14 December 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

شپږ وسله وال طالبان په غزني کې ووژل شول .

شپږ وسله وال طالبان په غزني کې ووژل شول .

کابل /دليندۍ ٢٣مه باختر شپږ وسله وال طالبان پرون اوتېره...

 طالبانوته په پکتيکا کې دسرزيان واوښت

طالبانوته په پکتيکا کې دسرزيان واوښت

کابل /دليندۍ ٢٣مه باختر څلور وسله وال طالبان...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کابل\  باختردکب  دمياشتې  ١٣ :
دهيواد دسړو او دډيرو سړو سيمو دښوونځيو د  ١٣٩٢ تعليمي کال لوست دنوروز له رخصتي وروسته دوري په مياشت کې پيليږي.
دپوهنې وزارت دتخنيکې اومسلکې تعليماتو معين محمداصف ننګ دباختراژانس خبريال ته ددغه ټکې دڅرگندولو  په ترڅ کې وويل،  دښوونکو دروزنې  دنيمه لوړو زده کړو تخنيکې اومسلکې تعليماتو اوددارالعلومونو په موسسو کې دشموليت نوم ليکنه د ١٣٩٢ کال دوري دمياشتې  ترنهمې نيټې پورې  دوام کوي اود وري د مياشتې په لسمه نيټه  ددغو موسسو لوست  پيليږي .
ده زياته کړه چې ديرش  زره تنه دلوړو زده کړو او نيمه لوړو  زده کړو په موسسوکې دشموليت دازموينې  له لارې  دلوړو زده کړو وزارت له لارې ترسره شوه .
دپوهنې وزارت ته معرفي اوپه دغوموسسو کې شامليږي او پنځلس زره تنه نور له ازموينې پرته په خپله  ددوى په غوښتنه دپوهنې وزارت له لارې په دغو موسسو کې منل کېږي .
 

کابل\  باخترد کب  دمياشتې  ١٣ :
دسولې او دوستۍ دجام دفوټبال سياليو پرون مازيګر په کابل کې په دوو لوبو سره دوام وموند.
دکابل دفوټبال فدراسيون مرستيال عبدالبصير قيومي باختر اژانس ته وويل،  په دغو سياليو کې لومړي دپيام ټيم له لاله ها سره لوبه وکړه چې لوبه ددريوپه مقابل کې په دريوسره برابره پاى ته ورسوله  اوپه دويمه لوبه کې دستاره ګانو اوسباوون ټيمونو لوبه له ګول پرته برابره پاى ته ورسوله.
دغه سيالۍ دڅلورديرشو ټيمونو ترمنځ دالمپيک  دملي کميټې  په ورزشي ډګر کې پيل شوي دي  چې په دوام يې نن دطلوع مهتاب له شيوا سره  او ستاره ها له جهش سره لوبه کوي.
 

کابل -باختر  دکب دمياشتې ١٣:
د هوا پوهنې ادارې په راتلوونکوڅلور ويشتو ساعتوکې د هيواد د ځينوسيمو د هوا حالات د سانتي ګراد په حساب  په دې ډول اټکل کړې دي:
کابل د تودوخې لوړه درجه ١٥، ټيټه منفي١- آسمان شين
هرات لوړه ١٧،  ټيټه ٥  اسمان ځاى ځاى وريځ
جلال آباد لوړه ٢٢،  ټيټه ٧ آسمان شين
قندهار لوړه ٢٢ ټيټه ٦ اسمان ځاى ځاى وريځ
مزارشريف لوړه  ١٨، ټيټه ٢  آسمان شين
کندز لوړه ٢٠، ټيټه ٤  آسمان شين 
غزني لوړه ٩ ، ټيټه منفي ٢-  آسمان شين 
باميان  لوړه ١٠ ، ټيټه منفي ٥- آسمان شين 
فيض ابادلوړه ١١، ټيټه  ٥  آسمان وريځ
  شمالي سالنګ لوړه منفي ٢- ، ټيټه منفي ٨- آسمان شين 
جنوبي سالنګ لوړه منفي ١- ، ټيټه منفي ٦ – آسمان شين 
  شبرغان لوړه ١٨ ، ټيټه ٤  آسمان وريځ
فراه لوړه ٢٥ ټيټه ٥  آسمان شين 
خوست لوړه ٢٠، ټيټه ٦ آسمان شين   
ميمنه لوړه  ١٣ ، ټيټه ١ آسمان شين   
لښکرګاه لوړه ٢٢ ، ټيټه ٧ آسمان شين
په کابل کې سبا لمر ٢٠/ ٦خيژي او د مازيګر په ٥٠/ ٥ولويږي .
 

