19 October 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

دسوله غوښتونکو دوګړني حرکت شپږ غړي په لوګر کې وتښتول شول .

کابل / دتلې ٢٧مه / باختر: دهلمندي سوله غوښتونکو وګړنى حرکت...

٣ وسله وال طالبان دننګرهار په لعل پوره کې ووژل شول .

کابل / دتلې ٢٧مه / باختر: درې وسله وال طالبان...

طالبانو دکندز دحوزوي روغتون يو امبولانس وتښتاوه .

کابل / دتلې ٢٧مه / باختر: وسله والو طالبانو نن له...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کابل- باختر د مرغومي شپږمه :
  دهرات ولايت د فوايد عامې رياست اعلام وکړ چې د روان کال په ژمې کې به دهرات هيڅ يوه لويه لاره تړلې نه دي.
دغه رياست په داسې حال کې دغه ادعا طرحه کوي چې په تېرو کلونوکې سخت اورښتونه تل د هرات دختيځ او شمالي ولايتونو د لارې مسافران له سختو ستونزو سره مخامخ کول . 
له زياتو کلونو راپدې خوا د ژمې په موسم دځينو لويو لارو تړل کيدل حل نه شوه، چلنجونو په تېره بيا دهرات _ قلعه نو _ چغچران دغو دوو لارو تل خلکو ته ستونزې رامنځته کړې و . 
دهرات د فوايد عامې رييس حبيب الله تيموري وايي چې دغه ستونزه به د روان کال په ژمې کې رامنځته نه شي .
ده باختر اژانس ته وويل: د فوايد عامې د رياست د لارو د پرانيستلو لپاره ښه امکانات په واک کې لري او په دې برخه کې کومه ستونزه نشته .
د تيموري دڅرګندونو له مخې: همدا اوس ددغه رياست يو شمير کارکوونکي دهرات _ توغندي په لويه لاره کې په کار بوخت دي .
ده وويل چې تراوسه پورې  د غور اوبادغيس ولايتونو ته غځيدلې لارې نه دې تړلې شوي او همدا اوس د فوايد عامې د دفترونو کارکوونکي په دغو دوو ولايتونوکې د تيارسى په حال کې دي. که چيرې کومه لاره تړله شوې وي هغه پرانيزي .
هرات له نورو ولايتونو اوګاونډيو  هيوادونوسره  پنځه لويې لارې لري. دغه ولايت په شمال لويديځ  کې له بادغيس، په ختيځ کې له غور، په جنوب کې د فراه له ولايت، په شمال کې له ترکمنستان هيواد او په لويديځ  کې له ايران سره پولې لري .
له دغو لارو  هره ورځ زيات مسافرين تک راتک کوي  او د ژمې موسم مسافروته  سخت موسم دى .
 

کابل- باختر د مرغومي شپږمه:
دخوست ښارپه پخواني هوايي ډګرکې د ناټو د پوځي اډې د دروازې په وړاندې دځانمرګې بمي بريد له امله،  درې تنه ووژل شول او شپږ تنه نور ټپيان شول .
يو ځانمرګې بمي بريد کوونکى نن سهار په چاوديدونکو توکو بار موټر دخوست  په پخواني هوايي ډګر کې د امريکايي پوځيانو د يوې اډې  د ختيځ لورې  د دروازې په وړاندې  وچاوه .
  دخوست ولايت د امنيې قوماندانۍ يوه مقام باختر اژانس ته وويل چې په دې پيښه کې درې تنه ملکي وګړي وژل شوي او شپږ تنه نوريې ټپيان شوي دي .
له بلې خوا په بګرام کې د امريکايي پوځيانو د اډې رسانه يي دفتر  د يوې خبرپاڼې  په خپرولو سره تاييدوي چې د خوست په پخواني هوايي ډګر کې د چپمن  په نامه  د دوى په يوې پوځي اډې  ځانمرګې بمي بريد شوى دى .
د دغې خبرپاڼه دمعلوماتو له مخې ، په دې پيښه کې  درې تنه افغانان وژل شوي او اووه تنه نور ټپيان شوي دي . عيني شاهدان وايي چې په دې پيښه کې افغان او ناټو پوځيانو ته هم زيان اوښتې دي ، خو افغان او ناټو پوځي مقاماتوو دغه ادعا نه دې تاييد کړي .
په همدې حال کې د خوست ولايت دعامې روغتيا مسوولين وايي چې په دې ځانمرګې بمي بريد کې شپږ تنه ټپي ملکي وګړي د درملنې لپاره دخوست ښار روغتونونو ته  ليږدول شوي دي .
  ددغو مسوولينو د څرګندونو له مخې، د دغې پيښې په ټپيانو کې دښوونځيو زده کوونکي هم شامل دي .  
 

