25 May 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

سولې ته رسېدل، هر اړخیزه ستراتېژي غواړي

سولې ته رسېدل، هر اړخیزه ستراتېژي غواړي

کابل / د غبرګولي ۵ مه / باختر شک نشته چې...

په غور کې د ولسي تړون د ۱۴ پروژو کار عملي کیږي .

په غور کې د ولسي تړون د ۱۴ پروژو کار عملي کیږي .

فیروزکوه د جوزا ۵ باختر د غور د لعل او سرجنګل...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کابل باختردزمري دمياشتې ١٥ :
دسرحدونو اوقبايلو دچارو وزارت ددغه وزارت  دقومي شخړو دحل کولو په سلاکار محمدايوب زرين  پرخلاف وسله وال بريد په کلکه غندلى دى .
په محمدايوب زرين پرون  دکابل _ جلال آباد په لويه لاره کې دناپيژندل شويو وسله والو کسانو له خوا بريد وشو چې له امله يې  دى ټپي  او دوه تنه ساتونکي يې ووژل شول.
دسرحدونو اوقبايلو دچارو وزارت  دخپرونو رياست باخترآژانس ته خبرورکړ:
دسرحدونو اوقبايلو دچارو وزارت  مسوولين  په داسې حال کې چې  دخلکو
ددښمنانو دغه وحشيانه اوډارن عمل غندې له دولت څخه يې غوښتي دي چې ددغې قضيې عاملين ونيسي اوسزاورکړي.
دسرحدونو دچارو وزارت مسوولين محمدايوب زرين ته  دروغتيا هيله کړې ده  اودوژل شويو پاتې کسانو ته دلوى خداى  (ج) له دربارڅخه دجميل صبرهيله کوي.

کابل باختردزمري دمياشتې ١٥ :
د ملي شورا مشرانو جرګه  دنيکمرغه کوچني اختر درارسيدوله امله دافغانستان داسلامي جمهوريت  مشرتابه ، دملي اردو ،ملي پوليسواو دملي امنيت  زړورو منسوبينو ، عالمانو اودافغانستان ټول مجاهد اوديندار ملت ، دشهيدانو اومعلولينو درنو کورنيو ، له هيواد څخه بهرافغانانو اودنړۍ ټولو مسلمانانو ته مبارکي وايي اودلوى خداى  (ج) له دربار څخه دوي ته دروغتيا اوسلامتياهيله کوي چې انشاالله د روژې په مبارکه  مياشت کې د دوې طاعات او عبادات  د خداى (ج) په دربارکې منل شوي وي او دنيکمرغه کوچني اختر ورځې په خوښي اوخوشخالي سره تيرې کړي او هيله لرو چې ددغو طاعاتو اوعباداتو په برکت  له افغانستان او ټولې نړۍ څخه دجګړې او ورانۍ ټغر ټول شي  اوپه  نړۍ کې  سوله  اونيکمرغې ټينګه شي.

