05 July 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

دکرونا ويروس  ٢٧٩نوى پېښې ثبتې شوې دي .

دکرونا ويروس ٢٧٩نوى پېښې ثبتې شوې دي .

-کابل / دچنګاښ ١٥مه / باختر : دعامې روغتيا وزارت نن...

يو امريکايي عسکر په فراه کې ووژل شو .

يو امريکايي عسکر په فراه کې ووژل شو .

-کابل / دچنګاښ ١٥مه / باختر : د امريکا د...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کابل باختر د چنګاښ دري ويشتمه :
په سمنګانو کې دپستې راټولول له ټاکلي مودې څخه مخکې پرون  پيل شول .
دسمنګانو ولايت په زرګونو تنه خلک دپستې دراټولولودوخت له رارسيدومخکې دپستې ونو ته ورغلل او دپستې په راټولولو يې پيل وکړ .
دسمنګانو ولايت په مرکز ايبکو پورې اړوند تايخونک سيمه کې دپستې  دونو يوه ساتوونکي رحمت الله باختراژانس ته وويل،  په زرګونو تنه پرون سهار دسمنګانو ولايت په مرکز ايبکو پورې اړوند دمنقوطن  ، جن خانه ،دشت خواجه مومن ، تاي خونک ، چاى شيرين ، اخته خانه او دهزار مزارع دسيمو په ونو بريد وکړ او دپستې په راټولولو يې پيل وکړ .
دده دڅرګندونو له مخې، دغه راز دوه ورځې مخکې هم په زرګونو تنو دسمنګانو ولايت دحضرت سلطان ولسوالۍ دجودره ، کوه چوچل او کوه فند دسيمو په ونو بريد وکړ او دپستې په راټولولو يې پيل وکړ .
په همدې حال کې دسمنګانو ولايت دکرنې او اوبو لګولو دادارې رييس انجنير محمد اسلم دانا باختراژانس ته وويل چې دکرنې او اوبو لګولو وزارت له نورم او د سمنګانو ولايت دمشرتابه هيئت دغونډې له پريکړې سره سم مو په پام کې درلود چې دروان کال دزمري دمياشتې په لسمه نيټه دپستې راټولول  اعلام کړو ځکه ترهغه وخته پورې پسته پوخوالي ته رسيږي او عالي کيفيت پيدا کوي او حاصلات يې زياتيږي .
انجنير دانا وويل : په هغه صورت کې خلکو هم په يوه وخت کې دپستې په راټولول لاس پورې کاوه اوپه عادلانه توګه يې ورڅخه برابره ګټه ترلاسه کوله خو له بده مرغه خلکو دټاکلي مودې له رارسيدومخکې په خپل سر دپستې په ونو بريد وکړ او دغه موضوع له يوې خوا په ډاګه سرغړونه ده او له بله پلوه پسته  اومه راټولوي چې کيفيت يې ټيټ اوهم محصولات يې کميږي .
ده زياته کړه، دوى دسمنګانو ولايت دکرنې دادارې له پريکړې سره سم دچنګاښ دمياشتې له پنځلسمې نيټې څخه راپديخوا  يو شمير پوليس او دقومي شوراګانو استازي چې پنځه ويشت قومي شوراګانې کيږي موظف کړي دي او هغوى ته يې دنده سپارلې وه چې محصولات دزمري دمياشتې تر لسمې نيټې پورې وساتي خو له يوې اوونۍ راپديخوا دپستې دونو شاوخوا په زرګونو تنه اوسيدونکي اونور خلک دې ته سترګې په لاره وو چې دپستې دراټولولو لپاره په ونو بريد وکړي .
  ده وويل له پرون ورځې راپديخوا  يو زيات شمير خلکو دپستې په ونوبريد کړي دي او پوليسو هم ونه کړال شول چې مخه يې ونيسي .
دسمنګانو ولايت دکرنې او اوبو لګولو دادارې دځنګلونو مدير سيد رفيع الله روشن زاده وويل دسمنګانو ولايت په مرکز او دحضرت سلطان ، خرم سارباغ  ، فيروز نخچراو د بردره صوف په ولسواليو  کې دپستې دري څلويښت  زره هکتاره  ځنګلونه  شته چې سمنګان دبادغيس  له ولايت وروسته دويم ولايت دى چې دپستې زياتې ونې پکې شته .
دده دڅرګندونوله مخې پسته په هيواد کې يوه  قيمتي وچه ميوه ده چې کال په کال بهر ته دهغې دصادراتو له پلوه په مليونونو ډالره عايد تر لاسه کيږي .
  دغه راز دپستې ونې يوه ملي پانګه ده ځنګلونه  يې ددولت ملکيت دى اوخلک نه شي کولاي په خپل سرله محصولاتو څخه يې ګټه واخلي .
ويل کيږي چې همدا اوس دايبکو په  بازار کې دپستې يو کيلو مغز له پنځه سوه څخه تر شپږ سوه افغانيو پورې پلورل کيږي او هغه سوداګر چې  مغز يې له خلکوڅخه پيري هغه په بهرنيو  سوداګروپلوري .

