24 September 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کابل - دجوزا ١٣
دجمهوري رياست د عالي مقام د دفتر د رياست په وړانديز او د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رئيس حامدکرزي په منظورى د پروګرامونو د رياست برحال مرستيال محمدقاسم دانش بختياري د جمهوري رياست دعالي مقام د دفتر د رياست دپاليسى د رييس په توګه ټاکل شوى دى.
محمد دانش بختياري د هيواد يو تکړه کادر دى چې د ماسترى په سويه لوړې زده کړې لري. په بېلابېلو برخوکې د کافي تجربو خاوند دى او د عالي مقام د دفتر په رياست کې يې د يادونې وړ خدمتونه کړي دي.

کابل باختردجوزا١٣
دملي شورا په ولسي جرګه کې د هرات د خلکو د استازې ميرمن شهنازهمتي دمړينې له امله دجمهور رييس دمرستيال محمدکريم خليلي د ډاډ ګيرنې پيغام!
په ژورې خواشينۍ اوخپګان سره مې خبر ترلاسه کړ چې د هرات ولايت يوه منتخبه استازې ميرمن شهنازهمتي د ترافيکې پيښې له امله وفات شوې ده.
ميرمن همتي يوه فعاله او خدمتګاره ميرمن وه چې په دوو تقنيني دوروکې د هرات دخلکو له خوا د استازې په توګه انتخاب شوه. د دې نشتوالى د هيواد د استازو او خدمتګارانو ترمنځ په تيره بيادښځو دټولنې لپاره يوه ستره ضايعه بلل کيږي.
زه د دغې زړه بوږنوونکې پيښې له امله د هيواد ملي شورا، د هرات ولايت پتمنو خلکو او د ارواښادې کورنۍ ته د ډاډ ګيرنې مراتب څرګندوم. متوفا ته د د لوى خداى (ج) له دربارڅخه الهي غفران او رضوان او د دغې پيښې ټپيانو ته بشپړې روغتيا هيله کوم.

کابل -دجوزا ١٣
د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رييس حامدکرزى په پکتيا ولايت کې ځانمرګي بريد او په لغمان ولايت کې بمي بريد چې له امله يې د ښوونځيو د زده کوونکو او ښځو په ګډون، زموږ نږدې ٣٥ بې ګناه هيوادوال شهيدان او ټپيان شول، په ډيرو سختو الفاظو سره وغندل.
په هغې مطبوعاتي اعلاميه کې چې په دې اوند دجمهور رييس د ويندوى د دفتر له لارې باخترآژانس ته رسيدلې ده؛ ويل شوي دي: د کورنيو چارو وزارت د لومړنيو معلوماتو له مخې نن له غرمې مخکې يوه موټرسايکل سپاره يوه ځانمرګى يرغلګر ځان دپکتيا ولايت د څمکنيو ولسوالۍ په بازارکې يوه ښوونځي ته څيرمه وچاوه چې له امله يې د يو سيمه ييز پوليس په ګډون، د ښوونځي لس تنه زده کوونکي شهيدان او څه نا څه شپاړس تنه نور ټپيان شول.
نن سهار په يوه بله تروريستي پيښه کې يو موټر چې د لغمان ولايت په مرکز پورې اړوند حکيم آباد سيمه کې د يوې کورنۍ غړي ليږدول؛ په واټ کې په ښخ کړاى شوى ماين وخوت چې له امله يې اووه تنه شهيدان او دوه تنه نورټپيان شول. زياتره شهيدان اوټپيان ښځې او ماشومان دي.
د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رئيس په کلکه ددغو تروريستي بريدونو د غندلو په ترڅ کې وويل چې د افغانستان د خلکو دښمنانو يوځل بيا د پرديو د هدفونو لپاره زموږ مظلوم او بې ګناه خلک په تيره بيا ښځې او د ښوونځي زده کوونکي په وينو او خاورو ولړل او ليت پيت کړل .
حامدکرزي وويل چې د دې هيواد د ملکي وګړو او په تيره بيا د بې ګناه ماشومانو وژل نه بخښونکى جنايت دى چې عاملين به يې بيه ورکړي او په الهي محکمې سربيره زموږ د ځوريدلى خو د اتل ملت د محکمې په وړاندې به هم ځواب ورکوونکي وي.
حامد کرزي په داسې حال کې چې په دغوتروريستي بريدونوکې زموږ د هيوادوالو د شهادت او ټپي کيدو له امله سخت خواشينى شوى دى؛ د خپلې ډاډګيرنې او خواخوږۍ مراتب د شهيدانو کورنيو ته څرګندوي او د لوى خداى (ج) له دربارڅخه هغوى ته د جميل صبر اوټپيانو ته د سملاسي روغتياهيله کوي.

