05 July 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

دکرونا ويروس  ٢٧٩نوى پېښې ثبتې شوې دي .

دکرونا ويروس ٢٧٩نوى پېښې ثبتې شوې دي .

-کابل / دچنګاښ ١٥مه / باختر : دعامې روغتيا وزارت نن...

يو امريکايي عسکر په فراه کې ووژل شو .

يو امريکايي عسکر په فراه کې ووژل شو .

-کابل / دچنګاښ ١٥مه / باختر : د امريکا د...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کابل باختر دچنګاښ ديارلسمه :
په ننګرهار ولايت کې دماين دچاودنې له امله دملي اردو يوسرتيرى شهيد شو .
دغه پيښه  نن سهار دڅلورو بجو په شاوخوا کې په جلال اباد ښار کې د٢٠١ سيلاب قول اردو دروازې ته څيرمه رامنځته شوه .
دغه سرتيرى کله چې دخپلې پهره داري دتسليمي لپاره روان و ددغې قرارګاه دروازې ته څيرمه په ښخ کړى  شوى ماين وخوت او شهيد شو .
دننګرهار ولايت دامنيې قوماندانۍ ويندوى حصرت حسين مشرقي وال  باختراژانس ته وويل چې په دې چاودنه کې داردو يو سرتيرى شهيد شوى دى .
  ده وسله وال طالبان ددغې پيښې مسوول وبلل او ويې ويل چې امنيتي مامورينو ددغې پيښې دعاملينو دنيولو لپاره پلټنې پيل کړي دي .
 

کابل باختر دچنګاښ ديارلسمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس حامدکرزي تير ماښام دامريکا دمتحده ايالاتو دسنامجلس له غړو سناتور جان مکين او سناتور لنزي ګراهام سره وکتل .
دجمهوري رياست دويندوى دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ، په دې کتنه کې چې په ارګ کې وشوه دواړو لورو دکابل او واشنګتن ترمنځ دامنيتي موافقه ليک ، دافغانستان دسولې دبهير ، دجمهوري رياست دراتلوونکو انتخاباتو او دسيمه ئيزو مسئلو په باب خبرې وکړې .
جمهور رييس وويل چې دافغانستان خلک دامريکا له متحده ايالاتو سره دامنيتي موافقه ليک دلاسليک کولوغوښتوونکي دى په دې شرط چې دغه موافقه ليک دافغانستان دپياوړتيا سبب شي او لاسليک يې ديومتحد ، خوندي او ديو قوي مرکزي نظام لرونکى  افغانستان تضمين کړي .
حامدکرزي زياته کړه چې ددواړو هيوادونوترمنځ  دامنيتي موافقه ليک په باب خبرې کيداي شي دسولې دعالي شورا او دطالبانو ترمنځ دخبرو له پيل کيدوسره جوخت بيا پيل شي .
  جمهور رييس وويل : واشنګتن ته له سفر ، په لندن او بروکسل کې له درې اړخيزو غونډو وروسته په تيرو اوو مياشتو کې  او په تيره بيا په قطر کې دطالبانو ددفتر له پرانستل کيدو وروسته دافغانستان  په وړاندې دامريکا درول اوکړنوپه اړوند دافغانستان دخلکو باور او اعتماد زيانمن شوي دي .
حامدکرزي څرګند کړه چې افغانستان په ټاکلي وخت کې د شفافو اوعادلانه انتخاباتودترسره کولو غوښتوونکى دى .او هيڅ بهرني هيوادته به دانتخاباتوپه بهير کې  دلاسوهنې اجازه ورنه کړي .
په مقابل کې سناتورجان مکين اوسناتور لنزي ګراهام په دې کتنه کې وويل چې ددواړو هيوادونو ترمنځ دباور دپيداکولو په برخه کې به هڅه او هاند وکړي او دافغانستان دجمهور رييس نظر يې او پيغامونه به جمهور رييس اوباما ته ورسوي .

په پاکستان دبې پيلوټه امريکايي الوتکو بريدونه په خپل سرنه بلکې داسلام اباد په سلامشوره شوي دي .

