01 October 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د لغمان روغتون ته طبي وسایل ورکړل شول

د لغمان روغتون ته طبي وسایل ورکړل شول

کابل / د تلې ۱۰ مه / باختر د لغمان د...

دولس طالبان په قندهار کې ووژل شول

کابل / د تلې ۱۰ مه / باختر د قندهار په...

اته طالبان په قندهار کې ووژل شول

-کابل /دتلې ١٠مه /باختر: اته وسله وال طالبان په قندهار کې...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کويته \ډي ډان \  باختر د وږې دمياشتې ٢٢
ناپيژندل شويو يرغلګرو تيره شپه دپاکستان په بلوچستان ايالت کې په افغانستان
کې دناټو دميشتو ځواکونو دنقليه وسايطو په يو کاروان د آر پي  جي   بريد وکړ او
اودسون د توکو نهه ټانکرونه يې وسوځول .
دغه بريد دبلوچستان ايالت دقلات سيمې ته څيرمه وشو چې له امله يي نهه ټانکرونه وسوځيدل او يو موټر چلوونکې و وژل شو او  دوه تنه نوريې ټپيان شول .
دغه وسايط په سړک کې درول شوى وو، دغه وسايط دکراچۍ له بندريښارڅخه افغانستان ته روان وو.
تراوسه پورې ددغه بريد مسووليت چا په غاړه نه دى اخستى.

کابل باختر دوږي دمياشتې ٢٢:
د افغانستان جمهوررئیس حامدکرزي قرغزستان ته د خپل سفر په لومړۍ ورځ، پرون له غرمې وروسته د دغه هېواد له جمهوررئیس المازبیک اتمبایف سره  د قرغزستان په پايتخت  بشکیک کې وکتل.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ :
په دې کتنه کې دواړو لورو د دوه اړخیزو اړیکو او همکاریو او د سیمې د هېوادونو ترمنځ د مواصلاتي لارو او د وسپنې د پټلۍ د جوړیدو او پراختیا په اړه خبرې اترې وکړې.
د قرغزستان جمهوررئیس، حامدکرزي ته د ښه راغلاست دويلو په ترڅ کې وویل چې هېواد یې له افغانستان سره د اړیکو د پراختیا غوښتونکی دی او په همدې موخه یې په دې وروستیوکې په کابل کې خپل سفارت پرانیست.
ده وویل چې د سیمې د هېوادونو د یوځای کولو او د هغوی ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره  ځمکنۍ لارې ډير ارزښت لري .
المازبیک اتمبایف هغه طرحه پیشنهاد کړله چې له مخې یې د چین، قرغزستان، تاجکستان، افغانستان او ایران هېوادونه  د وسپنې پټلۍ له لارې سره یوځای کیږي.
د هېواد جمهوررئیس حامدکرزي د قرغزستان د جمهوررئیس له دغې طرحې څخه د هرکلي په ترڅ کې وویل چې په وچه کې پراته هېوادونه باید د مواصلاتي لارو او د وسپنې پټلۍ د پراختیا له لارې خپلې اړیکې پراخې کړي
په دې کتنه کې حامدکرزي د قرغزستان جمهوررئیس المازبیک اتمبایف ته بلنه ورکړله چې په یو مناسب فرصت کې افغانستان ته سفر وکړي چې د قرغزستان د جمهوررئیس لخوا د مننې په ویلو سره ومنل شوه.