کابل باختر د چنګاښ دري ويشتمه :
په هغې جګړه کې چې دعامه نظم دپوليسو او دوسله والو طالبانو ترمنځ  پرون په فراه ولايت کې ونښته يو پوليس شهيد اويوبل پوليس ټپي شو .
دغه راز په دې نښته کې يو وسله وال طالب ووژل شو او پنځه تنه نور وسله وال طالبان ټپيان شول .
دفراه ولايت دپوليسو ويندوى احمد فواد عسکري ددغه خبر په تاييدولو سره  باختراژانس ته وويل، دغه جګړه دفراه ولايت دبالابلوک  ولسوالۍ په شيوان کلي کې هغه وخت ونښته چې وسله والو  طالبانو دعامه نظم  دپوليسو  په پوستې  بريد وکړ .

کابل باختر د چنګاښ دري ويشتمه :
په غزني ولايت کې تيره شپه په دوو جلا جلا پيښو کې پنځه تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
دغزني دوالي ويندوى نبي جان دباختراژانس خبريال ته وويل، دهغې جګړې له امله چې دوسله والو طالبانو او دامنيتي ځواکونو ترمنځ ددغه ولايت دقره باغ ولسوالۍ په نيازيو کلي کې ونښته درې تنه وسله وال طالبان ووژل شول او دطالبانو يوه اندازه جنګي وسايل هم ترلاسه شوي دي .
نبي جان زياته کړه :  په يوه بله پيښه کې دوه تنه ماين ښخوونکي طالبان کله يې چې غوښتل دوسايطو ضد دوه ماينونه دکابل _ قندهار په لويه لاره کې ښخ کړي دامنيتي ځواکونو له خوا پرې  بريد وشو او ووژل شول او په ساحه کې دوه ماينونه او نور تجهيزات هم ترلاسه شوي دي .
ديوبل خبر له مخې، دميدان وردګو ولايت په مربوطاتو کې پرون دملي اردو دمنسوبينو په عملياتو کې يو وسله وال طالب ووژل شو او دوه تنه نور طالبان ټپيان شول .
دميدان وردګو دوالي ويندوى عطاالله خوږياني  باختراژانس ته وويل چې دغه عمليات دملي اردو دمنسوبينوله خوا ددغه ولايت  ددايميرداد  ولسوالۍ په مربوطاتو کې ترسره شول او له امله يې  يو وسله وال طالب  ووژل شواو دوه تنه نور طالبان ټپيان شول .
خوږياني زياته کړه چې ددغو عملياتو په بهير کې  دملي اردو يومنسوب  ټپي شوى دى .

