28 October 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کابل باختر دوږي  اووه ويشتمه :
په هغې جګړه کې چې نن سهار د افغان امنيتي ځواکونو او د وسله والو طالبانو ترمنځ  په شينواري ولسوالۍ کې ونښته؛ دوه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او يو تن بل ټپي شو .
دشينواري ولسوال محمد اکوګل باخترآژانس ته وويل: جګړه دشينواري ولسوالۍ  په قول هيرساحه کې د سيمه ئيزو پوليسو او د عامه نظم د پوليسو او د يوې ډلې وسله والو طالبانو ترمنځ ونښته چې له امله يې دوه تنه وسله وال طالبان ووژل شول  او يو تن بل ټپي شو .
  شينواري وويل چې د نښتې په بهيرکې يو کلاشينکوف، يوه مخابره او دوه موټرسايکلونه  د امنيتي ځواکونو  لاس ته ورغلي دي .
اکوګل وويل چې په دغو عملياتوکې افغان امنيتي ځواکونو ته  زيان نه دى اوښتى.

Wednesday, 18 September 2013 08:52

د اسعارو بيه:

کابل\باختر \د وږي  دمياشتې ٢7 مه:
دکابل د شهزاده سراى دصرافانو درييس  دمعلوماتو له مخې :
نن له غرمې مخکې دبهرنيو پيسو په مقا بل کې دافغا نۍ ارزښت په دې ډول دى:
يوامريکايي ډالر پيرودل په     56/75  افغانيو پلورل په   56/80افغانيو
يوانګليسى پونډ پيرودل په   89/40 افغانيو پلورل په   89/ 50افغانيو
يوه يورو  پيرودل په 30 75/ افغانيو پلورل په   75/40  افغانيو
داماراتو يو درهم پيرودل په 40/ 15 افغانيو پلورپه 50 / 15 افغانيو
يوسعودي ريال پيرودل په  10   15/پلورل  15/20 افغانيو
زرهندي کلدارى پيرودل په 890 افغانيو پلورل په 900 افغانيو
زرپاکستاني کلداري پيرودل په  536افغانيو پلورل په  537افغانيو
او زر ايراني تو مان پيرودل په 18/30  افغانيو پلورل په 18/40 افغانيو.

کابل_باختر د وږي د مياشتې ٢٦ مه:
د افغانستان جمهور رييس حامدکرزي د فوټبال د ملي لوبډلې ګول کیپر منصور فقیریار او د هېواد د فوټبال د فدراسیون رييس کرام الدین کریم د غازي میرمسجدي خان د مډالونو په ورکولو وستایل.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ:
د فوټبال د ملي لوبډلې ګول کیپر منصور فقیریار او د هېواد د فوټبال د فدراسیون رييس کرام الدین کریم، چې د هېواد د فوټبال د ملي لوبډلې د لوبغاړو د ستایلو په مراسمو کېچې څو ورځې وړاندې د جمهور رييس لخوا وستایل شول حضور نه درلود، نن د یو لړ مراسمو په ترڅ کې چې په ارګ کې پر ځای شول، د هېوادد جمهور رييس لخوا وستایل شول.
جمهور رييس د یوه فرمان په ترځ کې د هېواد د ملي لوبډلې ګول کیپر منصور فقیریار ته د غازي میرمسجدي خان مډال، د کابل د خواجه رواش په سیمه کې د ښار جوړولو وزارت په پروژه کې د یو باب آپارتمان او د یو میلیون او سل زره افغانیو نغدي مرسته او د افغانستان د فوټبال فدراسیون رييس کرام الدین کریم ته د غازي میر مسجدي خان مډال منظور کړی دی.

کابل_باختر د وږي د مياشتې ٢٦ مه:
د افغانستان جمهوررئیس حامدکرزي د " بل ان ملنډا ګیټس فوندیشن" د پولیو د له منځه وړلو د پروګرام له رئیس ډاکتر وینګر سره چې د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلی دی، وکتل.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ:
په دې کتنه کې چې نن مازیګر په ارګ کې ترسره شوه،  لومړی ډاکتر وینګر د نړۍ د ستر پانګوال بل ګیټس سلامونه او نیکې هیلې حامدکرزي ته و رسولې.
همدا راز ډاکتر وینګر د خوښۍ په څرګندولو سره حامدکرزي ته  په افغانستان کې د پولیو د پیښو د راټیټیدو  له امله  مبارکي وویله، وې ویل د نړۍ د هغو نورو هېوادونو په پرتله چې لا تراوسه پکې د پولیو پیښې لیدل کیږي، په افغانستان کې دغه پیښې ډیرې کمې شوې دي.
ډاکتر وینګر ډاډ څرګند کړ چې د دوی بنسټ به په افغانستان کې د پولیو پر له منځه وړلو سربیره د عامې روغتیا له وزارت سره د کتلوي معافیت (Routine Immunization) په برخه کې هم خپلې همکارۍ پراخې کړي.
حامدکرزي د " بل ګیټس فوندیشن" د بنسټ لخوا د پولیو پرخلاف مبارزه وستایله، ډاډ یې ورکړ چې افغانستان به دوی ته د هېواد په ټولو ولایتونوکې د فعالیت زمینه برابره او ټولو والیانو ته به یو ځل بیا لارښوونه وکړي چې له دوی سره هر اړخیزه همکاري وکړي.
د یادونې وړ ده چې د " بل ان ملنډا ګیټس فوندیشن" په نړۍ کې د مور او ماشوم د مړینې د مخنیوي، د پولیو د له منځه وړلو او د کرنې د پراختیا لپاره کار کوي.#

