24 September 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کابل\  باخترد   جوزا  دمياشتې  ١٣ :
د نشه يي توکو پرخلاف د مبارزې د چارو وزير نن ديو جګپوړى هيئت په مشرۍ مسکوته روان شو.
دکابل له نړيوال هوايي ډگر څخه  دباخترآژانس دخبريال د خبرله مخې:
ددغه سفر هدف د روسيې د نشه يي توکو پرخلاف د مبارزې د چاروله وزيرسره کتنه او په افغانستان کې دکوکنارو دکرکيلې د له منځه وړلو په خاطر ددغه هيواد دمرستو جلبول دى.
دنشه يي توکو پرخلاف د مبارزې دچارو وزير ضراراحمد مقبل  به په دې سفرکې په افغانستان کې دنشه يي توکو دکرکيلې او قاچاقو پرخلاف په مبارزه کې د روسيې  د زياتومرستو غوښتنه وکړي او ددغه هيواد له مقاماتو څخه غواړي  چې د اروپايي هيوادونو په شان دافغانستان دنشه يي توکو پرخلاف د مبارزې دچارو له وزارت سره مرسته اوهمکاري وکړي.

انقره\ بي بي سي \  باخترد   جوزا  دمياشتې  ١٣ :
د ترکيې په استانبول ښارکې د حکومتي ضد اعتراضونو په دريمه ورځ ددغه ښار حالات کړکيچن بلل کيږي او د پوليسو  ځواکونو بيا له اعتراض کوونکوسره نښتې کړې دي.
اعتراض کوونکو او پوليسو په سيمه ييز وخت د تيرې شپې په نږدې نيمايي کې د بشيکتاش متروکه لوبغالى ته څېرمه په نښتې لاس پورې کړ او د پوليسو ځواکونو له اوبو شيندونکو ماشينونو او له اوښکي بهوونکي ګاز څخه استفاده وکړه.
دترکيې حکومت وايي چې نږدې ١٧٠٠ تنه اعتراض کوونکي  يې نيولي دي .
اعتراض کوونکي وايي چې د ترکيې صدراعظم رجب طيب اردوغان دې بايد استعفا وکړي .
دوى د استانبول په مرکزکې  په تقسيم ډگرکې راټول شوي دي.
سربېره پردې د ترکيې په پايتخت انقره ښار او په ازمير ښارکې هم دنښتو خبر ورکړى شوى دى.
دغه اعتراضونه د استانبول د تقسيم ډگر په پارک کې د يو تجارتي مرکز د جوړولو پرخلاف پيل شول، خو په بيړه اردوغان د اسلامپال حکومت پرخلاف په يو سترحرکت بدل شوى دى.

کابل\  باخترد   جوزا  دمياشتې  ١٣ :
دپاکستان د پوځي استخباراتو نږدې دوه سوه تنه غړي دطالبانو په جامه کې  د ميدان وردګو ولايت ته راغلي دي.
دغه پاکستاني پوځيان دغبرګولي دمياشتې له لومړى وختو  را په دې خوا د ميدان وردګو ولايت دچک، جغتو او دايميرداد په ولسواليوکې ځاى پرځاى شوي دي.
د ميدان وردګو د والي ويندوى عطاالله خوګياڼي باخترآژانس  ته وويل:
کشفي اواستخباراتي ارګانونو د معلوماتو له مخې ، باوري اطلاعات ترلاسه شوي دي چې دپاکستاني پوځي استخباراتو نږدې دوه سوه تنه غړي دطالبانو په جامه کې د ورانکارو عملونو د ترسره کولو لپاره دغه ولايت ته راغلي دي.
ده زياته کړه چې په  دغو افرادوکې هغه کسان شته چې د ځانمرګو بريدونو په پلان جوړولو، د ماينونو په جوړولو او د نورو ډار اچوونکو عملونو په ترسره کولوکې مهارت  لري او سيمه ييز طالبان هم روزي .
دميدان وردګو د والي ويندوى وويل چې دغه کسان  د داخلي  طالبانو په همکارۍ هلې ځلې کوي چې د افغان ځواکونو په وړاندې عامه ذهنيت مخشوش کړي.
ده زياته کړه چې وسله والوطالبانو دميدان وردګو ولايت په بېلابېلو سيموکې ځينو قومي مشرانو ته درواغ ويلي دي چې دوى د هندي سرتيرو د له منځه وړلو په خاطر دغه ځاى ته راغلي دي. په داسې حال کې چې هند په افغانستان کې پوځي شتون نلري.
د خوګياڼي دڅرګندونوله مخې: د ميدان وردګو په ولايت کې هندي سرتيري اويا ددغه هيواد ملکي اتباع شتون نه لري او دطالبانو دغه ادعا د عامه ذهنيت دمخشولو لپاره يوه پلمه ده.
د سيمې يوه اوسيدونکى دباختراژانس خبريال ته وويل چې دغه حالت خلک انديښمن کړي دي  اوکه چيرې  حکومت ددغو طالبانو په وړاندې اقدام ونه کړي؛ خلک به له زياتو ستونزو سره مخامخ شي .

