02 July 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په هېواد کې د کرونا ويروس ١٨٦نوې پيښې ثبتې شوې

په هېواد کې د کرونا ويروس ١٨٦نوې پيښې ثبتې شوې

کابل / د چنګاښ ١٢مه/ باختر د عامې روغتيا وزارت...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کابل باختر د چنګاښ نهمه :
وسله والو طالبانو په ارزګان ولايت کې په يوجومات کې په لمونځ کوونکو بريد وکړ .
  په دې بريد کې درې تنه لمونځ کوونکي شهيدان او درې تنه نور يې ټپيان شول .
پيښه هغه وخت رامنځته شوه چې يوې ډلې وسله والو طالبانو د دهراود ولسوالۍ په چمن کې په يوجومات په بريد سره په لمونځ کوونکو ډزې وکړې .
دارزګان ولايت ددهراود ولسوال امين الله خالقي باختراژانس ته وويل چې يرغلګر له ډزو وروسته له سيمې څخه وتښتيدل او امنيتي مامورين يې په لټه کې دي .
  په همدې حال کې ديو روغتيايي  مرکز ډاکترانو د يو تن ټپي روغتيايي حالت خراب وباله .

کابل باختر د چنګاښ نهمه :
په کاپيسا ولايت کې دفني او حرفوي  زده کړو دمرکز دبنسټ ډبره نن دشهيدانو معلولينو کار او دټولنيزو چارو دوزيرې آمنې افضلي  او ددغه وزارت دمعين ډاکتر حسام الدين همراه او دکاپيسا دوالي محراب الدين صافي له خوا کيښودل شوه .
دباختراژانس دخبرله مخې ، دشهيدانو معلولينو کار او ټولنيزو چارووزيرې آمنې افضلي  په هغې غونډۀ کې چې  له همدې امله  په کاپيسا ولايت کې  جوړه شوې وه وويل ، په تيرو دريو لسيزو کې  دهيواد تخصصي او فني ځواکونه  دناخوالو په دليل يا وژل شوي اويا ټپيان شوي دي  اويا له هيوادڅخه وتلي دي  چې له امله يې  دمتخصصو او فني ځواکونو نشتوالي  په ځان پسې درلود .
ميرمن  افضلي  په وروستي  يوه لسيزه کې دستونزو په څيړنې سره  زياته کړه خلکو دانتقال په پړاو کې ښه عمل وکړ  دې ته په پاملرنې سره  چې هرڅه يې بايد له سره پيل کړي واي  .
دشهيدانو معلولينو کار او ټولنيزو چارووزيرې  هغو انديښنو ته په اشارې سره  چې د٢٠١٤ کال اووروسته کلونو په باب اوريدل کيږي وويل : دافغانستان دخلکو يووالي ، پيوستون او وحدت به ددايمي ثبات او له ستونزو څخه دتيريدو متضمن وي . او دافغانستان خلک به په يو والي او پيوستون سره  دپرمختګ  اوښه والي  له تګلوري څخه  ټول خنډونه  لري کړي .
ميرمن افضلي راروانو انتخاباتو ته  په اشارې سره ټينګار وکړ چې ټول بايد په رښتينوالۍ او صداقت سره دسالمو او شفافو انتخاباتو دترسره کولو لپاره  هڅه او هاند وکړي . او نړۍ به هم افغانستان  يوازې پرې  نه ږدي
په دې غونډه کې دکاپيسا والي محراب الدين صافي دټولنيزو ستونزو او دوزګارتيا دله منځه وړلو په لاره کې دشهيدانومعلولينو کار او ټولنيزو چارو وزارت  دهڅو اوهاند له امله په قدرداني سره  زياته کړه په کاپيسا ولايت کې دفني او حرفوي زده کړو دمرکز دجوړولو دکار په بشپړيدو سره  به  په کال کې  څلور سوه پنځوس تنه  دفني اوحرفوي زده کړو په ترلاسه کولو سره  له دغه مرکز  څخه دفراغت سندونه ترلاسه کړي .
  دغه راز په دې غونده کې دکاپيسا دولايتي شورا رييس محمد حسين سنجني په بيلابيلو برخو په تيره بيا  په کاپيسا ولايت کې دفني او حرفوي زده کړو دمرکز دجوړولو په برخه کې  دشهيدانو معلولينو کار او ټولنيزو چارو  دوزارتونو برياليتوبونه  په ګوټه کړل اووي ويل  دکاپيسا ولايت  په څو ولسواليو او مرکز کې دفني اوحرفوي زده کړو مرکزونه فعاليت  کوي او دغه مرکز  به په اتو مياشتو کې  بشپړ او ګټې اخستنې ته وړاندې شي .
دکار دزده کړې او په کاپيسا ولايت کې  دکسب دترلاسه کولوپه برخه کې زياتې ستونزې حل شي .

