12 August 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په هرات کې ۲۵۰ کورنیوته د څښاک اوبه برابرې شوې

-هرات د زمري ۲۱ باختر د هرات د کرخ ولسوالۍ په...

جمهورريیس غني د افغانستان دولت مذاکره کوونکي پلاوي سره وکتل

جمهورريیس غني د افغانستان دولت مذاکره کوونکي پلاوي سره وکتل

-کابل / د زمري ٢١مه/ باختر د افغانستان د اسلامي جمهوریت...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کابل\باختر\داسد١٥
دننګرهار ولايت سلګونو تنو اوسيدونکو نن په جلال آباد ښار کې لاريون وکړ او دکورنيو چارو د وزير په تو ګه يي د جنرال مجتبي پتنګ دپايښت غوښتنه وکړه
مظاهره کوونکو مجتبي پتنګ دکورنيو چارو وزارت پست ته مناسب شخص و باله او له دولت او په تيره بيا له پارلمان څخه يي وغوښتل چى دى بيا په دغې دندې وګوماري  ،
جنرال مجتبي پتنګ په دې وروستيو وختو کې د پارلمان په ځينو غړو دتورونو  په دليل اودولسي جرګې په يوه غونډه کى د نه ګډون په دليل بي صلا حيته شو.
جمهور رييس کرزي د جنرال پتنګ دصلاحيت له  رد وروسته دپارلمان دغه پريکړه دقانون له پلوه دتوجه وړ ونه باله او دى يې د کورنيو چارو د وزارت د سرپرست په توګه وټاکه .
مظاهره کوونکو چى نن يې د يوساعت لپاره په  جلال آباد ښارکي لاريون  وکړ د جنرال پتنګ د ملاتړ په لاره کې د جمهور رييس داقدام هرکلي وکړ او په دغه مقام يې د ده   دپايښت غوښتنه و کړه

Tuesday, 06 August 2013 12:35

دمبارکى پيغامونه

دمشرانو جرګي د رييس فضل هادي مسلميار له خوا دنيکمرغه کوچني اختر دمبارکو  ورځو په مناسبت د ازبکستان اوپا کستان د هيوادونو د سنا درييسانو ، دتاجکستان اواندو نيزيا داستازو د مجلسونو د رييسانو، دسعودي عربستان دالشورا مجلس درييس ، دکويټ د ملي شورا درييس ، د مصر دخلکو شورا دمجلس درييس ،د ترکيې د مجلس درييس اود ايران د اسلامي شورا دمجلس درييس په نا مه دمبارکۍجلا جلا پيغا مو نه ليږل شوي دي .
په پيغامو نو کې مسلمه امت ته دسولې او صفا او د وحدت او ورورولي هيله شوې ده

کابل باختردزمري دمياشتې١٥ :
دکلام الله مجيد دنازليدو دلسيزې په درناوي تير ماښام دکورنيو چاور په وزارت کې دقرآن عظيم الشان ختم وشو.
دکورنيو چاروزرات مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبرو کړ :
په هغې غونډه کې چې له همدې امله ديو شمير عالمانو ،روحانيونو،په ملي شورا کې دخلکو ديو شمير استازو ، د وزارتونو د يوشمير معينانو په ګډون جوړه شوې  وه دکورنيو چارو وزارت سرپرست ستر پاسوال غلام مجتبي پتنګ خبرې وکړې او ويې ويل ، د روژې دمبارکې مياشتې په بهير کې پوليسو دخلکو دامنيت په تامنيولو کې هلې ځلې کړې دي او دنيکمرغه کوچني اختر په ورځو کې هم د امنيت دتامنيولو لويه مقصد ځانګړې تدبيرونه ترلاس لاندې نيول شوي دي.
ديوبل خبرله مخې مل پاسوال عليزي چې نوى دکورنيو چارو وزارت د استخباراتو
درييس په توګه ټاکل شوى دى دامنيتي چارو د ستر معين ستر پاسوال عبدالرحمن
رحمان له خوا ددغه رياست منسوبين ته معرفي شو.