- کابل باختر دوږي دمياشتې  ٢٢:
د افغانستان جمهوررئیس حامدکرزي د شانګهای د همکاریو د سازمان د مشرانو د غونډې بهيرکې د ایران له جمهوررئیس ډاکتر حسن روحاني سره پرون مازیګر د قرغزستان په پلازمېنې بشکیک کې وکتل.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ :
په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو جمهورو رئیسانو د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا، د افغانستان د سولې د بهیر، له امریکا او یو شمېرنورو هېوادونو سره د افغانستان د امنیتي موافقه لیکونو، له نیشه یې توکو سره د مبارزې او د سیمه ایزو مسلو په باب خبرې اترې وکړې.
جمهوررئیس حامدکرزي وویل چې افغانستان تل هڅه کړې ده چې له دوست او ورور هېواد ایران سره خپلې اړیکې پراخې کړي.
د ایران جمهوررئیس ډاکتر حسن روحاني د افغانستان جمهوررئیس او خلکو ته د هندوستان د فوټبال د ملي لوبډلې پر وړاندې  د افغانستان د فوټبال د ملي لوبډلې د بریالیتوب له امله د مبارکۍ په ترڅ کې وویل چې ایران له افغانستان سره د ورور ګلویزو او دوستانه اړیکو د لرلو اراده لري.
ده د افغانستان لپاره د تل پاتې سولې د ټینګښت هیله وکړه، څرګنده یې کړه چې ایران په افغانستان کې د سولې او امنیت د ټینګښت غوښتونکی دی، ځکه چې سوله ييز افغانستان د ایران په ګټه دی.
د افغانستان جمهوررئیس حامدکرزي په دغه کتنه کې په ایران کې د افغان مهاجرینو د ویزې د تمدید د ستونزې د حل غوښتنه وکړه، هیله یې څرګنده کړه چې هېواد ته د هغوی بیرته راستنیدل په داوطلبانه ډول ترسره شي.
د ایران جمهوررئیس په دې اړه د خپل هېواد د همکارۍ ډاډ څرګند کړ، وې ویل چې ایران  له ۳۵ کلونو را په دیخوا د افغان مهاجرینو کوربه دی او نه غواړي چې هغوی وځورول شي خو هغه شمېر افغان کډوال چې د استوګنې کارت نه لري باید خپل ځانونه اړوندو ادارو ته ور وپیژني او په ایران کې د اوسیدلو کارتونه ترلاسه کړي.

کابل باختر دوږي دمياشتې ٢٢ :
دافغانستان دولت هغه تروريستي بريد چې نن سهار په هرات ښار کې د امريکاد متحده ايالاتو پر قنسلګرۍ ترسره شو په کلکو ټکو غندي. 
دبهرنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ :
دغه تروريستي بريد، چې په هغه کې يواځې د متحده ايالاتو قنسلګرۍ ورودي دروازې ته زيان ورسيده خو په څنګ کې يې د قنسلګرۍ ۲ افغان ساتونکې شهيدان او ۲۰ ملکي وګړي ټپيان شول، يو ځل بيا د افغانستان د دښمنانو ناکامي او د افغانستان د سوله دوستو وګړو د ژوند په مقابل کې د دوی وحشيانه او ظالمانه بی تفاوتي ثابتوي. 
د هرات ولايت د ځايي چارواکو د وروستيو معلوماتو سره سم، بريد  نن سهار په ۵ بجو هغه مهال وشو چې پنځو تروريستانو د متحده ايالاتو د قنسلګرۍ د وروردي دروازې پر وړاندې د يوه موټربمب، راکټونو او سپکو وسلو څخه په استفادې بريد ترسره کړ، چې په نتيجه کې ټول پنځه بريد کوونکي د افغان ملي امنيتی ځواکونو له خوا له پښو وغورځول شول. افغان ملي امنيتی ځواکونو دغه بريد په ډير لږ وخت کې ترکنټرول لاندې راووست او په خپل دې کار باندې يې د لا زياتو ملکي تلفاتو او د امريکې قنسلګرۍ کارکوونکو ته د کوم ځاني زيان او د قنسلګرۍ ودانۍ ته دزيات زيان داوښتو مخه ونيوله.
زموږ امريکايي همکارانو ډاډ راکړۍ چې د دوی د قنسلګرۍ ټول کارکوونکي خوندي او مصوونه دي.
د افغانستان دښمنان بايد په دې پوه شي چې دوی هيڅکله نشي کولای د غه شان تروريستی بريدونو له لارې د افغانستان  دملت هغه ټينګ عزم او اراده چې په خپل هيواد کې يې د تلپاتې سولې، امنيت او پرمختګ لپاره لري، کمزورى کړي. دې دښمنانو يوځل بيا ټولې نړۍ ته وښوده چې دوی د افغانستان د خلکو لپاره د مرګ او تباهۍ څخه بل څه نه لري.

