02 July 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په هېواد کې د کرونا ويروس ١٨٦نوې پيښې ثبتې شوې

په هېواد کې د کرونا ويروس ١٨٦نوې پيښې ثبتې شوې

کابل / د چنګاښ ١٢مه/ باختر د عامې روغتيا وزارت...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کابل \ باختر د چنګاښ ١٠ :
د افغانستان داسلامي جمهوريت د جمهور رييس حامدکرزي له  خوا د جلالتماب والاحضرت شيخ تميم بن حمدبن خليفه آل ثاني په نامه دقطر د دولت د امير په توګه  د ده د ټاکل کيدو له امله دوحه ته په دې شرحه دمبارکۍ پيغام ليږل شوى دى:
اجازه راکړئ د افغانستان دخلکو په استازيتوب د دوست او ورور هيواد دقطر  د امير په توګه ستاسې والاحضرت د انتخاب له امله  دخپلې مبارکۍ او نيکو هيلو مراتب تاسو والاحضرت ته وړاندې کړم.
بشپړ باور لرم چې د هغې پوهې او تجربې له امله  چې تاسو يې لرئ؛ دغه مهمه دنده به په پوره بريا پرمخ بوځئ او دخپل پلار والاحضرت شيخ حمدبن خليفه آل ثاني  په څير د قطر دپرمختګ او دخلکو د نيکمرغۍ او سوکالۍ لپاره ستر خدمتونه ترسره کړئ.
افغانان د ورور هيواد قطر له هغو مرستو څخه چې په افغانستان کې يې د سولې  او د افغانانو ترمنځ د پخلاينې په برخه کې کړې دي؛ د زړه له کومې مننه کوي او په دې برخه کې د والاحضرت شيخ حمد بن خليفه آل ثاني هلې ځلې نه هيرو. پوره باور لرم چې تاسو والاحضرت به هم د هغوى په شان په افغانستان کې د سولې په برخه کې خپلو مرستو ته دوام ورکړئ.
د لوى خداى (ج) په دربارکې تاسې والاحضرت ته د روغتيا او برياليتوب او د قطر  ورور  ولس ته د سوکالۍ او نيکمرغۍ دعا کوم.

کابل \ باختر د چنګاښ ١٠ :
دافغانستان داسلامي جمهوريت د جمهور رييس حامدکرزي له خوا د ملي ورځې له امله د الجزاير دخلکو د ديموکراتيک جمهوريت د جمهور رييس جلالتماب عبدالعزيز بوتيفليقه په نامه په دې شرحه دمبارکۍ پيغام ليږل شوى دى:
اجازه راکړئ خپلې ښې هيلې او مبارکۍ د دوست هيواد دملي ورځې  په مناسبت  تاسې جلالتماب او د الجزاير ورور ولس ته وړاندې کړم.
د افغانستان خلک له ورور هيواد الجزايرسره دوستانه اړيکو ته خورا زيات ارزښت ورکوي. هيله لرم چې زموږ موجوده ورورګلويزې اړيکې به د زمانې په تيريدوسره د دواړو هيوادونو دخلکو په ګټه په ټولو برخو کې لازياته  وده او پراختيا ومومي.
په پاى کې تاسو جلالتماب ته دروغتيا او برياليتوب او د الجزاير دوست ولس ته د سوکالۍ او پرمختګ هيله کوم .

کابل \ باختر د چنګاښ ١٠ :
دهيواد د جمناستيک فدراسيون درې کسيز ټيم نن دجمناستيک په نړيوال سيمينارکې دگډون په مقصد اردن ته  لاړل.
د المپيک دملي کميټې د خپرونو رياست باخترآژانس ته خبرورکړ: 
دغه سيمينار د شلو آسيايي هيوادونو د ښوونکو او ورزشکارانو په ګډون  د آسيا د جمناستيک د اتحاديې، د اردن دجمناستيک د فدراسيون په کوربه توب دعمان په ښارکې ترسره کيږي چې يوه اوونۍ دوام مومي.
په دې سيمينارکې له افغانستان څخه دوه ښوونکي او ددغه ورزش څخه دوه ښوونکي او ددغه ورزش دڅانګې  يو ورزشکار ګډون کوي چې جنماستيک د نويو  قوانينو، مقرراتو او تاکتيکونو په زده کولو سره کولاى شي په هيوادکې ددغه ورزش د پرمختگ  په برخه کې ښه والي رامنځته کړي.
د المپيک دملي کميټې  فني او مسلکي مرستيال محمدحنيف دمخه ښې په وخت کې له دوى څخه هيله وکړه چې دغه ټيم وکولاى شي له دغه سيمينارڅخه دښو تجربو په ترلاسه کولو سره راستون شي.
د يوبل خبرله مخې :
دهيواد د اتلتيک يا د ځغاستې ملي ټيم  نن د آسيا د سپک اتلتيک د سياليو په شلم پړاوکې  دګډون په مقصد هندوستان ته روان شو.
ټاکل شوې ده دغه سيالۍ دپنځه څلويښتو اسيايي  هيوادونو په ګډون دهندوستان په کوربه توب ددغه هيواد په پونه ښارکې د روان  کال دجولاى د مياشتې په دريمه نيټه  دلسو ورځو لپاره پيل شي  .
د المپيک دملي  کميټې  فني اومسلکي  مرستيال  محمودحنيف په دې کتنه کې هيله وکړه چې کولاى شي په ښه برياليتوب سره هيواد ته راستانه شي.