کابل \ باختر د چنګاښ ١٢ :
په افغانستان کې يوستر جګپوړي مقام په پاکستان تور ولګاوه چې د طالبانو د مشرانو ملاتړ کوي او د هغوى افراد افغانستان ته دجګړې لپاره استوي.
دملي اردو لوى درستيز جنرال شيرمحمدکريمي له يوې بهرني رسنۍ سره په مرکه کې ويلي دي چې  دطالبانو مشران په پاکستان کې دي او هلته دهغوى ملاتړکيږي  او د هغوى افراد افغانستان ته استول کيږي.
دغه جګپوړى پوځي مقام په دې ټينګارکوي چې په طالبانو دپاکستان اغيزه دومره ده هرکله چې پاکستان وغواړي د څو اوونيو په بهيرکې په افغانستان کې سوله ټينګيږي .
جنرال کريمي د دولتي ضد ډلو په تمويلولو اوپه هيوادکې د نا اراميو په دوام کې د پاکستان د رول په باب ويلي دي چې دغه هيواد دطالبانو مشران ترخپل کنترول اوفشار لاندې  لري اوپه آسانى کولاى شي هغوي قانع کړي چې څه وکړي اويا څه ونه کړي. په داسې حال کې چې پاکستان په دغه هيواد کې ديني مدرسې تړلې دي اوطالبان يې افغانستان ته استولي دي.
دا په افغانستان کې د يوجګپوړى نظامي اقدام ډيرې نوې څرګندونې دي چې د پاکستان د لاسوهنو او ددغه هيواد له خوا دطالبانو د ډلې له مشرانو سره دملاتړ په اړوند ترسره کيږي.
دپاکستان د استخباراتي اوپوځي کړيو لاسوهنې کومه نوې خبره نه ده، مخکې له دې جنرال کريمي او يو شميرنورو افغان اونړيوالو مقاماتو دافغانستان په چاروکې دپاکستان د استخباراتي اوپوځي سازمانونو د لاسوهنو او ددغه هيواد د تيري په باب څرګندونې کړي دي؛ آن يوځل يوه امنيتي مقام د ملګرو ملتو دسازمان په تور لست کې دپاکستان داستخباراتو دسازمان دشاملولو غوښتنه وکړه. خو دپاکستان او د يو شمير لويديځو هيوادونو ترمنځ ستراتيژيکي اشتراکات د دې سبب شول چې د افغانستان په چاروکې دپاکستان په لاسوهنو سترګې پټې شي.
له بلې خوا جنرال شيرمحمدکريمي په مشرانوجرګه کې ويلي دي چې بايد دافغانستان د امنيتي ځواکونو د سمبالولو په برخه کې زياته پا ملرنه وشي.
ده څرګنده کړه چې په هوايي برخه ،درندو وسلو،استخباراتو اود انجنيرۍ برخه چې زياتره دماين شنډولو پاملرنه کوي؛ له جدي ستونزو سره مخامخ يو. په داسې حال کې چې د ماينونو ښخول د وسله والو طالبانو دډلې په اصلي تاکتيک بدل شوى دى.
په داسې حال کې چې دغه جګپوړى نظامي مقام دپاکستان دلاسوهنې خبرې کوي؛ په ډاګه کړې ده چې په ځينو مسئلو کې د امريکا اوپا کستان ترمنځ همغږۍ شته، له دې جملې څخه د بې پيلوټه الوتکو د بريدونو په برخه کې .
دى وايي چې امريکا دغه شان بريدونه په خپل سر نه دي ترسره کړي، بلکې فهرست او د بريدونو د ترسره کولو ځاى اسلام اباد په ګوته کوي.
دى وايي چې زياتره پاکستاني طالبان د بې پيلوټه الوتکو ددغو بريدونو هدف دي؛ خوهيڅکله دغه بريدونه د افغان طالبانو او دحقاني د شبکې پرخلاف نه دي شوي.

