15 November 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په پروان کې لسګونو ځوانانو حرفوي زده کړې وکړې

په پروان کې لسګونو ځوانانو حرفوي زده کړې وکړې

کابل/ د لړم ٢٤مه/ باختر په پروان کې ١٢٠ ځوانانو...

په نيمروزکې څه دپاسه اته کيلومتره سړک قير کېږي

په نيمروزکې څه دپاسه اته کيلومتره سړک قير کېږي

- کابل/ د لړم ٢٤مه/ باختر په نيمروزکې د څه دپاسه...

په کندزکې سلګونو بزګرانو د کار وسايل ترلاسه کړل

په کندزکې سلګونو بزګرانو د کار وسايل ترلاسه کړل

-کابل/ د لړم ۲۴ مه/ باختر په کندزکې پرون پر ٩٠٠...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کابل باختردتلي دمياشتې  ٧ :
دملي دفاع وزارت خبرځايونه وايي  چې پنځه تنه وسله وال ياغيان دخوست ولايت په صبريو ولسوالۍ کې دملي اردو له ځواکونوسره  دنښتې په بهيرکې وژل شوي دي .
دملي دفاع وزارت  مطبوعاتي دفتر باخترا ژانس ته خبرورکړ: په دغو کسانو له هغه وروسته بريد وشو چې  دملي اردو دځواکونوپرخلاف يې دبريد نيت درلود.
دغه راز دملي اردو ځواکونو دوه تنه وسله وال ياغيان له دريو ميلو وسلو سره دهلمند ولايت په ګرمسير ولسوالۍ کې  ونيول اويوبل وسله وال ياغي دقندهار له ژيړي ولسوالۍ څخه له  يوې اندازې طبي  درملوسره چې جګړه مارانو ته ليږدول کيدل ونيول شو.
دغه راز دملي اردو سرتيرو له قندهار ښار اوشاوخواسيمو څخه اووه ديرش ماينونه کشف کړل اودڅوترورستي پيښو مخه يې ونيوله .
ديوبل خبرله مخې :  دملي دفاع وزارت تائيد کړه چې دملي اردو  دوه تنه سرتيري دهلمند اوقندهار په ولايتونو کې ددندو په بهيرکې ټپيان شول چې روغتيايي حالت يې ښه بلل شوى دى.
 

کابل باختردتلي دمياشتې  ٧ :
افغان اوايتلافي ځواکونو دهېواد په ځينو ولايتونو کې دڅوګډو عملياتوپه بهيرکې پنځه څلويښت تنه ياغي طالبان وژلي دي .
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته  خبرورکړ: دغه عمليات دکندز ، ارزګان،. ميدان وردګو،. هلمند ، غور  او غزني دولايتونو په مربوطاتو کې ترسره شول چې په بهيرکې يې پنځه تنه ياغي طالبان ووژل شول ، درې تنه ټپيان او دوه ديرش تنه نوريې ونيول شول .
دخبرځاى دڅرگندونوله مخې، ددغو عملياتو په بهيرکې يوه اندازه سپکې او درندې وسلې، يو موټر سايکل اويو موټر هم دافغان ځواکونو لاسته ورغلي دي.
 

کابل باختردتلي دمياشتې  ٧ :
دهنددبورسونو اووه اتيا تنه کانديدان ددولت په لګښت نن هند ته واستول شول.
دلوړو زده کړو وزارت  مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ.
پوهاندډاکتر عبيدالله عبيد ددغو محصلينو دروانيدو په وخت کې وويل ،
دويمه ډله ده چې دتيرې اوونۍ په بهيرکې ددولت په لګښت  د لوړوزده کړو په مقصد هندوستان ته استول کيږي .
دده دڅرگندونوله مخې، دغه محصلان دازموينې له ورکولو اودلوړو نمروله اخيستلو وروسته دغو بورسونو ته ټاکل شوي دي .
ټاکل شويې ده دبورسونو دکانديدانو يوه بله ډله په نږدې راتلوونکې کې ماليزيا ته واستول شي .
 