کابل باختر دزمري دمياشتې ١٥:
د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رئيس حامدکرزي، د جلال آباد په  ښارکې د هند د قونسلګرۍ په وړاندې د روانې میاشتې د ۱۲ نېټې د تروريستي بريد د شهیدانو د کورنیو په استازیتوب له ښاغلي فضل الرحیم سره چې د خپلې کورنۍ پینځه تنه غړي یې له لاسه ورکړي دي، ټلیفوني خبرې وکړې.
دجمهور رييس دويندوى دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ  :
حامدکرزي په دغو ټلیفوني خبروکې یو ځل بیا د دغه برید د شهیدانو کورنیو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب څرګند کړل او له هغوی سره یې د هر راز مرستې او همکارۍ ژمنه وکړه.
د هېواد جمهوررئیس په دغو ټلیفوني خبروکې د شهیدانو کورنیو ته ډاډ ورکړ چې د افغانستان حکومت  به له هغوی سره  لازمې مرستې وکړې.
همدا راز حامدکرزي د هغه جومات له ملا امام حاجي محمد سعید سره هم ټلیفوني خبرې وکړې چې په دغه تروریستي برید کې ورته زیان اوښتى دی او تنکي طالب العلمان یې شهیدان شوي دي.
د هېواد جمهوررئیس، حاجي محمد سعید ته وویل که څه هم د هند سفارت د دغه جومات د ترمیم ژمنه کړې ده خو پر دې سربیره به  د افغانستان حکومت د دغه جومات د بیا جوړولو او ترمیم لپاره په اقدام لاس پورې کړي.

کابل\باختر\داسد١٥
دننګر هار ولايت په شيرزاد ولسوالۍ کې له عملياتو او په دغوعملياتو کې دملي پوليسو د درويشتو تنو منسو بينو له شهادت وروسته ، دکورنيو چارو وزارت يو هيئت مو ظف کړى و چې ددغو عملياتو څرنګوالي په جدي ډول له نږدې په دقيقه او هراړخيزه توګه وڅيړې .
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ،  داستول شوي هيئت له څيړنې وروسته  ددغه هيئت د څيړنو نتيجې ښيې چې دغه عمليات دمسلکي تکتيکونو پرخلاف ، دپوليسو د اقدام دمشروعيت په پام کې نيولو پرته ، په سمه توګه د حالت د څيړنې دنه شتون ، دساحې په باب د اطلاعاتو په نشتوالي او دمحاربوي حالت په باب د قوي درک په نشتوالي سره ترسره شوى دى چې  په همدې مقصد د کورنيو چارو وزارت د ننګر هار ولايت دپوليسو درهبري تصميم دپو ښتنې وړ بللى دى اود زياتو تحقيقاتو لپاره يې عدلي اوقضا يي مرکزو نو ته معرفي کړي دي
دملي پوليسو دځواکونو دسر د زيان کمښت د کورنيو چارو وزارت يو کاري لومړيتوب دى چې له بده مرغه دننګرهار ولايت دپوليسو مسولينو دغه کاري لومړيتوب ته پاملرنه نه ده کړې .
دکورنيو چارو  وزارت د دغى پيښې په اړوند دخپل ژورخپګان مراتب څرګندوي او د ملي پوليسو د هغوځواکونو د ميړا نې اوزړورتيا  له ا مله چى په دغو عملياتوکې يې خپل خوږ  ژوند د هيواد په لاره کې قرباني کړى دى ، قدرداني کوي او په دې وسيله  د لوى خداي (ج) له دربار څخه د حق د لاري شهيدانوته د فردوس جنت هيله کوي او د هغوي خپلوانو اود افغا نستان خلکو ته د ډاډګيرنې او خواخوږي مراتب و ړاندي کوي اوځان د دغو شهيدانو دپاتي کسانو په ماتم کې شريک بولي .
دغه راز ددغې پيښې ټپيانو ته دلوي خداي (ج) له دربارڅخه دسملاسي روغتيا هيله کوي

