24 September 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

جمهوررئیس محمد اشرف غني د پاکستان د نوي سفیر باورلیک ومانه

جمهوررئیس محمد اشرف غني د پاکستان د نوي سفیر باورلیک ومانه

کابل/ د تلې ۳مه/ باختر د افغانستان د اسلامي جمهوریت...

 مولوي رحمت الله اندړدملي امنیت شورا ویاند وټاکل شو

مولوي رحمت الله اندړدملي امنیت شورا ویاند وټاکل شو

کابل/ د تلي ۳مه/ کابل د افغانستان د جمهور ريیس...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

فراه – باختر د وږي دمياشتې ٢٤
اته تنه وسله وال طالبان  پرون  په فراه ولايت کې له پوليسو سره په نښته کې ووژل شول  او  لس تنه نوريې ټپيان شول .
دفراه دوالي ويندوى عبدالرحمن ژوندي  باختر آژانس ته وويل :  دغه پيښه له هغه وروسته وشوه چې يوې ډلې وسله والو طالبانو د خاک سفيد ولسوالۍ  دغمي کلي په ساحه کې د پوليسو په امنيتي پوستې بريد وکړ  .
ده وويل : په دې نښته کې اته تنه طالبان و وژل شول او  لس تنه نور يې ټپيان شول .
دژوندى دڅرګندونو له مخې :  ددغۍ نښتې په بهير کې دپوستې درې تنه پوليسان هم ټپيان شول شوي  او روغتيايي حالت مخ په ښه والي بلل شوى دى .

Sunday, 15 September 2013 08:59

تبصـــــــــــــره :