کابل باختردتلي دمياشتې  ٧
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس حامد کرزي نن له غرمې وروسته "راتلونکي نسل ته زموږ ژمنه، له پولیو پرته یوه نړۍ ده" په نوم جوړه شوې غونډه کې ژمنه وکړه چې افغانستان به د پولیو پر خلاف مبارزه کې ټولې هغه هڅې تر سره کړي چې په توان کې یې دى.
باختراژانس ته د جمهوري رياست دمطبوعاتي دفتردمعلوماتوله مخې
په دې غونډه کې چې د ملګرو ملتونو په مقر کې جوړه شوې وه، حامد کرزي زیاته کړه: زما لپاره د خورا ویاړ ځای دی چې د پولیو د له منځه وړلو په څېر د یوې مهمې مسألې په اړه ستاسو په وړاندې خبرې کوم او له نېکه مرغه افغانستان په دې برخه کې څه پرمختګ کړی دی، خو پکار ده چې دا ناروغي له خپلې ټولنې څخه په بشپړ ډول له منځه یوسي. 
حامد کرزي وویل چې د افغانستان لپاره ددې مسألې په اړه د نړۍ د سترو شخصیتونو لکه ښاغلي بيل ګیتز او نړیوال روغتیايي سازمان پام ډېر اهمیت لري.
د هېواد جمهور رئیس په افغانستان کې د پولیو د له منځه وړلو په اړه وویل: موږ ژمنه کوو چې افغانستان به د پولیو پر وړاندې اغېزمنه مبارزه وکړي. ده زیاته کړه چې افغانستان به د نوموړې ناروغې پر خلاف د مبارزې په خاطر هرهغه څه ترسره کړي چې په توان کې یې دى.
په دې غونډه کې د ملګرو ملتونو سرمنشي ښاغلي بانکي مون هم خبرې وکړې او ټینګار یې وکړ چې د ملګرو ملتونو سازمان او نړیواله ټولنه به د پولیو د له منځه وړلو لپاره اوږه په اوږه مبارزه  وکړي.
بانکي مون وویل چې موږ سږ کال په نړیواله کچه او په ځانګړي ډول د نایجریا، پاکستان او افغانستان په هېوادونو کې د دغه ناروغۍ ډېرې کمې بيلګې لیدلي دي. ده زیاته کړه چې په ټوله نړۍ کې یاده ستونزه په سلوکې۹۹ له منځه تللې ده او پکار ده چې خپله دنده بشپړه کړو.
بانکي مون په یادو دریو هېوادونو کې د پولیو د له منځه وړلو په برخه کې تر سره شوي کارونه وستایل او هیله یې وکړه چې د بشپړ له منځه وړلو لپاره یې لانور اقدامات تر سره شي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي په ناامنو سیمو کې په ښکېلو ډلو غږ وکړ تر څو روغتیایي کارکوونکو ته اجازه ورکړي چې خپلې دندې په اسانه توګه او پرته له خنډه تر سره کړي.
په دې غونډه کې د بل ګیټز د بنسټ مشر ښاغلي ګټز چې د پولیو پر خلاف د مبارزې لپاره یې له نړیوال روغتیایي سازمان او یونیسف سره په میلیونونه ډالره مرسته کړې، هم خبرې وکړې او د هېوادونو له مشرانو یې وغوښتل چې د نوموړې ناروغۍ د ختمولو لپاره پرخپلو ژمنو عمل وکړي.
ده وویل چې د پولیو ناروغۍ د بشپړې له منځه وړلو لپاره کېدای شي ناامني او یو شمېر نورې ستونزې موجودې وي، خو پکار ده چې په دې برخه کې ټول خنډونه له منځه یوړل شي.
 