Sunday, 14 July 2013 09:12

تبصره

کابل باختر د چنګاښ دري ويشتمه :
په وروستيو اوونيوکې په افغانستان کې دسولې دخبرو بهير له ناوړو بدلونونوسره مخامخ شوى دى  چې ښيي  دغه بهير زياتره دبهرنيو سليقو قرباني او دپرديو دګټو له امله زيانمن شوى دى .
دباختراژانس مبصر ليکي: دافغانستان دسولې په بهير کې ورپسۍ  پرمختياوې ددې کار څرګندوى دي چې دغه خبرې له بدلونونو او له بهرنيو لاس وهنو سره مخامخې دي اوپه دې بهير کې يو لړابهامات شته چې کيداي شي  دافغانستان دولت او خلکو ته له انديښنو ډک وي .
دسولې دخبرو په بهير کې ديو شمير  بهرنيو هيوادونو کړنو او په قطر کې دطالبانو  په نامه ددفتر په محدوده  کې ددغه بهير تر پوښښ  لاندې نيولو په ډاګه کړه چې په افغانستان کې دسولې بهير له يو سياسي خوځښت  څخه په سياسي بهير بدل شو چې په پاى کې دافغانستان خلک به يې قرباني شي .
يوشميرهيوادونو په دوحه کې دطالبانو داسلامي امارت ددفتر په جوړولو سره ثابته کړه چې دخپلو سياسي توطيو دتحقق لپاره حاضر دي په  دې لاره کې  دوست له دښمن سره تبادله  کړي او په افغانستان  او سيمه کې دخپلو اوږدمهالو ګټو دتامينولو په مقصد له هرې ممکنې لارې او چلند څخه استفاده وکړي .
  په داسې حال کې چې په ښکاره دغه ټکي  زمزمه کوي چې دافغانستان قضيه هغه وخت حل کيداى شي چې دافغانستان حکومت او طالبان  داصلي اړخ په توګه په خبرو  لاس پورې کوي .
دلته دافغانستان په قضيه کې دمحوري هيوادونو رول دڅيړنې وړ دى .
امريکا په تيرو دولسو کلونوکې چې په افغانستان کې فعال فزيکي شتون لري اوپه دغه هيواد کې  دزياترو مسئلو په باب معلومات لري . دافغانستان دخلکو دهيلو ا دهغو ژمنو پرخلاف چې دنړيوالې ټولنې په وړاندې يې لري دتروريزم او په پاى کې په افغانستان کې دسولې  په باب څرګند تعريف ورکړي .
دغه هيواد په داسې حال کې له افغانستان سره خپلې راتلونکي اړيکې او مناسبات دستراتيژيکي همکاريو ديو سند په چوکاټ کې پريکړې کړى دي . خو له بده مرغه په زياترو هغو پيښو کې چې دافغانستان دخلکو راتلونکي او برخليک ټاکل کيداي شي چوپه خوله غوره کوي او ياپه دې نسبت بې پروا دي .
لکه څنګه چې  دجمهور رييس ويندوى وايي دافغانستان او امريکا ترمنځ دستراتيژيکي همکاريو دموافقه ليک ددريم فصل په نهمه ماده کې ليکل شوي دي کله چې په افغانستان تيرى کيږي  امريکا له افغانستان سره په مشوره کې يې  پوځي ، ديپلوماتيکي  اوسياسي اقداماتو په ګډون لازم  اقدامات کوي  خو روانې پيښې ښيي  چې دغه هيواد ددغو مادو له متن سره سم عمل نه دى کړى بلکې دحالاتو دننداره چي په توګه پاتې شوى دى .
دمثال په ډول سره له دې چې امريکايانو ته   دطالبانو ددفتر اصلي هدفونه او ماهيت معلوم و  دوى داسې کار ونه کړ ، له بلې خوا افغانستان له څوکلونو راپديخوا هغه هم په دغه هيواد کې دامريکا په پوځي شتون کې دبهرنيو لاسوهنو آن دګاونډي هيواد پاکستان دبربنډ تيري  ډګر و خو امريکا په دې نسبت غبرګون ونه ښوده .
امريکا هغه څه  چې دجمهور رييس ويندوى وايي په ډاګه کوي چې دطالبانو په دفتر کې  شامل هيئت  له کومه ځايه او کوم هيواد په امکاناتو سره قطر ته  وليږدول شو .  په قطر کې دطالبانو په دفتر پورې اړوند ټول سندونه اومواد دامريکاييانو په لاس کې وو او آن ددغه دفتر دپرانستلو په نيټې پوهيدل ، امريکا په داسې حال کې چې دافغانستان په اوسني حالت  او په روانو ناخوالو او دهغو دتحمويل په منابعو  او عواملو پوهيږي  خو چوپه خوله  يې غوره کړې  ده .
له دغو ټولو سره سره امريکاييان له افغانستان سره دامنيتي تړون په باب دخبرو دبهير دګړندي کولو غوښتوونکي دي چې دافغانستان دجمهور رييس دويندوى دڅرګندونو له مخې، امريکا ددغه تړون له مخې  په افغانستان کې دپوځي اډې ، خپلو سرتيرو اوملکي کارکوونکو ته دمالياتي معافيت او هغوى ته دويندوى  دلغوه کولو  غوښتنه کوي خوکله  چې دپاکستان دتيري او لاسوهنې  موضوع طرحه کيږي وايي _ داله پاکستان سره ستاسو ستونزه ده او طالبان هم ستاسو کورني ستونزې دي ) کله چې افغانستان  ددغو مسئلو په وړاندې  دامريکا دجدي اورښتيني دريځ غوښتنه کوي له  ٢٠١٤ کال وروسته دامريکايي عسکرو دصفر کيدو انتخاب طرحه کيږي چې دافغانستان دحکومت اوخلکو پرخلاف دفشار يوبل فصل پرانستل شي .
دافغانستان خلک اوحکومت دامريکا له دولت سره دهميشنۍ همکارۍ غوښتنه کوي خو دغه تکى د دقت  وړ دى چې دوى دخپل هيواد دقضيو په نسبت دامريکا دڅوګوني چلند له امله بې باوره اوخوابدي دي .
  دغه خوابدي اوبې باوري هغه وخت کيداي شي خپل ځاى اعتماد اوهمکارۍ ته پريږدي  چې امريکاييان  او دهغوى لويديځ شريکان  دافغانستان او دهغه د خلکو په نسبت منصفانه اورښتينې  نظر ولري  اوخپلې اخلاقي ژمنې عملي کړي .

