26 May 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د کرونا په اړه بې پروا چلند ستر ناورین رامنځ ته کولای شي

د کرونا په اړه بې پروا چلند ستر ناورین رامنځ ته کولای شي

کابل / د غبرګولي ۶ مه / باختر د کروناویروس خپرېدا...

د ملي امنيت شورا سلاکار پکتيا ته سفر وکړ

د ملي امنيت شورا سلاکار پکتيا ته سفر وکړ

- کابل / د غبرګولي ٦ مه / باختر د ملي...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کابل باختر دزمري اتلسمه :
د پوليسو منسوبينو پرون دوه انسان تښتوونکي ډلې په قندهار ښار کې ونيولې .  د باخترآژانس دخبريال دخبر له مخې :  د قندهار ولايت امنيه قوماندان عبدالرزاق اڅکزي وويل ، په دغو دوو ډلو کې شاملو کسانو نيت درلود چې د اختر په  ورځو کې ماشومان وتښتوي .
دقندهار امنيه قوماندان زياته کړه چې دغو افرادو مخکې له دې هم  دپيسو دترلاسه کولو په خاطر څو تنه ماشومان تښتولي وو .

کابل باختر دزمري اتلسمه :
دبغلان ولايت دامنيې قوماندانۍ پوليسو نن يو ماين چې تر يوه پله  لاندې ځاى پرځاى شوى  و ، کشف او شنډ کړ .
د بغلان ولايت د امنيې قوماندانۍ  ويندوى احمد جاويد بشارت باخترآژانس ته وويل  ،  چې وسله والوطالبانو د اختر په ورځو کې د امنيت د ګډ وډولو او دملکي وګړو د وژلو په خاطر يو ماين  چې د ريموت په واسطه کنتروليده دپلخمري ښار تر خاټول پله لاندې  ځاى پرځاى کړى  و .
بشارت زياته کړه،  چې دبغلان پوليسو وکولاى  شول دغه ماين کشف او دپوليسو د انجنيري ټيم په مرسته د دغه ماين د چاودنې مخه  ونيسي .
دغه راز بشارت په ډاګه کړه،  چې د دغه ولايت امنيه قوماندانۍ د خلکو دښه امنيت دتامينولو په خاطر په لويو  لارو کې څو نوې  پوستې هم جوړې کړي دي .

Thursday, 08 August 2013 12:38

دکويټې په ښار کې ډزې

 کويټه \ډي ډان \باختر\داسد١٧
ناپيژندل شويو وسله والو کسانو نن د کويټې ښار دالموي په نا حيه کې دپوليسو ديوافسر دسپرلۍ په نقليه واسطې ډزې و کړې چې له ا مله يې دغه افسر ووژل شو او شپږ تنه نورټپيان شول  .
د باخترآژانس دخبر له مخي  :  دغه افسر محب الله نوميده او له خپلو څلورو  زامنو او دوو نورو  پوليسانو سره  دپوليسو په يوه  نقليه واسطه  کې روان و  چې د وسله والو موټر سايکل سپرو له خوا ورباندې ډزې وشوې .
په دغه بريدکې ددغه افسر ټول ملګري ټپيان شوي دي اودکويټې پوځي روغتون ته ليږدول شوى  دى  چې د يو بل پوليس روغتيايي حالت خراب بلل شوى دى  .
 

