09 December 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

Saturday, 23 February 2013 14:05

تبصره

کابل\  باختردکب دمياشتې  ٥ :
دبيان ازادي دديموکراتيکو ټولنو لپاره يو اساسي معيار دي چې دټولنې دلارښود  اولوري ورونکې په توګه عمل کوي او دا په داسې حال کې ده  چې افغانستان په تيرولسو  کلونو کې په دې لاره کې مشخص اوڅرګند برياليتوبونه لري.
دباختراژانس  مبصر ليکې  : دافغانستان داسلامي جمهوريت  جمهوررييس  حامدکرزي په خپلې پنځلس ورځني  راډيويي وينا کې په هيواد کې  دبيان په ازادي تمرکز وکړ اوهغه يې دټولني دسترګي  اوڅراغ په توګه بللې ده  چې دافغانستان دخلکو او دولت ډير ستر برياليتوب بلل کېږي.
حامدکرزي په دې وينا کې له دغې پدپدې سره  دافغانستان دملت په ملاتړ باندې ټينګارکړي دي  خو داټکې يې مشخص کړى دى  چې بايد دبيان اودمطبوعاتو له ازادي څخه دمملکت دګټو دساتنې لپاره کار واخلو اومطبوعاتي رسالت اودبيان ازادي په قانونمندي سره يې وساتو.
بي سرحده  خبريالانو سږکال په خپل کلني  رپوټ کې   يادونه کړې ده چې افغانستان دبيان په ازادي کې شل درجې لوړوالې موندلي دي اوپه دې برخه کې  يې ستر برياليتوبونه  ترلاسه کړي دي اودټولو  ګاونډيو هيوادونو په تيره بيا دهند اوپاکستان په نسبت يې پرمختګ کړي دي.
دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهوررييس په داسې حال کې په هيواد کې دبيان ازادي  يادونه کوي چې همدا اوس دملي اوسيمه ييزه کچه په افغانستان کې يو زيات شمير تصويري شبکې ، راډيويي شبکې او چاپي  خپرونې فعالې دي دغًوبرياليتوبونو  له لوړو او ژورو  ډکې لاري وهلې دي  هغه څه چې نن په هيواد کې دبيان اودرسنيو دازادي  په نامه ياديږي ،. دومره پراخ دي  چې  نه شي کېداى  په  هيواد کې  دمطبوعاتو   له سابقې سره پرتله شي  .
همدا اوس  موږ په خپل هيواد کې دبيان او دمطبوعاتو له زياتي ازادي څخه ګټه اخلو چې زموږ ګاونډي هيوادونه يې نلري په ځينو  ګاونډيو هيوادونو کې دزندي کولو  سيوري  په رسنيو واکمن دي او ورځپاڼه ليکنه که چېري ددولتي  چارواکو په سليقه نه وي  جرم بلل کېږي  په داسې  حال کې چې په افغانستان کې  دغه پديده دقانون په رڼا کې  وده کوي اوپه ټولنه کې يې خپل دريځ تثبيت کړي دي  خو دا  دکار وروستۍ خبره نه ده   په هيواد کې يوشمير سياسي کارپوهان په  دې باور دي  چې په هيواد کې دبيا ن ازادي  په يوه طرفه واټ کې ده  انتقاد اونقد شته ناخوالې  په ډاګه کېږي  دغه شان انتقاد اونقد زغمل کېږي خو په دې اړوند  ديوشمير مقاماتو غبرګون کمزوري  اوپه ځينو مواردو کې هم بې توپيري دي چې داکار کېدى شي له انديښنو ډک وي.
که چېري  دغه شان څرگندونې او انتقادونه  جدي ونيول شي اودله منځه وړولو لپاره يي اقدام وشي دبيان  او  دمطبوعاتو دازادي برياليتوب به زيات واى.
يوه بله خبره چې  کولاي شي دبيان اودمطبوعاتو ازادي له ستونزو اوبې باروي سره  مخامخ کړي  ديو شمير رسنيو سليقوي اوسمتي چلند دي ان  يو شمير دغه رسني زياتره  دبهرنيو ګټوپه تمثل کې دي .
دغه  راز ځيني  موارد ترسترګو کېږي چې دبيان له ازادي څخه دشخصيتونو دترور په مقصد دحربي  په توګه  کار اخيستل کېږي.
دغه خبره بايد له عامو خلکو څخه پټه نه وي چې  دبيان او دمطبوعاتو ازادي دخلکو دقشرونو ترمنځ اوله دولت سره دخلکو ترمنځ دارتباط پل دي.
دا درسنيو دچلوونکو وجيبه  ده چې دغه پل لازيات ټينګ اوپياوړي کړي دا کار هغه وخت شونې دي چې  زموږ رسني دعمومي ګټو په وړاندې  لازيات په خپل رسالت  پوه شي .
دملي ګټو په باب څرگنده تعريف ولري او دملي ګټو دساتنې په لاره کې حرکت وکړي په دې کې دشک ځاى نشته چې دبيان ازادي  دواقعيتونو دلټولو لپاره ضروري ده اوپه هيواد کې دټولني  دقشرونو دژوندانه په ښه والې کې ستر رول لري خوښه به دا وه  چې موږ دخپل حالت  بارونو اودټولنې په واقعيتونو په پوهيدو سره په دې لاره کې ګام واخلو اوپه نقد  انتقاد کې اصلاحي لاره هم وړاندې کړو.
په دې ترڅ کې دانتقاد اونقد په وړاندې ځان مسوول  وبولو  اودناخوالې  دله منځه وړلو لپاره کار وکړ په دې ترتيب به دبيان  په  زيات ووياړو.

