24 September 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کابل_ باختر د غبرګولي دولسمه :
درسانه يي شکايتونو او سرغړونو دڅيړنې له کميسيون سره له خصوصي تلويزيوني شبکو څخه ديو شمير مسوولينو په ګډه غونډه کې داطلاعاتو او فرهنګ وزير ډاکتر سيد مخدوم رهين له هغوى څخه وغوښتل چې دملي يو والي ټينګښت دې دخپلو نشراتي لومړيتوبونو په سر کې ځاى ورکړي .
دباختر اژانس دخبريال دخبر له مخې،  ډاکتر رهين څرګنده کړه چې په اوسنيو نازکو شرايطو  کې زموږ ملت له بل هرڅه څخه زيات ملي وفاق ته اړتيا لري اوبايد اجازه ورنه کړو چې پردي دقوميت ، مذهب اوژبې په نومونو زموږ ترمنځ تفرقه واچوي اوموږ هم په ناپوهي سره دهغوى  دناوړوعملونو وسيله وګرځو .
داطلاعاتو او فرهنګ وزير زياته کړه، حيرانوونکي دى چې زموږ په ځينو تلويزيونونوکې داسې اعلانونه  خپريږي که چيرې فلان شرکت ته شپيته زره ډالره ورکړي تاسو ته په فلان هيواد کې کوراو دپنځه کلني استوګنې ويزه برابروي . زه هيله لرم چې زموږ تلويزيونونه دمسووليت په احساس سره ددغه شان اعلانونو دخپرولو له دوام څخه ډډه وکړي .
داطلاعاتو او فرهنګ وزير دتلويزيونونو مسوولينو ته په خطاب کې وويل، زموږ اسلامي او ملي فرهنګ اوزموږ  دځوانانو او تنکيو ځوانانو اخلاقيات يو داسې کار دى چې  موږ ټول بايد دهغه په وړاندې دمسووليت احساس وکړوله بده مرغه  يو شمير تلويزيونه په دې وروستيووختو کې په دې برخه کې کمه  پاملرنه  کوي او که چيري دغه کمه پاملرنه دوام ومومي درسانه يي شکايتونو اوسرغړونو دڅيړنې کميسيون به موضوع په جدي توګه تعقيب کړي .  دځينو سريالونو سوژه او ديو شمير سريالونو صحنې او دآهنګونو متن له ابتذال  سره نغښتي دي چې زموږ دخلکو اوکورنيو له روحيې سره تناسب نه لري .
  زه له هغو تصويري رسنيو څخه چې دې کار ته پاملرنه نه کوي په کلکه غوښتنه کوم چې زموږ دځوانانو او تنکيو ځوانانو داخلاقياتو په وړاندې بى توپيره پاتې نه شي .
دتلويزيونونو يو تن مسوول وړانديز وکړ چې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت او دتلويزيوني شبکو داستازو له خوا دې يو ګډ کميسيون جوړ شي چې بهرني وارداتي سريالونه او فلمونه له خپريدو مخکې وڅيړي ، وپتيل شوه چې په دې باب مفصلې خبرې اوتصميم نيول دې په راتلوونکي غونډه کې وشي . 

کابل_ باختر د غبرګولي دولسمه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس حامد کرزي د ارزګان په ولایت کې هغه ماین ایښودنه په کلکه وغندله چې له امله یې یو شمېر ملګي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته.
په هغې مطبوعاتي اعلاميه کې چې په دې اړونددجمهوررييس دويندوى ددفترله لارې باختراژانس ته رسيدلې ده ويل شوي دي.
د ارزګان د والي د دفتر د معلوماتو له مخې، پرون مازدیګر د دغه ولایت د سراب ولسوالۍ  اړوند د چمبرک په سیمه د ملکي وګړو د سپرلۍ یو لنډ کروزر موټر د افغانستان د خلکو د دښمنانو له خوا په ښخ کړای شوي ماین وخوت چې له امله یې څلورتنه شهیدان او اووه تنه نور ټپیان شول. په شهیدانوکې یو ماشوم او یوه ښځه او په ټپیانو کې څلور ماشومان او درې ښځې شاملې دي.
حامدکرزي د خلکو د تګ راتګ په لاروکې د ماینونو ښخول په کلکه وغندل، د ماشومانو او ښځو وژل یې د افغاني او اسلامي  فرهنګ او ارزښتونو پرخلاف یو ډارن، غیرانساني او نه بخښوونکي عمل وباله.
د هېواد جمهوررئیس د دغې تروریستي پیښې د شهیدانو کورنیو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب وړاندې کوي او ټپیانو ته د لوی خدای له دربار څخه د سملاسي روغتیا هیله کوي.

