10 July 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د کانونو په سکتور کې ولسي مشارکت ته زمینه برابرېږي

د کانونو په سکتور کې ولسي مشارکت ته زمینه برابرېږي

کابل/ د چنګاښ ۱۹مه/ باختر د ۳۴ ولایتونو له والیانو او...

په حکومتولۍ کې د ښځو ونډه

کابل / د چنګاښ ٢٠ مه / باختر په دغو وروستیو...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کابل\باختر\ د اسد ٢٢
وسله والو طالبانو تيره شپه د هرات ولايت په شينډنډ ولسوالۍ کې يوه ښوونځي ته اورواچاوه .
د هرات ولايت دشينډنډ ولسوالۍ امنيه قوماندان محمد غوث مليار دباخترآژانس خبريال ته وويل: وسله والو طالبانو تيره شپه ددغې ولسوالۍ په بازارچه سيمه کې يوه دولتي ښوونځي ته اورواچاوه.
مليار وويل: ددغې اورلګيدنې له امله د ښوونځي ودانۍ په بشپړه توګه ويجاړه شوې ده اوټول سندونه اولوازم يې له منځه تللي دي.

کابل\باختر\ د اسد ٢٢
د آذربايجان تجارتي هيئت په افغانستان کې دپانګې اچونې په خاطر نن کابل ته را ورسيد او د نږدې دووملياردو ډالرو دپانګونې لپاره يې ددغه هيواد تيارۍ اعلام کړ.
دباخترآژانس دخبر له مخې: دغه هيئت د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د اقتصاد دڅانګې له مسوول او د سودا ګرۍ او صنايعو د خونې له مسوولينو سره له يو لړ خبرو وروسته په يوخبري کنفرانس کې برخه وا خيسته او د خبريالانو پوښتنو ته يې ځواب ووايه.
د آذربايجان جمهوريت د تجارتي هيئت رييس وويل: افغانستان ته ددغه هيئت دسفرهدف دکاني ډبرو د انډي کولو او د تيلو اوګاز د را ايستلو په برخوکې د حالت څيړنه اوپانګه ونه وبلله.
دغه راز په دې خبري کنفرانس کې د افغانستان د سوداګرۍ اوصنايعو د خونو دعامل هيئت رئيس محمد قربان حقجو وويل: د دواړو هيوادونو ترمنځ په ٢٠١٢ ميلادي کال کې د سوداګرۍ کچه څه دپاسه دولسو مليونو ډالرو ته رسيده او د پانګې اچوني د هڅونې دپاليسۍ په تصويب سره دغه کچه لوړيږي.
دافغانستان او پاکستان لپاره د آذربايجان سفير په دې خبري کنفرانس کې وويل: همدا اوس ددغه هيواد د خصوصي برخې سوداګرو د کامګارد تيلو د چاڼولوپه شرکت کې ديرش مليونه ډالره پانګه اچولې ده او په پام کې ده چې دغه پانګونه څه دپاسه شپيتو مليونوډالرو ته لوړه شي.
ده زياته کړه: هيواد يې په پام کې لري له ٢٠١٤ کال وروسته له افغانستان سره خپلو تجارتي همکاريو ته دوام ورکړي او د دوو ملياردو ډالرو په ارزښت په افغانستان کې پانګه وا چوي.

کابل\باختر\ د اسد ٢٢
دميدان وردګو ولايت دجغتو، چک ، سيد آباد او دايميرداد په ولسواليوکې سيلاوونو اته تنه وژلي او ديارلس تنه نور يې ټپيان کړي دي.
له ميدان ښار څخه د باخترآژانس دخبريال دخبر له مخې: دغوسيلاوونو چې له دوو ورځو را په ديخوا د ميدان وردګو ولايت په مربوطاتوکې را وتلي دي، شل کلي زيانمن کړي ، درې سوه څاروي له منځه وړي او درې زره پنځه سوه جريبه کرنيزه ځمکه ، څه دپاسه پنځلس زره ميوه لرونکي او بې ميوې ونې،د اوبو شپيته بندونه د اوبو پنځه کيلو متره ويالي او پنځلس کيلو متره سړک ويجاړکړي دي.
دغه راز ددغو سيلاوونو له امله د ميدان وردګو ولايت په دايميرداد ولسوالۍ کې دوه کورونه په بشپړه توګه ويجاړ شوي دي .
د ميدان وردګو والي عبدالمجيدخوږياڼي د ډاډ ګيرنې او خواخوږۍ د مراتبو دڅرګندولو ترڅنګ ژمنه وکړه چې د امکان ترپولي پورې له زيانمنو شويوکسانو سره مرسته وشي او له نورو خيريه سازمانونو څخه يې هم له مصيبت ځپلوکسانو سره د مرستې غوښتنه وکړه.

