05 July 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

دکرونا ويروس  ٢٧٩نوى پېښې ثبتې شوې دي .

دکرونا ويروس ٢٧٩نوى پېښې ثبتې شوې دي .

-کابل / دچنګاښ ١٥مه / باختر : دعامې روغتيا وزارت نن...

يو امريکايي عسکر په فراه کې ووژل شو .

يو امريکايي عسکر په فراه کې ووژل شو .

-کابل / دچنګاښ ١٥مه / باختر : د امريکا د...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کابل\باختر\دسرط ان٢٥
دکورنيو چارو وزارت له تروريزم سره دمبارزې د ملي پوليسو ځواکونه پرون په زابل ولايت کې په جنګي وسايلو، بارديوه موټر په کشفولو بريالي شول.
د کورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر نن باختراژانس ته وويل په ترلاسه شويو وسايلو اوتوکو کې ديرش کلاشينکوفونه او درې زره  چاوديدونکي وسايل چې  په يو فلانکوچ ډوله موټر کې ځاى پرځاى شوى و دپو ليسو دمنسو بينو  له خوا د زابل ولايت په مرکز قلات ښار پورې اړوند دخرواريانو په سيمه کې کشف شول او ددغې پيښې په اړوند موټر چلوونکي چې د غزني ولايت اوسيدونکى دى نيول شوى دى.

کابل\باختر\دسرط ان٢٥
دسترې محکمې عالي شورانن له غرمې مخکې د افغانستان د اسلامي جمهوريت دقاضي القضات پوهاند عبدالسلام عظيمي په مشري غونډه وکړه او په اجندا کې نيول شوي موضوعګانې يې وڅيړلې.
دسترې محکمې دخپرونو رياست باختر اژانس ته خبر ورکړ، عالي شورا لومړى قضاييه قوې ته د اداري فساد ديوې برخې دغير مسوولانه توجيه په باب دشفافيت د نړيوالې څارنې دسازمان خپور شوى رپوټ په کلکه وغانده، خپور شوى رپوټ چې رښتينې جزئيات ، مبنا او مستنداد نه لري اودغير علمي، پوچو ، او غير ستندردو نظر سنجونو له مخې د هيواد دقضا يي نظام دپرستيژ او اعتبار د تخريبولو په مقصد تر سره شوى دى له افترا پرته بل څه نه دي او يو ځل بيا يې په خپل پخواني دريځ باندې په ټينګار سره څرګنده کړه  چې له بهرنيو هيوادونو څخه دغه شان کاپي شوي سروى ګانې اونظر سنجونې له عيني واقعيتونو او ملي ارزښتونو سره سمون نه لري اود افغانستان دسياسي نظام د بدنامولو او کمزوري کولو په مقصد دسياسي غرضونو له تعقيبولو پرته ، نه شي کولاي بله تو جيه و لري
وروسته له اجندا سره سم له قضايي اوغير قضايي مراجعو څخه ديو شمير رسيدلو استهدا ګانو په باب غور اوڅيړنه وشوه اود جمهوري رياست د عالي مقام دمجازاتو د بخښنې اوتخفيف د نهمې ګڼې فرمان دڅلورمې مادې د لومړى فقرې د توضيح په باب د پنجشير ولايت د استيناف محکمې د رياست د استهدايې په وړاندي د محکوم بها قسطونو په باب دقضايي حکم  د محدوديت دڅرنګو الي په برخه کې دفارياب د استيناف محکمې درياست داستهدايي په وړاندي اود لوى څارنوالۍ دنظامي معاونيت د استهدايې په اړوند چې دقانونيت په لحاظ دپروان دښاري محکمې له خوا ديوې صادرې شوې پريکړې دڅيړنې غوښتنه يې کړې ده لازمې لارښوونې وشوې او هم د افغانستان د کارکوونکو د ملي اتحاديې د مرکزي شورا د حقوقو د احقاق په باب ددغې شورا استهدايې ته په پاملرنې سره څرګنده شوه چې د اساسي قانون د ١٢٠ مادې له حکم سره سم دهغو ټولو دعواو دڅيړنې مرجع چې دحقيقى او حکمي اشخاصو له خوا وړاندي شي، محکمې دى له دې امله کولاي شي د خپلې غوښتنې په باب اړوندې واکمنې محکمې ته مراجعه وکړي په همدې ترتيب د عالي شورا په غونډه کې دقضايي کادر ددرجې دتثبيت د کميسيون دنظر په پام کې نيولو سره دقضايي کادر دحقوقو او امتيازونو له مقررې سره سم د پنځو تنوقاضيانو دقضا يي کادر لوړيدل تصويب شول.
سربيره پردې په مدني او جزايي قضيو کې د محکمې د بدلون دغو ښتنې ديارلس موارد هم د اجندا يوه برخه وه چې په هره برخه کې لا زم تصممو نه ونيول شول .

