12 December 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

  دعامې روغتيا وزارت دټوليز روغتيايي پوښښ نړيواله ورځ ونمانځله

دعامې روغتيا وزارت دټوليز روغتيايي پوښښ نړيواله ورځ ونمانځله

کابل /دليندې ٢١مه / باختر : دعامې روغتيا وزارت...

په بدخشان کې  په هوايي عملياتو کې  ١٢  طالبان ووژل شول .

په بدخشان کې په هوايي عملياتو کې ١٢ طالبان ووژل شول .

کابل /دليندې ٢١مه / باختر : دوسله والو طالبانو...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کابل\  باخترد کب  دمياشتې  ٩ :
د فوايدعامې وزارت يو کارکوونکى چې پرون په شمالي سالنګ کې د واورې  ښوئيدنې په پيښه کې بيدرکه شوى و؛ وژغورل شو.
د خنجانو ولسوال حيدري له باختراژانس سره په اړيکه کې وويل: د فوايد عامې رياست دوه تنه کارکوونکي کله چې د سالنګونو د لوى لارې په پاکولو بوخت و؛ د واورې ښوئيدونې په پيښه کې بيدرکه شول چې يوتن يې د قواى کار دکارکوونکو د هلوځلو او امنيتي ځواکونو په مرسته وژغورل شو او د قواى کار موظفنيو د يوبل کارکوونکى د موندلو لپاره په کار بوخت دي .
 

کابل\  باختردکب  دمياشتې  ٩ :
د غلام جيلاني  شمس د مقالو مجموعه چاپ شوه.
دغه مجموعه په ١٨٥ پاڼو کې سياسي، اقتصادي او ټولنيزې مقالې لري .
د باختراژانس دخبرله مخې: دغه مجموعه د( آينه روز) د خپرونو په اهتمام چاپ شوې ده .
غلام جيلاني شمس دکابل په ده افغانانوکې وزيږيد او د ژورناليزم په څانګه لوړې زده کړې لري .
 

کابل\  باختردکب  دمياشتې  ٩ :
د لوړو زده کړو وزارت دکابل دطبي پوهنتون د استاد د پوهاندعبدالحق نظري دمړينې خبر ورکړ.
په هغه پيغام کې چې ددغه وزارت له خوا باختراژانس ته رسيدلې ده، ويل شوى دى چې دکابل دطبي پوهنتون يو سابقه لرونکى استاد پوهاند عبدالحق نظري  د هغې ناروغۍ له امله چې ورپيښه شوې وه؛ د ٨٢ کلنى په عمر وفات شو.
د لوړو زده کړو وزارت  او دکابل طبي پوهنتون د ارواښاد مړينه يوه ضايعه بللې ده؛ دخپلې ډاډګيرنې او خواخوږۍ مراتب د ارواښاد کورنۍ، دوستانو اوخپلواو ته څرگندکړي دي.
پوهاند عبدالحق نظري په  ١٣٠٩ کال کې دکابل د تنورسازي په سيمه کې وزيږيد، د ابتدايې او ليسې د دورو له بشپړولو وروسته، دکابل پوهنتون په ساينس  پوهنځي کې شامل شو او په ١٣٣١ کال کې له دغه پوهنځي څخه فارغ شو.
دى بيا په  ١٣٣١ کال کې د وقت په طب پوهنځي کې شامل اوپه  ١٣٣٧ کال کې له دغه پوهنځي څخه فارغ شو او په  ١٣٣٩ کې دکابل دطبي پوهنځي په علمي کادرکي د استاد په توګه وټاکل شو او د طب په برخه کې يې زيات شمېر زده کوونکي وروزل او د خلکو په خدمت کې و.
 

