22 July 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

جمهور ريیس غني د ملګرو ملتونو د سازمان د سکرترجنرال له مرستیالې سره وکتل

جمهور ريیس غني د ملګرو ملتونو د سازمان د سکرترجنرال له مرستیالې سره وکتل

کابل\باختر\د چنګاښ ٣٠ مه د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور ريیس...

د مهسا د وژنې عاملان په دېرش دېرش کاله بند محکوم شول

د مهسا د وژنې عاملان په دېرش دېرش کاله بند محکوم شول

کابل\باختر\د چنګاښ ٣٠ مه د کابل د استيناف محکمې نن ...

 په ننګرهار کې د بېلابېلو جنايي جرمونو په تور د پنځو کسانونيول کيدل

په ننګرهار کې د بېلابېلو جنايي جرمونو په تور د پنځو کسانونيول کيدل

کابل\باختر\د چنګاښ ٣٠ مه پوليسو درې کسان د جلال اباد ښار...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کابل/باختر/ د چنګاښ ٢٨ مه
د قندهار په امنیې قوماندانۍ د ځانمرګو بریدګرو په ډله يیز برید کې ۱۴ کسان وژل شوي او کابو سل تنه نورټپیان شوي دي.
د دغې پېښې زیاتره قربانیان او ټپیان د ښځو او ماشومانو په ګډون ملکي وګړي دي.
ځانمرګو بریدګرو د چاودیدونکو توکو څخه ډک موټر د قندهارد امنیي قوماندانۍ د دروازې په وړاندې وچاوه او وروسته شپږو نورو بریدګرو له امنتیي ځواکونوسره په نښتې لاس پورې کړ.
د قندهارد امنیتي مقاماتو د څرګندونوله مخې، دغې نښتې دوه ساعته دوام وکړ او په هغې کې یرغلګریو په بل پسې له پښو وغورځول شول .
طالبانو د دغه برید مسوولیت په غاړه واخيست.
د قندهارولایت یوه امنیتي مقام باختراژانس ته وویل، چې په ياد برید کې د پولیسو ۴ مامورین او لس ملکي وګړي وژل شوي او شپږ پوځیان او څلور نورملکیان پکې ټپیان شوي دي.
په ټپیانوکې ۴ ښځې او یوولس ماشومان شامل دي .
د قندهار ښار په میرویس روغتون کې ډاکترانو د دغه ډاراچوونکي برید د کابو لسو ټپیانو روغتیايي حالت نازک بللى دى .
په پښه کې د قندهار د امنیې قوماندانۍ تاسیسات او د هغو په شاو خواکې د خلکو ځینو کورونو ته هم زیان اوښتی دی .
ختم _ ف

 کابل/باختر/ د چنګاښ ٢٨ مه
په قندهارکې د طالبانوپه سنګرونو د پوځیانو په بریدونوکې شل ډار اچوونکي وژل شوي او شپږ  نور يې ټپیان شوي دي .
په دغو طالبانو په تېرو څلرویشتو ساعتو کې د پوځیانو په هغوعملیاتو کې چې د هوایي پوځ په ملاتړترسره شول ، بریدونه شوي دي .
د هېواد په جنوب کې د ملي اردو یوه جګپوړي قوماندان باختراژانس ته وویل، چې په دغو عملیاتو کې شل وسله وال طالبان وژل شوي او شپږ نور يې ټپیان شوي دي.
هغه ووویل، چې په زیاترو دغو طالبانو د شا ولیکوټ ولسوالۍ په ځینو برخو کې د دوی په سنګرونوکې بریدونه شوي دي .
په یوبل خبرکې ویل شوي، چې په قندهارکې د یولړچاودنو مخه ونیول شوه. 
امنیتي مامورانو نن سهار د قندهار په ګڼ مېشتو لارو کې ۹ ماینونه کشف او شنډ کړي دي .
که څه هم د دغو ماينونو د ښخونې په تور څوک نه دى نيول شوى، خو سیمه يیزې سرچینې وسله وال طالبان د هغه عامل بولي .
په افغانستان کې طالبان زیاتره په ګڼ مېشتو لارو کې د بمونو او ماینونوپه ايښودلو لاس پورې کوي ، چې له امله  يې زياتره ملکي وګړي قرباني کېږي.