کابل \ باختر د چنګاښ ١٠ :
دوه تنه ځانمرګي بريد کوونکي  تيره شپه  دکندز ولايت په دشت ارچي ولسوالۍ کې د دوى په بدن کې د چاوديدونکو  دچاودنې له امله ووژل شول.
دکندزولايت د دشت ارچي ولسوال شيخ صدرالدين باخترآژانس ته وويل : 
دوه تنه ځانمرګي بريدکوونکي چې له  ځانمرګو واسکټونو او څو ماينونوسره په يوه موټرسايکل سپاره وو؛ دکندز ولايت د دشت ارچي ولسوالۍ په مربوطاتوکې د ځانمرګي واسکټ په چاوديدو سره ووژل شول.
ويل کيږي چې دځانمرګو بريدکوونکوهدف د دشت ارچي د ولسوالۍ په ودانۍ بريد و.
د دشت ارچي ولسوال زياته کړه: دغه دوه تنه ځانمرګي بريدکوونکي د هغو اسنادو له مخې چې ترلاسه شوي دي؛ دواړه وروڼه  وو.

کابل\باختر\دسرطان ١٠
دمصر د جمهور رييس د ملاتړو اومخالفينو ترمنځ نښته کې پنځلس تنه ووژل شول او اووه سوه تنه نور ټپيان شول.
دباخترآژانس دخبرله مخې: د جمهور رييس په توګه قدرت ته د ډاکترمحمد مرسي د رسيدو له کاليزې سره جوخت، د ده مخالفينو دتحرير په خيابان او په قاهره کې د جمهوري رياست د ماڼۍ په واټ او ددغه هيواد په نورو ښارونوکې پراخې مظاهرې وکړې او د مرسي د استعفا غوښتنه يې وکړه. دوى ادعا کوي چې د ده د استعفا په خاطر يې شپاړس مليونه رايې را ټولې کړې دي.
له بلې خوا د محمد مرسي زرګونو تنو پلويانو په قاهره کې د رابعه عدديه جومات په شاو خوا کې او د مصر په نورو ښارونوکې غونډې کړې دي او د قانون د تطبيق غوښتنه يې کړې ده.
دوى ادعا کوي چې د محمد مرسي د ملاتړ په خاطر يې شپاړس مليونه رايې راټولې کړې دي او د ځينو رپوټونو له مخې: نږدې دوه مليونه تنه په رابعه جومات کې را ټول شوي دي.
دمحمدمرسي د ملاتړو او مخالفينو ترمنځ د نښتې له امله په تيرو ٢٤ ساعتوکې څه ناڅه پنځلس تنه وژل شوي او دڅه د پاسه اووه سوه تنه نور ټپيان شوي دي.
مخالفوګوندونو مرسي ته يوه ورځ وخت ورکړى دى چې استعفاوکړي.
مخالفينو د سه شنبې ورځې ته د يوې بلې سترې غونډې بند و بست کړى دى.

کابل \ باختر د چنګاښ ١٠ :
د فراه ولايت امنيتي مقاماتو په دغه ولايت کې د افغان  او ايساف دځواکونو د نويو عملياتو دپيل خبرورکړ.
دوى وايي: دغه عمليات تيره شپه دفراه ولايت په خاشرود او خاک سفيد ولسواليو کې دطالبانو دځپلو په مقصدپيل شول او تراوسه پورې ددښمن کوم مقاومت نه دى ليدل شوى .
د فراه د والي ويندوى عبدالرحمن ژوندي باخترآژانس ته وويل: د خاشرود او خاک سفيد په ولسواليوکې دعملياتو په بهيرکې دطالبانو په چاوديدونکو توکو بار يو موټرسايکل ترلاسه شوى دى.
د ده دڅرگندونوله مخې: دغه عمليات به د طالبانو له شتون څخه د دغو سيمو تر بشپړپاکولو پورې دوام وکړي.

