14 December 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په غزني کې١٠ تنه د ماين په چاودنه کې شهيدان شول

په غزني کې١٠ تنه د ماين په چاودنه کې شهيدان شول

کابل/ د ليندۍ٢٢مه/ باختر د غزني - جغتو لارې په تګلوري...

په لغمان کې ٩ کسان په ترافيکي پېښه کې ووژل شول

په لغمان کې ٩ کسان په ترافيکي پېښه کې ووژل شول

کابل/ د ليندۍ٢٢مه/ باختر په کابل – جلال آباد لويه لاره...

  د فارياب په درېيو ولسواليوکې د طالبانو د جګړو مشر ووژل شو

د فارياب په درېيو ولسواليوکې د طالبانو د جګړو مشر ووژل شو

کابل/ د ليندۍ٢٢مه/ باختر د فارياب په درېيو ولسواليوکې د وسله...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کابل\  باخترد کب  دمياشتې  ١٣ :
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت نشراتي معين مبارز راشدي نن دافغانستان دسوله ييزې راتلوونکي  لپاره داسلامي همکاريو په دريم نړيوال کنفرانس کې  دګډون په مقصد له کابل څخه ترکيې ته روان شو.
ترکيه دافغانستان دسوله ييزې راتلوونکي لپاره  داسلامي همکاريو  ددريم نړيوال  کنفرانس کوربه دى.
دکابل له نړيوال هوايي ډګر څخه دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې، ددغه کنفرانس اساسي هدف داسلامي هيوادونو له اسلامي تعليماتو او تجربو څخه په استفادې سره په افغانستان کې په سولې دښه رسيدو دلارې دموندلو په خاطر  داسلامي هيوادونو له مشهورو او جيدو عالمانو سره  دافغاني ديني عالمانو اودمدني ټولنې دغړو خبرې اترې دي.
دافغانستان  دسوله ييزې راتلوونکي لپاره داسلامي هيوادونو دنړيوالو همکاريو  لومړي کنفرانس تيرکال دترکيې په استانبول ښارکې دنوي تنو مشهورو ديني عالمانو اودمدني ټولنې دغړو اوداسلامي کنفرانس درييس، دالازهر پوهنتون درييس ، داستانبول دمفتي اعظم اود اندونيزيا ، بوسنيا ، سعودي عربستان ، پاکستان ، هندوستان او متحده عربي اماراتو دهيوادونو دمشهورو عالمانو په ګډون جوړ شوى و.
دغه کنفرانس سبا په استانبول کې پرانستل کيږي .
 

کابل\  باختردکب  دمياشتې  ١٣ :
دهيواددلوړوزده کړوپه موسسو کې دروان کال دشموليت دازموينې  دغيرمنصفانه نتيجو په باب دملي شورا دمشرانو جرګې اعلاميه.
         د ١٣٩١  کال دکب دمياشتې  ١٣
دملي شورا دمشرانو جرګې رييس فضل الهادي مسلميار اوغړي له خلکواو په ازموينه کې له يو زيات شميرشاملانو څخه درسيدلو شکايتونو پربنسټ دروان کال  اعلام شوي نتيجې غيرعادلانه بولى او ددغه ملي پروګرام داصلاح اودهغه په باره کې دنوى نظر دکولو غوښتنه کوي.
سره له دې چې دولت او نړيواله ټولنه دپوهنې اودلوړو زده کړو وده له جګړې وروسته دافغانستان  لومړيتوبونه بولي  خو دروان کال دازموينو نتيجو ثابته کړه چې دنجونو او هلکانو په ګډون په سلګونو زره تنه ځوانان دبې نتيجې او ناکام په نامه له خپلو معنوي حقوقو څخه بې برخې شول  چې  داوسني نظام پوهنپال شعارونه  تر جدي پوښتنې لاندې نيسي .
دعيني شاهدانو دڅرگندونوله مخې، دروان کال  په ازموينه کې په تيره بيا په ولايتونو کې دواسطې خپلوي  په مستقيم ډول دنقل ورکولو  او دموبايل تيلفونونو له لارې دنقل ورکولو اودنورو مواردو په ګډون دسرغړونو بازار تود و چې له بده مرغه دلوړو زده کړو وزارت يا په خپله ددغه شان زمينو برابرونکي و اويا په شفاف اواصولي ډول درښتينو ازموينو دبهير له کنترول څخه عاجز و چې غيرمنصفانه نتيجې يې لرلې .
دملي شورا دمشرانو جرګه د کانکور ديوزيات شمير داوطلبانو دمحروميت اودهغې دناانډوليزو نتيجو داعلام له امله دژور خپګان په څرگندولو سره دلوړه زړده کړو له وزارت  څخه غواړي چې دملي شورا داجلاس له پرانستلو وروسته په لومړيو ورځو کې دى دسنامجلس ته دخلکو درسيدلو شکايتونو اواعتراضونو ته توضيحات او ځواب ووايي اودکانکور په ازموينه کې موجود نواقص دې لري کړي .
 