کابل -باختر  د چنکاښ د مياشتې ٢٣:
د هوا پوهنې ادارې په راتلوونکوڅلور ويشتو ساعتوکې د هيواد د ځينوسيمو د هوا حالات د سانتي ګراد په حساب په دې ډول اټکل کړى دى:
کابل- آسمان ځاى ځاى وريځ ، د تودوخې لوړه درجه ٣٥، ټيټه ١٩
هرات- آسمان ، شين ، د تودوخې لوړه درجه ٤١،  ټيټه ٢٥
جلال آباد- آسمان ځاى ځاى وريځ ، د تودوخې لوړه درجه ٤٢، ټيټه ٣٠
قندهار- آسمان ، شين، د تودوخې لوړه ٤٢ ، ټيټه ٢٣
مزارشريف- آسمان ځاى ځاى وريځ ، د تودوخې لوړه  ٤٣، ټيټه ٣١
کندز- آسمان  شين ، د تودوخې  لوړه درجه ٤٢، ټيټه ٢٥
غزني- آسمان  شين ، د تودوخې لوړه درجه ٣٤ ، ټيټه ١٤
باميان- آسمان شين ، د تودوخې لوړه درجه ٣٣ ، ټيټه ١٣
فيض آباد- آسمان ځاى ځاى وريځ ، د تودوخې لوړه درجه ٣٤، ټيټه  ١٧
شمالي سالنګ- آسمان شين،  دتودوخې لوړه درجه ١٧ ، ټيټه  ٨
جنوبي سالنګ- آسمان ځاى ځاى وريځ ، د تودوخې لوړه درجه ٢١، ټيټه ١٢
  شبرغان - آسمان ځاى ځاى وريځ ، د تودوخې لوړه درجه ٤٢، ټيټه ٢٨
فراه- آسمان ، شين، د تودوخې لوړه درجه ٤١ ټيټه ٢٦
خوست- آسمان شين، ، د تودوخې لوړه درجه ٣٨، ټيټه ٢٧
ميمنه- آسمان شين ، د تودوخې لوړه درجه  ٣٦ ، ټيټه ١٩
لښکرګاه- آسمان شين ، د تودوخې لوړه درجه ٤٤، ټيټه ٢٧
جبل سراج-اسمان شين ،ددوخې لوړه درجه ٣٤-ټيټه ٢١
په کابل کې به سبا لمرپه ٤ بجو او ٣٦ دقيقو وخيژي او د مازيګر په ٧بجو او ٤ دقيقو ولويږي . 

کابل باختر د چنګاښ دري ويشتمه :
دملي دفاع وزارت تاييد کړه چې دملي اردو څلور تنه عسکر پرون  ددندو په بهير کې شهيدان شول .
دملي دفاع وزارت دويندوى مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ، دملي اردو څلور تنه عسکر د هلمند ، لوګر ، ميدان وردګو ، او هرات دولايتونو په مربوطاتو کې ددندو دترسره کولو په  بهير کې  شهيدان شول .
دغه کسان په واټونوکې دښخ کړي شويو ماينونو دچاودنې له امله شهيدان شول .