کابل\باختر\داسد١٥
په کابل کې د هندوستان سفير بهرني هيوادونه په جلال آباد ښارکې د هند په قونسلګري د بريد اصلي طراحان و بلل او ويې ويل چې افغا نستان اوهند دپاکستان په نامه دهيواد له جوړيدو مخکې صميمانه او تاريخي اړيکې لرلې .
امرسينا چې دننګرهار ولايت په مرکز جلال آباد ښار کې د هندوستان په سياسي دفتر د وروستي ترورستي بريد دقربانيا نوله کورنيو سره له کتنې وروسته خبرې کولې زياته کړه ، د هند او افغا نستان دښمنان دې  په دې پوه شي چې دغه شان
ترورستي عملونه  به  زموږ په  ورورګلويزو اوصميما نه اړيکوباندي اغيزه ونه لري.
دغه هندي ديپلومات وويل  ، چې هيواد به يې دپخوا په شان د افغانانو هيواد د جوړولو اود ترقى پړاونو ته د رسيدو لپاره د دوي ترڅنګ ولاړ وي .
امرسينا په جلال آباد ‌ښار کې د هندوستان په قونسلګري بريد په افغا نستان کې ددغه هيواد په سياسي نمايندګيو د ترو رستي بريدونو دوام وباله او ويې ويل چې ددغه شان ترورستي عملونو پلانونه په بهرني هيواد کې جوړيږي.
ده په افغا نستان کې دخپل هيواد په سياسي دفترونو د ترورستي بريدونو په غندلو سره وويل  زموږ  (دافغانستان اوهندوستان ) دوستي دپاکستان له جوړيدو مخکې تاريخي جرړي لري .
په کابل کې د هند سفير د جلال آباد ښار ته د خپل سفر په بهير کې په دغه ښار کې د خپل هيوادپه قونسلګري دمرګاني  ترورستي بريد دقربانيانو له کورنيو اوټپيانو سره  وکتل .
دغه هندي ديپلو مات په دې کتنه کې له دغو کورنيو سره ژمنه وکړه چې هيواد به يې دغه راز دافغانستان دبنسټونو د بيا جوړولو او په خپلو پښو ددغه هيواد د درولو په لاره کې هڅه اوهاند وکړي .
امرسينا په دې کتنه کې وويل ،  چې په ډيرلنډ وخت کې به د هرقرباني له کورنيو سره د شلو زرو ډالرو او څوتنو ټپيانو ته  دشلو زرو امريکا يي ډالرو مرسته وکړي.
ده دغه راز په داسې حال کې چې دننګر هاروالي ګل اغاشيرزى  هم ورسره و، دخپل هيواد قونسلګري ته څيرمه د وروستي ترورستي بريد سا حه وکتله او ويې ويل چې هيواد يې ددغه جومات د بيا جوړولو لپاره هم  دشلو زرو ډالرو مرسته کوي .
په جلال آباد ښار کې دهند په قونسلګري په وروستي ترورستي بريد کې چې د دريو تنو ځانمرګو يرغلګرو له خوا ترسره شو څه نا څه نهه تنه شهيدان اودرويشت تنه نور ټپيان شول .
ددغې پيښې زياتره قربانيان اوټپيان هغه ماشومان وو  چې قرآن مجيديې په لاس کى وو، داسلامي تعليماتو د زده کړې لپاره دپيښې ځاى ته څيرمه جومات ته ورغلي وو .
په وروستيو څوکلونو کې په افغا نستان کې په سياسي نمايندګيو څوځلې تروريستي بريدونه شوي دي  ، ډير خو نړي بريد په کابل کې د هندوستان په سفارت ځانمرګي بريد و چې له ا مله يې څه نا څه دوه سوه تنوافغانانو اوڅو تنو هندي ديپلوماتانو ته مرګ ژوبله واوښته .
په همدې موده کې  په  وار وار په افغانستان کى په  هغو سترو وګړنيو پروژو چې د هندوستان له خوا يې مالي مرسته کيږي هم دطالبانو اود نورو ډلو له خوا ترورستي بريدونه شوي دي . دافغا نستان په څو سيمو کې دسړک جوړولو په بهير کې په هندي انجنيرانو بريد اوهم په هرات کې په سلما بند بريد چې هغه هم د هند په مرسته د جوړيدو په حال کې دى .
افغان او هندي مقاماتو په وار وار په مستقيم اوغير مستقيم ډول دپاکستان د استخباراتو سازمان  آي ، اس ، آي  په افغا نستان کې د هندوستان په سياسي نمايندګيو دبريد اصلي طراح بللى دى  ، دغه مقامات دغه شان ترورستي بريدونه زياتره دافغانستان د بيا جوړولو له پروګرامونو سره د هندوستان د ملاتړ دکمښت په خاطر بولي

کابل باختردزمري دمياشتې١٥ :
دمشرانو جرګې لومړي نايب محمدعلم ايزديار نن په کابل کې دامريکا دسفارت دسياسي څانګې له مسوول ښاغلي تام هل ګردي سره وکتل.
دمشرانوجرګې مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبرورکړ :
په دې کتنه کې دمشرانوجرګې لومړي نايب په بيلابيلو برخو کې دافغانستان له خلکو سره دامريکا دمرستواوشتون له امله مننه وکړه او له ٢٠١٤ کال وروسته ددغه هيواد دمرستو په دوام باندې يې ټينګار وکړ.
دغه  راز په دې کتنه کې ايزديار د ديموکراسي پربنسټ په رژيمونو کې دانتخاباتو
ارزښت ته اشاره وکړه او زياته يې کړه  چې په انتخاباتو کې مهم اصل خلکوته دشفافو رايو ورکولو  د زمينو  برابرول او دانتخاباتو په بهير کې شفافيت دى  او ټينګار يې  وکړ د افغانستان دولت او نړيوالې ټولنې ته دواک دليږدولو لپاره به له انتخاباتو پرته بل انتخاب موجود نه وى او زياته يې کړه دامنيت دتامينولو ترڅنګ دنړيوالې ټولنې څارنه دانتخاباتو په بهير کې دشفافيت متضمن دى او په دې لاره کې بايد دانتخاباتو دترسره کولو ارګانونو دې بايد له نړيوالې ټولنې سره په همغږي کې جدي پاملرنه وکړي.
وروسته تام  له ٢٠١٤م کال وروسته دافغانستان ، له خلکو او دولت سره د ملاتړ په لاره کې د خپل متبوع دولت په بيا ژمنې او هوډ ټينګار وکړ او دغه راز دانتخاباتو  له بهير سره د هر راز همکاري او ملاتړ په ترڅ کې ټينګار وکړ چې امريکا د هيڅ مشخص کانديد ملاتړ نه کوي.
دغه راز په دې کتنه کې دواړو لورو له طالبانو سره دخبرو د بهير په باب  خبرې وکړې او دخبرو په افغاني والي  داساسي قانون په منل کيدو او دافغانستان د دولت دتيرو  يوولس کلونو برياليتوبونو په ساتنې يې ټينګار وکړ.

