26 May 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د کرونا په اړه بې پروا چلند ستر ناورین رامنځ ته کولای شي

د کرونا په اړه بې پروا چلند ستر ناورین رامنځ ته کولای شي

کابل / د غبرګولي ۶ مه / باختر د کروناویروس خپرېدا...

د ملي امنيت شورا سلاکار پکتيا ته سفر وکړ

د ملي امنيت شورا سلاکار پکتيا ته سفر وکړ

- کابل / د غبرګولي ٦ مه / باختر د ملي...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کابل باختردزمري دمياشتې ٢٠ :
دکابل دشهزاده سراى دصرافانو د رييس  دمعلوماتو له مخې، نن له غرمې مخکې دبهرنيو پيسو په مقا بل کې د افغانۍ ارزښت په دې ډول دى:
يوامريکايي ډالر پيرودل په 05 56/  افغانيو پلورل په 10 56/افغانيو
يوانګليسي پونډ پيرودل په 60  84 /افغانيو پلورل په  84 /70افغانيو
يوه يورو پيرودل په 60 73/ افغانيو پلورل په   73 /70  افغانيو
يوسعودي ريال پيرودل په  80 14/پلورل 14/85 افغانيو
داماراتو يو درهم پيرودل په 10/ 15 افغانيو پلورپه 15 / 15 افغانيو
زرپاکستانى کلدارې پيرودل په  549افغانيو پلورل په 550  افغانيو
زرهندي کلدارې پيرودل په 950 افغانيو پلورل په 960 افغانيو
زر ايراني تومان پيرودل په 17/10  افغانيو پلورل په  17/20 افغانيو.

کابل_  باختر دزمري شلمه :
په بدخشان ولايت د وبا ناروغۍ خپره شوې ده .
د را رسيدلو خبرونو له مخې: دبدخشان ولايت په درايم ولسوالۍ کې څه ناڅه اته سوه پنځوس تنه په دغې ناروغۍ اخته شوي دي .
دغه ناروغۍ لومړى د درايم ولسوالۍ په چپه سيمه کې وليدل شوه او وروسته ځينو ګاونډيو سيمو ته خپره شوې ده .
دکندربرک په نامه دغير حکومتي روغتيايي مرکز مسوول ډاکتر محبوب باخترآژانس ته وويل چې په درايم ولسوالۍ کې روغتيايي ټيمونو د وبا په ناروغۍ د اخته کسانو درملنه پيل کړې ده .
ويل کيږي چې تراوسه پورې د څلورو تنو ګرځنده روغتيايي ټيمونو له خوا دلسګونو تنو ناروغانو درملنه شوې ده .
د وبا په ناروغۍ د نږدې پنځوسو تنو اخته ناروغانوروغتيايي حالت خراب بلل شوى دى .
له درايم ولسوالۍ څخه زموږ خبريال تنها خبر راکړ چې روغتيايي ټيمونو همدا اوس د چپې سيمه اوځينې شاوخواساحې يې مکروبي ساحې اعلام کړى دى او هلې ځلې کوي چې د ټولو ناروغانوپه درملنې سره نورو سيمو ته دهغې دخپريدو مخه ونيسي .
د روغتيايي ټيمونوڅيړنې ښيي چې ددغې سيمې د ولسوالۍ د اوبو په مخزنونوکې د اوبو مکروبي  کيدل د وبا ناروغۍ د خپريدو اصلي انګيزه  ده .
ډاکتر محبوب  وايي چې  ددغې سيمې اوسيدونکي دغير معياري محزنونو  له اوبو څخه استفاده کوي. په داسې حال کې چې دغه مخزن د څارويو د فاضله  موادو د مخلوط ګيدو په وسيله  مکروبي شوى دى .
دکندربرک  دغير حکومتي روغتيايي مرکز د مسوول دڅرګندونوله مخې: ناروغۍ تر کنترول لاندې نيول شوې ده او دناروغانو د درملنې لپاره هلې ځلې دوام لري .
په همدې حال کې دبدخشان والي ويندوى عبدالمعروف راسخ له دولتي چارواکو او د نورو مرستندويومرکزونو له مسوولينو څخه  وغوښتل چې ډير ژر دې د ناروغان د درملنې او نورو سيمو ته ددغې ناروغۍ داحتمالي خپريدو په مخنيوي اقدام وکړي .
راسخ  تاييد کړه چې تراوسه پورې د وبا ناروغۍ يوه ځوانه نجلۍ وژلې ده .
  ده وويل: ځينې ناروغان چې روغتيايي حالت يې خراب بلل کيږي؛ د درملنې لپاره دفيض اباد ملکي روغتون ته ليږدول شوي دي .
پرون هم دبدخشان والي شاه ولي الله اديب او دافغانستان دپارلمان غړى شاه عبدالاحد افضلي د وبا په ناروغۍ د اخته کسانو دپوښتنې او کتنې لپاره د درايم ولسوالۍ ته ورغلي و .
دبدخشان والي ددغه ولايت روغتيايي مسوولينو ته لارښوونه وکړه چې ددغې ناروغۍ دکنترولولو او د ناروغانو د درملنې په لاره کې هلې ځلې وکړي .
وبا يو ډول مکروبي ناروغۍ ده چې زياتره په مکروب دککړو اوبو له لارې انسانانو ته سرايت کوي .
دغه ناروغۍ د نه پاملرنې په صورت کې کيداى شي د مړينې سبب شي .