کابل\  باخترد   جوزا  دمياشتې  ١٣ :
د اصلاح او بدلون لپاره د ځوانو فعالانو شبکې نن د ښځو پرخلاف د تاوتريخوالى د بندولو د قانون ، انتخاباتو او د نا امنيو د زياتوالى د انديښنو په باب د اطلاعاتو  اوفرهنګ وزارت د مطبوعاتو په نړيوال مرکز کې يوه غونډه جوړه شوه.
د اصلاح اوبدلون لپاره دځوانو فعالانو دشبکې سلاکارې  ناديې نديم دباخترآژانس   خبريال ته وويل: ددغې شبکې غړي د هيواد پارلمان له خوا دښځو پرخلاف  د تاوتريخوالى د بندولو دقانون دتصويب غوښتنه کوي، خو دغه قانون بايد د اسلام د مبين دين دحکمونو له مخې عيارشي.
په دې غونډه کې د دغې شبکې د مشرتابه غړو ډاکتر ظاهر محبوب وسيد ميثم هم خبرې وکړې اوټينګار يې وکړ: بايد د انتخاباتو په نامه اويا له انتخاباتو څخه ناوړه استفاده په هيواد کې د سياسي قدرت دميراثي کولو خبرې بنسټيزې نه شي او دغه راز ويې ويل چي طالبان دځينو ګاوڼديانو داستخباراتو په اشاره زموږ دهيواد د نا امن کولو لپاره هلې ځلې کوي  چې دغه هلې ځلې نه شي کولاى  زموږ خلک له خپل تګلوري څخه راوګرځوي.

کابل\  باخترد   جوزا  دمياشتې  ١٣ :
دملي امنيت د لوى رياست موظفينو نن درې تنه ډار اچوونکي په نيمروز ولايت کې ونيول .
دملي امنيت دلوى رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ:
نيول شوي کسان چې د دلارام _ زرنج په لويه  لاره کې په ډار اچوونکو، ورانکارو، ماين ښخولو په فعاليتونو او تروريستي ډلو ته د وسلو اومهماتو په ليږدولو بوخت و؛  له يوې اندازې وسلو ، مهماتو اويوه سراچه ډوله موټر سره د دلارام _ زرنج  د لوى لارې د دهمزنګ په ساحه کې دملي امنيت دلوى رياست دموظفينو له خوا ونيول شول.
ديوبل خبرله مخې: دملي امنيت د لوى رياست موظفينو نن دبغلان او پکتيا د ولايتونو په مربوطاتوکې  يوه اندازه وسلې اومهمات ترلاسه کړل.
په ترلاسه شويو وسله وسلو اومهماتوکې يوه پنځه اويا ملي متري توپ، د بي ام _١  يوه دستګاه، د هاوانه يوولس ماينونه ، دوه کلاشينکوفونه، دوه يوولس ډزې، د موزائيلو اته ماينونه، دزيکو يو څلويښت صندوقه ګولۍ، دبطري له مزو سره پنځه ريموټ کنترولونه شته چې د وسله والومخالفينو له خوا د تروريستي فعاليتونو  د ترسره کولو په مقصد پټ کړاى شوي و.

کابل\  باخترد   جوزا  دمياشتې  ١٣ :
دهرات دترافيکو پخوانى مدير د سندونو د تزوير په تور په اته کاله  او شپږمياشتې  تنفيذي بند محکوم شو.
دتورن دوسيه نن د اداري فساد جرمونو په ابتدائيه محکمه کې چې دقضاوتمند شيراقا منيب  په مشرۍ جوړه شوه؛ وڅيړل شوه.
د ترافيکو  د پخوانى مديرڅلور تنه جرمي شريکان هم له يو کال او شپږمياشتو څخه ترشلو کلونو پورې په بند محکوم شول.
په دې غونډه کې  د ٢٠٧ ظفر قول اردو شپږتنه افسران د تزوير او اختلاس په تورله څلورو څخه ترديارلسو کلونو پورې په بند محکوم شول.
دغه کسان دغه راز د ٨٩٤٥٨٥ افغانيو نغدي جريمې او د اختلاس  شويو پيسو  معادل په ورکولو هم مکلف شول.