کابل\باختر\دسرط ان٢٥
يوه اته کسيزه ډله وسله وال طالبان تيره شپه په خوست ولايت کې ونيول شول.
امنيتي ځواکونو دغه اته تنه وسله وال طالبان د خوست ولايت دصبريو ولسوالۍ په مربو طاتو کې ونيول .
د خوست ولايت امنيه قو ماندان مل پاسوال عبدالقيوم باقي زوي باختراژانس ته وويل: په نيول شويو کسانو کې درې تنه بهرني اتباع هم شامل دي .
باقي زوي وويل: له نيول شويو کسانو څخه ددوى د وسلو په ترلاسه کيدو سربيره ددرندو او سپکو وسلو يوه ا ندازه مهمات هم د امنيتي ځواکونو لاس ته  ورغلي دي

کابل\باختر\دسرط ان٢٥
دولسي جرګې دتقنين دچارودکميسيون رئيس وايي چې دانتخاباتو دقانون تصويب به د جمهوري رياست دراتلونکو انتخاباتو د ترسره کولو کاري بهير ګړندي کړي .
دملي شورا دولسي جرګې دتقنين د کميسيون رئيس قاضي نذير احمد حنفي باختراژانس ته وويل د انتخاباتو دقانون په تصويب سره د انتخاباتو خپلوا ک کميسيون نه شي کولاي د خپل کار کمزورتيا تو جيه کړي
ده وويل : د انتخا باتو خپلوا ک کميسيون ددغه قانون په چوکاټ کې کولاي شي د جمهوري رياست اود ولايتي شورا ګانو د انتخاباتو د ترسره کولو په لاره کې لازم تياري و نيسي
حنفي زياته کړه داځلې د انتخاباتو دقانون په طرحه کې مهمو اختلافي مواردو شتون نه درلود يواځې هغه موضوع چې په ولسي جرګه کې د خلکو داستازو له خوا طرحه شوه په څو انتخاباتي حوزو د ولايتونو ويشل و چې د انتخاباتو دخپلواک کميسيون له خوا ددغه قانون په مسوده کې طرحه شوى و يعنې دپخوا په شان په هر ولايت يوه انتخا باتي حوزه لري

کابل\باختر\دسرط ان٢٥
دپکتيا ولايت لپاره دطالبانو دډلې له خوا نومول شوى والي له يوولسو تنو نورو طالبانو سره تيره شپه په پکتيا ولايت کې د ناټو د جنګي الوتکو دبريدونو له ا مله ووژل شو .
دغه هوايي عمليات دپکتيا ولايت  د زرملې ولسوالۍ دسها کو په سيمه کې ترسره شول او په وژل شويو کسانو کې دطالبانو دډلې يو سيمه ييز قوماندان هم شامل دى
د پکتيا ولايت امنيه قوماندان زلمي اورياخيل باختراژانس ته وويل: دناټو د هوايي ځواکونو بريد هغه وخت ترسره شو چې دطالبانو دډلې نومول شوى والي همت له څوتنوافرادوسره يې په يو کرولا موټر کې سپور و اوڅو تنو نوروموټرسايکل سپرو طالبانو هم دده موټر بدرګه کا وه .
داورياخيل دڅرګندونو له مخې، دغه هوايي بريد ډير دقيق ترسره شو او ملکي وګړو ته زيان نه دى او ښتى.

