02 July 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په هېواد کې د کرونا ويروس ١٨٦نوې پيښې ثبتې شوې

په هېواد کې د کرونا ويروس ١٨٦نوې پيښې ثبتې شوې

کابل / د چنګاښ ١٢مه/ باختر د عامې روغتيا وزارت...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کابل باختر د چنګاښ نهمه :
ددوو تنو پاکستانيانوپه ګډون پنځه تنه په کونړ ولايت کې دتروريستي فعاليت په تور ونيول شول .
دملي امنيت دادارې مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته وويل، دوه تنه پاکستاني تروريستان په کونړمربوطاتو  کې په ورانکارو تروريستي فعاليتونو او په ماين ښخولو بوخت وو ، ونيول شول .
نيول شويو کسانو  په لومړنيو تحقيقاتوکې په خپل جرم اعتراف کړي دي اويادونه يې کړې ده چې دعبدالوهاب په نامه دپاکستاني طالبانو ديو قوماندان له خوا دغې ډلې ته جذب شوي دي او په پيښور ښار کې دپوځي تعليماتو له زده کړې وروسته دورانکارو او تروريستي فعاليتونو دترسره کولو په مقصد دکونړ ولايت ته استول شوي دي چې دماين ښخولو په وخت کې دملي امنيت دموظفينو له خوا ونيول شول
په يوبل اقدام کې درې تنه تروريستان چې دکونړ ولايت په مربوطاتو کې دورانکارو او تروريستي فعاليتونو اوپه وسله والو بريدونو بوخت وو دملي امنيت دادارې دموظفينو له خوا ونيول شول .

کابل\باختر\دسرطان ٩
دانرژي او ا وبو وزارت اود ستندرد د ملي خپلواکې ادارې (انسا) نن يو داسې تفاهم ليک لاسليک کړ چې دهغه له مخې د انرژي او اوبو وزارت ژمن شو چې دتخنيکي پروژو طرحه او ددغه وزارت دقراردادونو لاسليک کول دې دمعياري نورمونو له مخې وي .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې،دغه تفاهم ليک دانرژي اواوبو وزيرمحمداسمعيل اودستندرد دملي ادارې (انسا) لوى رئيس پوپلزي پوپل لاسليک کړ.
ددغه تفاهم ليک له مخې دانرژي او اوبو وزارت ژمن شو چې دداوطلبي اودپرو ژو دسندونو دتخنيکي مشخصاتو دطرحه کولو اود قراردادونو دلاسليک کولو په وخت کې په ملي ستندردونو استناد وکړي
دغه راز ددغه تفاهم ليک له مخې دستندرد ملي ادارې ژمنه کړې ده  چې دالکترو تخنيک کميټې ته لازمې اسانتياوي برابروي اود لا براتواري ازمايښتونو دکيفيت د تصديق ليکو نو دصادرولو او له منل شويو نړيوالو چلندونو سره سم دمعيارونو د برابرولو په لاره کې زياته پاملرنه کوي .
دانرژي او اوبو وزيرمحمد اسمعيل دپروتوکول له لاسليک کولو څخه مخکې خبرې وکړې او وي ويل چې ستندرددګتورې او خوندي انرژي په تا مينولو کې ډير ارزښت لري او کولاي شي.د ا نرژۍ دتامينولو دپروژو په کيفيت  اغيزه وکړي.
دستندرد دتجهيزاتو کارول د انرژي دضايعاتو د کمښت ، د اقتصادي اغيزمنتوب د مصيونيت د ښه والي او تامينولو اود انرژي د تامينولو په لاره کې ځانګړي ارزښت لري ..
دغه راز په همدې مقصد نن هم د بريښنا دملي ستندردونو دتطبيق د عامولو او رواجولو په لاره کې د انرژي او اوبو په وزارت کې دسکتوري ادارو دهمغږي ورکشاپ جوړ شو .
په دې ورکشاپ کې چې د المان   دپراختيايي همکاريو د ادارې (جي ،ټي ، زيټ په مالي مرسته جوړ شو دسودا ګرۍ او صنايعو د کليو دبيا جوړولو او پرا ختيا د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژي اود ښاري پرمختيا د وزارتونو اود بريښنا موسسۍ، د افغانستان دعلو مو اکاډمي ، کا بل پو هنتون ،د کا بل دپل تخنيک پوهنتون او يو شمير بهرنيو موسسو اود ا نرژي په سکتور کې د همکارو مو سسو استازو ګډون کړي و .
په دې ورکشاپ کې دانرژي او اوبو وزير خبرې وکړې او ددغه شان ورکشاپونو جوړول يې په ټولو برخو کې دملي ستندرد په عملي کولو کې يو مثبت ګام و باله .
دستندرد د ملي ادارې لوى رئيس پوپلزي پوپل وويل دغه اداره د کيفيت د ملي بنسټيزې پرمختيا لپاره دپنځه کلن ستراتيژيکي پلان له مخې ګټور ګامونه اخيستې دي چې په اوس وخت کې د خورا کي توکو، کرنيزو محصولاتو درملو ، دسينګار د موادو ،نفتي توکو ، ساختماني موادو ، بريښنا اود برقي سا مان الاتو ، مترولوژۍ ، نساجي ،څرمنې ګنډلو د ژوندانه د چاپيريال اود ماين پا کولو په برخو کې دستندر د عالي شورا له خوا ٢٥١مورده ملي ستندرد و نه تصويب شوي دي