کابل\باختر\ د سرطان ١٢
دتوکيو په نړيوال کنفرانس کې د افغانستان د حکومت او د نړيوالې ټولنې د ژمنو دعملي کولو په مقصد نن د افغانستان د حکومت د جګپوړو مقاماتو او د اووپنځوسو هيوادونو او نړيوالو سازمانونو د استازو په ګډون په کابل کې يو نړيوال کنفرانس جوړ شو.
دباخترآژانس دخبريال دخبر له مخې: دکنفرانس په پيل کې د بهرنيو چارو وزير ډاکتر زلمي رسول، د ماليې وزير ډاکترعمر زاخيلوال او د ملګرو ملتو د سازمان ځانګړى استا زى په افغانستان کې په بيلا بيلو برخوکې د چلنجونو او پرمختګو نو يادونه وکړه.
زاخيلوال د خپلو خبرو په يوه برخه کې د کابل بانک بحران ته اشاره وکړه او وې ويل چې ددغه بانک د پيسو او د جايدادونو د ترلاسه کولو لپاره يې اقدامات کړي دي.
د ده دڅرګندونو له مخې: ددغه بانک نغدې پيسې او جايدادونه چې تراوسه پورې ترلاسه شوي دي؛ درې سوه پنځه اويا مليونو ډالرو ته رسيږي.
دماليې وزير د نړيوالې ټولنې د مرستو د لګښتونو د څرنګوالى په باب وويل: دې ته اړتيا ده هلې ځلې وشي چې دغه مرستې د افغانستان د حکومت د بودجې له لارې ولګول شي.
له بلې خوا، په افغانستان کې د ملګرو ملتو دسازمان ځانګړى استازى وويل چې ددغه هيواد حکومت دې بايد د آزادو او عادلانه انتخاباتو د ترسره کولو، د بشر دحقوقو او د ښځو د حقوقو د تامينولو او له فساد سره د مبارزې په لاره کې خپلې ژمنې عملي کړي.
يان کوبيش په افغانستان کې له فساد سره په زياتې مبارزې باندې ټينګار وکړ او وې ويل چې دا کار په دغه هيوادکې د نړيوالو مرستو او د خصوصي برخې د پانګونې د دوام لپاره مهم دى.
ده د فساد د مخنيوى په لاره کې د حکومت د وروستيو اقداماتو هرکلي وکړ او وې ويل چې له فساد سره مبارزه د دونرونو او د خصوصي برخې دپانګې اچونې د ډاډ دترلاسه کولو لپاره زياته اغيزه لري.
دتوکيو کنفرانس د جاپان په کوربه توب د تيرکال دجولاى د مياشتې په اتمه نيټه جوړ شو.
په دې کنفرانس کې مرستندويو هيوادونو په يولړ شرايطو سره ژمنه وکړه چې په راتلوونکو څلوروکلونوکې له افغانستان سره دڅه دپاسه شپاړس ملياردو ډالرو مرسته وکړي.
ددغې غونډې په پاى کې د بهرنيو چارو اوماليې وزيرانو، له نړيوالوځواکونو څخه افغان ځواکونو دامنيتي مسوليتونو د ليږدونې د خپلواک کميسيون رييس ډاکتر اشرف غني احمدزي او د ملګرو ملتو د سازمان استازى په يوه خبري غونډه کې ددغه کنفرانس د خبرو وړ موضوع په باره کې خبريالانو ته معلومات ورکړل اود هغوى پوښتنوته يې ځواب ووايه.

کابل \ باختر د چنګاښ ١٢ :
درې زره دوه سوه پنځوس کيلوګرامه چاوديدونکي توکي په ننګرهار ولايت کې دملي امنيت دځواکونولاسته ورغلي او يو تن د انسان تښتوونکو له منګولو څخه آزادشو.
دملي امنيت دلوى رياست موظفينو دجلال اباد ښار دمخابراتو دچوک په مربوطاتوکې د اوپراتيفي  عملياتو په بهيرکې په سپينو ، سرو او  شنو رنګونو درې زره دوه سوه پنځوس کيلوګرامه امونيم نايتريت ډوله چاوديدونکي توکي چې دځانمرګو واسکټونو اوماينونو په جوړولوکې کارول کيږي ، د تومانچې او پيکايوه اندازه ګولۍ چې د تروريستي ډلوله خواپه  ٤٥٨٨ لمبرپليټ لرونکى مازدا موټرکې پټ کړاى شوي و؛ کشف او ترلاسه کړي دي.
ددغوچاوديدونکو توکواوګوليوپه ترلاسه کولوسره دننګرهارولايت په مربوطاتوکې د څو زړه بوږنونکو تروريستي پيښو مخه ونيول شوه اوپه دې اړوند درې تنه ونيول شول.
دغه راز دملي امنيت دلوى رياست موظفينو د ننګرهار ولايت د سره رود د ولسوالۍ په مربوطاتوکې په خپل وخت د يو اقدام په ترڅ کې يوتښتول شوى سړى دانسان تښتوونکو له منګولو څخه وژغوره او کورنۍ ته يې وسپاره.
ددغې پيښې په اړوند يوتن نيول شوى دى.