Tuesday, 06 August 2013 12:39

دمبارکي پيغا مو نه

کابل\باختر\داسد١٥
دافغا نستان د اسلامي جمهوريت د بهرنيو چارو دوزيرډاکتر زلمي رسول له خوا دنيکمرغه کوچني اختر له ا مله دکويټ د دولت دصدراعظم دمرستيال اود بهرنيو چارود وزير والاحضرت شيخ صباح خالد الحمد الصباح ، دعمان دسلطنت دبهرنيو چارو د وزير يوسف بن علوي بن عبدالله ، دمتحده عربي اماراتو ددولت دبهرنيو چارو دوزير والاحضرت شيخ عبدالله بن زايد آل نهيان ،دقطر ددولت دبهرنيو چارو د وزير  ډاکترخالدبن محمد العطيه ، دبحرين دشاهي هيواد د بهرنيو چارو دوزير والاحضرت شيخ خالد بن احمد بن محمد آل خليفه اود سعودي عربستان دشا هي هيواد د بهرنيو چارو دوزير والاحضرت شهزاده سعود الفيصل په نا مه دمبارکي جلا جلا پيغا مو نه ليږل شوي دي
دبهرنيو چارو وزارت  دويندوي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ :  چې په پيغامونو کې دمبارکۍ د ډيرو ښو مبارکيو د وړاندې کولو ترڅنګ دلوى خداى  (ج)  له دربارڅخه ددغو هيوادو نو د خلکو دنيکمرغي او سو کالى هيله شوې ده .

کابل\باختر\داسد١٥
دبغلان ولايت امنيتى ما مورين وايي چې دتاله او برفک ولسوالۍ په يوه ګڼ ميشته لاره کې يې د طالبانو بمي بريد ناکام کړى دى .
د رارسيدلو خبرونو له مخي ، وسله والو طالبانو تيره شپه يو بم دتاله او برفک ولسوالۍ د شهرنو بازار  په سيمه کې چې يوه ګڼ ميشته  لاره بلل کيږي ښخ کړي وو خودغه بم له  چاودنې مخکې دسيمې دخلکو په همکاري دافغان ځواکونو له خوا کشف اوشنډ کړاى شو .
دبغلان ولايت  د تاله او  برفک ولسوالۍ امنيه قوماندان کريم داد باختراژانس ته وويل  ، چى وسله والو طالبانو په دغه بمي بريد سره غوښتل چى د نيکمرغه کوچني اختر په درشل کى په تاله او برفک کي يوه بله خونړي پيښه رامنځته کړي .
دپوليسو د دغه مسول د څرګندونو له مخې ، امنيتې ما مورينو ددغه بمي پريد دعاملينو دپيژندني او نيولو لپاره پلټني پيل کړي دي

