13 July 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

Wednesday, 11 September 2013 11:36

دکابل د هند بال ټيم اتل شو.

کابل \ باختر د وږې دمياشتې ٢٠
دکابل د هندبال ټيم دتاجکستان دهندبال ټيم ته ماتې ورکړه او د هند بال دسياليو لومړى مقام يې وګاته .
داولمپيک دملي کميتې د هندبال دفدراسيون رييس يوسف نيازي باخترآژانس
ته وويل  :  دغه  سيالۍ چې د شهيد داوونۍ په  وياړ د پاکستان،تاجکستان او افغانستان د ورزشکرانو ترمنځ پنځه  ورځې مخکې داولمپيک دملي کميټې په جمنازيوم  کې پيل شوې دي  په پاى لوبه کې پرون مازيګر دتاجکستان او افغانستان ټيمونو ترمنځ وشوه لوبه د شپږويشتو په مقابل کې په اووه څلويښتو سره دافغانستان په ګټه پاى ته را ورسيده اولومړى مقام يې وګاته .
دغه راز دپاکستان او تاجکستان ټيمونو دويم او دريم مقاموته وګتل.
دنيازي دڅرګندونو له مخې :  په دغو سياليو کې چې دکابل ښار او د ولايتونو دمنتخبوکلپونو د ورزشکارانو ترمنځ ترسره شوې د سرې مياشتې ټيم لومړى مقام ديونايتد بانک ټيم  دويم او دهرات منتخب ټيم دريم مقامونه وګټل.
ددغو سياليو په پاى کې اتلسو غوره څيرو دهيواد د هندبال دملي ټيم غړيتوب ترلاسه کړ.

دمشق \ نړيوالي خبري  منابع\  باختر د وږې دمياشتې ٢٠
دسوريي دبهرنيو چارو  وزير وليد معلم دلبنان دالميادين له تلويزيوني شبکې سره په خبرو کې اعلام کړې دى چې د دغه هيواد دولت چمتو دى  په خپلو کيمياوي وسلو نړيواله  څارنه ومنى.
ده  پرون وويل ،  چې سوريه دخپلو کيمياوي وسلو دساتلو سيمې دملګروملتو دسازمان ، روسيې  او نورو هيوادونو ته وښيې .
ده دغه راز زياته    کړه چې دمشق چمتو دى دکمياوي وسلو داستفادې  دبندولو له تړون سره يوځاى شي . دا دمسکو وړانديز ته د سوريې نوى  غبرګون دى .
دا په داسې حال کې ده چې له دې څخه څوشيبې مخکې دامريکا دبهرنيو چارو  وزير جان کري ويلى و چې دمشق دې بايد دامريکا دبريد دمخنيوي لپاره تر راتلوونکې اوونۍ پورې خپلې ټولې کيمياوي وسلې د نړيوالې ټولنې په واک کې ورکړې.

کابل – باختر د وږې دمياشتې ٢٠
دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس حامد کرزي د هيواد د فوټبال دملي ټيم ګولکيپرته  شل زره  ډالره انعام ورکړ.
دجمهور رييس شل زره ډالره  انعام نن دهيواد دملي ټيم ګولکيپر منصور ققيريار ته ورکړ  شو.
باختر آژانس د ماليې وزارت دمطبوعاتي دفتر له خولې خبر راکړ :
دماليې وزير ډاکتر عمرزاخيلوال ، دپوهنې وزير فاروق  وردک ،د کليو دبيا جوړولو او پراختيا وزير ويس برمک د هيواد دملي ټيم د لوبغاړو د هڅونې په مقصد دنيپال پايتخت کتمندو ته ورسيدل .  هغوي دملي ټيم له لوبغاړو سره چې نن مازيګر دآسيا دجنوب دسياليو په پاى لوبه کې دهند له ملي ټيم سره  سيالۍ کوي  وکتل او دجمهور رييس انعام يي هغه ورکړ .
د هيواد دملي ټيم ګولکيپر منصور فقيريار دنيپال له  ټيم سره  په لوبه کې  پنالتي او څو نورو توپونه  وګرځول  او ددغو سياليو پاى لوبې ته يې دهيواد دملي ټيم صعودقطعى کړ . سره له دې چې د ورزش دبرخې کارپوهانو د دغې لوبې  داور ملامت کړ او طرحه يې کړه چې اصلا پنالتي نه  وترسره شوى .
په هرصورت دهيواد دفوټبال دملي ټيم ګولکيپردهيواد دملي ټيم له دروازې څخه په بى سارې دفاع سره په خپله دجمهور رييس له خوا وستايل شو.