کابل_ باختر د غبرګولي دولسمه :
دوسله والو طالبانو د ډلې يو مشهور قوماندان دامنيتي ځواکونو له خوا دايران په پوله کې ونيول شو .
دهرات ولايت دامنيې قوماندانۍ ويندوى سمونوال عبدالروف احمدي باختراژانس ته  وويل چې دطالبانو د ډلې مشهور قوماندان فقير محمد يې دايران خاورې ته دننوتو په وخت کې دنيمروز ولايت په پوله کې نيولى دى .
ده زياته کړه چې دطالبانو دغه قوماندان  له پنځو کلونو راپديخوا دهرات ، فراه او دنيمروز دولايتونو په ناامنيو کې لاس درلود .
ده وويل چې فقير محمد دهرات ولايت دپښتون زرغون اوګذرې  په ولسواليو کې  دوسله والو کسانو رهبري په غاړه لرله او په فراه ولايت کې په څو ورانکارو پيښو کې هم دلاس لرلو تور پرې لګول شوى دى .  احمدي زياته کړه چې له دغه قوماندان څخه څيړنې او تحقيقات پيل شوي دي چې څرګنده  شي دى په کوم مقصد په غير قانوني ډول ايران ته سفر کاوه . 

کابل_ باختر د غبرګولي دولسمه :
  دافغانستان اوايران ترمنځ ګډې پولې سخت کنتروليږي .
دبهرنيو چارووزارت باختراژانس ته  ديوې خبرتياپه ليږلو سره ويلي دي چې دافغانستان داسلامي جمهوريت او دايران داسلامي جمهوريت ترمنځ  ګډې پولې  ددواړو هيوادونو دسرحدي ځواکونو له خوا په کلکه  کنتروليږي .
په تيره بيا  په داسې شرايطو کې چې په ايران کې انتخابات په نږدې راتلوونکي کې ترسره کيږي او دايران دسرحدي ځواکونو له خوا سرحدي  امنيتي تدبيرونه زيات شوي دي .
دافغانستان  او ايران ترمنځ ګډې پولې دغير قانوني او دمسافرت له سندونو پرته دتګ راتګ  لپاره سختې خطرناکې دي .
تراوسه پورې  ددردونکو او غم لرلو پيښو له امله زموږ يو شمير هيوادوال دايران  داسلامي جمهوريت  خاورې ته دتيريدوپه وخت  کې  ټپيان اوشهيدان شوي دي او يو شميرهم نيول شوي دي .
دپخوانيوخبرتياو په تعقيب  ، دبهرنيو چارووزارت له هغو ټولو هيوادوالو څخه چې ايران ته دسفر نيت لري غواړي چې دانسان دقاچاقبرانو له خوا ونه غوليږي او يواځې دمسافرت په قانوني سندونو يعني پاسپورت او ويزې سره له سرحدي  قانوني لارو تګ راتګ  وکړي چې خوندي او بى خطره سفر  ولري .

کابل_ باختر د غبرګولي دولسمه :
دافغانستان دختيځ  په ځينوسيمو دپاکستاني پوځيانو دراکټي بريدونو په دوام يو ملکي وګړى شهيد او څلور تنه نور ټپيان شول .
په دغو ملکي وګړو دنورستان او پکتيکا په ولايتونوکې  د ډيورند دکرښې  په اوږدو کې په خپلو کورونو کې دپاکستاني  مليشو له خوا راکټي بريدونه وشول اومرګ ژوبله  ورته واوښتل .
دافغانستان دختيځ  په ځينوسيمو دپاکستاني پوځيانو راکټي بريدونه له يوې اوونۍ راپديخوا بيا له سره پيل شوي دي خو درارسيدلوخبرونوله مخې،  په تيرو دريو شپو اوورځو کې دغو بريدونوډير زور اخستي دي.
دنورستان ولايت دامنيې قوماندانۍ دامنيت آمر محمد فاروق باختراژانس ته وويل چې تيره شپه ددغو راکټي بريدونوپه بهيرکې په دريو تنو ملکي وګړو دکامديش ولسوالۍ  په مربوطاتو کې  په خپلو کورونو کې توغندي ولګيدل او ټپيان شول .
ويل کيږي چې يوه ښځه هم په ټپيانو کې شامله ده له بلې خوا دپکتيکا ولايت يوامنيتي مقام وايي چې نن سهار وختي په دغه ولايت کې داستوګنې په کورونود دوو توغنديو دلګيدو له امله  يوملکي وګړى شهيد او يو تن بل ټپي شو .
  دجمعې په شپه هم دافغانستان دختيځ په ځينوسيمو دپاکستاني پوځيانو دراکټي بريد له امله يو تن شهيداو درې تنه نور ټپيان شوي و .
  دپاکستاني پوځيانو راکټي بريدونودتير هجري لمريز کال له لومړيو وختو څخه دافغانستان دختيځ په ځينو سيموپيل شوي دي او تراوسه پورې دوام لري .
  دوړاندې شويو شميرنو له مخې، ددغو بريدونو له پيل څخه تراوسه پورې څه ناڅه لس زره توغندي دافغانستان په دغو سيمولګيدلي دي چې دښځواوماشومانوپه ګډون څه دپاسه سلو تنو ته مرګ ژوبله پکې اوښتې ده .
دغه راز ويل کيږي چې ددغو بريدونو له امله تراوسه پورې داستوګنې په لسګونو کورونه ويجاړ شوي  او دسيمې دخلکو په سلګونو څاروي له منځه تللي دي .
تراوسه پورې پاکستاني مقاماتو په څرګند ډول ددغو راکټي بريدونو دانګيزې په باره کې څه نه دي ويلي .

