11 July 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د کانونو په سکتور کې ولسي مشارکت ته زمینه برابرېږي

د کانونو په سکتور کې ولسي مشارکت ته زمینه برابرېږي

کابل/ د چنګاښ ۱۹مه/ باختر د ۳۴ ولایتونو له والیانو او...

په حکومتولۍ کې د ښځو ونډه

کابل / د چنګاښ ٢٠ مه / باختر په دغو وروستیو...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کابل باختر دغبرګولي اتمه :
دهيواد په ګوټ ګوټ کې  ددولت دمخالفينو  دبريدونو  دسختوالى په باب دملي شورا دمشرانوجرګې  اعلاميه .
دافغانستان داسلامي جمهوريت دملي شورا دمشرانوجرګه  دهيواد حالاتو او احوالو ته  په کتنې سره  دې نتيجې ته رسيدلې ده  چې  وسله والو مخالفينو دهيواد دخلکو او دولت  دسوله ئيز غږ له پورته کيدو سره سره  په دې وروستيو وختو کې  دهيواد دبي رحمو دښمنانو دسناريو له مخې او دهغوى  داوږدمهالو هدفونو  دترلاسه کولو په مقصد په ښارونو ولايتونو او لويو لارو کې ډله ئيز انفرادي او ځانمرګي بريدونه ، چاودنې ،  تښتونې او ډار اچونې  زياتې کړي دي،
چې  دملکي وګړو ، ښځو اوماشومانو دمرګ ژوبلې  او داقتصادي بنسټونو دويجاړتيا او دبحرانونو دزياتوالي سبب کيږي .
له يوې  خوا ليدل کيږي  چې ددغو تعرضونو په سختوالي سره ، ددولت دمخالفينو دسردزيان ګراف هم لوړيږي په هرحال دملي شورا  دمشرانوجرګه  دهيواد دعمومي ګټو او دانسان دمقام دارجحيت په پام کې نيولو سره  ، جګړه او دوينې تويول  له هر طويف څخه چې وي  دهيواد دلوړو ګټو پرخلاف او ديتيمانو ، کونډو ، معلولينواو دمعيوبينو زياتيدل بولي  چې دافغانستان  دناتوانه  ټولنې داوږو بار کيږي .
دملي شورا دمشرانوجرګه  هغه جګړه ماره مفکوره او هيلې  چې هره ورځ  دهيواد خلک  دخپلو عزيزانو په ماتم  کينوي  ، په کلکه غندي او له ټولوملي اونړيوالو مرکزونو ، سياسي شخصيتونو ، دهيواد  له عالمانو او روحانيونو څخه غواړي چې د جګړې او تاوتريخوالي  دپراختيا په مخنيوي  کې هراړخيزې هلې ځلې وکړي او دهيواد امنيتي او دفاعي  ځواکونه دې دخلکو دسرمال او روحيې ارامي په ملاتړ  ددغه شان  جګړه مارو دسيسيو او توطيو مخه ونيسي اودهيواد  دنننيو او راتلوونکو پيښو  په وړاندې  دې  په بشپړې  هوښياري او ويښتيا سره عمل وکړي .

کابل باختر دغبرګولي اتمه :
په کاپيسا ولايت کې  دائتلاف دپوځونو دهوايي بريد له امله نن  شپږ ويشت تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
دکاپيسا دوالي ويندوى  قيس قادري  باحتر اژانس ته وويل ، په دغو وسله والو طالبانو دتګاب ولسوالۍ  په بهادر خيلو کلي کې  ددوى په پټنځي کې  بريد وشو او ووژل شول .
  دکاپيسا دوالي ويندوى زياته کړه ، وژل شويو  وسله والو طالبانو غوښتل  چې دامنيتي ځواکونو دکاروان په تګلوري کې  کمين ونيسي .
ديوبل خبر له مخې ، دکاپيسا ولايت  دتګاب ولسوالۍ  په لنډاخيلو کلي کې  دوسله والو طالبانو  دکمين له امله څلور تنه سيمه ئيز پوليس شهيدان او دوه تنه نور پوليسان ټپيان شول .
  دکاپيسا دوالي ويندوى  قيس قادري باختراژانس ته وويل،  دوسله والوطالبانو  د ډزو له امله  څلور تنه ملکي وګړي چې په يوه موټر سپاره و  شهيدان  او شپږ تنه نور  ټپيان شول .