کابل باختر د چنګاښ دري ويشتمه :
  په کابل ښار کې دفوټسال سياليو تيره شپه په شپږو لوبو سره دوام وکړ .
دهيواد دفوټبال فدراسيون دفوټسال دکميټې مسوول دين محمد صافي باختراژانس ته وويل، په دغو سياليو کې دلمر ټيم ددريو په مقابل کې  په څلورو سره دعقاب ټيم ، دنوي کارتې  ټيم ديوې په مقابل  کې په اووه سره دشاه شهيد دځوانانو ټيم ، دجوانان متحد ټيم ددريو په مقابل کې په اوو سره داردو دارمان ټيم ، دګذرګاه  دځوانانو ټيم ددريوپه مقابل کې  په څلورو سره دپيروزي  ټيم او دپونتون باختر ټيم ديوې په مقابل کې  په اوو سره دسيمناي هفت  ټيم ته ماتې ورکړه .
دغه راز دپيروز او دکوماندو دځوانانو ټيمونو لوبه دڅلور  په مقابل کې په څلور سره  برابره  پاى ته ورسوله .
دغه سيالۍ درمضان دجام په نامه دشپيتو  ټيمونوترمنځ دالمپيک دملي کميټې په چمنازيوم  کې پيل شوې دي .

پښور-دي نيوز انټرنشنل-باختردچنګاښ درې ويشتمه:
دشمالي وزيرستان په قبايلي سيمې پرون د بې پيلوټه مشکوکې الوتکې د بريد له امله څه ناڅه دوه تنه ووژل شول.
دباخترآژانس دخبرله مخې: په لومړنيو را رسيدلوخبرونوکې ويل شوي دي چې يوې بې پيلوټه الوتکې د شمالي وزيرستان په موسکي ناحيه کې د استوګنې په يوکور او په يو موټرسايکل دوه توغندي وتوغول چې له امله يې څه ناڅه دوه تنه ووژل شول.
ددغې پيښې جزئيات وروسته خپريږي.

کابل باختر د چنګاښ دري ويشتمه :
په قندهارولايت کې پرون دملي دفاع وزارت دکوماندو دځواکونو د ځانګړوعملياتوپه بهيرکې نهه تنه وسله وال طالبان ونيول شول.
دملي دفاع وزارت د ويندوى مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ:
نهه تنه وسله وال طالبان چې د ميوند ولسوالۍ په مربوطاتوکې په ورانکارو او تروريستي فعاليتونو بوخت وو؛ د ځانګړوعملياتو په بهيرکې ونيول شول او له نيول شويو کسانو څخه يوه اندازه سپکې او درندې وسلې هم ترلاسه شوې دي.
ديوبل خبرله مخې: دملي اردو د منسوبينودهغوچاڼيزوعملياتوپه بهيرکې چې د قندهارولايت د ژيړي ولسوالۍ په مرطاتوکې ترسره شول، څلورتنه وسله وال طالبان ټپيان شول او له هغوى څخه يوه اندازه پوځي تجهيزات هم ترلاسه شوي دي.
ديو بل خبرله مخې: اته تنه وسله وال طالبان چې دکابل-قندهار د لويې لارې دميدان وردګو ولايت د سيدآباد ولسوالۍ په مربوطاتوکې په تروريستي بريدونو او شوګمارۍ بوخت وو؛ د ملي دفاع  وزارت د خاصې قطعې د منسوبينو دعملياتوپه بهيرکې له يوې اندازې وسلو، مهماتو او چاوديدونکو توکو سره ونيول شول.

کابل باختر د چنګاښ دري ويشتمه :
د ترافيکو د رياست ابلاغيه:
د ترافيکو رياست د روژې د مبارکې مياشتې په درناوي له ټولو موټرچلوونکو څخه غوښتنه کوي چې د زړه بوږنوونکو پيښو او دلارو د بنديدو د مخنيوى او د سالم ترافيکي نظم  د رامنځته کولو په لاره کې دې دغه ټکي رعايت کړي:
1. له بې مورده مخکې کيدو، بې ځايه دريدو، په ممنوعه او ګڼ ميشتوسيموکې د دريدو  او ډبل پارک او په هغوتګلورو کې له غلطه ګرځيدوڅخه چې قانوني مجازنلري، په کلکه ډډه وکړي.
2. په ښارکې له ترافيکي ناموزونو او ناوړوهارنونوڅخه چې دخلکو دځورونې سبب کيږي، په کلکه ډډه وشي.
3. ټول مسافر وړونکي وسايط دې له ټاکلوتم ځايونوڅخه استفاده وکړي او له تم ځاى څخه پرته په نوروځايونوکې د سپرليوله ښکته کولو او پورته کولوڅخه چې د ترافيکي لارو د بنديدوسبب کيږي؛ په کلکه ډډه وکړي او دغه راز د زياتې کرايې له اخيستلوڅخه په کلکه ډډه وکړي. په دې اړوند ګرځنده او ثابتې کنترولي پوستې جوړې شوې دي له دغومادوڅخه د سرغړونې په صورت کې له سرغړونکوسره قانوني چلندکيږي.