کابل – باختر د وږي دمياشتې ٢٤ :
دشانګهاى دسازمان دغړو هيوادونو وروستۍ غونډې چې په قرغزستان کې جوړه شوه دزياتو سيمه ييزو همکاريو فرصت برابر کړ او دا د دغه سازمان په غړو پورې اړه پيدا کوي چې څه ډول له  دغه فرصت څخه دسيمه ييزې همکارۍ او  پيوستون په ګټه استفاده  وکړي.
دباختر آژانس مبصر ليکي  :
په دې وروستيو وختودقرغزستان دبشکيک ښاردشانګهاى دهمکاريو دسازمان دغړو هيوادونو دمشرانو دغونډې ډګر  و .  په  وروستۍ غونډه کې مهمې  خبرې دسيمه ييز  ثبات څرنګوالي ،اقتصادي همکارۍ او د دغه سازمان دغړو ترمنځ د همغږۍ پيدا کول  و.
په دې غونډه کې د روسيې ، چين،قزاقستان،قرغزستان ،تاجکستان او د ازبکستان  په ګډون  د غړو هيوادونو  مشرانو او دافغانستان ، هندوستان، ايران ، منګوليا او دپاکستان دهيوادونو مشرانو او جګپوړو استازو  چې په شانګهاى کې کتوونکي غړي بلل کيږي ، برخه لرله.
دشانګهاي غړو لکه څنګه چې هيله يې کيده  د نورو مسلو ترڅنګ په افغانستان کې دحالاتو په باب خبرې وکړې او يو ځل بيا يې په دې ټکي باندې ټينګار وکړ چې په افغانستان کې حالات او ثبات  په  سيمه ييز حالاتو باندې اغيزه  لري.
په دې ترتيب د شانګهاى غړو تفهيم کړه  چې دافغانستان ستونزه بيلابيل دبهرني اړخونه لري ، مذهبي بنسټ  پالنه ، ترورستي فعاليتونه او د نشه  يي توکو قاچاق په دغه هيواد کې اساسي ستونزې دي . که چيرې هغه حل نه شي کيداى شي لمن يې د نورو هيوادونو په لور پراختيا ومومي.
لکه څنګه چې دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس حامد کرزي په  دې غونډه کې په  ډاګه کړه چې افغانستان لا  تراوسه پورې هم  د تروريزم   پرخلاف دجګړې په  لومړۍ ليکه  کې  دى .
په داسې حال کې  چې له  تروريزم  او  بنسټ پالنې سره  مبارزه  د سيمې د ټولو هيوادونو ګډ مسووليت دى او يوازې په صادقانه همکارۍ سره کولاى شو په دې
لاره کې بريالي شو.
حامد کرزي هيله  وکړه ،   چې د سيمې هيوادونه  وکولاى شي په دې لاره کې  له افغانستان سره مرسته وکړي.
د جمهور رييس کرزي دغه بلنه په داسې حال کې بيانيږي چې دسيمې هيوادونه په منظم ډول ، دمذهبي بنسټ پالنې او دترورستي فعاليتونو دزياتوالي په باب خبرې کوي خو د دغو ستونزو عواملو او  جرړو ته  ډيره کمه  پاملرنه هم نه ده  شوې. او يوازې  دانديښنو څرګندول نه شي کولاى دستونزو غوټه  خلاصه کړي.
دشانګهاي دهمکاريو سازمان دغړو هيوادونو دوګړو دشميراو دهغو داقتصادي او پوځي ځواکمنۍ په پام کې نيولو سره کيداى شي د نړۍ  په ډير  ستر اقتصادي او سياسي سازمان بدل شي .
له دې څخه مهمه خبره دا چې د دغه سازمان اصلي په جغرافيايي لحاظ له يوبل سره  تړاو لري او يوه  ټاکلې او مشخصه سياسي جغرافيايې  جوړه کړې ده .
دکار د زيات ځواک ، د سترو پرګنو او دسيمه ييزې همکارۍ او همغږۍ لپاره دتمايل او انګيزې شتون او ديو شمير غړو هيوادونو لوړ دفاعي او اقتصادي قدرت ، زيات فرصتونه برابر کړي دي  چې دهغو په ړنا کې کولاى شو د سيمې داقتصاد دغوړيدو  لپاره  پروګرامونه جوړ کړو .
دا يو واقعيت دى چې دغه هيوادونه  دبنسټ پالنې او تروريزم په شان له ګواښونو او چلنجونو سره مخامخ دي . په دغه شان ستونزو  برياليتوب شفافې او صادقانه همکارۍ ته  اړتيا لري او که چيرې د سيمه ييزې همکارۍ او همغږي لپاره  پياوړې انګيزه موجوده  وي کولاى شو ګواښونه په  فرصتونو بدل کړو.  شانګهاى ورځ  په ورځ  زياتيدونکى  هويت او اعتبار لري او  رول يې  د هغه دجوړيدو له وخت څخه تراوسه  پورې په سيمه کې زيات  شوى دى .
د دغه سازمان زيات اعتبار په دې کې  نغښتى دى چې دغه سازمان په کوم دفاعي تړون کې نه دى  شامل شوى بلکې د څواړخيزې امنيتي ، اقتصادي او فرهنګي همکارۍ لپاره کار کوي.
افغانستان د يو داسې هيواد په توګه چې له بل هر هيواد څخه زيات دافراطيت او تروريزم  د صادريدو له پلوه کړيدلى دى او سترې ستونزه يې  ګاللي دي . دشانګهاى په لور ديو فرصت په توګه ګوري چې په شتون کې يې کولاى شو د دواړو هيوادونو ملتونه او خلک لاپسې نږدې کړو  او يو مثبت سيمه ييز تعامل  رامنځته کړو او ظرفيتونه لوړ کړو .

کابل\باختر\دوږي  دمياشتې ٢٠ مه:
دکابل دشهزاده سراى دصرافانو درييس  دمعلوماتو له مخې نن له غرمې  مخکې دبهرنيو پيسو په مقا بل کې دافغا نۍ ارزښت په دې ډول دى:
يوامريکايي ډالر پيرودل په     56/75  افغانيو پلورل په   56/80افغانيو
يوانګليسى پونډ پيرودل په  89/10افغانيو پلورل په   89/20افغانيو
يوه يورو  پيرودل په    00 75/ افغانيو پلورل په   75 /10  افغانيو
يوسعودي ريال پيرودل په  10 15/پلورل  15/15 افغانيو
داماراتو يو درهم پيرودل په 40/ 15 افغانيو پلورپه 45 / 15 افغانيو
زرپاکستاني کلداري پيرودل په  537افغانيو پلورل په  538 افغانيو
زرهندي کلدارى پيرودل په 890 افغانيو پلورل په 800 افغانيو
اوزر ايراني تو مان پيرودل په 17/90  افغانيو پلورل په   18/00 افغانيو.