Saturday, 23 February 2013 14:04

ملاناصر ونيول شو

کابل\  باختردکب  دمياشتې  ٥ :
دطالبانو يو مشهورقوماندان په فراه ولايت کې په يوه نښته کې ونيول شو.
دفراه   دوالي ويندوى  عبدالرحمن ژوندي باختراژانس ته وويل دطالبانو مشهور قوماندان ملاناصر تيره شپه دفراه ولايت  په خاک سفيدولسوالۍ کې  له پوليسو سره په نښته کې ونيول شو.
دژوندوي دڅرگندونوله مخې ددغو عملياتو په بهيرکې  دپوليسو ځواکونو ته
زيان نه دى اوښتي او يوه اندازه جنګي وسايل هم دپوليسو دځواکونو لاسته ورغلي دي.
 

کابل\  باختردکب  دمياشتې  ٥ :
دملي امنيت دلوى رياست موظفينو يو ځانمرګي بريدکوونکې دفارياب ولايت په مربوطاتو کې ونيوه.
دملي امنيت  دلوى رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ نيول شوي سړى مخکې له دې امله چې په ځانمرګي بريدلاس پوري کړي  له چاوديدونکو توکو او ځانمرګي بريد واسکټ سره ونيول شو.
ده اعتراف کړى دى  چې دميمنې ښار په يوه ګڼ ميشت سيمه کې دځانمرګي بريد لپاره ګومارل شوي و.
دغه سړى په داسې  حال کې  نيول کېږي چې  په ځانمرګي بريد کوونکې دلوى اختر په لومړۍ ورځ دميمنې په ښارکې يو شمير  لمونځ کوونکې شهيدان کړل..
ديوبل خبرله مخې   دملي امنيت دلوى رياست  موظفينو   دسمنګانو ولايت دحضرت  سلطان او فيروزنخچېر دولسواليو په مربوطاتو کې  يو اندازه وسلې  اومهمات اوچاوديدونکې توکې  ترلاسه کړل چې دوسله والو مخالفينو له خوا پټ کړاى شوي وو.
 

کابل\  باختردکب  دمياشتې  ٥ :
دهرات ولايت دشينډنډ ولسوالۍ په مربوطاتو کې دماين دچاودنې له امله يو ملکې وګړي ووژل شو او درې تنه نورملکې ملګي وګړي ټپيان شول.
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ.
پيښه هغه وخت رامنځته شوه چې دملکې وګړو دسپرلۍ موټر ددغې ولسوالۍ  دده نو کلي له ساحې څخه تيريده په واټ کې په ښخ کړي شوي ماين وخت يوه سپرلۍ ووژل شوه او درې تنه نوريې ټپيان شول.
ديوبل خبرله مخې  دکندز ولايت  يو اوسيدونکې  په کندز ښارکې  په ورته پيښه کې  ووژل شو.
دغه پيښه هغه وخت رامنځته شوه چې يو ماين پرون دکندز ښار په څلورمه ناحيه کې و چاوديد .
په دې  پيښه کې دوه تنه نور ملکې وګړي ټپيان شول.
 

Saturday, 23 February 2013 13:50

يو پوليس شهيد شو

کابل\  باختردکب  دمياشتې  ٥ :
په لغمان ولايت کې پرون دوسله والو مخالفينو د ډزو له امله  يو پوليس شهيد اويو  تن بل ټپي شو.
دشمشاد د  ٢٠٢  ساحوي زون دقوماندانۍ مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ وسله والو مخالفينو دلغمان ولايت دقرغيو ولسوالۍ په مربوطاتو کې دپوليس په يو رنجر موټر بريد وکړ چې  له امله يې يو پوليس شهيد اويو تن بل  ټپي شو.
 

کابل\  باختردکب دمياشتې  ٥ :
په بادغيس ولايت کې تيره شپه په يوه وسله واله نښته کې درې تنه وسله وال طالبان  ووژل شول او دوه تنه نور يې ټپيان شول.
دبادغيس ولايت دبالامرغاب ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونيار غلام رسول باختراژانس  ته وويل،  دغه جګړه هغه وخت ونښته چې وسله والو طالبانو دبادغيس ولايت په بالامرغاب ولسوالۍ په څو امنيتي پوستو بريدونه وکړل.
دبالا مرغاب ولسوالۍ امنيه قوماندان زياته کړه چې وسله وال طالٍبان دسردزيان په زغملو سره لوړو ساحو ته تښتيدلي دي اودهغوى يوه اندازه درندې اوسپکې وسلې دامنيتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.
ده څرگنده کړه چې په دې نښته کې دملي اردو ځواکونو اوملکې وګړو ته زيان نه دى اوښتى.
 