کابل\باختر\ د اسد ٢٢
دميدان وردګو ولايت دجغتو، چک ، سيد آباد او دايميرداد په ولسواليوکې سيلاوونو اته تنه وژلي او ديارلس تنه نور يې ټپيان کړي دي.
له ميدان ښار څخه د باخترآژانس دخبريال دخبر له مخې: دغوسيلاوونو چې له دوو ورځو را په ديخوا د ميدان وردګو ولايت په مربوطاتوکې را وتلي دي، شل کلي زيانمن کړي ، درې سوه څاروي له منځه وړي او درې زره پنځه سوه جريبه کرنيزه ځمکه ، څه دپاسه پنځلس زره ميوه لرونکي او بې ميوې ونې،د اوبو شپيته بندونه د اوبو پنځه کيلو متره ويالي او پنځلس کيلو متره سړک ويجاړکړي دي.
دغه راز ددغو سيلاوونو له امله د ميدان وردګو ولايت په دايميرداد ولسوالۍ کې دوه کورونه په بشپړه توګه ويجاړ شوي دي .
د ميدان وردګو والي عبدالمجيدخوږياڼي د ډاډ ګيرنې او خواخوږۍ د مراتبو دڅرګندولو ترڅنګ ژمنه وکړه چې د امکان ترپولي پورې له زيانمنو شويوکسانو سره مرسته وشي او له نورو خيريه سازمانونو څخه يې هم له مصيبت ځپلوکسانو سره د مرستې غوښتنه وکړه.

دبدخشان والي : له څو محدودو ولسواليو پرته په نورورولسواليو کې امنيتي ستونزه نه لرو. 

کابل\باختر\ د اسد ٢٢
دبدخشان ولايت د انتخاباتو د خپلواک کميسيون د ولايتي دفتر مسوول نن ددغه ولايت په زياترو ولسواليو کې د امنيتي حالت له امله انديښنه څرګنده کړه.
په بدخشان ولايت کې د انتخاباتو دخپلواک کميسيون د ولايتي دفتر مسوول سيدمعصوم معصومي دباخترآژانس خبريال ته وويل: موږ دبدخشان ولايت په زياترو ولسواليو کې د امنيتي حالت له امله انديښنه لرو او په ځينو ولسواليوکې زموږ د نوم ليکنې د مرکزونو يو شمېر کارکوونکي ګواښل شوي دي.
دده دڅرګندونو له مخې: همدا اوس په شهدا ولسوالۍ کې د نوم ليکنې کارکوونکي له دفتر څخه بهر نشي وتلي او په هغه صورت کې چې امنيتي مقامات د نوم ليکنې د مرکزو نو د امنيت د تامينولو په باب جدي پاملرنه ونه کړي؛ حالت به لاپسې خراب شي او د نوم ليکنې مرکزونه به وتړل شي.
ده وويل چې همدا اوس د جرم ، بهارک، وردوج ، کران او مجان ، يمګان ،شهدا او دتګاب په ولسواليوکې امنيتي ګوا ښونه شته او زموږ ددفتر کارکوونکي انديښنه لري.
معصومي څرګنده کړه چې د بدخشان په اته ويشتو ولسواليو کې دنوم ليکنې  نهه پنځوس مرکزونه جوړ کړي دي چې تراوسه پورې څه نا څه اتو زرو تنو له نوم ليکنې وروسته د رايې ورکولو کارتونه ترلاسه کړي دي چې په سلوکې ديرش يې ښځې دي.
دبدخشان والي ډاکترشاه ولي الله اديب دباخترآژانس خبريال ته وويل: له څو ولسواليو او د وردوج ، جرم اوتګاب په ولسواليو کې د نوم ليکنې له څو مرکزونو پرته چې ترامنيتي ګواښ لاندې دي ، په نورو ولسواليو کې امنيتي ستونزې نشته او موږ ډاډ من يو چې انتخابات به په سمه توګه او له کومې ستو نزې پرته ترسره شي او له دې پلوه کومه انديښنه نشته.
دبدخشان د والي دڅرګندونو له مخې: د مواصلاتي لارو او د پليو لارو د تړل کيدو له پلوه چې د١٣٩٣ کال د وري د مياشتي په ديارلسمه نيټه په ديارلسو ولسواليو کې د واورې د سختو اورښتونو له ا مله تړلې کيږي.
موږ انديښنه لرو او دانتخاباتو له خپلواک کميسيون څخه غواړو چې د رايو ورکوونکو د نوم ليکنې مرکزو نه دې په ګرځنده ډول تنظيم کړي چې ددغه ولايت په لرې پرتو اوغرنيو سيمو کې خلک وکولى شي د رايو ورکولو کارتو نه ترلاسه کړي.
په همدې حال کې د بدخشان ولايت امنيه قوماندان جنرال امام الدين مطمئن ډاډ ورکړ چې د ټولو ولسواليو د نوم ليکنې په مرکزونوکې امنيت تامين دى اوکومه امنيتي ستونزه نشته. يوازې پرون دجرم ولسوالۍ په سوچ کلي کې د امنيتي ځواکونو اود وسله والو طالبانوترمنځ لنډه جګړه ونښته چې له امله يې يو پوليس برسيرن ټپي شو.
مطمئن زياته کړه چې همدا اوس امنيتي حالت ښه دى او د نا امنۍ له پلوه کومه ستو نزه نشته.

