26 May 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د کرونا په اړه بې پروا چلند ستر ناورین رامنځ ته کولای شي

د کرونا په اړه بې پروا چلند ستر ناورین رامنځ ته کولای شي

کابل / د غبرګولي ۶ مه / باختر د کروناویروس خپرېدا...

د ملي امنيت شورا سلاکار پکتيا ته سفر وکړ

د ملي امنيت شورا سلاکار پکتيا ته سفر وکړ

- کابل / د غبرګولي ٦ مه / باختر د ملي...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

مسکو \ دروسيې غږ باختر :
دروسيې دبهرنيو چارو وزير به  دملګرو ملتودسازمان له عمومي منشي سره  په نيويارک  کې وګوري او دمنځنې ختيځ   اودافغانستان په باره کې به  خبرې وکړي .
په دې کتنه کې به  دروسيې ددفاع وزير هم ددغه هېواد  دبهرنيو چارو له وزير سره   ملګرى وي .
دروسيې  دبهرنيو چارو  او ددفاع وزيران به  په نږدې راتلوونکي کې په واشنګتن کې  په دوو سربيره  د دوو  په غونډه کې ګډون کړي.
دروسيې له جمهوررييس سره  دامريکا دجمهور رييس دکتنې لغوه کيدل  او دامنيت موضوع دخبرو ډيرې مهمې موضوعګانې دي.

کابل باختر دزمري اتلسمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس حامدکرزي  وسله والو طالبانو ته په خطاب کې  وويل ، د پرديو هغه وسلې چې په  خپلو اوږو ليږدوى ، د هغو په واسطه زموږ مظلوم اوبيګناه هيوادوال  وژل کيږي  ،کورونه ويجاړيږي اوميندې کونډي او بوري کيږي .
د باخترآژانس خبريال ليکي  : جمهور رييس کرزي چې پرون يې دنيکمرغه کوچني اختر د لمانځه له ادا کولو وروسته  يې د جمهوري رياست په ارګ کې له خبريالانو سره خبرې کولې  له  وسله والوطالبانو  څخه غوښتل چې د پرديو وسلې له  خپلو اوږو څخه لر ې کړي ، افغانيت  پيداکړي او داسلام لپاره صادق او خدمتګار واوسي او د وسلې پرځاى قلم ، يوم او  هره  بله وسيله  چې دغې خاورې  ته دخدمت په خاطر ورته اړتيا ده ، ترلاسه کړي او افغانستان چې د دوى کور دى  ، ودان او آباد کړي .
هغه څه چې پردي نه غواړي او په همدې دليل تير وتلي افغانان  وسيله ګرځوي او دغه هيواد د هغوى په  واسطه ويجاړ وي .
که چيرې ټول افغانان  له ذهني اسارتونو څخه خلاص له يوبل  سره  يوځاى او يو موټى شي او د خپل هيواد او خلکوپه باب فکر وکړي هيڅکله پردي نه شي  کولاى  زموږ خلک له يوبل څخه جلا کړي اوکه چيرې طالبان دخپلو خلکو تر څنګ ودريږي  په خپل هيواد کې به  بې عزته  نه شي .
حامدکرزي طالبانوته په خپل خطاب  کې دا حقيقت په  ډاګه کړ چې پردي  دوى دخپلو ناوړو هدفونو د ترلاسه کولو په خاطر د خپلو خلکو او خاوري پرخلاف  استعمالوي  او په وينو او خاورو د افغانانو د لړلو اولت پت  کولو اوهم د دې هيواد د بنسټونو د لازيات ويجاړولو په خاطر هغوى  سمبال او وسله وال کړي دي .
وسله والو طالبانو ته دحامدکرزي خبرو په  ډاګه کړه ، چې د دې هيواد کينه کښ
دښمنان په حقيقت کې د دې هيواد د ټولو خلکو په وړاندې ولاړ دي او هدفونه يې
دافغانستان او دهغه دخلکو کمزوري کول دي او بايد هر افغان د اسياسي وښتيا ولري او په دې پوه شي چې دافغانستان دښمنانو له څولسيزو راپه دې خوا  هلې ځلې کړي دي او زموږ خلک يې په  خپلو کې اچولې دي  چې خپلو ناوړو مقصدونو ته  ورسيږي .
جمهور رييس دغه مشهور  متل چې د پردي کټ  ترنيمو  شپو دى  ياد کړ او څرګنده يې کړه  چې له هغو طالبانو سره د پرديو ملاتړبه چې د دې هيواد بچيان دي دوام  ونه کړي او لکه څنګه چې دافغانستان اود هغه د خلکو دښمنان اوس طالبان دهغوى دهيواد او هيوادوالو پرخلاف استعمالوي يوه ورځ به په خپله په دوى بريد وکړي .

