12 December 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

  دعامې روغتيا وزارت دټوليز روغتيايي پوښښ نړيواله ورځ ونمانځله

دعامې روغتيا وزارت دټوليز روغتيايي پوښښ نړيواله ورځ ونمانځله

کابل /دليندې ٢١مه / باختر : دعامې روغتيا وزارت...

په بدخشان کې  په هوايي عملياتو کې  ١٢  طالبان ووژل شول .

په بدخشان کې په هوايي عملياتو کې ١٢ طالبان ووژل شول .

کابل /دليندې ٢١مه / باختر : دوسله والو طالبانو...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کابل\  باختردکب  دمياشتې  ٩ :
په سمنګانو ولايت کې نن سهار په يوه ترافيکي پيښه کې  يوتن ووژل شو او څلور تنه نور ټپيان شول.
دسمنګانو ولايت دترافيکو دمديريت دپيښو آمر سرڅارمن عبدالرزاق باخترآژانس ته وويل: پيښه هغه وخت رامنځته شوه چې دوو سراچه ډوله موټرو دحضرت سلطان ولسوالۍ د يکه توت په ساحه کې ټکروکړ.
ده وويل: په دې پيښه کې يو موټر چلوونکى وژل شوى او د دريو ښځو په ګډون، ددغه موټر څلور تنه سپرلي ووژل شوي.
ده زياته کړه: د پيښې ټپيان د درملنې لپاره د ايبکو ښارملکي روغتون ته ليږدول شوي دي او موظف نوکريوال د دوو تنو ټپيانو  روغتيايي حالت خراب بللى دى .
 

کابل\  باختردکب  دمياشتې  ٩ :
د امنيتي  ځواکونو په هغو عملياتوکې  چې دهيواد په ځينو سيموکې ترسره شول؛ درې تنه ياغي طالبان ووژل شول.
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ: دکابل، بغلان او د هرات د ولايتونو په مربوطاتوکې د افغان او نړيوالو ځواکونو د چاڼيزو عملياتو په بهيرکې درې تنه وسله وال طالبان ووژل شول او درې تنه نور ونيول شول.
دغه عمليات دياغيانو له شتون څخه د سيمو دپاکولو په مقصد، ددغو ولايتونو په مربوطاتوکې ترسره شوي وو.
ددغو عملياتو په بهيرکې يوه اندازه جنګي وسايل او چاوديدونکي توکي هم  دهيواد د امنيتي ځواکونو لاسته ورغلي دي اوپوليسو ته زيان نه دى اوښتى.
دغه راز دملي پوليسو ځواکونو په تېرو ٢٤ ساعتوکې د فارياب ، ارزګان ، خوست او د هلمند د ولايتونو په مربوطاتوکې د وسايطو ضدڅلور ماينونه کشف او له منځه وړي دي.
دغه ماينونه په دې ورورستيو وختونوکې دياغي طالبانو له خوا د ورانکارو اوتروريستي عملونو د ترسره کولو په مقصد، ځاى پرځاى شوي وو.
د يادونې وړ ده چې ددغو ماينونو په کشفولو سره په هيواد کې د څو زړه بوږنوونکو او خونړيو پيښو مخه ونيول شوه.
د يوبل خبرله مخې: دکابل د ١٠١ آسمايي زون د قوماندانۍ پوليسو پرون اووه تنه دغلا او دسندونو دجعل په تور دکابل ښار دپنځمې ، اتمې او يوولسمې ناحيې په مربوطاتو کې  ونيول ، له دغو کسانو څخه پوښتنې دوام لري .
 

کابل\  باختردکب دمياشتې  ٩ :
دملي امنيت د لوى رياست موظفينودځانګړو اوپراتيفي عملياتو په بهيرکې يوځانمرګې بريدکوونکى او د ځانمرګو بريدونو يو سازمان ورکوونکى له بريد څخه مخکې د چولو، له وسايلو سره په لغمان ولايت کې نيولى دى.
باخترآژانس دملي امنيت د لوى رياست  دمطبوعاتي دفترله خولې خبرراکړ:
نيول شويوکسانو د اعتراف په ترڅ کې يادونه کړې ده چې ځانمرګې بريدکوونکى دتروريستي ډلو په لارښوونه د ځانمرګې بريد دترسره کولو په مقصد، د غزني له ولايت څخه دلغمان ولايت ته استول شوى او دلغمان ولايت په يو ګڼ ميشته سيمه کې يې دځانمرګې بريدنيت درلودچې د ملي امنيت  د رياست د موظفينوله خوا ونيول شو او د يوې زړه بوږنونکي اوتروريستي پيښې مخه ونيول شوه.
د يوبل خبرله مخې: دملي امنيت د لوى رياست موظفينو وسله والو مخالفينو ته د پيسو، چاوديدونکوتوکو، وسلو اومهماتو دوه تنه برابرونکي د لوګرولايت دمحمدآغې  او د لغمان ولايت د الينګار ولسوالۍ په مربوطاتو کې نيولي دي.
 

