14 July 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

 حامدکرزي او ډاکټر عبدالله د سولې پر بهير وغږېدل

حامدکرزي او ډاکټر عبدالله د سولې پر بهير وغږېدل

کابل/ د چنګاښ۲۴ مه/ باختر د هېواد پخواني جمهور رييس حامد...

 عبدالسلام رحیمي: د سولې بهیر د بریا ضمانت یوازې د افغانستان خلک دي

عبدالسلام رحیمي: د سولې بهیر د بریا ضمانت یوازې د افغانستان خلک دي

کابل/ د چنګاښ ۲۴مه/ باختر د جمهور رئيس ځانګړي استازي او...

 جمهوررئیس محمد اشرف غني د امریکا د پوځ د مرکزي قومندانۍ له قومندان سره وکتل

جمهوررئیس محمد اشرف غني د امریکا د پوځ د مرکزي قومندانۍ له قومندان سره وکتل

کابل/ د چنګاښ ۲۴مه/ باختر د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کابل باختر  دثور پنځلسمه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس حامدکرزي، د ایټالیا د دفاع له وزیر ښاغلي سین ماریو مارو سره وکتل.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفترباختراژانس ته خبرورکړ.
په دې کتنه کې چې نن له غرمې وروسته په ارګ کې ترسره شوه، دواړو لورو په افغانستان کې د سولې د بهیر، له نړیوالو ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته د امنیتي مسوولیتونو د لېږد د بهیر، له ۲۰۱۴ کال وروسته د ایټالیا هېواد د حضور او د افغان امنیتي ځواکونو د سمبالولو او ملاتړ په باب خبرې وکړې.
د ایټالیا د نوي حکومت د دفاع وزارت نوي وزیر ښاغلي سین ماریو مارو چې خپل لومړنی بهرنی سفر یې له افغانستان څخه پیل کړی دی، د خپل حکومت په استازیتوب له افغانستان سره د خپلو اوږد مهالو همکاریو ژمنه نوې کړه او ډاډ یې څرګند کړ چې هېواد به یې له ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته هم د افغانستان او ایټالیا ترمنځ د اوږدمهالو همکاریو د موافقه لیک او د ناټو سازمان په چوکاټ کې خپلو اوږد مهالو همکاریو ته دوام ورکړي.
حامدکرزي د ایټالیا د دفاع نوي وزیر ته  د ښه راغلاست په ترڅ کې وویل چې ایټالیا د افغانستان پخوانی دوست او ملګری هېواد دی او دغه دواړه هېوادونه له یو بل سره ژورې اړیکې لري.
د هېواد جمهوررئیس د ایټالیا له خوا له ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته د همکاریو د دوام له امله خوښي څرګنده کړه او له افغانستان سره یې په بیلابیلو برخوکې د دغه هېواد د همکاریو په پراختیا باندې ټینګار وکړ.

کابل باختر  دثور پنځلسمه
  دشهيدانو ، معلولينو کار اوټولنيزو چارو وزارت  دحرکت موسسې په همکارۍ  دظرفيت  جوړولو يا داړتيا وړ کاري مهارتونو  ديارلس معيارونه برابر او دپوهنې وزارت ته يې  وسپارل .
  دباختراژانس دخبريال دخبر له مخې ، دشهيدانو ، معليونوکار او ټولنيزو چارو  وزيرې  امنې افضلي  په يوه خبري غونډه کې چې نن ددغه وزارت په مقر کې  جوړه شوه  وويل : دغه وزارت  داړتيا وړ دکار له څلويښتو معيارونو څخه دکانونو ، تړلو ، دخوراکي توکو دزيرمه کولو ، غالۍ اوبدلو ، لاسي صنايعو ، اوسپنې پټلۍ  او دهوتلداري  او ګرځندوي  دمديريت  دبرخو په ګډون  ديارلس معيارونه يې  دپوهنې وزارت ته  وسپارل چې مسلکي او تخنيکي ښوونځيو او انستيتوتونوته ددرسي نصاب  د تدوين په مقصد داستفادې وړ وګرځي .
آمنې افضلي وويل،دافغانستان دکار دمارکيټ  دسترو غوښتنو په باب  دمعلوماتو  دترلاسه کولوپه مقصدټولې څيړنې  شوي دي چې په دې لاره کې  يو اعشاريه څلويښت مليونه امريکايي ډالره لګيدلي  دي  چې په دغو برخو کې  دحرکت موسسې مرسته کړې ده .
  په دې خبري غونډه کې دپوهنې وزارت  مسلکي معين  اصف ننګ  وويل : موږ دهيواد په ښوونځيواو انستيتوتونو کې  دمسلکي  او حرفوي تعليماتو دکيفيت دلوړولو په مقصد  داړتيا وړ درسي نصابونو  په پرمختيا او معرفي کولو ژمن يو .
  ده وويل،  دشهيدانو  معلولينو کار او ټولنيزو چارو وزارت له خوا  دپوهنې وزارت ته  دسپارل شويو معيارونو په شاملولو سره  موږ کولى شو  په ټولنه کې دمسلکي ښوونځيواو انستيتوتونو  له لارې په ټولنه کې  دمسلکي کسانو په روزنه کې  ښه رول ولوبو .