کابل\  باختردکب دمياشتې  ٩ :
دهيواد د نا امنوولسواليو د ابتدائيه محکمو د نويو ټاکل شويو قاضيانو نن له
غرمې مخکې د سترې محکمې په مقر کې د لوړې مراسم پرځاى کړل.
د سترې محکمې د خپرونو رياست باخترآژانس ته خبرورکړ: په هغو مراسموکې چې له همدې امله پرځاى شوي وو؛ د سترې محکمې دعالي شورا غړى اودعمومي جزا د ديوان رييس قضاوتپوه بهاوالدين بها لنډې لارښوونکي خبرې وکړې .
وروسته  قاضيانو په داسې حال کې چې د لوړې د دمراسمو متن د بهاوالدين  بها له خوا هغوى ته تلقين کيده ، د لوړې مراسم پرځاى کړل .
بهاوالدين بها ځوانو قاضيانو ته په خطاب کې وويل: سترې محکمې د جمهوري رياست د ٤٥ ګڼه فرمان له لارښوونې سره سم اودخپلې کاري ستراتيژي له مخې، تل هيله لرله چې د قضايي خدمتونو وړاندې کول د هيواد په ګوټ ګوټ تعميم کړي چې له نيکه مرغه موږ نن ورځ د تاسو قاضيانو د ټاکنې شاهدان يو چې ستاسو په همت  د نظر وړ ولسواليو  د ابتدائيه محکمو فعاليت تامينيږي.
ځوان قاضيان دې بايد په دې پوه شي چې د دوى دکاري برياليتوب اساسي رمز د خلکو د خوښي ترلاسه کول دى چې د لوى خداى (ج) د رضايت ترلاسه کول هم پکې نغښتې دي.
قاضيان دې بايد په مسووليت ، صداقت  او ژمنتوب سره عمل وکړي، له خلکو سره په تعامل کې د قضايي سلوک د څرنګوالې مقرره په پام کې ونيسي او قانونيت اوبيطرفانه قضايي عدالت چې په ټولنه کې دسولې اوثبات ضمانت کوي؛ له انحراف پرته تطبيق کړي. ځکه په طبيعي ډول ددغو مواردو رعايتول د قاضي عزت او وقار  او د قضايه قوې اعتبار لوړوي اوخلک  لا زيات دهيواد په قضايي  نظام کې باوري کوي اوپه همدې لاره کې تاسو ټولو ته د لوى خداى (ج) له دربار څخه د لازياتو برياليتوبونو هيله کوم.
ديادونې وړ ده چې په دې پړاوکې ٥٦ تنه نوي ټاکل شوي قاضيان چې د هيواد دحقوقو اوشرعياتو د پوهنځيو د فارغانو له جملې څخه دي او په عملي توګه يې دهيواد په محکموکې يې د محررينو په توګه دندې ترسره کړي دي اوله اداري اوقضايي چارو سره کافي بلدتيا لري؛ شامل دي چې د قندهار ، نورستان ، هلمند ، جوزجان ، سرپل ، کونړ ، نيمروز ، دايکندي ، پکتيا، غزني ، بدخشان ، فراه ، فارياب ، خوست ، پکتيکا ، زابل  او د ارزګان  د ولايتونو د يوشمېر  ولايتونو په ابتدائيه محکموکې به خپلې دندې ترسره کوي.
د لوړې دمراسمو د پرځاى کولو په وخت کې د سترې محکمې غړي ، د قضايه قوې  د ادارې عمومي آمر، قضايي مستشاران او د سترې محکمې د مرکزي ادارو رييسان هم حاضر وو.
 

کابل\  باختردکب دمياشتې  ٩ :
په افغانستان کې د ملګروملتو د معاونيت هيئت ( يوناما ) د طالبانو د (سرخلاصې ليک) په ترلاسه کولو  چې د ٢٠١٣ کال د فبروري دمياشتې په  ٢٢ نيټه د دغې ډلې له خوا چې د ٢٠١٢ کال لپاره په وسله والو جګړو کې دملکي وګړو د ساتنې په باب د يوناما دکلني رپوټ په غبرګون کې خپورشوى دى؛ خبرشوى دى.
دباختر آژانس دخبرله مخې : يوناما د يوې وينا په خپرولو سره ويلى دى: يوناما د طالبانو د اعلاميې هرکلى کوي او هغه د بشر د حقوقو او د افغانستان د خلکو دګټو په لاره کې د بشردوستانه  چارو د مسئلو لپاره په ګټورو خبروکې دګډون په خاطر، ددغې ډلې تمايل بولي .
دغه خبرې د نړيوالو بشردوستانه قوانينو له مخې په وسله والو جګړو کې له ملکي  وګړو سره د چلند له منبع  پرته دملکي وګړو د سر د زيان تائيدول اوله بنديانو سره به چلند هم تمرکز ولري .
يوناما طالبان دې ته هڅوي چې ددغه مرکز د رپوټ بشپړجزئيات چې پکې دهغوى په (سرخلاصې  ليک) کې د ځينو طرحه شويو برخو ځواب ورکړى شوى دى؛ کتنه وکړي.
يوناما په دغو خبروکې دګډون په مقصد، خپل بشپړتيارى اعلاموي چې د ملکي وګړو د ساتنې د زياتوالى او په ټول هيواد کې د بشردحقوقو د رعايتولو په مقصد هلې ځلې دي چې د زياتو کلونو په بهيرکې په زړه بوږنوونکي ډول له وسله والو  جګړو څخه اغيزمن شوي دي.
 