کابل\  باختردکب دمياشتې  ٩ :
دولس تنه سيمه ييز پوليسان تېره شپه د وسله والو مخالفينو له خوا د غزني ولايت  په اندړو ولسوالۍ کې شهيدان شول.
دغه پيښه د اندړو ولسوالۍ په ګوداى کې  په يوه امنيتي پوسته کې رامنځته شوه .
دغزني د ولايتي شورامرستيال عبدالجامع جامع دباخترآژانس خبريال ته وويل:
د دولت وسله والو مخالفينو دولس تنه سيمه ييز پوليس د هغوى له څلورو تنو ميلمنوسره لومړۍ مسموم او وروسته يې دکلاشينکوف په ډزوسره شهيدان کړل.
د ولايتي شورا مرستيال څرگنده کړه چې وسله والو طالبانو د هغوى وسلې اومهمات هم له ځان سره وړي دي.
جامع زياته کړه: د دغې پيښې په اړونددوه تنه نيول شوي او په سيمه کې د وسله
والو  مخالفينو د موندلو په خاطر د پلټنې عمليات پيل شوي دي.
 

کابل\  باختردکب دمياشتې  ٩ :
دکابل دپوليسوخبرځايونه وايي چې د کابل د پل سوخته په ساحه کې د ځانمرګې بريد له امله اووه تنه ټپيان شول.
دکابل دپوليسو د ساحوي زون مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته  خبرورکړ:
نن سهار په  اوو بجو او لسو دقيقوکې يو ځانمرګې بريدکوونکى دپوليسو د دريمې امنيتي حوزې د پل سوخته د ساحې د دواخانې په ګولايي کې دملي دفاع وزارت دکارکوونکو د سپرلۍ په واسطې بريد وکړ او په ځان پورې تړلي چاوديدونکي توکي يې دغې واسطې ته څېرمه وچول چې له امله يې دملي دفاع وزارت شپږتنه کارکوونکي اويو ملکي وګړى يوڅه ټپيان شوي دي.
ټپيان ډير ژر دپوليسو له خوا روغتون ته وليږدول شول اوپه سيمه کې حالات عادي دي.
ويل  کيږي چې بريدونکى چاوديدونکي توکي يې په خپل بدن پورې تړلي وو او ترموټر لاندې په ننوتلو سره يې ځان وچاوه.
نننى پيښه په څه دپاسه يوه مياشت کې په کابل کې لومړني ځانمرګې بريد دى.
د سلواغې د مياشتې په ٩ نيټه يوه ډله يرغلګرله يوځانمرګي بريد وروسته، دکابل دترافيکو د ادارې ودانۍ ته ننوتل چې له امنيتي ځواکونوسره په نښته کې ووژل شول.
 

دوشنبه \ دويچه ويله \  باختردکب دمياشتې  ٩ :
تاجکستان په رسمي ډول وړانديز کړى دى چې په افغانستان کې د ناټوځواکونه دې دتاجکستان له لارې ووځي.
دباخترآژانس دخبرله مخې: دتاجکستان دبهرنيو چارو وزارت ويندوى دولت نذري يوف ويلى دى چې بريټانيا ته پخوا دغه شان وړانديز شوى دى.
په مقابل کې امريکا اعلام  کړى دى چې خپل ځواکونه د ازبکستان له لارې وباسي.
څرنګه چې د ايران له لارې د وتلو لاره نشي طرحه کيداى، دمرکزي آسيا هيوادونه غواړي چې له دې لارې زيات عوايد ترلاسه کړي.
په دغو هيوادونوکې له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو تجهيزات به د اوسپنې د پټلي له لارې وليږدول شي، ځکه ډېره ارزانه ده .
 

برلين \ نړيوالې خبري منابع \  باختردکب  دمياشتې  ٩ :
د امريکا دبهرنيو چارو وزير جان کري د لومړي ځل لپاره له خپل روسي سيال سره  د آلمان په پايتخت  برلين  ښارکې کتلى دى.
د امريکا دبهرنيو چارو وزارت ويلى دي چې جان کري او سرګې لاوروف پرون د دوو ساعتو لپاره د تړلو دروازو ترشا وکتل او د سوريې دحالاتو په باب يې خبرې وکړې.
لاوروف چې له دغې کتني وروسته له خبريالانو سره يې خبرې کولې؛ د سوريې رژيم له مخالفينو څخه وغوښتل چې د بشارالاسد له حکومت سره خبرې وکړي.
دغه خبرې د سوريې په باب د ايټاليا د پايتخت روم کنفرانس له جوړولو دوه ورځې مخکې شوې دي.
اټکل کيږي چې د نړۍ دڅو هيوادونو استازي په روم کې غونډه وکړي او د سوريې  دکورني جګړې د پاى ته رسولو په باب خبرې وکړي.
 

