05 July 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

دکرونا ويروس  ٢٧٩نوى پېښې ثبتې شوې دي .

دکرونا ويروس ٢٧٩نوى پېښې ثبتې شوې دي .

-کابل / دچنګاښ ١٥مه / باختر : دعامې روغتيا وزارت نن...

يو امريکايي عسکر په فراه کې ووژل شو .

يو امريکايي عسکر په فراه کې ووژل شو .

-کابل / دچنګاښ ١٥مه / باختر : د امريکا د...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کابل باختر د چنګاش پنځلسمه :
دملي شورا  دمشرانوجرګې درييس فضل هادي مسلميار له خوا دجولاي دمياشتې دڅلورمې نيټې ، دامريکا دمتحده ايالاتو دخپلواکي  ددوه سوه اووه ديرشمې کاليزيې له امله  ددغه هيواد دسنامجلس  درييس سناتور پيتريک جي ليهي په نامه دمبارکي پيغام ليږل شوى دى .
په پيغام کې ددواړو هيوادونو ترمنځ دتاريخي اړيکو يادونه  شوې ده او ددغو اړيکو په لازيات ټينګښت او پراختيا باندې ټينګار شوى دى .

کابل باختر د چنګاش پنځلسمه :
دهيواد دملي سوداګراو مخور الحاج  محمد نعيم ميمنه ګي  دمړينې له امله دسرحدونو اوقبايلو دچارو وزارت د ډاډ ګيرنې پيغام .
په ژورې  خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې دهيواد ملي سوداګر الحاج محمد نعيم ميمنه ګي  دهغې ناروغۍ له امله چې ورپيښه شوې وه ، وفات شوى دى .
  ارواښاد دفارياب ولايت يومخور قومي شخصيت ، د غاليو دصادروونکو د مديره هيئت غړى او د هيواد يو ملي سوداګر و چې خپل عمر يې هيوادوالو ته دخدمت او دخپل هيواد دودې او سمسورتيا په لاره کې تير کړ .
دسرحدونو اوقبايلو دچارو وزارت دده مړينه  يو ضايعه بولى او ارواښاد ته دلوى خداى ( ج )  له دربار څخه دفروس جنت اوپاتې کسانو ته يې دجميل صبر هيله کوي .

کابل باختر د چنګاش پنځلسمه :
دچين صدراعظم او دپاکستان صدراعظم په يوه ګډه اعلاميه کې چې چين ته دپاکستان  دصدراعظم له سفر وروسته  خپره شوې ده  دسيمه ئيزې  سولې او ثبات  دتامينولو لپاره  په افغانستان کې  له يوپراخ  سياسي بهير سره  دخپلو هيوادونو  ملاتړ اعلام کړ .
باختراژانس ته  په رارسيدلو خبرونوکې ويل شوي دي ، داعلاميې په يوه برخه کې ليکل شوي دي  چې  دواړه مشران ددې په پام کې نيولو سره  چې په افغانستان کې حالت  کولى شى  دسيمې دامنيت اوثبات په حالاتو هم جدي اغيزه ولري . ټينګار وکړ چې يوازې  ديوې سياسي روغې جوړې  له لارې  کيداي شي  په افغانستان کې يو والي ، سوله او ثبات  تامين شي .
دواړو لورو دافغانانو په مشرۍ  اومالکيت  دسولې له بهير سره خپل ملاتړ اعلام کړ  اوژمنه يې وکړه  چې دنړيوالې ټولنې  تر څنګ به له افغانستان سره مرسته وکړي .  چې په سولې ، ثبات او امنيت برلاسي شي .

