01 October 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د لغمان روغتون ته طبي وسایل ورکړل شول

د لغمان روغتون ته طبي وسایل ورکړل شول

کابل / د تلې ۱۰ مه / باختر د لغمان د...

دولس طالبان په قندهار کې ووژل شول

کابل / د تلې ۱۰ مه / باختر د قندهار په...

اته طالبان په قندهار کې ووژل شول

-کابل /دتلې ١٠مه /باختر: اته وسله وال طالبان په قندهار کې...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

مسکو\ دروسيې غږ\  باختر د وږي دمياشتې ٢٤ :
دروسيې دبهرنيو چارو وزير په ژنيو کې په يوه مطبوعاتي کنفرانس کې  ويلي دي هيله لري چې دروسيې او امريکا  د دوه اړخيزي غونډې راتلوونکي پړاو به روسيه کې ترسره شي .
دروسيې  او امريکا دبهرنيو  چارو  وزيرانو ويلي دي ددغو دواړو هيوادونو ترمنځ  دځينو مسلو په پاب دنظر  اختلافونه شته او ددواړو هېوادونو ترمنځ دخبرو اترو واقعيتونو ته په پاملرنې سره به دوام وکړي.
په همدې حلال کې  دملګروملتو دسازمان سرمنشي خبريالانو ته ويلي دي 
دسوريي  دبحران او کيمياوي بې وسلي کولو دحل لپاره دروسيې او امريکا
دبهرنيو چارو دوزيرانو هلې ځلې دستاينې وړ دي.
ده ټينګار وکړ چې نړيواله ټولنه دډله ييزې  وژنې اوکيمياوي وسلو په وړاندې مسووليتونه لري اوبايد دهغو نه  توليد او نه استفاده په نړۍ  کې رواج ومومي.

کابل – باختر د وږي دمياشتې ٢٤
دغزني ولايت دفوټبال سيالۍ دهيري ټيم په اتلوالي سره  پاى ته ورسيدې.
د غزني ولايت دورزشي آمر پاچاه خان هژبر باختر آژانس ته وويل :  
دغه سيالۍ چې  يوه مياشت مخکې دڅوارلسو ټيمونو ترمنځ ددغه ولايت په اندړو  ولسوالۍ کې پيل شوې وې چې په پاى کې دهيرى ټيم ديوې په مقابل کې په دريو سره د تنګي پرټيم بريالى شو او لومړى مقام يې وګاټه او دتنګي او دچهاردهى وال ټيمونو ددغو سياليو دويم او دريم مقامونه وګټل .

کابل \  باختر د وږي دمياشتې ٢٤
دملي اردو درې تنه منسوبين پرون دماين چاودنې په دريو جلاجلا پيښو کې شهيدان شول  .
دملي دفاع وزارت دويندوي مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبرورکړ : دملي اردو درې تنه منسوبين دپکتيا ولايت دسيدکرم،  دهرات ولايت دشينډنډ او دفارياب ولايت دقيصار ولسواليو په مربوطاتو کې دماينونو دچاودنو له امله شهيدان شول .
دغه راز دملي اردو منسوبينو دننګرهار ولايت دبټي کوټ ، دکندز ولايت د دشت ارچى او دغزني ولايت داندړو ولسواليو په مربوطاتو کې دچاڼيزو عملياتوپه بهيرکې يوه ايکم مخابره ،يو موټر سايکل ،پنځه کلاشنکوفونه  او دوه ماينونه کشف او ترلاسه کړل .

کابل \باختر دوږي دمياشتې ٢٤
دملي اجنداطراحانو نن ديوې اعلاميې په خپرولو سره دجمهوري رياست دانتخاباتوپه باب خپلې نظريې بيان کړې .
دباخترآژانس دخبريال دخبرله مخې : دملي اجندا طراحانو چې ځينې سياسي شخصيتونه وليکوال ړاو دمدني ټولنې استازې پکې شامل دي
په يوه خبري غونډه کې دانتخاباتو په اړوندخپلې نظريي بيان کړې.
دملي اجندا دهدفونو په باب دملي اجندا يوتن طراح مسعوددجمهوري رياست دانتخاباتو په اړوند نظر څرګندکړ اوويې ويل دملي اجنداطراحان له ګوندې اوايتلافي قالبونو څخه بهر عمل کوي ،  او په دې لټه کې دى چې دپرګنو په ګډون په يوه ملي بهير سره دملي پوهاوي او د ډله ييز پيوستون له لارې يو مشروع او ملي دولت جوړ شي.
په دې غونډه کې دملي اجندا اعلاميه ولوستل شوه چې يوه برخه کې يې په آزادو او خپلواکو سراسري انتخاباتو برلاسي په انتخاباتي سيموکې دانتخاباتوله ورځې څخه مخکې دانتخاباتي امنيت په تامينولو ،په انتخاباتو کې دښځو او ځوانانو دفعال ګډون په ملاتړ او په انتخاباتو کې دملي او نړيوالو نظارتي مامورينو په ملاتړ پورې مشروطه بلل شوي دي .
په دې غونډه کې دخبريالانو پوښتنو ته ځوابونه وويل شول.