کابل\  باخترد  جوزا  دمياشتې  ١٣ :
دملي امنيت د لوى رياست موظفينو پرون يوه ديارلس کسيزه ډله تروريستان په زابل کې ونيول.
د ملي امنيت د لوى رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ:
دغه ديارلس کسيزه ډله تروريستان چې د زابل ولايت په مربوطاتوکې د تروريستي او ورانکارو فعاليتونو بوخت وو؛ د ملي امنيت دلوى رياست د منسوبينو له خوا د اپراتيفي عملياتو په بهيرکې دخلکو په  همکارۍ ونيول شول .
نيول شويو کسانو د لومړنيو تحقيقاتو په بهيرکې ويلي دي چې د مخورو کسانو په وژلو، د ماينونو په ښخولو، له خلکو څخه د پيسو په راټولولو، تروريستي ډلو ته د وسلو اومهمات په برابرولو او د زابل ولايت په مرکز او اړوندو ولسواليوکې د طالبانو د ډلوليکو ته د افرادو په جلب او جذب کې رول لوبولى دى.

Monday, 03 June 2013 07:34

د اسعارو بيه:

کابل\باختر\دغبرګولي د مياشتې ١٣:
دکابل دشهزاده سراى دصرافانو د رييس  دمعلوماتو له مخې، نن له غرمې مخکې دبهرنيو پيسو په مقا بل کې دافغانۍ ارزښت په دې ډول دى:
يوامريکايي ډالر پيرودل په 60 55/  افغانيو پلورل په  55/65افغانيو
يوانګليسي پونډ پيرودل په 70  83 /افغانيو پلورل په  83 /80افغانيو
داماراتو يو درهم پيرودل په 05/ 15 افغانيو پلورپه 10 / 15 افغانيو
يوه يورو پيرودل په 00 72/ افغانيو پلورل په   72 /10  افغانيو
يوسعودي ريال پيرودل په  75 14/پلورل 14/80 افغانيو
زرهندي کلدارې پيرودل په 990 افغانيو پلورل په 1000 افغانيو
زرپاکستاني کلدارې پيرودل په  554افغانيو پلورل په 555 افغانيو
زر ايراني تومان پيرودل په 15/60  افغانيو پلورل په  15/70 افغانيو.