کابل باختر د چنګاښ نهمه :
دازادو ، پټو او مستقيمو انتخاباتو په نتيجه کې څيړونکې فرزانې حبيبي او امان الله جهانياردخبرايالانو  داستازو په توګه  درسنيو عالي شورا ته  لاره وموندله .
  په هغو انتخاباتو کې چې په همدې مقصد نن  دمطبوعاتو د نړيوال مرکز  په تالار کې ترسره شول خبريالانو دازادو، پټو اومستقيمو رايو په څرګندولو سره دغه دوه تنه دخپلو استازو په توګه  انتخاب کړل .
  دباختراژانس دخبريال دخبر له مخې ، درسنيو عالي شورا ته  دخبرايالانو داستازو دلاري موندلو په خاطر دعلومو اکاډمۍ دژورناليزم دانستيتوت رييسې  څيړونکې فرزانې حبيبي ، داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دخپرونو رياست دجواز ليکونو دثبت او صادرولو مدير امان الله جهانيار ، ازادې ژورنالستې وحيدې احمدي او حسيب الله امين ځانونه کانديد کړي و چې دهغو انتخاباتو په نتيجه کې چې ترسره شول  فرزانې حبيبي ددري شپيتو رايو په ترلاسه کولو سره او امان الله جهانيار دشپيتو رايو په ترلاسه کولو سره درسنيو عالي شورا ته  لاره وموندله .
  دباختراژانس دخبريال دخبر له مخې ، په هغې غونډه کې چې دانتخاباتو دترسره کولو ، داخلاقي معيارونو په باب دخبرو اوخبريالانو ته دمعاونيت دصندوق  دجوړولو په خاطر جوړه شوې وه داطلاعاتو او فرهنګ وزير ډاکتر سيد مخدوم رهين خبرې وکړې او وي ويل : له يوولسو کلونو راپديخوا دبيان دازادي په برخه کې  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت پاليسي دبيان ازادي ته خدمت او درسنيو اودرسنيو دکارکوونکو پياوړتيا ده چې درسنيو په چارو او دبيان په ازادي او دخبريالانو په فعاليت پورې اړوندې مسئلې  موږ تل په سلامشورو او اړيکو کې حل کړي دي .
يوولس کاله مخکې  کله چې درسنيوقانون  تنظيم شو مياشتې مياشتې  له دې څخه مخکې وي  چې دافغانستان  داساسي قانون کميسيون جوړ شو ديوې مياشتې په دننه کې چې قانون چمتو شواو په دويمه مياشت کې نافذ شو .
ډاکتر رهين زياته کړه : زموږ مطبوعات اوس هم له کمي پلوه او هم په کيفي لحاظ دستاينې وړ دى .  په کارونوکې يې له ناخوالواو نيمګړتياوسره سره .
ډاکتر سيدمخدوم رهين په دې اعلام سره چې اخلاقي معيارونه  نافذ او داجرا وړ دي زياته کړه، په دې ترتيب  په هر پړاو کې چې دقانون له حکمونوسره سم ټاکل شوې وه کوم کار وشي ، دژورناليستو دوستانوپه سلامشوره وه .
ددغو کارونو له جملې څخه په تيرو شپږو مياشتو کې دورځپانه ليکنې داخلاقي کودونو يو متن و ، دخبريالانو دچارو لپاره يو ډول اخلاقي قواعد تنظيم شول ما غوره وبلله چې داکار په خپله  ژورناليستان  ترسره کړي  چې ويې کړل .
په دې غونډۀ کې  دخبريالانو دملاتړ دصندوق دچارو دڅيړنې لپاره څلور کسيز کميسيون کانديد شو چې دصندوق په طرز العمل پورې اړوندې مسئلې  او نورې چارې پرمخ بوځي .
وروسته مبارز راشدي  دغونډې اداره په غاړه واخيسته او په لنډو خبرو کې يې وويل : داخلاقي  معيارونو مسوده ژورناليستانو دوستانو تنظيم کړه او په بيا بيا غونډو کې يې هغه تاييد کړه .
ده وويل په نږدې راتلوونکي کې اخلاقي معيارونه  په رسانه يي ډول چاپ اودټولو په واک کې ورکول کيږي .
راشدي دژورناليستانو دصندوق جوړول يوه مهمه او ستره موضوع وبلله او وي ويل  په هغو انديښنو سره چې زموږ ژورناليستان يې لري  دغه صندوق کولي شي  هغه پاى ته ورسوي .