Sunday, 03 March 2013 11:53

د اسعارو بيه

کابل\باختر\دکب د مياشتې ١٣ مه:
دکابل دشهزاده سراى دصرافانو درييس  دمعلوماتو له مخې : نن له غرمې مخکې دبهرنيو پيسو په مقا بل کې دافغا نۍ ارزښت په دې ډول دى:
يوامريکايي ډالر پيرودل په     53/30  افغانيو پلورل په   53/40افغانيو
يوانګليسى پونډ پيرودل په   80/50افغانيو پلورل په   80/60افغانيو
داماراتو يو درهم پيرودل په 40/ 14 افغانيو پلورپه 45 / 14 افغانيو
يوه يورو  پيرودل په    30 69/ افغانيو پلورل په   69 /40  افغانيو
يوسعودي ريال پيرودل په  05 14/پلورل  14/10 افغانيو
زرهندي کلدارى پيرودل په 990 افغانيو پلورل په 1000 افغانيو
زرپاکستاني کلداري پيرودل په  532افغانيو پلورل په  533 افغانيو
اوزر ايراني تو مان پيرودل په 14/60  افغانيو پلورل په   14/70 افغانيو.
 

کابل باختر  دکب ١٣
دسيمي استخبارات اوس  دپاکستان دعالمانو شورا درييس طاهر اشرفي  له حنجرې څخه فتوا صادروي .
دپاکستان دعالمانو شورا رييس  په دې وروستيو وختو کې ويلى دى  چې ځانمرګې بريدونه  په افغانستان ، کشمير او فلسطين کې جايز خو په پاکستان کې  ناجايز دي .
  دباختر اژانس دخبر له مخې
دا نور ثابته او روښانه ده  چې په څو لسيزو کې دسيمې داستخباراتو لاس تل دپاکستاني افراطي ملايانو او طالبانو له لستوڼې  څخه  پورته کېږي او دسيمي دهدفونو او په تيره بيا دافغانستان دنا ارامه کولو په لاره کې  اوږد  شوى دى .
خلک به هيڅکله هير نه کړي چې څه ډول دپاکستان استخباراتو دنړۍ له ځينو قدرت لرونکو هيوادونوسره  په لاس يو کولو کې طالبان جوړ کړل او افغانستان يې  په خاورو او ايرو بدل کړه .
  خلک په دې پوهيږي  چې د طالب او ملا له پاک نامه څخه  استفاده  دپاکستان داستخباراتو دکاري  څرنګوالي  يوه برخه  وه او ده .
د کارپوهانو په باور دغه څرګندونې دافغانستان پرخلاف  ديو خطرناک  حرکت  نوى فصل دى . او ددې هيواد دښمنان غواړي  چې له ډار اچونې څخه دسيمې دخلاصون په خاطر دافغانستان ددولت او نظام له صادقانه هلوځلو سره سره په دغه شان  څرګندونو سره په افغانستان کې دجګړې تنور تود وساتي . او ددغه هيواد دځوانانو له شتون څخه ددغه تناره دسوند دموادو په توګه  کار واخلي .
او دافغانانو په وينې او غوښې پښه کېږدي چې خپلو ناوړوسيمه ئيزو هدفونو ته ورسيږي .
خلک پوښتنه کوي  کله چې افغانستان دسيمي داستخباراتو له خوا دګومارل شويو ځواکونو له خوا ځوريده . جناب اشرفي  چېرته و؟ چې فتوا يې صادره کړى واى او ويل يې ،  اشغال ، اشغال دى ، سور او تور او ژيراوسپين نه لري او بايد دهغوى په وړاندې  ودريږي ، په ځانمرګي بريد لاس پوري کړي او هغه له منځه يوسي .
په دغه موجز چلند سره کولي شو ووايو چې په افغانستان کې دجګړې عوامل او انګيزې زياتره  له هيواد څخه بهر شتون لري . طالبان او ډار اچوونکې له پولې اخوا دمشخصو هدفونو په خاطر تنظيميږي او افغانستان ته  رااستول کېږي .
په هرصورت  کله چې د الازهر دټولنې شيخ ارواښاد شيخ الاکبر محمد طنطاوي ځانمرګې بريد تحريم کړ جناب اشرف  په کوم ځاى کې و چې دهغه پرخلاف دريدلي واى ؟ کله چې دافغانستان جيدو عالمانوداسلام دمبين دين دلارښوونو پربنسټ  ځانمرګې بريد  ناروا عمل وباله او په آيت او حديث سره يې هغه  ناروا ثابت کړ . اشرفي  دهغو په وړاندې  په کوم ديني منطق سره  ځواب لري ؟  دافغانستان  او دنړۍ  زياتره خلک اوس په بشپړ ه توګه  په دې پوه شوي دي چې دپاکستان استخبارات  خپلو ناوړو هدفونو ته  درسيدو په  خاطر له هيڅ راز هلوځلو څخه ډډه نه کوي .، آن داسلام مبين دين هم په دې لاره کې  دوسيلې په توګه  کاروي .  دا دپاکستان دنظامي حکومت  او استخباراتو ناوړه غږ دى  چې د ملا اشرفي  له ناپاکې ستونې څخه راوځي .
 

