05 July 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

دکرونا ويروس  ٢٧٩نوى پېښې ثبتې شوې دي .

دکرونا ويروس ٢٧٩نوى پېښې ثبتې شوې دي .

-کابل / دچنګاښ ١٥مه / باختر : دعامې روغتيا وزارت نن...

يو امريکايي عسکر په فراه کې ووژل شو .

يو امريکايي عسکر په فراه کې ووژل شو .

-کابل / دچنګاښ ١٥مه / باختر : د امريکا د...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کابل -باختر  د چنکاښ د مياشتې ٢٣:
د هوا پوهنې ادارې په راتلوونکوڅلور ويشتو ساعتوکې د هيواد د ځينوسيمو د هوا حالات د سانتي ګراد په حساب په دې ډول اټکل کړى دى:
کابل- آسمان ځاى ځاى وريځ ، د تودوخې لوړه درجه ٣٥، ټيټه ١٨
هرات- آسمان  شين ، د تودوخې لوړه درجه ٤٠،  ټيټه ٢٥
جلال آباد- آسمان  شين ، د تودوخې لوړه درجه ٤٢، ټيټه ٣٠
قندهار- آسمان  شين، د تودوخې لوړه ٤١ ، ټيټه ٢٣
مزارشريف- آسمان ځاى ځاى وريځ ، د تودوخې لوړه  ٤٢، ټيټه ٣٠
کندز- آسمان  شين ، د تودوخې  لوړه درجه ٤٢، ټيټه ٢٤
غزني- آسمان  شين ، د تودوخې لوړه درجه ٣٣ ، ټيټه ١٣
باميان- آسمان شين ، د تودوخې لوړه درجه ٣٢ ، ټيټه ١٣
فيض آباد- آسمان ځاى ځاى وريځ ، د تودوخې لوړه درجه ٣٥، ټيټه  ١٦
شمالي سالنګ- آسمان شين، دتودوخې لوړه درجه ١٨، ټيټه  ٩
جنوبي سالنګ- آسمان ځاى ځاى وريځ ، د تودوخې لوړه درجه ٢٥، ټيټه ١٣
  شبرغان - آسمان ځاى ځاى وريځ ، د تودوخې لوړه درجه ٤١، ټيټه ٢٨
فراه- آسمان شين، د تودوخې لوړه درجه ٤٢ ټيټه ٢٧
خوست- آسمان شين، ، د تودوخې لوړه درجه ٣٩، ټيټه ٢٨
ميمنه- آسمان شين ، د تودوخې لوړه درجه  ٣٦ ، ټيټه ١٨
لښکرګاه- آسمان شين ، د تودوخې لوړه درجه ٤٣، ټيټه ٢٧
جبل سراج-اسمان شين ،ددوخې لوړه درجه ٣٥-ټيټه ٢٢
په کابل کې به سبا لمرپه ٤ بجو او ٣٧ دقيقو وخيژي او د مازيګر په ٧بجو او ٣ دقيقو ولويږي . 

زرنج_باخترد چنګاښ دمياشتې٢٤:
د نيمروزولايت دعامې روغتيا رياست دوه تنه واکسيناتوران پرون له غرمې مخکې د وسله والوکسانوله خوا وتښتول شول.
د ملي امنيت د رياست يوه اړونده خبرځاى باخترآژانس ته وويل چې د نيمروز ولايت دعامې روغتيا رياست دوه تنه واکسنياتوران چې د واکسين د تطبيقولوپه مقصدددغه ولايت د چخانسور ولسوالۍ دورکلي ته تللي وو؛ د وسله والوکسانوله خوا وتښتول شول.
ده وويل: تراوسه پورې د تښتولو انګيزه نه ده څرګنده او طالبانو واکسيناتوران نامعلوم ځاى ته ليږدولي دي.
پوليسو ددغو روغتيايي کارکوونکو د موندلولپاره عمليات پيل کړي دي، خو تر اوسه پورې د دوى د برخليک په باب خبرنه دى ترلاسه شوى.

