26 May 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د کرونا په اړه بې پروا چلند ستر ناورین رامنځ ته کولای شي

د کرونا په اړه بې پروا چلند ستر ناورین رامنځ ته کولای شي

کابل / د غبرګولي ۶ مه / باختر د کروناویروس خپرېدا...

د ملي امنيت شورا سلاکار پکتيا ته سفر وکړ

د ملي امنيت شورا سلاکار پکتيا ته سفر وکړ

- کابل / د غبرګولي ٦ مه / باختر د ملي...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کابل باختردزمري دمياشتې ٢١ :
دکابل دشهزاده سراى دصرافانو د رييس  دمعلوماتو له مخې، نن له غرمې مخکې دبهرنيو پيسو په مقا بل کې د افغانۍ ارزښت په دې ډول دى:
يوامريکايي ډالر پيرودل په 15 56/  افغانيو پلورل په 20 56/افغانيو
يوانګليسي پونډ پيرودل په 80  85 /افغانيو پلورل په  85 /90افغانيو
يوه يورو پيرودل په 80 73/ افغانيو پلورل په   73 /90  افغانيو
يوسعودي ريال پيرودل په  80 14/پلورل 14/90 افغانيو
داماراتو يو درهم پيرودل په 10/ 15 افغانيو پلورپه 15 / 15 افغانيو
زرپاکستاني کلدارې پيرودل په  546افغانيو پلورل په 547  افغانيو
زرهندي کلدارې پيرودل په 960 افغانيو پلورل په 980 افغانيو
زر ايراني تومان پيرودل په 14/60  افغانيو پلورل په  14/70 افغانيو.

کابل باختردزمري دمياشتې ٢١
دغزني ولايت دسولې د شورا رييس او د دغه ولايت د ده يک ولسوال  پرون د هندوستان په يوه روغتون کې وفات شو .
د غزني ولايت دسولې د شورا رييس فضل احمد ټولواک دوه اوونۍ مخکې ددغه ولايت په ده يک ولسوالۍ کې په سړک کې دښخ کړى شوي ماين دچاودنې له امله ټپي او دعلاج او درملنې لپاره  هندوستان ته استول شوى و.
له غزني ښار څخه دباختر آژانس دخبريال دخبرله مخې ، په دې پيښه کې دغزني دسولې دشورا غړى شيرخان  يوسفزي او  دوه تنه نور همکاران يې  شهيدان شول خو  فضل احمد ټولواک ټپي  شو او ټپونو د ژورتيا  له امله  وفات شو .
ټولواک سربيره پردې چې دغزني دسولې د شورا رييس و  د دغه ولايت د ده يک ولسوال په توګه يې هم دنده ترسره کوله.

کراچي- باختردزمري دمياشتې ٢١
څه ناڅه نه تنه پرون دپاکستان دکراچي ښار دمحمود آباد په ناحيه کې په زهرو دککړو شرابو دکارولو له امله  ووژل شول.
د باختر آژانس دخبرله مخې :  څو تنه په زهرو دککړو شرابو له کارولو وروسته دپاکستان دکراچي ښار دجناح روغتون ته وليږدول شول چې نهه تنه يي مړه  شول او دڅوتنو نورو روغتياي حالت خراب بلل شوى دى .
پوليسو په  زهرو دککړو شرابو د دوو تنو  پلورونکو د نيولو خبر ورکړى  دى .

قاهره\ بي بي سي\ باختردزمري دمياشتې ٢١
د مصر د آزادى او عدالت ګوند د اخوان المسلمين سياسي څانګې ، د مصر په سياسي شخړه کې د منځګړيتوب لپاره شيخ الازهراحمد طيب په هلوځلو انتقاد کړى دى .
د دغه ګوند يوه ويندوى محمد سودان ويلي دي چې دوى دشيخ الازهر ييطرفي نه مني او په ده  يې د مصر د ګوښه کړاى شوي جمهور رييس محمد مرسي پرخلاف توطيه کې د لاس لرلو له او کودتا سره دملاتړ تور لګولى دى .
دغه ويندوي وويل :  کله چې د اخوان المسلمين مشران او محمد مرسي په جيل کې شپې سبا کوې او ديو شمير نور هم ترڅارنې لاندې دي د خبرو په باب غږيدل غير منطقي دي .
ده  دغه راز  وويل ، چې د مرسي د ملاتړ مظاهرې به دوام ولري  او دوې خپل هدف د رسيدو لپاره قرباني ته حاضر دي .
پرون  دمسلمانانو يوه جګپوړې روحاني احمدطيب ته نږدې خبرځايونو اعلام وکړ چې دى غواړى په روانه اوونۍ کې د بيلابيلو جرياناتو د سترو څيرو په بلنه دمصر د سياسي تاوتريخوالي دپاى ته رسولو لپاره منځګړيتوب وکړي.
په همدې حال کې دمصر پوليسو ته نږدې خبرځايونو اعلام کړى دى ،  چې امنيتي ځواکونه به سرله نن ورځې دمحمد مرسي دملاتړو غونډو په کلابندي او ښايي له هغوې سره په نښتې لاس پورې کړى .
دمحمد مرسي پرخلاف له کودتاه او دهغه له ګوښه کيدو څخه څه دپاسه يوې مياشتې په تيرويدو سره دده دملاتړو اعتراضونه هماغه شان دوام لري او په دې بهير کې په سلګونو تنه اعتراض کوونکي وژل شوي دي .
هغه بيلابيلې هلې ځلې چې د دواړو لورو ترمنځ دمنځګړيتوب لپاره ترسره شوي دي ، تراوسه پورې بې نتيجې پاتي دي .