Tuesday, 06 August 2013 12:12

دمبارکى پيغامونه

کابل\باختر\داسد١٥
د افغا نستان د اسلامي جمهوريت د بهرنيو چارو د وزير  ډاکتر زلمي سول له خوا
د ايران د اسلا مي جمهوريت د بهرنيو چارو د وزير  ډاکترعلي اکبر صالحي په نامه د نيکمرغه کوچني اختر له امله دمبارکۍ پيغام ليږل شوى دى .
دبهرنيو چارو وزات د ويندوي  دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ ، په پيغام کي ويل شوي دي خوښ يم چې د نيکمرغه کوچني اخترله ا مله د زړه له کومې مبارکۍ او ښې هيلې ستاسو جناب اودايران د اسلامي جمهوريت دوستو او وروڼو خلکو ته څرګندوم .
ديوبل خبر له مخې ،  دبهرنيو چارو د وزير ډاکتر زلمي رسول له خوا دنيکمرغه کوچني اختر له ا مله دتاجکستان جمهوريت د بهرنيو چارو د وزيرهمرا خان ظريفي ، دازبکستان جمهوريت د بهرنيو چارو د وزير عبدالعزيز کامل اوف، دترکمنستان جمهوريت دبهرنيو چارو د وزير رشيد مرادوف ، دقرغزستان جمهوريت دبهرنيو چارو د وزيرعبدالدايف ارلان بکيشويچ ،د آذربايجان جمهوريت د بهرنيو چارو د وزير المر محمدياراف اود قزاقستان د بهرنيو چارو د وزير ايرلان ادريسوف په نامه دمبارکۍ جلا جلا پيغا مو نه ليږل شوي دي

کابل باختردزمري دمياشتې١٥ :
دهلمند پوليسو داختر د ورځو لپاره سخت امنيتي تدبيرونه ترلاس لاندې نيولي دي
دهلمند والي محمدنعيم له خبريالانو سره په يوه خبري غونډه کې وويل ، دامنيت تامينول دامنيتي ځواکونو له دندو څخه دي خو د اختر په ورځوکې له پخوا  زيات دامنيت په تامينولو کې هلې ځلې کوي.
دهلمند والي وويل ، دملي امنيت د رياست دخبر له مخې ، ياغيان هلې ځلې کوي داختر په ورځو کې په هلمند کې ځانمرګي او دچاودنې بريدونه وکړي.
په همدې حال کې دهلمند والي محمد نعيم وويل ، د پوليسو ، ملي اردو او د ملي امنيت ځواکونه د اختر په ورځو کې  د لښکرګاه ښار په مربوطاتوکې   د نهراج په سيمه کې دياغيانو دځپلو په خاطر پراخ عمليات ترلاس لاندې لري.
په همدې حال کې دهلمند يو شمير اوسيدونکې وايي هغه عمليات چې دوه مياشتې مخکې ددغه ولايت دسنګين په ولسوالۍ کې دياغيانو پرخلاف پيل شوي وښې نتيجې يې درلودې د دوي دڅرګندونو له مخې ، ياغيانو ددغې ولسوالۍ په محدودو سيمو کې فعاليت لري او هرکله يې چې غوښتې وي دهلمند له امنيتي ځواکونو سره په وسله والې نښتې لاس پورې کوي.