 کابل/باختر/ د چنګاښ ٢٨ مه
د هرات پولیسو په ځانګړو عملیاتو کې یو ځوان د انسان تښتوونکوله منګول څخه وژغوره .
دغه ځوان چې کابو یوه میاشت مخکې د هرات ښارد لومړۍ ناحیې په مربوطاتوکې د ښوونځي په تګلوري کې تښتول شوی و او د هرات ښارپه شپږمې ناحیې پورې اړوند په پل رنګینه سیمه کې د استوګنې په یوه کورکې ساتل کېده ، پرون ناوخته د هرات د امنیې قوماندانۍ د پولیسو په ځانګړو عملیاتوکې وژغورل شو او کورنۍ ته يې وسپارل شو .
د هرات یوه امنیتي مقام باختراژانس ته وویل، چې انسان تښتونکي له سيمې څخه په  تېښته بريالي شوي، خو عاملین د پولیسو له خوا پېژندل شوي او د هرات د امنیې قوماندانۍ د کشفي برخو تر تعقیب لاندې دي .

 کابل/باختر/ د چنګاښ ٢٨ مه
لس وسله وال طالبان تېره شپه په هلمند کې د پوځيانو په برید کې ووژل شول .
د هېواد په جنوب کې د ملي اردو یوه جکپوړي قوماندان باختراژانس ته وویل، چې د پوځیانوپه دغه بریدونوکې لس وسله وال طالبان وژل شوي دي .
هغه وویل: دغه وسله وال طالبان په ډاراچونې فعالیتونو بوخت وو، چې د ځمکې او هوا پرې بریدونه وشول .
په یو بل خبرکې ویل شوي دي، چې په هلمند کې د یولړچاودنومخه ونیول شوه .
امنیتي مامورانو نن سهار د هلمند په ګڼ مېشتو لارو کې د یارلس ماینونه کشف او شنډ کړي دي .

 کابل/باختر/ د چنګاښ ٢٨ مه
د هېواد اجراییه رییس پرون د سولې په تحليلي کنفرانس کې وویل، چې د سولې په بهیرکې د طالبانوغوښتنې متناقضې او غیرعملي دي .
باختراژانس ته د اجراییه ریاست د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې، ډاکترعبدالله عبدالله په دغه کنفرانس کې چې په کابل کې جوړشوی و وویل، چې طالبان هم له افغانستان څخه د بهرنیوځواکونو وتل غواړي، خو خبروته حاضرنه دي ، دا ممکن نه دي .
ډاکترعبدالله عبدالله وویل چې باید له سولې سره سراسري امنیت راشي نه دا چې یوه ډله موافقه وکړي او له بلې ډلې سره ملاتړ وشي چې جګړې او د افغانستان د خلکو وژنې ته دوام ورکوي، ځکه چې دغه شان سوله مانا نه لرې .
د هېواد اجراییه رییس ټینګاروکړ، چې طالبان دې په دې فکر ونه اوسي چې امریکایان له افغانستان څخه ووځې او له هغه وروسته په زور سره خپلې موخې ته لاسرسی پیدا کوي .
ډاکتر عبدالله عبدالله وویل: که چېرې طالبان په سولې باورمند وي، له اوربند سره دې موافقه وکړي.
هغه وويل: د مخامخو او مستقیمو خبرو وخت را رسېدلی دی، خو د افغانستان د راتلونکي او برخلیک په باره کې خلک تصمیم نیسي.
اجراییه رییس څرګنده کړه، چې د افغانستان اکثریت خلک سوله غواړي او د هغې تحقق خپل اصلي لومړیتوب بولي، په دې صورت کې د جکړې زیات مسوولیت طالبانوته متوجه دی .
ډاکتر عبدالله عبدالله د سولې کورني اړخ ته اشاره وکړه او ویې ویل، چې که چېرې موږ و نه کړای شو د سولې په بهیر کې یو واحد غږ ولرو باید بل  څوک هم ملامت نه کړو .
د هېواد اجراییه رییس د قطر په غونډه کې د المان له نوښت څخه د قدردانۍ په څرګندولو سره وویل، چې دغه هېواد د هیئت په انتخاب کې چاره نه درلوده که چېرې د پخوا په شان یې د هیئت ترکیب د افغانستان لوري ته پریښی وی په اوونیو اوونیو یی دوام کاوه او بی پایلې پاتې کیده، ځکه ټول د خپلو افرادو په شتون باندې ټینګار کوي .
ډاکټر عبدالله عبدالله زياته کړه، چې د سولې په اړوند چلندونه بايد مسوولانه وي، د افغانستان خلک چاته اجازه نه ورکوي چې د خپلو ګټو په خاطر د سولې خنډ شي.
په پاى کې ډاکټر  عبدالله عبد الله د دې غونډې د جوړولو د مسوول مسعود عزيزي له نوښت قدرداني وکړه او دغه غونډې يې ګټورې او د غوټو پرانيستونکې وبللې.