کابل\باختر\داسد١٥
دننګرهار ولايت سلګونو تنو اوسيدونکو نن په جلال آباد ښار کې لاريون وکړ او دکورنيو چارو د وزير په تو ګه يي د جنرال مجتبي پتنګ دپايښت غوښتنه وکړه
مظاهره کوونکو مجتبي پتنګ دکورنيو چارو وزارت پست ته مناسب شخص و باله او له دولت او په تيره بيا له پارلمان څخه يي وغوښتل چى دى بيا په دغې دندې وګوماري  ،
جنرال مجتبي پتنګ په دې وروستيو وختو کې د پارلمان په ځينو غړو دتورونو  په دليل اودولسي جرګې په يوه غونډه کى د نه ګډون په دليل بي صلا حيته شو.
جمهور رييس کرزي د جنرال پتنګ دصلاحيت له  رد وروسته دپارلمان دغه پريکړه دقانون له پلوه دتوجه وړ ونه باله او دى يې د کورنيو چارو د وزارت د سرپرست په توګه وټاکه .
مظاهره کوونکو چى نن يې د يوساعت لپاره په  جلال آباد ښارکي لاريون  وکړ د جنرال پتنګ د ملاتړ په لاره کې د جمهور رييس داقدام هرکلي وکړ او په دغه مقام يې د ده   دپايښت غوښتنه و کړه

Tuesday, 06 August 2013 12:35

دمبارکى پيغامونه

دمشرانو جرګي د رييس فضل هادي مسلميار له خوا دنيکمرغه کوچني اختر دمبارکو  ورځو په مناسبت د ازبکستان اوپا کستان د هيوادونو د سنا درييسانو ، دتاجکستان اواندو نيزيا داستازو د مجلسونو د رييسانو، دسعودي عربستان دالشورا مجلس درييس ، دکويټ د ملي شورا درييس ، د مصر دخلکو شورا دمجلس درييس ،د ترکيې د مجلس درييس اود ايران د اسلامي شورا دمجلس درييس په نا مه دمبارکۍجلا جلا پيغا مو نه ليږل شوي دي .
په پيغامو نو کې مسلمه امت ته دسولې او صفا او د وحدت او ورورولي هيله شوې ده

کابل باختردزمري دمياشتې١٥ :
دکلام الله مجيد دنازليدو دلسيزې په درناوي تير ماښام دکورنيو چاور په وزارت کې دقرآن عظيم الشان ختم وشو.
دکورنيو چاروزرات مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبرو کړ :
په هغې غونډه کې چې له همدې امله ديو شمير عالمانو ،روحانيونو،په ملي شورا کې دخلکو ديو شمير استازو ، د وزارتونو د يوشمير معينانو په ګډون جوړه شوې  وه دکورنيو چارو وزارت سرپرست ستر پاسوال غلام مجتبي پتنګ خبرې وکړې او ويې ويل ، د روژې دمبارکې مياشتې په بهير کې پوليسو دخلکو دامنيت په تامنيولو کې هلې ځلې کړې دي او دنيکمرغه کوچني اختر په ورځو کې هم د امنيت دتامنيولو لويه مقصد ځانګړې تدبيرونه ترلاس لاندې نيول شوي دي.
ديوبل خبرله مخې مل پاسوال عليزي چې نوى دکورنيو چارو وزارت د استخباراتو
درييس په توګه ټاکل شوى دى دامنيتي چارو د ستر معين ستر پاسوال عبدالرحمن
رحمان له خوا ددغه رياست منسوبين ته معرفي شو.

کابل باختر دزمري دمياشتې ١٥:
د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رئيس حامدکرزي، د جلال آباد په  ښارکې د هند د قونسلګرۍ په وړاندې د روانې میاشتې د ۱۲ نېټې د تروريستي بريد د شهیدانو د کورنیو په استازیتوب له ښاغلي فضل الرحیم سره چې د خپلې کورنۍ پینځه تنه غړي یې له لاسه ورکړي دي، ټلیفوني خبرې وکړې.
دجمهور رييس دويندوى دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ  :
حامدکرزي په دغو ټلیفوني خبروکې یو ځل بیا د دغه برید د شهیدانو کورنیو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب څرګند کړل او له هغوی سره یې د هر راز مرستې او همکارۍ ژمنه وکړه.
د هېواد جمهوررئیس په دغو ټلیفوني خبروکې د شهیدانو کورنیو ته ډاډ ورکړ چې د افغانستان حکومت  به له هغوی سره  لازمې مرستې وکړې.
همدا راز حامدکرزي د هغه جومات له ملا امام حاجي محمد سعید سره هم ټلیفوني خبرې وکړې چې په دغه تروریستي برید کې ورته زیان اوښتى دی او تنکي طالب العلمان یې شهیدان شوي دي.
د هېواد جمهوررئیس، حاجي محمد سعید ته وویل که څه هم د هند سفارت د دغه جومات د ترمیم ژمنه کړې ده خو پر دې سربیره به  د افغانستان حکومت د دغه جومات د بیا جوړولو او ترمیم لپاره په اقدام لاس پورې کړي.