24 September 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

کابل\باختر\ د جوزا١٢
دمخابراتو اومعلوماتي تکنالوژي وزارت او کابل ښاروالۍ نن يو داسې موافقه ليک لاسليک کړ چې د هغه له مخې په کابل ښار کې دټولو کورونو نمرې ټاکل کيږي او په واټونو کې لارښودې لوحې درول کيږي .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې:دمخابراتواومعلوماتي تکنالوژي وزيرانجنيراميرزي سنګين او کابل ښاروال دغه موافقه ليک لاسليک کړ.
دمخابراتو اومعلوماتى تکنالوژي وزير د دغه تفاهم ليک له لاسليک کولو مخکې وويل، دکابل ښارپه پلاني او غيرپلاني ساحو کې زياتې پرمختيا او پرمختګ د پتې موندلو ديومناسب لارښود نه شتون زيا تې انديښنې پيدا کړي دي .
انجنير سنګين زياته کړه، د جمهوري رياست له فرمان سره سم اود کابينې په تاييددمخابراتو اومعلوماتي تکنالوژي وزارت اوکا بل ښاروالۍ ته دنده وسپارل شوه چې په ګډو هلو ځلو سره له تګنالوژيکي معيارونو سره سم په کابل ښار کې دپتې موندلو ديستم دتطبيق په باب کار وشي چې د هغه له مخې په دې لاره کې دګډو کاري ټيمو نو دسروي کار پيل شوى دى.
دمخابراتو وزارت له کابل ښاروالۍ سره په همکارۍ کې لومړى دواټونو اوکوڅودنومولو کار ترسره کوي او نمرې يې ټاکي او په بيلا بيلو ساحو کې لارښودې لوحې دروي اودکابل ښار برقي نقشه اود جي پي اس کورديناتونه به ددروازو او واټونو د سروي او نمرې ټا کنې په بهير کې دموبايل تيلفونونو او انترنيټ له لارې په واک کې ورکړي شي.
انجنير اميرزي وويل، ددغې پروژې اټکلي لګښت ٢٥ مليونه ډالره په پام کې نيول شوى دى اود اوس لپاره به په امتحاني ډول ديو کال لپاره کاروشي او وروسته دغه بهير دافغاانستان په ټولو ښارونو کې تطبيقيږي .

کابل\باختر\ د جوزا١٢
يو تاريخي اثرنن په کابل کې دايساف ديوشمير افسرانو له خوا داطلاعاتو اوفرهنګ وزيرډاکتر سيدمخدوم رهين ته وسپارل شو.
دباختراژانس دخبريال دخبر له مخې، دغه اثر ددهن پور توپکونودباروتو يوه پيمانه ده .
ددغه اثر دسپارلو په مراسمو کې داطلاعاتو اوفرهنګ وزيرډاکترسيدمخدوم رهين وويل، دغه اثر اويادباروتو پيمانه چې دهغې په واسطه دهن پورتوپکونه له باروتو څخه ډکيدل دنولسمې پيړۍ په وروستيو وختو اويادشلمې پيړۍ په لومړيو وختو پورې اړه لري او په احتمالى توګه داميرعبدالرحمن خان په زمانه کې کارول شوې ده .
ډاکتر رهين زيا ته کړه، دالومړى ځل نه دى چې ايساف دغه شان همکاري کوي بلکې په تيرو وختونو کې هم هغه اثاريې چې دافغانستان له بيلا بيلو سيمو څخه ترلاسه کړي دي په ملي موزيم کې دسا تنې په مقصد داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت ته سپارلي دي .
دغه راز داطلاعاتو اوفرهنګ وزير ددغه اثر دترلاسه کولو په وخت کې دايساف دافسرانو په تيره بيا دايساف دکاناډايي افسر بيکنسن دهڅو اوهاند له ا مله قدرداني و کړه
په دغو مراسمو کې دايساف کاناډا يي عسکربيکنسن ددغه اثر دترلاسه کولودڅرنګوالي په اړوند معلومات ورکړل او وي ويل چې دغه اثر ددوو تنو افغانانو په همکارۍ ترلاسه شوي دي اود افغانستان دخلکو ميړانې اومبارزې يې وستايلې.
دمراسمو په پاى کې ډاکتر رهين دغه اثر چې دايساف دافسرانو له خوا ده ته وسپارل شو ، په داسې حال کې چې داطلاعاتو او فرهنګ وزارت دلرغون پوهنې رئيس عبدالقدير تيموري هم حاضرو په ملي موزيم کې دساتنې په مقصد ددغه موزيم رئيس عمراخان مسعودي ته وسپاره.  