کابل باختر دغبرګولي اتمه :
دکليو دپرمختيايي شوراګانو څلورم ملي مشورتي کنفرانس  نن دجمهور رييس دمرستيال  اودملي پيوستون دمشرتابه دکميټې درييس محمد کريم خليلي په ګډون جوړ شو .
  دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ ،  په دې کنفرانس کې  چې دلويې جرګې  په تالار کې  جوړ شوى و  يوشمير جګپوړو دولتي مقاماتو ، دکابينې غړو ، په ملي شورا کې  دخلکو استازو او  دهيواد له ګوټ ګوټ څخه  دکليو دپرمختيايي شوراګانو استازو  ګډون کړي و .
لومړي دکليو دبيا جوړولو او پراختيا  وزير ويس احمد برمک  دکليو په پراختيا او پرمختيا کې  دخلکو دونډې په باب معلومات  وړاندې کړل او څرګنده يې کړه چې په تيرو لسو کلونوکې  دافغانستان خلکو په تيره بيا  دپرمختيايي شوراګانو په جوړولوکې ستره ونډه  اخستې ده  او دهيواد په کچه  دپراختيايي  پروګرامونو په تطبيق  سره  په دې پروګرام کې  دټاکلو هدفونوزياته برخه ترلاسه شوې ده .
  دده دڅرګندونوله مخې ،  دپرمختيايي پروګرامونو په اجرا کولو کې دهيواد  په سلوکې څه دپاسه  نوي سيمې اوکلي ترپوښښ لاندې نيول شوي دي  او تراوسه پورې  څه دپاسه  دري پنځوس زره  پروژې  بشپړې شوي دي  او دکليو دپرمختيايي شوراګانوپه جوړولوکې هم  دښځو ونډه په سلو کې  څه دپاسه  پنځه ديرش  ده .
وروسته  دجمهوري رياست مرستيال محمد کريم خليلي  په دې کنفرانس کې دکليو د منتخبو استازو پراخ ګډون دهيواد په کليو کې  دپرمختيايي  لومړيتوبونو په باب دخبرو لپاره  ارزښتناک وباله او وي ويل  دغه کنفرانس  ددې څرګندوى دى  چې دافغانستان خلک  دخپل هيواد دپراختيا او پرمختيا  لپاره ښه ظرفيت او ځواکمني لري ځکه دپرمختيا يو اساسي مخکنى شرط دانسانانو دفردي ځواکمني  راټولول او ادغام  او پرمختيايي  او انکشافي هدفونو ته  درسيدوپه لاره کې  ديو متمرکز  ځواک جوړول دي .
  دجمهور رييس مرستيال  دکليو دشوراګانو جوړول يو اوچت ګام او دملي پيوستون  پروګرام يې  دبي وزلي دله منځه وړلو او  دکليو دپراختيا په لاره کې ددولت  يو ډير  بريالى  پروګرام  وباله .
  دغه پروګرام  په تيرو لسو کلونوکې  دنږدې يو اعشاريه  دوو ملياردو ډالرو په ارزښت  دهيواد په بيلابيلو سيموکې  دري پنځوس زره  پرمختيايي پروژې  ګټې اخستنې ته  سپارلي دي .
دجمهور رييس مرستيال دراي ورکوونکو  دنوم ليکنې دبهير پيل ، دملي شورا  په ولسي جرګه کې  دانتخاباتو  دقانون تصويب اودهيواد دامنيتي ځواکونو له خوا دپوځي عملياتو درهبري  دمسووليت  په غاړه اخستل  دمسووليتونو  په ليږدونه کې  ددولت  دتياري  يوه  څرګنده بيلګه وبلله او ډاډ يې ورکړ چې دولت هودمن دى  چې دمسووليتونو دليږدونې بهير  په کلي توګه  په تيره بيا  دجمهوري رياست  او دولايتي شوراګانو دانتخاباتو  ترسره کول سرته ورسوي .
  ده  دکليو دپرمختيايي شوراګانو  له استازو څخه وغوښتل  چې دسولې او امنيت له تامينولوسره په مرسته  دقانون  په واکمني  دخلکو ترمنځ  ديو والي او پيوستون په تينګښت اوپراختيا ،  له فساد سره په مبارزه  او دليک لوست   اودعلم زده کړې ته  دځوانانو  اوماشومانو  په هڅونه کې  هلې ځلې وکړي  او  خلک دې ته  وهڅوي  چې دنوم ليکنې په بهير  او په راتلوونکو انتخاباتو کې  برخه واخلي .
ده له  ٢٠١٤ کال وروسته  انديښنو ته لمن وهل  دخلکو ددښمنانو  ناوړه  تبليغات وبلل او دافغانستان دخلکو ترمنځ  په يو والي او پيوستون باندې  دټينګار په ترڅ کې وويل  چې هر غږ  له هرستونې څخه چې دتفرقې او نفاق دپيداکولو لپاره  پورته شي  ، دافغانستان دخلکو  غږ نه دى . او زموږ خلک به  د٢٠١٤ کال په انتخاباتو کې وښيي  چې له هر راز  چلنج سره مقابله کوي او نه پريږدي چې ددوى  يو والي  او پيوستون ته  زيان ورسيږي .
دجمهوري رياست مرستيال دبي سوادي  دجرړو په ايستلو باندې  په ټينګار سره دټولنيز اقتصادي او سياسي  بدلون په ګډون  هر مثبت  بدلون  له علمي بدلون سره  اړوند وباله  اووي ويل  لازمه ده  چې له پرمختيايي خدمتونوسره جوخت  ، دبي سوادي له منځه وړلواو په هيواد کې دښوونې او روزنې پراختيا ته  له پخوا زياته  پاملرنه وشي .
  دجمهور رييس مرستيال وويل، هيله لرم  له هغو خبرو اترو وروسته  چې  دبرخه والو  په تيره بيا  داقتصادي چارو  دکارپوهانو او دپرمختيايي شوراګانو داستازو له خوا  دکليودپرمختيايي شوراګانو  په ملي مشورتي کنفرانس کې کيږي  ، دغه غونډه  مطلوبې نتيجې ته  ورسيږي .
  په دې کنفرانس کې  يو شمير نورو  دولتي مقاماتو هم دکليو دپراختيا دبهير دچټکتيا دپروګرامونو  دارزښت په باب خبرې وکړې .