تل ابيب- نړيوالې خبري منابع \دزمري دمياشتې ٢١
د اسرائيلو دولت له فلسطينيانو سره دسولې د خبرو په  چوکات کې او په لومړي پړاوکې په يو اوږد بهير کې دشپږويشتو تنو فلسطيني بنديانو له آزادولو سره موافقه کړې ده .
داسرائيلو د صدارت د دفتر د وينا له مخې :  څوارلس تنه دغه بنديان د غزې ښار او دولس  تنه نور يې د اردن دسيند دلويديځ ساحل اوسيدونکي دي په اسرائيلوکې د سلګونوتنو فلسطيني بنديانود آزادولو لپاره دبنيامين نيتانياهو دښي لاسي حکومت پروګرام له جنجال ډګ دى .
ويل کيږي چې امريکادسولې په بهير کې دفلسطينيانو دباورجلبولولپاره ديو شمير دغو بنديانو ټينګار کوي خو په خپله په اسراييلو کې دځينو هغو کسانو کورنۍ چې دفلسطيني ډلو په بريدونو کې وژل شوي دي د تيرو  اوونيو په بهير کې د اسرائيلو دحکومت په تصميم باندې سخت اعتراض کړى دى .
د بنديانو د آزادولو تصميم پرون داسرائيلو د دفاع د وزير موشه يعلون په مشرۍ ديو جګپوړې هيت په غونډه کې ونيول شو.
داسراييلو دعدليې وزيره ميرمن ژيپي ليوني چې دسولې دخبرو په بهير کې داسراييلو جګپوړې مرکچي ده هم په دغه هيت کې غړيتوب لري.
دغه تصميم په بيت المقدس کې داسرائيلي او فلسطيني مرکچيانو له کتنې څخه درې ورځې مخکې ترسره کيږي .
د دوي تيره کتنه  نږدې دوه اوونۍ مخکې دامريکا په پايتخت واشنګټن کې شوې وه.

کابل باخترد زمري دمياشتې ٢١ :
دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس حامدکرزي پرون دپاکستان له جمهور رييس آصف علي زرداري سره د يوې تيلفوني اړيکې په ترڅ کې دنيکمرغه کوچني اختر له امله  ده او د دغه هيواد خلکو ته مبارکي وويله.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ :
په دغو تيلفوني خبروکې دپاکستان جمهور رييس له دې امله چې د هيواد  دجمهور رييس دنيکمرغه کوچنۍ اختر له امله ده ته مبارکي وويله ، مننه وکړه او هغه هم د نيکمرغه کوچنې اخترله امله حامد کرزي او دافغانستان ملت ته مبارکي وويله.

کابل \باختردزمري دمياشتې ٢١ :
د افغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس حامدکرزى د کابل ولايت  دپغمان او شکردرې  په  ولسواليو کې د وروستيو سيلاونو د راوتلو له  امله  د سردزيان او مالي تاوانونو په خاطر سخت خواشينى شو  او له پيښو سره دمبارزې ادراې او نورو  اړوندو ادارو ته يې لارښوونه وکړه چې زيانمنوشويو کسانو ته دې  بيړنۍ مرستې ورسوي .
د جمهوري  رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ :
د رارسيدلو خبرونو له  مخې  :  د هغو سختو اورښتو له امله چي د کابل  ولايت دپغمان اوشکردرې په ولسواليو کې د سيلاونو د راوتلو سبب شول زموږ څه ناڅه       ٢٢تنه هيوادوال شهيدان  او د کرنې ځمکې هم  ويجاړې شوي دي.
د افغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس دخپلې ژورې خواشينۍ اوډاډ ګيرنې مراتب دقربانيانو کورنيو ته څرګندوي او دلوى  خداى (ج)  له دربارڅخه هغوي ته دجميل صبرهيله کوي.
حامدکرزي له  پيښو سره د مبارزې  رياست او نورو اړوندو مسوولينو ته لارښوونه وکړه چې له  زيانمنو شويو کسانوسره دې  بيړنۍ مرستې  وکړي .