سرپل\باختر\ د جوزا١٢
دسرپل ولايت دبهسودو د کلي دنجونو په ليسه کې نن سهار شل تنه زده کوونکې مسمومې شوې .
دسرپل ولايت دعامې روغتيا رئيس ډاکتر نورالحق جليس باختراژانس ته وويل: چې دسرپل ولايت په مرکز پورې اړوند دبهسودو د کلي دنجونو د ليسې شل تنه زده کوونکې چې دزهرو دشيندلو له امله مسمومې شوې وې ملکي روغتون ته وليږدول شوې او تردرملنې لا ندې دي .
ده وويل :مسموموشويونجونودبيهوښۍ اودزړه دبدوالي حالت درلود.
دروغتيايي منسوبينو په مرسته معاينه اودرملنه يې وشوه او له روغتون څخه رخصتې شوې .
دسرپل ولايت دپوهنې رئيس عبدالغفور سرپلي په دې اړوند څه ونه ويل اودجزئياتو له څرګندولو څخه يې ډډه و کړه .
ويل کيږي پرون هم دفارياب ولايت پشتون کوټ ولسوالۍ دجمشيدي د کلي دنجونو د ليسې دوه شپيته تنه نجونې مسمومې شوې وې .

کابل\باختر\ د جوزا١٢
دمشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې د مشرانو جرګې رئيس دبهرنيو چارو وزارت سياسي معين ته دمبارکۍ دڅرګندونو په ترڅ کې چې په دې وروستيو وختو کې په دې پست ټاکل شوى دى دهيواد د ملي مصالحو پربنسټ دبهرني سياست دغوره کولو اود سيمې اونړۍ له هيوادونو سره ددوستانه اړيکو دټينګښت په لاره کې ددغه وزارت په مسوليتونو اومکلفيتونو او په بهردميشتو مهاجرينو او په تيره بيا د ايران او پاکستان په هيوادونو کې د افغان مهاجرينو دستونزو په څيړنې باندې ټينګاروکړ.
دغه راز دمشرانو جرګې دنړيوالو اړيکو دکميسيون منشي نثار احمد حارس هم دخبرو په ترڅ کې د کاري اړيکو د ښه والي او په افغانستان کې دبهرنيو هيوادونو له سفيرانو اوديپلوماتانو سره دکتنې په لاره کې دمناسبو زمينو دبرابرولو په مقصد دبهرنيو چارو وزارت له مسولينو سره د کميسيون دغړو د ليدنو کتنوپه باب ددغه کميسيون وړانديزونه بيان کړل او په دې باب يې د هغوى دزياتو همکاريو غوښتنه وکړه .
دبهرنيو چارو وزارت سياسي معين ددغه وزارت په کاري چارو کې دمعلو ماتو د وړاندې کولو په ترڅ کې ژمنه وکړه چې د مشرانو جرګې د نړيوالو اړيکو د کميسيون دطرحه شويو وړانديزونو دعملي کولو په لاره کې به لازم اقدامات ترلاس لاندې ونيسي.

کابل\باختر\ د جوزا١٢
په پاى کې په ننګرهارکې يوولس تنه تښتول شوي ماين پاکوونکى دانسان تښتوونکو له منګولو څخه ازاد شول .
دام، ډي ،سي دماين پاکولو دمرکز يوولس تنه ماين پا کوونکي له نن ورځې څخه پوره اووه ويشت ورځې مخکې ديوې ډلې انسان تښتوونکو له خوا داچين ولسوالۍ له مربوطاتو څخه وتښتول شول.
دغه کارکوونکي چې د ماين پاکولو په مقصد دغې سيمې ته ورغلي وو له دوو ورځو وروسته دانسان تښتوونکو له خوا ازاد شول خودلارې په اوږدو کې بيا ديوې بلې ډلې انسان تښتوونکو له خوا وتښتول شول.
دام ،ډي، سي د ماين پاکولو د مرکز رئيس له باختراژانس سره په اړيکه کې دانسان تښتوونکو له منګولو څخه دخپلو کارکوونکو خلاصون تاييد کړ .
ويل کيږي چې دغه ماين پاکوونکي پرون د امنيتي ځواکونو په همکارۍ اودقو مي مشرانو په منځګړيتوب دانسان تښتوونکو له منګولو څخه ازاد کړى شوي دي.
دننګرهار ولايت  يو امنيتي مقام وايي چې ددغو ماين پاکوونکو دخلاصون په بدل کې له انسان تښتوونکو سره هيڅ راز معا مله اوسازښت نه دى شوى.
ددغه امنيتي مقام دڅرګندونو له مخې، ددغه انسان تښتوونکو بانډ د افرادو د نيولو اوپيژندلو لپاره پلټنې پيل شوي دي خو دسيمې اوسيدونکي وايي چې دغه ماين پا کوونکي د وسله والو طالبانو له خوا تښتول شوي وو.