کابل- باختر د مرغومي شپږمه:
د اطلاعاتو او فرهنګ وزير ډاکتر سيد مخدوم رهين  د قندهار ولايت ته سفر وکړ.
دکابل له نړيوال هوايي ډگر څخه  د باختر اژانس د خبريال دخبر له مخې:
دغه سفر د دويمو واحدونو د چارو د څيړنې په لړکې شوى دى .
ډاکتر رهين تر اوسه پورې د هيواد د جمهور رييس د ٤٥ ګڼه فرمان په رڼا کې د نورستان، غور، پروان ، غزني او د لوګر د ولايتونو د اړوندو چارو د څيړنې په مقصد سفرونه کړي دي .
د اطلاعاتو او فرهنګ وزير په قندهارکې د خپلې استوګنې په بهيرکې د مبارکې خرقې زيارت کوي او د احمد شاه ابدالي او د ميرويس نيکه مقبرې ګوري او د اطلاعاتو او فرهنګ د رياست  له مسوولينو سره به  د چارو د ښه والې او د ستونزو دحل کولو په  باب خبرې وکړي . 
 

کابل- باختر د مرغومي شپږمه:
په هلمند ولايت کې په سلګونو کيلوګرامه ډول ډول نشه يي توکي کشف او ضبط شول.
دهلمند ولايت امنيتي مقامات وايي چې په دغه ولايت کې دجلا جلا عملياتو په ترڅ کې په لسګونو کيلوګرامه نشه يي توکې دپوليسو لاس ته وراغلي دي.
دهلمند ولايت د امنيتي قوماندانۍ د همغږى مسوول سمونوال محمد اسماعيل هوتک باختر آژانس ته وويل چې دغه نشه يي توکي د لښکرګاه ښار او دهلمند ولايت دګرشک او د مارجې د ولسواليو په مربوطاتو کې ترلاسه شوي دي.
ده زياته کړه چې له نشه يي توکو سره د مبارزې دپوليسو ځواکونو په ګرشک ولسوالۍ کې د يو کرولا موټر د لټونې په وخت کې اته ديرش کيلوګرامه اپين ترلاسه کړي دي او په دې اړوند يې يو تن نيولى دى او يو سلو اتيا کيلوګرامه اپين اويوکلاشينکوف د مارجې ولسوالۍ په شنه غزک سيمه کې دپوليسو لاس ته ورغلي دي. د دويمې حوزې په مربوطاتوکې د يو موټر د لټولو په وخت کې کشف شول.
 

کابل- باختر د مرغومي شپږمه:
دوه سوه پنځوسو تنو پرون دمزارشريف دتيلو او ګاز دتخنيکم له انستيتوت څخه دفراغت سندونه ترلاسه کړل.
دمزارشريف د تيلو او ګاز د تخنيکم مرستيال ديپلوم انجينير محمد ياسين باختر آژانس ته وويل : د دوه څلويښتو تنو ښځو په ګډون، دوه سوه پنځوسو تنو د جيولوژي ، د تيلو او ګاز د پلټنې ، سمبالولو ، چاڼولو  او د تيلو او ګاز له څاګانو څخه دګټې اخيستنې ، د جامدو ګټو او کاڼونو د رايستلو او دکيمياوي تکنالوژى په څانګو کې د دووکلونو لپاره زده کړې کړي دي.
ويل کيږي چې دغه انستيتوت په ١٣٥٠ کال کې په بلخ ولايت کې جوړ شوى دى او ترلاسه پورې يې شپږ ديرش دورې فارغان ټولنې ته وړاندې کړى دى.
 

کابل- باختر د مرغومي شپږمه:
په هرات ولايت کې په نشه يي توکو د روږدو ښځو د شمېر لوړوالې د دولتي مسوولينو د انديښنې سبب شوې دي.
په داسې حال کې چې ويل کيږي په هرات ولايت کې په نشه يي توکو له روږدوکسانو څڅه په سلوکې له ٨ څڅه تريولسو پورې ښځې دي ، د هرات ولايت له نشه يي توکوسره د مبارزې رياست دنشه يي توکو په منفي اغيزو د ښځو د پوهاوې کچې د لوړولو په مقصد، يو ورځني ورکشاپ جوړ کړى دى.
په دې ورکشاپ کې چې د هرات ولايت د مرستيال اصيل الدين جامي په ګډون په کارپيل وکړ، په دولتي ادارو کې يو شمېر کارکوونکو ښځو، د ښونځيو مديرانو او د دولتي ادارو مسوولينو ګډون کړي.
دنشه يي توکو پرخلاف دمبارزې رييس غلام جيلاني دقيق وايي: روږدي توب ناوړه پديده ده چې دکورنيو ښيرازه له منځه وړي. له نشه يي توکو سره د مبارزې رييس دهغو ښځو په ګډون چې په فرهنګي ،اقتصادي او ټولنيزو برخو کې فعاليت لري؛ له هغوى څخه وغوښتل چې دنشه يي توکو دقاچاقو او کرکيلې له امله د رامنځته شويو ستونزو د لرې کولو په لاره کې له دولتي مسوولينو سره همکاري وکړي.
 

Wednesday, 26 December 2012 07:09

د اور لګيدنې مخه ونيول شوه .