کابل -باختر  د چنکاښ د مياشتې ٩:
د هوا پوهنې ادارې په راتلوونکوڅلور ويشتو ساعتوکې د هيواد د ځينوسيمو د هوا حالات د سانتي ګراد په حساب په دې ډول اټکل کړى دى:
کابل- آسمان وريځ داورښت امکان شته، د تودوخې لوړه درجه ٣١، ټيټه ١٦
هرات- آسمان شين ، د تودوخې لوړه درجه ٣٥،  ټيټه ١٩
جلال آباد- آسمان وريځ داورښت امکان شته ، د تودوخې لوړه درجه ٣٨، ټيټه ٢٦
قندهار- آسمان ، ځاى ځاى وريځ د تودوخې لوړه ٤٣ ، ټيټه ٢٦
مزارشريف- آسمان وريځ داورښت امکان شته ، د تودوخې لوړه  ٣٨، ټيټه ٢٥
کندز- آسمان ، وريځ داورښت امکان شته د تودوخې  لوړه درجه ٣٦، ټيټه ٢٥
غزني- آسمان  ځاى ځاى وريځ، د تودوخې لوړه درجه ٢٤ ، ټيټه ٩
باميان- آسمان وريځ داورښت امکان شته ، د تودوخې لوړه درجه ٢٢ ، ټيټه ١٠
فيض آباد- آسمان وريځ داورښت امکان شته، د تودوخې لوړه درجه ٢٣، ټيټه  ١٧
شمالي سالنګ- آسمان وريځ داورښت امکان شته ، دتودوخې لوړه درجه ١٠ ، ټيټه  ٤
جنوبي سالنګ- آسمان وريځ داورښت امکان شته ، د تودوخې لوړه درجه ١٣، ټيټه ٧
  شبرغان - آسمان ځاى ځاى وريځ ، د تودوخې لوړه درجه ٣٧، ټيټه ٢٣
فراه- آسمان ، شين د تودوخې لوړه درجه ٣٩ ټيټه ٢١
خوست- آسمان وريځ داورښت امکان شته ، د تودوخې لوړه درجه ٣٤، ټيټه ٢٢
ميمنه- آسمان ځاى ځاى وريځ ، د تودوخې لوړه درجه  ٣٧ ، ټيټه ١٨
لښکرګاه- آسمان ځاى ځاى وريځ ، د تودوخې لوړه درجه ٤٢، ټيټه ٣٠
جبل سراج-اسمان وريځ داورښت امکان شته ،ددوخې لوړه درجه ٣٠-ټيټه ١٣
په کابل کې به سبا لمرپه ٤ بجو او ٢٥ دقيقو وخيژي او د مازيګر په ٧بجو او ١٢ دقيقو ولويږي . 