کابل باخترد وږي دمياشتې ٢٤ :
د هوا پوهنې ادارې په راتلوونکوڅلور ويشتو ساعتوکې د هيواد د ځينوسيمو د
هوا حالات د سانتي ګراد په حساب په دې ډول اټکل کړى دى :
کابل- آسمان ځاى ځاى  وريځ ، د تودوخې لوړه درجه ٣٠ ټيټه  ١٣
هرات- آسمان  شين ، د تودوخې لوړه درجه ٣٦،  ټيټه ٢٢
جلال آباد- آسمان وريځ داورښت امکان د تودوخې لوړه درجه ٣٦، ټيټه ٢٧
قندهار- آسمان شين   ، د تودوخې لوړه ٣٨ ، ټيټه ١٦
مزارشريف- آسمان شين   ، د تودوخې لوړه  ٣٤، ټيټه ٢٦
کندز- آسمان  شين  د تودوخې  لوړه درجه ٣٨، ټيټه ٢٣
غزني- آسمان  ځاى ځاى وريځ  ، د تودوخې لوړه درجه ٢٦ ، ټيټه ٩
باميان- آسمان   ځاى ځاى وريځ ، د تودوخې لوړه درجه ٢٨ ، ټيټه ٨
فيض آباد آسمان ځاى ځاى وريځ ، د تودوخې لوړه درجه ٣٢، ټيټه  ١٦
شمالي سالنګ- آسمان شين ، دتودوخې لوړه درجه ١١، ټيټه  ٣
فراه- آسمان شين ، د تودوخې لوړه درجه ٣٦ ټيټه ٢٢
خوست- آسمان وريځ  داورښت امکان ،  د تودوخې لوړه درجه ٣١، ټيټه ٢٢
ميمنه- آسمان شين، د تودوخې لوړه درجه  ٣٦ ، ټيټه ١٩
لښکرګاه-  آسمان شين  ، د تودوخې لوړه درجه ٤٠، ټيټه ١٩
جنوبي سالنګ- آسمان  شين ، د تودوخې لوړه درجه ١٨، ټيټه ١٠
شبرغان –  آسمان شين   ، د تودوخې لوړه درجه ٤٠، ټيټه ٢٣
جبل سراج-آسمان  ځاى ځاى وريځ  ،ددوخې لوړه درجه ٣١-ټيټه ٢٠
په کابل کې به سبا لمرپه ٥ بجو او ٣٥ دقيقو وخيژي او د مازيګر په ٦بجو او ٢ دقيقو ولويږي . 

کابل باختر د وږي دري ويشتمه :
دکورنيو چارو وزارت سرپرست او نوماند وزير محمد عمر داودزي په هغې غونډه کې چې ددغه وزارت له رييسانو سره يې لرله؛ خپل لنډ مهال ستراتيژيکي پروګرامونه  اعلام کړل .
دکورنيوچارو وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ: دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ: دکورنيو چارو وزارت سرپرست او نوماند وزير د امنيتي حالت ښه والى ، دجمهوري رياست دانتخاباتو د امنيت تامينول او له فساد سره مبارزه دکورنيو چاروپه وزارت کې خپل کاري پروګرامونه وبلل او څرګنده يې کړه چې دهيواد نازک حالت ته په پاملرنې  سره ، دکورنيو چارو وزارت به په توان سره ددغو لومړيتوبونو دعملي کولو په لاره کې  هڅه  او هاند وکړي .
ده له وسله والو مخالفينو سره جدي مبارزه د امنيتي حالت د ښه والي، د سولې په خبروکې د پرمختګ او د انتخاباتو د امنيت دتامينولو په برخه کې يوه اغيزمنه لاره وبلله او تينګاريي وکړ چې د افغانستان دخلکو د دښمنانو خپل به په لنډ مهال کې د سولې او دانتخاباتو د امنيت دتامينولو لپاره دکورنيوچارووزارت يو هدف وي .
دکورنيو چارو وزارت سرپرست او نوماند وزير دغه راز له فسادسره په جدي مبارزې باندې ټينګار وکړ او ويې ويل چې له هر راز فساد سره مبارزه کې د پوليسو دځواکونو په ليکوکې او يا د ټولنې په کچه وي .
دکورنيو چارو وزارت دمشرتابه کاري پروګرامونه  دي او په دې لاره کې له هيڅ راز هڅو او هاند څخه ډډه نه کيږي .
ده د ١٣٩٣ کال دجمهوري رياست دانتخاباتو دترسره کولو لپاره د زمينې برابرول دپوليسو مکلفيتونه وبلل او زياته يې کړه چې دکورنيو چارو وزارت به له نورو امنيتي ځواکونو سره په همغږۍ اوهمکارۍ کې  هڅه او هاند وکړي چې دجمهوري رياست د سراسري انتخاباتو د ترسره کولو په لاره کې پراته امنيتي ګواښونه لرې کړي او ددغو انتخاباتو د ترسره کولو لپاره مناسب شرايط  برابر کړي.