کابل\  باخترد   جوزا  دمياشتې  ١٣ :
يوتن د خپلې نامزدې د وژلو په تور د لومړۍ ښاري حوزې د ابتدائيه محکمې له خوا په سخته سزا يعنې عدام محکوم شو.
تورن څه موده مخکې دهرات ښار دڅلورمې ناحيې په مربوطاتوکې خپله کوژدنه د چړو په  ګوزارونوسره وژلې وه چې د امنيتي ځواکونو له خوا لاس په لاس ونيول شو.
ددغه تورن دوسيه نن د ابتدائيه محکمې د جزا د ديوان په قضايي  غونډه کې چې د قضاوتمند غلام رسول منصور په مشرۍ جوړه شوه؛ وڅيړل شوه.
قضايي هيئت د سندونو اوشواهدو له څيړنې وروسته تورن په اعدام محکوم کړ .
تورن  دمحکمې حکم غيرعادلانه وباله او د استيناف غوښتنه يې وکړه.

Monday, 03 June 2013 13:24

تبصره:

کابل - دجوزا ١٣
په داسې حال کې چې په هيوادکې د امنيتي مسووليتونو د سپارلو پروګرام به تر يوې بلې مياشتې پورې بشپړ شي؛ دکابل په دوو ګاونډيو ولايتونوکې امنيتي انکشافات د دقت وړ دي چې بايد وڅيړل شي.
دباخترآژانس مبصر ليکي: د هيواد د ملي امنيت شورا په خپلې پرونى غونډه کې د ميدان وردګو او د لوګر د ولايتونو د امنيتي حالاتو په باب غور وکړ، د دغو دوو ولايتونو د امنيتي حالاتو په باب خبرې چې د هيواد د لويديځ اوجنوب په لور دکابل دروازې بلل کيږي، په داسې حال کې کيږي چې په دغو دوو ولايتونوکې جدي امنيتي ستونزې شته، آن چارواکو يې دپاکستانيانو په ګډون د څومليتي طالبانو د شتون خبرې کړې دي.
دملي امنيت شورا د موضوع دحساسيت په پام کې نيولو سره اړوندو ارګانونو ته دنده وسپارله چې په دغو دوو ولايتونو کې دې د امنيت د تامينولو په لاره کې بيړنۍ اقدام وکړي.
په دې کې د شک ځاى نشته چې دهيواد امنيتي ځواکونه له امنيتي چلنجونو سره د مقابلې توان لري او و به کولى شي د لوګراودميدان وردګو په ولايتونوکې امنيتي ګواښونه چې بهرنى عوامل لري؛ د هلمند د سنګين او دقندهارد پنجوايي په ولسواليو کې د  امنيتي ګواښونو په شان لرې کړي. خو په دې ځاى کې خبره په هيواد کې د امنيتي انکشافاتو او دهغو په نسبت د بهرنيو کړيو دغبرګون په باب ده.
تر يوې بلې مياشتې پورې به په هيوادکې د امنيتي مسووليتونو د سپارلو پروګرام بشپړ شي. په تيرو وختونوکې په هغو سيموکې چې امنيتي مسووليت يې له بهرنيو ځواکونو څخه افغانانو ته سپارل شوي دي؛ امنيتي حالت ښه والى موندلى دى او افغان ځواکونه په دې بريالي شوي دي چې ميړانه او زړورتيا وښيي.
په دغه شان حالت کې دى چې د سيمې استخباراتي کړۍ په تحرک لاس پورې کوي او ددغه پروګرام د سبوتاژ په لټه کې کيږي. له شک پرته په پاکستان کې د ديني مدرسو تعطيل او افغانستان ته ددغومدرسو د طالبانو استول په دغه هيوادکې له مثبتو امنيتي انکشافاتو سره تړاو لري.
طالبان په دې لټه کې دي په هغوسيمو کې نفوذ وکړي چې له تبليغاتي پلوه ور ته ارزښت ولري. دغه راز غواړي دا انګيزه پيدا کړي چې ګنې د بهرنيو ځواکونو په نه شتون کې هغوى اوچت لاس لري.
ميدان وردګ او لوګر هغه ولايتونه دي چې له جغرافيايي پلوه له پايتخت سره تړاو لري. دطالبانو او د هغوى د ملاتړو دپاملرنې په مرکزکې ځاى لري. دلته د افغان امنيتي ځواکونو هوښياري اومهارت په کار دى. هغوى دې په امنيتي مسووليت مننې سره په هره ساحه کې بايد ددغو سيمو زيان منوونکو اړخونو ته زياته پاملرنه و کړي او په دې فکر وکړي چې يوازې د امنيتي مسووليت سپارل او د يوې ساحې دفاع ، دکار پاى نه دى؛ بلکې افغان امنيتي ځواکونه دې بايد په بشپړې همغږۍ کې د امنيت د پراختيا په باب تمرکز ولري او د خپل مسووليت ساحه دې پراخه کړي .
هغه څه چې په لوګر اوميدان وردګوکې تيريږي اوپه لسګونو بهرنيو طالبانو په دغوکې نفوذ کړى دى؛ ناڅاپي خبره نه ده؛ بلکې دهغو امنيتي کړيو د تبليغاتي هلوځلو يوه برخه ده چې غواړي وښيي چې هغوى دپايتخت دګاونډيو سيمو په ګډون د افغانستان د هرې برخې دنا امن کولو توان لري او کولي شي کابل وګواښوي. خو هير دې نه شي چې د سياسي او امنيتي پيښو تګلوري طالبان له سياسي تنګسيا سره مخامخ کړى دى. د دغې ډلې زيات شميرکسان په تيره بيا د هغوى د ټيټې اومنځنۍ کچې افراد په دې پوه شوي دي چې جګړه يې د بهرنيانو په ګټه ده او دوى په عملي توګه دخپل هيواد دګټو پرخلاف دريدلي دي. هغه څه چې په وردوج ، سنګين او پنجوايي کې تيرشول؛ د دې کارڅرګندوى دي چې طالبانو هلې ځلې وکړي چې له خپلو امکاناتو څخه زياته استفاده وکړي اوځان ته فرصت او نوم وګټي چې په دې کار بريالي نه شول.
نن ورځ د وسله والو طالبانوترمنځ د افغان کليوالي ځوانانو شتون کمزورى دى؛ که  چيرې دغه شان نه دى؛ ولې په پاکستان کې ديني مدرسې رخصتيږي او طالبان يې افغانستان ته را استول کيږي؟
دا کار د دې څرګندوى دى چې په افغانستان کې د لاسوهنې او تيري اړخونه په بشپړه توګه بهرني عوامل دي. نو دا د افغانستان په دولت او په نړيوالې ټولنې پورې اړه پيدا کوي چې په افغانستان کې د روانو ستونزو بهرنيو اړخونو ته زياته پاملرنه وکړي.