اسلم ا باد\باختر\دسرطان ٩
دپاکستان جمهور رئيس اصف علي زرداري پرون د بريتانيا له صدراعظم سره په کتنه کې ډاډ ورکړ چې هيواد به يې د افغا نستان دسولې له بهير سره خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.
باختر اژانس د پاکستان دخبري منابعو له خولې خبر راکړ: زرداري ويلي دي پاکستان چمتو دى چې د افغانستان دسولې په بهير کې همکاري وکړي خو دده دڅرګندونو له مخې بايد په دې قضيه کې دټولو ښکيلو اړخونو ګټې په پام کې ونيول شي .
اصف علي زرداري اوديويد کامرون پرون په افغانستان کې دسولې دبهير اود افغانستان او پاکستان د همکاري دبهير په باب خبرې وکړې .
دپاکستان د حکومت په يوه اعلاميه کې ويل شوي دي : پا کستان باورلري چې ديالوک او روغه جوړه په افغانستان کې د هميشني سولې د تا مينولو يواځينۍ لاره ده .
دبريتانيا صدراعظم پاکستان ته له سفر مخکې په نا څاپي ډول افغا نستان ته سفر وکړ .
ده ددغه سفر په بهير کې له طالبانو سره دسولې دخبرو ملا تړ و کړ .

کابل\باختر\دسرطان ٩
دکورنيوچارو وزارت داستخباراتو پوليسو اووه ويشت تنه په تروريستي او جنايي فعاليتونو کې دلاس لرلو په تور ونيول .
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته ديوې خبرپاڼې په ليږلو سره ليکلي دي د تيرې اوونۍ په بهير کې د کورنيو چارو وزارت د استخباراتو پوليسو اووه ويشت تنه د تروريستي بريدونو ، غلا او انسان تښتونو په اړوند ونيول .
دغه کسان دکابل ،پروان ، پکتيا ، هرات اود بادغيس د ولايتونو په مربوطاتو کې ونيول شول.
دغه راز د کورنيو چارو وزارت د استخباراتو دلوى رياست دپوليسو منسوبينو د تيرې اوونۍ په بهير کې يولړ عمليات تر سره کړل او په بهير کې يې لس ډول ډول ماينونه ، نهه ميله سپکې وسلې ، دوه درندې وسلې او يوه ا ندا زه مهمات کشف او ترلاسه کړل .
دغه وسلې او مهمات د کونړ، بلخ ، ارزګان ، لو ګر ، خوست ،پکتيکا ، بادغيس اودغور د ولايتونو په مربوطاتوکې دتروريستي او ورا نکارو بريدونو د ترسره کولو په مقصد ځاى پرځاى شوي و .

کابل باختر د چنګاښ نهمه :
دکابل دنړيوال هوايي ډګر دسرحدي پوليسو موظفينو نن يو تن دنشه يي توکو دقاچاقو په تورونيو .
دکابل دنړيوال هوايي ډګر دسرحدي پوليسو يوه خبرځاى باختراژانس ته خبر ورکړ نيول شوى سړى دکابل ولايت اوسيدونکى دى او کله يې چې غوښتل نږدې شپږ سوه کيلوګرامه هيروئين چې په يوبيک کې ځاى پرځاى شوي و او ديوې الوتنې په واسطه يې شارجې ته  ليږدول دکابل دنړيوال  هوايي ډګر دسرحدي پوليسو دموظفينو له خوا ونيول شو .
پرون هم دننګرهار ولايت دوه تنه اوسيدونکي په ورته تور ونيول  شو .
دغو دوو تنو څه دپاسه  يو کيلوګرام هيروئين په خپلو ګيډو کې ځاى پرځاى کړي و .  

کابل باختر د چنګاښ نهمه :
په تيرو څليرويشتو ساعتو کې  دافغان امنيتي ځواکونو او دنړيوالو قوتونو په ګډو چاڼيزو عملياتو کې يوولس تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
دکورنيو چارووزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ،  افغان امنيتي ځواکونو اونړيوالو قوتونو دغه عمليات د کونړ ، سرپل ، قندهار ، ميدان وردګو ، غزني ، پکتيا او دهلمند دولايتونو په مربوطاتو کې  ترسره کړل چې له امله يې يوولس تنه وسله وال طالبان ووژل شول اوڅوارلس تنه يې ونيول شول او يوه اندازه جنګي وسايل او يو زرو پنځه سوه کيلو ګرامه  نشه يي توکي ترلاسه شول .
   دغه راز دملي پوليسو ځواکونو دلغمان او زابل دولايتونوپه مربوطاتو کې دوسله والو مخالفينو له خوا څلور ښخ کړى شوي ماينونه کشف او شنډ کړل
ديوبل خبر له مخې، دکابل ولايت دامنيې قوماندانۍ دملي پوليسو منسوبينو پرون دنشه يي توکو دپلورنې او دوژنې په اړوند دوه تنه دکابل ښار دشپاړسمې حوزې  او دبګراميو ولسوالۍ په مربوطاتو کې ونيول .