کابل\  باختردکب دمياشتې  ٩ :
په باميانو کې نجونې د سکي د سيالۍ لپاره  تيارى نيسي .
ټاکل شوې ده د باميانو ١٥ تنه سکي بازې نجونې چې د سکي د ورزش په باب يې  زده کړې کړې دي؛ د روان کال دکب د مياشتې په ١٢ نيټه په دغه ولايت کې د سکي سيالۍ ترسره کړي.
په باميانوکې د آغاخان د دفتر د جنډر د برخې سلاکارې آمنې حسن پور د باخترآژانس خبريال ته وويل: دغه سيالۍ د مارچ داتمې نيټې دنړۍ دښځو دپيوستون دنړيوالې ورځې د هرکلي له امله د آغاخان  د دفتر په مرسته او د باميانو ولايت دښځو  دچارو د رياست په همغږى، ددغه ولايت دمرکز په نوى ښارګوټې کې ترسره کيږي .
تېرکال هم دغو سکي بازو نجونو په دغه ولايت کې د سکي د سياليو د لاښه ترسره کولو لپاره يې لازمې تيارى نيولي دي .
حسن پور د هيواد له نورو نجونو او ښځو څخه وغوښتل چې په دغو سياليوکې ګډون وکړي.
 

کابل\  باختردکب دمياشتې  ٩ :
د ميدان وردګو د قومونو او د ولايتي شورا پريکړه ليک
د ميدان وردګو ولايت اوسيدونکو د يو پريکړه ليک په صادرولو سره، دملي دفاع اودکورنيو چارو له وزارتونو او د ملي امنيت له لوى رياست څخه غوښتي دي چې د ميدان وردګو ولايت دمرکز او اړوندو ولسواليو بشپړامنيت ته جدي پاملرنه وکړي.
په دې پريکړه ليک کې دغه راز ويل شوى دى:
_موږ د ميدان ښار او د نرخ ، جلريز او چک د ولسواليو اوسيدونکي د ځانګړو امريکايي ځواکونو ( سپيشل فورس ) له خواظلم، انسان وژنه، وهل او ډبول ، ځورونې او په خپل سر دکورونولټول په کلکه غندو.
_  موږ د هغو نهو تنو په باب چې د سپيشل فورس د  ځواکونو له خوا د نرخ مرکز ته بيول شوي دي او برخليک يې تراوسه پورې معلوم نه دى؛ د معلوماتو غوښتنه کوو او د سيمې خلکو ته د هغوى او يا د هغوى د مړو د سپارلو غوښتنه کوو.
_ موږ دهغوکسانو  چې زموږ بيګناه خلک يې شهيدان کړي؛ د خلکو موټر او نور وسايط يې له منځه وړي دي؛ زموږ خلک يې وهلي او ډبولي او ټپيان کړي دي؛  د زيان دجبيره کولو او دعدلي او قضايي مرکزونو له خوا دهغوى دمحاکمې غوښتنه کوو.
_موږ د هيواد د جمهوري رياست او د ملي امنيت د شورا د پريکړې ملاتړکوو او  ددغې پريکړې دعملي کولو غوښتنه کوو.
_موږ د ملي دفاع ا و دکورنيو چارو له وزارتونو او دملي امنيت له لوى رياست  څخه په جدي توګه غوښتنه کوو چې د ميدان وردګو ولايت دمرکز او اړوندو ولسواليو د امنيت  تامينولو ته جدي پاملرنه وکړي.
_  که چيرې زموږ روا غوښتنو ته د جمهوري رياست او د ميدان وردګو د والي له خوا مثبت ځواب ونه ويل شي؛ موږ خپلو سوله ييزو غونډو اواحتجاجونو ته دوام ورکوو.
 

کابل\  باخترد کب  دمياشتې  ٩ :
د سالنګونو د ساتنې اوڅارنې آمر جنرال رجب تېره شپه د واورې ښوئيدنې له امله ټپي شو.
د فوايدعامې  وزارت خبرځايونو دغه خبرتائيدکړ.
دباختراژانس  دخبرله مخې:  جنرال رجب په داسې حال کې چې د سالنګ په لويه لاره کې د چارو د تنظيم لپاره يې هلې ځلې کولې، په خپله تر واورې لاندې شو او څه ناڅه ٤٠ دقيقې تر واورې لاندې پاتې شو او په دې پيښه کې د جنرال رجب دوه تنه ساتوونکي او د سالنګونو د ساتنې او څارنې يوه ليږدونکې واسطه هم بې درکه شوې ده.
دسالنګ لويه لاره او د ترافيکو پرمخ تړلې ده او مسوولين وايي: دوى د سالنګ په لويه لاره کې د واورې ښوئيدنې د څه ناڅه  څلويښتو پيښو اټکل کوي.
ټاکل شوې ده چې د فوايد عامې وزارت مقامات ترڅو ساعتو پورې په سالنګونو کې د تيرې شپې د پيښې د څرنګوالې په باب مطبوعاتو ته  څرګندونې وکړي.