کابل باختر  دثور پنځلسمه
  دمرکزي بغلان  ولسوالۍ  په مربوطاتو کې  دامنيتي ځواکونو دچاڼيزو عملياتو په بهير کې  دوه تنه وسله وال طالبان  ووژل شول او يوولس تنه نور طالبان ټپيان شول .
دغه عمليات  درې ورځې مخکې دملي پوليسو ، ملي اردو او دملي امنيت دځواکونو له خوا  دميوند په نامه  دمرکزي بغلان  ولسوالۍ  په مربوطاتو کې پيل شوي و . چې تراوسه پورې دوام لري .
دبغلان ولايت  دامنيې قوماندانۍ  دامنيت آمر او سرپرست سمونوال محمد صادق  مرادي باختراژانس ته وويل چې په دغو عملياتوکې  دوه تنه وسله وال طالبان ووژل شول ، يوولس تنه نور ټپيان او د منګليانو،  شش کپه ، نوروزک ، بلوڅانو او دلرخاب کلي  دوسله والو طالبانو له شتون څخه  پاک شول .
ده زياته کړه: ددغو عملياتو هدف  په بشپړه توګه  دوسله والو طالبانو د تحرکاتو  بندول او دامنيت تامينول دي  چې دطالبانو له شتون سره  ددغې ولسوالۍ  دناامنو کليو تر بشپړ پاکولو پورې به  دوام ولري .

کابل باختر  دثور پنځلسمه
  په مزارشريف ښار کې د خالد بن وليد په ښارګوټي کې  دسکي  ورزشي ډګر نن ګټې اخستنې ته وسپارل شو.
دبلخ ولايت دالمپيک آمر محمد ابراهيم عثماني باختراژانس ته  وويل،دغه ډګر  دالمان  په مالي مرسته  ديو مليون ډالرو په لګښت  د څلور جريبه ځمکې په ساحه کې  جوړ شوى دى .
  عثماني زياته کړه: په مزارشريف ښارکې  دفوټبال يو ډګر ، دکرکټ  يو ډګر او دوه جمنازيمونه  شته  او ټاکل شوې ده  دايران له خوا په دغه ولايت کې يو بل  ورزشي چمنازيوم جوړ شي .

