14 August 2020

RSS Facebook

سوداگریز


Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

Monday, 29 April 2013 08:01

د اسعارو بيه:

کابل\باختر\د غويي د مياشتې ٩:
دکابل دشهزاده سراى دصرافانو د رييس  دمعلوماتو له مخې، نن له غرمې مخکې دبهرنيو پيسو په مقا بل کې دافغا نۍ ارزښت په دې ډول دى:
يوامريکايي ډالر پيرودل په  54/90  افغانيو پلورل په  54/95افغانيو
يوانګليسي پونډ پيرودل په   83 /90افغانيو پلورل په   84 /00افغانيو
داماراتو يو درهم پيرودل په 85/ 14 افغانيو پلورپه 90 / 14 افغانيو
يوه يورو  پيرودل په 10 71/ افغانيو پلورل په   71 /20  افغانيو
يوسعودي ريال پيرودل په  50 14/پلورل  14/50 افغانيو
زرهندي کلدارې پيرودل په 1015 افغانيو پلورل په 1025 افغانيو
زرپاکستاني کلدارې پيرودل په  548افغانيو پلورل په  549 افغانيو
زر ايراني تو مان پيرودل په 15/20  افغانيو پلورل په  15/30 افغانيو.

کابل\  باخترد  ثور دمياشتې  ٨ :
د ثور اتمه چې په هيوادکې د مجاهدينو د برياليتوب ورځ ده؛ نن دهيواد په  ځينو ولايتونوکې ونمانځل شوه.
په هغو غونډوکې  چې له  همدې امله د لوګر ، سرپل ، غزني ،  پنجشير ، پکتيکا ، ننګر هار او په نورولايتونو کې  جوړې شوې وې؛ ويناوالوپه هيوادکې دمجاهدينو د کارنامو، ميړانې اوسرښندنو يادونه وکړه او دهغو اتلانو چې  په دې لاره يې خپل  ژوند له لاسه ورکړى دى؛ درناوى وشو.
ويناوالو وويل: دثور اوومه دجګړې پيل د وخت شوروي د عسکرو راتګ پيل و چې د دوو مليونو د شهادت او د پنځومليونو د مهاجرت سبب شو، خو د ثور اتمه د افغانستان  د خلکو د جهاد برياليتوب دى.
دوى زياته کړه: دا زړور مجاهدين وو چې په هغه وخت کې اتلوالى اوميړانه وښودله او د پرله پسې هلوځلو سره وکولاى شول کمونستي حکومت له منځه يوسي.
دغه راز ويناوالو وويل: د ثور اتمه دافغانستان په تاريخ کې د وياړلى ورځ او د هيواد دخلکو د جهاد ثمره ده، خو له بده مرغه د مجاهدينو د يووالى او پروګرام د نشتوالى او دغه راز د بهرنيو د لاسوهنو له امله کورګډې کورني جګړې پيل شوې  چې زموږ د يوشمېر هيوادوالو د شهادت سبب شو.
د ثور د اتمې نيټې د مجاهدينو د برياليتوب له امله نن د اختيارالدين کلا د کتنوونکو پرمخ پرانيستل شوه.