_ کابل \ باختر د چنګاښ ١٠ :
دبغلان ولايت د بورکې ولسوالۍ د پوليسومسوول نن د ماين دچاودنې له امله شهيد شو .
په دې پيښه کې چې د بغلان ولايت په نهرين ولسوالۍ کې وشوه؛ د پوليسو ددغه افسر درې تنه ساتوونکي هم شهيدان شول او دوه تنه نور ساتونکي يې ټپيان شوي دي.
پيښه  دنهرين ولسوالۍ په تاوه شخ کلي کې هغه وخت رامنځته شوه چې دبورکې ولسوالۍ د امنيه قوماندان سمونيارحبيب الرحمن د سپرلۍ موټر په سړک کې په ښخ کړى شوى ماين وخوت.
دنهريو ولسوال عبدالفتاح هاتف باخترآژانس ته وويل چې په دې چاودنه کې  د بورکې ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونيار حبيب الرحمن له دريو تنو سرتيرو سره شهيد او دوه تنه نوريې تپيان شول .
ده طالبان ددغې پيښې مسوول وبلل او ويې ويل چې د دغې پيښې د عاملينو د پيژندلو او نيولو لپاره هڅې پيل شوې دي .
هاتف زياته کړه چې د ټپيانو روغتيايي حالت مخ په ښه والي بلل شوى دى .

کابل\باختر\دسرطان ١٠
په چاريکارو ښارکې نن سهار د تيلو په يو ټانکرکې چاودنه وشوه، خو د اور وژنې پوليسو ددغه ټانکر د تيلو د سوځيدو مخه ونيوله.
د پروان ولايت د امنيې قوماندانۍ ويندوى عبدالحنان کو هستاني باخترآژانس ته وويل: هغه ماين چې پخوا په يوې خصوصي کمپنۍ پورې اړوند ټانکرکې ايښودل شوى و؛ دچاريکارو ښار په جنوبي ساحه کې وچاوديد.
دپوليسو مسوولين وايي: د پروان ولايت د امنيې قوماندانۍ د اور وژنې کارکوونکي ډير ژر دپيښې سيمې ته ورسيدل او ددغه ټانکر دشلو زرو ليترو تيلو دسوځيدو مخه يې ونيوله .
ده وويل: په دې پيښه کې د سر زيان نه دى اوښتى، خو دوه ريکشاوې زيانمني شوې دي.

کابل_باختردچنګاښ١٠:
د افغانستان جمهوررئیس حامدکرزي د کویټې او پیښورپه ښارونوکې تروریستي بریدونه په کلکه وغندل .
په هغې مطبوعاتي اعلاميه کې چې په دې اړوند باخترآژانس ته رسيدلې ده؛ ويل شوي دي:
د رپوټونو له مخې، تيرماښام د کویټې په ښارکې یو جومات ته څېرمه د تروریستي برید او د پیښور په ښار کې د یوې بلې تروریستي پیښې له امله د ماشومانو او ښځو په شمول یو شمېر ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته.
حامدکرزي د غه بریدونه په کلکه وغندل، وې ویل چې تروریزم هره ورځ د افغانستان او پاکستان ملکي وګړي په خاورو او وینوکې لړي.
جمهوررئیس ټینګار وکړ، د دواړو هېوادونو دنده ده چې له یو بل سره په صادقانه همکارۍ کې د تروریزم او افراطیت د پدیدې پر وړاندې جدي مبارزه وکړي او افغانستان تل په دې لاره کې هر ډول همکارۍ ته چمتو والی درلودلی دی.
جمهوررئیس د دغو تروریستي بریدونو د قربانیانو کورنیو ته د لوی خدای له دربار څخه د جمیل صبر او ټپیانو ته د سملاسي روغتیا هیله کوي.#

کابل \ باختر د چنګاښ ١٠ :
ډاکترعمر زاخيلوال بيا د استازو دمجلس د اعتماد د رايه ترلاسه او د ماليې وزارت په پست کې پاتي شو.
دباخترآژانس دخبريال دخبرله مخې: د ولسي جرګې په نننۍ غونډه کې چې د ولسي جرګې د رييس عبدالروف ابراهيمي په مشرۍ جوړه شوه؛ لومړى د خلکو استازو په امتيازي وخت کې آزادې خبرې وکړې.
وروسته له اجنداسره سم، د ماليې وزير يې د استجواب کړ چې دماليې د وزير ځوابونه د ولسي جرګې د غړو د قناعت وړ  ونه گرځيدل او استيضاح شو.
د رايې اخيستلو په نتيجه کې عمرزاخيلوال د ١٠٥ موافقو رايواو ٧٢ مخالفو رايو  په ترلاسه کولو سره بيا د ماليې وزارت په پست کې پاتې شو.
د ولسي جرګې په نننۍ غونډه کې د خلکو ١٨٧ استازو ګډون کړى و .
داسې بريښي چې د خلکو لسو تنو استازو رايه نه ده ورکړې.