23 January 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

دغور ځوانانودحکومت دژمنې  دعملي کېدو غوښتنه وکړه .

دغور ځوانانودحکومت دژمنې دعملي کېدو غوښتنه وکړه .

کابل // دسلواغي ٣مه / باختر : دغور ځوانانو په...

دملي ټيم لوبغاړى آدم نجم  دپولند له ليک سره  يوځاى شو .

دملي ټيم لوبغاړى آدم نجم دپولند له ليک سره يوځاى شو .

کابل // دسلواغي ٣مه / باختر : دافغانستان دفوټبال دملي...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کابل باختر د ثور لومړي :
دباميانو د ولايتي رو غتون د جوړولوکارنن پيل شو.
داقاخان دپرمختيايي شبکې د رو غتيا د برخې رئيس ډاکترهايس باخترا ژانس ته وويل چې دغه رو غتون په د غه ولايت کې لومړنۍ رو غتيايي مرکز دى
يوه اړونده خبر ځاى وويل دغه روغتون د کاناډا دنړيوالې پرا ختيايي مرکز په مالى لګښت د اقا خان مو سسې درو غتيا يي خد متونو د برخې په همکاري جوړيږي.
داقاخان د پرمختيا يي شبکې دروغتياد برخې رئيس وويل چې دباميانو دپخواني ولايتي رو غتون ظرفيت له ١٣٨٣ کال را په ديخوا له يو شميرمسولو مرکزو نوسره په همکاري کې لوړ شوي دي
دده دڅرګند ونو له مخې ، دباميانو په ولايتي روغتون کې ١٥ بسترو ترخيمې لاندې فعاليت درلود چې له ١٣٨٣ کال را په ديخوا ظرفيت يې سلو بسترو ته لوړ شوى دى.
دده دڅرګند ونو له مخې، دغه روغتون به د ماشوم او مور دڅارنې ، عاجلې څارنې ،داخله خدمتو نو اود جراحي د خدمتونو اود غاښونو په برخه کې فعاليت و کړي
ددغه روغتون دبنسټ دډبرې دايښودلو په مراسمو کې دعامې روغتيا وزارت مسلکي معين ډاکتر احمدجان نعيم ،دباميانو والۍ ډاکترې حبيبې سرابي ،دولسي جرګې غړو عبدالرحمن شهيداني او صفورا ايلخاني ، په کابل کې د کاناډاسفير اود اقاخان دپرمختيا يي شبکې ديپلو ماتيک استا زي برخه لرله.

اسلام ا باد  باختر د ثور لومړي :
دپاکستان د بلو چستان ايالت په تربت سيمه کې ديو سياسي ګوند په يوه غونډه کې نن يوه کوچني چاودنه وشوه چې دتر لاسه شوي خبر له مخې ډزې هم پکې وشوې
دغه چاودنه هغه وخت وشوه چې دډاکتر عبدالملک بلوڅ دملي ګوند غونډې ددغه ګوند درئيس په مشري دوام درلود .
په دې چاودنه کې دسر زيان نه دى او ښتى او دګوند رئيس اود هغه نورو مشرانو ته زيان نه دى او ښتى.

کابل باختر د ثور لومړي :
په تخار ولايت کې ددوه سوه بستريزروغتون د جوړولو کارنن پيل شو .
دتخار ولايت د عامې روغتيا رئيس ډاکترحفيظ الله صافى باختراژانس ته وويل دغه روغتون دالمان ددولت په مالي مرسته دنهومليونو امريکايي ډالرو په لګښت په پنځو بلا کو نو کې د١٣٩٣ کال ترپاى پورې جوړيږي.
دالمان ددولت په مرسته ديو ديرشو مليونو يوروپه ټول لګښت دتخار ولايت په کچه شپږ نور روغتونونه اوکلينيکو نه جوړشوي دي.
صافى زياته کړه، په دوه سوه بستريز روغتون کې چې نوى جوړيږي دفزيو تراپي ،عاجلې ،اکسرې ، لا براتوار د عمليا تو ، جدي څارنې اونورې برخې په پام کې نيول شوي دي .
ډاکترصافى دغه روغتون دالمان اوافغا نستان د همکاري په پراختيا کې دډيرې ښې پروژې په تو ګه وباله.