کابل باختر دغبرګولي اتمه :
څو شيبې مخکې په هرات ښار کې  چاودنه وشوه .
  دغه پيښه  چې  په واټ کې دښخ کړي شوي ماين دچاودنې  زيږنده بلل شوې ده دهرات دهوايي ډګر په عمومي واټ کې دنساجي فابريکي ته څيرمه  رامنحته شوى دى .
تراوسه پورې  ددغې پيښې له امله دسردزيان په باب  خبر نه دى ترلاسه شوى  او  هدف يې هم  نه دى روښانه شوى .
  دپيښې جزئيات وروسته خبريږي .

کابل باختر دغبرګولي اتمه :
دمشرانو جرګې لومړى نايب  محمد علم ايزديار دتاجکستان  دپارلمان له غړي  او ددغه هيواد داسلامي غورځنګ  له رييس ښاغلي غلام محي الدين کبيري سره وکتل .
  دمشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ ، په دې کتنه کې ايزديار ددواړو ګاونډيو هيوادونودفرهنګي  ، تاريخي  او تمدني  مشترکاتواو دتاجکستان ددموکراسي دبهير په باب خبرې وکړې او دهيواد دپارلمان او دانتخاباتو دقانون  دطرحې په باب دمعلوماتو دوړاندې کولو په ترڅ کې  ددواړو هيوادونو دپارلمانونو  ترمنځ  دهمکاريو دپياوړتيا غوښتنه وکړه .
دغه راز ده  دافغانستان  دبيا جوړولو له بهير سره  په ملاتړ کې  ددغه هيواد دمرستو له امله  دقدرداني په ترڅ کې  دکولاب ، فرخار او ددغه هيواد دنورو سيمو  دجهاد او مقاومت په دوران کې  افغان مهاجرينو ته د اسانتياو دبرابرولو  له امله مننه وکړه .
په مقابل کې ښاغلي کبيري د افغانستان د ښه ګاونډيتوب له امله دخوښي په څرګندولو سره  دهيواد دملي اتل  احمد شاه مسعود او دهيواد دسولې دبنسټ ايښودونکي پروفيسر برهان الدين رباني  دهلوځلو له امله  قدرداني وکړه چې  دتاجکستان  دنااراميو په وخت کې يې ددولت اوتاجک مخالفينو ترمنځ  دسولې په راوستلو کې هراړخيزې  او اغيزمنې هلې ځلې وکړې .
په پاى کې  دواړو لورو  دنړيوال تروريزم پرخلاف  په ګډې مبارزې باندې ټينګار وکړاو څرګنده يې کړه  چې په افغانستان کې سوله اوثبات دګاونډيو هيوادونو په امنيت باندې هم مثبته اغيزه کوي او هم يې په سيمه کې له ډار اچونې سره  په ګډه مبارزه کې دمنځني اسيا  دهيوادونو  دهمکاري غوښتنه وکړه .
دغه راز  دمشرانوجرګې دويم نايب حاجي رفيع الله  ګل افغان نن  دکابل ولايت  دسروبي ولسوالۍ  د داګودکلي  ديوشمير خلکو شکايت ددغې ولسوالۍ  له ولسوال سره  طرحه کړې .