کابل_  باختر دزمري شلمه :
دپکتيا ولايت دملي امنيت مرستيال دماين دچاودنې له امله ټپي شو .
دغه پيښه پرون د آريوب ځاځى  ولسوالۍ په مربوطاتوکې هغه وخت رامنځته شوه چې د عبدالجبار ځاځى د سپرلۍ موټر په واټ کې په ښخ  کړى شوى ماين  وخوت .
دپکتيا ولايت دملي امنيت يوه خبرځاى باخترآژانس ته وويل چې په دې چاودنه کې ددغه ولايت دملي امنيت مرستيال له يوه ساتوونکي سره يې ټپي شوى دى .
  سيمه ييز مقامات وسله وال طالبان د دغې پيښې مسوول بولي او وايي چې ددغې پيښې دعاملينو دپيژندنې او نيولو لپاره پلټنې پيل شوې دي .

کابل_  باختر دزمري شلمه :
دافغانستان په ختيځ کې د کونړ او نورستان په ولايتونوبيا د پاکستاني پوځيانو له خوا راکټي بريدونه شوي دي .
دغه راکټي بريدونه د شنبې په شپه بيا له سره پيل شول او تر نن سهار پورې يې دوام درلود .
تراوسه پورې ددغو بريدونو له امله دسر د رسيدلو زيانونو او مالي  تاوانونو دقيقه اندازه معلومه نه ده .
ځينو عيني شاهدانو باخترآژانس ته وويل چې دغو بريدونو د نورستان په سرحدي ولسوالۍ کامديش کې د سر زيان هم اړولى دى . خوسيمه ييزو مقاماتو تر اوسه پورې په دې اړوند نظر نه دى څرګند کړى .
د وړاندې شويو شمېرنو له مخې: په وروستيو دووکلونوکې چې پاکستاني پوځيان دافغانستان دختيځ په ځينو سيموراکټي بريدونه کوي؛ د ښځو او ماشومانو په ګډون  څه ناڅه سلو تنو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .

کابل باختردزمري دمياشتې ١٥ :
د هوا پوهنې ادارې په راتلوونکوڅلور ويشتو ساعتوکې د هيواد د ځينوسيمو د هوا حالات د سانتي ګراد په حساب په دې ډول اټکل کړى دى:
کابل- آسمان ځاى ځاى وريځ ، د تودوخې لوړه درجه ٣٤، ټيټه ١٩
هرات- آسمان ځاى ځاى وريځ ، د تودوخې لوړه درجه ٣٩،  ټيټه ٢٦
جلال آباد- آسمان ځاى ځاى وريځ ، د تودوخې لوړه درجه ٣٧، ټيټه ٢٩
قندهار- آسمان ځاى ځاى وريځ ، د تودوخې لوړه ٤٢ ، ټيټه ٢٧
مزارشريف- آسمان ځاى ځاى وريځ ، د تودوخې لوړه  ٤١، ټيټه ٢٩
کندز- آسمان  شين ، د تودوخې  لوړه درجه ٤٠، ټيټه ٢٧
غزني- آسمان ځاى ځاى وريځ ، د تودوخې لوړه درجه ٣٢ ، ټيټه ١٤
باميان- آسمان ځاى ځاى وريځ ، د تودوخې لوړه درجه ٣٠ ، ټيټه ١٢
فيض آباد آسمان ځاى ځاى وريځ ، د تودوخې لوړه درجه ٣٥، ټيټه  ١٩
شمالي سالنګ- آسمان ځاى ځاى وريځ ، دتودوخې لوړه درجه ١٩، ټيټه  ٨
فراه- آسمان ځاى ځاى وريځ ، د تودوخې لوړه درجه ٤٠ ټيټه ٢٧
خوست- آسمان وريځ  داورښت امکان ،  د تودوخې لوړه درجه ٣٣، ټيټه ٢٥
ميمنه- آسمان شين، د تودوخې لوړه درجه  ٣٧ ، ټيټه ٢٢
لښکرګاه- ځاى ځاى وريځ ، د تودوخې لوړه درجه ٤٤، ټيټه ٢٧
جنوبي سالنګ- آسمان ځاى ځاى وريځ ، د تودوخې لوړه درجه ٢١، ټيټه ١٤
شبرغان – آسمان شين  ، د تودوخې لوړه درجه ٤١، ټيټه ٢٦ 
جبل سراج-آسمان وريځ  ،ددوخې لوړه درجه ٣٥-ټيټه ١٩
په کابل کې به سبا لمرپه ٥ بجو او ١٥ دقيقو وخيژي او د مازيګر په ٦بجو او ٤٥ دقيقو ولويږي . 

کابل باختردزمري دمياشتې١٩
دمشرانوجرګې لومړي نايب محمدعلم ايزديار په داسې حال کې چې سناتور انجنير محمد دين همدرد هم حاضر و؛ نن سهار د شهيد سردار محمد داوودخان په روغتون کې د بسترو ناروغانو او د ټپيانو پوښتنه وکړه .
دمشرانوجرګې لومړي نايب په بسترکې ناروغانو او ټپيانو ته د اختر دمبارکۍ په ترڅ کې وويل: دهيواد د دفاع او ساتنې په لاره کې فدا کارۍ او سرښندنه ددغه هيواد دهر وګړى رسالت او مسووليت دى .
دغه راز دسنامجلسن لومړي نايب دهغوى د ستونزو د اوريدو په ترڅ کې نغدي سوغاتونه يې هم په ټپيانو وويشل.
دغه راز محمد علم ايزديار او سناتور محمد دين همدرد د مشرانوجرګې د دفاعي چارو دکميسيون د رييس د سناتورې روح ګل خيرزاد دکورنۍ د غړو چې د دوى دسپرلۍ په موټر دغزني ولايت په مقر ولسوالۍ کې د طالبانو په يو کمين کې بريد شوى و، پوښتنه وکړه او د لوى خداى (ج) له دربار څخه يې هغوى ته سملاسي روغتيا هيله وکړه.
ديادونې وړ ده چې به دغه بې رحمانه تروريستي بريدکې د سناتورې خيرزاد يوه کوچنۍ لور، دهغې دکورنۍ له يو غړى سره شهيدان شول او دخپل يوکلن زوى په ګډون له خپلو دوو زامنو سره ټپي شوه چې اوس د ميرمن خيزاد روغتيايي حالت د ډاکترانو له خوا ښه بلل شوى دى .

واشنګتن- باختردزمري دمياشتې١٩
دامريکا دبهرنيو چارو وزارت اعلام وکړ چې په منځنى ختيځ کې ددغه هيواد د نولسو نماينده ګيو څخه چې په وروستيو ورځو کې د امنيتي دليلونو له امله تړل شوى و؛ اتلس نماينده ګۍ سرله سباه څخه پرانيستل کيږي .
په يمن کې دامريکا سفارت چې کارکوونکي يې له دغه هيواد څخه وتلي دي؛ دغه راز تړلى پاتې کيږي .
دغه نولس نماينده ګۍ د روانې مياشتې له ديارلسمې نيټې څخه تړل شوې او دامريکا دبهرنيو نيو چارو وزارت وايي، د القاعد دمشرانو پيغام ترلاسه کړى چې په هغه کې د سترو تروريستي  بريدونو يادونه شوې وه.
په لاهورکې د امريکا قونسلګرۍ هم دامنيتي ګواښ له ترلاسه کولو وروسته له خپلو کارکوونکو په ايستلو اقدام وکړ، تړلى پاتې کيږي.