واشنګتن \ نړيوالي خبري منابع\  باختر د وږې دمياشتې ٢٠
دامريکا جمهور رييس بارک اوباما د خپل هيواد خلکوته په خطاب کې وويل ، چې دکانګرس له مشرانو څخه يې غوښي دي چې  په سوريې دبريد لپاره رايه  اخستنه وځنډوي  چې امريکا  او دملګرو ملتو سازمان په دې باب دروسيې دديپلوماتيک  حل  لاره وڅيړي.
په همدې حال  کې ده ټينګار وکړ که  چيرې دحل ديپلوماتيکه  لاره نتيجې ته  ونه رسيږي امريکا په پوځي اقدام لاس پورې کوي.
د امريکا جمهور رييس په يوې  ټلويزيوني وينا کې چې له سپينې ماڼۍ څخه خپريده وويل :  اوس ډير  ژر دى چې د سوريې دکيمياوي دبي وسلې کولو لپاره د روسيې دپيشنهاد داغيزې په باب قضاوت شي.
اوباما وويل ،  چې د امريکا دبهرنيو چارو وزير جان کري له خپل روسيي سيال سره دخبرو لپاره سبا  ژينو ته ځى او په خپله به  هم د روسيې له جمهور رييس ولاديمر پوتين سره خپلو خبروته دوام  ورکوي.
ده  وويل   ، دخپلو نړيوالو متحدينو ملاتړ ته هيله لري او لارښوونه يې کړې ده چې دامريکا ځواکونه دې په سوريې د بريد لپاره چمتو پاتې شي چې دبشار الاسد حلکومت تر فشار لاندې وساتي.
ده په همدې حال کې  وويل :  موږ نه غواړو يو ديکتاتور ساقط کړو او ټاکل شوې نه ده  چې سوريه دعراق ،ليبيا اويا کاسوو په شان شي.
بارک اوباما وويل يو محدود بريد هم اغيزمن دي او ددې سبب کيږي .
هرديکتاتور چې مخکې له دې چې د ډله ييزې وژنې له وسلو څخه استفاده کوي ، پايلوته يي فکر وکړي.

کابل\باختر\دوږي  دمياشتې ٢٠ مه:
دکابل دشهزاده سراى دصرافانو درييس  دمعلوماتو له مخې :
نن له غرمې  مخکې دبهرنيو پيسو په مقا بل کې دافغا نۍ ارزښت په دې ډول دى:
يوامريکايي ډالر پيرودل په     56/75  افغانيو پلورل په   56/80افغانيو
يوانګليسى پونډ پيرودل په  88/30افغانيو پلورل په   88/40افغانيو
يوه يورو  پيرودل په    00 75/ افغانيو پلورل په   75 /10  افغانيو
يوسعودي ريال پيرودل په  05 15/پلورل  15/10 افغانيو
داماراتو يو درهم پيرودل په 40/ 15 افغانيو پلورپه 45 / 15 افغانيو
زرپاکستاني کلداري پيرودل په  541افغانيو پلورل په  542 افغانيو
زرهندي کلدارى پيرودل په 870 افغانيو پلورل په 880 افغانيو
اوزر ايراني تو مان پيرودل په 17/50  افغانيو پلورل په   17/60 افغانيو.

اسلام آباد\ جيونيوز\ باختر د وږې دمياشتې ٢٠
يو پلار پرون دپاکستان په پنجاب ايالت کې خپله کوچنۍ لور سيند ته وغورځوله.
ده  دخپلې دويمې لور له زيږيدو وروسته خپله لومړى لور چې شيدې خوره  وه  په سيند کې وغورځوله.
باختر آژانس دپاکستان د جيو دتلويزيون له خولې خبر راکړ مجرم عمر  نوميږي     او دريکشا چلوونکې دى او دخپلې ميرمنې د شکايت له مخې د پوليسو له خوا نيول شوى دى .
دمجرم سړي ميرمنې ويلي دي چې ميړه يې هغوي د تفريح  په پلمه دسيند ځنډې ته راوړل  او وروسته يې خپله لور زينب سيند ته وغورځوله .
دماشومانو مور پوليسو ته ويلي دي چې ميړه يي تل هغې ته پيغور ورکاوه او
ويلي  يې چې له نجونو څخه کرکه لري.  دا له دولت څخه غواړي چې  ميړه ته
يي سزا ورکړې .