کابل باختر د چنګاش پنځلسمه :
دوزيرانو شورا داقتصادي کميټې  غونډه نن له غرمې وروسته دجمهور رييس  دمرستيال او ددغې کميټې درييس محمد کريم خليلي په مشرۍ  جوړه شوه .
  دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ ، په دې غونډه کې لومړى  دهوايي ترانسپورت  دشرکتونو ستونزې  وڅيړل شوې . دترانسپورت او دملکي هوايي چلند وزارت  معين  دهوايي شرکتونو دحالت ، بهر ته  دکورنيو هوايي شرکتونو  او کابل ته  دبهرنيو هوايي شرکتونو  دالوتنو په باب ديو رپوټ  دوړاندې کولو په ترڅ کې  څرګنده کړه چې دولت داريانا ، صافي او دکام اير دهوايي شرکتونو سره  دمرستې په مقصد په ټوليزه توګه  دهغوى څه دپاسه پنځلس مليونه ډالره  او څه ناڅه  دوه سوه مليونه افغانۍ  پورونه بخښلي دي .
دهوايي شرکتونو داتحاديې  مرستيال او دغونډې ځينو غړو دخصوصي هوايي شرکتونو دحالت  او له هغوى سره دمرستې دلارو چارو په باب  خبرې وکړې  او په دې اړوند يې يو لړ وړانديزونه طرحه کړل . 
په دې غونډه کې دجمهور رييس  دستر اقتصادي سلاکار په مشرۍ او دماليې ، اقتصاد ، ترانسپورت او ملکي هوايي چلند او دبهرنيو چارو دوزارتونو ،  دسوداګرۍ دخونو او دخصوصي شرکتونو داتحاديې  داستازو په ګډون يو کميسيون  جوړ شو .
دغه کميسيون بايد له هوايي شرکتونوسره دمرستې دڅرنګوالي په باب  خپله  هراړخيزه طرحه دکميټې  په يوه غونډه کې وړاندې کړي .
   دغونډې دکار په دوام داقتصاد وزير  د ١٣٩٢ مالي کال په لومړيو دريو مياشتو کې دوزارتونو او ادارو دپرمختيايي پروژو دتطبيق دڅرنګوالي په باب  يو رپوټ  وړاندې کړل .  ددغه رپوټ له مخې ، په دغه مالي کال کې په څه دپاسه  شپږ سوه شپږو پروژو کې پانګونه شوې ده  چې د اوولسو پروژو کار بشپړ شوى او د څه دپاسه  يو سلو نوي  پروژو ساختماني کار دوام لري .
دپروژو په کاري ساحو کې دامنيت نشتوالي ، تدارکاتي ستونزې او دځينو دونرونو دژمنې نه عملي کيدل دپرمختيايي پروژو په تطبيق کې له ډيرو مهمو ستونزو څخه بلل کيږي .
  په دې غونډه کې دغه راز دانرژي او اوبو وزارت معين  دبادي بريښنا دتوليد دبرخې دخصوصي شرکتونو دفعاليتونو دپراختيا دڅرنګوالي په باب خپله طرحه  غونډې ته وړاندې کړه .
دانرژي او اوبو وزارت دمعين  دڅرګندونو له مخې ، په صنعت کې دانرژي په تيره بيا دبريښنا انرژي  ارزښت ته  په پاملرنې  اودغه راز دکار دپيداکولو په مقصد ددغه وزارت  په چوکاټ کې  دبريښنا دخدمتونو دتنظيم اداره جوړه شي او دغه راز دغه وزارت ته دې په خصوصي شرکتونو دجواز دويشلو اجازه  ورکړى شي .
کميټې دانرژي او اوبو وزارت دوړانديزونو په باب  له څيړنې او خبرو وروسته  ، هغه  په دې شرط چې  دغه وزارت له دې څخه جوخت  په دې اړوند يوه قانوني  مسوده  برابره او وړاندې کړي ، تاييد کړه .
وروسته دجيوديزي او کارتوګرافي دادارې  دلوازمودتامينولو دقرارداد دبشپړولو دنه ځواکمنۍ په باب  دافغان سرويس  پرودکتس  شرکت دموضوع په باب  غور اوڅيړنه وشوه . ددغه شرکت درپوټ له مخې،  دغه شرکت  ددغې ادارې  دوسايلو  دتامينولو په برخه کې خپلې ژمنې په سلوکې څه دپاسه اويا عملي کړى دى خو دپاکستان په کراچۍ بندر کې  درامنځته شويو ستونزو په نسبت  په دې نه دي بريالي شوي چې خپلې پاتې ژمنې عملي کړي . 
کميټې له څيړنې اوخبرو وروسته  ، پريکړه وکړه په هغه صورت کې چې  دغه شرکت دباوري سندونو له مخې ثابته کړي چې دجيوديزي او کارتوګرافي  دادارې په وړاندې  دهغه  دژمنو نه ترسره کول دپاکستان په کراچۍ بندر کې دستونزو له رامنځته کيدو وروسته دې  ، جريمه دې وبخښل شي .
دغونډې په پاى کې  کميټې دښاروالۍ  دمحصول داخستلودنوى نظر دلايحې په باب  خبرې اوڅيړنې وکړې  .
  کميټې  له څيړنې وروسته دغه لايحه  په غير قانوني ډول دپيسو داخستلو دکمښت ،  سوداګرو او متشبثينو ته  داسانتياو دبرابرولو او دکسب او کار دحالت  دښه والي له پلوه  هغه تاييد کړه .
  کميټې دغه راز  دهيواد دجنوب لويديځې حوزې دنفتي توکو دواردونکو سوداګرو دستونزو له څيړنې وروسته  هغه  دوزيرانو شورا ته  وړاندې کړې .