نوي ديلي باختر د چنګاښ نهمه :
  دهند دبهرنيو چارو وزير سلمان خورشيد دافغانانو په مشري دسولې دخبرو په ترسره کولو باندې ټينګار کړى دى .
باختراژانس دخبري منابعو له خولې خبر راکړ، سلمان خورشيد پرون دکشمير په سرينګر  ښارکې وويل چې بايد افغانانو ته اجازه ورکړي شي چې په خپله دخپل هيواد دراتلونکي په باب تصميم ونيسي ، دبريتانيا  صدراعظم هم ويلي دي چې دسولې خبرې دې بايد دافغانانو په مشري ترسره شي .
په اوس وخت کې چې دطالبانو دفتر په دې وروستيو وختو کې په قطر کې پرانستل  شوى دى او ځينې کسان دطالبانو داستازو په توګه پکې ګډون  لري خوتراوسه پورې  په رسمي ډول دسولې دخبرو دپيل په باب کوم خبر نه دى ترلاسه شوى .

کابل باختر د چنګاښ نهمه :
د نيمروز ولايت دچخانسور ولسوالۍ لپاره  دطالبانو د ډلې نومول شوى ولسوال له خپل يو همکار سره يې ووژل شو .
دکورنيو چارو وزارت ويندوى صديق صديقي باختراژانس ته وويل، ددولت يو وسله وال مخالف  دقندهار ولايت دارغنداب ولسوالۍ اصلي اوسيدونکى ملا فتح اسحاق زى چې دطالبانو د ډلې له خوا دنيمروز ولايت دچخانسور  ولسوالۍ  لپاره دولسوال په توګه  نومول شوى و دوسله والو طالبانو د ډلې له يوه فعال غړى ملا شير علي اغا سره داور ددوه لاري په ساحه کې دغورغوري او دزرنج ښار ترمنځ پرته سيمه وه، ووژل شواو مړى يې دپيښې په ساحه کې پاتې دى اويو کلاشينکوف ، يو ارپي جي _ ٧  توغندى ، يوسراچه موټر. يوهوندا موټرسايکل او دوه موبايل تيلفونونه هم دپوليسو لاس ته ورغلى دى .

کابل باختر د چنګاښ نهمه :
دملي اردو منسوبينو نن دهيواد په ځينو ولايتونو کې د يو لړ عملياتو په بهير کې دوسله والومخالفينو د ډلې  ديو قوماندان اويوبهرني  تبعه په ګډون اوولس تنه وسله وال  مخالفين ووژل  ، اووه تنه يې ونيول شول او دماينونو يوه ډيپو يې کشف کړه .
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ، دملي اردو منسوبينودغزني ولايت دقره باغ ولسوالۍ په مربوطاتو چاڼيز عمليات ترسره کړل چې له امله يې ديو بهرني تبعه په ګډون شپاړس تنه وسله وال مخالفين ووژل شول او پنځه تنه مشکوک مخالفين ونيول شول .
دغه راز دملي اردو  منسوبينو دهغو عملياتو په بهير کې چې دنورو امنيتي ځواکونو سره په ګډوهلوځلوکې  دارزګان ولايت  په مربوطاتو کې  ترسره شول دوسله والو مخالفين يو قوماندان ووژل شو او دهلمند ولايت دګرشک ولسوالۍ په مربوطاتو کې دماين يوه ډيپو کشف شوې ده .
ديوبل خبر له مخې،  دارزګان ولايت ددهراود ولسوالۍ په مربوطاتوکې  دماينونو دچاودنې له امله دملي اردو درې تنه منسوبين شهيدان شول او څلور تنه نور يې ټپيان شول او دهلمند ولايت دموسي قلعه ، سنګين او کجکي  دولسواليو په مربوطاتو کې دملي اردو درې تنه منسوبين شهيدان شول.