کابل\باختر\ د سرطان ١٢
د مهاجرينو په چاروکې د ملګرو ملتو دسازمان دعالي کميشنرۍ د اسياپاسفيک د برخې رييسې نن د جمهور رييس له مرستيال محمدکريم خليلي سره وکتل او خبرې يې وکړي.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ: په دې کتنه کې چې د مهاجرينو د راستنولو د چارو وزيراو په افغانستان کې د مهاجرينو په چاروکې د ملګرو ملتو دسازمان د عالي کميشنرۍ لوى رييس هم برخه لرله، دجمهور رييس مرستيال محمدکريم خليلي دمهاجرينو په چاروکې دملګرو ملتو دسازمان د عالي کميشنرۍ د اسيا پاسفيک د برخې له رييسې ميرمن دل ديزي سره د کتنې له امله خوښي څرګنده کړه.
دجمهور رييس مرستيال د افغانستان له مهاجرينو سره د مرستې په لاره کې د ملګرو ملتو دسازمان د کميشنرۍ د هڅو اوهاند له امله دقدردانۍ دڅرګندولو په ترڅ کې هيله وکړه چې د دې سفر له افغان مهاجرينو سره د مرستې لپاره دکورنيو مرکزونو او ارګانونو او دملګرو ملتو  د سازمان د اړوندو موسسو ترمنځ د لازياتې همغږۍ سبب شي.
ده دغه راز دې ته په اشارې سره چې افغانستان د هغو هيوادونو له جملې څخه دى چې په نړيواله کچه ډيرلوړ شمېر مهاجرين لري، څرګنده کړه چې ددغه هيواد خلک  لاتراوسه پورې هم د مهاجرت په لاره کې زياتې قرباني ورکوي.
دجمهور رييس مرستيال ټينګاروکړ چې د افغان مهاجرينو د ستونزو اساسي حل د هغوى د ميشت کولو اوکارموندلو په برخه کې دملګرو ملتو دسازمان د مرکزونو جدي پاملرنې ته اړتيا لري.
ده دغه راز څرګنده کړه چې افغان مهاجرينو ته دکور برابرولو په لاره کې مرسته په انسان دوستانه او بشري اړخونو سربيره په افغانستان کې د زيات ثبات او امنيت دټينګښت په برخه کې هم اغيزمن دى.
په دې کتنه کې دل ديزي په مقابل کې کابل ته د سفر او د افغان مهاجرينو د حالت دڅيړنې په برخه کې ددغه هيواد له جګپوړو مقاماتو سره د ليده کاته له امله خوښي څرګنده کړه.
دمهاجرينو په چاروکې د ملګروملتو دسازمان د کميشنرۍ داسيا پاسفيک د برخې رييسې هم د جمهور رييس د مرستيال کريم خليلي دخبرو د تاييدولو په ترڅ کې دملګرو ملتو دسازمان او د افغانستان د دولتي ادارو او مرکزونوترمنځ دهمغږۍ د را منځته کولو په برخه کې زياته کړه چې په دې برخه کې ښې خبرې او اقدامات شوي دي.
دى دغه راز د مهاجرينو د ستونزو په اړوند د حل د لارې د ستراتيژۍ سره په ملاتړ باندې دټينګار په ترڅ کې څرګنده کړه چې د مهاجرينو د ستونزو د حل کولو په برخه کې دې بايد همغږې اقدامات وشي.
ميرمن دل ديزي دغه راز دمهاجرينو د راستنولو لپاره د ښو اسانتياوو د برا برولو په برخه کې د جمهور رييس مرستيال ته د ملګرو ملتو دسازمان د موسسو دملاتړ ډاډ ورکړ.