کابل\باختر\داسد١٧
دننګرهار ولايت په يوه اديره کې د بم دچاودنې له ا مله دښځو اوماشومانو په ګډون ديوې کورنۍ ١٤ تنه غړي ووژل شول .
په دې پيښه کې چې نن له غرمې مخکې په غني خيلو ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده ددغې کورنۍڅلورتنه نور غړي ټپيان شوي دي .
درپوټونو له مخې  ، دغه بم چې له لرې واټن څخه کنتروليده په يوقبر کيې ځاى پرځاى شوي وو  او هغه وخت چې ديوې کورنۍ غړي ديو خپلوان قبرته د دعا لپاره راغلي وو  چاودنه شوې  ده .
دننګرهاردوالي ويندوى  احمدضياعبدالزي باخترآژانس ته وويل :  چى  ددغې چاودنې له ا مله ديوې کورنۍ اووه تنه ښځې او اووه  تنه ماشومان وژل شوي دي.
ده تاييدکړه چې د دوو ماشومانو په ګډون  ددغې کورنۍ څلورتنه نور غړي ټپيان شوي دي .
دننګرهاردوالي ويندوى  په دې پيښه کې دطالبانو لاس لرل  ردوي او وايي چې دغه بم ايښودنه دکورنۍ دښمنيو زيږنده  ده  .
هغه مړى  چې کورنۍ يې د هغه قبر ته راغلي و  نږدې يوکال مخکې د ناپيژندل شويو وسله والوکسانو له خوا وژل شوى و.
دننګر هار سيمه ييزمقامات وايي چې  دغه سړى هم دکورنۍ دښمنيو له ا مله ترور شوي و .
په افغانستان کې داختر په لومړى ورځ د مړو نږدي خپلوان دهغوي د زيارت لپاره اديرو ته ځي .
له بله پلوه دننګرهار سيمه ييز مقامات وايي چې امنيتې ما مورينو د دغه بم ايښودنې د عاملينو دپيژندلو اونيولو لپاره پلټنې پيل کړي دي  .
 

کابل\باختر\داسد١٧
د جوزجان ولايت سيمه  ييز مسوولين وايي چې د لمونځ کوونکو په لاره کې د طالبانو بم ايښودل يې ناکام کړي دي  .
د رپوټونو له مخې ،  وسله والو طالبانو داختر دلمانځه له اداکولو څخه څوساعته مخکې د آقچى _ منګه جک دولسواليو په تګلوري کې بم ځاى پرځاى کړى و.
د جوزجان ولايت دمنګه جک د ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونوال محمدايوب باخترآژانس ته وويل ،  چې دى له خپلو افرادو سره دغه بم  يو جامع جومات ته د لمونځ کوونکو له ورتګ څخه مخکې کشف او شنډ کړى دى .
دپوليسو ددغه مسوول د څرګندونو له مخې :  طالبانو غوښتل ددغه بم په ايښودلو سره ترورستي خونړي پيښه رامنځته کړي .
ويل کيږي چې بم په يو بوشکه کې ځاى پرځاى شوي و.
هغه لاره چې طالبانو پکې بم ځاى پرځاى کړى ودهغو لمونځ کوونکو په لاره کې موقعيت لري چې ټاکل شوې وه څودقيقې وروسته يوجامع جومات ته داختر دلمانځه د ادا کولولپاره په هغه لاره تير شي
 

کابل\باختر\داسد١٧
دافغا نستان د اسلامي جمهوريت جمهور رييس حامد کرزي د ننګرهار ولايت په غني خيلو ولسوالۍ کې ماين ايښودنه چې له ا مله يې دنيکمرغه کوچني اختر په لومړۍ ورځ ديارلسوتنو ښځو اوماشومانو ته مرګ ژوبله واوښته په سختو ټکو وغندل او عا ملين يي د افغانستان د خلکو ماتې خوړلي دښمنا ن وبلل .
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ :
دننګر هاردوالي د دفتر دمعلوماتو له مخې  : نن سهار دننګر هار ولايت دغني خيلو ولسوالۍ په يوه هديره کې د افغا نستان د خلکو د دښمنا نو له خوا دځاى
پرځاى شوي ماين دچاودنې  له امله لس تنه ښځې اوماشومان چې ديوې کورنۍ غړي وو هغه وخت شهيدان شول چې ددعا لپاره د خپل ديوخپلوان قبرته چى اته مياشتې مخکې دطالبانو له خوا شهيد کړاى شوي وو،  روان وو . په دې  پيښه کې درې تنه ښځې هم ټپيانې شوي دي  .
دافغا نستان د اسلامي جمهوريت جمهور رييس حامد کرزى  ددغه ډارن عمل دغندلو په ترڅ کي وويل  ،  دافغا نستان د خلکودښمنان چې هيڅ دين ته پابند نه دي آن دمسلمانانو په هديره او د اختر په ورځ کې چې دخوښي اوخوشحالي ورځ ده زموږ بيګناه هيواد وال په خاورو او وينو کې ليت پيت کړل  .
دهيواد جمهور رييس وويل ، چې دملکي وګړو په تيره بيا په ښځو اوماشومانو بريد اود هغوى  وژل د افغانستان د خلکو د دښمنانو دفکري او عقيدتي ماتې نښه نښانه ده چې د جګړې په ډګر کې دهيواد له امنيتي ځواکونو سره د مخامخ کيدو وړتيا  نه لري  .
د افغا نستان د اسلامي جمهوريت جمهور رئيس  په زياتي خواشيني سره زموږ د بيګناه هيواد والو د وژل کيدو په خا طرد خپلې  ژورې  ډاډګيرني مراتب دشهيدانو کورنيو ته څرګندوي اود لوى  خداى  (ج) له  دربار څخه هغوى  ته د جميل صبر او ټپيانو ته دسملاسي روغتيا هيله کوي .
 