کابل باختر  دثور پنځلسمه
دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس حامدکرزي  دتاتا کمپنۍ له رييس او دمهارتونو دپرمختيا په برخه کې  دهند دصدراعظم له سلاکار اس رمادوراي  سره وکتل .
دجمهوري رياست  مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ ، په دې کتنه کې چې نن سهارپه ارګ کې وشوه او په هغې کې دافغانستان دکانونو دوزير او په کابل کې دهند سفير هم برخه لرله،  داقتصادي اړيکو او په تيره بيا  دکانونو دراايستلوپه برخه کې دهند دهمکاريو دپراختيا په باب  خبرې وشوې .
جمهور رييس له  اس رما دوراي  څخه وغوښتل  چې د تاتا کمپنۍ  دافغانستان دکانونو دراايستلو په برخه کې پانګونه وکړي . او ددغې کمپنۍ  دنږدې يوې پيړۍ تجربې  له افغانستان سره شريکې کړي .
  دغه راز  حامدکرزي  دهند دصدراعظم له سلاکار څخه وغوښتل چې په کليوالي سيمو کې  دمهارتونو دپراختيا په برخه کې دې  دافغانستان له حکومت سره  همکاري وکړي .
   جمهور رييس په دې کتنه کې  په افغانستان کې  دپانګونې دښو فرصتونو ديادونې په ترڅ کې ډاډ ورکړ چې دافغانستان حکومت  په دغه هيواد کې  دتاتاکمپنۍ  دپانګونې لپاره ټولې لازمې اسانتياوې برابروي .
  په مقابل کې  دتاتا کمپنۍ  رييس  او دمهارتونو دپرمختيا په برخه کې  دهند دصدراعظم سلاکار  اس رما دوراي  په افغانستان کې دپانګونې دښو فرصتونو له امله  دخوښي دڅرګندولو په ترڅ کې  دکانونو په برخه کې دپانګونې لپاره  خپله علاقمندى  څرګنده کړه .
په پاى کې دهندسفيرددغه هيواد په وړيا مرسته دکانونودلومړني ملي انستيتوت دجوړولو لپاره  له افغانستان سره دهند دحکومت  دموافقې له امله چې افغانستان ته دهند دصدراعظم منموهن سنګ دوروستۍ سفر په بهير کې  دهيواد دکانونو وزارت له خوا طرحه شوى و ، خبر ورکړ .
ده وويل  چې دهند حکومت  په کابل کې  ددغه انستيتوت  دجوړولوعملي کار په نږدې راتلوونکي کې پيلوي .

کابل باختر  دثور پنځلسمه
دکورنيو چارو وزارت يو خبرځاى وويل :  چې دشپږو ماينونو او ديوې اندازې چاوديدونکو توکو  په کشفولو سره  دڅو تروريستي پيښو مخه ونيول شوه .
  دکورنيوچارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ ، امنيتي ځواکونودلغمان ، زابل ، ميدان وردګواو دهرات  دولايتونو په مربوطاتو کې  شپږ ماينونه له يوې اندازې  چاوديدونکو توکو اوددرندو وسلو له اتو ګوليو سره کشف  کړل .
دغه ماينونه او توکي په عمده توګه په واټونو او په ګن ميشتو سيمو کې ترلاسه شوي دي .
  مسوولينو ويلي دي :چې ترلاسه شويو ماينونودويجاړولو لوړ قدرت درلود او نوي ځاى پرځاى شوي و . چې چاودنو يې کولى شول ملکي وګړو ته  زيان ورسوي .

کابل باختر  دثور پنځلسمه
دبدخشان ولايت دملي امنيت منسوبينو يو شمير تاريخي آثار ددغه ولايت  داطلاعاتو او فرهنګ رياست ته وسپارل .
دغه آثار دبدخشان ولايت  دملي امنيت دمنسوبينوله خوا ددغه ولايت د درايم ولسوالۍ په مربوطاتو کې له قاچاق وړونکو څخه ترلاسه شوي و .
دبدخشان ولايت  داطلاعاتو او فرهنګ رييس محمد دين خواهاني باختراژانس ته وويل : يو ډبرين ډيګ  او دوه شپيته قيمتي مرې او هم دقرانکريم دڅرمنې يو پوخ او دشهزادګي يوه فلزي څيره چې ددرايم او اشکاشم دولسواليو په مربوطاتو کې دملي امنيت دمنسوبينوله خوا  له قاچاق وړونکو څخه ترلاسه شوي و  داطلاعاتو او فرهنګ رياست ته وسپارل شول .
خواهاني زياته کړه: تراوسه پورې روښان نه دى چې دغه آثارپه کومو دورو پورې  اړه لري .