کابل- باختر د زمري دمياشتې ٢٢
د هېواد د بېلابېلو ولایتونو د هندوانو او سیکانو استازو د افغانستان له جمهوررئیس حامدکرزي سره په کتنه کې خپلې ستونزې او غوښتنې بیان کړې.
د جمهور رييس  د ويندوى دفترباخترآژانس ته خبرورکړ:
په دې کتنه کې چې نن غرمه په ارګ کې ترسره شوه، د مشرانو جرګې غړې ډاکترې انارکلي هنر یار او رویل سنګ د نورو په استازیتوب خبرې وکړې، دوی د حامدکرزي په مشرۍ په تېرو یو ولسو کلونوکې په هېوادکې د ترسره شویو کارونو او په بېلابېلو برخوکې د رامنځته شویو پرمختګونو له امله خوښي څرګنده کړه.
دوی همدا راز په افغانستان کې  په هندو او سیک مذهب پورې د هغو اړوندو تاریخي او مذهبي اماکنو او شخصي جایدادونو چې د یو شمېر زور واکو لخوا غصب شوي دي د بیرته ورسپارلو، د هندوانو او سیکانو له عبادت ځایونو څخه د اوبو او برېښنا د لګښت  د پیسو د وربخښلو او دوی ته د استوګنځيو د برابرولو لپاره د ځمکو د ویش غوښتنه وکړه.
حامدکرزي د هېواد د هندوانو او سیکانو د غوښتنو له اوریدو وروسته وویل: په تېرو دیرشو کلونو کې د افغانستان د نورو خلکو په څېر تاسو هم ډیرې ستونزې وګاللې، مهاجرتونو ته اړکړای شوی، جایدادونه مو له لاسه ورکړل او د سر زيانونه مو وزغمل.
د هېواد جمهوررئیس وویل: تاسو د افغانستان د اتباعو په توګه  د دې هېواد  له نورو اوسیدونکو  سره یو خيل او برابر حقوق لرئ، تاسو چې د افغانستان لپاره کومې قربانۍ ورکړي دي، هغو ستاسو هېوادپالنه ثابته کړې ده.
حامدکرزي زیاته کړه: افغانستان یوه ښکلې تابلو ده چې په هغې کې بیلابېل قومونه او ادیان ژوند کوي، تاسو د دغې تابلو یو ښکلی رنګ یاست. افغانستان له تاسو پرته  خپله ښکلا له لاسه ورکوي.
ده، وویل: زموږ هڅه دا ده هغه  هندوان او سیکان چې له افغانستان څخه مهاجرت ته اړ کړای شوي دي، بیرته هېواد ته راستانه کړو ترڅو په عزت سره په خپل هېوادکې ژوند وکړي.
حامدکرزي د دغې کتنې په پای کې د کورنیو چارو وزارت سرپرست، د حج او اوقافو وزیر، کابل والي، کابل ښاروال او د چارو د ادارې رئیس ته چې په دې غونډه کې حاضرو، لارښوونه وکړه چې د افغانستان د هندوانو او سیکانو ستونزې او غوښتنې دې له نیږدې وڅیړي او د حل لپاره دې د کابینې غونډې ته وړاندې کړي.

کابل باختر د زمري دمياشتې ٢٢
څلور تنه وسله وال طالبان پرون دلوګر ولايت دخوشي ولسوالۍ په مربوطاتوکې دملي اردو دمنسوبينو دچاڼيزو عملياتو په بهيرکې ووژل شول .
دملي دفاع وزارت د ويندوى مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ چې دملي اردو منسوبينو دلوګر ولايت دخوشي ولسوالۍ په مربوطاتوکې چاڼيز عمليات ترسره کړل چې له امله يې څلورتنه وسله وال طالبآن ووژل شول او درې تنه نورطالبآن ټپيان شول .
دغه عمليات په داسې حال کې ترسره شول چې دخوشي ولسوالۍ ديوشمير وسله والو طالبانو دشتون ډګر دى .
ويل کيږي چې په دغو عملياتوکې يوه اندازه سپک او درانده جنګي وسايل هم ترلاسه شوي دي .
ديوبل خبرله مخې: دملي اردو يو عسکر د لوګر ولايت دخوشي ولسوالۍ په مربوطاتوکې د امنيتي دندو دترسره کولو په بهيرکې په سړک کې په ښخ کړى شوى ماين د ختلو له امله شهيد شو او يوبل عسکر دفارياب ولايت دغورماچ ولسوالۍ په مربوطاتوکې په ورته پيښه کې ټپي شو.

