24 September 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

جمهوررئیس محمد اشرف غني د پاکستان د نوي سفیر باورلیک ومانه

جمهوررئیس محمد اشرف غني د پاکستان د نوي سفیر باورلیک ومانه

کابل/ د تلې ۳مه/ باختر د افغانستان د اسلامي جمهوریت...

 مولوي رحمت الله اندړدملي امنیت شورا ویاند وټاکل شو

مولوي رحمت الله اندړدملي امنیت شورا ویاند وټاکل شو

کابل/ د تلي ۳مه/ کابل د افغانستان د جمهور ريیس...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

واشنګتن \ وي او اي نيوز\  باختر د وږې دمياشتې ٢٢
دامريکا دبهرنيو چارو وزير جان کري او دهغه روسي  سيال سرګي لاوروف پرون په ژنيو کې دسوريې  دکيمياوي وسلو په باب خبرې وکړي .
جان کري له دغې غونډې مخکې  وويل چې هيله لري ديپلوماسي وکولاى  شي په سوريې دامريکا داحتمالې بريد مخه ونيسي.
دامريکا دبهرنيو چارو وزير وويل :   موږ نه شو کولاى اجازه  ورکړو بل کيمياوي بريد وشي.
جان کري د خبرو په باب وويل :  هيله زياته  ده دسوريې دکيمياوي بريد په باب خبرې لوبه  نه ده .
ده زياته کړه ،  سمه ده چې واشنګڼن او مسکو دسوريې دکيمياوي بريد دمسوول په باب دنظر اختلاف لري خو په ډيرو نورو مسلو کې يو خيل باور لري.
دروسيې دبهرنيو چارو وزير هم وويل  په دې باور دى چې امريکا غواړي له روسيې سره يونظر شي .
اوباما هم هيله کړې ده چې دکري او  لاوروف کتنه ګټوره  وي .

کابل – باختر د وږې دمياشتې ٢٢
دکندز ولايت په دشت ارچى ولسوالۍ کې دپوځي عملياتو په بهير کې په لسګونه سيمې دترورستي ډلو او دوسله والو طالبانو له شتون څخه پاکې شوې دي .
په دغو عملياتو کې چې له پنځو ورځو راپه دې خوا پيل شوي  دي درې ويشت تنه
وسله وال طلبان نيول شوي او د دغې ډلې په لسګونو نورو جګړه مارانوته مرګ ژوبله  اوښتې ده  .
دکندزسيمه ييز مسوولين وايي  چې دوي  دطالبانو له شتون څخه دلسګونو سيمو په پاکولو سره بريالي شول چې له مياشتو ، مياشتو  وروسته دخلکو دامنيت لپاره افغان ځواکونه ځاى پرځاى کړي .
دغه عمليات دملي پوليسو اودملي  اردو دسلګونو تنوځواکونو او هوايي ملاتړ سره پيل شوى دى او تر اوسه دوام لري.
دکندز دپوليسو ويندوى سيد سرورحسيني باختر آژانس ته وويل  :  چې افغان ځواکونو ددغو عملياتو په بهير کې  درې ويشت تنه وسله وال طالبان  نيولي او ددغې ډلې په لسګونو جګړه مارانو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده  او ٥٧ سيمې يې د طالبانو له شتون څخه پاکې کړې دي .
ددغو عملياتو په بهير کې افغان ځواکونو او ملکي وګړوته  زيان نه دى اوښتى  .
داپه داسې حال کې ده چې د دشت ارچى ولسوالۍ له سقوطه سره مخامخه  وه .
له بله پلوه دکندز ولايت دملي امنيت رييس او امنيه قوماندان چې دعملياتو مشرۍ يې په غاړه لرله  وايي چې دغه عمليات به دترورستي ډلو له شتون څخه
د دشت ارچى ولسوالۍ تر بشپړ پاکولو پورې دوام وکړي.