کابل \ باختر د وږي دمياشتې ٢٤
دکندز ولايت دامام صاحب په ولسوالۍ کې نن سهار  چاڼيز عمليات پيل شول.
دکندز ولايت دامنيې قوماندانۍ ويندوي سيدسرورحسيني باختر آژانس ته وويل :  دغه عمليات دامام صاحب ولسوالۍ په قرغان تيپې کلي کې ددغه ولايت دامنيه قوماندان جنرال عبدالخليل اندرابي ترقوماندانۍ دملي پوليسو،ملي اردو، سيمه ييزو  پوليسو او دعامه نظم دپوليسو په ګدون پيل شول .
په امام صاحب ولسوالۍ کې دغه عمليات په داسې حال کې پيل شول چې د دغه ولايت په ارچى ولسوالۍ کې لس ورځنۍ عمليات تير ماښام له ښو لاسته راوړنو سره پاى  ته  ورسيدل.

کابل – باختر د وږي دمياشتې ٢٤
يوه پوليسه ښځه نن سهار په هلمند ولايت کې د ناپيژندل شويو وسله والو کسانو په بريد کې ټپي شوه.
دهلمند دوالي ويندوى عمرځواک باختر آژانس ته وويل :   ميرمن نګار چې  په
لښکرګاه ښار کې دپوليسو  په چوکات کې  يې دنده ترسره کوله  دلښکرګاه نجونو دليسې دڅلور لارې په ساحه کې د دوو  وسله والو  موټر سايکل سپرو له خوا  پرې ډزې وشوې او ټپي شوه.
عمرځواک وويل :  بريد کوونکي له ساحې څخه  وتښتيدل او پوليسو د دوى دموندلو لپاره پلټنې پيل کړي دي .
دهلمنددايمرجنسي موظفينو د ميرمن نګار روغتيايي حالت مخ په ښه والى بللى دى .

ميمنه \  باختر د وږي دمياشتې ٢٤
دفارياب ولايت دسوداګرۍ دخونې درياست د ودانۍ دجوړولو کار نن پيل شو.
دفارياب ولايت دسوداګرۍ دخونې رييس محمدحسين دوست باختر آژانس ته وويل:-  دغه ودانۍ دافغانستان دسوداګرۍ دخونې دلوي رياست له بودجې څخه دڅه پاسه څوارلسو ميلونو افغانيو په لګښت دڅلورسوه متره مربع ځمکې په ساحه کې په  دريو  پوړونو کې په  يوکال کې جوړيږي چې پنځه ديرش خونې ،  د کنفرانس سالون  او نور ضروري ملحقات پکې په پام کې نيول شوي دي .

غزني\  باختر د وږي دمياشتې ٢٤
وسله والو طالبانو تيره شپه د غزني ولايت يو اوسيدونکې شهيد کړ.
دغزني ولايت دامنيې قوماندانۍ دامنيت آمراسد الله انصافي باختر آژانس ته وويل:   دغه سړي علي احمد نوميده په دې جرم چې دغزني ولايت په امنيې قوماندانۍ کې يې د اجير په توګه دنده ترسره کوله دوسله والو طالبانو له خوا دغزني ښار د حيدر آباد په ساحه کې شهيد کړى شو.

کابل باختردوږې دمياشتې ٢٤ :
د افغانستان جمهوررئیس حامدکرزي د سمنګانو ولایت د ډبرو سکرو په کان کې د ۲۷ تنو کارګرانو پر وژل کېدو خپله ژوره خواشیني څرګنده کړه.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ :
درارسيدلو رپوټونو له مخې، پرون له غرمې وروسته د سمنګانو ولایت د روی دو آب ولسوالۍ د ډبرو سکرو د کان د یوې برخې د نړيدو له امله د دغه کان۵۷ تنه کارګران تر خاور لاندې بند پاتې شول چې د هغو له جملې څخه ۲۷ تنو یې خپل ژوند له لاسه ورکړ.
د هېواد جمهوررئیس د دغې غم لړلې پیښې د خبر په اوریدو سره په ژوره توګه خواشینی
شوی دی. حامدکرزی د دغې پیښې د شهیدانو پاتې کسانو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او
ډاډ ګیرنې مراتب وړاندې کوي.
حامدکرزي، نن سهار د کانونو او پیطرولیم وزیر ته لارښوونه وکړه چې پخپله دی او یا د ده یو معین دې د پیښې ځای ته لاړ شي، د دغې پیښې څرنګوالی دې وڅیړي او په راتلونکي کې د دا ډول غم لړلو پیښو د تکراریدو د مخنیوي لپاره دې لازم تدبیرونه ونیسي.
همدا راز جمهوررئیس د کانونو وزیر ته لارښوونه وکړه چې د سمنګانو ولایت له سیمه ایزو چارواکو سره یوځای دې د دغې پیښې د شهیدانو او ټپیانو کورنیو ته بیړني مرستې و رسوي او د ټپیانو د درملنې لپاره دې هم  په اقدام لاس پورې کړي.

