14 December 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

شپږ وسله وال طالبان په غزني کې ووژل شول .

شپږ وسله وال طالبان په غزني کې ووژل شول .

کابل /دليندۍ ٢٣مه باختر شپږ وسله وال طالبان پرون اوتېره...

 طالبانوته په پکتيکا کې دسرزيان واوښت

طالبانوته په پکتيکا کې دسرزيان واوښت

کابل /دليندۍ ٢٣مه باختر څلور وسله وال طالبان...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کابل باختر دکب لسمه
دقندهار والي ددغه ولايت دادارو مسوولينو ته لارښوونه کړې ده چې  له دې وروسته دې دچارو دپرمخ بيولو لپاره په دولتي ادارو کې زيات شمير ښځې او نجونې استخدام کړي .
دباختراژانس دخبريال دخبر له مخې، دقندهار والي ډاکتر توريالى ويسا ددغه ولايت دبيا جوړولو دولايتي ټيم له رييس سره په کتنه کې وويل چې ښځې ددغه ولايت په دولتي ادارو کې دکارکولو حق لري او له دې وروسته هلې ځلې  کووچې په دولتي ادارو کې ښځو ته دکار او فعاليت ښه زمينه برابره کړو .
دقندهار والي وويل چې همدا اوس ددغه ولايت په دولتي ادارو کې ښځو ته دکار او فعاليت زمينه برابره شوې ده او بايد هغوى ته لاښه زمينه برابره کړو .
ده زياته کړه چې ښځې دټولنې نيمايي وګړي دي  له دې امله بايد دافغانستان دولايتونو په دولتي ادارو کې هغوى ته دکار زمينه برابره شي چې هغوى هم وکولي شي دځان دفاع وکړي .
قندهار يوله هغو ولايتونو څخه دى چې په دولتي ادارو کې يې دښځو شتون بيخي کم دى .
 

دپنجشير ولايت دجيل آمر :  بنديانو ته دستندرد ودانۍ نشتوالې جدي امنيتي ستونزې بلل کيږي .

کابل باختر دکب لسمه
دپنجشير ولايت دجيل زياتره بنديانو په خپل استوګنځي کې دځاى تنګوالى له امله شکايت لري .
زياتره بنديان دخپلو ځينو ستونزو په بيانولو سره ټينګار کوي په هغو خونو کې چې دوى شپې سباکوي سره له دې چې داوو تنو ظرفيت لري خو په دغو خونوکې دځاى دنشتوالى دستونزو له  امله  زيات شمير کسان پکې اوسيږي .
  له  بلې خوا هم دغه بنديان دساتونکو دچلند له  امله خوښ دي خو دپنجشير دڅارنوالي دادارې کړه وړه دجيلونو دقانو ن داووه  ديرشمې مادې پرخلاف بولي .
دوى وايي په دې ماده کې ويل شوي دي چې بنديان دنږدې خپلوانو دمړينې په شان په زياترو ضروري مواردو کې ددې اجازه لري چې دقانون له حکم سره سم ديوې اوونۍ لپاره دفاتحي اخستلو په مراسموکې ګډون وکړي خو ددغه ولايت دڅارنوالي ادارې دقانون دغې مادې ته پاملرنه نه ده کړي خو دپنجشير ولايت داستيناف  محکمې درياست سرپرست محب الله روستايي دبنديانو دغه خبرې ردوي  او وايي دڅارنوالي رياست يواځې  هغه بنديان چې لوړ جرمونه ولري او دهغوى دتيښتې امکان متصوروي له جيل څخه دوتلو اجازه نه ورکوي .
  دغه راز د څښاک دروغتيايي اوبو نشتوالى ددغه جيل يوه  بله ستونزه ده چې بنديان ورسره لاس اوګريوان دي .
دغه بکسان چې شميريې له اتيا تنو څخه لوړيږي دوژنې ، شوکمارى، اخلاقي فساد او دنورو مواردو په اړوند بنديان دي .
روستايي زياته کړه چې دپنجشير جيل اساسي ودانۍ نه لري او يوه خامه ودانۍ ده . په همدې حال کې دپنجشيرولايت دجيل آمر جنرال عبدالوکيل سالک دبنديانو دخبرو دتاييدولو په ترڅ کې وايي چې په اوس وخت کې بنديانو ته دستندرد ودانۍ نشتوالى ددغه جيل ساتونکي ته جدي امنيتي  ستو نزه بلل کيږي ځکه دده په باور دزړو خونو شتون ددې سبب کيږي چې دبنديانو دتيښتې زمينه برابره شي .
سالک زياته کړه چې همدا اوس ديو جيل دودانۍ دجوړولو په خاطر دکاغذپرمخ  کار دوام لري .
 