کابل _باختر د ثور دمياشتې ٨:
د هرات ولايت د شينډنډ ولسوالۍ يو شمېر اوسيدونکو په مظاهرو لاس پورې کړ او د هرات _قندهار لويه لاره يې د څو ساعتونو لپاره د ترافيکو پرمخ وتړله.
د شينډنډ ولسوالۍ اوسيدونکو د انجيل ولسوالۍد پخوانى امنيه قوماندان او د شينډنډ ولسوالۍ د اصلي او سيدونکى سليم خان د نيول کيدو پرخلاف د اعتراض په توګه دغه لويه لاره وتړله.
د هرات ولايت دپوليسو ويندوى عبدالروف احمدي باخترآژانس ته وويل: د هرات ولايت د انجيل ولسوالۍ پخوانى امنيه قوماندان محمد سليم څه موده مخکې د تښتونې په تور د هرات د ملي پو ليسوله خوا وپيژندل شو او ونيول شو.
اعتراض کوونکي وا يي چې دولت د تورنو او مشکوکو کسا نو په نيولوکې له لازم دقت څخه کارنه دى اخيستى او بې ګناه خلک يې نيو لي دي.
احمدي څرګنده کړه چې د هرات ولايت د پوليسو له خوا د شينډنډ ولسوالۍ ته يو هيئت استول شوى دى او د مظاهره کوونکو له استازو سره يې خبرې کړې دي. 
د هرات ولايت د پو ليسو د ويندوى دڅرګندونو له مخې: اعتراض کوونکو له هيئت سره له خبرو وروسته دغه لويه لاره د ترافيکو پرمخ پرا نيستله.
دغه مظاهرې سوله ييزې وې او د سر زيان او مالي تاوان يې نه دى اړولى.

کابل _باختر د ثور دمياشتې ٨:
د ننګر هار ولايت په مربوطاتوکې د وسله والوطالبانو او د امنيتي ځواکونو ترمنځ په نښته کې ٢٤ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او لس تنه نور يې ټپيان شول.
دننګر هار ولايت د امنيې قو ماندانۍ مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ:
وسله والوطآلبانو تېره شپه د حصارک ولسوالۍ په امنيتي پو ستو او د دغې ولسوالۍ په قرارګاه بريدونه وکړل چې د ملي پوليسو له مقاومت سره مخامخ شول او وسله وال طالبان د سر د زيان په زغملوسره له سا حې څخه وتښتيدل.
په دغو بريدونوکې يوملي پوليس شهيد او دوه تنه نور يې ټپيان شول.
دغه راز په خبرکې ويل شوى دى چې د ملي پوليسو موظفينو اووه تنه پاکستانيان د ننګرهار ولايت په بهسودو ولسوالۍ کې ونيول.

کابل _باختر د ثور دمياشتې ٨:
څلورتنه وسله وال طالبان پرون په پکتيکا ولايت کې له امنيتي ځواکونو سره په نښته کې ووژل شول.
دپکتيکا د والي ويندوى مخلص افغان باخترآژانس ته وويل: د ملي اردو، د ملي پوليسو او د ملي امنيت دګډو ځواکونو په هغو چاڼيزو عملياتوکې چې پرون د پکتيکا ولايت د مټاخان ولسوالۍ په کره خيلو سيمه کې ترسره شول؛ څلورتنه وسله وال طالبان ووژل شول او دوه تنه نور يې ټپيان شول.
د افغان د څرګندونو له مخې: په دغوعملياتوکې يوه اندا زه درا نده اوسپک جنګي وسايل او درې موټرسايکلونه هم د امنيتي ځواکونولاسته ورغلي دي.

Sunday, 28 April 2013 14:00

د جمهور رييس فرمان

 

کابل _باختر د ثور دمياشتې ٨:

د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهوري رياست د سرپرست دټاکنې په باب د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رييس فرمان 

د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهوري رياست لومړي مرستيال مارشال محمدقسيم فهيم ته واک ورکول کيږي چى دفنلند جمهوريت، ډنمارک او د استونيا جمهوريت د هيوادونو له سفر څخه د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رييس تر راستنيدو پورې دې د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهوري رياست د چارو سرپرستي وکړي.

په فرمان کې د لوى خداى (ج) له در بارڅخه د اړوندو چارو په ترسره کولو کې د ده د لا زياتو برياليتوبونو هيله شوې ده. 

 

پيښور \ دي دان - باختر د ثور دمياشتې ٨:

په خيبر پشتو نخوا ايالت کې نن د دوو بمونو د چاودنې له امله څه ناڅه اته تنه ووژل شول او ديرش تنه نور ټپيان شول.