کابل باختر دوږې دمياشتې ٢٤ :
د افغانستان جمهوررئیس حامدکرزي، د هېواد د فوټبال د ملي لوبډلې لوبغاړي چې په دې وروستیو کې یې د جنوبي آسیا د فوټبال په سیالیو کې اتلولي وګټله، د غازي میر مسجدي خان د مډالونو، د اپارتمانونو او د نغدي سوغاتونو په ورکولو سره وستایل.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ :
په هغو مراسموکې چې پرون له غرمې وروسته په همدې مناسبت په ارګ کې پرځای شول، لومړی د هېواد جمهوررئیس پخپلو خبروکې وویل: " له هغې ورځې څخه چې تاسو افغانستان په فوټبال کې د آسیا په لوبوکې اتل کړ، ومو لیدل چې د افغانستان خلکو ستاسو دغه بریا په  څومره خوښۍ سره ولمانځله . په ټول هېواد کې خلکو په زوږ او ولولو سره ستاسو هرکلی وکړ او ځوانانو په ټول هېوادکې ستاسو په ویاړ جشنونه جوړکړل د دغو ټولو خوشحالیو چې د کلونو کلونو له مصیبت او بې وزلۍ وروسته  ترلاسه شوې، سبب یې تاسو یاست."
د هېواد جمهوررئیس د فوټبال د ملي لوبډلې لوبغاړو ته د مبارکۍ د ویلو په ترڅ کې، وویل چې خپلو هڅو ته دوام ورکړیء، د افغانستان دولت په ټولو امکاناتو سره له تاسو سره ولاړ دی او باور لرم چې د هېواد سوداګر، پانګه وال او شتمن هېوادوال به هم له تاسو سره ودریږي .
حامدکرزي وویل چې تاسو د افغانستان خلکو ته ویاړ ور وبخښلو او زه ډاډه یم چې د آسیا په لوبوکې به هم اتلولي وګټیء، او بیا لاړشی نړیوالو لوبو ته او هلته به هم وګورو چې د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله په نړیوالو لوبوکې ګډون کوي، ګولونه وهي او افغانستان ته اتلولي راوړي.
بیا، د فوټبال د ملي لوبډلې هر یوه لوبغاړي، ترینر، رئیس او د فوټبال د ملي لوبډلې همکارانو ته د غازي میرمسجدي خان د مډال د ورکړې، د کابل د خواجه رواش په سیمه کې د ښار جوړولو وزارت په پروژه کې د یو یو باب اپارتمان د توزیع، د نغدي مکافاتو او ستاینلیکونو د ورکولو په اړه د چارو د ادارې د مرستیال سیدولي سلطان لخوا د جمهوررئیس فرمان ولوستل شو.
په دې فرمان کې د هېواد د فوټبال د ملي لوبډلې ګول کیپر منصور فقیر یارته یو میلیون او سل زره افغانۍ، د کابل د خواجه رواش په سیمه کې د ښارجوړولو  وزارت په پروژه کې د دوه کوټو لرونکی یو اپارتمان او د غازي میرمسجدي خان مډال منظور شوی دی.
همدا راز په دغه فرمان کې د هېواد د فوټبال د ملي لوبډلې نورو ۱۹ لوبغاړو ته د دوه کوټو لرونکی یو یو باب اپارتمان، د غازي میر مسجدي خان مډال او سل زره افغانۍ منظورې شوې دي.
په همدې ډول په دغه فرمان کې د هېواد د فوټبال د ملي لوبډلې سر مربي یوسف کارګرته د کابل د خواجه رواش په سیمه کې د ښارجوړولو وزارت په پروژه کې یواپارتمان او د غازي میرمسجدي خان مډال منظور شوی دی.
وروسته د افغانستان جمهوررئیس حامدکرزي د هېواد د فوټبال د ملي لوبډلې هریوه لوبغاړي ته د غازي میرمسجدي خان مډال په سینه وځړولو.
د غونډې په پای کې د هېواد د فوټبال د ملي لوبډلې سر مربي یوسف کارګر د نورو په استازیتوب د ورزشکارانو د ستاینې له امله له جمهوررئیس څخه مننه وکړه.
ده، د جنوبي آسیا د فوټبال په لوبوکې د افغانستان د فوټبال د ملي لوبډلې د تاریخي بریالیتوب له امله د هېواد جمهوررئیس او د افغانستان خلکو ته مبارکي وویله.
یوسف کارګر وویل چې د هېواد د فوټبال د ملي لوبډلې لوبغاړو په خپل دغه بریالیتوب سره د افغانستان د خلکو پیوستون  وښود.