کابل باختر د ثور لومړي :
په ننګرهار کې پراخ وګړني اعتراضونه خپلې دويمې ورځې ته ورسيدل  خو ددغه ولايت والى دځان پرخلاف  دمظاهره کوونکو تورونه  بې بنسټه وبلل .
  دباختراژانس دخبريال دخبر له مخې ،  دشنبې  دورځې له سهار څخه ددغه ختيځ ولايت  په زرګونو تنو اوسيدونکو دپراخو مظاهرو په کولو سره ددغه ولايت په والي  دځمکې او دعامه شتمنيو دغضب تور ولګاوه  او دده دګوښه کيدو غوښتنه يې وکړه .
  په رارسيدلو خبرونوکې ويل شوي دي چې مظاهره کوونکودننګرهار ولايت دمرکز جلال اباد ښار ددروازو په تړلو سره  چې دتورخم په ګډون  لويه لاره له دغه ښار څخه تيريږي ،  دولت ته خبر داري ورکړ چې ددغه ولايت دوالي دکار ددوام په صورت کې به  خپلو مظاهرو ته  هماغه شان  دوام ورکړي .
  په همدې حال کې دننګرهار والي ګل اغا شيرزي دځان پرخلاف لګول شوي تورونه  بې بنسټه وبلل  او ويې ويل  چې دغه مظاهرې دهغو کسانوله خوا پيل شوي دي  چې ددغه ختيځ ولايت  دبيا جوړولوپه بهير کې خنډونه پيداکوي
يوه اړونده خبرځاى وويل چې دننګرهار دوالي پرخلاف  وګړنيو مظاهرو کې  دحاجي عبدالظاهر قدير په ګډون دپارلمان  ځينې استازي برخه لري .
دمظاهره کوونکو يو تور دننګرهار ولايت  په بيا جوړولو کې  دګل اغا شيرزي کم کار دى .  خودى وايي  که چيرې ددغه ختيځ ولايت  دپرمختيا لپاره يې  کوم کار کړى دى اوکه څنګه ، قضاوت  دخلکوپه لاس کې دى .
دننګرهار دوالي په ملاتړ ديوې غونډې برخه والو دپريکړه ليک په صادرولو سره  دګل اغا شيرزي  له کړو وړو سره  خپل ملاتړ څرګند کړ .
دوى مظاهرې دخلکوقانوني حق وباله خو د ټولنيز نظم ګډوډول اودلاروتړل يې جرم وباله .
په همدې حال کې دننګرهار له ولايت څخه  په رارسيدلوخبرونوکې  ويل شوي دي  چې  دامنيتي ځواکونوپه لاسوهنې سره ، مظاهره کوونکو  دجلال اباد ښار دروازې  دترافيکو پرمخ بيا پرانستي دي .
  داپه داسې حال کې دى چې ددغو دروازو په تړل کيدو سره  دتورخم دلويې  لارې په ګډون  په ځينو لويو لاروکې  دتګ راتګ بهير ځنډيدلى و .

کابل باختر د ثور لومړي :
دهند د ماليې وزير وايي چې هيواد يې په افغانستان کې غير پوځي ګټې لري او ددغو ګټو دپراختيا په لټه کې دي.
دباختراژانس دخبر له مخې، دهند د ماليې وزير دخپل هيواد يوې تلويزيوني شبکې ته ويلي دي چې په افغانستان کې د هند دشتون له امله دپا کستان انديښنې خيالي انديښنې دي موږ په افغانستان کې غير پوځي ګټې لرو اوموږ ددغه هيواد په بيا جوړولوکې په سلګونو مليونه ډالره لګولي دي زموږ ټولې مرستې په ملکي برخه کې دي زموږ دولت افغا نستان ته دملي شورا تاسيسات جوړکړى دى ، لويې لارې يې جوړې کړي اوظرفيتونه مو پيا وړي کړي سره له دې چې موږ له افغا نستان سره ګډه پو له نه لرو خو له دغه هيواد سره مينه لرو اودغه علاقمندي د هند او افغانستان ترمنځ د تاريخي اړيکو زيږنده ده .
ده زيا ته کړه چې موږ په افغا نستان کې يو عسکر هم نه لرو دا په داسې حال کې ده چې د هند دولت په ټولو برخو کې له افغانستان سره مرسته کوي، دپوهنې ،لوړو زده کړو اودکارکوونکو دظرفيت دلوړولو په برخه کې زموږ هيوادستر رول لوبو لى دى.
دهند دماليې د وزير څرګندونې په داسې حال کې کيږي چې پا کستان په وار وار په افغا نستان کې د هند دشتون له ا مله انديښنه څرګنده کړې ده اودا کار يې د ځان په وړاندې سيالۍ بللې ده په داسې حال کې چې هم افغان مقاماتو اوهم هندي مقاماتو ويلي دي چې افغانستان ددغه شان سياليو ځاى نه دى بلکې دواړه هيوادونه دخپلوملي ګټو اود تاريخي اړيکو په باب حسا ب کوي.
پخوا يو پيژندل شوي پاکستاني سياستوال اسفنديار ولي خان په افغانستان کې دهنددفعال شتون په وړاندې دپاکستان انديښنې بيځايه بللي دي او ويلي يې دي چې ښه به وي پا کستان دمنفي سيالۍ پرځاى په افغا نستان کې د هند له ښو کړنو څخه الهام واخلي او ده له پا کستا ني مقاماتو څخه غوښتې دي چې د انديښنو پرځاى دې د افغا نستان د بيا جوړولو اود اقتصادي ودې په کار کې ونډه واخلى .