کابل\باختر\داسد١٧
دافغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رييس حامد کرزى نن سهار دتشريفاتو
د ګارد له کتنې وروسته دنيکمرغه کوچني اختر لمونځ دارګ په جامع جومات کې ادا کړ او له لمونځ کوونکو سره يې روغبړ وکړ او داختر مبارکي يې  وويله .
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ :  د هيواد جمهور رييس داختر دلمانځه له ادا کولو  وروسته له  رسنيو سره د خبرو په ترڅ کې دافغانستان ځوريدلي ملت او د اسلامي نړۍ مسلمانو خلکو ته د نيکمرغه کوچني اختر له ا مله مبارکي وويله  او څرګنده يې کړه  چې خداى  (ج) دې د روژې دمبارکې مياشتې او دمسلمانانو له فيض ډکو طاعاتو اوعباداتو په برکت د نيکمرغه کوچني اختر دخوشحالي ،اتحاد او يووالي د ورځو مثبتي اغيزې په اسلامي نړۍ وا چوي  .
حامد کرزي د روژې  په مبارکه مياشت کې  د افغا نستان د خلکو قربانيو ته  په اشارې  سره وويل ،  دافغا نستان خلکو د رو ژې په مبارکه مياشت کې زياتې قرباني  وزغملي د دغه هيواد په لسګونو بيګناه هيواد وال ، بچيان او ميندې د افغا نستان د خلکو د دښمنانو دماين ايښودنې له ا مله په خاورو او وينو کې ليت پيت شول .
جمهور رييس زيا ته کړه ،  د روژې په مبارکه مياشت کې د افغانستان خلک په ټول هيواد کې د ماين ،ترور او ډاراچونې قرباني شول .
دپوليسو ، ملي اردو او د ملي امنيت منسو بين دخپل هيواد د دفاع لپاره قرباني ورکړې  او دغه راز د دولت مامورين ،وکيلان ، سناتوران او د هيواد مشران شهيدان شول .
حامد کرزي د هيواد د وسله والو ځواکو نو د منسو بينو کورنۍ چې خپل بچيان يې د خپل هيواد د دفاع لپاره له لاسه ورکړي دي  زړور خلک خطاب کړل او ويې  ويل : چې هغوى دخپلو پلرونو اونيکونو په شان بيا هم د دغه هيواد دفاع وکړه .
حامدکرزي طالبانو ته په خطاب کې وويل ،  چې د پردي کور پردى دى  او هيڅکله ستاسو نه کيږي .  په قطر کې مو دطالبانو د دفتر دپرانيستلو په بهير کې  وليدل چې د کور خا وندان نه  وى  بلکې ميلمانه وي او د اسې ميلمانه  وى چې عزت مو ونه شو .
جمهور رييس زياته کړه .  تاسو وليدل هغه لوحه او بيرغ مو چې پورته کړې و،  په يوه شيبه کې پورته  شو او په بله شيبه کې بيرته ښکته کړاى شو که  چيري دغه خبرې مو په خپل هيواد کې تر سره کړي واى  دافغا نستان د نورو ګوندونو په شان مو دفتر درلودى  او په پت اوعزت کې واى  که چيرې مو بيرغ پورته کړي واى او لوحه مو درولي واى  نه ښکته کيده  له دې ا مله چې تاسې د بهرنيو په لاس وي ستاسو بيرغ ښکته کړاى  شو اوتاسو  ددې توان نه درلود چې دهغه مخه ونيسي.
حامدکرزي دخپلو خبرو په دوام طالبانو ته په خطاب کى وويل ،  د پرديو وسلې  چې   تاسې   يې په خپلو اوږو ليږدوى د هغه په واسطه زموږ بيګناه اومظلوم ملت وژل کيږي ،کورونه ويجاړيږي ، ميندې داغداره ، کونډې اوبدبخته کيږي اونور هغه لري کړى ، افغانيت مو ترلاسه کړى او اسلام ته رښتيني او خدمتګار و اوسي
دهيواد جمهور رييس زياته کړه  د وسلو پرځاى خپلو خلکو ته د خدمت لپاره قلم ، يوم او بيلچه او بله هره  وسيله چې د دغه هيواد د خدمت لپاره ورته اړتيا ده پورته کړي افغا نستان ستاسو کور دى په دغه هيواد کې به باعزته و اوسي او هيڅکله به بې عزته نه  شي  .
دهيواد جمهور رئيس د خداى  (ج) له  دربار څخه هيله وکړه چې افغانستان او اسلامي نړۍ د بهرنيو له درد او کړاو او دسيسو څخه وژغوري  او مسلمانان د اسلامي نړۍ  ددښمنانو پرخلاف په اتفاق او يو والي کې   هوښيارکړي .
حامدکرزي دخپلو خبرو په پاي کې دافغا نستان خلکو ته خطاب وکړ او وي ويل : چې سختې ورځې لنډې دي او د خداى  (ج) په مرسته به  ډير  ژر تيرې شي او زموږ هيواد به په خپلو پښو و دريږي خپلواک او آباد به شي  .
ديادوني وړ ده  چې په دغو مراسمو کې د جمهوري  رياست دويم مرستيال محمد کريم خليلي ، د سولې  د عالي شورا رييس صلاح الدين رباني  ، دافغا نستان  د عالمانو د سرا سري شورا رييس مولوي قيام الدين کشاف ، سلا کار وزير نعمت الله شهراني ،د ملي شورا اود کابينې يوشميرغړو ،دکابل ښار مشرانو او مخورو په کابل کې داسلامي هيوادو نو ځينو سفيرانو اود هيواد د وسله والو ځواکونو يو شمير جنرالانو او لوړ رتبه افسرانو ګډون کړى وو.
 