کابل – باختر د وږي دمياشتې ٢٦
دحضرت امام ابوحنيفه (رح) د  ژوند او شخصيت په باب سيمينار د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له خوا د مطبوعاتو د نړيوال مرکزپه تالارکې جوړشو.
دباختر آژانس دخبريال دخبرله مخې: دغه سيمينار چې د جيد عالم او جهادي مشر پروفيسر حضرت صبغت الله مجددي، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د رييسانو ، د پارلمان د يو شمير وکيلانو، ديني عالمانو او روحاني شخصيتونو په ګدون جوړ شو؛ د سيمينار په نامه د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رييس حامد کرزي پيغام د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګي معين سيد مصدق خليلي له خوا ولوستل شو چې په يوه برخه کې يې ويل شوي دي:
دخوشحالۍ ځاى دى چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د اسلامي نړۍ د ستر او نوميالى شخصيت حضرت امام اعظم (رح) سيمينار سازماندهي کړى او د هيواد ګرانقدر ديني عالمان، څيړونکي او پوهان يې دغې غونډې ته را وبلل چې د امام ابوحنيفه (رح) په باب د طرحه شوې موضوع بېلابېل اړخونه د درناوي په علمي غونډوکې طرحه او وڅيړي.
دغه راز په پيغام کې ويلى شوي دي: څو کاله مخکې د علومو اکاډمۍ په کابل ښار او دغه راز د چاريکارو په ښارکې يو ستر سيمينار جوړ کړ او د حضرت امام د ستر او نافذ شخصيت او د هغه د لوړو او حميده اخلاقو او د حنفي مذهب په باب دغه سيمنارکې ګټورې مقالې برابرې او وړاندې کړې.
وروسته د اطلاعاتو او فرهنګ وزير ډاکتر سيد مخدوم رهين دحضرت امام اعظم (رح) د شخصيت، ځاى، لوړمقام او د ژوند د بېلابېلو اړخونو په باب معلومات وکړل او ويې ويل: نن د اسلام د تاريخ د يو ډير عالي قدر او نوميالى شخصيت درناوي کوو. د هغه د ژوند، کارنامو او تعاليمو ، امام اعطم ابوحنيفه نعمان بن ثابت ابن زوطى ، ابن مرزبان ، ابن ماه، په اتيايم کال کې د لومړۍ هجري پيړۍ په پاى کې په کوفه کې وزيږيد او په ١٥٠ هجري کې په بغلان کې وفات شو چې آرامګاه يې هم په بغدادکې ده .
ډاکتر رهين وويل: د امام پنځوس کاله عمر په دويمه هجري پيړۍ کې تير شو او د اسلام په تاريخ کې دويمه پيړۍ د علمي ، پرانستي علمي ټولنيزې فضا د عظمت او د اسلامي عظمت او فرهنګ له پلوه ځانګړې ده.
داطلاعاتو او فرهنګ وزير په دې ترڅ کې چې د دويمې هجري پيړۍ د ځانګړتياوو په باب معلومات وکړل؛ هيله يې وکړه چې دغه سيمينار د عالمانو او پوهانو په خبرو او مقالو ځانګړى رونق له ومومي او د امام په ژوند او تعاليموکې نوي ټکي وموندل شي او اوسنى نسل د هغه څه په باب چې د دين سترو مشرانو په خپل وخت او په تيره بيا په اسلامي تمدن د تاريخ ، فرهنګ او عظمت په طلايي پيړۍ کې ، زده کړه وکړي.
وروسته دافغانستان دعالمانو د شورا غړى مولوى نيک محمد د حضرت امام ابوحنيفه د شخصيت او علمي اړخونو په اړوند معلومات ورکړل او د اسلام له نظر يې د علم ځاى جوت کړ.
په دې سيمينارکې د اسلامي اخوت د شورا غړى استاد محمد اکبري د حضرت امام ابوحنيفه دمقام په باب خبرې وکړې او د اطلاعاتو او فرهنګ د وزارت له خوا يې ددغه سيمينار جوړول د اسلامي اخوت د ستنو د ټينګښت په لاره کې ښه او ارزښتناک ګام وباله.
دغه راز جيدعالم او جهادي مشر پروفيسر حضرت صبغت الله مجددي دامام اعظم (رح) دشخصيت او تقوا د بېلابېلو اړخونو په باب معلومات ورکړل او ويې ويل : حضرت امام ابوحنيفه هرهغه حکم چې په اسلام کې راغلى دى؛ د عقل خلاف نه باله او په همدې مقصد هرحکم چې صادريده؛ له عقل سره يې تطبيق کاوه.
له پاکستان څخه مفتي سيد محمدالقادري ددغه سيمينار يو بل ويناوالى و چې د امام ابوحنيفه د عظممت په باب خبرې وکړې او ويې ويل چې حضرت امام اعظم د افغانستان له بچيانو څخه دى او له همدې امله دغه هيواد د درناوى وړ دى.
ده دغه راز د علامه اقبال لاهوري د سفرونو چې د افغانستان او ددغه هيواد دخلکو په ستاينه ويل شوي دي؛ هم يادونه وکړه.
له هندوستان څخه سيدشاه حسين احمد هم په خبروکې په دې ترڅ کې چې د اطلاعاتو او فرهنګ د وزير په توګه د ډاکتر سيد مخدوم رهين د ټاکنې په خاطر د افغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس حامدکرزي څخه مننه وکړه او ويې ويل: هغه هيواد او خاوره چې له مکې مکرمې او مدينې منورې وروسته د درناوي وړ ده؛ افغانستان دى.
ده زياته کړه: دا هغه هيواد دى چې علي (شير خدا) دلته دى او د ابوحنيفه هيواد او د چشتيه طريقت ځاى او دپيدا کيدو ځاى دى .
دغونډې په دوام د دغه سيمينار په نامه د ځينو ارګانونو پيامونه ولوستل شول، دحج او او قافو د وزارت پيغام د کرام الله صديقي له خوا، دافغانستان دعلومو داکاډمې پيغام د څيړنوال عبدالمعبود زريري او دکابل پوهنتون د شرعياتو د پوهنځي پيغام ددغه پوهنځى د استاد پوهيالى فريد احمد هروي له خوا ولوستل شو.
دغه راز دسيمينار لومړۍ علمي غونډه د رييس په توګه د مولوي نيک محمد، دمرستيال په توګه د سيدشاه حسين احمد او د منشي په توګه د مولوي رحمان رحماني له ټاکنې وروسته په کار پيل وکړ.
په دې غونډه کې د پارلمان غړى قاضي نذيراحمد حنفي او له هندوستان څخه سيد شاه حسين احمد د امام اعظم د شخصيت او مقام په پاب خپلې علمي او تحقيقي مقالې ولوستلې.
دغه راز د دغه سيمينار له غرمې وروسته په علمي غونډه کې د رييس په توګه دقاضي نذير احمد حنفي، د مرستيال په توګه د سيدشاه حسين احمد، د منشي په توګه د مولوى رحمان رحماني له ټاکنې وروسته خپل کارته دوام ورکړ.
په دې مجلس کې څيړندوى عبدالرحمن حکيم زاده او له پاکستان څخه مفتي سيد محمدالقادري خپلې علمى او څيړنيزې مقالې چې د امام ابوحنيفه دکارنامو او د ژوند د بېلابېلو اړخونو په باب ليکلې دي؛ ولوستلې. دسيمينار کار سبا هم دوام لري.