Monday, 15 July 2013 07:20

د اسعارو بيه:

کابل\باختر\دچنکاښ د مياشتې ٢٤:
دکابل دشهزاده سراى دصرافانو د رييس  دمعلوماتو له مخې، نن له غرمې مخکې دبهرنيو پيسو په مقا بل کې د افغانۍ ارزښت په دې ډول دى:
يوامريکايي ډالر پيرودل په 10 57/  افغانيو پلورل په  57/20افغانيو
يوانګليسي پونډ پيرودل په 40  85 /افغانيو پلورل په  85 /50افغانيو
داماراتو يو درهم پيرودل په 50/ 15 افغانيو پلورپه 60 / 15 افغانيو
يوه يورو پيرودل په 30 74/ افغانيو پلورل په   74 /40  افغانيو
يوسعودي ريال پيرودل په  15 15/پلورل 15/20 افغانيو
زرهندي کلدارې پيرودل په 960 افغانيو پلورل په 970 افغانيو
زرپاکستاني کلدارې پيرودل په  560افغانيو پلورل په 561 افغانيو
زر ايراني تومان پيرودل په 17/60  افغانيو پلورل په  17/70 افغانيو.

کابل _ باختر د چنګاښ د مياشتې ٢٤:
د حج او اوقافو وزارت دکابل ښار د اړوندو ناحيو د روژه ماتې او سپيده داغ وختونه مشخص کړي دي.
باخترآژانس د حج او اوقافو وزارت دخبر له مخې، نن په کابل ښارکې د روژه ماتې  وخت د ماښام (٠٧:١٣)  او د سپيده داغ وخت د سحار (٠٣:١٠) مشخص شوى دى.

کابل باختر د چنګاښ دري ويشتمه :
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست مبارز راشدي  نن ددغه وزارت ديو شمير رييسانو په ملګرتيا دهيواد دنامتو ژورناليست اوليکوال محمد قسيم اخګر پوښتنه وکړه .
محمد قسيم اخګريوه موده کيږي چې ناروغ دى او يوځل داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت له لارې ددرملنې په مقصد چين ته استول شوي و .
دباختراژانس دخبر له مخې ، راشدي دپوښتنې په وخت کې استاد محمد قسيم اخګر په وروستيو دريو لسيزو کې په ځوانانواو رسنيو اغيزمن شخصيت وباله  او ويې ويل چې استاد اخګر له هغو کسانو څخه دى چې له قدرت او پانګې سره يې مخه ښه وکړه اوخلکو ته يې مخه وکړه .
ده دغه راز داطلاعاتو اوفرهنګ دوزير ډاکتر سيد مخدوم رهين پيغام استاد ته ورساوه  اوويې ويل چې داړتيا په صورت کې به بيا هم داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت ستاسوددرملنې په برخه کې غفلت  ونه کړي .
دغه راز قسيم اخګر په پاى کې  داطلاعاتو او فرهنګ وزارت دپاملرنې له امله قدرداني وکړه .

کابل\باختر\دسرطان ٢٣
دجمهوري رياست لومړى مرستيال مارشال محمد قسيم فهيم نن له غرمې وروسته د خپل کار په دفتر کې په کا بل کې دسعودي عربستان دشاهي هيواد له نوى سفير مسفرعبدالرحمن ال غاصب سره وکتل اوددواړو هيوادونو دعلاقې وړ مسئلو په باره کې يې ورسره خبرې وکړې .
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ په دى کتنه کې د جمهوري رياست لومړى مرستيال ددواړو هيوادونو سعودي عربستان او افغانستان ترمنځ اړيکې ، خاصې اړيکې وبللې او زياته يې کړه چې دغه اړيکې زموږ دديني باورونو او اعتقاد پربنسټ  تکيه لري .
دجمهوري رياست لومړى مرستيال زياته کړه موږ هيله لرو چې دحرمين شرفين خادم په افغانستان کې دسولې اوثبات د تا مينولو لپاره له بل هروخت څخه زيات مخکښ شي او په دې لاره کې رول ولوبوي .
په دى کتنه  کې په کا بل کې دسعودي عربستان دشاهي هيواد نوى سفير ښاغلي مسفرعبدالرحمن ال غاصب هم هيله وکړه چې افغانستان سولې اوثبات ته ورسيږي ده زياته کړه چې دسعودي عربستان دولت او خلک د افغانستان د خلکو زيات درناوي کوي
ده دغه راز د افغانستان له دولت څخه وغوښتل هغه خنډونه چې په کا بل ښار کې ديوستر اسلامي مرکز د جوړولو کار دپيل مخه نيسي ، لرى کړي چې دغه پرو ژه عملي شي