کابل \  باختر د وږې دمياشتې ٢٢
دآسيا دجنوب دفوټبال په سياليو کې دهيواد دملي ټيم  وروستى برياليتوب دفيفا په جدول کې دافغانستان ځاى  پياوړى کړ.
دباختر آژانس دخبرله مخې :   فيفا په وروستۍ نظر سنجونه کې چې د هغه په انترنټ  پاڼه کې خپره شوې ده  افغانستان له ١٣٩ شميريې څخه ١٣٢ شميريې ته لوړ شوى دى او په دې ډول افغانستان دفيفا له خوا اوه  امتيازونه ترلاسه کړي دي . افغانستان دغه راز دآسيايي هيوادونو ترمنځ په نوولسم ځاى کې و و په داسې حال کې چې مخکې له دې افغانستان دآسيايي هيوادونو ترمنځ په  يوويشتمه شميره کې  و خو افغانستان د آسيايي هيوادونو ترمنځ لومړى مقام لري .
دآسيا دجنوب  دهيوادونو  ترمنځ د فوټبال وروستۍ سياليو له نيپال پرته ددغې حوزې  نورو هيوادونو خپل ځاى او امتياز له  لاسه ورکړ.

کابل \  باختر د وږې دمياشتې ٢٢
دملي دفاع وزارت خبرځايونو دبدخشان ولايت په  وردوج ولسوالۍ کې د ملي اردو دځواکونو دعملياتو د لومړي پړاو دپاى ته رسيدو خبر ورکړ .
دباختر آژانس دخبرله مخې :   دهندوکش عمليات چې نهه ورځې مخکې دبدخشان ولايت په  وردوج ولسوالۍ  کې  پيل شوي و ، پاى ته رسيدلي دي .
دملي دفاع وزارت دکوماندو دڅانګې يو مسوول وايي چې د دغو عملياتو په بهير کې هغو وسله والو طالبانو ته چې د وردوج  ولسوالۍ يې له ستونزو سره مخامخه کړې  وه ،  د سرزيات زيان اوښتى دى .
دغه مسوول د وردوج د يوولسو کليو دبشپړې  تصفيې کولو يادونه کوي.
سره له دې چې د وسله والو مخالفينو دسر د دقيق شمير په باب څه نه وايي خو ځينې نور خبرځايونه  وايي چې دهندوکش په عملياتو کې اوه پنځوس تنه چې دوسله والو مخالفينو په ليکوکې  د دولت پرخلاف جنګيدل  وژل شوي دي چې بهرني اتباع هم  په وژل شويو کسانوکې شامل دي  او دطالبانو د ډلې شپږڅلويښت تنه نور ټپيان شوي دي او ددغو عملياتو په بهير کې د دوو تنو امنيتي ځواکونو وژل کيدل تاييد شوي دي .
ويل شوى دي  چې  دوه  تنه پوليسان په  وردوج کې د يوې ترافيکي پيښې له امله  هغه وخت شهيدان شول چې د دوى دسپرلۍ موټر يوې دې ته وغورځيداو دهندوکش  په عملياتو کې د دووتنو نورو پوليسانو ټپي کيدل تاييد شوي دي .
دبدخشان سيمه ييز مسوولين وايي چې د دغه ولايت څو ولسوالۍ په روان کال کې دپاکستان داستخباراتي سازمان د فعاليتونو په مرکز کې دي .
دغه ولسوالۍ هغه وخت د طالبانو او دهغو دبهرنيو همکارانو تر سختو بريدونو لاندې ونيول شوي  چې له چين سره د نښلولو په مقصد د واخان په لور د يو سړک دجوړولو انګيزه رامنځته  شوه .
په داسې حال کې چې  پاکستان  په افغانستان کې داقتصادي فعاليتونودمحدودلو
په مقصد هلې ځلې کوي او چين ته د يو واټ جوړول  نه  يوازې په افغانستان بلکې دمنځنۍ آسيا په  هيوادونو کې دپاکستان ارزښت کموي.
پاکستان دحالاتو ګډو ډول دخپل کار په لارښودکې نيولي دي چې د دغۍ لوې لارې دجوړولو مخه ونيسي.