کابل باختر دزمري اتلسمه :
په سرپل ولايت کې پرون يوه ځوانه نجلۍ چې غوښتل يې د زهرو په خوړلو سره ځان و وژني ، د ډاکترانو له خوا وژغورل شوه .
د سرپل ولايت د ښځو دچارو رييسې نسيمې آرزو  باخترآژانس ته وويل :
دسرپل ولايت په مرکز  پورې اړوند د اوکاني د کلي اوسيدونکى  يوې اتلس کلنې  نجلۍ د وژونکې مادې له خوړلو وروسته  له کوره  وتښتيده او د امن کورته يې  پناه يوړه  او له دې امله  چې حالت يې مخ په  خرابيدو  و د امن د خونې مسوولينو د روغتون له چارواکو څخه د مرستې غوښتنه وکړه .
دښځو د چارو د رييسې  د څرګندونو له مخې ،  د ډاکترانو په رسيدو سره د دې د کولمو له مينځلو وروسته  دنجلۍ حالت مخ په  ښه والي شو .
په همدې حال کې  يو عيني شاهد چې د نامه له اخستلو څخه يې  ډډه  وکړه باختر آژانس ته وويل ،  چې دغې ځوانې نجلۍ دکورني تاوتريخوالي له امله په ځان وژنې لاس پورې  کړى  و .
څه موده مخکې هم دوو تنو نجونو په همدې ولايت کې په  ځان وژنې لاس پورې کړى  و .

کابل باختر دزمري اتلسمه :
د وسله والو طالبانو د ډلې يو مشهور قوماندان پرون  په هرات ولايت کې  له امنيتي ځواکونو سره  په نښته کې  ووژل  شو .
د هرات ولايت د امنيې قوماندانۍ ويندوى  عبدالروف احمدي باختراژانس ته وويل  :  دوسله والو طالبانو د ډلې يو مشهور قوماندان شيخ  کله يې چې غوښتل له افرادو سره  يې د دغه ولايت  په ګذرې  ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو د تګ راتګ په لاره کې کمين ونيسي  له امنيتي ځواکونو سره په وسله واله  نښته کې ووژل شو.

کابل باختر دزمري اتلسمه :
يو ايراني تبعه چې غوښتل يې  يوولس کيلو ګرامه نشه يي توکي وليږدوي ، تيرهشپه دپوليسو دمنسوبينو له خوا دهرات _ اسلام قلعه په لويه لاره کې ونيول شو .
دهرات ولايت دامنيې قوماندانۍ ويندوى عبدالروف احمدي باخترآژانس ته وويل : دغه قاچاق وړونکي  چې د هرات _ اسلام قلعه  په لويه لاره کې  يې موټر چلاوه ، غوښتل  چې يوولس کيلوګرامه کرستال ډوله  نشه يي توکي ايران ته وليږدوي .
ديوبل خبر له مخې  :  څلور تنه وسله وال  غله د هرات ولايت دامنيې قوماندانۍ دپوليسوله خوا ونيول شول .
د احمدي دڅرګندونوله مخې ، دغو کسانوچې  دوسله والې  غلا په څو پيښو کې لاس درلود  د هرات ښار په مربوطاتو کې ونيول شول .