 کابل/باختر/ د چنګاښ ٢٨ مه
د افغانستان د اسلا مي جهموریت د بهرنیو چارو وزارت سیاسی معین ادریس زمان په سیاسي او د سولې په چارو کې د ملګرو ملتو سازمان د سرمنشي له مرستیالې میرمن روز ماري دیکارلو سره وکتل.
د بهرنیو چارو وزارت د ویاند دفترباختر اژانس ته خبرورکړ،  په دې کتنه کې دواړو لورو د سولې د بهیراو د دوحې د غونډې د بین الافغاني خبرو او د جمهوري ریاست د راتلوونکو انتخاباتو په باب خبرې وکړې .

 کابل/باختر/ د چنګاښ ٢٨ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د مالیې وزارت د سرپرست او د زیربناه په چارو کې د جمهوري ریاست د سترسلاکار پروفیسرمحمدهمایون قیومي او د ازبکستان د صدر اعظم د سلاکار ناظربیک آتا جانووف په ګډې مشرۍ او د دواړو هېوادونو د بېلابېلو دولتي ادارو د استازو په ګډون د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د ګډو بین الحکومتي کمېسیون لومړۍ غونډه د ازبکستان په پایتخت تاشکند ښارکې جوړه شوه .
په دې غونډه کې ګډوکاري ډلو د دوه اړخیزو اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د لازیاتې ودې او پیاوړتیا، د ازبکستان له قلمروڅځه د افغانستان د سودا ګریزو جامو او مالونو د لېږدونې لپاره د ترانزیتي خنډونو د لرې کولو، د دوه اړخیزو اقتصادي او سوداګریزو
همکاریو د موافقه لیکونود تطبیق چې پخوا د لورو ترمنځ لاسلیک شوي دي، د دوه اړخیزو ترانسپورتي د اوسپنې پټلۍ او ترانزیتي همکاریو، د ازبکستان له لوري د افغان چلوونکو لپاره د ویزې داسانتیاو د برابرولو، د تېرسیستم لاندې د دواړو هېوادونوترمنځ د لېږدونو د حجم د زیاتوالي، د ګمرکي اطلاعاتو د تبادلې د پراختیا ، د کانونو، پټرولیم او د تېلو او ګازو په برخوکې د همکاریو، د حکومت په حکومت د میکانیزم له لارې د اوبلن ګازد پېرودنې او پلورنې، له برېښنايي حکومتوالۍ څخه د ګتې اخستنې په ګډون د مخابراتي همکاریو، د برېښنا انرژۍ ، کرنې، اوبولګولواو مالدارۍ او د دغه هېواد د پومبې د انډي کولو  د شرکتونو په واسطه له افغانستان څخه د اومې پومبې د وارداتو په برخوکې د لورو د همکاریو په اړوند مفصلې خبرې وکړې .
په پای کې د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو پروتوکول چې د کمېسیون د خبرو وړ موضوعګانو لرونکي و، د دواړو لورو د تخنیکي ټیمونو په واسطه له بشپړېدو وروسته د افغانستان او ازبکستان ترمنځ لاسلیک شو .
د یادونې وړده، چې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د ګډ بین الحکومتي کمېسیون دویمه غونډه به په کابل ښارکې جوړه شي.

 کابل/باختر/ د چنګاښ ٢٨ مه
د هېواد په بېلابېلو سیموکې په تېرو ۲۴ ساعتو کې ٦٦ ترهګر وژل شوي، ١٤‍ ټپيان او يو بل کس له وسله والو مخالفانو سره د اړيکو په تور نيول شوى دى.
له ملي دفاع وزارت څخه باختر آژانس ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې دغه ترهګر په  بدخشان، فاریاب، هلمند، بادغیس، ارزګان، ننګرهار، غزني، بلخ، پکتیکا، تخار، کندز  او په سرپل  کې د افغان او بهرنیو ځواکونو په ځمکنیو او هوايي بریدونوکې وژل شوي دي.
پای/وصال