کابل باختر\دوږي دمياشتې
د ارزګان ولايت په مرکز ترينکوټ ښارکې نن له غرمې مخکې ديوولسو بجو          په شاوخوا کې د بم دچاودنې له امله ماشو مانو ته مرګ ژوبله واوښته .
دغه بم د ترينکوټ ښار په يو ګڼ ميشته سيمه کې ځاى پرځاى شوي  و.
تراوسه پورې ددغې پيښې دسر د دقيق زيان په  باب خبر نه دى ترلاسه شوى .
دترينکوټ ښار دپوليسو يو مسوول باخترآژانس ته وويل  ،  چې ددغې چاودنې
له امله ماشومانو ته مرګ ژوبله  اوښتې ده .
ددغې پيښې جزئيات وروسته  خپريږي .

کابل – باختر د وږي دمياشتې ٢٢ :
په هرات ښارکې د امريکا په قونسلګري بريد کوونکي يرغلګر له افغان امنيتي ځواکونو سره دنښتې په بهير کې  و وژل شول .
په دې پيښه کې دامريکا ددغه سياسي دفتر دوه تنه  افغان ساتوونکې ووژل شول او دملکي وګړو په ګډون څه ناڅه اوولس  تنه نور ټپيان شول .
نن سهار په پنځو بجو او ديرشو دقيقو  يوې ډلې ځانمرګو  بريد کوونکو په هرات ښارکې د امريکا په قونسلګري بريد وکړ.
عيني شاهدان وايي لومړى  يو يرغلګر په چاوديدونکو توکو بارخپل موټر د دغې قونسلګرۍ د دروازې په وړاندې وچاوه  او   وروسته  څلورو تنو  نورو يرغلګرو  په دغه سياسي دفتر  بريد  وکړ.
دهرات دوالي ويندوى  عبدالروف احمدي باختر آژانس ته وويل  :    په پاى کې له دوو ساعتونو جګړې  وروسته  يرغلګر يو په  بل پسې دافغان ځواکونو د ډزو له امله  ووژل شول .
ويل کيږي  ددغې پيښې په بهير کې د اردو له ځواکونو  څخه مرسته غوښتل شوې وه  او د ناټوځواکونو هم  دهوا له لارې  د الوتکو په واسطه ددغو سرتيرو ملاتړ کاوه.
دهرات د حوزوي روغتون يومسوول باختر آژانس ته وويل : چې دوه  مړي او اوولس  تنه ټپيان دغه روغتون ته ليږدول شوي دي .
زياتره ټپيان د امريکا د قونسلګري دشاوخوا  اوسيدونکي  وو.

کابل باختر د وږي  نولسمه :

د حج او اوقافو وزارت خبرتيا!

  دکابل ښار د ناحيوهغو حاجيانو ته چې شمېرې يې له ١٧٠١ څخه تر ٢٠٠٠ پورې  دى، خبر ورکول کيږي چې سبا د ١٣٩٢کال د وږي د مياشتې په ٢٢ نيټه  د جمعې د ورځې د سهارپه څلورو بجو د عيدګاه جامع جومات ته ورشي چې واکسين يې تطبيق او د حرمين شريفين په لور په ټاکلو الوتنوکې تنظيم شي.

  له محترموحاجيانوڅخه غوښتنه کيږي چې خپل نوبت رعايت کړي او خپل بانکي آويزونه له ځان سره ولري او په الوتنوکې د بې نظمي سبب نه شي. له دې پرته به مسووليت په خپله د دوى په غاړه وي.

د شيعه حاجيانو او د کابل ولايت او د هغه د اړونده ولسواليو د حاجيانو الوتنې وروسته اعلاميږي.

