18 November 2019

RSS Facebook

سوداگریز

تازه خبرونه

له قطر سره د لوبې لپاره د افغانستان د فوټبال ملي ټيم تمرينونونه پيل کړل

کابل/ د لړم ٢٦مه/ باختر د افغانستان د فوټبال ملي ټيم...

د ننګرهار د کرنې رييس په يوه ترافيکي پېښه کې ووژل شو

کابل/ د لړم ٢٦مه/ باختر د ننګرهار د کرنې او اوبو...

د اتل قول اردو قوماندان: طالبان د زابل په شاه جوى کې ماتې خوړلې ده

کابل/ د لړم ٢٦مه/ باختر د اتل قول اردو قوماندان وايي...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کابل –باختر دتلې ١٨
اووه تنه وسله وال مخالفين په فراه ولايت کې ووژل شول.
دغه کسان په تيرو څلورو ويشتو ساعتوکې ددغه ولايت په بالابولوک ولسوالۍ کې دملي اردو له ځواکونو سره په نښتوکې ووژل شول.
دملي دفاع وزارت د ويندوى مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبرورکړ: دغه راز په دغو عملياتوکې نهه تنه نور وسله وال طالبان ټپيان شول.
خبرځاى زياته کړه چې دملي اردو ځواکونو يوولس تنه له طالبانو سره همکاري  په تور دقندهار په ژيړۍ دپکتيکا ځاځى اريوب په ولسواليوکې نيولي دي .
په خپرپاڼه کې ويل شوې دي: له نيول شويوکسانو څخه يوه اندازه جنګي وسايل هم ترلاسه شوى دى.
 
Tuesday, 09 October 2012 13:45

څلور تنه طالبان ووژل شول

کابل –باختر دتلې ١٨
دپکتيکا ولايت په مربوطاتوکې پرون دماين دچاودنې له امله څوارلس تنه ماين ښخوونکي طالبان  ووژل شول.
دملي دفاع وزارت د ويندوى مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ: څوارلس تنه ماين ښخوو کله يې چې نيت درلود د وسايطو ضد يومان د پکتيکا ولايت د ارګون ولسوالۍ په سړک کې ښخ کړي؛ دغه ماين وچاوديد او دوى ووژل شول.
 
کابل –باختر دتلې ١٨
يو ځوان په کاپيسا ولايت کې ځان  وواژه.
اوولس کلن ځوان محمدنسيم پرون په ډزو سره ځان وواژه. دپوليسو لومړني څيړنې ښيې چې بې وزلي ددغې ځان وژنې اصلي انګيزه ده.
په کاپيسا کې دپوليسو يو مسوول باختر آژانس ته وويل: د دوى څيړنې ښيې چې دغه ځوان په ښکاري ټوپک سره ځان وژلي دى.
ده وويل: ددغو څيړنو له مخې، بې وزلي ددغې پيښې اصلي عامل دى. محمد نسيم اوس له ښوونځى څخه فارغ شوى و، خو په دې نه و بريالي شوى چې ځان ته کار پيداکړي.
دپوليسو ددغه مقام دڅرګندونو له مخې، څيړنې او پوښتنې دوام لري.
 
کابل –باختر دتلې ١٨
په فراه ولايت کې دناټو دجنګي الوتکو په بريد کې دطالبانو يو قوماندان له دريو تنو افرادو سره يې ووژل شو.
دفراه د والي ويندوى عبدالررحمن ژوندى باختر آژانس ته وويل: دغه کسان تيره شپه دفراه ولايت دخاک سفيد ولسوالۍ په مربوطاتوکې په کور کې په ماين جوړولو بوخت و، چې دناټو دجنګي الوټکو دبمباريو له امله ووژل شول.
خبرځاى زياته کړه چې د وسله والو طالبانو سيمه ييز قوماندان ملا ملک هم په وژل  شيويو کسانو کې شامل دى.
 
کابل باختر د تلې ١٨
  دپروان ولايت  په مرکز پورې اړوند دخواجه سياران  دساحې د استوګنې  په يو کورکې دلاسي بم  دغورځولو له امله يوه ښځه ووژل شوه .
د پروان ولايت دامنيې قوماندانۍ له جنايي جرمونو سره دمبارزې مدير سمونوال محمد نا آرام باختر اژانس ته وويل: لاسي بم دناپيژندل شويو کسانو له خوا دمحمد رزاق  په کور پرون وغورځول  شو او علت يې  تراوسه پورې معلوم نه دى .
خبرځاى څرګنده کړه چې تراوسه پورې ددغې پيښې  په اړوند څوک  نه دې نيول شوى، خو په دې باب دپوليسو څيړنې دوام لري .
دده دڅرګندونو له مخې، محمد رازق متقاعد ډګروال دى او له چاسره دښمني نه لري .
 
کراچي- باختر د تلي ١٨
  دپاکستان په کراچي ښارکې په نويو نښتوکې ديوې ميرمنې په ګډون څه ناڅه اته تنه ووژل شول .
د ډيلي ټايمز ورځپاڼې دخبر له مخې: دغه کسان په تيرو ٢٤ساعتوکې دناپيژندل شويو وسله والو کسانو له خوا په ډزو وژل شوي دي .
يوه اړونده خبرځاى وويل: له دغو اتو تنو څخه يو شمير يې د وسله والو موټرسايکل سپرو له خوا ووژل شول او ديو شمير نورو مړي دښار په واټونو کې ترلاسه شوي دي چې په ښکاره دغه کسان هم د قصدي وژنو دبريدونو دتاوتريخوالې  قربانيان بلل کيږي .
 
دنيمروز ولايت پوليسو يو وسله وال طالب چې پر امنيتي ځواکونو يې دبريد نيت درلود؛ ونيوه.
دنيمروز ولايت دامنيتي قوماندانۍ د اوپراسيون آمر عبدالحميد باختر آژانس ته وويل: دغه طالبان دپوليسو په اوپراتيفى عملياتوکې له يو کلاشينکوف او يو سراچه موټر سره د دلارام ولسوالۍ په بازارکې ونيول شو.
 
Tuesday, 09 October 2012 13:33

په هلمند کې دوه چاودنې

کابل –باختر دتلې ١٨
په هلمند ولايت کې د دوو چاودنو له امله ديو افغان پوځي په ګډون څلورتنه ووژل شول او دوه تنه نور ټپيان شول.
دغه پيښې ديو ساعت په زماني واټن کې دنادعلي ولسوالۍ په لوچک سيمه کې شوې دي.
لومړۍ چاودنه نن سهار هغه وخت وشوه چې دملکي وګړو دسپرلۍ يو موټر په لوچک سيمه کې د وسله والو طالبانو له خوا په ښخ کړى شوى يو ماين وخوت .
امنيتي مامورين وايي چې په دې پيښې کې درې تنه ملکي وګړي وژل  شوي دي او دويمه پيښه ټيک يو ساعت وروسته همدې ساحې ته څېرمه هغه وخت وشوه چې دپوليسو يوه تخنيکي ټيم په واټ کې ديو ښخ کړى شوى ماين په شنډولو بوخت و.
ويل کيږي چې  په دې چاودنه کې د پوليسو يو مامور وژل شوى دى او دوه تنه نور ټپيان شوي دي.
دهلمند د والي ويندوى احمد زيرک له باختر آژانس سره په اړيکه کې دغه پيښې تاييدې کړې او وې ويل چې له امله يې درې تنه ملکي وګړي او دپوليسو يو سرتيرى وژل شوي او دوه تنه نور پوليسان ټپيان شوي دي. ده وسله وال طالبان ددغو پيښو مسوول وبلل.