02 July 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په هېواد کې د کرونا ويروس ١٨٦نوې پيښې ثبتې شوې

په هېواد کې د کرونا ويروس ١٨٦نوې پيښې ثبتې شوې

کابل / د چنګاښ ١٢مه/ باختر د عامې روغتيا وزارت...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کابل \ باختر د چنګاښ ١٢ :
دوه تنه ماين ښخوونکي پرون د هلمند ولايت په مربوطاتوکې دخپل ماين د چاودنې له امله ووژل شول.
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ:
دوو تنو ماين ښخوونکو کله يې چې غوښتل د وسايطو ضديو ماين د تروريستي او ورانکارو فعاليتونو د ترسره کولو په مقصد دهلمند ولايت دسنګين ولسوالۍ په مربوطاتوکې ځاى پرځاى کړى  ماين وچاوديد او ماين ښخوونکي ووژل شول.

کابل \ باختر د چنګاښ ١٢ :
دکندز پوليسو پرون يو ملي سوداګر د انسان تښتوونکو له منګولو وژغوره.
دکندز دپوليسو ويندوى سيد سرورحسيني باخترآژانس ته وويل: دکندز ښار د لومړۍ ناحيې اوسيدونکى حاجي ګدامحمددرې ورځې مخکې د کندزښار  د خان آباد ولسوالۍ په تګلوري کې د پيسو د ترلاسه کولو په خاطر  د انسان تښتوونکو له خوا وتښتول شو او د ده د خوشې کولو په بدل کې له کورنۍ څخه يې د پيسو غوښتنه کړې وه .
حسيني  زياته کړه چې د پوليسو منسوبينو وکولاى شول چې د انسان تښتوونکو په تعقيبولوسره دځانګړو عملياتو په بهيرکې حاجي ګدا محمد د دوى له منګولو  وژغوري او کورنۍ ته يې وسپاري. خو انسان تښتوونکو وکولاى شول دحاجي ګدامحمد د ساتلو له سيمې څخه وتښتي او پوليسو د دوى د نيولو لپاره هلې ځلې پيل کړې دي.

کابل -باختر  د چنکاښ د مياشتې ١٠:
د هوا پوهنې ادارې په راتلوونکوڅلور ويشتو ساعتوکې د هيواد د ځينوسيمو د هوا حالات د سانتي ګراد په حساب په دې ډول اټکل کړى دى:
کابل- آسمان وريځ داورښت امکان شته، د تودوخې لوړه درجه ٢٩، ټيټه ١٦
هرات- آسمان ، ځاى ځاى وريځ ، د تودوخې لوړه درجه ٣٦،  ټيټه ٢٢
جلال آباد- آسمان وريځ داورښت امکان شته ، د تودوخې لوړه درجه ٣٦، ټيټه ٢٢
قندهار- آسمان ، ځاى ځاى وريځ، د تودوخې لوړه ٤٠ ، ټيټه ٢٦
مزارشريف- آسمان وريځ، داورښت امکان شته ، د تودوخې لوړه  ٤٠، ټيټه ٢٨
کندز- آسمان  وريځ، داورښت امکان شته د تودوخې  لوړه درجه ٣٨، ټيټه ٢١
غزني- آسمان  ځاى ځاى وريځ، د تودوخې لوړه درجه ١٨ ، ټيټه ١١
باميان- آسمان وريځ داورښت امکان شته ، د تودوخې لوړه درجه ١٦ ، ټيټه ٨
فيض آباد- آسمان وريځ داورښت امکان شته، د تودوخې لوړه درجه ٢٨، ټيټه  ١٥
شمالي سالنګ- آسمان وريځ، داورښت امکان شته ، دتودوخې لوړه درجه ٧ ، ټيټه  ٣
جنوبي سالنګ- آسمان وريځ داورښت امکان شته ، د تودوخې لوړه درجه ١٢، ټيټه ٧
  شبرغان - آسمان ځاى ځاى وريځ ، د تودوخې لوړه درجه ٣٧، ټيټه ٢٣
فراه- آسمان ، ځاى ځاى وريځ، د تودوخې لوړه درجه ٣٨ ټيټه ٢٤
خوست- آسمان وريځ، داورښت امکان شته ، د تودوخې لوړه درجه ٣٠، ټيټه ٢٠
ميمنه- آسمان ځاى ځاى وريځ ، د تودوخې لوړه درجه  ٣٦ ، ټيټه ١٩
لښکرګاه- آسمان ځاى ځاى وريځ ، د تودوخې لوړه درجه ٤١، ټيټه ٢٥
جبل سراج-اسمان وريځ داورښت امکان شته ،ددوخې لوړه درجه ٢٧-ټيټه ٩
په کابل کې به سبا لمرپه ٤ بجو او ٢٦ دقيقو وخيژي او د مازيګر په ٧بجو او ١١ دقيقو ولويږي . 