کابل\  باختردکب  دمياشتې  ١٣ :
دپکتيا ولايت امنيتي ځواکونو ديوې شوکمارې  ډلې په ځپلو بريالي شول.
ويل کيږي چې دغه بانډ دارګون _ سرروضې دولسواليو ترمنځ په گن ميشته لاره کې  دلارې  په غلا  او شوکماري لاس پورې کاوه.
دپکتيکا ولايت امنيه قوماندان جنرال دولت خان ځدران باختراژانس  ته وويل ددغه باڼد  څلورتنه شوکماران پرون کله چې دارګون _ سرروضې په لويه لاره کې دسپرليو دپيسو په لوټولو بوخت وو دپوليسو له خوا ونيول شول.
جنرال ځدران وايي  چې دغه څلورکسيز بانډ دسرروضې _ ارګون په لويه لاره کې دخلکو دپيسو اومالونو دلوټولو په لسګونو  پيښو کې لاس درلود.
ويل کيږي چې دغو شوکمارو دملکي وګړو دسپرلۍ يو سرف موټر دغلا لپاره درولى و چې ونيول شول.
دپکتيکا  ولايت امنيه قوماندان وويل  چې ددغه موټر ټولې سپرلۍ  ژوندى دغلو له  منګولو څخه  ژغورل شوي دي  .
درارسيدلو خبرونوله مخې، ددغه بانډ  له افرادو څخه يو غلا شوى  موټر  او جنګي وسايل  ترلاسه شوي دي .
 

کابل\  باختردکب  دمياشتې  ١٣ :
په کابل ښارکې دنيالګيو دايښودلو پروګرام دروان کال دکب دمياشتې له اوولسمې نيټې څخه پيليږي .
کابل ښاروال ديپلوم انجينر محمديونس نوانديش چې نن يې په دې باب دباختراژانس له خبريال سره  خبرې کولى  وويل، ټاکل  شوې ده دکابل ښار په بيلابيلو ساحو کې يو مليون ډولي نيالګي کيښودل شي .
ده زياته کړه: سږکال دشيردروازې غره  په لمنو کې شل زره نيالګي ايښودل کيږي .
ده دغه راز زياته کړه  دکابل ښاروالۍ  دنيالګيو دايښودلو په پروګرام کې دواټونو ګلدانونه ، دښار غونډۍ  ، تفريحي پارکونه ،  دجوماتونو ، ښوونځيو اوتحصيلي موسسو شاوخوا او انګړونه او دښار نورې سيمې شاملې دي.
کابل ښاروال زياته کړه، يوشمير نيالګي يې دښار دنيالګيو دايښودلو دپروګرام لپاره  چمتو کړي دي .
ده له بډايو  خلکو  ، تمويلوونکو موسسو او مرکزونو او له نورو  ښاريانو  يې
وغوښتل  چې  په دې لاره کې له کابل ښاروالۍ سره مرسته وکړي  چې زموږ دښار څيره شنه او سمسوره شي .
 

کابل\  باختردکب  دمياشتې  ١٣ :
دلوړو زده کړو وزارت دکانکور دازموينو درياست خبرتيا:
د ١٣٩١ کال  دکانکور دازموينو هغو برخه والو ته چې بې نتيجې پاتې دي  خبر ورکول کيږي  که چيرې دپوهنې وزارت دنيمه لوړو زده کړو دتحصيلي موسسو په تشوظرفيتونو کې دشموليت هيله ولري  خپل غوښتن ليکونه دې دولايتونو دنيمه لوړو زده کړو موسسو ته وسپاري .
ديادونې  وړ ده  هغو داوطلبانو  چې له يوسلو شپږشپيتو اعشاريه ديرشو څخه ټيټې  نمرې ترلاسه کړي دي ناکام دي هيځ تحصيلي مرکز ته نه معرفي کيږي.
دکانکور دازموينو رياست  له هغوى  څخه غوښتنه کوي چې دخپل ځان او داړوندو ادارو دکارکوونکودوخت دضايع  کيدو سبب نه شي .
 