کابل\باختر\دسرطان ٢٣
دجمهور رئيس ويندوى ايمل فيضي په دى اړوند چې جمهور رئيس نيت لري چې دراتلونکي کال د جمهوري رياست انتخابات باطل کړي اود لويې جرګې په جوړولو سره په قدرت کې پاتې شي ، د سياسي ګوندونو او ايتلافونو دهمکاري دشورا دڅرګند ونو پرخلاف غبرګون کې ، باختراژانس ته وويل چې دلويې جرګې جوړول يواځې اويواځې د افغانستان او امريکا ترمنځ د امنيتي موافقه ليک په اړوند د تصميم نيولو په خاطر دى او په هغې  به د افغانستان خلک دهيواد له ګوټ ګوټ څخه  په خپل ګډون سره ددغه موافقه ليک په اړوند وروستي تصميم ونيسي.
د جمهور رييس ويندوى وويل چې په خوا هم دامن جرګې اود مشورتي جرګې له جوړولو مخکې د افغانستان او امريکا ترمنځ دستراتيژيکي همکاريو دسند په اړوند دغه شان بې بنسټه اوازې موجودې وې چې وروسته معلو مه شوه چې حقيقت نه لري .
فيضي ټينګار وکړ چې داځلې هم دغه اوازې له بې بنسټه اوازو پرته بل څه نه دى او دا به د زمانې تيريدل ثابت کړي .
ده باختراژانس ته وويل چې ځينې کسان هلې ځلې کوي چې دلويې جرګې د نا مه په تخريبولو سره چې د افغا نستان د خلکو د ارادې ډيرعلي مظهردى ، امنيتي موافقه ليک په پټو سترګو او پرته له دې چې د افغا نستان خلک په دى اړوند خپل تصميم ونيسي ، لاسليک کړي .
دجمهور ريئس ويندوى څرګنده کړه چې د افغا نستان حکومت په وار وار ټينګار کړى دى چې هوډمن دى په ټاکلي وخت کې يې له هراز بهرنيو لاس وهنو پرته شفاف او عادلا نه انتخا بات ترسره کړي .
فيضي څرګنده کړه چې د ا مريکا له متحده ايالاتو سره امنيتي موافقه ليک په دى دليل چې دافغانستان لپاره يوه ملي او برخليک ټاکونکي موضوع ده ددې غوښتنه کوي چې دملي شورا ، ولايتي شورا ګانو اود سياسي ګوندونو په ګډون د هيواد له ټولو سيمو څخه د افغانستان خلک يوه ملي جرګه کې ګډون وکړي او خپل وروستي تصميم ونيسي ځکه له ا مريکا سره د امنيتي موافقه ليک په باب وروستي پريکړه ، د افغا نستان په خلکو پورې اړه لري