کابل باختر د ثور لومړي :
دايران دولت په فرهنګي ،علمي او تجارتي برخو کې د افغا نستان له دولت سره همکاري کوي
دباختراژانس دخبر له مخې، دغه ټکۍ په کابل کې د ايران سفير ابوالفضل ظهروندي په هغه سفرکې چې قند هار ته يې وکړ ددغه ولايت له والي توريالى ويسا سره په کتنه کې څرګند کړ او وي ويل د ايران دولت ژمن دى چې په علمي ،فرهنګي اوتجارتي برخو کې له افغا نانو سره همکاري و کړي.
دايران سفير قند هار ته په سفرکې په داسې حال کې چې  دايران قنسل حميد     هم ورسره ملګرتيا کوله دقندهاروالي ته وويل چې ايران او افغانستان له زياتې مودې راپه ديخوا دښو ګاونډيانو په توګه ديو بل ترڅنګ پاتې شوي دي او ګډ فرهنګ اودين لري.
په دې کتنه کې دايران سفير دقند هارولايت ته دخپل سفر هدف دايران دچاه بهار دتجارتي بندر دفعالولوپه اړوند له افغان مقاماتو سره خبرې و بللې او وي ويل چې ددغه بندر په فعالولو سره ايران دتجارتي مالونو په راکړه ورکړه کې له افغانستان سره همکاري کوي اودغه اقدام به ددواړو هيوادونو ترمنځ دتجارتي اړيکو په پراختياکې يو ارزښتناک ګام وي.
دايران سفيروويل: دچاه بهار بندر په بيا جوړولو سره ايران دمنځني اسيا له هيوادونو سره يوځاى کيږي او دا کار د افغانستان  په اقتصادي وده او داړتيا وړ مالونو په پوره کولو کې ارزشتناک دي .
په دې کتنه کې دقندهاروالي ډاکترتورالى ويسا په فرهنګي ،علمي او تجارتي برخو کې د ايران همکاري داقتصادي پرمختګ په برخه کې ګټوره او ارزښتناکه وبلله او وي ويل، موږ غواړو چې ددواړو هيوادونو ترمنځ همکاري په خبرو نه بلکې په عمل کې تحقق ومومي اود حقيقي ګاونډيتو ب د همکاري په اصل باندې ولاړه وي .
دايران سفير دغه راز دايران او افغانستان دپو هنتونونو ترمنځ د علمي همکاريو په باب خبرې وکړې اوڅرګنده يې کړه چې دعلمي تجربو د تبادلې په مقصد د ايران يو پوهنتون د انترنټ په واسطه له قند هار پو هنتون سره پيوستون پيدا کوي
ده دغه را ز وويل، هغه شميرخلک چې په قند هارکې په تجارتي او اقتصادي برخو کې په کار بوخت دي بايد ايران ته سفر وکړي او ددواړو هيوادونو له سوداګرۍ څخه ګټه واخلي.
د ايران سفير په دې کتنه کې دايران ددولت له خوا په قندهارکې د کرنيزومحصولاتو ديونندارتون د جوړولويادونه هم وکړه .