کابل باختر د وږي د مياشتې ٢٦:
د افغانستان جمهوررئیس حامدکرزي، نن له غرمې مخکې د ارزګان ولایت د چارچینو په ولسوالۍ کې د طالبانو لخوا  په سړک کې د ښخ کړای شوي ماین د وروستۍ پیښې د یو شهید له وارث سره وکتل او یو ځل بیا یې د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب هغه ته څرګند کړل.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ:
په دې کتنه کې چې په ارګ کې ترسره شوه، حاجي عبدالقدیر چې د روان کال د وري په میاشت کې د ارزګان ولایت د چارچینو په ولسوالۍ کې په سړک کې د ښخ کړای شوي ماین د چاودنې له امله یې د مصري ګل په نوم یوه لور شهیده او د سیف الرحمن، محمد صابر او نازیې په نومونو یې درې کمکي اولادونه ټپیان شول، د دغې پیښې د څرنګوالي په باب جمهوررئیس ته معلومات ورکړل.
د افغانستان جمهوررئیس حامدکرزي حاجي عبدالقدیر ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګیرنې د څرګندولو په ترڅ کې، د دوه سوه پنځوسو زرو افغانیو نغدي مرسته چې د یو حکم په ترڅ کې یې منظوره کړې وه، نوموړي ته وسپارله.
د هېواد جمهوررئیس دغه راز اړوندو ادارو ته لارښوونه وکړه د دغې پیښې ټپیان چې دوه تنه یې په سترګو خورا زیات ژوبل شوي دي، د دولت په لګښت د هېواد په دننه او یا له هېواد څخه بهر تر درملنې لاندې ونیسي. #