کابل\باختر\دسرطان ٩
د افغانستان د مبارزو ښځو ملي مرکز نن دشتون اعلام وکړ .
دهما اميري دڅرګندونو له مخې، ددغه مرکز اساسي هدف دښځو دحقوقواودروا ازاديو د تا مينولو په لاره کې د افغا نستان له ښځوسره مرسته اوهمکاري ده.
دباختراژانس دخبريال دخبر له مخې، په هغې غونډه کې چې له همدې امله جوړه شوې وه ددغه مرکز مرستيالې هما اميري ،رئيسې حميدي وردګ ، ديوناما وياندې نيلاب مبارز .دښځو د چارو وزارت استا زي رحيمې ظريفي اوڅو تنو نورو ددغه مرکز دفعاليت اوهدفونو په باب اوږدې خبرې و کړې.

کابل\باختر\دسرطان ٩
دفضل هادي مسلم يار په مشري د مشرانو جرګې په ننني غونډه کې د انتخا باتو دقانون په طرحه کې وارد شوي تعديلونه له پنځوسمې مادې څخه تر٦٦ مادې پورې تصويب شول .
دمشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ :
ددغې طرحې مادې دسناتورانو غلام محي الدين منصف، محمدحسن هوتک اودحاجي عبدالله له خوا غونډې ته وړاندې شوه اود غړو له خواديو لړ نظريو له وړاندې کيدو ووسته درايو په اکثريت تصويب شوه . د انتخا باتو دقانون طرحه چې ټول ١٦ فصلونه او ٧٩ مادې لري نن پنځلس مادې يې تصويب شوې او په سبا غونډه کې به ددغه قانون د طرحې پاتې مادې تصويب شي .
دسنا مجلس د لومړي نايب محمدعلم ايزديار په مشري دغونډې په بله برخه کې سناتورانو ازادې خبرې وکړې او له اعتراض کوونکو سره د تخارولايت دسيمه ييزو مقاماتو دچلند له امله چې درې تنه پکې ووژل شول او يو شميرنورټپيان شول، انديښنه څرګنده شوه او وويل شول چې دلازمو تدبيرونو دنه نيولو په صورت کې ښايي اړو دوړو دوام ومومي او ان نورو ولايتونو ته خپور شي چې عواقب يې ښه نه دى په همدې ملحوظ له حکومت څخه وغوښتل شول د هغومصلحتونو مخه ونيسي چې دټولنيز بحران د پراختيا سبب کيږي او وپتيل شوه چې د مشرانو جرګې هيئت دې ددغې موضوع دڅيړنې لپاره د تخار ولايت ته واستول شي اود اړودوړودپاى ته رسولو  ته دې حکومت ته سلامشوره ورکړي .
په دغو خبرو کې دځينو هغو هيوادونو دهلو ځلو دغندلو په باب چې غواړي افغانستان ملوک الطوايفي اوټوټې ټوټې کيدو په لور راوکاږي دهيواد د جمهور رئيس ددريځ ملاتړ وشو او ټينګار وشو چې د افغانستان ملت به پرديو ته اجازه ورنه کړي چې خپلو دغه شان نا وړ و هدفونو ته ورسيږي .