کابل\باختر\ د سرطان ١٢
د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رييس حامدکرزي د پيغام په لوستلو سره د ارواښاد برکت الله کمين د مړينې د لسم تلين د درناوي علمي _څيړنيزسيمينارنن په کابل کې جوړ شو.
دغه سيمينارد افغانستان د علومو اکاډمۍ د ژپو او ادبياتو دمرکز د رياست له خوا جوړ شو.
دباخترآژانس دخبريال دخبر له مخې: د سيمينار په پيل کې د افغانستان د علومواکاډمۍ رييسې سرڅيړونکې ثرياپوپل وينا وکړه او د دغه شان سيمينار د جوړولو ارزښت يې پيان کړ او وې ويل: د علمي_ څيړنيزو سيمينارونوجوړول دفولکلور، فرهنګ او پوهې د ډيوې په بل ساتلوکې مرسته کوي او راتلوونکو نسلونو ته ور زده کوي چې د هيواد په بېلابېلو دوروکې د شعر، ادب اوفرهنګ د بدلون تګلوري څه ډول دي اوکوم کسان ددغه حرکت او په هيوادکې د بېلابېلو تاريخي دورو قافله سالاران دي .
ثريا پوپل دغه راز په خپلې ويناوې کې د ارواښاد برکت الله کمين د ارزښتناک ژوندانه بېلابېلو اړخونو ته اشاره وکړه چې ارواښاد برکت الله کمين په پښتو او دري ژبو زيات شعرونه وويل او ارزښتناک آثار يې پريښي دي.
وروسته د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رييس حامد کرزي پيغام دافغانستان د علومو اکاډمۍ د رييسې سرڅيړونکې ثريا پوپل له خوا ولوستل شو.
جمهور رييس په خپل پيغام کې ارواښاد برکت الله کمين د پښتو او دري ژبوخوږ ژبې شاعر بللې دى او ويلي يې دي: لس کاله مخکې د پښتو او دري ژبو پياوړى شاعراوغزل ويونکى وفات شو او د هيواد فرهنګي کورنۍ يې په ماتم کې کښينوله.
ارواښاد کمين په خپلې سيمې کې له مطرحو شاعرانو څخه و. ده په خپلو فرهنګي هلوځلوکې په بشپړې هنرمندى او مهارت سره په پښتو او دري ژبوکې د غزل بڼ رنګين کړ. د معاصر غزل په پرمختيا کې د ده رول د قدر وړ دى.
اوس چې د ده له مړينې څخه لس کاله تيريږي؛ د افغانستان د علومو اکاډمۍ په همدې مناسبت دغه سيمينار جوړ کړى دى. هيله کيږي چې په دې علمي غونډه کې د ده د هنري ژوندانه بيلا بيل اړخونه زموږ د پوهانو له خوا تحقيق او وڅيړل شي چې د هيواد ځوان نسل د هيواد ددغه حقدار شاعر له ښو افکاروسره بلد شي.
وروسته د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت، د سرحدونو اوقبايلو د چارو وزارت او دکابل او ننګرهار د پوهنتونونو او د ختيځ دليکوالو او ژورناليستانو د اتحاديې او د ارواښاد کمين د کورنۍ پيغامونه د اړوندو ادارو د استازو له خوا ولوستل شول.
دسيمينار د علمي کار په برخه کې يوشمېرپوهانو، څيړونکو اوشاعرانو د ارواښاد کمين د ژوندانه د بيلا بيلو اړخونو او آثارو په اړوندخپل شعرونه اومقالې ولوستلې
بيابرخه والو د پريکړه ليک په صادرولو سره د سيمينار کارپاى ته ورساوه.
په پريکړه ليک کې په سيمنارکې د لوستل شويو مقالو او د حضرت محمد سيدجان مجددي د دري اشعارو د ديوان د قلمي نسخو په چاپولو باندې ټينګار شوى دى او ويل شوي دي چې دغه مقالې او قلمي نسخې دې دافغانستان د علومو اکاډمۍ د ژبو او اد بياتو د مرکز او د ادبياتو د انستيتوت له خوا چاپ شي او هم دې د ارواښاد په نامه په ننګرهار کې يو ښوونځى جوړ شي.