کابل\باختر\داسد١٥
په افغا نستان کې د ناتو دځواکونو لوى قوماندان جنرال جوزف دانفورد نن له غرمې مخکې د جمهور رييس له مرستيال محمد کريم خليلي سره و کتل .
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ :
په دي کتنه کې دواړو لورو په افغا نستان او سيمې پورې د اړوندو بدلونونو او دعلاقې وړ نورو موضوعګانو په باب غور او خبرې وکړي
لو مړى ښاغلي دانفورد  د افغا ن امنيتې ځواکونو دپرمختګ او ځواکمني له ا مله خوښي څرګنده کړه او ويي ويل  ، چې له نيکه مرغه افغان امنيتې ځواکونودنظامي عملياتو دترسره کولو او رهبري توان پيدا کړى دى اونظامي عمليات په برياليتو ب سره ترسره کوي .
د ناتو د ځواکونو او دامريکايي سرتيرو قوماندان دغه راز وويل ،  دافغانستان نړيوال همکاران له دې امله چې افغان امنيتى ځواکونه د ځواکمني ښه پړاو ته رسيدلي دي ،  وياړي او باور لري چې دغه ځواکونه به  ځلانده را تلونکي ولري.
ښاغلي دانفورد ټينګاروکړ چې د افغا نستان نړيوال همکاران دافغان امنيتې ځواکونو د روزنې ، پياوړتيا او سمبالولو او دغه راز د نړيوالو ځواکونو اودافغان پوځيانو ترمنځ د لازمې همغږې پياوړتيا او پراختيا په نسبت ژمن دى .
د ده  د څرګندونو له مخې  ، ترهغه وخته پورې چې افغان امنيتي ځواکونه دظرفيت اوځواکمني پړاو ته نه  دي رسيدلي چې وکولاى شي د خپل هيواد امنيتي مسوليتونه په غاړه واخلي ، نړيواله ټولنه به هماغه شان د افغانستان د دولت او خلکو ترڅنګ وي  چى د تروريزم ملاتړي د دې تصور ونه کړي چې نړيواله ټولنه دافغانستان خلک يوازي پريږدي .
وروسته د جمهور رييس مرستيال محمدکريم خليلي په افغا نستان کې د بيا جوړولو اود امنيت د تا مينولو په کار کې دنړيوالې ټولنې او په سرکې يې دامريکا ددولت دملاتړ اوهمکاريو له ا مله مننه او قدرداني و کړه اوڅرګنده يې کړه چې د افغا نستان خلک دخپلو نړيوالو دوستانو دهمکاريو په قدر پوهيږي .
د جمهور رييس مرستيال په هېواد کې د تيري يوې لسيزې برياليتوبو نو ته په اشارې سره څرګنده کړه چې د افغا نستان دولت له خپلو نړيوالو همکارانو سره په ګډه هلې ځلې کوي چې په هغو ټولو ستونزو بريالي شي چې په يو ډول نه يو ډول د افغانستان د خلکو د انديښنې سبب کيږي .
د جمهور رييس د مرستيال دڅرګندونو له مخې ، د افغا نستان د دولت د امنيتې ځواکونو دپياوړتيا بهير قناعت بخښونکى دى اودغه ځواکو نه دځواکمني هغه پړاو ته رسيدلي دي چې وکو لاى شي دنظامي عملياتو رهبري په غاړه واخلي
ده بياهم دهيواد دامنيتي ځواکونو دپياوړ تيا ، روزنې اوسمبالولو په مقصد په دې برخه کي د افغانستان د نړيوالو همکارانوپه زياتې پاملرنې باندې ټينګاروکړ  .