دبهرنيو چارو وزارت ويندوى : دپاکسان دعالمانو شورا درييس څرگندونې  خنده وونکي دي

کابل\  باخترد کب  دمياشتې  ١٣ :
دبهرنيو چارو وزارت ويندوى نن په يوه خبري  غونډه کې دپاکستان دعالمانو درييس طاهر اشرفي څرګندونې خنده وونکي وبللى .
دپاکستان دعالمانو شورا درييس دروانې اوونۍ په پيل کې  جهاد په افغانستان ، کشمير او بيت المقدس کې جهاد .حلال بللى وو اوبرعکس يې دپاکستان پرخلاف  جهاد حرام بللى .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې، دبهرنيو چارو وزارت ويندوى جانان موسي زي دغه راز په دې باب وويل، دپاکستان دعالمانو شورا درييس دغه حرکت يوسياسي عمل  دى اوپه هيڅ صورت  په سيمه کې  دسولې په ګټه اودکړکيچ دلري کولو په ګټه نه دى .
ده دغه څرگندونې  دغه راز  ددواړو هيوادونو ترمنځ داړيکو دپياوړتيا په ګټه ونه بللې  .
دبهرنيو چارو  وزارت ويندوى دغه راز وويل  چې افغانستان يو اسلامي هيواد دى او دافغانستان دحکومت دريځ  هماغه دريځ دى  چې دافغانستان دعالمانو شورا په يوه اعلاميه کې  هغه طرحه کړى  دى .
موسي زي دغه راز اعلام وکړ چې په نږدې راتلوونکي کې دهيواد دجګپوړى قضايي هيئت دايران له قضايي مقاماتو سره دخبرو لپاره دغه هيواد ته سفرکوي.
ددغه هيئت سفر په ويانا کې دتمدنونو دايتلاف  دپنځمې  غونډې ترڅنګ ددواړو  هيوادونو  دبهرنيو چارو  دوزيرانو له موافقې  وروسته کيږي .
دده دڅرگندونوله مخې، دافغانستان هيئت به هلې ځلې وکړي  دايران لورې ته قناعت ورکړي او دناوړو تفاهماتو له منځه وړلو لپاره دهمکاري يو ميکانيزم  جوړ کړي او دهغه له مخې به ايران کې دافغانانو د اعدام لړۍ وځنډول شي .
ده دغه راز وويل چې لا تراوسه پورې په ايران کې داعدام شويو کسانو دقيق شمير معلوم نه دى .

کابل\  باختردکب دمياشتې  ١٣ :
دنجونو دکاراتې سيالۍ نن په کابل کې ترسره شوې .
دغه سيالۍ دمارچ داتمې دښځو دپيوستون دنړيوالې ورځې په هرکلى اودښځو پرخلاف دتاوتريخوالي دله منځه وړلو په خاطر دالمپيک  دملي کميټې په جمنازيوم کې ترسره شوې .
دباختراژانس  دخبريال دخبرله مخې ، دغه سيالۍ چې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دځوانانو دچارو دمعينيت  له خوا دالمپيک  دملي  کميټې په همکارۍ ترسره شوې  دسري مياشتې ، داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دځوانانو دچارو دمعينيت  اودملت دټيمونو ، تنکيو ځوانانو او ځوانانو په دوو برخو کې ديوې ورځې لپاره سيالۍ وکړه .
په هغې غونډه کې چې له همدې امله  دالمپيک  دملي کميټې  په جمنازيوم کې  جوړه شوې وه دالمپيک   دملي کميټې  مرستيال فرشتې فرح او دځوانانو دچارو معينيت په استازيتوب  زهرا قاري زاده دښځو پرخلاف دتاوتريخوالي  دکمښت اودښځو دنړيوالې ورځې په باب خبرې وکړې.
په دې غونډه کې دالمپيک  دملي کميټې رييس ظاهر اغبر اومشرتابه هيئت  اودځوانانو دچارو دمعينيت  رييسانو ګډون کړي وو.
 

کابل\  باختردکب  دمياشتې  ١٣ :
دبغلان ولايت دکليودبيا جوړولو اوپراختيا رياست دادارې دفترونو ودانۍ د جوړولو کار نن پيل شو.
دبغلان ولايت دکليو دبياجوړولو اوپراختيا رييس انجينر عبدالرب حکيمي  باختراژانس ته وويل، دغه ودانۍ دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا رياست دودانۍ  په انګړ کې په دريو پوړونو کې دالمان په مرسته د څلورو شپيتو مليونو افغانيو په لګښت جوړيږي .
ده وويل  په ودانۍ کې څلرويشت خونې ، دکنفرانس سالون او نور ضروري ملحقات په پام کې نيول شوي دي.
 

کابل\  باختردکب دمياشتې  ١٣ :
دهلکانو دکاراتې دملي ټيم  ورزشکاران دشتوکان په نړيوالو سياليو کې دګډون په مقصد نن له کابل څخه  دايران په لور روان شول.
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې، دغه سيالۍ  دتنکيو ځوانانو ، ځوانانو اومشرانو په دريو کتګوريو اودکاتا اوکميته په څانګو کې ترسره کيږئ .
دکاراتې دفدراسيون رييس غلام جيلاني غروب باختراژانس ته وويل،  ټاکل شوې ده دغه سيالۍ دکب دمياشتې له  ١٦ نيټې څخه  تر ١٩ نيټې پورې دوام وکړي.
ديادونې وړ ده چې دکاراتې ملي ټيم دتيرى دورې په سياليو کې داتلوالي مقام ګټلي  و.
 

کابل\  باختردکب دمياشتې  ١٣ :
دمارچ داتمې دښځودپيوستون دنړيوالې ورځې په درناوى ټاکل شوې ده دنجونو  ورزشي سيالۍ داولمپيک په ملي کميټه کې پيل شي .
دالمپيک دملي کميټې دښځودورزش دبرخې مسوولې شکريې حکمت باختر اژانس ته وويل،  ټاکل شوې ده دغه سيالۍ دباسکتبال ، واليبال  اوبدمنتون په څانګو کې پيل شي او درې ورځې به دوام وکړي.
ديادونې وړده چې دغه سيالۍ دالمپيک دملي کميټې په جمنازيوم کې ترسره کيږي.