کابل\باختر\دسرط ان٢٥
پوليسو په هغه سړي چې غوښتل يې د کابل د نړيوال هوايي ډګر په واټ کې دپوليسو په يوې پوستې يرغل وکړي ، بريد و کړ او ټپي يې کړ .
دباختر اژانس دخبر له مخې، دکابل ښار دپوليسو دنهمې امنيتي حوزې امر نجيب الله سمسور وايي چې دغه پيښه  د تيرې شپې دلس نيمو بجو په شا وخوا کې د کابل د نړيوال هوايي ډګر په واټ کې رامنځته شوه .
هغه سړي چې غوښتل يې دپوليسو ديوه سرتيري وسله ترلاسه اودګزمې په موټر بريد وکړي په خپله دپوليسو له خوا  وويشتل شو او ټپي شو .
دپوليسو د نهمې حوزې امر دغه سړي مشکوک بولى، سره له دې چې هويت يې نه دى په ډاګه شوى خودپوليسو دنهمې حوزې امروايي چې ښايي دغه سړي دډيورنډ له کرښې اخوا او سيدونکى وي .

کابل باختر دچنګاښ  پنځه ويشتمه :
افغان امنيتي ځواکونو او نړيوالو پوځونو په تيرو څليرويشتو ساعتوکې د يو لړ چاڼيزو عملياتو په بهيرکې اووه تنه وسله وال طالبان وځپل .
  دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر نن باخترآژانس ته د يوې خبرپاڼې په ليږلو سره ليکلي دي چې دغه عمليات دبغلان ، سرپل ، فارياب ، جوزجان ، قندهار ، زابل ، ميدان وردګو ، پکتيا او دهلمند د ولايتونو په مربوطاتوکې ترسره شول چې له امله يې اووه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او شپږ تنه نور يې ونيول شول .
په دغو عملياتوکې يوه اندازه جنګي وسايل، يو سلو اووه ديرش کيلوګرامه چاوديدونکي توکو او شپږ سوه اويا کيلوګرامه نشه يي توکي هم د افغان امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي .
دغه راز دملي پوليسوځواکونو دپکتيا، هرات اودهلمند دولايتونو په مربوطاتوکې د وسله والو مخالفينو له خوا پنځه ښخ کړى شوي ماينونه کشف او شنډ کړي دي .
د يوبل خبر له مخې دملي پوليسو منسوبينو دوه تنه دکابل ښار دڅلورمې امنيتي حوزې او د بګراميو ولسوالۍ په مربوطاتو کې دغلا په تور نيولي دي .

کابل باختر دچنګاښ  پنځه ويشتمه :
دکابل ښار د فوټسال سياليو تيره شپه په پنځو لوبو سره دوام وکړ .
د هيواد د فوټبال فدراسيون د فوټسال د کميټې مسوول دين محمدصافي باخترآژانس ته وويل: په دغو سياليوکې د نوى کارتې د ستاره ټيم د دوو په مقابل کې په څلورو سره د جوانان  متحد پر ټيم ، د توحيد ټيم د يوې په مقابل کې په پنځو سره د ام ټي ان پر ټيم ، د خورشيد ټيم د دريو په مقابل کې په شپږو سره د توپان پر ټيم او د پوهنې د بدني روزنې ټيم په يوې په زړه پورې لوبه کې د صفر په مقابل کې په څوارلسو سره  دکهکشان پر ټيم بريالي شول .
  دغه راز د جوانان سازش او د شاه شهيد دتنکيو ځوانانو ټيم لوبه د دوو په مقابل کې په دوو سره برابره پاى ته ورسوله .
دغه سيالۍ د رمضان دجام ترعنوان لاندې د شپيتو ټيمونو ترمنځ په کابل ښارکې پيل شوې دي .