 دعيدګاه جومات ته  د بدرګه کوونکي په نامه  د اشخاصو ننوتل منع دى. 

کابل باختر د وږي  يو ويشتمه :
دکورنيو چارو وزارت سرپرست محمد عمر داودزي د اصلاح او بدلون لپاره دافغانستان دځوانانو دفعالې شبکې له يو شمېر غړو سره په دغه وزارت کې وکتل.
دکورنيوچارو وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ: په دې کتنه کې لومړى محمد عمر داودزي د آسيا د جنوب هيوادونو د فوټبال په سياليوکې د افغانستان دملي ټيم د برياليتوب او هيوادته د اتلوالى د جام د راوړلو له امله مبارکي وويله او ځوانان يې دافغانستان دملت لپاره ستره پانګه وبلله او زياته يې کړه چې دا يو تاريخي او بې سارى برياليتوب وباله چې زموږ دهيواد په برخه شوى دى.
دغه راز دکورنيو چارو وزارت سرپرست داصلاح او بدلون لپاره دځوانانو دفعالې شبکې له استازو سره دخبرو په ترڅ کې مهمو موضوعګانو ته اشاره وکړه او دملي پوليسو په ليکوکې له هر راز فساد سره مبارزه يې خپل يو لومړيتوب وباله او زياته يې کړه چې په هيوادکې ددغې پديدې د له منځه وړلو لپاره جدي هلې ځلې وشي چې په دې کارکې دمدني ټولنې دبنسټونو رول اوملاتړ ډير مهم او ارزښتناک دي .
دغه راز داودزي د انتخاباتو د امنيت تامينول، دانتخاباتوسراسري والي او په انتخاباتوکې دپوليسو بيطرفي نورې مهمې موضوعګانې وبللې چې د ده په نظر دکاري لومړيتوبونو په توګه بلل کيږي چې خلک له دې پلوه  ډاډ ولري او په راتلوونکو انتخاباتوکې په پراخه توګه  ګډون وکړي .
په همدې حال کې د اصلاح او بدلون لپاره د افغانستان د ځوانانو دفعالې شبکې څو تنو غړو د نوې دندې له امله محمد عمر داودزي ته دمبارکۍ د ويلوپه ترڅ کې دهغو پاليسو او پروګرامونو له عملي کولو سره خپل ملاتړ اعلام کړ چې دافغانستان دملي پوليسو داصلاحاتواو پياوړتيا سبب کيږي.
ديوبل خبر له مخې: دکورنيوچارو وزارت سرپرست محمد عمر داودزي دناټو له ملکي استازي سره دخپل کار په دفترکې وکتل او د دوه اړخيزو همکاريو په باب  يې ورسره خبرې وکړې .
په دې کتنه کې لومړى دکورنيوچارو وزارت سرپرست محمدعمر داودزي دتروريزم پرخلاف دمبارزې او د امنيت دتامينولوپه برخه کې دناټو د سازمان د همکاريو له امله مننه وکړه او زياته يې کړه چې په تيرو دولسو کلونوکې دهيواد دامنيتي ځواکونو د روزنې او سمبالولو په برخه کې د ناټو د سازمان رول ډيرمهم او ارزښتناک دى.
دکورنيو چارو وزارت سرپرست دغه راز د امنيت د ليږدونې د بهير دتطبيق يادونه وکړه او ويې ويل چې د امنيتي مسووليتونو د ليږدونې دبهير لومړى، دويم، دريم او څلورم  پړاونه په بشپړ برياليتوب سره ترسره شوي دي او اوس له نړيوالو ځواکونو څخه دامنيتي مسووليتونو دليږدونې دپنځم پړاو دبريالي تطبيق په بهير کې يو .
په همدې حال کې په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي د امنيتي ځواکونو په تيره بيا دملي پوليسو دکمي اوکيفي ودې له امله د خوښۍ دڅرګندونوپه ترڅ کې وويل چې د ناټو د سازمان غړي هيوادونه به له٢٠١٤ کال وروسته هم دافغان امنيتي ځواکونو ترڅنګ ولاړ وي او ددغو ځواکونو د روزنې په لاره کې به خپلو همکاريو ته دوام ورکړي.
 