کابل باختر د چنګاش پنځلسمه :
داطلاعاتو اوفرهنګ وزير ډاکتر سيدمخدوم رهين نن  په ملي موزيم کې دباختر دهزارشهر نندارتون پرانست .
  دباختراژانس دخبريال دخبر له مخې ،  ددغه نندارتون  دپرانستلو په مراسموکې دملت  دارواښاد بابا دکورني غړو شاهزادګې بلقيس او شهزاده ميرويس او دپارلمان ځينو غړو ، داطلاعاتو او فرهنګ وزارت معينانو او سلاکار او يوشمير بهرنيو ميلمنوګډون کړي و .
په دغو مراسموکې داطلاعاتو اوفرهنګ وزير ډاکتر سيدمخدوم رهين دهزارشهر په اړوند معلومات وړاندې کړل او وي ويل : نن ورځ  دبلخ لرغونې تاريخ  دهزارشهر ټاټوبي چې لرغونې سابقه لري او دروايتونو له مخې ، دځمکې پرمخ لومړنئ ښار و ، بلخ  دنړۍ په دريو سترواديانو کې دمقدس ښار او دهريودين دمهم ديني مرکز په توګه و ،  په زردشت دين کې چې دهيواد بومي دين و ،  او وروسته  په بوډا دين کې او دغه راز داسلام په مقدس دين کې بلخ ستر مقام درلود .  په اسلامي دوره کې بلخ په قبته الاسلام ، بلخ بامي ، بلخ درخشان اود بلخ ګزين  په القابو يادشوي دي .
  ډاکتر رهين زياته کړه چې دغه ښار دومره ستر او له نعمتونو څخه ښار و  چې په درې واړو دورو کې دعلومو او فنونو په ټولو څانګو کې د ډيرو لوړو بچيانو خاوند او په همدې حال کې دختيځ تجارتي مرکزونه و .
  ډاکتر رهين  دنيوزيلالند هيواد له هغو اغيزمنو مرستو څخه  مننه وکړه  چې  دکلونوکلونو په اوږدو کې دافغانستان له ملي موزيم سره  شوى دى .
دغه راز په کابل کې دهالند دسفارت مرستيال  هم دافغانستان  دلرغونې تاريخ او فرهنګ په اړوند خبرې وکړې  او دغه هيواد يې دتاريخي ځايونو او اثارو يو ډير بډاى هيواد وباله .
دملي موزيم رييس  عمرا خان مسعودي  دباختراژانس خبريال ته وويل،  دغه نندارتون په ملي موزيم کې دهزارشهر په نامه په دايمي ډول پرانستل شو اوپه هغه کې دلرغونو ډبرو ، نويو ډبرو ، ژيړو ، باختري يونان ، کوشاني او ديفتيليانو ددورو او دنورو دورو په ګډون دهيواد په بيلابيلو تاريخي دورو پورې اړوند سل قلمه آثار پکې شته  چې  زياتره يې  دهيواد  دشمال له ولايتونو څخه  ترلاسه شوي دي .
ډاکتر رهين ددغه نندارتون له پرانستلو وروسته  دبيلابيلو ادارو درييسانو اوميلمنو په ملګرتيا دنندارتون بيلابيلې برخې وکتلې .