کابل باختر دکب لسمه
  په واټونوکې دماينونو اوچاوديدونکو توکودکارولو دمخنيوي په باب دافغانستان او ايساف دوه  اړخيز غونډه نن په کابل کې  جوړه شوه .
ټاکل شوې وه په دې غونډه کې دپاکستان استازي هم ګډون کړى واي خودځينو عواملو له امله پاکستاني هيئت په دې غونډه کې ګډون ونه کړ، له همدې امله دافغانستان او ايساف دوه اړخيزه غونډه جوړه شو ه .
  دباختراژانس دخبريال دخبر له مخې، دغه غونډه په داسې حال کې جوړيږي  چې درارسيدلو رپوټونو له مخې په تيرعيسوي  کال کې ماينونه او چاوديدونکي توکي په افغانستان کې ملکي وګړو ته زيا ت زيانونه اړولي دي.
په دې غونډه کې دملي دفاع وزارت دانجنيري  درياست سرپرست جنرال محمد شفيع  بهير  له ماينونو او چاوديدونکو  څخه دنه استفادې په لاره کې ددغه وزارت داقداماتو په باب يو هراړخيز رپوټ وړاندې کړ .
وروسته داطلاعاتو او فرهنګ دوزارت استازي خليل مينوي ماينونه او چاوديدونکي  توکي دانسانانو پټ دښمن وباله او وي ويل چې د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت ددغه خطرناکه دښمن په باب خلکو ته دپوهاوي ورکولو په لاره کې يو لړ ګامو نه اخستي وي .
په دې  غونډه کې چې دکورنيو چارو وزارت او داړوندو مرکزونو داستازو په ګډون جوړه شوې وه دايساف مسوول جنرال فندلي په دې برخه کې داقداماتو او عملي ګامونو په باب چې په  دې لاره کې اخستل شوي دي معلومات ورکړل .
  داپه دې اړوند نهه  ويشتمه غونډه ده چې جوړيږي .
 

کابل باختر دکب لسمه
دافغانستان او ايټاليا دلويو درستيزانو په کتنه کې چې  نن په کابل کې وشوه دافغانستان له اردو سره دايټاليا دمرستو دڅرنګوالې او دځوانو افغان افسرانو دروزنې په باب خبرې وشوې .
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس  ته خبر ورکړ، دهيواد  دملي دفاع وزارت لوى درستيز په دې کتنه کې په ملي اردو کې دځواکمني او د ظرفيت دلوړولوپه باب  خپل ايټالوي سيال ته معلومات ورکړل او ويې ويل چې دملي اردو ځواکونه په ځواکمني سره د ٢٠١٤ کال په لور ګام اخلى او چمتو کيږي چې خپل هيواد امنيتي اومستقلانه دفاع مسووليت په  غاړه واخلي .
دايټاليا لوى درستيز سترجنرال لويجي بيسنتلي مانتيلي دافغانستان په ملي اردو کې دظرفيت دجوړولو له امله دخوښئ دڅرګندولو په ترڅ کې له ٢٠١٤ کال وروسته له ملي اردوسره  دايټاليا دمرستو ددوام په باب تياري څرګند کړ او ويې ويل چې هيواد به يې داردو د ځوانو افسرانو د روزنې په برخه کې زياته ونډه  واخلي .
 