کابل -باختر  د چنکاښ د مياشتې ٢٥:
د هوا پوهنې ادارې په راتلوونکوڅلور ويشتو ساعتوکې د هيواد د ځينوسيمو د هوا حالات د سانتي ګراد په حساب په دې ډول اټکل کړى دى:
کابل- آسمان شين ، د تودوخې لوړه درجه ٣٥، ټيټه ١٨
هرات- آسمان  شين ، د تودوخې لوړه درجه ٤١،  ټيټه ٢٤
جلال آباد- آسمان  شين ، د تودوخې لوړه درجه ٤٢، ټيټه ٣١
قندهار- آسمان  شين، د تودوخې لوړه ٤٢ ، ټيټه ٢٧
مزارشريف- آسمان شين ، د تودوخې لوړه  ٣٩، ټيټه ٣٠
کندز- آسمان  شين ، د تودوخې  لوړه درجه ٤٠، ټيټه ٢٥
غزني- آسمان  شين ، د تودوخې لوړه درجه ٣٢ ، ټيټه ١٥
باميان- آسمان شين ، د تودوخې لوړه درجه ٣٠ ، ټيټه ١٣
فيض آباد- آسمان ځاى ځاى وريځ ، د تودوخې لوړه درجه ٣٦، ټيټه  ٢١
شمالي سالنګ- آسمان ځاى ځاى وريځ ، دتودوخې لوړه درجه ١٥، ټيټه  ٦
جنوبي سالنګ- آسمان ځاى ځاى وريځ ، د تودوخې لوړه درجه ١٧، ټيټه ٩
  شبرغان - آسمان شين ، د تودوخې لوړه درجه ٣٧، ټيټه ٢٣
فراه- آسمان شين، د تودوخې لوړه درجه ٤٢ ټيټه ٢٦
خوست- آسمان ځاى ځاى وريځ ،  د تودوخې لوړه درجه ٣٨، ټيټه ٢٦
ميمنه- آسمان شين ، د تودوخې لوړه درجه  ٣٥ ، ټيټه ١٨
لښکرګاه- آسمان شين ، د تودوخې لوړه درجه ٤٥، ټيټه ٢٦
جبل سراج-اسمان شين ،ددوخې لوړه درجه ٣٤-ټيټه ٢١
په کابل کې به سبا لمرپه ٤ بجو او ٣٠ دقيقو وخيژي او د مازيګر په ٧بجو او ٣ دقيقو ولويږي . 

Tuesday, 16 July 2013 10:12

د اسعارو بيه:

کابل\باختر\دچنکاښ د مياشتې ٢٥:
دکابل دشهزاده سراى دصرافانو د رييس  دمعلوماتو له مخې، نن له غرمې مخکې دبهرنيو پيسو په مقا بل کې د افغانۍ ارزښت په دې ډول دى:
يوامريکايي ډالر پيرودل په 15 57/  افغانيو پلورل په  57/20افغانيو
يوانګليسي پونډ پيرودل په 40  85 /افغانيو پلورل په  85 /50افغانيو
داماراتو يو درهم پيرودل په 45/ 15 افغانيو پلورپه 50 / 15 افغانيو
يوه يورو پيرودل په 20 74/ افغانيو پلورل په   74 /30  افغانيو
يوسعودي ريال پيرودل په  15 15/پلورل 15/20 افغانيو
زرهندي کلدارې پيرودل په 960 افغانيو پلورل په 970 افغانيو
زرپاکستاني کلدارې پيرودل په  550افغانيو پلورل په 558 افغانيو
زر ايراني تومان پيرودل په 17/60  افغانيو پلورل په  17/70 افغانيو.