کابل\باختر\ د جوزا١٢

د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر زلمي رسول نن غرمه د آسترالیا د دفاع له وزیر ښاغلي ستیفن سمیت سره د بهرنیو چارو په وزارت کې وکتل.
د بهرنيوچارووزارت داطلاعاتورياست باختراژانس ته خبرورکړ.
ډاکټر زلمی رسول او ښاغلی سمیت د دوه اړخیزو اړیکو د ښه حالت په هکله خوښي څرګنده کړه.
دواړو لورو د ګډي علاقي یو شمېر موضوعګانو، لکه د انتقال بهیر، د افغانستان د سولې هڅي او د ۱۳۹۳ کال جمهوري ریاست ټاکنو باندې خبرې وکړې.  
 

کابل\باختر\ د جوزا١٢
په نورستان ولايت کې له افغان سرتيرو سره دنښتې په بهير کې د وسله والو طالبانو دډلې د نهو تنو پاکستاني جګړه مارانو په ګډون ديارلس تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
دغه پيښه چې تيره شپه رامنځته شوه له امله يې ٢٥ تنه نور جګړه مار طالبان ټپيان شول.
جګړه هغه وخت پيل شوه چې د وسله والو طالبانو دډلې دلسګونو تنو پاکستا ني جګړه مارانو په ګډون څه دپاسه دوه سوه تنو وسله والو طالبانو په سرحدي ولسوالۍ کامديش کې د افغان امنيتي ځواکونو په پوستو بريدونه وکړل.
د نورستان ولايت د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر محمدفاروق باختراژانس ته وويل ،ددغې جګړې په بهيرکې چې تر نن سهاره پورې روانه وه ددغې ډلې دنهوتنو پاکستاني جګړه مارانو په ګډون ديارلس تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
ده تاييد کړه چې په دې پيښه کې ددغې ډلې دپاکستاني جګړه مارانو په ګډون ٢٥ تنه وسله وال طالبان ټپيان شوي دي .
دنورستان ولايت سيمه ييز مقامات  دغه راز په دې نښته کې ددوو تنو سيمه ييزو پوليسو شهادت تا ئيدوى او وايي چې دافغان پوځيانو په پوستو دطالبانو ددغه پراخ بريد پلان دپاکستان د استخباراتي کړيو له خوا جوړ شوي و.
د افغانستان په ختيځ کې نورستان له پاکستان سره داوږدې پولې په لرلوسره تل دوسله والو طالبانو، القاعده ،حزب اسلا مي او ددغوډلودپا کستاني جګړه مارانو په ګډون د ترو رستى ډلو د شتون اوفعاليت ډګر دى.

کابل\باختر\ د جوزا١٢
په پکتيکا ولايت کې له افغان پوځيانو سره دسختو نښتو په بهير کې په لسګو نو تنه جګړه مار طالبان ووژل شول.
درارسيدلوخبرونو له مخې، په وژل شويو کسانو کې دطالبانو دډلې څوتنه پاکستاني جګړه ماران هم شامل دي .
دغه جګړه تيره شپه هغه وخت ونښته چې وسله والو طالبانو دژيړوک ولسوالۍ په ورجانه سيمه کې دافغان پوځيانو په ځينو امنيتي پوستو پراخ بريدونه ترسره کړل.
ويل کيږي چې ددغې دوه ساعته نښتې په بهير کې دوه تنه ملي پوليس هم شهيدان شوي دي .
په پکتيکا ولايت کې دسيمه ييزو پوليسو قوماندان عزيز الله کاروان باخترا ژانس ته وويل چې په دې نښته کې څه دپاسه شپيته تنه جګړه مار طالبان وژل شوي دي.
دپوليسو دغه قوماندان تاييدکړه چې په وژل شويوکسانو کې څوتنه پاکستاني جګړه ماران هم شامل دي .
دقوماندان کاروان دڅرګند ونو له مخې، په دې نښته کې دوه تنه افغان امنيتي ځواکونه هم شهيدان شوي دي .
په پکتيکا ولايت کې سيمه ييز مقامات وايي چې ددغه بريد پلان دپاکستان داستخباراتي کړيو په مرسته جوړ شوى و.