مسکو\ دروسيي غږ \  باخترد کب  دمياشتې  ٩ :
ټاکل  شوې ده د روسيې په پايتخت مسکو ښارکې ددغه هيواد ډير مشهور جيل (بو تيرسکايا) په موزيم بدل شي .
دغه جيل نږدې دوه سوه پنځوس کاله لرغونتيا لري چې نه يواځې جنايتکارانو بلکې يو زيات شمېر انقلابيونو، ليکوالو او پوهانو دخپل بند دوره دهغه په تلخونو ، خونو او نورو برخو کې تيره کړې ده.
د (يوتيرسکايا) جيل هيڅکله تش شوى نه دي، نه په تزاري د وران کې، نه په استاليني دوران کې او نه هم په پروسترويکا زمانه کې. دا هغه دورې وې چې آن په هغو خونو کې چې شل تنه ځائيدل، تريوسلو شلو تنو پورې ځاى نيولي و.
سره له دې لپاره چې دغه جيل د ساتنې صوتي او تصويري ارتباطاتو او د بنديانو لپاره د انټرنټي پلورنځي په ډيرو عصري سيسټمونو سمبال شوى دى؛ خو لرغونې  برجونه يې ددغه جيل دلرغونتيا اوتاريخ څرگندوي چې داکار ددې سبب شوى دى چې په موزيم کې ددغه جيل دبدلون فکر د ښاري مقاماتو په ذهن کې ځاى ونيسي.
دجيل دشاوخوا سيمواوسيدونکي ددغي مفکورې ملاتړ کوي،ځکه سره له دې چې  زياتره اوسيدونکي کلونه کلونه کيږي چې په دغه ځاى کې ژوندکوي، خو تراوسه پورې په دې نه دى عادت شوى چې د دوى دکورونو په وړاندې جيل ځاى نيولى دى اوتل له پنجرو خڅه د اعتصابونو، چيغو او نارو په خاطر غږونه اوريدل کيږي .
ويل کيږي چې د جيل فضا به په موزيم  له بدلون وروسته بدله نه شي .
په پام کې دى د ځورونې پخواني آلې چې پخوا په جنايتکاراتو کارول کيدې؛ نندارې ته وړاندې شي .
 

تهران \ دايران خبري  منابع \  باختردکب  دمياشتې  ٩ :
د ايران د درملو د اقتصاد د ټولنې رييس ويلى دى چې د سرطان ضد يو امپول درملو بيه چې په ازاده توګه دغه هيواد ته وارديږي؛ څلورو مليونو تومانو ته رسيدلې ده.
دباخترآژانس د ايران د خبري آژانس (فارس) له خولې خبر راکړ: د ايران د درملو د اقتصاد د ټولنې رييس مهدي محمدزاده ويلى دى چې دغه پيسې دهغه ناروغ  لپاره چې بايد په يوه مياشت کې څلور ځلې دغه درمل پيچکاري کړي؛ په مياشت کې شپاړلس مليونه تومانه کيږي .
د ايران د درملو د اقتصا دټولنې رييس دې ته په اشارې سره چې ددغو پيسو ورکول د ناروغانو له قدرت څخه وتلى دى؛ له دولت  څخه غوښتي دي چې درمل په سبسايدي سره د حکومت له خوا د ناروغ په واک کې ورکړي.
 