کابل- باختر د مرغومي شپږمه :
په افغان ستر پلورنځي کې د ټوکرانو د پلورنې په يو دوکان کې د لګيدلې اور د پراختيا مخه ونيول شوه .
دکابل د اور وژنې لوى مدير ډګروال محمد کاظم دباختر اژانس خبريال ته وويل: دغه اور د افغان ستر پلورنځي په ودانۍ کې د ټوکرانو د پلورنې په يو دوکان کې د بريښنا د شارتى له امله ولګيد چې دکابل د اور وژنې دموظفينو په  هلو ځلو سره دهغه دپراختيا مخه ونيول شوه او اور ووژل شو .
د يو بل خبر له مخې: تېره شپه د کابل ښار د ميرويس ميدان ګلزار مارکيټ ته څېرمه اور ولګيد.
دکابل د اور وژنې د لوى مدير د څرګندونو له مخې: اور د تيرې شپې د اته بجوپه شاوخواکې ولګيد او په دغې سيمه کې د ټوکرانو د پلورنې د يوې غرفې د سوځيدو سبب شو .
ده وويل چې لګيدلې اور دکابل د اور وژنې د منسوبينو له خوا په ډېر لنډ وخت کې ووژل شو او د پراختيا مخه يې ونيول شوه .
ددغې اور لګيدنې علت تراوسه پورې معلوم نه دى .
 

آستانه \ جيو نيوز\  باختردمرغومي دمياشتې ٦ :
د قزاقستان يوه ترانسپورتي پوځي الوتکه پرون د دغه هېواد په جنوب کې راوغورځيده او د سرحدي ساتوونکو د قوماندان په  ګډون، ټولې  اووه ويشت تنه سپرلۍ يې ووژل شوې .
دغه الوتکه انتونوف اې  ان _ ٧٢ ډوله  دوه ماشينه جټ الوتکه وه او پرون له غرمې ور وسته د رادار له څپې څخه بې درکه شوه او څوشيبې ورورسته راوغورځيده.
د قزاقستان  د ټلويزيون  اووم کانال  د پيښې  له ساحې څخه تصويرونه ښودلې دي چې په هغو کې د الوتکې ټوټې هرې خواته خورې شوې دي .
په دې الوتکه کې  اووه ويشت تنه سپاره وو.
 

کابل- باختردمرغومي دمياشتې ٦ :
د خوست  په هوايي ډګرکې ځانمرګې بريد وشو.
دغه پيښه نن سهار د اتو بجو په شاوخواکې هغه وخت رامنځته شوه چې يو ځانمرګې بمي بريدکوونکى خپل په چاوديدنکو توکو بارموټر د خوست د هوايي ډگر دختيځې دروازې په وړاندې   وچاوه .
تر اوسه پورې له دې امله د سر د زيان په باب خبرنه دې ترلاسه شوى .
له خوست ښار څخه د باختراژانس خبريال نورشاه نوراني خبر راکړ چې دپيښې شاوخوا ساحه د امنيتي ځواکونوله خوا کلابنده شوې ده .
سيمه ييزو مقاماتو تر اوسه پورې په دې اړوند نطر نه دې څرگندکړي.
ددغې پيښې جزئيات وروسته  خپريږي .
 

کابل\  باختردمرغومي دمياشتې  ٥ :
دکورنيو چارو وزارت د ١٠١ اسمايي زون   دجنايي جرمونو پرخلاف دمبارزي دجنايي څيړنو اوددغه وزارت وياند ديو  مطبوعاتي کنفرانس په لړ کې دهغه افغاني پوليسې په اړه معلومات وړکړل کومې چې تيره ورځ يو بهرني مشاور په ډزوسره وژلي و
دکورنيو چارو وزارت  وياندصديق صديقي اودجنايي څيړنو رييس مل پاسوال عبدالظاهر ظاهر نن دمطبوعاتي کنفرانس  پرمهال خبريالانو ته وويل چې لومړنيو څيړنو داښودلي چې نوموړې ښځه  يوه ايراني اصله ښځه ده چې په ايران کې يي ديو افغان وګړي سره له واده کولو وروسته په افغانستان کې له پنځوکلونو را په دې خوا دکابل په بيلابيلو امنيتي حوزو کې دنده ترسره کړي  چې اوس يې د جندر رياست کې يې دنده ترسره کوله .
ددوي په وينا لومړنيو څيړنو ښودلي چې افغان پوليسې دا کړنه دروانې ناروغتيا له امله  رامنځته شوي  چې ياده پيښه يو فردي عمل دي  اودکومي ترهګري ډلې پوري تړاو نه لري .
دغه راز دکورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي دياد مطبوعاتي کنفرانس پرمهال په ټينګار سره وويل چې دنوموړي پوليسې څخه  ټول څيړنې اوپلټنې دافغاني پوليسو له لوري ترسره کيږي اولانوري پلټنې به هم دافغاني پوليسو له لوري ترسره شي .