يوشمير سناتورانو دښځو پرخلاف دتاوتريخوالي د بندولو دقانون دطرحې د نه تصويبيدو په خاطر دملي اردو او پوليسو دمعاشونو اوتجهيزاتو دبندولو په باب دځينو بهرنيو هيوادونو په وروستي دريځ هم نيوکه وکړه اودغه شان شرطونه يې د افغانستان اود نړيوالې ټولنې ترمنځ دلاسليک شويو موافقه ليکونو پرخلاف و بلل
په ازادو خبرو کې دغه راز دهيواد دامنيتي حالت په تيره بيادپکتيا ولايت په پټان ولسوالۍ کې ددوو قومونو ځاځيو اومنګلو دخلکو ترمنځ دجګړې ،ددغه ولايت په سرحدي ولسواليو کې دپاکستاني پوځيانو له خوا دسپکو اودرندو وسلو دځاى پرځاى کيدو ، دانتخاباتو د خپلواک کميسيون دسندونو اووسايلو په ګدام کې داورلګيدنې په باب د انتخاباتو د خپلواک کميسيون د نه ځواب ، په هيواد کې په خپل وخت د انتخاباتو په ترسره کولو دټينګار، دښځو پرخلاف د تاوتريخوالي د زيا توالي په تيره بيا دپروان ولايت په ګډون دځينو زبرځواکو له خوا دښځو دتښتولو يادونه وشوه او په دغو برخو کې يې داړوندو مراجعو دڅيړنې غوښتنه وشوه .
دغونډې دکار په دوام دامريکا د يونظارتي مرکزڅرګندونې چې ويلي يې دي افغان هوائي پوځونه له هغوالوتکو څخه داستفادې لپاره چې د ا مريکا د متحده ايالاتو له خوا له روسيې څخه پيرودل کيږي کافي مهارت نه لري اوڅرګنده شوه چې د افغانستان د هوايي ځواکونو ظرفيت کرار کراردپراختيا په حال کې دى او ددغو ځواکونو دروزنې بهير هم په منظم ډول روان دى او هوايي پوځ له دغو الو تکو څخه د کاراخيستلو ځوا کمني لري .
دغه راز دغونډې رئيس اړوندو کميسيونونو ته د طرحه شويوموضوعګانو دسپارلو په ترڅ کې د انتخاباتو دقانون په طرحه کې دسياسي ګوندونو ونډې ته اشاره وشوه او وويل شول چې سياسي ګوندونه کولي شي په پارلمان کې په خپل شتون سره ددموکراسي د پراخ بنسټه کولو ،ملي کولو اوپياوړ تيا په لور ګام واخلي

پيښور\باختر\دسرطان ٩
دپيښور ښاربده بيرې ته څيرمه دپوليسو دپلټنې يوه تم ځاى ته څيرمه په موټر کې دايښودل شوي بم د چاودنې له ا مله څه نا څه ١٧ تنه ووژل شول او ٣٢ تنه نورټپيان شول .
باختراژانس ددان دانترنيتي سايت له خولې خبر راکړ : چې دغه چاودنه په امنيتي کاروانونو د بريد په مقصد طرحه شوې وه .
دپيښور ښار دکميشنري مرستيال رسنيو ته وويل چې په دې پيښه کې ١٧ تنه ووژل شول او ٣٢ تنه نور چې زياتره يې امنيتي ځواکونه و، ټپيان شوي دي .
دپوليسو دڅرګندونې له مخې په دې چاودنه کې نږدې پنځوس کيلو ګرامه چاوديدونکى توکي کارول شوي وخودا معلو مه نه ده چې دغه بم له لري واټن څخه کنتروليده اويا دځانمرګي بمي يرغلګر په واسطه ترسره شوې ده.