واشنګتن \دايرنا خبري سايت \  باختردکب  دمياشتې  ٩ :
د امريکا د سنامجلس د جمهوريت غوښتوونکو او د امريکا د جمهور رييس بارک اوباما ترمنځ له اوونيو اوونيو وروسته، تېره شپه د امريکا د دفاع د وزير په توګه چاک هيګل ته د باور رايه ورکړه.
د نړيوالو خبري منابعو دخبرله مخې: هيګل وکولاى شول د٤١ مخالفو رايو په وړاندې، د ٥٨ موافقو رايو په ترلاسه کولو سره د امريکا د دفاع وزارت په څوکۍ ډډه ولګوي .
دپنټاګون نوى رييس به هلې څلې وکړي چې خپل سرتيري د عراق او افغانستان  د اوږدو او لګښتي جګړو له ميراث څخه وژغوري.
له جمهوريت  غوښتوونکي ګوند څخه چاک هيګل له  ١٩٩٧_ ٢٠٠٩   کال پورې دسنامجلس غړى و او څوځلې د خپل ګوند له دريځ څخه  لرې شو او له دې جملې څخه يې دعراق د جګړې په باب د وخت د جمهور رييس جورج ډبيلوبوش په دولت  انتقاد وکړ.
په  ٢٠٠٧ ميلادي کال کې په داسې حال کې چې د تهران د اټومي پروګرام په سر د ايران او امريکا ترمنځ کړکيچ  زور اخيستى و؛ هيګل  له ايران سره د نيغ په نيغ خبرو  غوښتنه وکړه او له دولت څخه يې وغوښتل چې ايران ته امنيتي تضمين ورکړي.
 

کابل\  باختردکب  دمياشتې  ٩ :
د هيواد د سنوکر دوه تنه ورزشکاران د آسيايي سياليوپه نهه ويشتم پړاو کې ګډون کوي.
د المپيک  دملي کميټې د سنوکر فدراسيون رييس باختراژآنس خبريال ته وويل:  ټاکل شوې ده د سنوکر آسيايي سيالۍ د آسيايي هيوادونو د ورزشکارانو په ګډون، دپاکستان په کراچي ښارکې پيل شي چې په دغوسياليو کې له افغانستان څخه محمدرييس سنزى او صالح محمد محمدي ګډون کوي.
 

کابل\  باختردکب  دمياشتې  ٩ :
د فوايد عامې وزارت معين ډاکتراحمدشاه وحيد نن په يوه خبري کنفرانس کې وويل:  د سالنګونو د ساتنې او څارنې مسوول جنرال رجب پرون د واورې ښوئيدنې  په پيښه کې برسيرن ټپي شوى دى او د سالنګونو د ساتنې او څارنې دوه تنه کارکوونکي تراوسه پورې بيدرکه دي.
د باختر آژانس د خبريال دخبرله مخې: له توپان سره جوخت د واورې د سخت اورښت له امله د سالنګ په لويه لاره کې د واورې اندازه يونيم متر اټکل شوى دى.
د فوايد عامې وزارت د معين دڅرگندونوله مخې:دسالنګونو دپاکولو کارکوونکي په واورې پاکولو او له ساحې څخه د خلکو په ليږدونې بوخت و چې د پرله پسې واورې ښوئيدنې له امله د سالنګونو د دساتنې او څارنې مسوول له څو تنو ساتوونکوسره يې ترښوئيدلې واورې لاندې شو چې په  ډير لنډ وخت کې د ژغورنې دکارکوونکو له خوا وژغورل شو.
ډاکتراحمدشاه زياته کړه: دوه تنه ځوانان چې يو يې د واورې پاکوونکى موټر چلوونکى او بل يې لارښود و؛ د واورې ښوئيدنې له امله تراوسه پورې بيدرکه دي او ښايي مړه شوي وي.
د فوايد عامې وزارت معين په دې خبري کنفرانس کې زياته کړه: د واورې اوباران اورښت، د هيواد په زياترو ساحوکې ستونزې پيداکړې دي چې له دې جملې څخه  د نورستان، غور ، باميانو ، دايکندي او د غزني په ولايتونوکې ځينې غاښې او د ولسواليو لارې تړلې شوې دي  چې د هغو د بياپرانيستلو لپاره کار دوام لري .
ده په دې خبري کنفرانس کې زياته کړه چې په ټول هيواد کې د سالنګونو په ګډون، دوه سوه پنځه نوي زيانمنونکي سيمې شته چې دغه ټولې ساحې د سيمه ييزو کارکوونکو او ددغه وزارت د وسايطو اوقرارداديانو له خوا ترپاکولو لاندې دي.
ده د هوا د حالاتو ترښه والي پورې، د سالنګ د لوى لارې د تړل کيدو خبرورکړ او زياته يې کړه چې سالنګونو کې د درندې واورې ښوئيدنې احتمال شته او دتوپان له امله دکتنې ساحه محدوده ده.
له دې امله، د وسايطو خاوندان اوسپرلي بايدپه دغه شان حالت کې د سالنګ له لارې سفر ته زړه ښه نه کړي اوپه همدې دليل دسالنګ لويه  لاره تړل شوې ده.