باخترآژانس د پاکستان د ډان ورځپاڼې د انټرنټې پاڼې له خولې خبر راکړ او له دغو بريدونوڅخه دپيښور ښار دچهار سده په ناحيه کې د يوخپلواک کانديد نصيرخان په انتخاباتي دفتر وشو چې له امله يې څه ناڅه درې تنه ووژل شول او پنځلس تنه نورټپيان شول.

له دې مخکې يو بم د دغه ايالت د کوهاټ په هنګو سيمه کې د پاکستان د خلکو ګوند د يوکانديد سيدنور اکبر علم د انتخاباتي دفتر ته څېرمه وچاوديد چې له امله يې پنځه تنه ووژل شول اوپنځلس تنه نورټپيان شول.

په دې چاودنه کې په مرګ ژوبلې سربېره، نږدې دوکانونو، ودانيو او ليږدونکو وسايطو ته هم زيات زيان او شتى دى.

دغه بم له لرې واټن څخه کنترو ليده، خو ځينې خبرځايونه وايي چې دا يوځانمرګى بريد و.

تر اوسه پورې ددغو بريدونو مسووليت چا په غا ړه نه دى اخيستى.

دغه راز پرون دپاکستان په کراچي ښارکې ددغه هيواد د سياسي ګوندونوپه مرکزونو دجلا جلا بريدونو له امله شپږ تنه ووژل شول او څه دپاسه شل تنه نورټپيان شول.

Sunday, 28 April 2013 13:59

تبصره:

 

کابل_باختر د ثور دمياشتې ٨:

نن د ثور د مياشتې اتمه د افغا نستان د مجاهدينو د برياليتوب له کاليزې سره برابره ده. دوى له نن ورځې څخه يوويشت کاله مخکې له ١٤ کلونو مبارزو او هلو ځلو وروسته وکولى شول اسلامي انقلاب بريالي کړي او په فاتحانه ډول پايتخت ته ننوځي.

دباختر آژانس مبصر ليکي : يوويشت کاله مخکې په همدې ورځ مجاهدين له ١٤ کلونو سختو او پرله پسې مبارزو وروسته په فاتحانه ډول کابل ته ننوتل. دغه برياليتوب د سره پوځ او د وخت د شوروي ترملاتړ لاندې حکومت پرخلاف د افغانانو د څوارلس کلن  مقدس جهاد حاصل و.

د اسلامي انقلاب برياليتوب زموږ د هيواد په تاريخ کې د خلکو د وياړنو يو بل فصل پرا نيست چې د يو مليون تنو شهيدانو او د سلګو نو زرو تنو معلولينو او معيو بينو د وينې په بيه تر لاسه شو.

د ثور اتمه، دمجاهدينو د وياړ او رښتينولى سندبلل کيږي چې د جهاد ، مقاومت او د خپلواکى غوښتنې فرهنګ يې پراخ بنسټه کړ او هغه ته يې داسې قوت وروبخښه چې هيڅکله به ور ته زيان او تا وان  ونه رسيږي.

د ثور اتمې وښودله چې څه ډول افغان مجاهدينو په وږى نس، بربنډو پښو اوپه زياتوستونزو سره، خو د ايمان په قوت سره په عاشقانه ډول د هندوکش ، بابا او د سليمان د غرونو په درو او رغونوکې د بهرني واکمنۍ د پاى ته رسولو لپاره هلې ځلې وکړې او په پاى کې د آزادى بيرغ يې د دغو غرونو په لوړو څوکو ور پاوه او يوځل بيا يې د بهرني تيري په وړا ندې د خپل هويت او معنويت دفاع وکړه.

مجاهدين خپلې غوښتنې او آرمان ته چې د کمونيزم او د پرديو د وا کمنۍ په وړاندې برياليتوب و، ورسيدل. خو د افغانستان دښمنانو پرې نښودل چې د دې هيواد خلک د سولې او آرامى ترسيورې لا ندې ژوند وکړي. هماغه وو چې خپل مزدوران اوګوډاګيان يې صحنې ته دا خل کړل او د هيواد د ويجاړتيا زمينه يې برابره کړه.