کابل\باختر  د چنګاښ ١٢ :
په هغې ترافيکي پيښه کې چې تېرماښام دکابل _ جلال آباد په لويه لاره کې رامنځته شوه؛ اته تنه ووژل شول.
دلغمان د والي ويندوى سرحدي ځواک باخترآژانس ته وويل: دغه پيښه هغه وخت رامنځته شوه چې يو مسافروړونکى موټر د لغمان ولايت په مربوطاتوکې له سړک څخه ووت اوپه يوه دره کې وغورځيد.
دځواک دڅرگندونو له مخې: په دې پيښه کې د موټر چلوونکى په ګډون اته تنه ووژل شول.
ځواک د دغې پيښې علت د موټر چلوونکى ګړنديتوب او بې احتياطي وبلله او ويې ويل: دغه لويه لاره د سور له کموالي سره سره د هيواد يوه  ګڼ ميشته لاره ده
چې زياتره زړه بوږنونکي ترافيکي پيښې د سپرليو د وژنې سبب کيږي.

کابل\ باختر د چنګاښ ١٢ :
يوځانمرګى يرغلګر تېره شپه مخکې له دې چې په هدف باندې بريد وکړي؛ د ملي امنيت د مامورينو له خوا په جلال آباد ښارکې ونيول شو.
شمس الله کله چې نوى دجلال آباد ښار ته رسيدلى و؛ په داسې حال کې چې په ځانمرګى واسکټ سمبال و او جنګي وسايل ورسره ؛ ونيول شو.
د ننګرهار د والي ويندوى احمدضيا عبدالزي باخترآژانس ته وويل چې دغه ځانمرګى يرغلګر غوښتل په جلال آباد ښارکې په کوم هدف بريد وکړي، خو بريالى نه شو .
په لومړنيوتحقيقاتوکې روښانه شوې ده چې شمس الله د پاکستان د بلوچستان  اصلي اوسيدونکى دى او د ډيورند له کرښې اخوا کړيو له خوا په جلال آباد ښارکې  دځانمرګى بريد په ترسره کولو ګومارل شوى و.
دننګرهار د والي ويندوى وايي چې له دغه يرغلګرڅخه پوښتنې پيل شوې دي.