 

کابل\باختر\ د جوزا١٢
دملي شورا دمشرانو جرګې رئيس فضل هادي مسلميار له خوا دسويډن دخپلواکى د کاليزې له امله ددغه هيواد دپارلمان درئيس ښاغلي پيروستربرګ اوددغه هيواد دخلکو په نا مه دمبارکۍ پيغام ليږل شوى دى .
په پيغام کې دتروريزم پرخلاف دمبارزې او په افغانستان کې دسولې اوثبات دټينګښت په لاره کې دسويډن ددولت دمرستو له امله قدرداني شوې ده او ددغه هيواد دحکومت ،پارلمان اوخلکو دلا زيات برياليتوب هيله شوې ده .

کابل\باختر\ د جوزا١٢
په سلګونو تنو افغان معلولينو په ختيځ ولايت ننګرهارکې ديوې غونډې په ترڅ کې د نړيوال سره صليب ددفترونو دبيا پرانيستلو غوښتنه وکړه.
په غونډه کې دوى دنړيوال سره صليب په دفتر دطالبانو دډلې وروستۍ ترورستي بريد وغانده او په افغانستان کې يې ددغه خيريه مرکز دډير ژر بياپرانيستلو غوښتنه وکړه .
دتيرې جمعې په ورځ يوې ډلې ځانمرګو يرغلګرو په جلال اباد ښار کې د نړيوال سره صليب په دفتر ځانمرګي بريد وکړ.
په دې پيښه کې د نړيوال سره صليب يو افغان کارکوونکى شهيد او ددغه خيريه مرکز رئيس ټپي شو .
له دغې پيښې وروسته د نړيوال سره صليب ادارې په افغانستان کې دخپلو دفترونو په تړلو اقدام و کړ .
په همدې حال کې په جلال اباد ښار کې په دې غونډه کې برخه والو نړيوال سور صليب يوغيرسياسي اوبشري مرکزوباله او په دې خيريه دفتر بريد يې دافغانستان دخلکو ددښمنانو کار وباله.
دوى له دولت او له نړيوالې ټولنې څخه وغوښتل چې ډير ژر په افغانستان کې ددغه خيريه مرکز ددفترونو دبيا پرانيستلو لاره اواره کړي .
نړيوال سور صليب د نړۍ په ګوټ ګوټ کې دجګړې له مصيبت ځپلو کسانو سره د مرستې په لاره کې کارکوي .
دغه مرکز په افغانستان کې هم  دجګړې له مصيبت ځپلو کسا نو سره  د مرستې په لاره کې له دې جملې څخه دلاسونو اوپښو په جوړولو اودهغوى دبيا ځواکمنۍ په لاره کې کارکوي
دننګرهار ولايت دمعلولينو رئيس مسعود صافي معلولينو ته د نړيوال سره صليب ددفترونو خدمتونو اواغيزمنتوب ته په اشارې سره ددغه خيريه مرکز له مقاماتو څخه وغوښتل چې په افغانستان کې دجګړې له مصيبت ځپلو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
ددغې غونډې برخه والو له ترورستي ډلو څخه هم وغوښتل چې په خيريه او مرستندويو مرکزونو په تيره بياپه نړيوال سره صليب بريد ونه کړي

کويټه _ باختر د غبرګولي دولسمه :
  ناپيژندل شويووسله والو کسانو دشمالي اتلانتيک دتړون دسازمان ناټو دځواکونوپه تجهيزاتو بار دوو موټرو ته دپاکستان په بلوچستان ايالت کې اور واچاوه .
دغه موټرونه له افغانستان څخه دپاکستان د بندري ښار کراچۍ په لور روان وو او دناپيژندل شويو يرغلګرو له خوا دبلوچستان په مستونګ سيمه کې بريد وشو .
دپوليسو دڅرګندونو له مخې، په دې پيښه کې چا ته زيان نه دى اوښتى او يوازې دوه لارى  موټرونه اوپه هغوى کې شته تجهيزات وسوځيدلى .
عيني شاهدانو وويل، وسله والو کسانو دمستونګ دسيمې په يوه دښته کې په دغوموټرونو ډزې وکړې اووروسته يې هغو ته اور واچاوه او دپيښې له ساحې څخه وتښتيدل .
تراوسه پورې ددغه بريد مسووليت چاپه غاړه نه دى اخستى خو په بلوچستان ايالت کې سيمه ئيز مامورين  ددغه شان بريدونو پړه دطالبانو د پوځي مليشو په غاړه اچولي، په افغانستان کې ديو سلو پنځوسو زرو امريکايي ځواکونو او دناټو او ايساف دقوتونولپاره دناټو دپوځونو په سلو کې اويا تدارکات دپاکستان له لارې تامنيږي .
دخبري منابعو دخبر له مخې، دناټو په تدارکاتي لاريو بريد په افغانستان کې دميشتو بهرنيو ځواکونو پرمخ دپاکستان دځمکنيو  لارو دپرانستلو له وخت څخه دطالبانو د تحريک دپوځي مليشو له خوا د ډيورند له کرښې اخوا سيمو اودبلوچستان په بيلابيلو سيمو کې کيږي .
داپه تيرو پنځلسو ورځوکې او له افغانستان څخه دبهرنيو پوځيانو دتدارکاتي  وسايلو دوتلو دپيل له پړاو څخه داپه قبايلي سيمو کې د ناټو په لاريو دريم بريد بلل شوي دي .
دناټو دجګپوړو مامورينو داعلام له مخې، په افغانستان کې ديره  بهرني ځواکونه د ٢٠١٤ کال ترپاى پورې له افغانستان څخه وځي .