کابل_ باختر دکب  دولسمه :
دبهرنيوچارو وزارت اعلاميه
د افغانستان او ترکیې ترمنځ د دوستۍ د معاهدې د دوه نویمې کالیزې په درشل کې، د افغانستان او ترکیې ترمنځ مناسبات په بې ساري توګه استحکام او ثبات لري.
د افغانستان او ترکیې د ملتونو ترمنځ دوستي، لرغونی تاریخ لري. د دواړو ملتونو ترمنځ کلتوري، تمدني، دیني او د خلکو ترمنځ اړیکي همدارنګه د تاریخ په اوږدو کې په زیاتېدونکي توګه د دولتونو ترمنځ د همکاریو او علایقو د پراختیا سبب ګرځېدلی دی.
سبا د کب د میاشتې ۱۳ د دواړو هېوادونو ترمنځ د مخامخو ډيپلوماټیکو اړیکو د تاریخچې ۹۲ کالیزه ده او دواړه هېوادونه به له هغه څخه په ارزښناکه توګه لمانځنه وکړي.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس، جلالتمآب حامد کرزی په ۲۰۱۰ ز کال کې ترکیې ته د خپل د سفر په ترڅ کې په کابل او استانبول کې هر کالې د مارچ د لومړي نیټې څخه د لمانځني د موافقې پر مهال چې د افغانستان او ترکیې ترمنځ د دوستۍ د معاهدې ورځ ده، ترکیه یې یو مډرنه اسلامي هېواد و باله چې اسلامي هېوادونو ته د بریالیتوب یوه بېلګه ده.
افغانستان په ټولو برخو کې د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو او همکاریو د پراختیا غوښتونکی دی.
د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر زلمي رسول وویل، "له ترکیې جمهوریت سره د افغانستان اړیکې یو له نږدیو ، پراخو او لنډه دا چې د افغانستان له تر ټولو ښوو اړیکو څخه دی. په تیره لسیزه کې زمونږ د  دواړو هیوادونو ترمنځ همکارۍ او اړیکې په بیسارې توګه پراختیا موندلې ده. او دا زمونږ د ملتونو او دولتونو ترمنځ د باور او د مینې څرګندوى دى."
د افغانستان او ترکیي ترمنځ د دوستۍ معاهده په ۱۹۲۱ کال کې په روسیه کې د افغانستان د لوی سفیر محمد ولي خان دروازي او په مسکو کې د ترکیې سفیر په واسطه لاسلیک شوه.
ټاکل شویده چې سبا د دغې معاهدې د لاسلیک دوه نوي یمه کالیزه د بهرینو چارو په وزارت کې ولمانځل شي.
 