 کابل\باختر\د چنګاښ ٢٨ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور ريیس محمداشرف غني د جلا فرمانونو له لارې شهرزاد اکبر د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون د ريیسې او اسدالله یوسفي، بنفشه یعقوبي، محمدایوب یوسفزی، سیداحسان خلیق، شبنم صالحي، شکرالله مشکور، محمد نعیم نظري او راضیه صیاد د دې کمېسیون د غړې په توګه وټاکل. 
دغه راز جمهور ريیس غني د جلا جلا فرمانونو له لارې د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون پخوانۍ رئیسه سیما سمر د بشري حقونو او بین المللي اړیکو په چارو کې د جمهوررئیس د ځانګړې استازې او د دولت د وزیرې په توګه وټاکله او د هغې د خدمتونو او کوښښونو د تقدیر او ستاینې په خاطر یې مېرمن سیما سمر ته د مراسمو په لړ کې د علامه سیدجمال الدین افغان دولتي نښان هم ورکړ.
په دغو مراسمو کې چې په ارګ کې پرځاى شوي وو، د جمهور ريیس دویم مرستیال استاد سرور دانش او د هیواد لومړۍ مېرمن هم حضور درلود، یاد فرمانونه د جمهوررئیس ویاند صدیق صدیقي ولوستل.
جمهورريیس غني د یاد نښان له ورکړې وروسته وویل، د ویاړ ځای دی هغه بنسټ چې په تېرو اتلسو کالونو کې یې بېلابېل پړاوونه ووهل، نن یوه نوي پړاو ته داخلېږي.  
جمهور ريیس د سیما سمرله خدمتونو څخه په مننې وویل، ډاډه یم چې نوموړې به نوې دنده هم د هیواد د ملي ګټو مطابق په ښه ډول ترسره کړي.
د هیواد جمهور ريیس د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون نوې ريیسې او غړیو ته د مبارکۍ ترڅنګ وویل، ملي ارزښتونه او د اساسي قانون مواد په ځانګړي ډول د هغه دویم فصل چې د اتباعو اساسي حقوق او وجیبې دي او د بشري حقونو د نړیوالې اعلامیې مطابق ترتیب شوی، عام فهمه شي او وارداتي ونه ګڼل شي.
د هیواد جمهور ريیس د خپلو خبرو په پای کې وویل، له ملت، اساسي قانون او له ملي اسلامي ارزښتونو سره د ژمنې نوي کول زموږ د ټولو له وجیبو څخه دي.
په دغو مراسمو کې سیما سمر وویل، زه ویاړم چې د لومړي ځل لپاره مې د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون ریاست په غاړه واخیست او نن دا کمېسیون د سیمې او نړۍ په کچه یوه بېلګه ده. 
سیما سمر، د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون له همکارانو، رسنیو او همکارو هیوادونو مننه وکړه چې د بشري حقونو د تامین او د انساني کرامت د خوندیتوب په خاطر یې زموږ ملاتړ وکړ.
هغې زیاته کړه، زموږ هيله داده چې دولت د کمېسیون لاسته راوړنې خوندي او پیاوړې کړي او د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون نوې رهبري په تازه انرژۍ کار وکړي او خلک له تبعیض او بې عدالتۍ څخه وساتي.
د یادونې وړ ده، چې جمهور ريیس، اجرائیه ريیس او د جمهور ريیس دویم مرستیال په شرایطو له برابرو کسانو سره مرکې کړې وې او د دوی له منځه ۹ کسان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د نویو غړو په توګه وټاکل شول.پاى\فضل واحد

کابل\باختر\د چنګاښ ٢٨ مه
په ډېر تأسف سره پرون ماسپښین تروریستانو د خپلو جنایتونو په دوام، د کندهار په امنیې قوماندانۍ د تروریستي برید په ترسره کولو سره، زموږ یو شمېر بېګناه هیوادوال شهیدان او یو شمېر نور ټپیان کړل.
جمهور ريیس غني ددې وحشیانه برید د غندلو ترڅنګ وویل: د افغانستان حکومت د سولې مشورتي لویې جرګې د پرېکړو پر بنسټ، د سولې پروګرام پر مخ وړي، خو طالبانو یو وار بیا د دې وحشیانه برید په ترسره کولو سره وښوده چې د جګړې د دوام، تاوتریخوالي او ملکیانو د نښه کولو نیت لري.
جمهور رپیس محمد اشرف غني، د شهیدانو له کورنیو سره د خپلې همدردۍ مراتب او ژوره غمشریکي څرګندوي او اړوندو مسوولینو ته یې لارښوونه وکړه؛ څو د قربانیانو له کورنیو سره د مرستې او د ټپیانو د درملنې لپاره له ټولو امکاناتو څخه ګټه واخلي.پاى\فضل واحد

Page 9 of 7894