کابل\باختر\دسرطان ٩
داندونيزيا جمهوريت د خلکو دشورا دمجلس د مرستيال په مشري ددغه هيواد جګپوړي پارلماني هيئت نن د جمهور رئيس له مرستيال محمدکريم خليلي سره وکتل اوددواړو هيوادونو ترمنځ داړيکو د پراختيا دڅرنګوالي په باب يې خبرې وکړې.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ، په دى کتنه کې داندونيزيا جمهوريت د خلکو دشورا دمجلس مرستيال احمدفرهان حامد ددغه هيواد د جګپوړي پارلماني هيئت شتون ددواړو هيوادونو ترمنځ دټينګر دوستۍ نښه نښانه و بلله .
ده هيله وکړه چې ددغه هيئت سفر وکولي شي ددواړو هيوادونو ترمنځ د اړيکو له لازيات ټينګښت او پراختيا سره مرسته وکړي.
داندونيزياجمهوريت دخلکودشورا دمجلس مرستيال ددواړو هيوادونو دپارلماني همکاريو دپراختيا په اړتيا باندې دټينګار په ترڅ کې څرګنده کړه چې ددواړو هيوادونو ترمنځ اړيکې دې بايد په بيلا بيلو برخو کې ددواړو ملتونو د ترقي اوپرمختګ په لاره کې لازيات ټينګښت او پراختيا ومومي .
ده دغه رازدافغانستان دپوليسو دپياوړتيا ود لوړو زده کړوپه برخه کې د خپل متبوع دولت مرستو او همکاريو ته د اشارې په ترڅ کې څرګنده کړه چې دغه همکارۍ کولى شى په نورو اړخونو کې هم پياوړي شي .
په دى کتنه کې د جمهوررئيس مرستيال محمدکريم خليلي داندونيزيا او افغانستان ترمنځ اړيکې تاريخي اودوستانه و بللې.
دجمهور رئيس مرستيال ديته په اشارې سره چې په تيرو کلونو کې دافغانستان ددولت او خلکو يو ستر برياليتوب په هيواد کې ددموکراسي ټينګښت اود بيان ازادي ده ، هيله وکړه چې د اسلامي نړۍ د يوه ستر او بريالي هيواد په توګه د اندونيزيا تجربې وکولى شى د افغا نستان دنوى د موکراسي له پياوړتيا اود هيواد له ودې او پرمختګ سره مرسته و کړي .
ده دغه راز په هيواد کې دپانګې اچونې دښو فرصتونو په بيانولو سره په دولتي او خصوصي برخه کې د اندونيزيا پانګې اچوونکو ته بلنه ورکړه چې دغو مساعدو زمينو ته په پاملرنې سره په افغا نستان کې پانګونه وکړي.
دجمهوررئيس مرستيال څرګنده کړه چې دواړه هيوادونه ددواړو هيوادونو په اقتصادي او تجارتي برخو کې ښو فرصتونو ته په پاملرنې سره دغه زمينې لري .
څومره چې زمانه تيريږي ددواړو هيوادونو اړيکې لا زيا ته  ژورتيا او پراختيا مو مي
ديادوني وړ ده چې په دى کتنه کې داندونيزيا د خلکو دشورا د مجلس دريو تنو مرستيالانو ، داندونيزيا دپارلمان څلورو تنو غړو او په کابل کې داندونيزيا جمهوريت سفير اودغه راز د مشرانو جرګې دويم نايب رفيع الله ګل افغان ،د نړيوالو چارو د کميسيون رئيس ، دتقنيني او قضا يي چارو د کميسيون مرستيال اود مشرانو جرګې د اداري هيئت يو شمير مسولينو هم برخه لرله.