کابل_ باختر دکب  دولسمه :
دميدان وردګو ولايت دامنيتي حالت دڅيړنې په مقصد نن په دغه ولايت کې يوه غونډه جوړه شوه .
په دې غونډه کې چې دملي دفاع وزارت د لوى درستيز ستر جنرال شيرمحمد کريمي په مشرۍ او دملي امنيت دلوى رياست  دمرستيال ، دميدان وردګو د والي عبدالمجيدخوږياڼي او ددغه ولايت د نورو اداري اونظامي منسوبينوپه ګډون جوړه شوه؛ دميدان وردګو والي  ددغه ولايت  دامنيتي حالت په باب دغونډې برخه والو ته معلومات وړاندې کړ .
خوږياڼي څرګنده کړه: په هغه صورت کې چې امنيت تامين شي؛ دبيا جوړولو  ښه شرايط اوزمينه برابريږي .
په دې غونډه کې دميدان وردګو ولايت د امنيتي حالت په باب هراړخيزې خبرې وشوې چې موظف هيئت ته يو لړ وړانديزونه  او مهم امنيتي مطالب پيشنهاد شول.
دغه راز  دملي دفا ع وزارت  لوى درستيز ستر جنرال شيرمحمد کريمي  وويل :  ستاسو نظريې اووړانديزونه دقدر وړ دي او زه ستاسو دغه نظريې او وړانديزونه  دافغانستان داسلامي جمهوريت له جمهور رييس حامدکرزي او دناتو له ځواکونوسره شريکوم .
  وروسته  د ناتو دځواکونو يو قوماندان جنرال تيري په خبرو کې وويل چې موږ دهر افغان غوښتنو ته  دقدر په سترګه ګورو ، موږ  څومره قرباني چې په افغانستان کې ورکړي دي؛  علت يې  دا وو چې  افغانان دتروريزم له شر څخه خوندي وي .
  تيري  زياته کړه : موږ دميدان وردګو له ولايت څخه له خپلو ځواکونو د ايستلو په برخه کې کومه ستونزه نه لرو .
په دې غونډه کې يوشمېر جګپوړوپوځي افسرانو او په ولسي جرګه کې دخلکو استازو هم برخه لرله .
 

کابل_ باختر دکب  دولسمه :
د افغانستان دعالمانو سراسري شورا دپاکستان دعالمانو د شورا وروستى څرګندونې  د اسلام د مبين دين د ارشاداتو پرخلاف  وبللې .
دافغانستان  دعالمانو  سراسري شورا په دې باب چې ځانمرګي بريد په پاکستان کې ناروا او په افغانستان کې جايز دى؛ دپاکستان دعالمانو شورا د رييس  د وروستيو څرګندونو پرخلاف غبرګون کې يوه اعلاميه خپره کړې ده.
  دباختراژانس دخبر له مخې: په دې اعلاميه کې ويل شوى دى چې دغه شان څرګندونې د قرانکريم د قطعي نصوصو او د نبوي احاديثو پرخلاف دي او د سياسي او استخباراتي لمسوونکوتبليغاتو يوه برخه ده چې نه يواځې هيڅ راز ستونزه نه حل کوي؛ بلکې دمسلمانانو ترمنځ د زياتې فتنې او ستونزو سبب کيږي.
ددغې اعلاميې په پاى کې ټينګار شوى دى چې دغه شان څرګندونې په هيڅ صورت کې  د قران عظيم الشان  او د نبوي سنت  پربنسټ  تکيه نه لري .