کابل\باختر\ د اسد ٢٢
دحج او اوقافو وزارت خبرتيا!
دکابل ښاردناحيو د١٣٩٢ کال هغوټولو حاجيانو ته چې پخوا يې خپل لومړى قسط په بانک کې تحويل کړى دى اوپه سلو کې دشلو دتنقيص په لست کې شامل نه وي، د وروستى ځل لپاره خبر ورکول کيږي چې د روان کال د زمري د مياشتې تر٢٤ نيټې د پنجشنبې تر ورځې پورې دې د خپلو لګښتي پيسو د دويم قسط د تحويلولو په خاطر ډير ژر په مرکز او ولايتونوکې د حج او اوقافو وزارت د حج رياستونو ته ورشي. له دې پرته ونډه يې له طرزالعمل سره سم را تلوونکو مستحقو اشخاصو ته ورکول کيږي او بيا به دشکايت حق ونه لري.

کابل\باختر\ د اسد ٢٢
په لغمان ولايت کې امنيتى مامورين وايي چې د کابل _ جلال آباد په لويه لاره کې يې د وسله والو طالبانو يوه اندازه جنګي وسايل کشف کړي دي.
د را رسيدلو خبرونو له مخې: دغه وسلې چې ټاکل شوې وه په ننګرهار ولايت کې د طالبانو په ډلې پورې اړوندو کسانو ته وليږدول شي؛ تيره شپه دکابل _جلال آباد د لويې لارې په اوږدوکې دسرخکانو په سيمه کې کشف شوې ده.
ويل کيږي چې ددغوجنګي وسايلو دقاچاقو په اړوند يو تن نيول شوى دى.
دلغمان ولايت امنيه قوماندان جنرال فضل احمد شيرزاد باخترآژانس ته وويل چې په دغو وسلو کې شل کلاشينکوفونه اوځينې نورپوځي تجهيزات شته.
وسله والو طالبانو دغه جنګي وسايل په مهارت سره په يوموټر کې ځاى پرځاى کړي.
دغه امنيتي مقام وايي: د دوى څيړنې ښيي چې وسله والو طالبانو غوښتل دغه جنګي وسايل له لغمان ولايت څخه په ننګرهار ولايت کې خپلو افرادو ته وليږدوي.
نيول شوي سړى هم اعتراف کړى دى چې د وسله والو طالبانو په ډلې پورې تړاو لري او غوښتل يې چې دغه جنګي وسايل په ننګرهار ولايت کې خپلو همکارانو ته وليږدوي.

کابل\باختر\ د اسد ٢٢
دننګر هارولايت په مرکز جلال اباد ښار کې د چاودنې له ا مله دوه ماشومان ټپيان شول.
دغه چاودنه نن له غرمې وروسته ديوې نيمې بجې په شاو خواکې د پيښور د موټرونو تم ځاى ته څېرمه ديوافغان هندوکورته په نږدې ساحه کې شوې ده.
د را رسيدلو خبرونو له مخې: وسله والو طالبانو بم د يو افغان هندو دروازې ته څېرمه ځاى پرځاى کړى و.
د ننګرهار ولايت د امنيې قوماندانۍ ويندوى حضرت حسين مشرقيوال باخترا ژانس ته وويل چې ددغې چاودنې له امله دوه مسلمان ماشومان چې دخپل هندو هيواد وال کورته ميلما نه تللي وو؛ ټپيان شول.
عيني شاهدان وايي چې ټپي ماشومان په جلال آباد ښارکې دښوونځي او ديوې ديني مدرسې زده کوونکي وو. په همدې حال کې په جلال آبادښار کې د يو روغتيايي مرکز ډاکترانو د يو ټپي ماشوم روغتيايي حالت خراب وباله.
دننګرهار ولايت د امنيې قوماندانۍ ويندوى وسله وال طالبان د دغې پيښې مسوول وبلل او وې ويل چې امنيتي مامورينو د دغې پيښې د عاملينو د پيژندنې اونيولو لپاره پلټنې پيل کړې دي.