بهرنيو لاس وهنو د مجاهدينو په وينې لوبې وکړې او د هغوى له آرما نونو سره يې جفا وکړه .

په داسې حال کې چې مجاهدينو د ملي يو والى په رڼاکې د يو داسې اسلامي حکومت د جوړولو په مقصد چې د خلکو د ارادې تمثيلوونکي وي؛ کارکاوه. د سيمې استخباراتي کړيو د تنظيمي جګړو د پروګرام په طرحه کولو سره چې د مشخصو څيرو په واسطه عملي شو؛ پوره پنځه کاله مجاهدين له ناوړو پيښو او کارنامو سره مخامخ کړل. دغوپيښو د طالبانو د غورځنګ په نامه د يوې ډلګى څرګنديدو ته زمينه برا بره کړه.

ددغې ډلګى په څرګنديدو اوپه پايتخت کې د هغوى په واکمنۍ سره، د هيواد مجاهدين يو ځل بيا يوې ملي مبارزې ته ور وغوښتل شول او هغه د پاکستان له خوا د افغا نستان د پټ اشغال په وړاندې مبارزه او مقا ومت و.

د جهاد سنګر دارانو په دغه وخت کې د جهاد او مقاومت په لور مخه وکړه. هغو کسانوچې کمونيزم ته يې ماتې ورکړه؛ دې ته اړ شول چې د جاهلو طالبانو د وسله والوکسانو په وړاندې چې  د تروريستي کړيو لپاره وسيله وه، ودريږي. دترو ريستو طالبانو واکمنۍ هم ونه کړاى شول د آزادى شين نيالګى چې د مجاهدينو له خوا روزل شوى و؛ وچ کړي. خو دغو دوو پيښو د سره پوځ تيري او د طالب ډوله تروريستانو تور يرغل په آزادى کې د ژوند لپاره د افغا نستان دخلکو هوډ لاپسې پياوړي او قوي کړ. دغه ورځ د افغانستان په تاريخ کې ځانګړى ارزښت لري.

دافغا نستان خلک د ثور د اتمې په نمانځنې سره يوځل بيا د خپلو ملي او هيوادنيو ارزښتونو او د ديني هويت او اعتبار د ساتنې لپاره خپله ژمنه نوى کوي . سره له دې چې د ثور اتمه د اسلا مي انقلاب د برياليتوب د ورځې په توګه نمانځل کيږي؛ خو ددغه انقلاب د يو مليون تنو شهيدانو وارثانو ته دومره پاملرنه نده شوې.

نن ورځ هغه کونډې ښځې او يتيمان چې د خپلو کورنيو ډوډۍ راوړونکي يې د آزادى د تر لاسه کولو او د اسلامي انقلاب د برياليتوب لپاره له لاسه ورکړي دي، په محروميت کې ژوند کوي او نن ورځ هغو زرګونو تنو معلولينو او معيوبينو ته چې په خپل وجودکې يې د جهاد او مقاومت نښو نښانو ته ځاى ورکړى دى؛ په سمه توګه پاملرنه نه کيږي. دا د افغانستان په دولت پورې چې ځان د اسلامي انقلاب د ارزښتونو ملاتړى بولي او ددغه په خلکو پورې چې ددغوشهيدانو د وينې په ثمره اود زرګونو تنو مجاهدينو د معلوليت له امله آرام ژوند تيروي؛ اړه پيدا کوي چې يتيمانو، کونډوښځو، معلولينو او معيوبينوته پاملرنه وکړي او د بې وزلى او تنګسيا په له منځه وړلوکې دې له هغوى سره مرسته وکړي او د هغوى بچيانو ته  دې د ښې زده کړې زمينه برابره کړي. 

 

کابل_باختر د ثور دمياشتې ٨:

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس حامدکرزی د یو جګپوړى دولتي پلاوي په مشرۍ، نن غرمه د یو رسمی سفر لپاره د فنلند، استونیا او ډنمارک هېوادونو ته روان شو.