واشنګتن \ نړيوالي خبري منابع \  باختردکب دمياشتې  ٥ :
دامريکا دمتحده ايالاتو ددفاع وزير ليون پنيتا وايي  چې ښايي  دناټو تړون  له اتو زرو څخه تر دوولسو زرو تنو پورې پوځيان  په افغانستان کې وساتي چې په دغه هيواد کې دنړيوالو پوځونو  دمحاربوي ماموريت ترپاى پورې دافغان ځواکونو په روزنه کې  ونډه واخلي .
ليون پنيتا وايي  چې ناټو خپل دغه شمير عسکر په افغانستان کې ساتي چې  د ٢٠١٤ ميلادي کال ترپاى پورې چې په افغانستان کې دنړيوالو پوځونو محاربوي ماموريت پاى ته رسيږي  افغان ځواکونه وروزي او مرسته ورسره وکړي.
دامريکا ددفاع وزير پرون  دناټوپه مشري  دايساف د غړو هيوادونو دپنځوسو تنو استازو له غونډې وروسته په يوه خبري  ناسته کې وويل، هغه څه چې  موږ پرې خبرې وکړې  يو لړ انتخابونه و  خو ټينګاريې وکړ چې په دې باب هيڅ راز تصميم نه دى نيول شوى .
مخکې له دې دالمان ددفاع وزير توماس دي ماييزيري  په خپلو دغو څرگندونوسره شک او ترديد څرگند کړ چې ګنې دامريکا ددفاع وزير ليون پنيتا  په رسمي ډول اعلام کړى دى  چې امريکا به له  ٢٠١٤ ميلادي کال وروسته له اتو څخه تردولسو زرو تنو پورې  عسکر په افغانستان کې پريږدي.
خو دامريکا ددفاع وزير وويل چې  دغه خبرې سمي نه دي اويولړ هغه انتخابونه چې موږ پرې خبرې وکړې دناټو له پوځونوسره  ارتباط درلود.
دامريکا ددفاع وزير ليون پنيتا چې ټاکل شوې ده له دغې دندې  څخه ګوښه شي وويل، امريکا غواړي چې دروان کال په جنګي موسم کې په افغانستان کې  پوځي شتون ولري .
 

کراچې \ ډان \  باخترد کب  دمياشتې  ٥ :
دپاکستان په  کراچې ښارکې پرون دتاوتريخوالي له امله څه ناڅه نهه تنه ووژل شول.
دپوليسو دڅرگندونوله مخې، يو سړي دنظيم اباد شمال ته څيرمه په فرقه يي نښته کې ووژل شو اواته تنه نور دکراچې ښار  په نورو سيمو کې وژل شوي دي.
دکراچې ښار په وروستيو مياشتو دتاوتريخوالي ډګر دى  اودناپيژندل شويو  وسله والو کسانو له  خوا په دغه ښارکې دسلګونو تنو مرګ ژوبلې خبرورکړشوى دى.
 

دوشنبه \ پرند \  باختردکب  دمياشتې  ٥ :
دتاجکستان  حکومت وايي چې ددغه هيواد  له قلمرو څخه په افغانستان کې دايساف دځواکونو دکاروانونو دليږدونې لپاره تياري لري.
دتاجکستان دبهرنيو چارو وزارت يو مامور دولت نظريف  پرون دغه ټکۍ په يوه خبري  غونډه کې بيان کړ خو ويې ويل چې په دې اړوند يولړستونزې او خنډونه شته .دتاجکستان دبهرنيو چارو  وزارت دغه مامور دغه راز وويل  که چېرې دايساف  کوم غړي هيواد دغه شان ورته وړانديز ولري دتاجکستان حکومت له طرزالعمل سره سم دهغوى وړانديز څيړي.
نظريف وويل  چې همدا اوس تاجکستان له بريتانيا سره ددغې موضوع په باب خبرې کوي .
 

کابل\  باختردکب  دمياشتې  ٥ :
دملي دفاع وزارت خبرځايونه وايي چې  اوولس تنه وسله وال طالبان له افغان امنيتي ځواکونوسره په جګړه کې وژل شوي دي.
دکورنيو چارو وزارت  مطبوعاتي  دفتر باختراژانس ته خبرورکړ.
دوسله والو طالبانو  دډلې دغه کسان دامنيتي ځواکونو په هغو چاڼيزو عملياتو کې  چې په تيرو ٢٤ ساعتو کې دننګرهار ، لغمان ، قندهار  او لوګردولايتونو په مربوطاتو کې ترسره شول وژل شوي دي او څلور تنه نور طالبان  نيول شوي دي.
ويل کېږي چې ددغو عملياتو په  بهير کې  شپاړلس ډول ډول ماينونه  او زر کېلوګرامه امونيم نايتريت چې دبمونو په  جوړولو کې کارول کېږي، درندو وسلو له يوې اندازې مهماتو او نورو پوځي تجهيزاتو سره  ترلاسه شوي دي.