کابل باختر دکب لسمه
دکندز ولايت سيمه ئيز مقامات وايي چې له غير مسوولو کسانو څخه يې په لسګونو جنګي وسايل راټول کړي دي .
دغه جنګي وسايل دپوليسو د پلټنې ديو لړ عملياتو په بهير کې  دکندز په مرکز او اړوندو ولسواليو کې ترلاسه شوي دي .
دکندز ولايت دامنيې قوماندانۍ دامنيت آمر عباد الله تلوار باختراژانس ته وويل چې دغه عمليات خلکو ته دژوندانه دخوندي فضا دبرابرولو په مقصد ترسره شوي و .
ده تاييد کړه چې په دغو عملياتو کې دپوليسو سرتيري له غير مسوولو کسانو څخه دلسګونو سپکو او درندو وسلو په ترلاسه کولو بريالي شوي دي .
دکندز ولايت دامنيې قوماندانۍ دامنيت آمر نن دداياک پرګرام ته ددغو وسلو دسپارلو په وخت کې وويل چې دوى هلې ځلې کوي چې دجرمونو دکچې دکمښت او خلکو ته دامن فضا په برابرولو کې له غير مسوولو کسانو څخه دوسلو دراټولولو عملياتو ته دوام ورکوي .
ويل کيږي په ترلاسه شويو وسلو کې په سلګونو ميله پيکا ، کلاشينکوفونه ، توغندي ويشتونکي ، تومانچې او نور جنګي وسايل شته .
کندز له هغو ولايتونو څخه دى چې غير مسوول وسله  وال کسان پکې شتون لري . 
 

کابل باختر دکب لسمه
دازبکستان داسلامي تحريک يو غړي په کندز کې دپوليسو د عملياتو په بهير کې ونيول شو .
يعقوب پرون کله چې په تروريستي فعاليتونو بوخت  و د امام صاحب په ولسوالۍ کې په پټنځي کې يې  دپوليسو له خوا ونيول شو .
  دکندز دپوليسو يو مقام باختراژانس  ته وويل چې دغه  سړي ددغه ولايت په ځينو سيموکې دازبکستان داسلامي تحريک دتروريستي بريدونو رهبري په غاړ ه  لرله .
يعقوب  دازبکستان تابعيت لري او دافغان پوليسو دمقاماتودڅرګندونو له مخې، ده  دازبکستان داسلامي تحريک دتروريستي ماموريت په ترسره کولو سربيره  دجنګي وسايلو او مالي امکاناتو په برابرولو کې يې له طالبا نو سره همکارى کوله.
دازبکستان اسلامي تحريک داسلامي ګوند او حقاني دشبکې  په ګډون دنورو تروريستي ډلو په شان په افغانستان کې دطالبانو درژيم له راپرځيدو وروسته په ورانکارو بريدونو لاس پورې کاوه .

کابل باختر دکب لسمه
دافغانستان داسلامي جمهوريت ستر وزيرهدايت امين ارسلا پرون وروسته  داستراليا له نوى سفير جان فليپ  سره  دپيژندګلوۍ کتنه وکړه .
دباختراژانس دخبر له مخې، په دې کتنه کې  دافغانستان داسلامي جمهوريت ستر وزير  وويل چې دافغانستان دولت او خلک په وروستى لسيزه  کې داستراليا دمرستو له امله قدردانى کوي او هيله لري چې دغه مرستې له ٢٠١٤کال وروسته هم دوام وکړي .
  وروسته دغه سفير په افغانستان کې د دندې له امله خوښي څرګنده کړه او وي ويل چې هلې ځلې به وکړي چې دافغانستان له حکومت  سره   په هلوځلو کې دافغانستان دخلکو دثبات او سوکالۍ لپار ه زياتې همکارى وکړي .
دغه راز دواړو لورو په ارزګان ولايت کې له استراليايي ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته دامنيتي مسووليتونو دسپارلو او له  ٢٠١٤ کال وروسته دملي پوليسود ښوونې او روزنې په برخه کې دهمکاريو ددوام ، دهغو ژمنو په باب چې دتوکيو په کنفرانس کې دافغانستان او نړيوالې ټولنې ترمنځ شوې وه دراتلونکو انتخاباتوښې حکومتوالى  او داقتصادي او ټولنيز ودې دپلانونو په باب خبرې وکړې .
 