په هغې مطبوعاتي اعلاميه کې چې په دې اړوند دجمهور رييس د دفتر د ويندوى د دفتر له لوري باخترآژانس ته رسيدلې ده؛ ويل شوى دى:

د هېواد جمهوررئیس به سبا د فنلند له جمهوررئیس سوالي نینیستو او د دغه هېواد له یو شمېر نورو چارواکو سره وګوري او د افغانستان او فنلند ترمنځ د همکاریو موافقه لیک به د دغه هېواد له صدراعظم جیارکي کتینن سره لاسلیک کړي.

حامدکرزی به د فنلند له سفر وروسته د استونیا هېواد ته روان شي او هلته به د هغه هېواد له جمهوررئیس او صدراعظم سره وګوري او د افغانستان او استونیا ترمنځ د اړیکو د پراختیا په باب به ورسره خبرې اترې وکړي.

د هېواد جمهوررئیس به د استونیا له سفر وروسته، د افغانستان او ډنمارک ترمنځ د اوږدمهالو ستراتیژیکو همکاریو د موافقه لیک د لاسلیک لپاره د هغه هېواد پايتخت کوپنهاګن ته روان شي.

حامدکرزی به د دغه سفر په بهيرکې د ډنمارک د شاهي هېواد له ملکې او د دغه هېواد له صدراعظمې مېرمن هیلې تورننګ شمتت او یو شمېر نورو چارواکو سره وګوري.

د فنلند، استونیا او د ډنمارک هېوادونو ته د هېواد له جمهوررئیس سره په سفر کې د بهرنیو چارو وزیر ډاکتر زلمی رسول، د ملي امنیت سلاکار ډاکتر رنګین دادفر سپنتا، په نړیوالو چاروکې د جمهوررئیس سلاکار وزیر یحیی معروفي، د جمهوري ریاست د عالي مقام د دفتر ریاست مرستیاله مېرمن حمیرا لودین اعتمادي او د جمهوررئیس ویاند ایمل فیضي ملګرتیا کوي.

 

کابل\  باخترد  ثور  دمياشتې  ٨ :

د افغانستان د سولې عالي شورا په هيوادکې د سولې د تامينولو په لاره کې د افغانستان لپاره د ملګروملتو د سازمان دځانګړى استازى دڅرگندونو هرکلى وکړ.

 دباخترآژانس دخبرله مخې: په دې وروستيو وختوکې د افغانستان لپاره د ملګروملتو د سازمان ځانګړى استازى يان کوبيش اعلام وکړ، چمتو دى په افغانستان کې د سولې د تامينولو او دغه بهيرته د طالبانو د راوستلو په لاره کې همکاري وکړي.

 د ملګروملتو د سازمان  دځانګړى استازى څرگندونې په داسې حال کې کيږي چې يوناماپخواهم  دسولې دتامينولو او دافغانانو ترمنځ دخبرو اترو دبهير دپياوړتيا په لاره کې پروګرامونه ترلاس لاندې نيولي وو.

 ويل شوي دي چې اوس دافغانستان لپاره دملګروملتو دسازمان  ځانګړى استازى د سلام په  نامه ځانګړى مرکز جوړکړى دى او په دې ډول په افغانستان کې د سوله ييزو هلوځلو ملاتړکوي.

يان کوبيش ټينګارکوي چې له  وسله والو مخالفينوسره خبرې اوپه افغانستان کې د سولې ټينګښت ددغه سازمان کاري لومړيتوبونه دى او چمتو دى په دې برخه کې اسانتياوې برابرې کړي.

د سولې د عالي شورا د نړيوالو اړيکو مسوول محمداسماعيل قاسميار د افغانستان لپاره د ملګروملتود سازمان دځانګړى استازى د وروستيو څرگندونو ملاتړکړى دى .

ده ټينګارکړى دى چې د سولې عالي شورا د  راز هلوځلو چې په هيوادکې د سولې د تامينولو سبب شي، هرکلى کوي.