کابل باختردتلي دمياشتې  ٧ :
دايساف عملياتي مرستيال وايي  دملکي وګړو دسردزيان دمخنيوي په مقصد يې  هوايي بريدونه محدود کړي دي .
دباختراژانس  دخبرله مخې، دايساف دعملياتي مرستيال جنرال نوبل چې  په دې وروستيو وختو کې په کابل کې  له خبريالانوسره خبرې کولي  ټينګار وکړ چې له دې وروسته دايساف دځواکونو  هوايي عمليات ډيرژر نه بلکې ددغو ځواکونو دجګپوړو جنرالانو له اجازې وروسته به  ترسره شي .
دى وايي دنويو محدوديتونو په نيولوسره دملکي وګړو په تلفاتو کې چې ايساف يې مسوول پيژندل کيږي  په سلو کې دري پنځوس کمښت راغلي دى.
دايساف ددغه انګليسي جنرال دڅرگندونوله مخې، دملکي وګړو دسردزيان دمخنوى په خاظر يې يوه ځانګړي کميټه  جوړه  کړې ده چې  دملکي وګړو دتلفاتو عوامل  وڅيړي  اودهغو دمخنوي لپاره  لاره لټوي  اولازمې سلامشورې  وړاندې کوي.
دايساف ددغه جګپوړي د مقام دڅرگندونوله مخې،   ايساف په روان عيسوي کال کې په افغانستان کې  دملکي وګړو دوژنې په سلو کې اته عامل و. ددغو تلفاتو په سلو کې درې په افغان ځواکونوپورې مربوطيږي  چې زياتره هغه هم دترافيکي پيښو له امله وو او نور شمير  په طالبانو پورې  اړوند دي.
دايساف دغه جنرال په داسې حال کې دهوايي بريدونو دکمښت خبرې کوي چې  پخوا زيات شمير افغانان دهيواد په کليوالي سيمو کې دبهرنيو ځواکونو دهوايي بريدونو له امله وژل شوي دي .
دغو بريدونو دناټو له قوماندانانو سره دافغانستان په اړيکوکې ناوړه اغيزه کړې ده اودافغانستان دولت په ملکي هدفونو دبريدونو بندول له ايساف سره دکاري  لومړيتوب په توګه  طرحه کړې ده.
 

کابل باختردتلي دمياشتې  ٧ :
په ننګرهار ولايت کې پرون ديوې چاودنې له امله  يوتن ټپي شو.
د ٢٠٢ شمشاد دساحوي زون دقوماندانۍ مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ: دغه ماين چې دوسله والو طالبانو له خوا ددغه ولايت دشينوارو ولسوالۍ په سړک  کې ځاى پرځاى شوي و دسړک جوړولو ديولوډر دتيريدو په وخت کې وچاوديد چې له امله يې دلوډر چلوونکي ټپي شو.
 

کابل باختردتلي دمياشتې  ٧ :
دناټو يو عسکر په افغانستان کې دياغيانو دبريد له امله ووژل شو.
دغه عسکر چې هويت يې نه دى په ډاګه شوى دافغانستان په جنوب کې په داسې حال کې چې له خپلوملګرو سره په ګزمې بوخت و دياغيانوله خوا ورباندې بريد وشو او ووژل شو.
ناټو باختراژانس ته ديوې خبرپاڼې په ليږلوسره دخپل دغه پوځي وژل کيدل تائيد کړل  خودهغه دهويت اودپيښې ددقيقې سيمې په باره کې  څه نه دي ويلي.
دنه تائيدشويو شميرونو له مخې، دروان ميلادي کال له پيل څخه تراوسه پورې  څه ناڅه پنځه سوه شپيته تنه بهرني ځواکونه په افغانستان کې وژل شوي دي.په د اسې  حال کې چې په تير ميلادي کال کې دغه شمير پنځه سوه شپږنوي تنوته ر سيدلى وو.
 

کابل باختردتلي دمياشتې  ٧ :
په لغمان ولايت کې دناټو ځواکونو د خونړيو بمباريو دقربانيانو له  کورنيو سره دخوراکي توکو مرسته وشوه.
په دغو توکو کې وريجي ،  غوړي ، چاى ،  توشکې اوشړۍ شته  چې پرون  دلغمان ولايت دشهيدان ، معلولينو  کار اوټولنيزو چارو  دادارې له خوا دقربانيانو په کورنيو وويشل شول.
دلغمان ولايت دشهيدانو ، معلولينو  کار اوټولنيزو چارو رئيس عبدالبصير هاشمي باختراژانس ته وويل  چې دمرستو په دې دوره کې په هرې کورنۍ باندې دڅلور سوه ډالرو په ارزښت خوراکي توکي او جامې ويشل شوي دي.
ده وويل  چې ډير ژر به ددغې پيښې دقربانيانو په کورنيو زياتې مرستې وويشل شي .
دلغمان ولايت دالينګارولسوالۍ دنورلام صاحب په درې دناټو ځواکونو دبمباري له  امله  اته تنه ښځې او نجونې ووژلې شوې او ددوو  ماشومانو په ګډون اته نورې ټپيانې شوې .
دى وايي   چې دغه ملکي وګړي په دغې دره کې  دلرګيو په ټولولو بوخت وو چې دناټو دجنګي الوتکو له خوا ورباندې بريد وشو.
 