کابل \ باختر د چنګاښ ١٢ :
ديوپاکستاني تبعه په ګډون درې تنه دپکتيا او پکتيکا په ولايتونوکې د تروريستي فعاليتونو په تور ونيول شول.
دملي امنيت د ادارې يو خبرځاى باخترآژانس ته خبرورکړ: د هغه ځانګړو اوپراتيفي عملياتو په بهيرکې چې دملي امنيت دموظفينو له خوا دپکتيکا ولايت په مربوطاتوکې ترسره شول؛ د وسله والې نښتې په بهيرکې درې تنه پاکستاني طالبان ووژل شول او د دغې ډلې قوماندان سخت ټپي او د يو پاکستاني په ګډون درې تنه تروريستان له يو توغندي ويشتوونکي، يوه پيکا، يو دوربين او دوو جوړې پوځي يونيفورم سره ونيول شول.
نيول شويوکسانو اعتراف کړى دى چې د نورخان او دولت خان په نومونو دپاکستاني طالبانو د ډلې قوماندانانو له خوا دغې ډلې ته جذب اوپه ميرامشاه کې دپوځي تعليماتو له زده کړې وروسته د تروريستي او ورانکارو فعاليتونو د ترسره کولو په مقصد له پاکستان څخه دپکتيکا ولايت ته استول شوي دي .
دغه راز دملي امنيت د لوى رياست موظفينو دخلکو په نږدې همکاريۍ د پکتيا ولايت له مربوطاتوڅخه يې يو کلاشينکوف، دوه پنځه ډزې او درې پرتلې کشف اوترلاسه کړي.

کابل\باختر\ د سرطان ١٢
د اطلاعاتو او فرهنګ وزير ډاکتر سيد مخدوم رهين نن په يوه خبري غونډه کې خبريالانو ته وويل: که څه هم د دوو تنو ژورناليستانو د انتخاب بهيرچې څو ورځې مخکې په همدې تالارکې ترسره شو؛ بشپړ شفافيت درلود. خو دخبريالانو او د رسنيو دکارکوونکو په تېره بيا د ولايتونو دخبريالانو دکم رنګې ونډې اخيستنې په دليل دغه غونډه نشي کيداى بشپړ اعتبار ولري.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزير زياته کړه: زه په خپله لکه څنګه چې تاسو وليدل؛ له څو لومړيو دقيقو پرته په غونډه کې نه وم او د انتخاباتو په بهيرکې مې ډېرکوچنى دخالت نه درلود. لکه څنګه چې په تيرو لسو کلونوکې مې په دغه شان مواردوکې تل دغونډو په پرانيستلو کې ګډون کړى دى؛ نه د هغو په تصميم نيونوکې.
په حقيقت کې هر ژورناليست چې په شفاف ډول اوپه پراخه غونډه کې انتخاب شي؛ زما د مطلوب شخص دى.
زه فکر کوم؛ که چيرې له را روان اختر وروسته د انتخاباتو ستره غونډه جوړه شي؛ د رسنيو او د بېلا بېلو مرکزونو کارکوونکي پکې ګډون وکړي؛ ښه نتيجه به ولري. په داسې ډول چې ټول ونډه واخلي؛ له پايتخت او ولايتونو څخه او د دوو تنو ژورناليستانو په انتخاب کې په مستقيم ډول ونډه واخلي، په صفا او محبت سره چې هيڅ مرکز بهر پاتې نه شي.
په دې موده کې هغه طرزالعمل چې د رسنيو عالي شورا برا برکړى دى؛ وڅيړي او که چيرې بيا هم د هغه د ښه کولو لپاره کوم نظر ولري، د رسنيو عالي شورا ته وسپاري او په تعقيب يې انتخابات ترسره شي.
ډاکتر رهين زياته کړه: موږ د رسنيو د عالي شورا د دويم پړاو په درشل کې يو چې غړي يې د اړوندو مراجعو له خوا انتخاب او معرفي کيږي. په همدې دليل د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په دې کار اقدام وکړ.

کابل\باختر\ د سرطان ١٢
دغزني ښار دجهان ملکې ښوونځي ته څېرمه نن چاودنه وشوه.
دپوليسو له خولې: په لومړنيو رپوټونوکې ويل شوي دي چې د دغې چاودنې له امله د يوې ښځې او يوماشوم په ګډون پنځه تنه ملکي وګړي ټپيان شوي دي.
دغزني ښار دپوليسو دلومړۍ حوزې آمرمحمدهاشم وويل چې دغه چاودنه دغزني ښار د جهان ملکې د ښوونځي په کوڅه کې هغه وخت وشوه چې د پوليسو يوموټر له سيمې څخه د تيريدو په حال کې و .
محمد هاشم زياته کړه: د دغې پيښې ټپيان روغتون ته ليږدول شوي دي.