کابل باختر د وږي دري ويشتمه :
د ايټاليا د بهرنيوچارو وزارت معين د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت له معين عبدالحي حيدر سره په کتنه کې څرګنده کړه چې افغانستان د دغه هيواد دپرمختيايي مرستو د فهرست  په لومړيتوب کې ځاى لري .
دبهرنيوچارو وزارت د ويندوى دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ: په دې کتنه کې د افغانستان دبهرنيو چارو وزارت معين په څه دپاسه يوه لسيزه کې په امنيتي، سياسي او انکشافي برخو په تيره بيا د هرات دهوايي ډګر په پراختياکې له افغانستان سره د ايټاليا د دولت دهمکاريو له امله قدرداني وکړه او په راتلوونکي کې يې دافغانستان له دولت سره ددغو همکاريو په دوام باندې ټينګار وکړ .
دغه راز دايټاليا دبهرنيو چارو وزارت معين لپه پيستيلي په دې ترڅ کې چې دافغانستان  او ايټاليا ددولتونو ترمنځ دهمکاريو او د دوستانه اړيکو يادونه وکړه څرګنده چې افغانستان ددغه هيواد دپرمختيايي مرستو دفهرست په سرکې ځاى لري .
ده افغانستان ته دخپل هيواد دپخوانيو او اوسنيو صدراعظمانو او د دفاع د وزير سفرونه ددغو همکاريو په عملي کولو کې ارزښتناک وبلل .
په دې کتنه کې پيستيلي له  ٢٠١٤ کال وروسته دافغانستان له دولت اوخلکو سره دخپل هيواد دمرستو په دوام باندې ټينګار وکړ .

کابل باختر د وږي دري ويشتمه :
دبهرنيوچارو وزارت سياسي معين ارشاد احمدي نن له غرمې وروسته دافغانستان او پاکستان لپاره دامريکا دمتحده ايالات دځانګړي استازي جارت بلنک سره وکتل.
دبهرنيو چارو وزارت د ويندوى دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ: دواړو لورو د شانګهاى دهمکاريو دسازمان دمشرانو په غونډه کې دګډون لپاره قرغزستان ته دافغانستان دجمهور رييس دسفر ، د امريکا له متحده ايالاتو سره د دوه اړخيز امنيتي موافقه ليک په باب دخبرو د دوام، داستانبول دبهير دجګپوړو کارکوونکو او د ملګرو ملتو دسازمان دعمومي ټولنې دغونډو ترڅنګ دتماس دنړيوالې ډلې دغونډې دجوړيدو، د استانبول د بهير دغړو هيوادونو د لازياتو همکاريو د جلبولو او پاکستان ته دافغانستان دجمهور رييس د سفر او د افغانستان د دولت له مخالفينو سره د روغې جوړې او د سولې د بهير په لاره کې دپاکستان د زياتو او صادقانه همکاريو د جلبولو لپاره ددغه هيواد له مقاماتو سره دکتنې په ګډون دهراړخيزو موضوعګانو په باب خبرې وکړې .
داستانبول دبهير په چوکاټ کې د سيمه ئيزو همکاريو د پياوړتيا په لاره کې د سيمې د هيوادونو د رول په باب ارشاد احمدي وويل: (( د استانبول  بهير چې د ٢٠١١  کال په نوامبرکې پيل شو؛ دهغو جګپوړو کارکوونکو په غونډو کې به چې دملګروملتو دسازمان دعمومي ټولنې تر څنګ جوړې شي؛ غړي هيوادونه به په دې برخه کې د پرمختګونو رپوټونه وړاندې کړي او د لارې پرسر د پرتو خنډونو اوچلنجونو دله منځه وړلو لپاره به دحل لارې چارې ولټول شي.))
د افغانستان د دولت له مخالفينوسره دخبرو او دسولې په بهيرکې دپاکستان درول په باب جارت بلنک وويل: دپاکستان له مقاماتو سره په کتنه کې ټينګار شوى دى چې پاکستان کولاى شي په افغانستان کې د سولې او ثبات په تامينولوکې اغيزمن رول ولوبوي او د افغانستان د سولې دعالي شورا او د دولت دمخالفينو ترمنځ  دسولې دخبرو د دوام د زمينې په برابرولوکې مرسته وکړي.