کابل \ باختر د چنګاښ ١٢ :
دپاکستان داسلامي جمهوريت صدراعظم ميا نوازشريف تېرماښام په يوه ټيلفوني اړيکه کې  د افغانستان داسلامي جمهوريت له جمهور رييس حامدکرزي سره خبرې وکړې.
دجمهو ري رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ :
په دې ټيلفوني اړيکه  کې د پاکستان صدراعظم يوځل بياد هيواد جمهور رييس ته بلنه ورکړه چې د خبرو د ترسره کولو لپاره دې پاکستان ته سفروکړي.
په مقابل کې د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهوررييس حامدکرزي له ميانواز شريف څخه د مننې په ترڅ کې وويل چې په اصولوکې له دغې بلنې سره  موافقه لري او په يومناسب فرصت کې به دغه هيواد ته سفر وکړي.
دهيواد جمهور رييس وړانديز وکړ چې په بهرنيو چارو او په ملي امنيت کې دپاکستان د صدراعظم سلاکار سرتاج عزيز دې کابل ته سفروکړي چې پاکستان ته  زما د سفرلپاره د يوې اغيزمنې اجنداپه باب کار وشي .
جمهور رييس زياته کړه چې پاکستان ته د ده سفر بايد مثبتې نتيجې ولري او دافغانستان اوپاکستان دخلکو هيلې چې هماغه سولې او ثبات ته رسيدل دي، د دواړو هېوادونو دحکومتونوله خوا ترسره شي.
حامدکرزي وويل چې په افغانستان کې د سولې او امنيت ټينګښت په پاکستان اوسيمه  کې د سولې او ثبات سبب کيږي.
جمهور رييس په دغو ټيلفوني خبروکې دپاکستان دپرمختګ او ترقۍ لپاره ددغه  هيواد د صدراعظم هلې ځلې وستايلې او ويې ويل چې د افغانستان خلک له پاکستان سره د دوستۍ او ورورولۍ غوښتنه کوي، خو بايد د افغانستان د خلکو د دغې هيلې د ترسره کيدولپاره لاره آواره شي.
د يادونې وړ ده چې دا د يوې اوونۍ په بهيرکې له جمهور رييس کرزي سره  د پاکستان د صدراعظم دويمه ټيلفوني اړيکه ده.

Monday, 01 July 2013 08:34

د اسعارو بيه:

کابل\باختر\دچنکاښ د مياشتې ١٠:
دکابل دشهزاده سراى دصرافانو د رييس  دمعلوماتو له مخې، نن له غرمې مخکې دبهرنيو پيسو په مقا بل کې دافغانۍ ارزښت په دې ډول دى:
يوامريکايي ډالر پيرودل په 45 56/  افغانيو پلورل په  56/50افغانيو
يوانګليسي پونډ پيرودل په 10  85 /افغانيو پلورل په  85 /20افغانيو
داماراتو يو درهم پيرودل په 20/ 15 افغانيو پلورپه 25 / 15 افغانيو
يوه يورو پيرودل په 40 73/ افغانيو پلورل په   73 /50  افغانيو
يوسعودي ريال پيرودل په  90 14/پلورل 14/95 افغانيو
زرهندي کلدارې پيرودل په 950 افغانيو پلورل په 960 افغانيو
زرپاکستاني کلدارې پيرودل په  560افغانيو پلورل په 561 افغانيو
زر ايراني تومان پيرودل په 17/20  افغانيو پلورل په  17/30 افغانيو.

کابل \  باختر د چنګاښ ١٢ :
يو ځانمرګى يرغلګر نن سهار دکابل ښار د صدرات په څلور لارې کې ووژل شو.
دملي امنيت د لوى رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته  خبرورکړو:
په پوځي يونيفورم سمبال يوځانمرګى يرغلګر نن سها کله يې چې غوښتل د صدرات څلور لارې ته څېرمه د ملي امنيت په يوې ادارې ځانمرګى بريد وکړي؛ هدف ته له رسيدو مخکې د ملي امنيت د موظفينو له خوا وپيژندل شو اوپه ډزو سره ووژل شو.
پيښه  تر زياتې څيړنې لاندې ده .