کابل باختردتلي دمياشتې  ٧ :
دياغي طالبانويو سيمه ييز قوماندان له خپلو دوو تنو افرادوسره  په هرات ولايت کې دسولې له بهيرسره يوځاى شو.
دغه کسان  چې دهرات ولايت په شينډنډ ولسوالۍ کې وسله وال فعاليت کاوه،دامنيه قوماندانۍ  دتروريزم پرخلاف دمبارزې دمديريت دکارکوونکو داوپراتيفي کار له امله  دسولې دعالي شورا په همکارۍ عادي ژوندانه ته مخه کړې ده.
دهرات ولايت دسولې دعالي شورا يو مسوول باختراژانس ته وويل چې دوى به  ډير ژر دغو کسانو ته دکار زمينه برابره کړي .
دغه کسان له خپلووسلو اوجنګي تجهيزاتوسره ملي پوليسو ته تسليم شوي دي.
دامنيه قوماندانۍ دامنيت آمر مل پاسوال عبدالحميد حميدي  ددغو افرادو دپيوستون له امله دهرکلي په ترڅ کې دسولې  دپروګرام مخ په زياتيدونکي برياليتوبونه يې دخلکو دملاتړ نتيجه اعلام کړه .
ددغو کسانو دپيوستون په  مراسمو کې  چې دسولې دپروګرام يوشمير چارواکو هم ګډون کړي وو،  له نورو مخالفينو څخه يې وغوښتل چې  دسولې له پروګرام سره يوځاى شي .
دسولې له پروګرام سره يوځاى شويو افرادو ددولت له نورو مخالفينو څخه وغوښتل چې له وسله والو فعاليتونو څخه لاس واخلي .
دهرات ولايت دسولې دعالي شورا له  خوا دوړاندى شويو شميرنو له مخې  په هرات کې ددغې ادارې  دفعاليت له پيل څخه تراوسه پورې  شپږپنځوس ډلې وسله وال ناراضيان  چې شپږسوه پنځه پنځوس تنه کيږي دسولې له بهيرسره يوځاى شوي دي.،چې دغه شمير په روان کال کې يوسلو اووه نوي تنو ته رسيږي.
 

کابل باختردتلي دمياشتې  ٧ :
دحقاني په شبکې پورې اړوند نهه تنه ياغيان په خوست ولايت کې دعملياتو په بهير کې ووژل شول .
په دغو جګړه مارانو پرون هغه وخت چې  دترورستي بريدونو په سازمان ورکولو بوخت و دافغان اوناټو ځواکونوله  خوا بريد وشو اووژل شول.
باختراژانس دناټو ديوې خبرپاڼې له خولې خبرراکړ چې ددغو ياغيانو پټنځاى  دصبريوولسوالۍ په مربوطاتو کې موقعيت  درلود.
خبرپاڼه زياتوي  ددغو عملياتودترسره کولو هدف  دحقاني په ډلې پورې  ددغو تړلو ياغيانو قوماندان و چې دعملياتو په بهيرکې په سيمه کې نه و.
ناټو تائيدوي  چې ددغو عملياتو په بهيرکې دحقاني دشبکې نهه تنه جګړه ماران وژل شوي  دي  اودهغوى پټنځاى په بشپړه توګه ويجاړشوى دى.
ويل کيږي چې ددغو عملياتو په بهيرکې دياغيانو يوه اندازه جنګي وسايل او نشه يي توکي هم دګډو ځواکونولاسته ورغلي دي.