کابل_ باختر دکب  دولسمه :
د ترکيې د انرژي او دطبعي منابعو د وزير په مشرۍ ددغه هيواد هيئت نن له غرمې وروسته دجمهور رييس له مرستيال او داقتصادي کميټې له رييس  محمد کريم خليلي سره وکتل او په بېلابېلو برخوکې يې د دواړو هيوادونو  ترمنځ  د اړيکو دپراختيا د څرنګوالي په باب  خبرې وکړې .
  دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ:  په دې کتنه کې چې په کابل کې دترکيې جمهوريت د سفير په ګډون سربيره، يو شمېر دولتي مقاماتواو ددغه هيواد دخصوصي برخې سوداګرو او استازو هم برخه لرله، دترکيې جمهوريت د انرژي او دطبيعي منابعو وزير کابل ته دخپل سفر په بهيرکې له بېلابېلو افغاني مقاماتو سره خپلو ليدنو کتنو ته  د اشارې په ترڅ کې په  اقتصادي ، تجارتي او فرهنګي برخوکې د دوه اړخيزو اړيکو دپراختيا لپاره د دواړو هيوادونو ظرفيت  لوړ وباله او دافغانستان  په بيلابيلو برخوکې يې د زياتې پانګې اچونې لپاره  دخپل متبوع هيواد په علاقمندي باندې ټينګار وکړ.
ده دغه راز څرګنده کړه چې افغانستان تر ځمکې لاندې د بډايو سرچينوپه لرلو او دخپلو انساني ځواکونو په پالنې سره، داقتصادي ودې او پرمختيا په لاره کې ښه استعداد لري او کولى شي په تجارتي او اقتصادي برخوکې زيات برياليتوبونه  ترلاسه کړي .
  په دې کتنه کې چې دکانونو وزارت معين هم برخه لرله؛ دجمهور رييس مرستيال  او داقتصادي کميټې د رييس محمدکريم خليلي ددواړو هيوادونو اړيکې دوستانه  او تاريخي وبللې اوپه نوى فصل کې يې  په افغانستان کې دبيا جوړولو او ثبات په لاره کې د دوست هيواد ترکيې  دمرستو او همکاريو له امله مننه او قدرداني وکړه .
  دجمهور رييس  مرستيال هيله وکړه چې دترکيې د انرژي او دطبيعي منابعو د وزير سره د دواړو هيوادونو په اړيکو کې  نوى فصل پرانيزي .
ده  ترکيه د سيمې يومهم هيوادوباله اوڅرګنده يې کړه چې ترکيه په اسلامي نړۍ کې هم خپل ځانګړې ځاى لري چې هم له لويديځو هيوادونوسره دتعامل دڅرنګوالى او هم  ددموکراتيک نظام دټينګښت له پلوه کيداى شي دمسلمانو هيوادونو لپاره الګو او سرمشق وي .
دجمهور رييس مرستيال دغه راز په بېلابېلو برخو کې دترکيې د دولتي اوخصوصي سکتورونو دلازياتې پانګونې لپاره زموږ دهيواد دتيارى داعلامولو په ترڅ کې ، په افغانستان کې  د سولې امنيت او ثبات په ټينګښت او تامينولو کې  دترکيې رول ستر وباله او څرګنده يې کړه چې دواړه هيوادونه په اقتصادي او تجارتي برخوکې هم کولى شي د يوبل لپاره ښه بشپړونکى وي .
د يوبل خبر له مخې: دهيواد دلوړوزده کړو دموسسو يو شمېر استادانو نن له غرمې وروسته دجمهور رييس دمرستيال محمدکريم خليلي سره وکتل او د ښې رهبرى او حکومتوالى دمډال او دافتخاري دکتورا دترلاسه کولو له امله يې ده ته مبارکي وويله .
  په دې کتنه کې دهيواد دلوړو زده کړو دموسسو استادانو دجنوبي کوريا د سان مون پوهنتون  څخه دافتخاري دکتورا او د سولې د نړيوال فدراسيون دمشرتابه له خوا دښې رهبرى  اوحکومتوالى دمډال  ترلاسه کول، په هيواد کې د سياسي پراختيا او ددموکراسي دټينګښت په لاره کې دده دهڅو او هانداو دمخلصانه ژمنې او دغه راز خلکو ته دصادقانه خدمت نښه نښانه وبلله او څرګنده يې کړه چې دغه موضوع په  نړيواله کچه دافغانستان دملت د درناوى او د نړيوال اعتبار څرګندوي وي .
دغه راز دوى په هيواد کې  دلوړو زده کړو دپراختيا دڅرنګوالى په باب ځينې عمومي مسئلې اوهم اوسني ستونزې  دجمهور رييس له مرستيال سره طرحه کړې او په دې اړوند يې خپلې يو لړ نظريې اوپيشنهادونه وړاندې کړل .
په دې کتنه کې دجمهور رييس مرستيال محمد کريم خليلي جنوبي کوريا ته دخپل سفر دنتيجو دبيانولو په ترڅ کې څرګنده کړه چې دجنوبي کوريا له سان مون پوهنتون  څخه دافتخاري دکتورا ترلاسه کولوپه افغانستان کې دسياسي پراختيا او د سولې او ثبات دټينګښت په لاره کې  دده هوډ لاپسې پياوړي کړى دى .
  ده دغه راز دښې رهبرى  اوحکومتوالى مډال  هم دافغانستان په ټولو خلکو پورې اړوند وباله  او څرګنده يې کړه چې دغه موضوع  ددې ښکارندوى ده  چې دعمومي تصور پرخلاف افغانستان  د ښې حکومتوالى دتحقق په لاره کې اوچت ګامونه اخستي دي .
دجمهور رييس مرستيال  د زده کړې او تخصص له لارې دانساني ظرفيتونو په لوړولو باندې دټينګار په ترڅ کې څرګنده کړه چې دهيواد دپرمختګ يوه اساسي لاره د لوړو زده کړو پراختيا ته  پاملرنه ده  او په نوى فصل کې د زده کړې او تخصص لپاره  د افغانستان ټولو خلکو ته ښه فرصت برابر شوى دى .
 