واشنګتن- باختردزمري دمياشتې١٩
د امريکا دمريلند ايالت د ساناريا د تحقيقاتي انستيتوت څيړونکي وايي چې دلومړي ځل لپاره يې دملاريا د مخنيوي واکسين توليد کړى دى .
ساناريا د درملو د توليد امريکايي شرکت دى چې بريالى شوى دى دغه واکسين توليد کړي .
هيله کيږي بازارته دلګښت د وړاندې کولو لپاره ددغه واکسين رسيدل په نږدې راتلونکې کې له پراخو څيړنو وروسته پيل شي.
له دغه واکسين پرته تراوسه پورې دملاريا دمخنيوي واکسين نه دى توليد شوى. د ساناريا د تحقيقاتي انستيتوت څيړونکي وايي: دا لومړى ځل دى چې په نړۍ کې دغه واکسين توليد شوى دى .
ديادونې وړده چې ملاريادنړۍ په ځينو هيوادونو او په تيره بيا په امريکايي هيوادونوکې خپور دى او هرکال يو زيات شمېر خلک قرباني کيږي.

کابل باختردزمري دمياشتې١٩
دکابل پوليس د دريو تنو چينايي اتباعو د وژلو د څرنګوالي په باب څيړنه کوي.
په دغو دريو تنو دکابل ښار دڅلورمې ناحيې په يو اپارتمان کې بريد وشو او ووژل شول.
دکابل دپوليسو يو مسوول دغه خبر تاييدکړ. ده چې دخپل نوم له اخيستلو څخه يې ډډه وکړ، دباختر آژانس خبريال ته وويل: په دغو دريو تنو دکابل ښار دڅلورمې ناحيې دګل سرخ په څلورلارې کې په يو ابارتمان کې بريد شوى دى .
ده ددغو دريو تنو د وژل کيدو څرنګوالي يوه مرموزه قضيه وبلله او ټينګار يې وکړ، پوليس هلې ځلې کوي چې واقعيت ته ورسيږي او ددغې قضيې عاملين ونيسي.
دوه تنه نور چينايي اتباع چې له دغو دريو تنو سره يې ژوند کاوه؛ بې درکه شوي دي.
پوليس پرون سهار له دغې پيښې څخه خبر شو.
د وژلو سيمه د څو چينايي شرکتونو د فعاليت ډګردى. دغه شرکتونه په ساختمان او تخنيکي برخوکې فعاليت کوي. په کابل کې د چين سفارت په کابل کې ددغه هيواد د دريو اتباعو وژل کيدل تاييد کړى دى او په کابل کې ددغه هيواد اتباعوته يې دکار دخونديتوب غوښتنه کړې ده.
دکابل دپوليسو مقاماتو شخصي دښمنۍ ددغو دريو تنو چينايي اتباعو په وژل کيدو کې يو قوي احتمال بولي.

کابل باختردزمري دمياشتې١٩
په فراه ولايت کې دماين دچاودنې له امله ديوې کورنۍ پنځه تنه غړي ووژل شول .
دغه پيښه پرون دبکوا ولسوالۍ او د فراه ښار ترمنځ په لويه لاره کې رامنځته شوه چې ددغې کورنۍ د سپرلۍ موټر په ايښودل شوى ماين وخوت.
دفراه ولايت امنيه قوماندان باختر آژانس ته وويل چې ددغې چاودنې له امله دوه ښځې ، دوه ماشومان اويو نارينه ووژل شول .
ويل کيږي چې دوى د اختر مبارکۍ لپاره دخپلوانوکورته روان و چې دماين چاودنه وشوه.
دفراه سيمه ييز مقامات طالبان ددغه ماين ايښودنې مسوول بولي او وايي: ددغې پيښې دعاملينو دنيول لپاره هلې ځلې پيل شوې دي .
وسله وال طالبان د اختر په ورځوکې هم د افغانستان په ګوټ ګوټ کې د ترورستي بريدونو په ترسره کولو سره وښودله چې دخلکو د آرامۍ او خوښۍ په وړاندې سترګواښ دي.