کابل_ باختر د غبرګولي دولسمه
د ميدان وردګو د والي وياند ادعا کوي، چې دغه ولايت ته تر دوو سوو پاکستاني نظاميان د وسله والو طالبانو په جامه کې راغلي دي.
دپژواک خبرى اژانس خبرورکړى دى
د ميدان وردګو د والي وياند عطاالله خوږياڼي د غبرګولي په ١٢مه پژواک اژانس ته وويل، چې
د وسله والو طالبانو په جامه کې د پاکستان د پوځ او استخباراتو شاوخوا دوه سوه تنه دغه ولايت ته د ورانکارو کړنو په موخه راغلي دي.
نوموړي زياته کړه، د کشفي ارګانونو د معلوماتو له مخې، په دې وروستيو کې له پولې پورې غاړې وزيرستان څخه راغلي شاوخوا دوه سوه تنه، چې د ورانکاره کړنو په ترسره کولو کې مهارت لري، د سيمه ييزو طالبانو په جامه کې په دغه ولايت کې خپل تخريبي فعاليتونه کوي.
نوموړي زياته کړه، وروسته له هغه چې ځانګړي امريکايي ځواکونه د خلکو په غوښتنه له ميدان وردګو ولايت څخه ووتل، د دغه ولايت د خلکو او دولت ترمنځ اړيکې ډېرې ښې شوې دي.
ځانګړي امريکايي ځواکونه شاوخوا دوه مياشتې مخکې وروسته له هغه له ميدان وردګو ووتل، چې خلکو يې د ظلمونو او ځورونو په اړه په پراخه کچه لاريونونه او شکايتونه وکړل.
د يادو ځواکونو له خوا په ميدان وردګو کې د ځورونو په اړه څېړنې ته ولسمشر کرزي يو پلاوى وګوماره، وروسته د دغه پلاوي څېړنو وښوده، چې له خلکو سره د دغو ځواکونو له خوا تاوتريخوالى کېږي، چې بالاخره ولسمشر يې د وتلو امر وکړ.
خوږياڼى وايي، ياد بهرني طالبان د يو شمېر کورنيو وسله والو په همکارۍ هڅه کوي، چې د ولس ذهنيت د افغان ځواکونو پر وړاندې بدل کړي.
نوموړي همداراز وويل، چې د ياد ولايت يو شمېر قومي مشرانو ته په ځينو سيمو کې وسله والو طالبانو ويلي، چې دوى دلته د هندي سرتېرو د له منځه وړو په موخه راغلي دي.
د خوږياڼي په وينا، په دغه ولايت کې نه کوم هندي سرتېری شته او نه يې عادي اتباع او زياتوي چې د طالبانو دغه ادعا د عامه ذهنيت مغشوشولو لپاره يوه پلمه ده.
د چک ولسوالۍ د خوات درې يو اوسېدونکى خان محمد هم دا مني، چې دې ولسوالۍ ته زيات شمېر پاکستاني طالبان ورغلي او په ښکار په کليو او بانډو کې ګرځي.
نوموړي ادعا وکړه، چې ټول واک له وزيرستاني طالبانو سره دى، کله کله د دې ولسوالۍ طالبان نورو سيمو ته د ورانکارو کړنو په موخه لېږي.
ده وويل، چې دغه وزيرستاني طالبان د چک په زمانخېلو سيمه کې هره ورځ سړک ته د موټرو د تلاشۍ لپاره راوځي.
د خان محمد په خبره، وزيرستاني طالبان نه يواځې په چک، بلکې په دايميردادو، سيداباد او د دغه ولايت په نورو ولسواليو کې مېشت شوي او په ښکاره په سيمو کې فعاليتونه لري، خو خلک له وېرې څه نه شي ورته ويلى.
د وردګو يوه بل اوسېدونکي د نوم نه ښودو په شرط پژواک ته وويل، چې تر نورو کلونو سږ کال زيات پاکستاني طالبان راغلي دي.
ده زياته کړه، چې دغه کار خلک اندېښمن کړي او که حکومت يې پر وړاندې اقدام ونه کړي د خلکو ژوند به له ستونزو سره مخ شي.

کابل_ باختر د غبرګولي دولسمه
د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کري، نن مازدیګر د یوې ټلیفوني اړیکې په ترڅ کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت له جمهوررئیس حامد کرزي سره د سولې د بهیر په اړه خبرې وکړې.
دجمهوري رياست دويندوى ږطبوعاتي دفترباختراژانس ته خبرورکړ
په دغو اوږدو ټلیفوني خبروکې چې له یو ساعت څخه یې ډیر دوام وکړ، د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس حامد کرزي پر خپل همیشني دریځ باندې د ټینګار په ترڅ کې وویل چې په هېواد کې د سولې د ټینګښت لپاره باید د افغانستان د خلکو سپیڅلې هیله  په هیڅ صورت د پردیو د ناوړو هدفونو وسیله ونه ګرځي.
حامدکرزي وویل چې افغانان به هیڅکله هم د دې اجازه ورنه کړي چې هېواد یې کمزوری شي او یو ځل بیا ملوک الطوایفې ته سوق شي.
جمهوررئیس څرګنده کړه چې افغانان د خپل هېواد د کمزوري کولو د دسیسې د بریالیتوب او د ملوک الطوایفۍ له حاکمیت څخه د مخنیوي لپاره حاضر دي چې هر ډول خطر په ځان ومني او په دې لاره کې قربانۍ ورکړي.
ده وویل چې افغانان د سولې غوښتونکي دي خو د هغې ر ښتینې  سولې چې په هېواد کې د جګړې د پای ته رسیدو او د آرامتیا، یووالي او سوکالۍ د رامنځته کېدو سبب شي.