کابل\  باخترد   جوزا  دمياشتې  ١٣ :
په لغمان ولايت کې نن سهار په واټ کې د ښخ کړاى شوي ماين دچاودنې له امله  اووه تنه ملکي وګړي ووژل شول.
دلغمان د والي ويندوى سرحدي ځواک باخترآژانس ته وويل: په وژل شويوکسانو کې څلور ښځې، دوه ماشومان او يوه نارينه شته .
ددغو کسانو د سپرلۍ موټر دحضرت ولي عزيز زيارت ته څېرمه دحکيم آباد په سيمه کې په واټ کې په ښخ کړاى شوى ماين وخوت چې د چاودنې له امله يې د موټر چلوونکى په ګډون اووه تنه چې د يوې کورنۍ غړي وو؛  ووژل شول  .
په همدې حال کې امنيتي ځواکونه ورسيدل او دلغمان  دمرکز په حکيم آباد ، ګل ارام او نورا په سيموکې دطالبانو له خوا په لسګونو ښخ کړاى شوي ماينونه يې کشف اوشنډکړي دي .
ځواک زياته کړه: امنيتي ځواکونه د دغو ماين ايښودنو دعاملينو دموندلو اونيولو په خاطر عمليات پيل کړي دي .

کابل\  باخترد   جوزا دمياشتې  ١٣ :
دبغلان ولايت په بورکې ولسوالۍ کې پرون د دوو تنو سرونه  د وسله والو طالبانو له  غوڅ  کړاى شول.
د بغلان ولايت په ولايتي شوراکې د بورکې دخلکو استازى حاجي محمد باختر آژانس ته وويل: دغه دوه تنه  چې يو يې دملي اردو سرتيرى او بل  يې د غيرمسوولو وسله والوکسانو  له جملې څخه و؛  د دغې ولسوالۍ په چشمه ماهيان سيمه کې  د استوګنې په يو کورکې د وسله والو طالبانو له خوا يې سرونه غوڅ  کړاى شول.