کابل\باختر\دسرطان ٢٣
دسنا مجلس درئيس فضل هادي مسلميار اود لومړى نايب محمدعلم ايزديار په مشري په دوو برخو کې د مشرانو جرګې په ننني غونډه کې دغړو له خوا دبيلا بيلو موضوعګانو په باب خبرې وشوې.
دمشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ: په غونډه کې له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو د وتلو او پاتې کيدو په باب ددغه هيواد ضد اونقيض دريځونه يو ډول سياسي لوبه وبلل شوه او جدي انتقادونه پرې وشول او وويل شول چې ضد اونقيضې څرګندونې د خلکو په روحيې ناوړه اغيزه کوي او دغه هيواد دى بايد په دې باب مشخصه تګلاره  غوره کړي چې د افغا نستان خلک دخپلې راتلوونکي لپاره لازم تصميمو نه ونيسي.
دغه راز په هيواد کې دپراخې وزګارتيا او په کابل ښار کې دګرځنده پلورونکو دستونزو له پلوه انديښنه څرګنده شوه اوټينګار وشو چې مسول ارګانونه دى بايد په دې برخه کې چې ناوړه عواقب لري مشخصې پاليسي طرحه اوتطبيق کړي.
له ١٣٨٤ کال  راپه ديخوا دپکتيا ولايت دزرملي ولسوالۍ دروغتون په جوړولو کې نه پاملرنه اودعامې روغتيا وزارت له خوا دنورستان د ولايتي روغتون د ودانۍ د جوړولو د کار دپړاونو نه بشپړيدل او په خپله دولتي روغتونونو کې ددرملو له شتون سره سره په بستر کې دشاملو ناروغانو ددرملو دپيرودنې لپاره دروغتونونو سپارښتنه ،دبې کيفيته درملو واردول ، په دولتي مرکزونو کې داداري فساد شتون او په پستونو کې دبې کفايتو کسانو ټاکنې ،داطلاعاتو او فرهنګ وزارت له خوا دارشيف رياست درقابتي ازموينې د بهيرځنډول او په نيمروز ولايت کې دڅښاک داوبو کمښت د غونډې دغړو د خبرو وړ موارد و.
دغه راز انتقاد وشو چې په روان کال کې دصافي،کام اير اوداريانا هوايي شرکتونه غواړي ديوزرو درې سوه شلو ډالرو په بدل کې افغان حاجيان سعودي عربستان ته وليږدوي چې له معمولو بيو څخه زياته ده دغه راز دديني ،فرهنګي ،پوهنې اودلوړوزده کړو د چارو د کميسيون په غونډو کې دپوهنې دوزير دبيا بيا نه ګډون يادونه وشوه او وويل شول چې ټاکل شوې وه له ده سره ددرسي کتابونودچاپولودنواقصو ،تشکلاتي تنقيص ،دخيرخانې مينې دبي بي حوا د منځني ښوونځي دادارې دغير قانوني اجرااتو له امله ددغه ښوونځي د٢٧ تنو ښوونکو دشکايت ،دکتابونو دکمښت ، دپوهنې په وزارت کې ديوولسو زرو بستونو د زيا توالي او د هغو په ونډه ټا کنه  کې د نه انډول اود کابل ولايت دپغمان ولسوالۍ دنجونو دښوونځي دستونزو اودځينو نورو مسئلو په باب پوښتنې طرحه شي خو دده نه ګډون ددې سبب شوى دى چې دغه پوښتنې بې ځوابه پاتې شي.
په غزني په تيره بيا د هغه په څلورو ولسواليو کې دناامنيو زياتوالي ،دننګر هارپه ولسواليو په تيره بيا د تورخم _ جلال اباد په مواصلا تي لاره کې د امنيتي حالت خرابوالي چې دبټي کوت په سيمه کې طالبان په ښکاره دسپرليو اولارويانو په  وژنې لاس پورې کوي خو دمقاماتو له خوا د خيريت راپور ورکول کيږي چې په دغو سترا تيژيکي سيمو کې د طالبانو نفوذ ډير خطر ناک دي اودغه راز دقندهار ولايت په تخته پل او سپين بولدک ولسواليو اونورستان کې دسيمه ييزو پوليسو د جوړولو اړتيا ،دبادغيس ولايت په جويند ولسوالۍ کې دامنيتي ځواکونو د اجرااتو ستاينه او له منکراتو سره په تيره بيادروژې په مبارکه مياشت کې جدي مبارزه او د اسلامي بانکوالي په سيستم د بانکونو دعيارولو وړانديز هغه موارد وچې دغړو له خوا طرحه شول .
دغه راز په غونډه کې دروژې د مبارکې مياشتې له رارسيدو سره جوخت دلومړنيو اړتيا وړ توکو د بيو د لوړ والي اودافغاني دبيې دکمښت له ا مله انديښنه څرګنده شوه او نيوکه وشوه چې مسولين په دغو برخو کې عملي اواغيزمن اقدام نه کوي.
په غونډه کې دغه راز ځينو سناتورانو د ملي شورا ددوبنيو رخصتيو په ورځو کې دلوى جرګې د جوړولو له امله خپله انديښنه څرګنده کړه او ټينګار يې وکړ چې بايد هر راز لويه جرګه دې له اساسي قانون سره سم جوړه شي او هم دقانوني پړاونو له بشپړولو پرته دهيواد ديوتن ورځپاڼه ليکونکي عزيز الرحمن سخي زاده نيول کيدل له قانون څخه سرغړونه وبلل شوه او انتقاد وشو اوټينګار وشوچې اړونده مراجع دې دده په خلاصون اقدام و کړي.
سناتورانو دځينو هغو پروژو د کاردځنډيدو چې دپي ارټي ګانو له خوا تمويلې دې يادونه و کړه او وپتيل شوه چې داړوندو مراجعو په نا مه دې ليکونه وليږل شي چې په ولايتونو کې دى پروژې دپي ارټي ګانو له خوا بشپړې شي .
په پکتيا کې د جهادي مشرانو په تيره بيا د سولې دشهيد استاد برهان الدين رباني اود ولسي جرګې دغړي استاد عبدالرب رسول سياف دتصويرونو څيرل چې د مجلس ديو غړي اودځينو نورو کسانو دڅرګندونو له مخې دا کاردپکتيا د والي جمعه خان همدرد دګومارل شويو کسا نو له خوا ترسره شوي دي وغندل شول او ټينګار وشو چې مسول مراجع دى دغه موضوع په جدي تو ګه تعقيب کړي
دغه راز په غونډه کې د پروان ولايت د اوسيدونکى په مولوي صاحب خطيب مشهور دارواښاد مولوي نور احمد پاک روح ته دعا وشوه او دده مړينه دهيواد په علمي ټولنه کې يوه ضايعه وبلل شوه .
مولوي نوراحمد دپروان ولايت د سنا تور مولوي ميرحمد الله منيب په ګډون دديني علومو دسلګونو تنو طالبانو دفضيلت پګړى تړلې وې اود پروان د خلکو دخير اوشر په مراسمو کې يې فعاله ونډه لرله اود ګاونډيو ولايتونو دديني عالمانو ترمنځ يې دخاص درنا وي وړ و، اروادې ښاده وي .
دغه راز ښځينه سناتورانې دانتخاباتو دقانون له متن څخه ددواړو مجلسونودمختلط هيئت له خوا په ولايتي اود ولسواليو په شورا ګانو کې دښځو په سلو کې د٢٥ ونډې دحذف په نسبت داعتراض په دود له ننني غونډې څخه ووتلې او په دغه قانون کې يې دښځو د زيا تې فيصدي ونډې غوښتنه و کړه .
دموضوعګانو په جمعه بندي کې دغونډې رئيس دغه موضوعګانې اداري هيئت ، اړوندو کميسيونونو اود مشرانو جرګې دارالانشا ته دڅيړنې په مقصد وسپارلې