کابل باختر د زمري اتلسمه :
د بغلان ولايت  اړوندو ولسواليو کې  د بڼوالۍ د ټولنو په  جوړيدو سره  د بڼوالۍ  د ښه والي او دبڼوالو دمالي بنسټ په  پياوړتيا کې لازمې اسانتياوې برابرې شوي دي .
له دغو ټولنوڅخه په استفادې سره  چې  په  بغلان ولايت کې دآغاخان  دپرمختيا دمرکز له خوا  جوړې شوي دي  د بنو، ده صلاح ، پل حصار ، خنجان ، دوشي او دتاله اوبرفک  د ولسواليو بڼوالود څانګو دغوڅولو، د نيالګيو دپيوند، دنيالګيو دايښودلو او په فني او تخنيکي ډول  د درملو د شيندلوپه ګډون له لازمو تخنيکي خدمتونو څخه  ګټه اخستې ده  او د بڼوالۍ د چارو دپرمخ بيولو په کار کې  يې خاص مهارتونه  پيداکړي دي .
د بغلان ولايت  د بڼوالو د ټولنې يو تن مسوول  عبدالبصير باختر آژانس ته وويل : دغې ټولنې  څلور کاله مخکې  د دري سوه پنځوسو زرو افغانيوپه لومړنۍ پانګه  په دغو شپږو ولسواليو کې جوړې شوي دي او همدا اوس رييسان مرستيالان ، منشيان  ،  خزانه  داران او  دوه سوه پنځوس تنه غړى  لري .
ده زياته کړه ،  دغه ټولنې  په دې بريالي شوي دي  چې د جوړيدوله وخت څخه تراوسه پورې  اته ويشت ډوله مڼې ، پنځلس ډوله ناک او نورې ميوې  ترويج کړي  او دنهوسړو خونو په جوړولو او په بڼوالو د نهه زره کارتنونو او دڅلور سوه بياتيو   په ويشلو سره هغوي ته ښې نتيجې  ور په برخه کړې .
د بڼوالۍ ټولنې يو تن غړى عبدالهادي د ټولنو دفعاليتونو دڅرنګوالي له امله  دخوښې په  څرګندولو سره  وويل ،  چې د دغو ټولنو له جوړيدو مخکې مو يو من سرې او  ژيړې  مڼې  په اتيا افغانيو پلورلې  خو اوس يو من باکيفته مڼې  په درې سوه پنځوس افغانيو پلورو .
دآغا خان د مرکز دطبيعي منابعو دتنظيم د برخې مسوول سنجر رضايي  وايي ،  ددغه مرکز په مالي مرسته په څه دپاسه  يو زرو پنځه سوه بڼونوکې هغه نيالګي چې له اروپا څخه وارد شوي و  ايښي دي او بڼوالو ښه حاصلات هم پورته کړى دى . لکه څنګه چې د يو ناک وزن  دوه سوه ګرامو  ته رسيږي .

کابل باختر دزمري اتلسمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت  جمهور رييس حامدکرزي له خلکو څخه وغوښتل  چې د اوبو په لګښت کې دې سپما وکړي .
د باخترآژانس دخبريال  دخبر له مخې ،  د هيواد جمهور رييس په خپلې نوبتي راديويي وينا کې  چې د پنجشنبي په شپه د ملي  راديو دڅپو له لارې  خپره شوه  د هيواد په ښارونو او آن  په کليو کې  تر ځمکې لاندې اوبو دکمښت عوامل په ګوته کړل او څرګنده يې کړه چې په غير مسلکي ډول  د ژورو څاه ګانو کيندل او له  واتر پمپونو څخه  استفادې  تر ځمکې لاندې اوبو سرچينې د اوبو دکمښت  له خطر سره  مخامخې کړې دي  .
جمهور رييس وويل :  د ښارونو په پراختيا سره په  ښارونوکې د وګړو شمير زيات شوى دى او په ټولو ښاري سيمو کې تر ځمکې لاندې اوبو له  منابعو څخه  استفاده څو برابره  زياته شوې ده  او سر بيره پردې  د هيوادپه کليو کې هم يو شمير خلک په غير مسلکي ډول د ژورو څاه ګانوپه کيندلو او له هغو څخه په استفادې سره  تر ځمکې لاندې  د اوبو سرچينۍ  دکمښت له خطر سره  مخامخې کړي  دي اوپه دغو سيموکې د اوبو د نورو څاه ګانو او کاريزونو د وچيدو سبب کيږي .
حامدکرزي  په دې راديويي وينا کې له خلکو څخه وغوښتل  چې د ژورو څاه ګانو په کيندلو کې دې  په دې برخه کې  له مسلکي کسانو سره  سلامشوره وکړي  اوهم دې  د اوبو په لګښت کې  له سپما څخه  کار واخلي .او تر ځمکې لاندې  اوبو دکچې ټيټوالي  نه يوازې خلکو ته  ستونزې پيداکوي بلکې د ونو او د بوټو د وچيدوسبب هم کيږي او ترځمکې لاندې اوبه د ځمکې د قشرد مرطوب ساتلو لپاره  هم ځانګړې ارزښت  لري .
جمهور رييس وويل  :  چې د تودوخې په دې فصل کې  دهيواد په ښارونو په تيره بيا  په کابل کې تر ځمکې لاندې اوبو کچه بيخي ټيټه شوې ده او د ښاري اوبو رسولو  د مسلکي اشخاصو  دڅيړنې له مخې ، د اوبو کچه له لازمې اندازې څخه  ټيټه شوې ده  له  دې امله ټول  بايد دغې اساسي ستونزې ته  پاملرنه وکړو او اوبه
په بشپړ احتياط سره  او آن له  ورځنۍ اړتيا څخه  کمه  وکاروو .
د هيواد جمهور رييس په دې راديويي وينا کې  اوبه د ژوندانه  اساسي ماده  وبلله او څرګنده يې کړه چې له اوبو پرته هيڅ  ژوي  ژوند نه شي کولاى  نو لازمه ده  چې د اوبو په لګښټ کې  د اړتيا وړ نورو  مواردو  په شان محتاط و اوسو چې هم زموږ ننني  نسل ته زيان ونه رسيږي  اوهم په راتلونکې کې زموږ خلک د استفادې او دژوندانه لپاره  کافي اوبه  ولري .