کابل باختر د چنګاش پنځلسمه :
دسنا مجلس لومړى نايب  محمد علم ايزديار نن دفراه  له نوى والي  محمد عمر شيرزاد سره دخپل کار په دفتر کې وکتل .
دمشرانوجرګې مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ ، ايزديار دفراه دوالي  په توګه  دمحمد عمر شيرزاد ټاکنه  دسيمه ئيزو ارګانونو دخپلواکې ادارې له خوا يو پرځاى انتخاب وباله او په کاري چارو کې يې دده  دلازياتو برياليتوبونو هيله وکړه .   ورپسې  محمدعمر شيرزاد دسنا مجلس  له لومړى نايب څخه دمننې اوقدرداني دڅرګندولو په ترڅ کې ، ډاډورکړ چې  خلکو او هيواد ته دخدمت په لاره کې به له هيڅ راز هلوځلو څخه ډډه ونه کړي .
دغه راز  دپارلماني مسئلو ورکشاپ  نن  دفرانسې دپارلماني چارو ددوو تنو ماهرانو له خوا  دملي شورا  دکنفرانسونو په تالار کې جوړ شو .
  په دې ورکشاپ کې دملي شورا ددواړو مجلسونو ځينو غړواو ددواړو مجلسونو ددارالانشا ګانو دتقنيني برخې  کارکوونکو ګډون کړي و .
  په دې درې ورځني ورکشاپ کې  ددغو استادانو له خوا په اجرائيه قوې دپارلماني  څارنې او کنترول دعملي کولو دلارو چارو ، دفاعي او دکورني امنيت  دچارو دکميسيونونو دکړو وړو دڅرنګوالي او دملي بودجې په تطبيق باندې دپارلمان دڅارنې اوکنترول دعملي کولو دښو لارو چارو په باب توضيحات  ورکول کيږي .
ددغه ورکشاپ  دپرانستلو په وخت کې  دمشرانو جرګې  ددارالانشا لوى رييس سيد حفيظ الله هاشمي، دملي شورا ددواړو مجلسونو ددارالانشا ګانو دپارلماني چارو مرستيالانو رحيم الله غالب او شاه سلطان عاطفي خبرې وکړې  او دافغانستان له پارلمان سره دفرانسې ددولت دمرستو له امله  دمننې  دڅرګندولوپه ترڅ کې  ددغه شان ورکشاپونو جوړول  دکاري ظرفيت په لوړولو او ددواړو لورو  دپارلماني افکارو دتبادلې دزمينو دبرابرولو په کار کې  مثبت  وبلل .
  دافغانستان او فرانسې پارلمانونه  چې له ساختاري پلوه له يوبل سره  يوخيل والي لري ،  دفرانسې پارلماني  ماهرانو په تيرو وختونوکې هم ورته  ورکشاپونه  جوړ کړي دي  چې داداري کارکوونکو دظرفيت  په لوړولو کې يې  خپل اغيزمنتوب  لرلې دي .

کابل\باختر\دسرطان ١٥
د سر حدونو او قبایلود چارو وزارت د خواخوږۍ او ډاډګیرنې پیغام
په ژورې خواشينۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې د افغانستان د مدني ټولنې فعال ډاکټر سعید نیازی  د یوی ترافیکي پیښې له امله وفات شوى دى.
انالله و انا الیه راجعون
ارواښاد نیازی یو تکړه او هڅاند شخص وو چې د خپلو مسلکی کارونو ترڅنګ یی د هیواد په مدنی ټولنه کې هم فعال شتون درلود.
  د سرحدونو او قبایلو دچارو وزارت مشرتابه هيئت او کارکوونکی د ده هاند او هڅې د ملي یووالي،سولې او دامن په ټینګښت او هېواد ته د غوره خدمت په لار کې دده هڅه اوهاند ستایي. د لوی او بخښونکي خدای(ج)له دربار څخه ارواښاد ته د فردوس جنت ،کورنۍ،خپلوانو او دوستانو ته یې د جمیل صبر غوښتونکې دی.

کابل\باختر\دسرطان ١٥
دسرحدونواوقبايلو دچارو وزارت سرپرست ډاکتر محمداکرم خپلواک نن دشينوارو ،خروټواواحمدزو دقومونو له مشرانو اوسپين ږيرو سره په جلا جلا توګه وکتل .
دسرحدونو اوقبايلو د چارو وزارت دخپرونورياست باختر اژانس ته خبر ورکړ، په دغو کتنو کې دشينوارو د شورا رئيس پاينده ګل، دشينوارو دقوم په استا زيتو ب ،تورن نيک محمد ، حاجي نذيراو حاجي نياز محمد اميري د خروټو دقوم په استازيتوب او مولوي خالقداد ،ګل ادم خان ، محمدحنيف حقبين اوحاجي نورالدين دپکتيا دقومونو د مشرانو په استازيتو ب داړوندو قومو نو دسيمه ييزو ستونزو د حل کولو په باب څرګندونې وکړې.
وروسته خپلواک دخبرو په ترڅ کې دټولو قومونو ديو والي اوپيوستون په لوردقومونو د سراسري غورځنګ او خوځښت غوښتنه وکړه او وي ويل چې په هيواد کې ټول ميشت قومونه دې ديو بدن په شان له توپيراوتبعيض پرته ديو بل ترڅنګ ودريږي اوديوبل منل او له يو بل سره تفاهم دې دخپل عمل ملاک اولارښود وګرځوي چې زموږ دټولو قومونو اوخلکو ستونزې په ډله ييزه تو ګه حل شي.
ديو بل خبر له مخې، دسرحدونو اوقبايلو د چارو وزارت سرپرست ډاکترمحمداکرم خپلواک نن له غرمې مخکې دسرحدونو اوقبايلو د چارو وزارت  دمشرتابه هيئت له غړو او له ټولو کارکوونکو سره وکتل اود خپلو کاري پروګرامونو د بيانولوپه ترڅ کې يې ددغه وزارت د کارکوونکو ستو نزې وا وريدې.