  دوى  شکايت کړي دي  چې دسروبي ولسوالۍ  دجنايي جرمونوپرخلاف  دمبارزې  آمر له خپل موقف څخه په استفادې سره  ځمکې يې  غصب کړي دي  چې دخپلو ځمکو  داسترداداو دهغه دګوښه کولو او څارنوالۍ ته دمعرفي کولو غوښتوونکي دي .
  دغه ولسوال  دهغوى د ځمکو دغصب په تاييدولو سره وويل  چې ده په دغې ولسوالۍ کې څه دپاسه  زر جريبه ځمکه د يوشمير غاصبانو له منګولو څخه  خلاصه کړې ده . په دې کتنه کې  دسروبي ولسوالۍ  دجنايي جرمونو پرخلاف  دمبارزې دآمر نه ګډون  دانتقاد وړ وګرځيد او ټينګار وشو چې دى دې  دشنبې په ورځ  حاضر کړاي شي  او په دې باب دې  معلومات ورکړي . چې داړتيا په صورت کې به قضيه  دعدلي څارنې  په مقصد څارنوالي ته وړاندې شي .
دغه راز دمشرانو جرګې  دويم نايب  دمشرانوجرګې  دولايتي شوراګانو ، مصوونيت  او امتيازونو دکميسيون  په مشورتي غونډه کې  دعامې روغتيا  له وزيرې  او دلوړو زده کړو وزارت  له معين سره  دمرکزي زون  دولايتونو دستونزو  دڅيړنې په باب  جوړه شوه ،  ګډون وکړ .
په دې غونده کې چې دکميسيون درييس حاجي مکرم خان ناصري په مشرۍ  جوړه شوه  دلوګر ، ميدان وردګو ، کاپيسا ، پروان او دپنجشير دولايتونو دولايتي شوراګانو رييسانو اومرستيالانو  خپلې ستونزې  اويشنهادونه  وړاندې کړ او په روغتونونو او کلينيکونوکې  ددرملواو دمتخصصو ډاکترانو کمښت يې  طرحه کړ او وي ويل  په هغو ولايتونوکې چې پوهنتونونه  او دلوړوزده کړو مرکزونه شته بايد  دمحصلانو دستونزو  حل کولواو دليليو دحالت  ښه والي ته پاملرنه وشي .  او په هغو نورو ولايتونوکې  چې لاتراوسه پورې دلوړو زده کړو مرکزونه نشته  دهغو په جوړولو  کې لازم تدبيرونه ونيول شي . ددغې طرحې او وړانديزونه دعامې روغتيا دوزيرې او دلوړو زده کړو وزارت دمعين له خوا  تاييد شول . او په  دغو ولايتونو کې  دخپلو خدمتونو په يادونې سره يې  ژمنه وکړه چې  ددغو غوښتنو په ترسره کولو کې به  لازم تدبيرونه ترلاس لاندې ونيسي .
دغونډې په بله برخه کې  په دغو ولايتونوکې  دښو امنيتي تدبيرونو  په تيره بيا  دولايتي شورا ګانو دغړو دامنيت دتامينولو په باب هم  خبرې وشوې او تينګار وشو  چې حکومت دې  په دې باب پاملرنه وکړي . او هم  دې  دنورو حکومتي مراجعو  اړونده مسوولين  دکميسيون په يوه غونډه کې ګډون وکړي اوپه دغو ولايتونوکې دخپلو کړنو په باب دې  توضيحات  وړاندې کړي .

