05 July 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

دکرونا ويروس  ٢٧٩نوى پېښې ثبتې شوې دي .

دکرونا ويروس ٢٧٩نوى پېښې ثبتې شوې دي .

-کابل / دچنګاښ ١٥مه / باختر : دعامې روغتيا وزارت نن...

يو امريکايي عسکر په فراه کې ووژل شو .

يو امريکايي عسکر په فراه کې ووژل شو .

-کابل / دچنګاښ ١٥مه / باختر : د امريکا د...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کابل باختر د چنګاش پنځلسمه :
په سرپل ولايت کې پرون دماين دچاودنې له امله دپنځو تنو ملکي وګړو په ګډون نهه تنه شيدان شول .
دغه پيښه هغه  وخت رامنځته شوه چې دپوليسو دسرتيرو دسپرلۍ کاروان ددغه ولايت دسوزمه قلعه ولسوالۍ دکټه قلعه دکلي په لاره کې روان و .
دسرپل ولايت امنيه قوماندان عبدالروف تاج باختراژانس ته وويل چې په دې چاودنه کې پنځه تنه ملکي وګړي او څلورتنه پوليسان شهيدان او دوه تنه نور پوليسان ټپيان شول .
عبدالروف  تاج وسله وال طالبان ددغې پيښې  مسوول وبلل او ويې ويل چې ددغې پيښې  دعاملينو دپيژندنې او نيولولپاره يې پلټنې  پيل کړي دي .

جاکارتا باختر د چنګاش پنځلسمه :
  داستراليا نوى صدراعظم اندونيزا ته دسفر په ترڅ کې ددغه هيوادله جمهور رييس سره  دپناه غوښتوونکو دمسئلې او دواړو هيوادونو ترمنځ دسوداګرۍ په باره کې  خبرې وکړې .
  دباختراژانس دخبر له مخې، داستراليا صدراعظم کوين راد داندونيزيا له جمهور رييس سوسيلو بامبانګ يوديونو څرګنده کړه، دپناه غوښتوونکو مسئله هغه موضوع ده چې په استراليا او اندونيزيا  سربيره دسيمې زياتره هيوادونه هم دهغې په وړاندې مسوول دي .
په دې کتنه کې وپتيل شوه چې دعراق، افغانستان  ، سريلانکا اوبرما په ګډون دبيلابيلو هيوادونو دپناه غوښتوونکو داستازوپه ګډون دمسئلې دڅيړنې لپاره منظمې غونډې جوړې شي .
  په وروستيوکلونوکې ددغو هيوادونوزياتره پناه غوښتوونکي اوهم دمنځني ختيځ نور هيوادونه اندونيزيا ، تايلند او ماليزيا ته په سفر سره هلې ځلې کوي چې ځان داستراليا دکرسمس  ټاپو ته ورسوي .
دپناه غوښتوونکومسئله داندونيزيا او استراليا ترمنځ په يوې اصلي موضوع بدله شوې ده چې دواړه هيوادونه دلومبوک تړون په لاسليک کولو سره دهلوځلو له لارې غواړي چې هغه وڅيړي .
دملګروملتو دسازمان دپناه غوښتوونکو ادارې درپوټ له مخې، کال په کال له افغانستان ، سوماليا ، سريلانکا او دمنځني ختيځ له ځينو هيوادو څخه زيات شمير پناه غوښتوونکي استراليا ته ديون په مقصد اندونيزا ته سفر کوي .
داندونيزيا په اوبو کې د بيلابيلو هيوادونو دپناه غوښتوونکو دسپرلۍ بيړۍ دډوبيدو په وروستۍ پيښو کې پنځه پنځوس  تنه ووژل شول .
  دتجارتي مسئلو په باب خبرې ددغو دوو مقاماتو ترمنځ دکتنې بله برخه وه چې ددواړو هيوادونو ترمنځ دسوداګرۍ دپراختيا غوښتنه يې وکړه .

کابل باختر د چنګاش پنځلسمه :
په هرات کې دغوره ليک دفوټبال سياليو پرون مازيګر په يوې لوبې سره دوام وکړ .
دهرات ولايت دورزشي  امريت مرستيال ضيا الحق ضيا باختراژانس ته وويل، په دغو سياليو کې داماني  او آمو ټيمونو  لوبه وکړه چې لوبه ديوې په مقابل کې په يوې  سره برابره پاى ته ورسوله .
دغه سيالۍ  دغوره ليک دلسو ټيمونو ترمنځ په دغه ولايت کې  پيل شوي دي .

کابل باختر د چنګاش پنځلسمه :
دهيواد دسوک وهلو دملي ټيم ورزشکارانو ونه کړاي شول  داسيا داتلوالى دسياليو وروستي نيمايي پړاو ته لاړه ومومي .
دسوک وهلو دفدراسيون ترينر نثار احمد قاري زاده باختراژانس ته وويل، په هغو سياليو کې  چې پرون ترسره شوې دهيواددملي ټيم ورزشکار محمدعارف دعراقي ورزشکار، الله داد رحيمي دمنګوليايي ورزشکار،علي رضاحسيني دتاليندي ورزشکار په وړاندې ماتې ومنله .
دهيواد دغه ورزشکاران په دې بريالي شوي  وو چې په خپلو کوريايي ، اردوني  اوقرغزستاني سيالانو بريالي شي .