٢٠-کابل\باختر\داسد١٧
روژه خداى  (ج) ته د راستنيدو په فلسفي سره پاى ته ورسيده  او اختر له ګناهونو څخه د لرې والي په پيغام سره را ورسيداو يوځل بيا يې مسلمانان اخوت او ورورولي ته را وبلل  .
دباختر آژانس مبصر ليکي :
له شک پرته انسانان دژوند په جګړه او د الهي لارښوونو څخه په غفلت کې ډول ډول ګنا هونه کوي خو د مبارکۍ مياشتې په را رسيدو سره دهغې دمعنوي فضيلتونو په رڼا کې نوي ژوند ته مخه کوي يعنې د ځان هيريدل پاى ته رسوي او لوى خداى (ج) ته مخه کوي اود خداى مياشت په رياضت اوعبادت سره تيره وي
له هغه وروسته اختردښمني اوجګړې څخه د لرې والي او اخوت او ورور ولي ته د رجوع کولو په سترې فلسفې سره را رسيږي هغه اختر چې انسانان انسانيت اود خداى (ج) د ارشاداتو  رعايتولو ته رابولي د خداى (ج) ارشاداتو ته  لبيک ويل د مومن انسان داخلاقو يوه برخه ده نو دهيواد مسلمانان دې بايد د اخترله دغه ستر پيغام څخه په ژور پوهيدو سره عمل وکړي له نفاق ،جګړې او ورور وژنې څخه لاس وا خلي ، سولې ته  چې د خداى امر دى مخه وکړي چې زموږ دجګړه ځپلي هيوادخلک د دوامدارو جګړو له امله له مصيبتو نو اوستونزو څخه چې له ورور وژنې او مسلمان وژنې پرته بل حاصل نه لري ، وژغورل شي  .
وګړني واکمني د خداى (ج) د امر دتحقق په خاطرسو له اوملي روغه جوړه اعلام کړې ده چې نورد هيواد مسلمانان ونه وژل شي اوخلک د جګړې له عذاب څخه وژغورل شي ستر روايت دى چې هره ورځ مسلمانان د خداى په فرمان عمل وکړي ، اختر دى .
 