کابل\باختر\ دسنبلي٢٣
د هيواد فوټبال فدراسيون په چوکاټ کې د فوټبالرانو د ملاتړ صندوق جوړ شو.
دغه صندوق د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو د خونو او د هيواد د فوټبال فدراسيون په همکارۍ د پنځه کسيز خپلواک بورد ترنظر لا ندې جوړ شوى دى.
دباخترآژانس دخبريال د خبر له مخې: د افغانستان د فوټبال فدراسيون رييس کرام الدين کرام نن مازيګر په يو خبري کنفرانس کې د هيواد د فوټبال د ملاتړ د وجهي صندوق د جوړولو خبر ورکړ او زياته يې کړه چې د هيواد د فوټبال فدراسيون او د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعوخونو د هيواد دفوټبال د ملاتړ په مقصد د يو پنځه کسيز خپلواک بورد ترنظر لاندې چې غړي يې د افغانستان دفوټبال فدراسيون رييس کرام الدين کرام ، په ولسي جرګه کې دخلکو وکيله شکريه بارکزي، دافغانستان د فوټبال دغوره ليک کمشنر شفيق ګوهري ، د هيواد دفوټبال د ملي ټيم سر ښوونکى محمديوسف کارګر او د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو د خونو د عامل هيئت رئيس محمد قربان حقجو دي؛ يو وجهي صندوق جوړ شوى دى.
دافغانستان دفوټبال فدراسيون رييس ددغه وجهي صندوق د جوړولو هدف د هيواد دفوټبال ملاتړ، وده او پياوړتيا او په خپل وخت د افغانستان له فوټبالرانو سره مرسته وبلله.
ده وويل: دافغانستان له فوټبال سره د موسسو او د انفرادي اشخاصو مرستې به محفوظې او خو ندي وي.
دغه راز کرام الدين کرام په دې خبري غونډه کې په داسې حال کې چې د افغانستان دفوټبال د ملي ټيم غړي حاضروو؛ دهيواد دفوټبال د ملي ټيم په نسبت د خلکو د تاوده هرکلى يادونه وکړه او زياته يې کړه: دافغا نستان دفوټبال د ملي ټيم بې سارى هرکلى زموږمسووليتو نه لاپسې درانده کړي دي. زياتې هلې ځلې کيږي چې په دې برخه کې زيات برياليتوبونه ترلاسه شي.
دافغانستان دپارلمان غړې شکريې بارکزي چې ددغه بورد غړيتوب هم لري؛ وويل: جوړ شوى بورد به دغه وجهي صندوق ته د رسيدلو پيسو د لګولو دڅرنګوالي په کار کې د خلکو د هڅونې او ونډې اخيستنې د بهير دشفافيت اواغيزمنتوب د تامينولو مسوليت، مديريت او رهبري په غاړه ولري او ددغه صندوق دفتربه د هيواد دفوټبال په ملي فدراسيون کې وي.
دې د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل: په راټول کړاى شويو پيسو به په لومړى ګام کې د هيواد دفوټبال د ملي ټيم غړو ستونزې حل شي او هم به دفوټبال د وړتياوو او ظرفيتونو په لوړولوکې استفاده وشي.
دافغانستان د سوداګرۍ او صنايعو دخونو دعامل هيئت رئيس محمد قربان حقجو هم خبرې وکړې او زياته يې کړه: زه د هيواد له خلکو او په تيره بيا له پانګه والو څخه غواړم چې په دايمي توګه دې ددغه صندوق ملاتړوکړي.