دمشق باختر د چنګاش پنځلسمه :
  دمصر دګوښه کړى شوى جمهور رييس محمد مرسي د ملاتړو او مخالفينو ترمنځ په سختو جګړوکې څه ناڅه دولس تنه په سکندريه ښارکې او درې تنه نور په قاهره کې وژل شوي دي .
دقاهرې ښار د بيړنيو خدمتونو يوه مامور عمر سلامه وويل: دغه دولس تنه پرون په سکندريه ښارکې دمحمد مرسي دهغو زرګونو تنو ملاتړو د لاريون په بهيرکې  وژل شول چې د ده د ملاتړو او مخالفينو ترمنځ د جګړې او ډزو سبب شو .
  د ده دڅرګندونو له مخې: له نښتې وروسته پوليسو د محمد مرسي دمخالفينو ملاتړ وکړ .
دمصر په بيلابيلو ښارونوکې په پرونيو جګړو کې ټول ديرش تنه وژل شوي دي .
  دامريکا متحده ايالاتو په مصرکې دبيلابيلو ډلو او ګوندونوله مشرانو څخه غوښتي دي چې د تاوتريخوالي دغندلو په ترڅ کې دې د دوى ترمنځ د نويوجګړو د رامنځته کيدومخه ونيسي .
له قدرت څخه د محمد مرسي له ګوښه کيدو وروسته، د امريکا جمهور رييس بارک اوباما په بيړه  ملکي کسانو ته قدرت  د سپارلو غوښتنه کړې  ده .
د اخوان المسلمين ملاتړو د جمعې د لمانځه له اداکولو وروسته په قاره کې د جمهوري رياست دګارد مقر ته لاريون وکړ او د اخوان المسلمين لسګونو زرو تنوملاتړو هم  په قاهره ښار کې د رابعه العدويه جومات په شاوخوا کې غونډه کړې وه .
دمصر په ټولوښارونوکې هم ورته غونډې جوړې شوې دي .
د اخوان المسلمين مشر محمد بديع په قاهره کې  د غونډې ګډون والو ته په خطاب کې د وينا په ترڅ کې وويل: په ډګرونوکې غونډو ته دوام ورکړو چې مرسي بيا قدرت ستون شي .
  بديع دسوله ئيزو مظاهرو غوښتنه وکړه .
نښتې دومره سختې وې چې دمصر اردو دڅو ټانکونو په ليږلوسره هلې ځلې وکړې چې په جګړه کې  ښکيل لوري جلا کړي .
دمصر اردو دچارشنبې په شپه د قانوني جمهور رييس محمد مرسي له قدرته  ګوښه کړ، اساسي قانون يې وځنډاوه او ددغه غورځنګ جګپوړي غړي  يې ونيول .

بغداد باختر د چنګاش پنځلسمه :
  دعراق دپايتخت بغداد په شمال کې د ځانمرګى بريد له امله څه ناڅه پنځلس تنه ووژل شول او دوه ديرش تنه نور ټپيان شول .
باختر آژانس د خبري منابعو له خولې خبر راکړ چې دغه بريد تيرماښام دشيعه ګانو په يوجومات کې د لمانځه  د ادا کولو په وخت کې ترسره شو .
پرون سهار هم دعراق په مرکز کې په يوموټر کې د ايښودل شوى بم د چاودنې له امله څه ناڅه څلور تنه ووژل  شول .
دغه بريد د سمارا ښار په الحق ډګر کې داعتراض کوونکو په يوکمپ  کې وشو.
  دغه ښار مياشتې مياشتې کيږي  چې د دولتي ضداعتراضونو ډګر دى.
دملګروملتو دسازمان مقامات وايي چې په عراق کې د تيرې يوې مياشتې اړو دوړ په بهيرکې اووه سوه يو شپيته تنه وژل  شوي  اوڅه ناڅه يو زرو اووه سوه تنه نور ټپيان شوي دي .

کابل باختر د چنګاش پنځلسمه :
دملي اردو د کوماندو افرادو پرون په پکتيا ولايت کې دوسله والو طالبانو يو قوماندان ونيوه او دوه تنه ساتوونکي يې ووژل .
دملي دفاع وزارت دويندوى مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ، دوسله والوطالبانو د ډلې يو قوماندان حميد الله چې دپکتيا ولايت دزرملې  ولسوالۍ په مربوطاتو کې دوسلو اومهماتو د ليږدولو ، اکمالولو او ويشلو او دتروريستي بريدونو په طرحه کولو کې فعال رول درلود دملي دفاع  وزارت دخاصې قطعې  د منسوبينو دعملياتو په بهير کې له يوې اندازې سپکو او درندو جنګي وسايلو اويوې  جوړې  پوځي جامو سره  ونيول شو او دوه تنه ساتوونکي يې ووژل شول .
ديوبل خبر له مخې،  دعبدالله په نامه دوسله والو طالبانو  د ډلې  ديو مشهور قوماندان په ګډون څلور تنه وسله وال مخالفين له يوې اندازې پوځي تجهيزاتو سره په قندهار ولايت کې ونيول  شول .