کابل_ باختر دکب  دولسمه :
د ( سخن ) نندارتون نن داطلاعاتو او فرهنګ وزير ډاکتر سيد مخدوم رهين له خوا پرانيستل شو .
دباخترآژانس دخبريال دخبر له مخې: دغه نندارتون دافغانستان دماشومانو د تعليمي او روزنيز سرکس له خوا  داطلاعاتو  او فرهنګ  د وزير په همکارى په ملي نګارستان کې پرانيستل شو .
په دې نندارتون کې يوې ډلې ماشومانو خپلې ستونزې او د ژوندانه لارې چارې دعکسونو، فلمونو او ليکونو په واسطه  نندارې ته وړاندې کړې .
دغه راز دهيواد دبېلابېلو ولايتونو ماشومان سره راټول شوي دي چې خپلې ستونزې د يوبل په مرسته او د مشرانو په لارښوونه حل کړي اوماشومان په دې نندارتون کې هره ورځ بېلابېلې موضوعګانې له يوبل ، خلکو او رسنيو سره شريکوي .
ددغه  نندارتون د پرانيستلو په مراسموکې داطلاعاتو او فرهنګ وزير ډاکتر سيد مخدوم رهين خبرې وکړې او ويې ويل: ددغه شان پروګرامونوجوړول، د ماشومانو په وجودکې په نفس باور پياوړي کوي او په علمي او هنري برخوکې د هغوى د هڅونې او ودې زمينه برابروي .
ډاکتر رهين دنندارتون له جوړونکو څخه دقدردانۍ په ترڅ کې هيله وکړه چې دهيواد نور ماشومان هم په دغه شان امکاناتو برلاسي شي
د سخن د نندارتون د يو تن مسوول فردين بارکزى دڅرګندونو له مخې: دغه نندارتون د دريو نورو ورځو لپاره په ملي نګارستان کې د مينه والو پرمخ پرانيستى دى .
د غه راز په دې نندارتون کې د تعليمي او روزنيز سرکس د ماشومانو له خوا نمايشنامې اجرا کيږي .