کابل باختر د چنګاښ نهمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس حامدکرزي په مشرۍ دهيواد له جهادي مشرانو او سياسي شخصيتونو سره مشورتي غونډې دافغانستان او امريکا ترمنځ  په امنيتي موافقه ليک پورې اړوند دافغانستان  دريځ وڅيړه .
دجمهور رييس  دويندوى دفتر باختراژانس  ته خبرورکړ په دې غونډه کې چې دهيواد له جهادي مشرانو اوسياسي شخصيتونو  سره دمشورتي غونډو په لړکې نن له غرمې مخکې په ارګ کې جوړه شوه ، دافغانستان اوامريکا ترمنځ  دامنيتي موافقه ليک په باب له هراړخيزو خبرو وروسته ، دامنيتي موافقه ليک په باب دنويو خبرو دپيل لپاره  دافغانستان په شرايطو باندې خبرې وشوې .
  په مشورتي غونډه کې ټينګار وشو چې د دوه اړخيز امنيتي موافقه ليک  په باب ددواړو هيوادونو د خبرو څلورم پړاو چې دروان کال دغبرګولي دمياشتې په نهه ويشتمه نيټه په قطر کې دطالبانو ددفتر دپرانستلو دڅرنګوالي په اړوند دافغانستان ددولت داعتراض په نتيجه کې  وځنډول شو کيداي شي دافغانستان دسولې دعالي شورا او دطالبانو ترمنځ دسولې دخبرو له پيل کيدو سره جوخت شروع شي .
  دغه راز ټينګار وشو چې دوه اړخيز امنيتي  قرارداد يې بايد سولې او ثبات ته درسيدو، دهوايي  پوځ په ګډون  دافغانستان ددفاعي او امنيتي ځواکونو دپياوړتيا او سمبالولو او دهيواد داقتصادي  ودې سبب شي .
په دې غونډه کې ټينګار وشو چې دافغانستان پرخلاف دبهرني ګواښ په صورت کې  دى دامريکا  دمتحده ايالاتو دولت ددواړو  هيوادونو ترمنځ  دهغوموافقه ليکونو له مخې چې دستراتيژيکي همکاريو دقرارداد ددريمې برخې په نهه  ماده کې يې يادونه شوې ده عمل وکړي .
  دستراتيژيکي  همکاريو دموافقه ليک  ددريمې برخي په نهه ماده کې ويل شوي دي
  ( په دې باندې په پوهيدو سره چې دافغانستان ثبات دجنوبي  اومرکزي اسيا په ترقي اوثبات کې  رول لري دامريکا متحده ايالات ټينګارکوي چې دافغانستان پرخلاف  هر راز بهرني  تيري دخپلې ژورې  انديښنې سبب بولى ددغه شان  پيښې درامنځته  کيدو په صورت کې  دواړه لوري بايد ډير ژر په خپلو کې په سلامشورو سره ددواړو لورو په موافقه او دخپلو اساسي قوانينو له حکمونوسره سم دسياسي  ، ديپلوماتيکي ، اقتصادي اونظامي اقداماتو په ګډون مناسب ځواب طرحه او تطبيق کړي )
دهيواد دجهادي مشرانو  اوسياسي شخصيتونو غونډې دافغانستان او امريکا ترمنځ دامنيتي موافقه ليک دلاسليک  په باب وروستۍ  تصميم دافغانستان دخلکو په ارادې پورې اړوندوباله .

کابل باختر د چنګاښ نهمه :
دزابل ولايت دشاجوي ولسوالۍ يوشمير ځوانانو نن داطلاعاتو اوفرهنګ له وزير ډاکتر سيد مخدوم رهين سره وکتل .
  دباختراژانس دخبريال  دخبر له مخې، په دې کتنه کې دزابل ولايت دشاجوي ولسوالۍ ځوانانو ددغه ولايت داطلاعاتو اوفرهنګ رياست ، ملي راډيو تلويزيون او دځينو سيمه ئيزو رسنيو په اړوند  خپلې ستونزې داطلاعاتو اوفرهنګ له وزير سره  طرحه  کړې اودهغو دحل  کولو غوښتنه يې وکړه .
ډاکتر سيد مخدوم رهين دځوانانو دستونزو له اوريدو وروسته ژمنه وکړه چې طرحه شوي مسئلې به داداري اصلاحاتو اوملکي خدمتونو له خپلواک  کميسيون او له اړوندو ادارو سره په تفاهم کې حل شي.
په دې کتنه کې په ولسي جرګه کې  دزابل ولايت دخلکو استازو عبدالقادر قلاتوال هم برخه لرله .