کابل_ باختر د غبرګولي دولسمه :
دملي اردو ځواکونو دارزګان ولايت په خاص ارزګان  ولسوالۍ کې يو وسله وال مخالف وواژه اويو تن بل يې ټپي کړ او دهغوى يوه اندازه وسله اومهمات يې ترلاسه کړل.
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي  دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ، دارزګان ولايت دخاص ارزګان په ولسوالۍ کې دملي اردو دمنسوبينو په عملياتوکې يو وسله وال مخالف  ووژل شو او يو تن بل يې ټپي شو او دهغوى يوه اندازه وسله او مهمات ددغو ځواکونو لاس ته ورغلي دي .
په همدې حال کې دنورستان ولايت دکامديش  ولسوالۍ په مربوطاتو کې په واټ کې دښخ کړى شويو ماينونو دچاودنو له امله دملي اردو يو منسوب شهيد او دپکتيا ،هلمند ، نيمروز اودلوګر دولايتونوپه مربوطاتو کې دملي اردو لس تنه منسوبين ټپيان شوي دي .

کابل_ باختر د غبرګولي دولسمه :
  دبهرنيو چارووزارت ويندوى نن په يوه غونډه کې ايران ته دطالبانو دهيئت دسفر په اړوند وويل چې دسولې په باره کې دافغانستان داسلامي جمهوريت دهڅو او هاندپه اړوند دايران داسلامي جمهوريت دسيمې دريځ  څرګند دى او دافغانستان په مشرۍ  اويا مالکيت دسولې دبهير ملاتړ کوي .
  درارسيدلوخبرونو له مخې، دطالبانود ډلې يو هيئت تهران ته سفر کړى دى او ټاکل شوې ده په بيلابيلو مواردو کې له ايراني مقاماتو سره خبرې اترې وکړي .
درارسيدلو خبرونو له مخې، ددغه هيئت  په ترکيب کې په قطر کې دطالبانو ددفتر دسياسي نمايندګي هيئت هم شامل دى چې مشرتوب يې طيب اغا په    غاړه لري .
دباختراژانس دخبريال دخبر له مخې، دبهرنيوچارو وزارت ويندوى جانان موسي زي په دې باب ديوې پوښتنې په ځواب کې وويل چې دافغانستان ددولت ددغه رپوټ په خپريدوخبر دى او له ايراني مقاماتو سره په اړيکه کې
يو،خوتهران  دافغانستان په مشرۍ او يا مالکيت دسولې دبهير ملاتړ کوي اوپه دې اړوند دايران دريځ څرګند دى .
دموسي زي دڅرګندونو له مخې، په قطر  کې دطالبانو ددفتر په  نامه څه نه شته څرنګه چې دافغانستان دولت د طالبانو له واکمنو استازو اودسولې له عالي شوراسره دخبرو په لاره کې ديو دفتر له جوړولو سره موافقه لري چې تراوسه پورې دغه شان دفتر نه دى جوړ شوي، ده وويل چې په افغانستان کې دسولې دبهير په پياوړتيا کې  له اړوندو هيوادونو سره دافغانستان ددولت هلې ځلې  دوام لري .