کابل\باختر\ دسنبلي٢٣
دکابل پوليسو د لوګر ولايت د يو تن اوسيدونکى په نيولو سره اودڅه دپاسه ٤٢ بوريو چاوديدونکو توکو په کشفولو سره د يوې تروريستي پيښې مخه ونيوله.
دکابل ولايت د امنيې قوماندانۍ سرپرست جنرال محمدظاهر نن خبريالانو ته وويل چې دکابل پوليسو دوه ورځې مخکې د پلچرخي په ساحه کې په يو مازدا ډوله موټر کې ٤٢ بورى چاوديدونکي توکي ترلاسه کړل او د يوې زړه بوږنونکې پيښې مخه يې ونيوله.
دکابل دپوليسو د دغه مقام دڅرګندونو له مخې: دلو ګر ولايت دمرکزپل علم ښار يو او سيدونکى ددغې قضيې په تور نيول شوى دى.
نيول شوى سړى موټر چلوونکى وچې دغه توکي يې د هيواد له يوه ختيځ ولايت څخه کا بل ته ليږدولي و .
جنرال ظاهروايي: نيول شوى سړى اعتراف کړى دى چې تروريستانوغوښتل دغه توکي د کابل ښار په يوه ګڼ ميشته سيمه کې وچوي چې بريالي نه شول.
دکابل دپو ليسو دغه مسوول په داسې حال کې د يوې زياتې ا ندازې چاوديدونکو توکو دکشف خبره کوي چې په دې وروستيو وختو کې د ډاراچوونکو فعاليتونو چې په عمده توګه د ډيورنډ له کرښې اخوا د استخباراتي سازمانونو له خوا طرحه کيږي؛ زور اخيستي دي.
تيره اوونۍ د ملي اردو منسو بينو و کولى شول شل کيلو ګرامه چاوديدونکي توکي د کابل ښار په اوومې ناحيې پورې اړوند د ګلپاغ په ساحه کې کشف او د يوې تروريستي پيښې مخه ونيسي.

کابل\باختر\ دسنبلي٢٣
دعدليې وزارت دتقنيني سندونو دپړاونو د بشپړولو او ددغه وزارت دحقوقو د برخو او د نورو وزارتونو ترمنځ د همغږۍ د رامنځته کولو په مقصد دوه ورځني ورکشاپ جوړ کړ.
دباخترآژانس دخبريال دخبر له مخې: دهيواد د عدليې وزيرڅارنپوه حبيب الله غالب ددغه ورکشاپ د جوړولو هدف په ټولو دولتي ادارو او وزارتونوکې دقانون تطبيق وباله او ويې ويل: هغه مقرره چې دعدليې وزارت له خوا د قانوني پړاونو د طرحه کولو او بشپړولو په خاطرجوړيږي؛ د قوانينو دتدوين بهيرګړندى کوي.
ده د عدليې په وزارت او د نورو ارګانونو په حقوقي سلاکارانو پورې د اړوندو ارګانونو ترمنځ د همکارۍ اوهمْږۍ غوښتنه و کړه.
څارنپوه غالب دغه راز د وزارتونو له حقوقي سلاکارانو څخه وغوښتل چې د قوانينو حقوقي ستونزې، نيمګړتياوې او نواقص پيدا کړي او د هغودحلکولو په لاره کې دې دتقنين له رياست سره همکاري وکړي.
دغه راز په دې ورکشاپ کې دجمهوري رياست سلاکار وزير قانونپوه محمداشرف رسولي دتقنيني سندونو د برابرولو او تسويد په باره کې د دولتي ادارو د مسووليتونو په باب خبرې وکړې او ويې ويل: د دولتي ادارو او وزارتونو ترمنځ چلنجونه شته چې دعدليې وزارت د تقنيني نه همغږۍ زيږنده دي.
ده له ټولو دولتي ادارو او وزارتونو څخه وغوښتل چې دعدليې وزارت د تقنين له رياست سره دې همکاري وکړي.
په دې ورکشاپ کې د دولتي اداروحقوقي سلاکارانو او د عدليې وزارت د قانون جوړولو د تحقيق يوشمير مسوولينو ګډون کړى دى چې کار يې سبا هم دوام کوي.