کابل\باختر\دسرطان ٢٣
په پکتياکې تيره شپه د ايتلاف دځواکونو د هوايي بريد له امله دولس تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
د پکتيا ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال زلمي اوريا خيل باختراژانس ته وويل دنړيوالوځواکونو په هغه هوايي بريد کې چې د پکتيا ولايت دزرملي ولسوالۍ په سهاک کلي کې ترسره شو دوسله والو طالبانو دډلې ديو تن قوماندان بصير همت په ګډون دولس تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
دده د څرګندونو له مخې، وسله والو طالبانو په زرملي ولسوالۍ د بريد نيت درلود

کابل\باختر\دسرطان ٢٣
دجوزجان ولايت د مرکز شبرغان ښارد پروژې دمنځني ښوونځي د ودانۍ دبنسټ ډبره نن ددغه ولايت د پوهنې رياست د چارواکو له خوا  کيښودل شوه .
دباختراژانس دخبر له مخې،  دغه ودانۍ د نړيوال بانک په مالي مرسته په يوه پوړ کې په اتو مياشتو کې جوړيږي چې لس درسي او اداري خونې اونورضروري ملحقات پکې په پام کې نيول شوى دى.
په دې ښوونځي کې نږدې شپږ سوه تنه زده کوونکي په زده کړه بوخت دي چې اوس ددرسي خونو د کمښت له پلوه له ستونزو سره مخا مخ دي او هيله کيږي چې ددغې ودانۍ په جوړيدو سره هغوى ته دښې زده کړې زمينه برا بره شي .