کابل – باختر د وږې دمياشتې ٢٢
يو ماشوم په بغلان ولايت کې دوه تنه چې ويل کيږي دهغه پلاريې وژلى  و په ډزو سره  ووژل .
دغه ماشوم په داسې حال کې چې دامنيتي ځواکونو له خوا نيول کيده وويل : دولت په اتو کلونو کې زما دپلار دقاتلينو په مجازاتو اقدام ونه کړ له همدې امله په خپله لاس په کار شوم او دخپل بيګناه پلار دوينې غچ مى له ظالمانو څخه واخست.
دغه ماشوم چې اوولس کلن دى او د ده صلاح ولسوالۍ دکم يخلردسيمې اوسيدونکې دى .
پوليس وايي دغه ماشوم  پرون  مازيګر په پټه  دوه  تنه  چې ويل کيږي  اته کاله مخکې  يې دهغه بزګر  پلار وژلى و  په ډزو سره  ووژل .
دغه ماشوم په داسې حال کې چې ژړل  يې وويل ،  څلور کلن وم چې دغو کسانو زما بزګر پلاريې  وواژه  خو دولت هغوى ته د سزا ورکولو په برخه کې کوم اقدام ونه کړ،  له همدې امله ما به خپله دخپل پلار د ونيو غچ واخست  .
دبغلان ولايت د ده صلاح ولسوال عبدالخليل رحيمي باختر آژانس ته وويل  :
دغه ماشوم ددغو دوو تنو له وژلو وروسته دامنيتي ځواکونو له خوا ونيول شو.
ويل کيږي چې د دغه دوولس کلن ماشوم  د ډزو له امله  د ووژل شويو يو خپلوان
هم ټپي شوى دى  .
په همدې حال کې د ده صلاح دسيمې اوسيدونکي   په دولت انتقاد کوي چې مجرمينو ته يي سزانه ده ورکړې او وايي چې زبرځواکو ته دغه قضايي مصونيت عادى  خلکوته يي ژوند سخت کړي دي
د ده صلاح ولسوالۍ يو سيمه ييز مشر عبدالمنان وايي د دولت له خوا له قانوني څارنې څخه د زبرځواکو مجرمينو مصونيت د دې سبب شوى دى  چې خلک دامنيتي ځواکونو او عدلي او قضايي ارګانو په نسبت خپل باور له لاسه ورکړي.

واشنګټن \ دروسيې غږ \باختر د وږې دمياشتې ٢٢
دامريکا دکالوريدوي په ايالت  کې دباران دسختو اورښتونو او سيلاونودراوتلو له امله زيات زيانونه رامنځته شوي دي چې خلکو او سيمې ته د ستونزو سبب شوي دي .
دامريکا دجمهور رييس په  لارښوونه د فدرال دبحرانونو سازمان دچارو  دڅيړنې چارې په غاړه اخستې دي او ددغه ايالت د خلکو مرسته کوي .

د مشق \ وي او اي نيوز\  باختر د وږې دمياشتې ٢٢
د سوريي جمهور رييس بشارالاسد ژمنه کړې ده چې خپلې کيمياوي وسلې تر نړيوالې څارنې لاندې ورکړي ، خو وايي چې  دامريکا  ګواښونه د دغه تصميم
دليل  نه و .
په داسې حال کې چې د روسيې او دامريکا دبهرنيو چارو  وزيران دسوريې پرخلاف دپوځي اقدام د مخنيوي لپاره د مسکو دطرحې په  باب خبرې کوي .
بشارلاسد پرون د روسيې له ڼلويزيون سره په مرکه کې وويل ، دمشق به دمسکو دپيشنهاد له مخې خپلې کيمياوي وسلې تر نړيوالې څارنې لاندې ورکړي.
دسوريې جمهور رييس ويلې دي  چې دغه تصميم ته  د ده رسيدل دامريکا د ګواښونو له امله نه و ،  او زياته يې کړه  چې دمشق غواړي دکيمياوي وسلو د منع کولو تړون لاسليک کړي.