کابل\باختر\داسد١٥
دسترې محکمې عالي شورا نن له غرمې مخکې د افغا نستان د اسلامي جمهوريت دقاضي القضات پوهاند عبدالسلام عظيمي په مشري غونډه و کړه او په  اجندا کې نيول شوې موضوعګانې يې  وڅيړلې .
دسترې محکمې دخپرونو رياست باختراژانس ته خبر ورکړ :
عالي شورا لو مړى دکندز ، غزني او ننګر هار په ولايتو نو کې  وروستي ځانمرګي او ترورستي پيښې چې له ا مله يې دکندز ولايت داستيناف محکمې دعا مه امنيت د ديوان رئيس قاضي عبدالواحد شهيد شو اود غزني ولايت د ښاري ابتدا ئيه محکمې رييس قاضي خليل الله او د ننګر هار ولايت د استيناف څارنوالۍ رييس څارنوال عبدالقيوم ټپيان او هم زموږ يوشمير هيواد وال شهيدان اوټپيان شوي دي ، په کلکه وغندلې اود رب العزت له دربار څخه يې شهيدانو ته د فردوس جنت ، ټپيانو ته دسملاسي روغتيا اود شهيدانو کورنيو ته دجميل صبر هيله وکړه  .
وروسته  د کابل د نوي ‌ښار دپرمختيا د خپلواک بورد په غوښتنه ، دکابل  ولايت
د استيناف محکمې ته لارښوونه  وکړه  چې د نوي کابل په ساختما ني نقشه کې شامل  د ده سبز او باريک آب دسا حې دځمکو او املاکود دعواو  دڅيړنې بهير داړونده محکمې له لارې دقانو ني پرو سيجرونو په رعايتولو سره اودنافذو قوانينو له حکمو نو سره سم  لازيات ګړندي کړي .
وروسته  د يو شمير رسيدلو استهداګانو په  باب غور  وشو او د هيواد والو ، سوداګرو او صنعتکارانو د بانکي حسابونو د څيړنې په برخه کې دمرکزي بانک او له اداري فساد سره د مبارزي د عالي ادارې استهدا ته په پاملرنې سره چې د وزيرانو شورا د اقتصادي کميټې د١٣٩١ کال دلړم د مياشتې ددريمې نيټې د لومړي ګڼه پريکړې له مخې ، د محکمې په اجازې پورې مشروطه بلل شوې ده ، څرګنده شوه په داسې حال کې چې  په سيمه ييزو جزايي مسئلو کې قياس نه لري ، داړتيا وړ څيړنې داساسي قانون له حکم سره سم د وا کمني محکمې له استيذان پرته نه شي ترسره کيداى .
دغه راز دمکروريا نو نو د جوړولو اوڅارنې په تصدى پورې د اړوندو دوکانونو ديومستاجرد ستونزې په برخه کې دسترې محکمې دقطعې  او وروستيو حکمونو په تطبيق باندې دڅارنې دعمومي رياست د استهدايي په اړوند څرګنده شوه چې دسترې محکمې د عالي شورا  ٨١٦  ګڼه مصوبه دقضايي حکم قايم مقام اودتطبيقي قوت لرونکي ده ، دقطعې او وروستيو حکمونو پرتطبيق باندې دڅارنې لوى رياست کولاى  شي دهغې له مخې دطرحه شوې ستونزې په حل کولو اقدام و کړي
دغه رازدتدارکاتو د قا نون د٨٨ مادي له دويم جز سره  د وزيرا نو شورا ٣٨ د ګڼه مصو بې اودسترې محکمې د٨١٦ ګڼه مصوبې ترمنځ دتعرض دشتون په باب دکابل ښاروالۍ د استهدايې په اړوند څرګنده شوه  چې دغه مصوبې د تدارکاتو د قانون اودځمکوالۍ  د چارو دتنظيم دقانون له حکمو نو سره توپيرلري ، سره له دې هم استهدا کوونکي مرجع که چيرې کوم ايراد  ولري کولاى  شي له  وزيرانو شورا څخه استهدا وکړي .
په همدې  ترتيب د ميدان وردګو په ولايت کې د جمهوري رياست د عالي مقام د١٣٩٢ کال دثور د مياشتې ددويمې نيټې د نهمې ګڼې فرمان  دتطبيق دکميسيون د استهدا يې په وړا ندې اوهم دکابل ولايت د استيناف محکمې درياست د استهدايې په اړوند چې داړوندو چارو د انتظام په باب متمرکزې وې ، لازمې لارښوونې وشوې   .
سربيره پر دې په ننني غونډه کې   د بيا کتني د څلورو غوښتنو اوپه جزايي اومدني قضيو کې دمحکمې د بدلون د اته ويشتو غوښتنو په باب له يوشمير ذاتي مسئلو او د قاضيانو دقضايي کادر له لوړولو سره جوخت چې د اجندا يوه برخه وه هم لازم تصميمو نه ونيول شول .
د يو بل خبر له مخې :  نن له غرمې مخکې دقرآن عظيم الشان د نازليدو لسيزې په نمانځنه کې ، د سترې محکمې  په جامع جومات کې دقران عظيم الشان ختم وشو.
په دغو مراسمو کى د قضاييه قوې دادارې عمومي آمر ،ځينو قضايي مستشارانو دسترې  محکمې د مرکزي ادارو رييسانو اومنسو بينو ګډون کړي وو.
په پاى کې د قران عظيم الشان او د روژې د مبارکې مياشتې دفضيلتونو په برکت د افغا نستان د مسلمانو خلکو دسولې ،امنيت ،سوکالۍ او آرامي لپاره دعا وشوه

کابل\باختر\داسد١٥
دشهيدانو ،معلولينوکار او ټولنيزوچارو  وزارت د وږي د مياشتې ترپايه پورې
د هيواد په مرکز او ولايتو نوکې د دولتي ادارو کاري رژيم دروژې  له مبارکې مياشتي څخه دمخکې وختونو په شان اعلام کړى دى .
د باختراژانس دخبر له مخې  : د روژې له مبارکې مياشتې څخه مخکې دکابل ښار په دولتي ادارو کې دکار پيل په  اووني کې د پنځو ورځو په پام کې نيولوسره دسهار اووه  بجي او ديرش دقيقى اود کار پاى څلور بجې او ديرش دقيقي وو، خو دکابل ولايت په ولسواليو او په نورو ولايتونو کې کار په اتو بجو پيل اود مازيګر په څلورو بجو پاى ته رسيده د شهيدانو ،معلولينو ،کار اوټولنيزو چارو وزارت د خبرتيا له مخې د وږي د مياشتې ترپايه پورې د هيواد په مرکز او ولايتو نو کې د روژي له مبارکې مياشتې  څخه مخکې کاري رژيم د اجرا وړ دى .