کابل = باختر دوږي دمياشتې ٢٦
يوې ښځې او د هغې ميړه پرون مازيګر په هرات ولايت کې له ناندرو وروسته د زهرو په خوړلو سره ځانونه ووژل .
دهرات د حوزوي روغتون ويندوى محمد رفيق شيرزاد باختر آژانس ته وويل: دغې ښځې او ميړه يې چې له ديرشوکلونو څخه لږ عمر يې درلود؛ دکوما په حالت کې له هغه وروسته چې روغتون ته وليږدول شول؛ ساه ورکړه.
دهرات ولايت د امنيې قوماندانۍ د امنيت آمر عبدالحميد حميدي وويل: دغه دوه تنه چې ددغه ولايت د پل مالان اوسيدونکي وو؛ له ناندرو وروسته په ځان وژنې لاس پورې کړ.
ديوبل خبرله مخې: يوه څلورکلنه نجلۍ په هرات ولايت کې له جنسي تيري وروسته پرون مازيګر ووژل شوه.
ددغې نجلۍ مړى پرون مازيګر د هرات ښار دباغ دشت له ساحې څخه دهرات حوزوي روغتون ته وليږدول شو .
ده دغه راز وويل: په دغې نجلۍ په جنسي تيري برسيره د هغې په ستونې کې د زندې کيدو نښې هم ليدل شوې دي.

کابل = باختر دوږي دمياشتې ٢٦
دملي امنيت د لوى رياست موظفينو نن اووه څلويښت توغندي دکابل ښارله مربوطاتو څخه کشف او ترلاسه کړل.
دملي امنيت دلوى رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ: وسله والو مخالفينو دغه توغندي کابل ښار ته څېرمه د توغولو په مقصد په يو پټنځاى کې ځاى پرځاى شوي و چې دملي امنيت دلوى رياست د موظفينو له خوا کشف او ترلاسه شول او په کابل ښارکې د خونړيو ترورستي پيښو مخه ونيول شوه.

کراچۍ \ ډي ډان \ باختردوږي دمياشتې  ٢٦ :
دپاکستان په کراچۍ ښارکې  نن  د اړو دوړ او د قصدي وژنو په دوام  د يو سياسي فعال په ګډون څه ناڅه شپږتنه ووژل شول.
دباختر آژانس دخبرله مخې: د غه وژنې د کراچۍ  ښار په بېلابېلو سيموکې شوې دي او پوليسو په دغه ښارکې چاڼيز عمليات ترسره کړي دي چې له امله يې ديرش تنه مشکوک کسان  نيول شوي دي او يوه اندازه وسله هم ترلاسه شوې ده .
په ورانجي ښارګوټي کې نن  په دريو تنو د ډزو له امله په وژل شويوکسانوکې د سياسي ګوند يو غړى هم شامل دى .
دکراچۍ ښار پوليس ادعا کوي چې يوه ورځ مخکې دلښکر جنګوي په ډلې پورې  اړوند څلور تنه ياغيان او  پنځه تنه قاتلين يې په دغه ښارکې دپلټنې دعملياتو په بهيرکې نيولي دي .

کابل باختردوږي دمياشتې  ٢٦ :
دهلمندولايت په مربوطاتوکې تيره شپه د آيساف د ځواکونو د هوايي بريدله امله  څلور تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
دهلمند د والي ويندوى عمر ځواک باخترآژانس ته وويل: په دغه  هوايي بريدکې  چې د سنګين ولسوالۍ د ساروان کلا په ساحه کې د طالبانو په يو پټنځي ترسره شول؛ دطالبانو دډلې ديو مشهور قوماندان فضل الرحمن په ګډون دوه تنه ځانمرګي يرغلګر او يو وسله وال طالب ووژل شول .
ديوبل خبرله مخې: يو ماين ښخوونکى طالب تيره شپه په بغلان ولايت کې دخپل ماين قرباني شو.
دغه سړي چې په واټ کې دکارولو لپاره دماينونوپه جوړولوکې خاص مهارت درلود؛ د هغه ماين دچاودنې له امله ووژل شو چې غوښتل يې هغه د زاړه بغلان په نوروزک ساحه کې ځاى پرځاى کړي.
د زاړه بغلان امنيه قوماندان څارمن سيدمير وطندوست وايي چې وژل شوى سړى په بغلان کې د طالبانو له قوماندانانو څخه و چې څو ځلې د ماين ښخولو په پيښو کې تور پرې لګول شوى دى.