Sunday, 02 June 2013 13:03

نوي ټا کنې.

کابل\باختر\ د جوزا١٢
دلوى څارنوالي د ادارې په وړانديز اود افغانستان د اسلامي جمهوريت دجمهور رئيس حامد کرزي په منظوري ډګرجنرال عبدالسلام عصمت داستيناف څارنوالي درئيس ، بريد جنرال غلام سخي عباسي له اداري فساد اودملي امنيت د کارکوونکو له وظيفوي جرمونو سره دمبارزې دڅارنوالي درئيس ،تورن جنرال محمد شريف نيازي دجرمونو اوداحصا ئيې دتدقيق اوپلټنې دڅارنوالۍ درئيس ، بريدجنرال شرف الدين دکشف او تحقيق په ارګانونو دڅارنې د امر ، ډګروال هدايت الله دماشومانو د ابتدائيه اختصاصي څارنوالۍ درئيس اوډګروال وزيرګل دقندهار ولايت دکورني او بهرني امنيت دجرمونو پرخلاف دمبارزې دڅارنوالي درئيس په توګه ټا کل شوي دي .

کابل\باختر\ د جوزا١٢
نقش رسانه ها دردادخواهي وشامل سازي اشخاص داراي معلوليت کارګاه نن دمعلولينو دټولنيز مرکز له خوا په کا بل کې جوړه شوه .
دباختراژانس دخبريال دخبر له مخې، ددغې کارګاه په پيل کې دمعلولينو د مرکز اجرائيوي رئيس پوهنيار سيف الدين نظامي خبرې وکړې اووي ويل چې ددغې کارګاه هدف دمعلوليت لرونکو افرادو دشاملولو لپاره دزياتو فرصتونو د برابرولو په لاره کې دافغاني ټولنې په بيلا بيلو برخو کې دمثبت بدلون درامنځته کولو په مقصد دمعلوليت لرونکو کسانو دپوهاوي اودحقوقو دغوښتنې لپاره درسنيو د همکاري جلبول دي .
وروسته دشهيدانو،معلولينو کاراوټولنيزو چارو وزارت معينې ډاکترې ثريا پيکان خبرې وکړې او وي ويل، دغه وزارت دمعلوليت پاليسي طرحه کړې ده چې د هغې له مخې به د معلولينو ستونزې دامکان ترپولي پورې حل شي .
وروسته د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ستر سلاکارجلال نوراني دکارګاه په نامه داطلاعاتو او فرهنګ د وزيرډاکترسيد مخدوم پيغام ولوست چې په يوه برخه کې يې ويل شوي دي له بده مرغه په زيا ترو صوتي اوتصويري رسنيو اوپه ځينو فلمونو کې يومنفي شخصيت دمعيوب سړى په بڼه په عمده توګه ړوند اوګوډ تصويريږي چې ديو قاتل اويو شوکمار بانډ غړى دى . دغه غلط تصويرچې ګنې يو معلول ،له يو معيوب انسان سره عقده من دى چې دغه تصور سطحي اوډيرغير علمي دى.
ډاکترسيد مخدوم رهين په خپل پيغام کې رسنيو ته خطاب کړى دى او ويلي يې دى زه له رسنيو څخه غواړم چې دمعلوليت اومعلولينو په اړوند خپرونې ونه لري چې له دې امله رواني تکليف رامنځته شي .
په پاى کې دشهيدانو ،معلولينو کار اوټولنيزو چارو وزارت دمشرتابه هيئت ،درسنيو دمعلولينو اومعيو بينو په ګډون ددغې کارګاه برخه والو په څو کاري ډلو وويشل شول اودمعلوليت لرونکو اشخاصو دحقوقو او اوسني حالت ،دمعلولينو دخپريدو دبيلا بيلو عواملو او سببونو په مخنيوي کې درسنيو درول او په ټولنه کې دکلمو اواصطلاحاتو په بدلولو اورواجولوکې دډله ييزو رسنيودرول ،درسانه يي پروګرام د زيانونو دپيژندنې په باب خبرې وکړې.