کابل باختر دزمري اتلسمه :
کابل ښاريانو دنيکمرغه کوچني اختر د ډاډ من امنيت په فضا کې په خوشحالۍ سره تيره کړه .
کابل ښاريان  سره له  دې چې  په تګ راتګ کې له ترانسپورتي ستونزو او له  تودې  هوا سره مخامخ و خوپه ښار کې دامنيتي ځواکونو دپراخ شتون او په ښار کې  دنظم او امنيت دتامين له امله  خوښ بريښِيدل .
دچهلستون د سيمې اوسيدونکي امان الله باختراژانس ته وويل :  خلک د پخوا په شان له ترانسپورتي  ستونزو سره مخامخ دي او پخوا دملي بس د رياست بسونه  د اختر په ورځوکې د خلکو په خدمت کې و . او اوس خصوصي سکتوردغه خدمتونه د زياتې کرايې  داخستلو په بدل کې په غير منظم ډول  وړاندې کوي .  چې دا کار د دې سبب شوى دي چې خلک په تم ځايونو کې ترسوځنده لمر لاندې او په ډيره توده هوا کې زيات  انتظار وباسي او يو شمير نورو کابل ښاريانو د باختراژانس خبريال ته وويل :  چې دنظم او امنيت تامينول  داختر په  ورځو کې دخلکو لومړيتوبونه دي  چې دامنيتي ځواکونو د هڅو او هاند له امله يې  په دې کار بريالي شوي دي .
دوى د هيواد له امنيتي ځواکونو څخه  قدرداني  وکړه او د ډاډمن امنيت تامينول يې د دغو  ځواکونو د ويښتيا او د بشپړو احضاراتو  زيږنده وباله .

Friday, 09 August 2013 12:58

دمبارکۍ پيغامونه .