کابل\  باختردکب  دمياشتې  ٩ :
د اطلاعاتو اوفرهنګ وزير ډاکترسيدمخدوم رهين وايي: د رسنيو په خپرونوکې د هيواد د رسمي ژبو د معياري کولو په مقصد، د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت د افغانستان د علومو اکاډمى، د لوړو  زده کړو او د پوهنې د وزارتونو د استازو او دپوهنتون د استادانو په ترکيب، دوه کمييسونونه جوړې کړي دي .
د باختر آژانس دخبريال دخبرله مخې: د اطلاعاتو اوفرهنګ وزير ډاکترسيدمخدوم رهين چې د خبريالى د يوکورس په شاملانو د فراغت د سندونو د ويشلو په  مراسمو کې خبرې کولې؛ وويل: د پرديو او د نامانوسو کليمو کارول، د رسنيو په کارکې دګډوډى سبب شوى دى او دغه موضوغ دوزيرانو شورا په غونډه کې وڅيړل شوه اولازم تصميمونه ونيول وشول .
داکتر سيدمخدوم رهين په دې ترڅ کې د هغو دوه ديرشو تنو  ژورنالستانو د فراغت له امله چې د خبريالى دکارپه بېلابېلو برخوکې زده کړې  کړې دي؛  مبارکي وويله او د افغانستان د ژورناليستانو له شورا څخه يې چې دغه پروګرام يې جوړ کړى  دى؛ منه وکړه.
ده له فارغانو څخه  وغوښتل چې د خبريالى اخلاق رعايت کړي او د بيان  د آزادى ساتنې او پراختياته پاملرنه وکړي او د ځوانانو ترمنح د مطالعې دفرهنګ د ودې او پراخ بنسټه کولو په مقصد،کار وکړي .
 

کابل\  باختردکب  دمياشتې  ٩ :
دجمهوري رياست لومړي مرستيال مارشال محمدقسيم فهيم نن  له غرمې وروسته په کابل کې د پولند جمهوريت له سفير پيترلوکاسيويچ  سره وکتل او په اقتصادي اوفرهنګي برخوکې دافغانستان اوپولند د همکاريو او له افغانستان سره د پولند دملاتړ د دوام په باب يې خبرې وکړې.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ: د جمهوري رياست لومړي مرستيال په دې کتنه کې له افغانستان سره د نړيوالې ټولنې دهمکاريو اړتيا ته اشاره وکړه او زياته يې کړه چې د تيريدو په پړاوکې د نړۍ د هيوادونو همکاري  تيرو وختونو ته دافغانستان د ستنيدو مخه نيسي .
د جمهوري رياست لومړي مرستيال زياته کړه چې پولند په افغانستان کې د نوى نظام دجوړولو په کلونو کې له موږ سره په اقتصادي ، فرهنګي اوپوځي برخو کې مرسته کړې ده اوهيله لرم چې دغه بهير دغه راز دوام  وکړي.
دجمهوري رياست لومړي مرستيال دغه راز وويل چې په افغانستان کې د امنيتي  چارو سمون په تېره بياله ٢٠١٤ کال وروسته، موږ سمبالو او روزل شويو امنيتي ځواکونو لرلو ته اړباسي چې په مسلمه توګه نړيواله ټولنه له دې جملې  څخه دوست هيواد په دې برخه کې په ژمنوعمل کوي .
په کابل کې دپولند جمهوريت سفير پيتر لوکاسيويچ هم په دې کتنه کې هيله وکړه   چې دافغانستان خلک وکولاى شي په خپل هيوادکې مطلوبې سولې اوثبات ته ورسيږ ي.
ده وويل چې هيواد يې دافغانستان دخلکو ترڅنګ پاتې کيږي او د هغه دپرمختګ  اوسوکالي لپاره همکاري کوي .
ده د سړک جوړولو  او دکانونو دپلټنې او را ايستلو په برخوکې دپانګې اچونې لپاره  دخپل هيوادجدي علاقمندي څرگنده کړه او ويې ويل چې هيله لري چې د افغانستان په بنسټيزو پروژوکې په مشارکت سره په افغانستان کې د پولند د ونډې کچه لوړه کړي .
 

Wednesday, 27 February 2013 09:00

خبــــــــــــــرتيا

کابل\  باختردکب  دمياشتې  ٩ :
خبــــــــــــــرتيا
د الکترونيکي تذکرو د ويشلو اداره د برقي تذکرې د ويشلو دنوم ليکنې د ټيمونو
کانديدانو ته چې د مرکې پړاو ته يې لاره نه ده موندلي؛ خبر ورکول کيږي، که  چيرې شکايت يا اعتراض ولري؛ د ١٣٩١ کال  دکب  د مياشتې تر دولسمې نيټې پورې دې خپل شکايتونه  دکورنيو چارو وزارت دبشري منابعو رياست ته وړاندې کړي. له دغې نيټې وروسته هيڅ راز شکايت د منلو وړ نه دى .