کابل -باختر دثور پنځلسمه
دافغانستان دپارلماني خبريالانو کميټه نن دمشرانو جرګې دلومړي نايب ، اود ولسي جرګې ددويم نايب ، د منشي د نايب اود ولسي جرګې ددارالانشا درئيس په شتون ديوې غونډې په ترڅ کې په رسمي ډول په ملي شورا کې پرا نيستل شوه .
دمشرا نو جرګې مطبو عا تي دفتر باخترا ژانس ته خبر ورکړ :
په دې غونډه کې چې د ملي شورا د کنفرانسونو په تالار کې جوړه شوې وه ،دسنا مجلس لو مړي نايب محمدعلم ايزديارددغه اقدام د ملاتړپه ترڅ کې ددغې کميټې جوړول دپارلمان دخبرونو اود حقايقو په منعکس کولو کې يوه اړتيا وبلله او وي ويل، رسنيو په ټولنه کې دخبر رسولو په برخه کې ارزښتنا ک رول لوبولي دي او هيله لرو چې دغه کميټه خپل هدفو نه له نافذوقوانينو سره سم تعقيب کړي.
ايزدياردمي دمياشتې ددريمې ،دمطبوعاتو د نړيوالې ورځې له ا مله دمطبوعاتو د برخې کارکوونکو ته مبارکي وويله اودرسنيو له خوا دپارلمان دپيښو د منعکس کولو له ا مله يې مننه وکړه اوډاډ يې ورکړ چې ملي شورا په تيره بيا د مشرا نو جرګه داساسي قانون اودډله ييزو اطلاعاتو د وسايلو دقا نون په چوکاټ کې له دغې کميټې او له نورو ژورنالستا نو سره همکاري کوي .
دغه راز ده دډله ييزو اطلاعاتو د وسايلو په قانون کې دواردوشويو تعديلونو دپړاونو د بشپړولو غو ښتنه و کړه .
دغه راز په دې غونډه کې د ولسي جرګې دويم نايب صالح محمدسلجوقي هم دپارلماني خبريالانو د کميټې دجوړولو هرکلي او ملا تړ وکړ او جوړول يې دملي شورا دخبرونو دمنعکس کولو او په پارلمان کې دخپلو استازو په باب د موکلينو دپوهاوي په لاره کې يو مثبت ګام وباله او ژمنه يې وکړه چې له پارلماني خبريالانو سره همکاري کوي اود هغوى دستو نزو او غو ښتنو په حل کولو به اقدام و کړي.
دغه راز دپارلماني خبريالانو د کميټې رئيس اباسين زهير ،قدرت الله جاويد او عتيق الله بنا دپارلماني خبريالانو په استازيتو ب ددغې کميټې  د هدفو نو په باب رڼا وا چوله ،د پارلمان د همکاري د جلبولو په ترڅ کې يې د کميټو غړو ته ددفتر د تدارک غو ښتنه و کړه چې ددواړو مجلسونو د اداري هيئت له خوا له هغوى سره ژمنه وشوه

کابل -باختر دثور پنځلسمه :
دپوهان غضنفر دروغتيايي علومو له انستيتوت څخه دوه سوه اوه شپيته تنه فارغ شول .
دغو فارغانو چې ددغه انستيتوت د قابله ګي ،نرسنګ ،ستو ماتولوژي ،درمل جوړولو ،راډيو لو ژي ،تکنالو ژي ،انستيزي ،دغاښونو دپروتيز او فيزيو تراپي په څانګو کې زده کړې کړي دي ، نن د عامې رو غتيا په وزارت کې دفراغت سندو نه تر لاسه کړل .
دباخترا ژانس دخبريال دخبر له مخې، په هغې غونډه کې چې له همدې ا مله جوړه شوې وه د عامې روغتيا وزيرې ډاکترې ثريا دليل وويل، ددغو ځوا نا نو په فراغت سره د ولايتونو په روغتيايي مرکزونو کې دبشري قواو دکمښت ستو نزې کميږي او دغه ځوانان داړتيا وو په پام کې نيولو سره د هيواد د ولايتونو په روغتيايي مرکزونوکې ګومارل کيږي .
دعامې روغتيا وزيرې په دې غونډه کې دمسلکي کارکوونکو دجذب د څرنګوالي په اړوند ددغه وزارت ديوه نوي نوښت يادونه هم وکړه او څرګنده يې کړه چې دروان کال دثور د مياشتې په ٢١ او ٢٢ نيټه په ځينو ولايتونو کې دبشري قواوو د کمښت د لري کولو لپاره په دغه وزارت کې د کارموندلو پرو ګرام جوړيږي
په دې غونډه کې دپوهان غضنفر درو غتيا يي علو مو دانستيتوت رئيس ډاکتر کيميا عزيزي وويل چې دغه انستيتوت سل کلنه سابقه لري اود عا مې رو غتيا په وزارت کې دى واځيني تحصيلي مرکز په تو ګه تر اوسه پورې په بيلا بيلو مسلکي څانګو کې په لسګونو زره تنه رو زلي دي .
ده وويل ،په دې دوره کې دنجونو اوهلکا نو په ګډون د وه سوه اوه شپيته تنه فارغ شوي دي چې يو سلو اتلس تنه يې نجو نې دي .