کابل باختر د چنګاش پنځلسمه :
څلور  تنه وسله وال  مخالفين پرون په ننګرهار ولايت کې دهغو ځانګړو عملياتو په بهير کې  ووژل شول چې دملي دفاع وزارت دخاصې قطعې دمنسوبينو له خوا ترسره شول .
  دملي دفاع وزارت دويندوى مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ، په دغو عملياتو چې دننګرهار ولايت دخوږيانيو په ولسوالۍ  کې ترسره شول څلور تنه وسله وال طالبان ووژل شول درې تنه وسله وال طالبان ونيول شول او اته کلاشينکوفونه ، څو جوړې پوځي جامې او نور پوځي تجهيزات په عملياتو کې دشاملو ځواکونو لاس ته ورغلي دي .
  ديوبل خبر له مخې، شپږ تنه وسله وال طالبان چې دلوګر ولايت دبابوسو او پول خيلو  په ساحو کې ددولت پرضد په ورانکارو فعاليتونوبوخت وو دملي دفاع وزارت دخاصې قطعې د منسوبينو دچاڼيزو عملياتو په بهير کې له دوو پيکاو ، پنځو  کلاشينکوفونو ، دايکم يو مخابرې  اوله يو دوربين سره ونيول شول .
دغه راز دملي دفاع وزارت دکوماندو افرادو يو وسله وال طالب هغه وخت ونيوه چې دخوست ولايت دنادرشاه کوټ ولسوالۍ داستوګنې په سيمو کې د دوه اتيا ملي متري توپ يوه ګولۍ توغولو ته چمتو کوله .

کابل باختر د چنګاش پنځلسمه :
دملي اردو ځواکونو نن  په لوګر ولايت کې دامنيتي ګزمې په بهيرکې يو تن وسله وال مخالف ونيوه .
  دملي دفاع وزارت دويندوى  مطبوعاتي دفتر باختراژانس  ته خبر ورکړ، يو وسله وال مخالف نوى دپولې له اخوا څخه دتروريستي او ورانکارو فعاليتونو دترسره کولو په مقصد دلوګر ولايت ته راغلى وچې  دملي اردو دمنسوبينو له خوا  دلوګر ولايت په پل  علم ساحه کې  دموزائيلو له څلورو ماينونو او يوموټرسايکل سره ونيول شو .
له  نيول شوى سړى څخه تحقيقات دوام لري

کابل -باختر  د چنکاښ د مياشتې ١٥:
د هوا پوهنې ادارې په راتلوونکوڅلور ويشتو ساعتوکې د هيواد د ځينوسيمو د هوا حالات د سانتي ګراد په حساب په دې ډول اټکل کړى دى:
کابل- آسمان ځاى ځاى وريځ ، د تودوخې لوړه درجه ٣٦، ټيټه ١٥
هرات- آسمان ، شين ، د تودوخې لوړه درجه ٣٧،  ټيټه ٢٠
جلال آباد- آسمان ځاى ځاى وريځ ، د تودوخې لوړه درجه ٤٣، ټيټه ٣١
قندهار- آسمان ، شين، د تودوخې لوړه ٤٢ ، ټيټه ٢٥
مزارشريف- آسمان شين ، د تودوخې لوړه  ٣٨، ټيټه ٢٧
کندز- آسمان  شين، د تودوخې  لوړه درجه ٣٩، ټيټه ٢٤
غزني- آسمان  شين، د تودوخې لوړه درجه ٣٢ ، ټيټه ١٥
باميان- آسمان ځاى ځاى وريځ ، د تودوخې لوړه درجه ٢٩ ، ټيټه ١٣
فيض آباد- آسمان ځاى ځاى وريځ ، د تودوخې لوړه درجه ٣٦، ټيټه  ١٥
شمالي سالنګ- آسمان ځاى ځاى وريځ،  دتودوخې لوړه درجه ١٦ ، ټيټه  ٦
جنوبي سالنګ- آسمان شين ، د تودوخې لوړه درجه ٢٩، ټيټه ١٣
  شبرغان - آسمان شين ، د تودوخې لوړه درجه ٣٧، ټيټه ٢٤
فراه- آسمان ، شين، د تودوخې لوړه درجه ٤٠ ټيټه ٢٢
خوست- آسمان ځاى ځاى وريځ، ، د تودوخې لوړه درجه ٣٧، ټيټه ٢٥
ميمنه- آسمان شين ، د تودوخې لوړه درجه  ٣٩ ، ټيټه ١٨
لښکرګاه- آسمان شين ، د تودوخې لوړه درجه ٤٠، ټيټه ٢٥
جبل سراج-اسمان شين ،ددوخې لوړه درجه ٣٠-ټيټه ٢١
په کابل کې به سبا لمرپه ٤ بجو او ٣١ دقيقو وخيژي او د مازيګر په ٧بجو او ٩ دقيقو ولويږي .