کابل باختر دزمري اتلسمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت د جمهور رييس  حامدکرزي ، دجمهوري رياست دمرستيالانو ، دملي شورا د دواړو مجلسونو درييسانو ، دسترې محکمې دسرپرست ، لوى څارنوال ، دکابينې دغړو او دافغانستان دټولو خلکو په نامه نن هم  دنيکمرغه کوچنې اخترله امله باخترآژانس ته  دمبارکۍ پيغامونه رارسيدلي دي  .
  په دغو پيغامونوکې دمبارکيو د ډيرو ښو مراتبو د څرګندولو په ترڅ کې  هيله شوې ده  چې په هيوادکې  جګړه اوتاوتريخوالې پاى ته ورسيږي . چې نور هيڅ ماشوم ، ښځه ، نارينه او په کلي توګه د دې هيواد هيڅ يو وګړى دځانمرګي بريد ، چاودنې اوجګړې  له امله  ونه وژل شي  اويا ټپي  نه شي .
په دغو پيغامونوکې څرګنده  شوې ده  چې دجګړې په دوام کې دافغانانو له مرګ ژوبلې او دهيواد له زياتې ويجاړتيا پرته  بله ګټه نشته . او بايدد دولت وسله وال مخالفين د پرديو په ناوړو نيتونو په پوهيدو سره  زموږ خلکواو هيواد په وړاندې له جګړې  څخه  لاس واخلي او دخپلو خلکو ترڅنګ  دې دافغانستان دترقۍ او پرمختګ په لاره کې هڅه او هاند وکړي .
په دغو پيغامونوکې يوځل بيا له  اداري فساد ، د نشه يي توکو د قاچاقو او په ټولنه کې د نورو ناخوالواوتعصب پرخلاف مبارزه کې چې دافغانستان داسلامي جمهوريت  دنظام دبرياليتوبونو دله منځه تللو سبب کيږي او هم دمناسبو شرايطو دبرابرولوپه خاطر  دخپل پور په اداکولو اودراتلونکي کال په انتخاباتو کې  دګډون لپاره دخلکوپه يو موټې کولو کې دمبارزې په کار کې ژمنه شوې ده .
دغه پيغامونه دځينو وزارتونو دمشرتابه هئيتونو واليانو او دمرکز او ولايتونو ددولتي ادارو دمسوولينو، دتحصيلي ، تعليمي اوفرهنګي مرکزونو ، سياسي ګوندونو ، ټولنيزو سازمانونو ، قومي شوراګانو او دروغتيايي مرکزونو له خوا رارسيدلي دي .

کابل باختر دزمري اتلسمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت  جمهور رييس کرزي وويل ، که چيرې  طالبانو خپل دفتر د افغانستان په  دننه کې پرانستى واى نه بيا تړل کيده او نه هم  بيرغ يې  راښکته کيده .
دباخترآژانس خبريال ليکي . جمهور رييس  چې پرون يې  دنيکمرغه کوچني اختر دلمانځه له ادا کولو وروسته  د جمهوري رياست په ارګ کې له خبريالانو سره  خبرې کولې ، طالبان  يې مخاطب کړل او ويې ويل ،  پردى کور هيڅکله ستاسو نه کيږي او په قطر کې د دفتر دپرانستلو په بهير کې مو وليدل  چې د کور خاوند نه وې . بلکې  هغه ميلمانه وې چې عزت موونه شو او هغه بيرغ چې په يوه شيبه کې مو اوچت کړى و په بله شيبه کې  راښکته کړى شو .
جمهور رييس  دخپلو خبروپه دوام طالبانو ته څرګنده کړه که چيرې  همدغه خبرې مو په خپل  هيواد کې کړې  واى  د افغانستان  د نورو سياسي ګوندونو په شان  مو دفتر پرانستى واى ، بيرغ مو پورته کړى واى  اولوحه مو درولې واى نه مو دفتر تړل کيده اونه هم ستاسو لوحه او بيرغ بيا راښکته کيده  اوله دې امله چې  د بهرنيانو په واک کې  وې ستاسو بيرغ  راښکته کړاى شو او د ممانعت توان مو نه درلود .
طالبانو ته دحامدکرزي دغه خطاب په دې مانا و چې بايد طالبان له جګړې  څخه لاس واخلي او له اساسي قانون سره سم اوهم په هيواد کې له واکمنوسياسي حالاتو څخه په استفادې سره د نورو سياسي ګوندونو په شان په خپل هيواد کې د دفتر په جوړولو او په سياسي فعاليتونو لاس پورې کړي .
جمهور رييس طالبانو ته تفهيم کړه  چې هغوي  لا تراوسه پورې  د دې فرصت لري چې راشي او دسوله ييزو سياسي مبارزو له  لارې  چې اساسي قانون اجازه ورکوي په خلکوکې ځاى ونيسي او دخلکو اعتماد اوباور ځان ته جلب کړي او دافغانستان  دترقي اوپرمختګ په کاروان کې ځان شريک کړي . اوخپل سياسي  دريځ  د خلکو دراې له لارې غوره کړي نه  له داسې لارو  چې هغوى ترکستان ته  بيايې .