کابل_ باختر د غبرګولي دولسمه :
په فارياب ولايت کې نن دنجونو په يوه ښوونځي کې دمسموونکو توکو دشيندلو په تور دوه تنه ونيول شول .
پرون مازيګر دفارياب ولايت دپښتون کوټ ولسوالۍ د جمشيدي  دکلي دنجونو په ليسه کې دوه شپيته تنه زده کوونکي نجونې مسمومې شوې .
دپښتون کوټ ولسوال عبدالقدير قادري  باختراژانس ته وويل،  ددغه ښوونځي  زده کوونکو ددرسي ساعت په بهير کې دکمزورتيا او دضعف احساس وکړ او دامنيتي  ځواکونو له خوا په ميمنه ښار کې دافغان _ ترک  روغتون ته ولږدول شوې او تر درملنې لاندې ونيول شوې .
دفارياب ولايت دعامې روغتيا  رييس ډاکتر عبدالعلي حليم باختراژانس ته وويل زده کوونکې له درملنې وروسته رخصتې شوې .
  دفارياب دوالي ويندوى جاويدبيدار باختراژانس ته وويل، ددغې پيښې په اړوند دوه تنه دامنيتي ځواکونو له خوا نيول شوي دي او د زياتو تحقيقاتو په مقصد ددغه ولايت د څارنوالۍ ادارې ته معرفي شوي دي .

کابل_ باختر د غبرګولي دولسمه :
دلوړو زده کړو وزارت دکانکور دازموينو درياست خبرتيا .
دهيواد دمرکز او ولايتونو دليسو ټولو فارغانو او دشپې دکانکور دازموينې په شرايطو برابر نورو داوطلبانوته خبر ورکول کيږي چې دکابل پوهنتون اودشهيد استاد رباني دښوونې او روزنې دپوهنتون دشپې پوهنځيو لپاره نوم ليکنه د ١٣٩٢ کال دغبرګولي دمياشتې له پنځلسمې نيټې څخه دچنګاښ دمياشتې تر پنځلسمې نيټې پورې په دغو ځايونوکې ترسره کيږي .
_ نارينه ازاد داوطلبان چې درسمي او دولتي چارو مصروفيت ونه لري دشهيد استاد رباني دښوونې او روزنې په پوهنتون کې .
_ نارينه ، ښځينه او دښځو دازادې برخې داوطلب دولتي کارکوونکي په کابل پوهنتون کې .
_ دشپې دکانکور دازموينې  داوطلبان دې دغه ټکي په پام کې ونيسي او دنوم ليکنې په مقصددې مراجعه  وکړي .
_ دلوړو، نيمه لوړو زده کړو دموسسو ، دمرکز او ولايتونو دمسلکي ليسو فارغان اوبرحال محصلان دشپې په ازموينه کې ګډون نه شي کولى ، که چيرې فورمه يې  ډکه کړى وى باطليږي  او په ازموينه کې نه شامليږي . دلوړو زده کړو  په موسسو کې دشموليت له لايحې سره سم دښوونځيو د ١٣٨٩ کال  او له هغه څخه مخکې د دولسمو ټولګيو فارغان دکانکور په ازموينه کې دشموليت  درې چانسونه او د ١٣٩٠ کال او له هغه څخه وروسته دښوونځيو ددولسمو ټولګيو فارغان دشموليت دوه چانسه لري .
_ دولتي داوطلب کارکوونکي دې دخپلې اړوندې ادارې دبرحالۍ تصديق دکانکور په ازموينه کې دشموليت په مقصد دنوم ليکنې په فورمه کې ولري  له دې پرته په ازموينه کې ګډون نه شي کولاي .
په ازموينه کې دشموليت دکارت دويشلو او دازموينې دورځې په باب  وروسته خبر ورکول کيږي .