کابل\باختر\دسرطان ٩
دبغلان ولايت پوليسو د تيرې يوې اوونۍ په بهير کې ديو لړ چاڼيزو عملياتوپه بهير کې د وسله والو طالبانو يوه اندازه جنګي وسايل ترلاسه کړل .
دبغلان ولايت د امنيې قو ماندانۍ سرپرست سمونوال محمد صادق مرادي نن په يو خبري کنفرانس کې د تيرې يوې اوونۍ په بهير کې ددغه ولايت دپوليسو برياليتوبونه بيان کړل .
مرادي وويل چې پوليسو دډنډغوري ،جرخشک ،خنجانو او د ده صلاح په مربوطاتو کې دچاڼيزو عملياتو په بهير کې دوه کلاشينکوفونه ، يو يوولس ډزې ، د تو غندي ويشتوونکي څلورماينونه د هاوان يوسلو دوه ديرش ماينونه ، د چريکي هاوان شپږ ماينونه ، ددوه اتيا ميلي متري توپ نولس ګو لۍ ، د بي ، ام يو توغندي اتلس ماينونه ،دتوپ د ګو لۍ ديرش سرګلو لې ، د بي ام ، يو تو غندي څلرويشت سرګلولې او پنځوس کيلو ګرا مه چاوديدونکي توکي کشف او ترلاسه کړي دي .

کابل\باختر\دسرطان ٩
دغزني ولايت يوه امنيتي مقام په دغه ولايت کې ددوو تنو ماين ښخوونکو طالبانو د وژل کيدو خبر ورکړ.
دغزني ولايت د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال اسدالله انصافي باختراژانس ته وويل چې دوه تنه ماين ښخوونکي طالبان کله يې چې غوښتل دغزني ولايت داندړو ولسوالۍ په سړک کې ماين ښخ کړي د ناټو د جنګي الو تکې له خوا بريدوشو او ووژل شو ل .
دانصافي دڅرګندونو له مخې : د ناټو په دې هوا يي بريد کې ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى.

کابل\باختر\دسرطان ٩
دايبکو _ مزارشريف په لاره کې نن دترافيکي پيښې له امله اووه تنه ووژل شول او يوويشت تنه نورټپيان شول.
دسمنګانو ولايت سرپرست اختر محمد خيرزاده چې ددغې پيښې دټپيانو د احوالو دپوښتنې په مقصد دسمنګان ولايتي روغتون ته ورغلى و باختر اژانس ته وويل چې يو ٤٠٤ ډوله مسافر وړونکي بس موټر د هغه دچلوونکي د بې احتياطۍ او ګړندي تګ له ا مله دسمنګانو ولايت درباطک په سيمه کې له سړک څخه واوښت او چپه شو .
دده دڅرګندونو له مخې، په دې پيښه کې ديو ماشوم اوديوې ښځې په ګډون اووه تنه ووژل شول اودلسو تنو نارينه وو ،شپږو ماشومانو اود پنځو تنو ښځو په ګډون يو ويشت تنه نورټپيان شول.
په همدې دليل دسمنګانو ولايت د ترافيکو  يو تن چاروا کي باخترا ژانس ته وويل: چې ددغې پيښې يو زيات شمير ټپيان دهغو مسافر وړونکو وسايطو په واسطه چې په همدې لاره کې يې تګ راتګ کاوه او يو شمير نور يې دسمنګانو ولايت دترافيکو اود پو ليسو دوسايطو په واسطه دسمنګانو ولايتي روغتون ته وليږدول شول.
ده وويل چې موټر چلوونکي دپيښې له ساحې څخه تښتيدلى دى .
دسمنګانو روغتون سرطبيب ډاکتر شفيع الله ا ميري ددغې پيښې دپنځو تنو حالت خراب وباله او وي ويل چې دوى له لومړنيو مرستو وروسته دامبولاسونو په واسطه دبلخ ولايت حوزوي روغتون ته وليږدول شول.