-کابل_ باختر د غبرګولي دولسمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت  دجمهور رييس حامدکرزي په مشرۍ  دملي امنيت دشورا غونډه نن له غرمې مخکې په ارګ کې جوړه شوه .
دجمهوررييس دويندوى دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ ،  په پيل کې  دليږدونې دبهير  دتنظيم دکميسيون رييس  ډاکتراشرف غني احمدزي  له بهرنيو ځواکونو سره  دافغانستان  امنيتي ځواکونو ته دمحاربوي عملياتو  درهبري دمسووليت  دليږدونې په اړوند چې دروان کال  دغبرګولي دمياشتې  په وروستيو وختو کې  ترسره کيږي ، غونډې ته معلومات وړاندې کړل .
دملي امنيت شورا اړوندواداروته دنده وسپارله  چې ددغه ملي کار دترسره کولوپه مقصد دې  لازم  تياري  ونيسي .
  وروسته دلوګر او دميدان وردګو دولايتونو واليانو ددغوولايتونو دامنيتي حالت په اړوند غونډې ته معلومات وړاندې کړل .
دلوګر والي ارسلا جمال  په دغه ولايت کې دامنيتي حالت په باره کې رپوټ وړاندې کړ او دهغو ستونزو په باره کې چې په دغه ولايت کې دامنيت په لاره کې شته  ، معلومات وړاندې کړل .
دملي امنيت شورا دلوګر دوالي رپوټ  قناعت بخښوونکي ونه باله ، دملي دفاع او دکورنيو چارو وزيرانو اودسيمه ئيزوارګانونو دخپلواکي ادارې لوى رييس ته يې دنده وسپارله  چې  په دغه ولايت کې  دامنيتي حالت دښه والي په لاره کې دې  تدابيري پلانونه برابر او داړوندو ادارو ترمنځ په نږدې  همغږي کې دې  تطبيق کړي .  وروسته دميدان وردګو والي  عبدالمجيدخوږياني ددغه ولايت  دامنيتي حالت په باب دملي امنيت شورا ته رپوټ وړاندې کړ  اووي ويل، له هغو هلوځلو سره سره چې په دغه ولايت کې دامنيت دتامينولو په مقصد ترسره شوي دي ، امنيتي حالت  دقناعت وړ نه دي  او دلومړى لمبر لويې لارې  په تګلوري کې  ستونزې شته .
ده زياته کړه چې پاکستاني جګړه ماران په تيره بيا دوزيرستان له سيموڅخه  دطالبانو په نامه دجغتو ،چک او ددايميرداد ولسواليو ته په ګروپي ډول راغلي دي  او دامنيتي حالت په ګډوډولويې لاس پورې کړي دي .
  دملي امنيت شورا  دميدان وردګو دوالي  درپوټ له اوريدو وروسته  دملي دفاع  اودکورنيوچارو وزارتونو ته دنده وسپارله  چې  ددغه ولايت دامنيتي حالت  دښه والي په برخه کې دې  بيړنۍ اقدام وکړي .
  وروسته  دکاپيسا ولايت  په تګاب ولسوالۍ کې  دخاصو ځواکونو دشتون په اړوند ددغې ولسوالۍ داوسيدونکو دشکايتونواو وړانديزونو په باب  خبرې وشوې .
  دملي امنيت شورا  دملي دفاع وزارت ته دنده وسپارله  چې دسيمې دخلکو دشکايتونو په پام کې نيولو سره  دې  په دې سيمه کې دخاصوځواکونو  دفعاليت په لاره کې  لازم اقدامات  ترسره کړي .
  وروسته دملي دفاع وزارت  لومړي مرستيال  دوسايطو او وسلو دترميمولو دبهير په اړوندخپل رپوټ وړاندې کړ او وي ويل  چې دملي امنيت دشورا له تصميم سره سم دغه بهير پيل شوي دي .
  دملي امنيت شورا دملي دفاع وزارت ته دنده وسپارله چې په دې اړوند  دکړنو رپوټ  دې  مياشت په مياشت  دملي امنيت شورا ته وړاندې کړي .
  دغونډې په پاى کې دملي امنيت شورا له کابل بانک څخه دمتحده عربي اماراتواو انګلستان په ګډون بهرنيو بانکونو ته دتښتول شويو پيسو په بيا ترلاسه کولو کې دنه پرمختګ له امله  يوځل بيا  لوى څارنوال او دمرکزي بانک رييس ته  لارښوونه صادره کړه او له هغوى څخه يې وغوښتل  چې دراتلوونکي چهارشنبې په ورځ دې په دې باب دملي امنيت دشورادفتر ته رپوټ وړاندې کړي .