيښه په بشپړه توګه وڅيړل شي اوعاملين يې د قانونو منګلولو ته وسپارل شي.
 

نوى ډيلي – باختر دمرغومې نهمه :
هغه نجلۍ چې د روان کال دليندۍ دمياشتې په ٢٦ نيټه په يو سرويس موټرکې سخته وهل شوې او ډبول شوې وه او جنسي تيرى پرې شوې و؛ نن سهار دسنګاپور په يو روغتون کې مړه شوه.
په هغې وينا کې چې دسنګاپور د مونت اليزابت روغتون له خوا خپره شوې ده؛ ويل شوى دى چې دغې نجلۍ دکورنۍ دغړو او د هند دعالي کميشنرى د مامورينو په وړاندې په سنګاپور کې سا ورکړه.
دغه نجلۍ چې دطب دپوهنځى محصله وه او دوه اوونۍ مخکې په نوى ډيلي کې په يو بس موټر کې د يوساعت لپاره ډله ييز جنسي تيرى پرې شوې و او وروسته سخته وهل شوې او ډبول شوې وه او د حرکت په حال کې له موټر څخه غورځول شوې وه چې د ټپونو د سختوالې له امله د مرغومې دمياشتې په شپږمه نيټه د خاصې درملنې لپاره د الوتکې په واسطه سنګاپورته وليږدول شوه.
دغه پيښۀ د اعتراضونو او مظاهرو او له مظاهره کوونکوسره دپوليسو دنښتو سبب شوه.
اعتراض کوونکو د نجونو او ښځو دمصونيت په لاره کې دناچيزو تدبيرونو په سبب په مظاهرو لاس پورې کړي و چې په بهير کې يې يو پوليس ووژل.
د يوبل خبر له مخې: د دغې نجلۍ دمړينې دخبر له خپرېدو وروسته، دپوليسو يو جګپوړى افسر او د ډيلي ايالت اعلى وزير له خلکو څخه غوښتي دي چې د ډله ييز جنسي تيرى ددغه قرباني دماتم په مراسموکې خپله آرامي وساتي .
دهند په ګوټ ګوټ خلک د دغې نجلۍ دماتم په مراسموکې دګډون په خاطر نن له خپلو کورونو څخه وتلي دي او پوليسو خلکوته د سوله ييزو مظاهرو اجازه ورکړې ده.
د همدې خبرله مخې: په سلګونو تنه پوليس د تاوتريخوالې د رامنځته کېدو دمخنيوي په خاطر، ځاى پرځاى شوي دي. دهند صدراعظم من موهن سنګهه ددغې نجلۍ دميړنې په خاطر دخپل ژور خپګان مراتب څرګند کړى دى.
 

اسلام اباد\ ډي ډان \  باخترمرغومي دمياشتې  ٩ :
دپاکستان دپنجاب ايالت په  ګجران والا کې  د تيرې شنبې او پنحشنبې په ورځو  څه ناڅه  ١٥ تنه د ټوخې شربت له کارولو وروسته ووژل شول.
دپاکستان دعامې روغتيا وزير پرون وويل چې په لاهور ښارکې له لابراتواري ازمايښت وروسته، معلومه شوه چې دغه شربت له وژونکو نشه يي توکو څخه ترکيب شوى و.
ده وويل: دغه مړينه هغې مړينې ته ورته ده چې د تير نوامبر په مياشت کې دهغو شربتو په کارولو سره رامنځته شوه چې په ترکيب کې يې نشه يي توکي لرل . يوه بله ورته پيښه په نوامبر مياشت کې رامنځته شوه چې نولسو تنو نارغانو دشربت له کارولو وروسته ساه ورکړه.
په لومړڼي څيړنه کې ښودل شوې وه چې د تاينو د ټوخې شربت د ايکو د درمل جوړولو د شرکت په واسطه  توليد او ويشل شوى و او د لاهور د سر د زيان مسوول دى.
 

ميرامشا دتربيون خبري سايت- دمرغومې نهمه:
د امريکا د متحده ايالاتو بې پيلوټه الوتکو په شمالي وزيرستان کې د نا آرامې قبايلي سيمې په مرکز ميرامشا ښارکې د وسله والو طالبانو په يو انګيړ په بريد سره پرون څه ناڅه څلور تنه ووژل .
دسيمه ييز امنيت دمامور دڅرګندونو له مخې : دغه بريد دميرامشا ښار په ٦٥ کيلومتري واټن ګربزو په سيمه کې وشو؛ له امله يې څلور تنه ووژل شول او دوه تنه نور ټپيان شلو .
د يوبل سيمه ييز مامور د څرګندونو له مخې: څه ناڅه اته توغندي په دې بريد کې توغول شوي دي. په پيښور ښارکې يو امنيتي مامور ددغه بريد له امله د سر د زيان شمېر تاييدکړى دى.
 

کابل\  باختردمرغومي دمياشتې  ٩ :
د فراه ولايت پوليسو  يوه اته کسيزه ډله انسان تښتوونکي ونيول .
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ: د فراه ولايت دپوليسو منسوبينو يوه اته کسيزه ډله انسان تښتوونکي په فراه ښارپورې اړوند په قلعه محمدکلي کې تثبيت او د هغوى په نيولو سره يې د فراه ښار يو اوسيدونکى چې څه موده مخکې تښتول شوى و؛ آزاد کړ.
د يوبل خبرله مخې :  دهلمند ولايت  دپوليسو منسوبينو د وسايطو ضد دوه ماينونه  شنډکړل چې د وسله والو طالبانو له خوا ددغه ولايت دسنګين ولسوالۍ په واټ کې ښخ کړى شوى و.
ددغې پيښې په اړوند څوک نه دى نيول شوى .
 

کابل\  باخترمرغومي دمياشتې  ٩ :
په بدخشان کې دغضنفر د روغتيايي انستيتو ت په پنځه څلويښتو تنو فارغانو پرون تصديق ليکونه وويشل شول .
په بدخشان ولايت کې دغضنفر انستيتوت رييس ډاکتر عبدالقدوس وويل: دغو فارغانو چې ديارلس تنه يې ميرمنې او نجونې دي؛ په دې  درې کلنه  زده کړه کې  د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو مهارتونه په عملي اونظري ډول زده کړې دي.
يوې فارغې نفيسې باختراژانس ته وويل: موږ له  دولت څخه غواړو  چې په دولتي روغتونونوکې موږ ته دکارزمينه برابره کړي چې خپلې ټولنې او هېواد ته دخدمت جوګه شو.