کابل باختر دغبرګولي اتمه :
دملا اما داد په مشرۍ يوه اتلس کسيزه ډله  وسله وال طالبان پرون دبادغيس ولايت دابکمري ولسوالۍ په مربوطاتو کې دسولې له بهير سره يوځاى شول .
دبادغيس والي احمدالله عليزي باختراژانس ته وويل، دغه کسان چې پخوا دبادغيس ولايت دابکمري  ولسوالۍ په مربوطاتو کې  ددولت پرخلاف جنګيدل  اوس دملي روغې جوړې دتګلارې په رښتينوالي  باندې په پوهيدو سره له دولت سره يوځاى شول .
يوه اړونده خبرځاى وويل، دسولې له بهير سره يوځاى شويو طالبانو اتلس ميله درنده اوسپکه وسله هم دولت ته وسپارله .
ديادونې وړ ده چې په بادغيس ولايت کې دسولې دپروګرام له پيل څخه تراوسه پورې څه دپاسه يو زرو څلور سوه تنه وسله وال طالبان له دولت سره يوځاى شوي دي .

کابل باختر دغبرګولي اتمه :

 دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس حامدکرزي دخواشينۍ او ډاډګيرنې پيغام .

 په  ډيرې خواشينۍ سره خبر شوم چې دهيواد داردو يو سابقه دار افسر ، جنرال محمد نادر بلوڅ دورپيښې ناروغۍ له امله له دې فاني نړۍ  څخه سترګې پټې کړې دي .

 انالله وانااليه راجعون

 ارواښاد جنرال محمد نادر بلوڅ په اردوکې په خدماتو سربيره قومي متنفذ اوملي تاجر و،او اوس په اجتماعي او اقتصادي خدماتو بوخت و . دده خدمات دقدر وړ اومړينه يې يوه ضايعه ده .

 دخپلې خواخوږۍ او ډاډګيرنې مراتب دده کورنۍ ، دوستانو او دنيمروز ولايت خلکو ته وړاندې کوم الله تعالى دې دى وبخښي  اوکورنۍ ته  دې يې جميل صبر په نصيب شي. 