واشنګتن \ وي او اي نيوز\  باختر د وږې دمياشتې ٢٢
دامريکا دبهرنيو چارو وزير جان کري او دهغه روسي  سيال سرګي لاوروف پرون په ژنيو کې دسوريې  دکيمياوي وسلو په باب خبرې وکړي .
جان کري له دغې غونډې مخکې  وويل چې هيله لري ديپلوماسي وکولاى  شي په سوريې دامريکا داحتمالې بريد مخه ونيسي.
دامريکا دبهرنيو چارو وزير وويل :   موږ نه شو کولاى اجازه  ورکړو بل کيمياوي بريد وشي.
جان کري د خبرو په باب وويل :  هيله زياته  ده دسوريې دکيمياوي بريد په باب خبرې لوبه  نه ده .
ده زياته کړه ،  سمه ده چې واشنګڼن او مسکو دسوريې دکيمياوي بريد دمسوول په باب دنظر اختلاف لري خو په ډيرو نورو مسلو کې يو خيل باور لري.
دروسيې دبهرنيو چارو وزير هم وويل  په دې باور دى چې امريکا غواړي له روسيې سره يونظر شي .
اوباما هم هيله کړې ده چې دکري او  لاوروف کتنه ګټوره  وي .

کابل – باختر د وږې دمياشتې ٢٢
دکندز ولايت په دشت ارچى ولسوالۍ کې دپوځي عملياتو په بهير کې په لسګونه سيمې دترورستي ډلو او دوسله والو طالبانو له شتون څخه پاکې شوې دي .
په دغو عملياتو کې چې له پنځو ورځو راپه دې خوا پيل شوي  دي درې ويشت تنه
وسله وال طلبان نيول شوي او د دغې ډلې په لسګونو نورو جګړه مارانوته مرګ ژوبله  اوښتې ده  .
دکندزسيمه ييز مسوولين وايي  چې دوي  دطالبانو له شتون څخه دلسګونو سيمو په پاکولو سره بريالي شول چې له مياشتو ، مياشتو  وروسته دخلکو دامنيت لپاره افغان ځواکونه ځاى پرځاى کړي .
دغه عمليات دملي پوليسو اودملي  اردو دسلګونو تنوځواکونو او هوايي ملاتړ سره پيل شوى دى او تر اوسه دوام لري.
دکندز دپوليسو ويندوى سيد سرورحسيني باختر آژانس ته وويل  :  چې افغان ځواکونو ددغو عملياتو په بهير کې  درې ويشت تنه وسله وال طالبان  نيولي او ددغې ډلې په لسګونو جګړه مارانو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده  او ٥٧ سيمې يې د طالبانو له شتون څخه پاکې کړې دي .
ددغو عملياتو په بهير کې افغان ځواکونو او ملکي وګړوته  زيان نه دى اوښتى  .
داپه داسې حال کې ده چې د دشت ارچى ولسوالۍ له سقوطه سره مخامخه  وه .
له بله پلوه دکندز ولايت دملي امنيت رييس او امنيه قوماندان چې دعملياتو مشرۍ يې په غاړه لرله  وايي چې دغه عمليات به دترورستي ډلو له شتون څخه
د دشت ارچى ولسوالۍ تر بشپړ پاکولو پورې دوام وکړي.

کابل \  باختر د وږې دمياشتې ٢٢
دآسيا دجنوب دفوټبال په سياليو کې دهيواد دملي ټيم  وروستى برياليتوب دفيفا په جدول کې دافغانستان ځاى  پياوړى کړ.
دباختر آژانس دخبرله مخې :   فيفا په وروستۍ نظر سنجونه کې چې د هغه په انترنټ  پاڼه کې خپره شوې ده  افغانستان له ١٣٩ شميريې څخه ١٣٢ شميريې ته لوړ شوى دى او په دې ډول افغانستان دفيفا له خوا اوه  امتيازونه ترلاسه کړي دي . افغانستان دغه راز دآسيايي هيوادونو ترمنځ په نوولسم ځاى کې و و په داسې حال کې چې مخکې له دې افغانستان دآسيايي هيوادونو ترمنځ په  يوويشتمه شميره کې  و خو افغانستان د آسيايي هيوادونو ترمنځ لومړى مقام لري .
دآسيا دجنوب  دهيوادونو  ترمنځ د فوټبال وروستۍ سياليو له نيپال پرته ددغې حوزې  نورو هيوادونو خپل ځاى او امتياز له  لاسه ورکړ.