کابل \ باختر د وږې دمياشتې ٢٠
دکابل ولايت دامنيې قوماندانۍ موظفينو دموسهي  په ولسوالۍ کې د يوې ترورستي  پيښې مخه  ونيوله.
دکابل ولايت دامنيې قوماندانۍ  ويندوى  عبادالله کريمي باختر آژانس ته وويل : دکابل ولايت دپوليسو موظفينو يو هاوان  چې د ريموت کنترول په واسطه عيار   اودموسهي ولسوالۍ په مربوطاتو کې دترورستي عملونو دترسره کولو په مقصد ځاى پرځاى شوى و کشف او شنډ کړى شو .
ديوبل خبرله مخې :   دکابل پوليسو دڅرخي  پله  په ساحه  کې دوه څلويښت کيلو ګرامه امونيم نايتريت له يوې اندازې چاوديدونکو  توکو سره چې ديومازدا  ډوله موټر کې  په  واسطه  له جلال آباد څخه  کابل ليږدول کيدل  ، ترلاسه کړل.
دپيښې په اړوند يو تن نيول شوى دى .

- کابل  \ باختر د وږې دمياشتې ٢٠
دشهيد د اوونۍ په  وياړ د بايسکل ځغلولو سيالۍ نن له کابل  څخه  پيل  او تر پنجشير ولايت  پورې دوام  مومي.
داولمپيک دملي کميټې دبايسکل ځغلولو فدراسيون رييس محمد صادق صادقي د باختر آژانس خبريال ته وويل : 
په دې سياليو کې نهه تنه  ورزشکاران  له کابل او دوه  تنه ورزشکاران د بغلان له ولايت څخه ګډون لري چې د يو سلو پنځوسو کيلومترو په  واټن دخيرخانې له غاښي  څخه پيل  او دملي اتل شهيد احمد شاه مسعود تر آرامګا پورې سيالي کوي.

کابل_باختر د وږي د مياشتې ١٩ مه:
د افغانستان جمهوررئیس حامدکرزي، نن مازیګر د پاکستان د اسلامي جمهوریت د سنا مجلس له پلاوي سره چې د سناتور مشاهد حسین سید په مشرۍ کابل ته راغلی دی وکتل.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ:
په دغه کتنه کې چې په ارګ کې ترسره شوه، حامدکرزي د پاکستان د سنا مجلس پلاوي ته چې په ترکیب کې یې د دغه هېواد د پینځو سیاسي ګوندونو استازي شامل دي، ښه راغلاست و وایه.
د هېواد جمهوررئیس له دغه پلاوي سره په کتنه کې افغانستان او پاکستان دوه وروڼه هېوادونه وبلل، وې ویل د دغو دواړو وروڼو هېوادونو خلک له ګډو امنیتي ګواښونو سره مخامخ دي او د تروریزم او افراطیت له اړخه یې ستر انساني او مالي زیانونه لیدلي دي چې د دغو ګواښونو د له منځه وړلو لپاره باید دواړه هېوادونه په ګډه کوټلي ګامونه پورته کړي.
د پاکستان د سنا مجلس پلاوي کابل ته د خپل سفر او په افغانستان کې له شویو پرمختګونو څخه خوښي څرګنده کړله، وې ویل چې په تېرو دولسو کلونو کې د افغانستان د خلکو د ژوندانه په بېلابېلو برخوکې ستر بدلونونه رامنځته شوي  دي.
پاکستاني پلاوي په دې کتنه کې له افغان چارواکو سره د خپلو نننیو لیدنو کتنو په باب حامدکرزي معلومات ورکړل.
همدا راز په دې کتنه کې دواړو لورو د دواړو هېوادونو ترمنځ په بېلابېلو برخو، په ځانګړي ډول د پارلمانونو ترمنځ د اړیکو پر پراختیا باندې ټینګار وکړ.
د یادولو وړ ده چې د پاکستان د سنا مجلس  پلاوي به په افغانستان کې خپل سفر ته د دوو نورو ورځو لپاره  دوام ورکړي.#

کابل باختر دوږي  نولسمه :
يوسلو  يو ويشت تنه بنديان دبګرام له جيل څخه آزاد شول .
دباخترآژانس دخبر له مخې: دغه کسان د محکمو له حکم سره سم، د موظف هيئت له  خوا د دوى د نسبتې دوسيو له څيړنې وروسته له بند څخه آزادشول.
ددغو بنديانو دخلاصون په مراسموکې لومړى د شهيد د اوونۍ او د هيواد د ملي اتل شهيداحمدشاه مسعود د شهادت د دولسم تلين په درناوي د قرآن عظيم الشان ختموشو او وروسته د نظامي پوليسو د فرقې قوماندان جنرال صفي الله صفي  د شهيد د مقام او د جهاد او مقاومت په دوران کې  د افغانستان دخلکو د روا مبارزې په باب خبرې وکړې .
دغه راز په دغو مراسموکې د نظامي پوليسو لوى قوماندان تورن جنرال غلام فاروق  او د بنديانو د دوسيو دڅيړنې د کميټې استازى له هغوى څخه وغوښتل چې له جيل څخه له خلاصون وروسته سوله ييز  ژوند غوره کړي او د هيواد په آبادۍ کې دې  ونډه واخلي .