کابل_باختر د زمري دمياشتې ٢٠ مه:
د افغانستان جمهوررئیس حامدکرزي د اروزګان په ولایت کې هغه ماین ایښودنې په کلکه وغندلې چې له امله یې یو شمېر ولسي وګړي شهيدان شول او یو شمېر نور ټپیان شول.
په هغې اعلاميه کې چې په دې اړوند د جمهور رييس د ويندوى د دفتر له لارې باخترآژانس ته رسيدلې ده؛ ويل شوي دي:
د اروزګان د چارواکو د معلوماتو له مخې، نن سهار د دغه  ولایت د چارچینو ولسوالۍ د سراب په سیمه کې د ولسي وګړو یو موټرسایکل په سړک کې پر ښخ کړای شوۍ ماین وخوت چې له امله یې دوه ماشومان او د هغوی پلار و وژل شول او یو بل ماشوم ټپي شو.
همدا راز د شنبې په ورځ په همدې سیمه کې د ماین په دریو چاودنو کې د دوو ماشومانو په ګډون څه نا څه څلور ملکي وګړي شهيدان شوي او درې نور ټپیان شوي دي.
حامدکرزي دغه ماین ایښودنې په کلکه وغندلې، وې ویل: د اختر د خوښیو د لمانځلو په ورځوکې چې د مسلمانانو لپاره ځانګړی دیني ارزښت لري، طالبانو د ماینونو د ښخولو د غیر اسلامي او غیر انساني عملونو په ترسره کولو سره یو ځل بیا دا ثابته کړه چې دوی د افغانستان د مسلمانوخلکوخوښي نه شي لیدلی او تل هڅه کوي چې د هغوی د خوښیو مراسم په غم بدل کړي.
د هېواد جمهوررئیس د دغو بمي چاودنو د شهیدانو کورنیو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب وړاندې کوي او ټپیانو ته د لوی خدای له دربار څخه د سملاسي روغتیا هیله کوي.#

کابل_  باختر دزمري شلمه :
افغانستان  له هماغو لومړيو وختو څخه  په افغانستان کې  له طالبانو سره دسولې دخبرو د دفتر د جوړولو غوښتنه کوله او کوي يې.
دباخترآژانس خبريال ليکي: د افغانستان حکومت په څو ملحوظاتو غوښتل او غواړي چې دافغانستان په دننه کې د سولې د خبرو دبهير دګړندي کولو په خاطر  دطالبانو دنمايندګۍ دفتر جوړ شي .
  که چيرې دغه دفتر په افغانستان کې جوړ شوى واى؛ طالبانو کولى شول په مستقيم ډول دافغانستان د سولې له عالي شورا او حکومت سره په نږدې اړيکو کې دبهرنيو هيوادونو له فشارونو پرته د سولې په باب موافقې ته ورسيږي .  خو داسې ونه شول او طالبانو د پرديو په ملاتړ دغه دفتر په قطرکې جوړکړ نن ورځ  هغو کسانو چې دغه دفتر جوړ کړى و، وټاړه .
دبهرنيو چارو وزارت ويندوى جانان موسي زي نن په يوه خبري غونډه کې له دغې موضوع سره اړيکې ونيولې او ويې ويل: (( دافغانستان دولت چمتو دى چې په افغانستان کې دطالبانو دمصوونيت د تامينولو په خاطر د هغوى استازو ته ټول امنيتي ضمانتونه وړاندې کړي چې هغوى راشي او له  علاقمندي سره سم دهيواد په هرځاى کې چې وغواړي دفتر جوړکړي . ))
ده دغه راز وويل چې دافغانستان دولت دسيمې په هيوادونو او په تيره بيا دترکيې  او دسعودي عربستان په هيوادونوکې دطالبانو ددفتر جوړول غواړي.
اوس په طالبانو پورې اړه لري چې څه ډول فکر کوي او څه ډول د پرديو د ذهني او فکري اسارتونوکړۍ لرې کوي او د افغانستان دملت غږ ته چې سوله غواړي ، ځواب ورکړي . 
په افغانستان کې د جګړې دوام ددغه هيواد دملت له تباهۍ او ورانۍ پرته بل پيغام نه لري او هغه کسان چې افغانان دي اوځان په دغه هيواد پورې اړوند بولي؛ بايد په دې پوه شي او د خلکو د دښمنانو وسيله  نه شي، سولې ته دې مخه وکړي او هيواد اوخلک يې دجګړې او ورور وژنې له مصيبت څخه چې حاصل يې يواځې د دښمن په ژرنده د اوبو زياتول دى؛  لاس واخلي.

کابل_  باختر دزمري شلمه :
دغزني ولايت په اندړو ولسواليوکې دملي اردو د منسوبينو په عملياتو کې څلور تنه وسله وال مخالفين ووژل شول او هم د هرات ولايت په اوبې ولسوالۍ کې يو وسله وال مخالف وژل شوي دي .
  دباخترآژانس دخبر له مخې: درې تنه نور وسله وال مخالفين د قندهار ولايت  د پنجوايي ولسوالۍ په مربوطاتوکې په واټ کې د ماين ښخولو په وخت کې ووژل شول او دوه تنه نور يې ټپيان شول .
  دغه راز دوه تنه وسله وال مخالفين دهلمند ولايت په ګرشک ولسوالۍ کې هغه وخت ووژل شول چې غوښتل يې ماين ښخ کړي چې ماين وچاوديد او دوى يې  ووژل .