کابل -باختر دثور پنځلسمه
دبهرنيو چارو وزارت ويندوى جانان موسي زي نن په يوه خبري غونډه کې وويل، که چيرې پاکستان دډار اچوونې پرخلاف مبارزه کې رښتيني واو سي بايد دډيورنډ د کرښې په اوږدو کې دترورستانو پټنځايو نه  له منځه يوسي ،
دباخترا ژانس خبريال خبر را کړ: جانان موسي زي چې په يوه خبري غونډه کې خبرې کولې دغه راز وويل چې دډيورنډ کرښه په سيمه کې دنامشروع استعمارود نه منلو وړ تاريخي ميراث دى د افغانستان ملت نه هغه منلې ده او نه به يې ومني اودغې کرښې دسيمې خلک چې له يو بل سره قومي او کورني اړيکې لري له يو بل سره جلا کړى دى اوهيڅکله هم په رسميت نه ده پيژندل شوى.
موسي زي دغه راز وويل چې دډاراچونې اوبنسټپالنې پرخلاف مبارزه دې بايد له سرچينې څخه يې پيل شي چې دغه سرچينې دپاکستان په خا وره کې دي نه ډډيورند په کرښه کې .
ده وويل، هيله لرو چې دپا کستان مشران په ژورفکر سره چې لا زمه ده دامنيت ،ثبات او سولې اود اقتصادي پراختيا د تا مينولو په خا طر نه يوازې افغانستان بلکې پا کستان او ټوله سيمه ددغې سترې ستونزې اوددغه ستر شيطان پرخلاف صادقا نه مبار زه وکړي.
ده په صرا حت سره اعلام و کړ چې پاکستان دډيورند دکرښې په وړا ندې خپل دريځ لري خو د افغانستان دريځ څرګند اورو ښانه دى اوهغه دا دى چې موږ دغه کرښه نه ده منلې ، نه يې منو او په را تلوونکي کې به هم ونه منو .
ده وويل چې د بهرنيو چارو وزارت پخوا هم دډيورنډ د کرښې پيژندل د افغا نستان د خلکو واک بللى دى او دا يوه داسې موضوع ده چې په خلکو پورې اړه لري.
ده دګوشتې په ولسوالۍ کې دتذکرو دويش اود پا کستان له خوا هرې کورنۍ ته دپنځه سوه ډالرو د ورکولو په باب ديوې پو ښتنې په ځوا ب کې وويل چې دغه شان رپوټونه دبهرنيو چارو وزارت ته هم رسيدلى دى.
موسي زي زيا ته کړه ،د همکاري هغه موافقه ليکو نه چې د افغا نستان دولت په وروستيو دوو کلونو کې د هند ،امريکا ،بريتانيا ،ايټاليا ،فرانسې ،استراليا ،المان ،ډنمارک ،او فنلند په ګډون له يو شميرهيوادو نو سره لاسليک کړي دي او له ځينو هيوادو نو سره چې دلاسليک کولو په حال کې دي لکه تر کيه او متحده عربي ا مارات ، له نړيوالې ټولنې سره د افغا نستان دهمکاريو اوږدمهالې اړيکې تعريفوي .