کابل -باختر  د غبرګولي د مياشتې ٨:
د هوا پوهنې ادارې په راتلوونکوڅلور ويشتو ساعتوکې د هيواد د ځينوسيمو د هوا حالات د سانتي ګراد په حساب په دې ډول اټکل کړى دى:
کابل- آسمان شين ، د تودوخې لوړه درجه ٢٧، ټيټه ١١
هرات- آسمان شين ، د تودوخې لوړه درجه ٣٤،  ټيټه ١٣
جلال آباد- آسمان شين ، د تودوخې لوړه درجه ٣٦، ټيټه ٢٠
قندهار- آسمان ، شين د تودوخې لوړه ٣٧ ، ټيټه ١٦
مزارشريف- آسمان ، شين د تودوخې لوړه  ٣٥، ټيټه ١٦
کندز- آسمان شين ، د تودوخې  لوړه درجه ٣٢، ټيټه ١٥
غزني- آسمان ، شين د تودوخې لوړه درجه ٢١ ، ټيټه ٧
باميان- آسمان شين، د تودوخې لوړه درجه ١٩ ، ټيټه ٥
فيض آباد- آسمان ځاى ځاى وريځ ، د تودوخې لوړه درجه ٢٥، ټيټه  ١٠
شمالي سالنګ- آسمان ځاى ځاى وريځ ، دتودوخې لوړه درجه ٦ ، ټيټه  منفيصفر
جنوبي سالنګ- آسمان شين، د تودوخې لوړه درجه ٩، ټيټه ٤
  شبرغان - آسمان شين ، د تودوخې لوړه درجه ٣٤، ټيټه ١٦
فراه- آسمان شين ، د تودوخې لوړه درجه ٣٦ ټيټه ١٥
خوست- آسمان ځاى ځاى وريځ ، د تودوخې لوړه درجه ٢٣، ټيټه ١٥
ميمنه- آسمان شين ، د تودوخې لوړه درجه  ٣٣ ، ټيټه ١٧
لښکرګاه- آسمان شين ، د تودوخې لوړه درجه ٣٧ ، ټيټه ١٧
جبل سراج-اسمان شين،ددوخې لوړه درجه ٢٤-ټيټه ١٦
په کابل کې به سبا لمرپه ٤ بجو او ٥٥ دقيقو وخيژي او د مازيګر په ٦بجو او٥٨ دقيقو ولويږي . 

کابل -باختر  د غبرګولي د مياشتې ٨:
دملي شورا دمشرانو جرګې رئيس  او غړي د سنا مجلس د رئيس فضل هادي مسلم
يار د دستيار شفيق الله وژنه چې پرون د ننګرهار ولايت د چپرهار ولسوالۍ د
لاري په اوږدو کې په للمي سيمه کې رامنځته شوه ، په کلکه غندي او محکوموي
او دلوى خداى (ج ) له دربار څخه  ارواښاد ته دفردوس جنت  او د شهيد شفيق
الله کورنۍ او خپلوانو ته دجميل صبر هيله کوي .
( انالله وانااليه راجعون .)
ارواښاد شفيق الله ډير کلونه د مشرانو جرګې د رئيس فضل هادي مسلم يار د
ښوونځي ټولګي وال ، د جهاد د دوري همسنګر او د سياسي فعاليتونو ملګري وو
چې په خواشينۍ سره د خونخوارو ترهګرو د ناپاکو لاسونو په واسطه د کوم
دليل او موجب پرته د ځوانۍ په عمر شهيد شو ، د ده شهادت يوه ضايعه ده او
د ملي شورا دمشرانو جرګه د دې تروريستي پيښې د عاملينو د نيولو او مجازاتو
غوښتونکې ده .

کابل\باختر\دجوزا٨
درې تنه ماين جوړونکي نن په نيمروز ولايت کې ووژل شول.
دملي دفاع وزارت د ويندوى مطبوعاتي دفترباخترا ژانس ته خبر ورکړ.
درې تنه وسله وال مخالفين چې دنيمروز ولايت دسيدابادولسوالۍ داکاخيلو د کلي په مربوطاتو کې په ماين جوړولو بوخت و اوکله چې دملي اردومنسوبينو دهغوى په نيولو اقدام وکړ ماين جوړونکو دتيښتې لاره غوره کړه چې په دې وخت کې يو ماين وچاوديد اودرې واړه ماين جوړونکي ووژل شول .
ديو بل خبر له مخې، د ملي اردو منسو بينودامنيتي فعاليتونو په بهير کې دهيواد په بيلا بيلو سيمو کې ١٦٧ ماينو نه کشف اوشنډ کړل .