کابل\باختر\ دسنبلي٢١
وسله والو طالبانو په جوزجان ولايت کې يوه پوليسه په ډزو سره ووژله.
په حليمې د تيرې شپې د يوولسو بجو په شاوخواکې د مرديانو ولسوالۍ په خانه ريګ سيمه کې د دې په کورکې د يوې ډلې وسله والوکسانو له خوا بريد وشو او ووژل شوه.
دجوزجان ولايت د امنيې قوماندانۍ ويندوى عبدالستار روفي له باخترآژانس سره په اړيکه کې ددغې پوليسې وژل کيدل تائيد کړل او ويې ويل چې دا کونډه وه او له خپلو بچيانو سره يي يوازې ژوندکاوه.
حليمې دجوزجان ولايت په امنيه قوماندانۍ کې د سرتيرې په توګه کارکاوه.
د ميرمنې حليمې ګاونډيان وايي چې وسله والو طالبانو د دې په کورله بريد وروسته هغه ووژله او وتښتيدل.
په جوزجان ولايت کې سيمه ييز مسوولين وايي چې ديرغلګرو د موندلو اونيولو لپاره پلټنې پيل شوې دي.
په افغانستان کې په امنيتي او دفاعي دستګاووکې د نجونو او ښځو فعاليت تل له چلنجونو سره يوځاى دى.
وسله وال طالبان په ټولنه کې د ښځو شتون او د نارينه و ترڅنګ د هغوى کارکول د شريعت پرخلاف بولي او کله ناکله دټولنې په دغه قشر بريد کوي. خو د دين عالمان دجګړه مارانو دغه خبرې دقرآني آيتونو او د نبوي احاديثو له مخې ردوي.
 

کابل\باختر\ دسنبلي٢١
دلوګر ولايت دمرکز پل علم په ښارکې د بم د چاودنې له امله يو بولاني پلورونکى تنکي ځوان شهيد او دملي اردو د دريو تنو سرتيرو په ګډون شپږ تنه نور ټپيان شول.
دغه پيښه نن له غرمې وروسته د يوې بجې په شاوخواکې په پل علم ښارکې دکابل بانک نمايندګى ته څېرمه رامنځته شوه چې د ملي اردو سرتيرى په بولاني خوړلو بوخت و.
ويل کيږي چې بم ددغه بولاني پلورونکى کراچي ته څېرمه ځاى پرځاى شوى و او د اردو د سرتيرو د راټوليدو په وخت کې له لرې واټن څخه چول شوى دى.
دلوګر ولايت د امنيې قوماندانۍ د امنيت آمر رييس خان صادق باخترآژانس ته وويل چې په دې چاودنه کې يو تنکي ځوان شهيد او د ملي اردو د دريو تنو سرتيرو په ګډون شپږ تنه نورټپيان شول.
عيني شاهدان وايي چې په دې چاودنه کې يو بولاني پلورونکى تنکي ځوان شهيد او د ملي اردو درې تنه سرتيري او درې تنه ملکي وګړي ټپيان شوي دي.
په همدې حال کې دلوګر ولايت د عامې روغتيا رييس ډاکترظريف نايب خيل وايي چې ددغې پيښې دوه تنه ټپيان چې روغتيايي حالت يې ښه نه دى؛ د درملنې لپاره کابل ته ليږدول شوي دي.
په لوګر ولايت کې سيمه ييز مسوولين وسله وال طالبان ددغې پيښې مسوول بولي او وايي چې د امنيتي مامورينو له خوا د دغې پيښې دعاملينو دپيژندلو اونيولو لپاره پلټنې پيل شوې دي.