کابل باختر د ثور لومړي :
يوې لويديځې څيړنيزې موسسې روان ميلادي کال په تيرو دريو مياشتو کې په افغانستان د وسله والو مخالفينو د بريدونو د زيا توالى خبرې کړي دي.
دباختراژانس دخبر له مخې : دسيفتى افيس څيړنيز مرکز چې د لويديځ يوتحقياتي مرکز دى د شنبې په ورځ يو رپوټ خپور کړ چې په تيرو دريو مياشتو کې دوسله والو مخالفينو بريدونه  زيات شوي دي اوددغه شان بريدونو هدف زياتره داردو اودپو ليسو ځوا کونه دي .
دغه مرکز څرګنده کړې ده چې د٢٠١٣ ميلادي کال د جنوري د مياشتې له لومړي نيټې څخه دمارچ ترمياشتې پورې وسله والو مخالفينو په افغا نستان کې دوه زره درې سوه يوديرش بريدونه ترسره کړي دي چې په سلو کې ٤٧ له هغو بريدونو څخه زيات دي چې د٢٠١٢ ميلادي کال په لومړيو دريو مياشتو کې ترسره شوي دي.
دغه موسسه چې داروپا داتحاديې اود سويس دپرا ختيا دمرکز اودناروي دبهرنيو چارو وزارت ملاتړورسره دى خبر داري ورکوي چې روان ميلادي کال به په افغانستان کې له تاوتريخوالى ډک کال وي .
دکورنيو چارو وزارت ويندوى صديق صديقى دسفتي افيس دڅيړنيزې مو سسې درپوټ په اړوند وايي هغه څه چې دغې موسسې ليکلى دي موږ ته د منلو وړ نه دى . هغه ارقام چې دغې موسسې وړاندې کړي دي دقيق نه دى اوموږ په دى نه پو هيږو هغه منابع چې دسفتي افيس موسسې ورباندې برلاسي پيداکړى دى کو مې دي په اوس وخت کې موږ ددغه رپوټ په څيړنې بوخت يو خودملي دفاع  وزارت ويندوى ددغه رپوټ له ځينو برخو سره موافقه لري .
جنرال محمدظاهرعظيمي د باختراژانس خبريال ته يوازې ديوې جملې په بيا نولو اکتا وکړه (موږ منو چې دوسله والو مخالفينو بريدونو زور اخيستى دى ) ده په دې باب له زيا تو څرګندونو څخه ډډه و کړه .
يوشميرسياسي کارپوهان دسفتي افيس څرګندونې دافغانستان پرخلاف دلويديځوکړيو دروا ني جګړې دوام بولى اودا به دزمانې په تيريدو سره ثابته شي چې بريدونه به زورواخلي او که څنګه .

کابل باختر د ثور لومړي :
دغزني ولايت په مربوطاتوکې تيره شپه دملي اردو دعسکرو اود وسله والو مخالفينو ترمنځ نښته کې پنځه تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
دملي دفاع وزارت د ويندوى مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ، جګړه هغه وخت ونښته چې د ملي اردو يوشمير افراد دغزني ولايت په واغز ولسوالۍ کې دامنيتي دندو د ترسره کولو په وخت کې له يوې ډلې وسله والو مخالفينو سره مخامخ شول چې د متقابلو ډزو له ا مله پنځه تنه وسله وال مخالفين ووژل شول اويو تن بل يې ټپي شو.
دجګړې په ساحه کې يوه اندازه مهمات او سپکې وسلې د ملي اردو دمنسو بينو لاس ته ورغلي دي او په دې پيشه کې د ملي اردو عسکرو ته زيان نه دى او شتى
ديو بل خبر له مخې، دوه تنه وسله وال مخالفين د قندهار ولايت دميوند ولسوالۍ په مربوطاتوکې دملي اردو دمنسوبينو دچاڼيزو عملياتو په بهير کې له يو کلاشينکوف ،يوې ايکم مخابرې او يو موټر سايکل سره ونيول شول.

Sunday, 21 April 2013 14:08

نوى ټاکنه .

کابل باختر د ثور لومړي :
  دلوى څارنوالي په وړانديز او دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهوري رياست په منظوري سيد احمد شاه دلوى  څارنوالي  دکنترول او څارنې  دادارې درييس په توګه ټاکل شوى دى .

کابل باختر د ثور لومړي :
دبهرنيو چارو وزارت ويندوى نن په يوه خبري غونډه کې وويل چې دهغو افغانانو دجنازو دليږدونې  په خاطر لازم تيارى نيول شوى دى چې داندونيزيا په اوبو کې ډوب شوي و .
  نږدې يوه اوونۍ مخکې دافغاني ، عراقي اوايراني مهاجرينودسپرلۍ  بيړۍ داندونيزيا په اوبو کې ډوبه شوه .
درارسيدلوخبرونو له مخې، ددغې بيړۍ له سپرليو څخه څوارلس تنه يې ژغورلې شوي دي چې ټول ييې افغانان  دي .
دباختراژانس دخبريال دخبر له مخې،  جانان موسى زي  دغه راز وويل،  سره له دې چې لاتراوسه پورې ددغې پيښې له امله دسردرسيدلى زيان شمير معلوم نه دى خو دافغانستان دبهرنيو چارووزارت لازم تياري لري چې دهغو افغانانو جنازې چې په دې پيښه کې قرباني شوي دي وليږدوي .
ده ځينې هغه رپوټونه چې ګڼې  په اندونيزيا کې دافغانستان دسفارت کارکوونکي استراليا ته دافغانانوپه قاچاقو کې لاس لري په کلکه رد کړل او ويې ويل چې دافغانستان دسفارت  په کارکوونکو ددغه شان تورونو  لګول ناسم او له سپکاوي ډک دي .