کابل\باختر\دسرطان ١٥
دغور ولايت مشرانواودخلکو استازو ديوې غونډې په ترڅ کې د افغانستان داسلامي جمهوريت له دولت سره خپل ملاتړ اعلام کړ او ټينګار يې وکړ چې په هيوادکې د امنيتي پروګرامونو دعملي کولو په لاره کې د امنيتي ځواکونو ترڅنګ ولاړ دي.
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ، ددغه وزارت ستر امنيتي معين ستر پاسوال عبدالرحمن رحمن اود عامه نظم لوى قوماندان جنرال زمري پيکان دهيواد ولايتونو ته دسفر په دوام دغور ولايت مرکز چغچران ښارته ورسيد او ددغه ولايت د  خلکو داستازواومشرانو په غونډه کې يې ګډون وکړ.
په دې غونډه کې په دې ترڅ کې چې دغور دخلکو استازو او مشرانو په هيواد کې دسولې اوثبات د اعاده کولوپه مقصددافغانستان د اسلا مي جمهوريت ددولت له پروګرامونو سره خپل ملاتړ څرګندکړ، دکورنيو چارو وزارت له مقاماتو څخه يې وغوښتل چې په دغه ولايت کې دسيمه ييزو پوليسو شمير زيات کړي .
دغه راز په دې غونډه کې د غوروالي سيدانور رحمتي ددغه ولايت د امنيتي منسوبينو کړه وړه اوفعاليتونه وستايل اووي ويل چې په دغه ولايت کې ميشتو امنيتي منسوبينو په وروستيو ورځو کې ددغه ولايت په مربوطاتو کې په مستقل ډول چاڼيز عمليات ترسره کړل چې له امله يې  په وسله والو مخالفينو ځپنده ګوزارونه شوي دي .
دکورنيو چارو وزارت ستر امنيتي معين سترپاسوال عبدالرحمن رحمن دغور ولايت د خلکو د تودو ولولو له امله قدرداني وکړه اوژمنه يې وکړه چې په دغه ولايت کې پوليس به له پخوا زيات سمبال شي او زده کړې به وکړي .
دغه راز د کورنيو چارو وزارت ستر امنيتي معين د باميانو ولايت وکوت او هغه امنيتي منسو بين يې وستايل چې ددندو په ترسره کولو اودباميانو_غوربند د لارې په تصفيه کولوکې شهيدان شوي وو .

کابل\باختر\دسرطان ١٥
دکانونو وزارت مقامات په پام کې لري چې په راتلوونکو دوو مياشتوکې له يوشميرهيوادونو سره د کانونو دراايستلو څوقراردادونه لاسليک کړي .
دهيواد د کانونو وزارت سلاکار اصف فروزان باختراژانس ته خبر ورکړچې د متحده عربي اماراتو ، دامريکا د متحده ايالاتو ، کاناډا، پولند ،بريتانيې ،هند اود ترکيې د هيوادونو يوشميرپانګه وال ديته چمتو شوي دي چې دکانونو دراايستلو په برخه کې په افغانستان کې پانګه وا چوي او په راتلوونکو دوو مياشتو کې دحاجيګک داوسپنې ،دغزني دزرکشان دسرو زرو، دبدخشان دسرو زرو اود خم ياب دمسو د کانونو دراايستلو اودکانونو دراايستلو په څو نورو پرو ژو کې قراردادونه لاسليک کړي چې ټول لګښت يې نږدې درې زره مليارده امريکا يي ډالره اټکل شوى دى.
دهيواد دکانونو وزارت سلاکاروايي د هيواد دکانونو قانون تصويب شو اودهيواد د جمهور رئيس له خوا د هغه په توشيح سره به په کانونو کې دپانګې اچونې په برخه کې زيا تې اسانتيا وې برا برې شي .