کابل\باختر\داسد١٧
دلوړو زده کړو  وزير نن دعلي آباد او ميوند په کادري روغتونونو کې د بسترو ناروغانو پوښتنه وکړه.
د باخترآژانس دخبر له مخې :  د لوړو زده کړو وزير  ډاکتر عبيد الله عبيد په داسې حال کې چې ددغه وزارت معينان او رييسان او د مرکزي پوهنتونونو مسوولين هم ورسره وو،  دعلي آباد او د ميوند په کادري روغتونونو کې دبسترو ناروغانو پوښتنه وکړه او د نيکمرغه کوچني اختر له ا مله يې ناروغانو او د دغه روغتونونو کارکوونکو ته مبارکي وويله  .
ده  د دغو روغتونونو د حالت د څرنګوالي دڅيړنې په ترڅ کې په ناروغانو اود دغه روغتون په کارکوونکو يې نغدي سوغاتونه هم وويشل .
د لوړو زده کړو  وزير  دغه راز د دغو روغتونونو ډاکتران او خدماتي پرسونل د
اختر په ورځو کې د روغتيايي خدمتونو په وړاندې کولو کې ددوي دندو او مسووليتونو ته ځيرکړل او د دغو روغتونونو نظافت او پاکوالي ته ددوي دپاملرني له ا مله يې قدرداني وکړه  .
ديوبل خبر له مخې  :  د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معين پوهندوى ډاکتر ګل حسن ولي زي د مرکز اود نجونو ملي ليليې وکتلې اود دغوليليو د ژوندانه د حالت دڅيړنې په ترڅ کې يې په دغوليليو کې محصلينو ته د نيکمرغه کوچني اختر له ا مله مبارکي وويله  .
 

کابل\باختر\داسد١٧
دعامې  روغتيا وزيرې ډاکترې ثريادليل نن د دشت برچي په روغتون کې د بسترو ناروغانو پوښتنه و کړه  .
د باخترآژانس دخبر له مخي :  دعامې روغتيا وزيرې په دې ترڅ کې چې په دغه روغتون کې د بسترو ناروغانو پوښتنه وکړه د نيکمرغه کوچني اختر له ا مله يې دوى  ته مبارکې وويله  . د هغوى او د روغتون حالت يې وڅيړه .
د يوبل خبر له مخې :  د عامي روغتيا وزارت د پلان اوپاليسې معين ډاکتر احمدجان نعيم  او د مرکز د روغتونونو رييس ډاکترکبيراميري درابعه بلخي اودستوماتولوژي په روغتونونو کې د بسترو ناروغانو پوښتنه وکړه .
هغوى د دې ترڅنګ چې دنيکمرغه کوچني اختر له ا مله يې ناروغانو اود دغو روغتونونو  موظفو نوکريوالانو ته مبارکې وويله  د دغو روغتونونو حالت يي هم وڅيړه او ددغه وزارت سوغاتونه يې په ناروغانو اود دغو روغتونونو په نوکريوالانو وويشل .
دغه راز  د عامي روغتيا وزارت د روغتيا يي خدمتونو د وړاندې کولو معينې ناجيې طارق د کابل په ايمر جنسي رو غتون کې د بسترو ناروغانو پوښتنه وکړه او هغوي ته يې د اختر مبارکي وويله  .